د محبت ګلونه
ما د الفت ځولۍ ځولۍ ګلونه
د عقيدت له باغه بيا راوړي
بيا مې ګېډۍ جوړې د سرو ګلو کړې
ستا په پټکي په خپل وربل کې يې ږدم
پاتې ګلونه به غونچې غونچې کړو
د چا په دواړو پښو کې د دې غونچو ګېډۍ ګېډۍ به کېږدو
بيا به په ګډه ورشو
هغه مالي ته چې ګلونه کري
د همدردۍ او وفا د صداقت او مينې
خواږه تخمونه کري
موږ به په ګډه ورته سلام ووايو
ته د پټکي ګلونه زه د وربل ګلونه
سره جوړه به يې کړو
د زړه له کومي به يې د هغه پښو کې کېږدو
بيا ورته وبه وايو
مالي ګلونه کره په هغو زړونو کې چې
د شاړو دښتو په شان وچې سپېرې پرتې دي
ددغو کلکو زړونو ددې سپېرو ډاګونو
هوا بدله کړه ته فضا بدله کړه ته
ورته رڼا وبښه د رنګارنګ ګلونو
بيا به په ډېره مينه
د هغو زړونو شاړو دښتو نه به
د محبت له ولې اوبه په لپو راوړو
بيابه خړوب شي هغه
په کې به وټوکېږي د محبت ګلونه.(1)
١٣٦٥/٥/٩
د حقيقت ډولۍ
سترګې مې ستا د سترګو
د شنه اسمان په زړه کې
د وفا ستورى ګوري
زما دسترګو زړه کې
د اميدونو غوټۍ
په نڅېدلو شولې
د شنه اسمان په شاوخوا سيمو کې
غمازې ورېځې راغلې
څو د باران پلمه شوه جوړه ورته
زما له سوي زړه نه
يوه سيلۍ پاڅېده
لاړله نېغه د اسمان زړه ته ورننوته
خو بيا يې وليدله چې
نرى، نرى باران را وورېده
هغه ګلبوټي د غوټۍ شول خړوب
ګلان يې وسپړېدل
بيا د خيالو ناوې مې
د حقيقت ډولۍ کې
د واقعيت لويې وراوې سره
د نوي ژوند په کاله ننوته