د ښکلو په مالت کې ډېر په پام له کوره اوځم
دوېرې په تعظيم په احترام له کوره اوځم
ها ستا د تور اوربل لاندې شېبې بيا يادومه
دا زه کله نا کله چې ماښام له کوره اوځم
ځواني که مې لاهو کړمه بيا هم به پوره نه شي
تکل کې د يو داسې لوى مرام له کوره اوځم
هرڅو که مې ژوندون دى تنهايۍ له ډالۍ کړى
خو سترګې راپسې دي په ناکام له کوره اوځم
زما او ستا تر مينځه بلا ډېرې مجبورۍ دي
عامره ستا لپاره زه په بام له کوره اوځم
2004 اپرېل 15
پېښور - ګلبرګ
تا سره د ژوند په يوه لاره چې روان شومه
ډېرې قافلې راپسې درومي اوس څاروان شومه
ګل که د ګلاب يې په شمله کې به دې کېږدمه
پل که پر ما ږدې نو دادى رېګ د بيابان شومه
وه د ګلو لښتې په ځير ځير به درته ګورمه
نه ډارېږم ستا له سترګو دومره پالوان شومه
نور مې ددنياسره پښتو هر ځاى پاللې ده
ستا د غصې وړاندې لکه پاڼه د خزان شومه
دم ګړۍ ته بويه که اجل هم هرکلى وکړي
ستا کوڅې ته راغلم بيرته تلو باندې ښپېمان شومه
ګل به يې عامره خو بلا تندې نيولى يې
زه لکه اوبه دا ستا په لوري درروان شومه
2004 اپرېل 15
پېښور _ ګلبرګ
او کنه چې شونډې يې پلمو سره بلدې دي
ځکه زمونږ هيلې ورکېدو سره بلدې دي
غل نه يم رهزن نه يم خو څه وکړم شاعر يمه
سترګې مې شوګير د تورو شپو سره بلدې دي
تاته که مې بده ورځ هم وژاړم فايده څه ده ؟
ستا خو اننګي د خندېدو سره بلدې دي
سره راځي که تور راځي خو بيرته خامخا به ځي
دا حجرې ز مونږ د مېلمنو سره بلدې دي
و خت که خپل ازمېښت کوي عامر او په فرهاد باندې
داد غرو ډبرې رغړېدو سره بلدې دي
2005 اکتوبر 6
حيات اباد � پېښور
سندري جامو کې راغله په سندرو يې مين کړم
ښاپېرۍ د باغ ارم وه په وزرو يې مين کړم
ملا ستا په شانې نه وه چې ښکنځل په ايتو کړي
يوه مسته ګل غو ټۍ وه په خبرو يې مين کړم
زه پخپله غرنى يم خو دا چارې د کو چۍ دي
په غو زانو ،په مماڼو ،په ګور ګورو يې مين کړم
لېونى به را ته ويلې چا له ناز نه لېونى شوم
د ميالي صيب د زيارت په منجورو يې مين کړم
بلا ډېر مزل په وړاندې بلا ډېر خنډونه مخکې
لکه سين د کونړ سين يم په ډغرو يې مين کړم
2005 اکتوبر 18
حيات اباد � پېښور
د نيمو شپو خبرې
تورتم کې خاموشۍ کې ها د نيمو شپو خبرې
په ياددې دي کېږدۍ کې ها د نيمو شپو خبرې
شېلې د غرو لمنې زه اوته غاړه په غاړه
د شپون خوږې شپېلۍ کې ها د نيمو شپو خبرې
ما ښام دې په ګودر کې دهمزولو سره وکړې
په څومره سادګۍ کې ها د نيمو شپو خبرې
له قندو نه خوږې وې لاتر اوسه مې دي يادې
په وېره په بلۍ کې ها د نيمو شپو خبرې
مونږ دواړو حال ونه وى خو بيا هم شوې مشهورې
په ټوله د نيا ګۍ کې ها د نيمو شپو خبرې
اوږدې به تر هغې شوې چې اذان به ملا وکړو
عامره په ځوانۍ کې ها د نيمو شپو خبرې
2005 اکتوبر 22
پېښور- حيات اباد
سپوږمۍ غوندې جانانه له هوانه يې راغلې
ښکلا ته ددې زمکې له اسمانه يې راغلې
چې ټولې معجزې دې په ورغوې کې ساتلي
ښکاريږي د بنګال له کليسا نه يې راغلې
جالبه ده د ښار واټونه ټول په تا رڼا دي
ادعا کړې چې کوچۍ يې له بيديا نه يې راغلې
ته زېرى د ژوندون يې په والله اب حيات يې
وه مرګ په تا حرام شه کومې خوا نه يې راغلې
په ما دې ځکه فرض دى تلاوت چې مسلمان يم
ته هاغه صحيفه يې چې الله نه يې راغلې
2005 اکتوبر 22
پېښور
د اکرام الله ګران په ليکه :
ژوند ډک له کږليچونو دى ارمان پکې ژوندون دى
دنيا ډېره بدرنګه ده جانان پکې ژوندون دى
له کله چې د ښار خلکو دمينې غېږ راکړې
اوس کلى خونړى دى راته ګران پکې ژوندون دى
دسر په بيه ژوند کوو خو سر زمونږ په څو دى ؟
دنيا ده ډېره ګرانه خو ارزان پکې ژوندون دى
بمونه ايټمونه اوس فيشن دي په دنياکې
دمرګ لومې خورې دي اوحيران پکې ژوندون دى
سوکړه سوکړه دمينې په دنيا کې چاپېرچل دى
شېبه شېبه له سترګو نه باران پکې ژوندون دى
اختر
زما دوطن پېغلو ته ډالۍ يې دي راوړي
اختر يو بنجاره دى خوشالۍ يې دي راوړي
د ستورو ستارې به پېغلو جونو باندې وېشي
يو شرنګ به شي لمنو ته پاولۍ يې دي راوړي
دچټو سپينو پېغلو په ټټر به ځونډي زانګي
وږمې لري لونګ ګېډۍ ګېډۍ يې دي راوړي
دروايې خلئ پکار به شي ددنګو ښکلو غاړو
د سپينو مر غلرو غاړکۍ يې دي راوړي
دلرې وطنونو مساپر يې سره ټول کړل
باران دى د سين غاړې ته هيلۍ يې دي راوړي
ځوانان به سره وکاندي د مينې مجلسونه
عامره چې وختونه د ځوانۍ يې دي راوړي
2005 نومبر 3
پرده دې دمينوشي رڼا پويول غواړي
بې وخته اذان ونه کړي ملا پويول غواړي
لونګ دې په سينه کري سنځلې په لمن کې
داغرونه دا رغونه دا بيديا پويول غواړي
شرطونه ولورونه او بندېز هم په کوکنارو
ادې دې زوروره ده بابا پويول غواړي
غرور يې دومره ډېر دى په اسانه نه پوهيږي
د ټولو نجونو ميره په بيا بيا پويول غواړي
تختوته يې د ډېرو په تخته دي بدل کړي
باور دې په وزير نه کړي پاچا پويول غواړي
مجنون شړي بيديا ته او منصور خېژوي دار ته
ناپويه ده کم عقله ده دنيا پويول غواړي
2005 نومبر 22
پېښور
په سکر وټو وريتېده چې ته زما وې
دنيا خود به سوځېده چې ته زما وې
د هندوانو په باور په تېر پړاو هم
راته داسې ښکارېده چې ته زما وې
داد خلکو ګوتنيونه ما او تاته
دا به خامخا کېده چې ته زما وې
لويول او پويول دې په خپل ځاى خو
مور دې هسې ځارېده چې ته زما وې
2006 فبروري 11
پېښور