د زنګ پتري
((سپرليه راشه)) په دې ګلو راشه
په شنو غندلو په بمبلو راشه
زموږ د باغ په ونو
د کشمالو په څوکو
لا خو توپان د ژمي
لا خو خمار د ورېځو
د تورې شپې له زړه نه
بيمار، بيمار پاڅېږي
د سرو غوټو په شونډو
د لمر شغلو ته مخکې
پتري د زنګ وهي.
١٣٦٩/٤/٨
کابل، خيرخانه