زما برخه
چې يې زموږ د مينې ساه واخيسته
ځانته سودا يې د ګناه واخيسته
چا ورته دومره هم ونه ويلې
چې دې رضا زموږ له چا واخيسته
زړه خوږې مينې مې د يار له کتو
خپلو دردونو له دوا واخيسته
نکاح په پټه، پټ په پټه وشوه
لکه چې بډه دې ملا واخيسته
رقيبه ياره! ددې زړه ((رڼا) مې
تا له سينې ولې په غلا واخيسته
کله چې زموږ د جدايۍ ناره شوه
ما مې له يار ځنې دعا واخيسته
د خوشالۍ او غم د وېش په ورځې
ما له تقدير ټوله ژړا واخيسته.
وروستۍ سلګۍ
په تياره تياره ماښام کې
د زړې کوټې په ګوټ کې
د شلېدلي کټ په خوا کې
د سړې چرګۍ په غاړه
د ناروغې بوډۍ سر ته
نيمه سوې غوندې شمه
پټه خوله په چغو چغو
غلې غلې شان ژړېږي
کله يو خوا کله بل خوا
شي کږه وږه له غمه
کله لپې لپې اوښکې
څڅوي په ځان له بره
کله څر څر اواز وکړي
پتنګان په ځان ستي کړي
کله غلى شي غوږ کېږدي
د بوډۍ پوښتنه وکړي
خو ناروغه بوډۍ هلته
ځنکدن کوي مړه کېږي
شمعه هم د بوډۍ خوا کې
په ژړا ژړا سوزېږي.
١٣٦٨/١١/٨