غزل
ستا دستم كيسه اوږديږي څومره؟
زما د غم كيسه اوږديږي څومره؟
دمينې سترګې مې شي هومره تازه
چې يې دنم كيسه اوږديږي څومره
په هر پړاو يې تلوسه، تلوسه
چې د صنم كيسه اوږديږي څومره
د پيوستون ارمان مې نور هم وژني
چې د تورخم كيسه اوږديږي څومره
دوطن مينې لږ مې درولـه نور
دلته دتم، كيسه اوږديږي څومره
دلته ګاونډ كې مې مسكا او خوښي
هلته د بم كيسه اوږديږي څومره
د مشعل روح هم هومره روڼ وساته
چې د تور تم كيسه اوږديږي څومره
1994/ جنوري لسمه
پښتو اكيډمۍ- پيښور پوهنتون
غزل
يادونه دجانان دي زوروي مې، زوروي مې
اورونه دهجران دي سوزوي مې، سوزوي مې
د اوښكو سمندر مې و ساحل ته رااوچت شو
څپې يې په لړزان دي غرقوي مې، غرقوي مې
په هجر دمحبوب كې مې عاقله ژړا بويه
كم عقله ناصحان دي خندوي مې، خندوي مې
په ډېرو هلو ځلو چې محبوب ته ورنږدې شم
ناترسه رقيبان دي بيلوي مې، بيلوي مې
هر څو كه مې وصال ته د فراق لاره اوږده شي
فضلونه دسبحان دي رسوي مې، رسوي مې
مشعله دبقا راز لټومه په فنا كې
راغلي رويباران دي خبروي مې، خبروي مې
دمرغومي لسمه- 1367،
دمجاهد لېسې ليليه، پيښور
غزل
بيا مې لـه ارمان سره په جنګ يمه
مات يې كړم افغان سره په جنګ يمه
ټيټ يمه، كمزورى يم خو تاته بس
نورې دنياګۍ ته زه ډېر دنګ يمه
مينه غواړم، زړه غواړم، جانان غواړم
زه، بس ددې درې ټكو ملنګ يمه
ته هم ښايسته يې، ګلورينه يې
زه هم شازلمى يمه، لونګ يمه
خاورې! ستا لـه غېږې لرې لوى شومه
بيا دې هم په هر يو رنګ كې رنګ يمه
مه بولـه مشعله دادتاك نشه
مست ېمه، دخپلې خاورې بنګ يمه
دجون لسمه � 1994
اسلاميه كالج-پيښور
غزل
دپرخې څاڅكى يې دګل په لمن
د پېغلې ټيك يې داوربل په لمن
دمينې اور دې لولپه كړم داسې
لكه چې بل دى دكابل په لمن
دكلې چم كې مې لمبې بليږي
كنه، څوك ژوند كا دمغل په لمن
په ګل مئين يم، ګلبوټې پالمه
ځكه مې خښ وي ازغي تل په لمن
نن درفتار سره شرنګا غبرګه وه
نن د ګنډلي پاولي شل په لمن
مشعل ته مينه هم يو داغ ګڼي دوى
خپل يې داغونه پټ دي سل په لمن
داپريل 8 مه �1994
منصوره-لاهور
غزل
دناهيليو نه جوړ راز يم لـه تدبيره وځم
زه د دردمن احساس اواز يم لـه ضميره وځم
دمحبت دښمنان ما په سر د دار خيږوي
دتا په مينه زه تورن يم لـه تكبيره وځم
دخپلو خلكو تقدير وژاړم كه خپل تقدير مې
چې د ژوندون دخوشاليو لـه بهيره وځم
زما په چم كې د زګيروو لـه لاسه ژوند نه كيږي
دخلكو كړيكو نه په تنګ شومه لـه ويره وځم
دپښتونخوا دښكلا ياد وړمه لـه ځانه سره
چې مينګورې نه، لـه سواته، يا لـه ديره وځم
كالام-پښتونخو
1996ا
غزل
يم مهاجر لـه كلي كډه كوم
ځكه اكثر لـه كلي كډه كوم
ستا دجبين لـه رڼا لرې ځمكه
اوكه دلمر لـه كلي كډه كوم
يو چا را وښودلـه لار دغذا
دسيم او زر لـه كلي كډه كوم
له ادب پالې سيمې "ټل" ته ځمه
كه دهنر لـه كلي كډه كوم
غواړمه خوند دسولې هم ووينم
نور نو د شر لـه كلي كډه كوم
دجون لسمه 1992
ټل-پښتونخوا