نظمونه او ازاد شعرونه
دنيا
د نيا چړې تېرې تېرې ګرځوي
د نيا د مينې د و فا د ښمنه
دا دابليس په څېر څېرې بدلوي
د ا د آ د م د ا د حو ا د ښمنه
دا په وزرو کې بارود پټوي
داد کوترو په جامه کې راځي
د ماشومانو نه ډوډۍ تښتوي
لکه ملنګ په ماښامه کې راځي
دنيا په لاس کې تېره غشي لري
دنيا کمان دنيا لينده په لاس ده
ددغو غشو مخنيوی زړګيه
يو د الله ،نه د بنده په لاس ده
دا کېږدۍ وال چې له محله وژني
دا محل وال به آخر کله وژني
دغه نادودې چې دې وليدلې
ددنيا غم به دې پخپله وژني
دا محلونه ، مينار و نه وينې
چې يې هندارې په پردو پو ښلي
د پردې شا ته هاغه څه کېږی چې
په تصور کې هم تا نه ليدلي
دنيا لمن لمن غمونه لري
په تا يې وېشي هم پر مايې وېشي
خو د سکون پيمانې لرې ساتي
هغه پر مونږ نه ، پر بېديا يې وېشي
ته که يې غلى دنيا چغې وهي
ستا درازونو په تکل کې اوسي
ستا کمزورۍ نه خپله ګټه اخلي
دغرضونو په ځنګل کې اوسي
دنيا وړه خامي هم نه شي زغمى
الله دې تا ورته مجبوره نه کړي
که يې يو څه په تا کې و موندل نو
پرېږدي دې نه چې مشهوره نه کړي
2005 اکتوبر 19
حيا ت اباد � پېښور
----------------------------------------
بدلون
په دشتونو په راغونو
کېږدۍ اوس هم ښکلې ښکاري
په رمو پسې روانه
کوچۍ اوس هم ښکلې ښکاري
رڼا اوس هم تجلې کړي
سپوږمۍ اوس هم ښکلې ښکاري
____________________________
لاهم خوند کوي په بڼ کې
د مرغيو اوازونه
څومره ښه ښکاري سيالۍ کې
چې اتڼ کړي زلمي جونه
موسيقي ده جادوګره
خوشاليږي پرې روحونه
____________________________
لامې هم جنګ نه نفرت دى
لاهم زړه کې لرم مينه
د زړګيو په شوديارو
راته ګوره کرم مينه
____________________________
کله خوښ کله خپه يم
ها دبرکلي پاچا نه
چې او س هم زه مرور شم
ډالۍ لېږي له اسمانه
دا زما لېونتوب ګورې
هغه هم دى پرې حيرانه
خو بس دا چې مې اشنا دى
پر ما ډېر دى مهربانه
____________________________
هغه وېره چې مې مله وه
د الله له بندګانو
هغه اوس هم راسره ده
با وجود د رڼا ګانو
____________________________
چې دا هر څه هاغه شان دي
او زه هم په هاغه شان يم
نه پخوا دومره شته من وم
او نه اوس د کلي خان يم
چې د چا په وس کې نه وي
کله زه بيا دومره ګران يم
چې هر څوک مې اخيستى شي
کله زه دومره ارزان يم
چې ژړېږمه خندېږم
دا په دې چې زه انسان يم
_____________________________
نو زما ګرانې محبوبې
تاته ولې بدل ښکارم
چې د سترګو پکارنه وي
تاته هاغه کجل ښکارم
نه رديف لري نه بحر
تاته هاغه غزل ښکارم
دا سهي ده په سر سترګو
ستا ښايست ته به غل ښکارم
______________________________
تا د لمر په لور کتلي
سهارچېرته ماښام چېرته
ولې بيا له ما تپوس کړې
تکليف چېرته ناکام چېرته؟
________________________________
کله يوشان کله بل شان
دا خو ژوند دى يو مزل دى
ګلې بيا ولې خپه يې؟
ستا عامر که لږ بدل دى
د جولايي ٣١مه کال ٢٠٠٥
پېښور - حيات اباد
__________________________________
مرګه مرګه ځواني مرګ شې
مرګه مرګه ځواني مرګ شې
او اخته دځان په وير شې
ته مفلس د زمانې شې
او د دوو ټکو فقير شې
ته را پرې اوځې له زوره
پهلوان چې پاتې نه شې
دمرګي په سفر لاړشې
په جهان چې پاتې نه شې
ماشومان بچي دي مړه شه
چې د پلار په درد خبر شې
ښايسته ناوې دې مړه شه
چې ديار په درد خبر شې
په سر خوږي باندې مړشې
ډيسپرين په تا حرام شه
يا د شوګر يو مريض شې
چې شيرين په تا حرام شه
دانو څه انسانيت دى
هره ورځ پرما يلغار کړې
دګرېوان نه مې رانيسې
او لمن راته تار تار کړې
دجمال نه ناخبره
په ګلانو باندې پښې زدې
ړوند خو نه يې چې ته داسې
ماشومانو باندې پښې زدې
کله مور راځينې وژنې
کله بريد مې پر بابا کړې
چې له ځانه راته ګران دي
له هغو نه مې جدا کړې
مرګه لاس ته که مې راغلې
تا محبس کې بندومه
دمرغۍ غوندې دې هر وخت
په قفس کې بندومه
د ويرونو سوداګره
تا جرګې ته کېنومه
ځان له زه به هلته نه يم
په تا کلى خبرومه
ملامت به خامخا شې
چې حساب درسره کړمه
ستا سزا به خودکوشي وي
تا په دار به خېژومه
خو ته هم لکه همايې
دا ستا سيورى رانه ورک دى
څنګه ستا کلي ته درشم
چې ستا لورى رانه ورک دى
مرګه مرګه ځواني مرګ شې
او اخته دځان په وير شې
ته مفلس د زمانې شې
او د دوو ټکو فقير شې
2005 جنوري 25
پېښور
ما ياران هېر کړي نه دي
دا منم چې د حالا تو په منګولو کې راګېر يم
دا منم چې په قطار د لېونيانو کې زه شمېر يم
خبر نه يم په ارزښت کې نيم سېرى يم او که سېر يم
قرباني که مينه غواړي دادى سر نه مې زه تېر يم
د ژوندون په امتحان کې ما ياران هېر کړي نه دي
د سکروټو په باران کې ما ياران هېر کړي نه دي
ما د دوو سترګو لپاره بلا سترګې کړلې هېرې
په دا ووړ ګنا خو ګورې ديدنۍ شوې په ما تېرې
چې پرانيستې غېږه راشي ها ياران وينمه چېرې
انسانان را ځيني تښتي يم حيران ددوى له وېرې
دستم په دې ميدان کې ما ياران هېر کړي نه دي
د سکروټو په باران کې ما ياران هېر کړي نه دي
که څوک ژوند و چا ته ورکړي دادنيا پرې خفه کېږي
که دې مينه چا ته ورکړه دنيا سمه پرې سوزيږي
نادانان ددغې ځمکې بس په دې هم نه پوهېږي
دا رشتې د ژوندانه خو په اسمان کې تړل کېږي
د خواخوږو په فقدان کې ما ياران هېر کړي نه دي
د سکر وټو په باران کې ما ياران هېر کړي نه دي
کله کله ګيله راشي له دې ټولو انسانانو
د خيام له مقتديانو د مجنون له لارويانو
په دا تېره له يارانو او يو څه مې له خپلوانو
دومره زر هم خوک بدليږي ځواب راکړئ ظالمانو
په دې خوشې بيا بان کې ما ياران هېر کړي نه دي
د سکروټو په باران کې ماياران هېر کړي نه دي
2004 نوامبر 11
پېښور
د ښکلا لټون
له انګليسي ادب څخه ژباړه ::
شاعر John Keats
هر هاغه څيز کې چې ښايست موجود وي
ها لا فاني وي ختمېدلى نه شي
د وخت سره سره دا وده مومي
حسن زياتيږي کمېدلى نه شي
دالکه يخ سيورى د ګورې ونې
کله چې ستړي شو دمې له ورځو
بيا د خو بونو ددنيا ليدو له
زمونږه هڅه وي هم دې له ورځو
داځکه هر سهار ګلونه شکوو
ترېنه د غاړې غاړکۍ جوړوو
داددنيا سره تړون دى زمونږ
د ګلو هار نه چې ډالۍ جوړوو
څه داسې نه ده د ښايست انتها
منمه دا هم بد رنګو نه ډکه
دې کې بد رنګه خلک هم اوسيږي
دنيا پخپله مايوسونه ډکه
تياره وختونه هم دلې موجود دي
داطمينان کمى به هم ليدى شي
خو دا زمونږ نه انکشاف غواړي چې
علاج ددې غمونو څه کېدى شي
علاج يې دادى چې لږ فکر وکړو
ددې جهان په ښکلاګانو باندې
چې ښه خيالونه مو زرغون شي زړه کې
هله به پوى شو رڼا ګانو باندې
ددومره ډېرو بد رنګيو سره
يو داسې څيز هم په دنياکې شته دى
دروح تيارې لرې کولى شي دا
دمينې راز زمونږ په خوا کې شته دى
دښکلاګانو سلسلې دي دلته
داروا تنده ماتولى شي دا
څنګه جهان کې سوکالي راولو
مونږ ته د راز نړۍ ښودلى شي دا
دا ښکلاګانې به په لمر کې هم وي
هم د سپوږمۍ په پلوشو کې به وي
دا زړې ونې ګورې ګورې ونې
ددوى ديخ سيوري وږمو کې به وي
چېرته چې لمر خپل انتها ته رسي
دونو سيورى هرکلى به وايي
رمې ترې هم لاندې ويدې ښکاريږي
ټپې دمينې بيا شپونکى به وايي
درته به وښايم تصوير د حسن
دا د نرګس ګلونه وينې که نه؟
په شينکي پاڼو کې چې ځان پټوي
دنزاکت رنګونه وينې که نه؟
داوبو خوا کې د لختي په غاړه
ځکه دوى ځان له کورکي جوړوي
دلمر د تاونه پرې ځانونه ژغوري
دا تدبيرونه تل ژوندي جوړوي
ته د ځنګل مينځ ته نظر واچوه
هلته هم شته دي څو ګلونه داسې
د غنو بوټو سره ژوند تېروي
ښايي د خپل حسن رنګونه داسې
دا وران کنډر زاړه قبرونه ګورې!
په دې کې هم دي جهانونه اباد
داچې يې مونږه نن يو بل ته وايو
په دوى کې ډېر دي داستانونه اباد
په هر يو قبرکې يو راز پروت دى
د پخوانو خلکو کيسې دي دلته
داچې خاموشه دي غورزنګ يې واهه
خوندي سل قسمه حماسې دي دلته
داښکلاګانې له عقبا راغلي
دمينې ډکې پيمانې دي دلته
دالږه هڅه لږ لټون به غواړي
نه ختمېدونکي سلسلې دي دلته
دا ښکلاګانې په هرچم کې اوسي
دميني زړه او لوى همت به غواړي
ددوى موندل څه دومره ګران هم نه دي
لږه پالنه د فطرت به غواړي
1999 نوامبر 17
پېښور_ پوهنتون
ګلالۍ لاس په قسم راسره کېږ ده
ستا ښکلا به مې هم وه يو څه نظر کې
ښاپېرۍ د باغ ارم بدرۍ جمالې
لکه دوه بلبلې غبرګې په بام ناستې
خو ښېدلې مې ستا دوه سترګې ملالې
دامنم چې ستا ځواني د بوډۍ ټال وه
دامنم چې دې ښکلا يو قيامت و
بوالهوس نه وم که وږى د جمال وم
که نه ډېرو پېغلو کړى راته ست و
ما ځواني لکه د پېغلو وه ساتلې
که هرڅو مې زړه غوښتل بغاوتونه
ځه ورځه د ښار له ښکلو تپوس وکړه
هغه ما چې يې اخيستي ازارونه
چې قدم به مې د کلي په مالت و
لوپټې به نڅېدلې په بامونو
ډېرو زلفې غوړولې په دې موخه
چې ما وتړي په ښکلو زنځيرونو
وېرېدلې غرڅنۍ معصومې سترګې
بل په مخ دې د حيا واړه رنګونه
دا هغه وو چې يې تاته درنزدې کړم
دا هغه وو چې يو ځاى مو شول روحونه
ګلالۍ چې ګلابي جامو کې راغلې
مانه هېر دې کړل د سرو ميو خمونه
تا چې ځاى د زړه په کور کې راله راکړو
درنه ځارشه ددې ځمکې ټول ښارونه
مونږ چې بيل ووسره دوه وو تاته يادشي
دا مکاره دنياګۍ وه څومره غلې
اوس چې يو شو ډېرې سترګې راپسې دي
ډېرې خولې ډېرې خبرې کړي ناولې
اوازې تر دروازې رارسېدلي
ډېرو مونږ پسې خوړلي قسمونه
که مو خپل که مو پردي دي راپسې دي
داسې وايي چې به مات مو کړي هډونه
ګلالۍ لاس په قسم راسره کېږده
په هم دې لاره قدم راسره کېږده
د ژوندون او د مرګي په هره پوله
درنه ځار پلونه دې سم راسره کېږده
2004 اکتوبر 16
پېښور
ديوريښتوني انسان ريښتينه کيسه :
ورک شوى پل
مورې تنهايمه ډارېږ مه ته چېرته لاړې
يوزوړديوال يمه نړېږمه ته چېرته لاړې
دسپين بولدک دکندهارهاغه واټونه کوڅې
نن هم خبردي دبابک اوستاله هرې کيسې
څنګه يوبل ته ورنزدې شوئ بې له زروپيسې
تاسې بس دوه دمينې توراودادنيادرپسې
ستاپه کيسه چې زه خبريږمه ته چېرته لاړې
مورې تنهايمه داريږمه ته چېرته لاړې
دېرش کاله وړاندې ستاښايست په کندهارکې خورو
په غرورغوپه چم ګاونډپه هربازارکې خورو
په چل زينواودباباولي مزار کې خور و
داڅکزودبارکزوپه هر بنډار کې خور و
زه په صفت دې نه مړېږ مه ته چېرته لاړې
مورې تنهايمه ډاريږمه ته چېرته لاړې
اوريدل کيږي چې بابک هم ګلالى ځلمى و
يوميړنى ويوزړوروګټيالى ځلمى و
تاسره سترګوکې په جنګ و جنګيالى ځلمى و
مينه کې تېرله مال اوتن وتوريالى ځلمى و
زه هم بابک ته پاتې کېږمه ته چېرته لاړې
مورې تنهايمه ډاريږمه ته چېرته لاړې
دنياکه نه پرېښوئ پخپله موکړه لاره يوه
کيسه دمينې موکړه لاندې ترچيناره يوه
بابک کړه کډه پس په خپلواوږوباره يوه
ته ورسره وې لکه حوره وې سينګاره يوه
اوس په مزاردې زه دريږمه ته چېرته لاړې
مورې تنهايمه ډاريږمه ته چېرته لاړې
يو کال مو تېر کړلو له خپلو له خپلوانو لرې
هم له زړو زړويارانوله دوستانو لرې
يو ازموينه وه چې وئ له انسانانولرې
خړه بيدياکې دبشر له دښمنا نو لرې
زه په سختيودې ژړيږمه ته چېرته لاړې
مورې تنهايمه ډاريږمه ته چېرته لاړې
پوره کال وروسته شوئ دوکه دقام سپين ږيرو باندې
څه يې په ژمنو په وعدو او څه خبرو باندې
وودستارونه د فرېب يې په ککرو باندې
ملامت نه وئ اوړېدلي وئ بې ځايه په لښکرو باندې
زه هم هماغسې ورکېږمه ته چېرته لاړې
مورې تنها يمه ډارېږمه ته چېرته لاړې
زه د خپل ژوند په لومړۍ ورځ يتيم يسير پاتې شوم
تاسې يې وويشتئ په تورو زه ظهير پاتې شوم
نورو له يې ورکړم د خپلوانو له بهير پاتې شوم
له هغې ژاړمه تر اوسه لا په وير پاتې شوم
زه د پردو سره اوسېږمه ته چېرته لاړې
مورې تنها يمه ډارېږمه ته چېرته لاړې
د نور دره کې يو لوى خان ته خپل وارث پکار و
يوه مجذوب غوندې انسان ته خپل وارث پکار و
زامن يې نه وو هغه ځان ته خپل وارث پکار و
هغه ساتلو د خپل شان ته خپل وارث پکار و
زه خو ساده نه يم پوهېږمه ته چېرته لاړې
مورې تنها يمه ډارېږمه ته چېرته لاړې
زه چې ځلمى شومه نو خان د ګور په لورې لاړو
زه يې خبر کړم پس له هغې نه بيا هورې لاړو
زه يو ځل بيا شومه يتيم چې هغه مورې لاړو
زه دروغ نه وايم ته خپله خو هم ګورې لاړو
تاته درځمه خو غورزېږمه ته چېرته لاړې
مورې تنها يمه ډارېږمه ته چېرته لاړې
په دې پو هېږم چې ستا پل لاندې جنت دى مورې
د مشرانو دې وينا کې لوى حکمت دى مورې
خو پل دې ورک دى په ما څومره سخت ساعت دى مورې
په دغه ځاى کې شو معلوم کوټه مې بخت دى مورې
درپسې سم لېونى کېږمه ته چېرته لاړې
مورې تنها يمه ډارېږمه ته چېرته لاړې
زه هم په ځان باندې حسينې ښاپېرۍ مين کړم
ساده ساده ومه ساده شانې کوچۍ مين کړم
له سره تېرې يوې داسې لېونۍ مين کړم
مورې رښتيا وايمه زه هم شين خالۍ مين کړم
هغه تا غواړي زه شرمېږمه ته چېرته لاړې
مورې تنها يمه ډارېږمه ته چېرته لاړې
ستاسو په څېر مونږه هم ډېر لرو دښمن ادکې
که لاس ته ورشو مونږ به هم زر کړي دفن ادکې
له مجبورۍ نه ورته پرېښى مو وطن ادکې
پټ مو ژوندون دى له هرچا نه زمونږ نن ادکې
دنيا مې وژني زه پوهېږمه ته چېرته لاړې
مورې تنها يمه ډارېږمه ته چېرته لاړې
2004 دسامبر 7
پېښور
يو سيورى -يوه رڼا
بابا زما هم داسې خوښه نه وه
زه دې بت ګر شمه بتان جوړوم
داعذابي هنر اسمان راکړى
زه د لفظونو نه انسان جوړوم
زه په تېشه او په سندان جوړوم
لکه اذر واړه خدايان جوړوم
ځمکه لا څه ده چې اسمان جوړوم
هم اهرېمن او هم يزدان جوړوم
هو! ماته ياد شي چې دې ويلې راته
هلکه بس که شاعري مه کوه
دادهرچا له وسه نه ده پوره
هسې بې ځايه دا خواري مه کوه
ما هم په خداى که به غوښتله داسې
چې رياِضت دې د سندرو وکړم
خو دامې هم پوره په وس کې نه وه
زه دې عمل ستا په خبرو وکړم
زه خو د بل چا په پنجو کې بند وم
ښايي چې زه به يې شاعر خوښېدم
زه د سندرو په منتر يې پوى کړم
د هغه ذات به زه ساحر خوښېدم
بابا زما هم داسې خوښه نه وه
زه دې بت ګر شمه بتان جوړوم
داعذابي هنر اسمان راکړى
زه د لفظونو نه انسان جوړوم
زه په تېشه او په سندان جوړوم
لکه اذر واړه خدايان جوړوم
ځمکه لا څه ده چې اسمان جوړوم
هم اهرېمن او هم يزدان جوړوم
دابه ازل کې نويشته وه بابا
چې زه په هاغو لارو يون وکړمه
چې ستا بيخي ورسره جوړه نه وه
هاغو رشتو سره تړون وکړمه
د ابادۍ نه دې بيديا ته لاړ شم
زه دې خو يونه د مجنون وکړمه
زه د ښمني دې د شېخانو وکړم
او اقتدا دې د مفتون وکړمه
بس په هم دغې به خپه وې رانه
چې د تسبو سره مې جوړه نه وه
ما خو په بل رنګې پرواز غو ښتلو
د زولنو سره مې جوړه نه وه
داسې خو نه وه چې منکر دې ومه
ګرانه بابا زه له يزدانه ځينې
ما خو به هم ځولۍ ځولۍ غو ښتله
دعا له بره شين اسمانه ځينې
دا ستا په اند به زه بې لارې ومه
خو زه مجبور له دغې چارې ومه
ته په تسبو او په چلتار مين وې
خو زه مين بيا په هندارې ومه
بابا زما هم داسې خوښه نه وه
زه دې بت ګر شمه بتان جوړوم
داعذابي هنر اسمان راکړى
زه د لفظونو نه انسان جوړوم
زه په تېشه او په سندان جوړوم
لکه اذر واړه خدايان جوړوم
ځمکه لا څه ده چې اسمان جوړوم
هم اهرېمن او هم يزدان جوړوم
بابا مونږ دواړو رياضت کړى دى
تا په سجدو الله ته ځان رساوه
زه چې د نۍ په فلسفه پوهېدم
ما په نغمو الله ته ځان رساوه
ښکاره توپير زمونږتر مينځ مو جود و
خو ته بيا هم وې مهربانه بابا
زه دې دعا نه غور زولى نه وم
که ډېر خپه هم وې زمانه با با
ته لکه ونه په غرمو ولاړ وې
خو مونږ دې سيوري ته دمې کولې
تا ددعا په شپول کې بند ساتلو
مونږ به نو ولې اندېښنې کولې
ها شپې د قدر شپو نه کمې نه وې
ته چې زمو نږ د کور ځلا وې با با
بس مهربانه په مونږ ټولو باندې
ته د فلک نه هم سېوا وې با با
تا مې په لار کې تل رڼا کرله
زما دلاس يوه امسا وې با با
ځان درنه هېر زمونږ په مينه کې و
زمونږ د ټولو مسيحا وې با با
ما به تکل د رڼا څه کولو
ته خوپخپله يو رڼا وې با با
ما پرښتې چېرته ليدلي نه دي
خو انسانانو نه بالا وې با با
زه که ژوندى ومه نو ستا له مخې
زما اوبه زما هوا وې با با
که مې يقين په سومنات لرلى
ما به ويل درته دېوتا وې با با
بابا زما هم داسې خوښه نه وه
زه دې بت ګر شمه بتان جوړوم
داعذابي هنر اسمان راکړى
زه د لفظونو نه انسان جوړوم
زه په تېشه او په سندان جوړوم
لکه اذر واړه خدايان جوړوم
ځمکه لا څه ده چې اسمان جوړوم
هم اهرېمن او هم يزدان جوړوم
زه د تيارو په غېږ کې پرې دې ښودم
ته د يو بل جهان رڼا شوې با با
ولاړ په ټکنده غرمو کې يمه
ځکه ته سيورى د هما شوې با با
اوس هم په خوب کې تسلي را کوې
دا به دمينې کوم مقام وي با با
ستا په مزار دې د نورونو باران
زما دعا ده چې مدام وي با با
2002 اګست 30
پېښور -پو هنتون