خالقه ما خو بس هم دومره عبادت کړی دی
چې په دنيا کې مې شيخانو نه نفرت کړی دی
بويه چې ستر بدلون به راولم په سر د نړۍ
ما ددنيا د خواري کښو امامت کړی دی
اوس ددې خپلې محرومۍ کيسه به چا چا ته کړم
خلکوته وايمه چې ما هم محبت کړی دی
پرښتو څله مې جېبو نو کې ايمان لټوئ
ما په نېستۍ کې ددنياځينې رحلت کړی دی
خالقه ته پرې د سرو زرو باران ووروې
چاچې په مونږه غرېو نيولو شفقت کړی دی
چې زړه مې درکړو ، ناز دې هم وړم ، مينه هم درکوم
ښکليه خاتم هم کله دومره سخاوت کړی دی
پېښور پوهنتون
پنځم سپټمبر ۲۰۰۲
په شپو کې تر سهاره کېناستل غزل ليکل
عادت مې شو د پېغلو په اوربل غزل ليکل
يوه پاڼه که بله وای چارګل مې دجانان و
څه نوې تجربه ده په شوتل غزل ليکل
ای شېخه راته وايه عبادت که رياضت دی
له سترګومرغلرې تويول غزل ليکل
دا څه عادت دې واخېستو عامره بېروزګاره
بې واره په جامونو پرېوتل غزل ليکل
۱مارچ،۲۰۰۲
ننګرهار
سهار له کوره اوځمه ماښام کورته راځم
خو اوس هم لا هماغسې ناکام کور ته را ځم
ګلاب ګلاب سرخي په مخ له ځانه سره وېسم
سوری سوری په زړه لکه بادام کورته را ځم
ياران راته سپوږمۍ په سر قسم راکړي چې وڅکه
زه مست په بنګاوه لکه خيام کور ته را ځم
هم د لته دي ر ا جمع زما ټولې بد مرغۍ
زه اخلم له خپل ځانه انتقام کور ته را ځم
پا چا يمه تر نيمو شپو بنډار کې د يارانو
بيا غلو غوندې را اوړمه په بام کور ته را ځم
نه کار شته ، نه روزګار شته، د پلار وېره را سره
دانن سبا عامره په ډېر پام کورته را ځم
پېښور پوهنتون
اګست ۲۹،۲۰۰۲
که ګل نه وي له ازغو يې را شروع کړه
دبلبل له ترانو يې راشروع کړه
کيسې ډېرې دي مبهمې په دنيا کې
داجل له تلوسو يې راشروع کړه
بغاوت د زمکې سرنه مزه نه کړي
عين د عرش له منارو يې راشروع کړه
بيا يې ختمه کړه د ستورو په مالت کې
دجبين له شنو خالو يې راشروع کړه
زمانې ته که جلال د مينې ښايې
دخيام له ميکدو يې راشروع کړه
مرور لالى پخپله به پوخلا شي
بس د اوښکو له جرګو يې راشروع کړه
ديارحسن که ستايل غواړې عامره
له دې سپينو ا ننګو يې راشروع کړه
داګست دولسمه ٢٠٠٥
پېښور _ حيات اباد
دکب غوندې په حوض کې خوييده سپينه سپوږمۍ
اسمان نه په ډولۍ راکوزيده سپينه سپوږمۍ
دورېځو په ټيکري کې پټ پټوني يې کولې
سهار نه که د لمر نه وېريده سپينه سپوږمۍ
نژدې وه چې د ژوند تودو غرمو ومه وژلی
نصيب مې وه نو ما ته رسېده سپينه سپوږمۍ
شېبې که په پېړيو بدلېدې پروا يې نه وه
د مينې په مدار کې څر خېده سپينه سپوږمۍ
ښا يست د دې نړۍ يې و په سترګو کې راټول
دستورو په مالت کې اوسېده سپينه سپوږمۍ
عامره سر چينه يې د ښکلا زما وجو د و
زه لمر ومه چې مانه تاوېده سپينه سپوږمۍ
------------------------------------------------
بلا خلک خېرې کړي ددعا خلک يو څودي
هۍ!کوم دي ترۍ تم دي مسيحا خلک يو څو دي
په تورو تورو شپو کې پرېوتلي او موتازه
رڼا ته خلک ډېر دي د رڼا خلک يو څو دي
شايد چې يې خلوص وي په زړګي کې زېرمه شوى
ميدان چې وړي له ښاره د بيديا خلک يو څو دي
خالقه! په تخليق کې دې کثرت نه کار اخيستى
چې پوهه په رموز او په مانا خلک يو څو دي
مايل د کفر ډېر دي او پيکر داسلام داسې
تسليم انسانيت ته د هرچا خلک يو څو دي
نا ړامو ، تخريب کارو زمکه ټوله کړه ګلګونه
کرګر دسرو ګلونو د ښکلا خلک يو څو دي
خوشاله ډېر سرونه دي چې سر لري ګرځيږي
مقصد داچې ملګري د مولا خلک يو څو دي
عامره! د بارودو سوداګر دي ډلې ډلې
چې امن ته لېواله دي نو دا خلک يو څودي
2005جنوري 25
پېښور
دستار اود پيکار او هم دکار سړي معلوم دي
برى وړي له دښمنه خو د شمار سړي معلوم دي
چې خاورې په منګول کړي ترې د زرو تمه کېږي
دى ښار که نا پرسانه خو د ښار سړي معلوم دي
باچا! ستا ترچترۍ لاندې ادم نه تر دې دمه
ددار سړي معلوم دي د سنګسار سړي معلوم دي
دا زمکه خو لا لرې ده اسمان نه هم سوال نه کړي
بې ننګه زمانه کې هم خود دار سړي معلوم دي
يو عمر يې تېرکړى په ډوډۍ پسې په منډه
عامر ته ځکه واړه بې روزګار سړي معلوم دي
2005 مارچ 2
پېښور