ماتاته مينه دركړه
زړه مې دركړو
ځان مې در كړو،
د زړه جهان مې در كړو؛
خو تا، خوږه جانانه
زما دمينې په بدل كې
ماته كركه راكړه؛
زما د زړه د شيش محل
شيشې دې ماتې كړې
دوير په كاڼو؛
زما د روح دهېواد
هغه ښايسته پلازمېنه
چې د قاف له غرو به
ښاپيرۍ ورته په سيل راتلې؛
دې دكينې په توغندو
لكه كابل وويشه؛
او زما د زړه د ښار
په هره څلور لار كې دې
دمينې قتلګاه جوړه كړه
مينه دمړه كړه؛ ارمانونه دستى كړل
دكينې په لمبو
زه دې د ژوند هره سيالۍ كې
له سيالۍ پاتې كړم؛
ړنګ دې كړم- وران دې كړمه
افغانستان دې كړمه