دنيا وه توره زړه مې بل ساتلو
هروخت په لاس مې خپل اجل ساتلو
سپينې خامتا ته په تخته حيرانه
دې به کميس مدام بخمل ساتلو
يوه پره کې هم زه ځاى نه شومه
چې خپل ضمير مې هرځاى مل ساتلو
زما چې سترګې به مرغۍ مرغۍ شوې
تا به په ناز رانه څنګل ساتلو
ښه ده باران شو ټوله ومې ليدې
ولې پوړنى دې ململ ساتلو
داګست يوولسمه ٢٠٠٥
پېښور _ حيات اباد
دخپل منزل ترلوى مزاره به ځو
دکلي خلک يو تر ښاره به ځو
په منډه نه ځو په قلاره به ځو
که لاره نه وي لکه ماره به ځو
نشه به يو خو سر ټيټى نه منو
خيردى که لويږو خو په لاره به ځو
خو بس يو سر غواړي کوڅه د جانان
يو ځلې نه ! په هزار واره به ځو
لکه شبنم به ګل ته ځان رسوو
لکه د اوښکې تر رخساره به ځو
څو ملايان به په سولۍ خېژوي
عامره ځو تر دې بنډاره به ځو
داګست لسمه ٢٠٠٥
پېښور _حيات اباد
الله په هغو سترګو جادوګرو کې جادو
وه نغښتې يې بلا بلا خبرو کې جادو
اوس ټوله د جانان ده،دووسترګو کې راټوله
پخوا وه د بنګال لارو ګودرو کې جادو
وړې ! ګومان مې نه شي ستا خبرو ته مې پرېږدي
دا ستا د سپينو لېچو په مر مرو کې جادو
داستا د اننګو بوسه مې داسې لېونى کړي
کټ مټ لکه موادو مخدرو کې جادو
شاعر دى چې له خولې نه جنتي سرونه کاږي
فنکاردى چې کوي خپلو سندرو کې جادو
ياران يې ويده کړي په اوده د شاعرۍ
عامر ده خوره کړې سخن ورو کې جا دو
د اګست نهمه ٢٠٠٥
پېښور _حيات اباد
ستا د سرو شونډو مسکا دانه وانه
کړي زما د زړه دنيا دانه وانه
له هغې چې دې له سترګو يم پرېوتی
زندګي مې ده رښتيا دانه وانه
په يو تار لکه امېل سره يو ځای شه
پښتانه د پښتونخوا دانه وانه
ستا په يو انکار مې زړه تالا والا شو
ستا خو زلفې کړه هوا دانه وانه
راته خپله ګنا هم نه ده معلومه
جوړې مونږ شولو ويړيا دانه وانه
ځئ جنډې د مينې پورته کړو په لاس کې
هسې نه چېرته شو بيا دانه وانه
عامر جانه دښمنان دې داسې غواړم
لکه شګې د بيديا دانه وانه
۲۷ نوامبر،۲۰۰۲
پېښورپوهنتون
غزل
کاينات دې را په شا کړو اوس ټالۍ وهم بې واره
دغه پېټی به تر کومې په اوږو وړمه باداره
زما مخ يې له کفنه را څر ګند کړ بيا يې وويل
واه په دې نوي لباس کې چېرته درومې کلانکاره
چې مو دوه سترګې څلور شي کيفيت يې دومره خوږ وي
لکه اوښه لاس ته راشي په سرو زرو باندې باره
دا چې اوښکې ليدی نه شم ددنيا د مظلومانو
نو بيا څنګه به زه نيسم مخ ته وړاندې مې هنداره
دژوندون تورو تيارو له د موسی مړوند پکاردی
د شينکي اسمان د لاندې ورکه شوې رانه لاره
نو تڼاکو ته د زړه مې وايه کله رسېدی شي
ددې زمکې واړه شګې د اسمان ستوري بې شماره
پېښور ـ پوهنتون
۲۰۰۲اګست۲۳
غزل
په وروسته چې نه ګوري د پرون سره جوړ نه دي
دا خلک د بې ځايه زړه چاودون سره جوړ نه دي
خوراک شي د لېوانو قافلې بې له څاروانه
رمې بې لارې کېږي چې د شپون سره جوړ نه دي
ګناه کې د بادارو څوکيدار دی چا تړلی
شوګير وهلې سترګې د شبخون سره جوړ نه دي
ناجوړه يې دي زړونه او ناسازه يې فکرونه
هغه چې د هيواد ملي تړون سره جوړ نه دي
لاهم څو غولېدلي د پردو ساز ته نڅيږي
په شپو مين رهزن د سباوون سره جوړ نه دي
هغه قلم دې مات شي او هغه ژبه دې پرې شي
چې وايی هزاره ، ازبک، پښتون سره جوړ نه دي
عامره ددې خلکو عقيده بدلول غواړي
خيام په تيږو ولي او مجنون سره جوړ نه دي
۲۰۰۵، جنوري ۲۶
پېښور
ګفتار دې د شکرو نه شيرين دی يا اخي
ميلس دې په ټول کلي کې رنګين دی يا اخي
ښکاريږي چې له سره دې دانګلي په سل واره
ډالۍ چې دې شها ته لونګين دی يا اخي
دغم ديوې شېبې تودوخه هم نه شي زغملی
دا تار د ژوندانه دومره مهين دی يا اخي
تر تا رارسيدلي دي د چا د حسن وړانګې
رومال چې دې په لاسو کې وريښمين دی يا اخي
په ډېرو کاڼو زړونو کې به کر د مينې وکړې
روان چې دې له سترګو اباسين دی يا اخي
دا سر به په سر نه وړې که هر څومره زورور يې
د ښکلو دوطن دغه آئين دی يا اخي
چې عين د ځوانۍ مينځ کې دې رنګ ځای له نه رادرومي
ليدلی دې کوم داسې لوی ناورين دی يا اخي
۲۰۰۲نومبر۱۴
جلال اباد