دا کلى مه ورانوئ
دا کلى مه ورانوئ!
دا کلى مه ورانوئ!
ګورئ چې هلته د شنو ولو د شنو سيورو لاندې
ګورئ د شنې ويالې ترڅنګه د جلګو دپاسه
يو کوچنى پروت دى
يو کوچنى ويده دى
او د وړې لوپټې لاندې
په خوب وړو سترګو
د ناز په غېږه کې کوچني شينکي خوبونه ويني
دا کلى مه ورانوئ!
دا کلى مه ورانوئ!
ګورئ چې هلته لکه زرکې زموږ د کلي نجونې
ګورئ چې هلته د بامو پر سر نورسې پېغلې
کتار کتار
د لمر تر وړانګو خپل پيکي جوړوي
او په مينو ژبو
د پېغلتوب غوږ کې د ځوان هوس سندرې بولي
دا کلى مه ورانوئ!
دا کلى مه ورانوئ!
ګورئ چې هلته له هغو سپېرو کوډلو ځنې
ګورئ چې هلته ددې تورې تروږمۍ له غېږې
ساړه زګېروي جګېږي
سوزمن اواز راځي
او اميد وارې ميندې
د انتظار د بڼ د سرو ګلونو لارې څاري
دا کلى مه ورانوئ!
دا کلى مه ورانوئ! (1)
د ميلاد په شپو کې
اى! ددې شنه اسمان په غېږه کې خوب وړې سپوږمۍ!
اى! په دې شپو کې د پردېسو د سفر ډيوې!
اى! د ګلونو او د پېغلو، پېغلو وينو پري!
ته راته ګورې؟
ته راته ګورې چې د کړيکو او تيارو نښه شوم؟
او د ساړه ژمي خوني او ګنهکار ابليس
زما د ګلابو او نرګسو باغ کې اور وکاره!
ته راته ګورې؟
ته راته ګورې چې محل مې له کارغانو ډک شو؟
او په ويالو کې د هيليو بچي وسوزېدل!
او زموږ د کلي ميندې
د ميلاد شپو کې (بې لاسو او پښو بچيان زېږوي)؟!
ته راته ګورې؟
ته راته ګورې چې مې ټول کلى چاړه چاړه دى؟
خلک په نوکو او برچو د يو بل سترګې باسي!
او د مالت نجونې
په خپلو تورو تورو څڼو کې ځوزان ټک وهي؟
آه
آه نازولې سپوږمۍ!
آه د رڼا مورې! (1)