ډالۍ
((زلمي هېوادمل)) ته چې پر دې دنيا يې د خپل زلميتوب خوږې شېبې د پښتو د خدمت لپاره
پر منډو رامنډو، دګردجنو پاڼو پر لټولو او پلټولو، د ناڅرګندو پر څرګندولو، د
چاپخونو د ماشينونو پر ګړبهار، د بې وقوفانو د سپېرو او ترخو خبرو پر اورېدلو، پر
پليو مزلونو، د نوي ادبي کښت پر کرلو د ځوانو هيلو پر هڅولو، په ويښه د شپو پر سبا
کولو، د دې رنګينې دنيا د عيش او عشرت پر هېرولو، په بې درده زړونو کې د احساس پر
ټوکولو، د لويانو د حق پر اداکولو او د پښتو د پيکي ګل پر تل ښېرازه ساتلو تېرې کړې
او په بله دنيا خو به يې بې له شکه د دوزخ شنې او سرې لمبې له ژونده تاوې وي ځکه چې
ده پښتو ته خدمت کړى او پښتو خو د ((دوزخ)) ژبه ده.
په درنښت
د قربانۍ پر همداسې لارې مين
يو بل ((يون))