غزل
جانانه خپل مې كړه، مين دې يم اغيار دې نه يم
هره خبره دې منم خو دانكار دې نه يم
ستا د آدم دونې څانګه يم په مينه پايم
ازغى مې مه جوړوه ګل دې يمه خار دې نه يم
دهيلو ژونده كه خوښۍ راولې، رايې ولـه
زما لـه هيچا تمه نشته، اميدوار دې نه يم
ساقى چې څه رالوروې ماته په ډېرو منظور
زه بيړندى يمه، تادي كوه دوار دې نه يم
21/2/1378
ټل- پښتونخوا
غزل
كه هر څو دې دستم دودونه زيات شي
خداى دنه كا چې په زړه كې مې كسات شي
ستا ترخې، ترخې خبرې ماته ګرانه
خوږه وړې شي، شكرې شي، نبات شي
منجاور به دې دحسن د زيارت شم
چې روا دې د ديدن راته خيرات شي
غم دې داسې په زړه مات كړمه شيرينې
لكه زړه كې دهوسۍ چې غشى مات شي
چا په سترګو كړې زما ښكليه كابله
دا زما ځواني دې تاته نظرمات شي
11 مارچ 1995 ټل، پښتونخوا
غزل
ستا دبڼو لـه واره ووتمه
ځكه لـه هر ګذاره ووتمه
چې پرې پېېلې وو زخمي زړګوټي
زه لـه همغه تاره ووتمه
ستا دوصال په تمه ګرځم خمار
مست يم لـه هر خماره ووتمه
د ژوند دوزخ مې دجنت په هيله
تېر كړ لـه هره كاره ووتمه
مشعله ژوند مې دى لـه هغې په وير
چې دكابل لـه ښاره ووتمه
15- چنګاښ- 1370
غزل
دهجر شپو كې دې ښكلا لكه لمر وځلوه
ګرانې تيارې دي، څه رڼا لكه لمر وځلوه
مونږه اورونو سره روږدي يو درځو به خواله
ته دې جلوې دخپل ښايست په مجمر وځلوه
نور دې جانان نه ګردنۍ او ټوپك دواړه واخله
نور دلمبو په ځاى ښكلا په سنګر وځلوه
كلونه كيږى وچكالي ده، هر څه تندې نه مري
خدايه د واورو سپين څادر په سپين غر وځلوه
توره بوړه- ننګرهار
د 1991 كال ډسمبر
غزل
له جوماتونو مو منبر ورك شوى
له بتخانو نه مو آذر ورك شوى
څه دماتم د قبيلې غړي شو
خوښۍ مو وركې دي اختر ورك شوى
ستورو! دخداى په نوم راوې ښايئ
شل كاله كيږي رانه لمر ورك شوى
چايې كور وران كړ، څوك يې نوم ورانوي
پښتون هم برورك دى، هم لرورك شوى
خدايه! په سيمه څه تالان راګډ دى
ورشو مو وركه شوله، غر ورك شوى
دښمن راكړى څه مو ګونى ګوذار
وجود مو شته دى رانه سر ورك شوى
ټول يې پېرلى يو د غم په امېل
له چا زړګى، لـه چا ځيګر ورك شوى
دكلي ناوې لـه سلګونه دې ځار
له تا خاوند، لـه ما دلبر ورك شوى
ټل، 25/1/1998
غزل
ستا محبت، ستا يارانه مې ژوندون
شو حقيقت كه افسانه مې ژوندون
د لطف يوې نګاه دواخيستمه
ځكه شو ټول عارفانه مې ژوندون
اوس به بنديز په هنر څنګه منم
چې شو غزل او ترانه مې ژوندون
ګرانه وير وير ده خولـه خاورې مست يم
چې درته ښكاري مستانه مې ژوندون
كه په وطگن د سر ښندنې داو وي
زما به دا وي، نذرانه مې ژوندون
د جون لسمه 1994
ټل-پښتونخوا