اپت
منم
غاټولو
د ازغو لو د پلوسو الماسي څوکې د لمر په وړانګو وسېزلې
او د نړۍ د هسکې څوکې
په هک، څک بام يې جنډې د سپرلي ودرولې
خو لا سپوږمۍ
د شپې له تيو د ناز شونډې ايسته کړې نه وې
چې د کارغانو دوزخي وزرې وپړکېدې
او دخزان سړې سيلۍ د سهيل لوري ته راوبهېدې
نو ځکه،
دلته د رېديو او شينليو په دې شنه لمن کې
د مارکنډو او خرېړو واکمني
له توتکيو او له زاڼو نه د ژوند په بدل
غواړي وزرې
او د وينو پاڼې پاڼې ګلان. (1)
١٣٦٩/٢/٧
جکړ
خپلو ورته څملاوه پردو په وينو ولاړه
پت خو د پښتو مې پښتنو مې پښتنو په وينو ولاړه
دغه کوربنو خو د نغريو سوي وڅنډل
خدايږو چې ملګرو! مېلمنو په وينو ولاړه
څيرې لېونو خو هر چا خپل، خپل ګرېوانونه کړه
دا مالت ښاغلو او درنو، په وينو ولاړه
جوړ د غم جکړ و د چا نوکې د چا کوکې وې
هم تنکو ګلونو هم ازغو په وينو ولاړه
لور و د لوګري په زړه ننوت بيا وواته
يو ځلې ګناه او بيا توبو په وينو ولاړه
څه پوښتې پامير نه چې لمن دې ولې څيرې ده
يو ځلې لېوانو او بيا سپو په وينو ولاړه.
١٣٦٩/٤/٤
کابل