جانانه ټوله دې په ننګ ولاړه يمه
درنو لوستونکو! دادنيموشپو خبرې چې تاسو په خپلو ګوتو سپړلي ، گورئ يې ،لولئ يې
اوبلاخره خوندورڅخه اخلئ ، دانه يوازې دتاسو لپاره په زړه پورې دي بلکه زما لپاره
هم ....... ولې چې دعامر دنيموشپو دخاموشۍ اودتنهايۍ خبرې اوس زما مخې ته سپړل شوي
دي - که رښتيا راباندې وايئ څرنګه چې دکتاب له نوم څخه راپيدادى په واقعيت سره
داټولې اوټولې دنيمو شپو خبرې، رازونه ، کيسې اوګيلې دي - عامر په تېر دوه کلونوکې
دشپې په زړه کې له ماڅخه پټ لرې کېناستلى او دادلفظو نو يوه يوه ملغلره يې دشعر په
تارکې اوبدلې ده ، امېل يې ترې جوړکړى چې دامېل يې کله خپلې معشوقې ته په سوغات کې
ورکړى اوکله يې هم يو يو يې خپلو هيوادولو ته هم ډالۍ کړى دى - زه چې ګورم دعامر په
قلم کې نوى رڼ له ورايه ښکاري ، دهغه شاعري تر پخوا ډېره بدله بدله مالوميږي - هغه
غواړي په خپل دې سفر کې نوې منظرې وګوري اوهمداراز دشعر دادب مينه وال هم له ځانه
سره يوې نوې تماشې ته کېنوي - دمثال په ټوگه زمونږ ډېر شمير شاعران دي چې هغوى په
ښارکې اوسيږي خواوس هم دکلي په ښکلا ګانو پسې ليوني دي ، دهغوى په اند چې په ښاري
سيموکې دومره ښکلا نشته اويا دښار ژوند ورته له مينې اوښکلا نه تش ښکاري ، همدا ده
چې ټول عمر دگودرنو په غاړو دميني تږي وچ حلق په لپې اوبو پسې ګرځي خودعامر اوسنۍ
شاعرى يو څه ددې پرخلاف ده ، هغه په شاعرۍ کې دکلي اوگودرونو، دبيديا دکوچۍ نه
ترکېژدۍ پورې ، دښار ښکلاوې هم ستايلي دي - هغه داثابته کړې چې دښار په رڼا ګانوکې
هم رڼې رڼې ښاپېرۍ شته ،مينه شته ، او ژوند له ښکلا سره پوره مل دى- له بلې خوا
عامر پخپلې اوسنۍ شاعرۍ کې تخيل ښه لوبولى ، دهغه خيال دومره اوچت دى چې لوستونکى
له ريالستکي ژوند څخه بهر نه اوباسي - زه نور دهغه په شاعرۍ ډېر بحث نه کوم ، يوازې
دې مختصرو ټکوته مې اشاره وکړه ، په دې لاره کې هغه ته نوربرياليتوبونه له پاکه
خدايه غواړم ، وروستې قضاوتونه تاسوته درپريږدمه - داهم تاسو اوداهم دعامر دنيموشپو
خبرې .......
په درناوي
وږمه سبا عامر
2006 مارچ 18مه
پېښور