مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

نظمونه

خپل مشر ورور محمد زبیر شفیقی ته د یوه لیک په ځواب کې
دا کیسې دی څومره ډېرې
زه هم ځوان وم ته هم ځوان وز
دا زما په څېر انسان وې
خو توپیر مو صرف بدې شی
ته غازی وې قهرمان وې
زه د بل د در ګدا یم
ته په خپلو مټو خان وې
زه رنځور د چا د مینې
ته عاشق د لوی سبحان وې
یه زما باتوره وروره!
یه زما د سترګو توره
څه کیسه درته کومه
د خبل زړه له ړنګه انځوره
د دې لوړو لوړو غورنو
د سیندونو ډک شوره
د غونډیو د شنېلیو
او زموږ له کلی کوره

دا زموږ به خاوره پاکه
مینه ناکه مینه ناکه
سرو روسانو وو دانګلی
بې ادراکه او بېباکه
بې ادراکه او بېباکه
ته په بیړه کور ته راغلې
تا وېل مورې ټوپک راکه
یا به ځان قربانومه
یا به روس شړم له خاکه

زه وړوکی د مور غېږ کې
کلک ویده ومه بې خاره
تا کیسه کړه مور ته تېره
مورکۍ وژړل بې واره
راڼه څاڅکی یې د اوښکو
شول راتویې له رخساره
ما هم ټوپ کړل خوب مې ولاړو
په ژړا شومه له ډاره

تا وېل: مورې ! کشره وروره!
په ژړا باندې څه کېږی؟
نه و‌طن پرې ګټل کېږی
نه غلیم پرې نابودېږی
بس تکیه په خدای په کار ده
چې یې مرسته را رسېږی
چې هر کار یې په لحظه کې
او د سترګو رپ کې کېږی

ته بهر له کلی وځې
د زلمیو به کتار کې
ما وېل ما هم درسره کړه
د تنکیو په کتار کې
چې ججورې ډکومه
له مرمیو په کتار کې
یا اوبه درته راوړمه
د جلکیو په کتار کې

بس همدا زما هوس ؤ
چې یو ځلې واخلم بړی
چې غلیم ته مخامخ شم
په اوبو یې یوسم مړی
وروره ستا به که یادېږی
دا ارمان مې ډېر ؤ کړۍ
تا به ویل راته ورورکه!
ته وړوکی یې نیمګړی

ببر څڼی چنګ برېتونه
د وطن د ننګ مېړونه
چټې پېغلې زړورې
میوندی یې تاریخونه
یوې خواته صف ولاړ دی
د زمرو به شان یې زړونه
بلې خواته درنې زغرې
الوتکې او ټانګونه

نغاره د جنګ ډنګېږی
د تکبیر د نارو شور کې
به دوعا اوچت لاسونه
د وړو زړو په کور کې
غړمبهاری درزهاری
ټول وطن رېږداوه زور کز
د ستم د اور څپه وه
هره خوا شوه تپ او تور کې

لمر مو ولوېد غرونو شاته
رانه ورک شول د سر سیوری
ځلېدونکی اسمان څه ؤ؟
ترې را وغورځېدل ستوری
بس تر تورو خاورو لاندې
شول یو نیم میلیونه ستوری
ارمانجن یې زړونه وینم
ټول خبه دی نه راګوری

د وطن د هسکو غرونو
ګړنګونو مجاهده
ستا عظمت ته مې سلام دی
د وختونو مجاهده
د کفارو مقابل کې
د مرګونو مجاهده
کیسه خلاصه نه ده وروره!
یه د زړونو مجاهده

هله هله، هله هله
زه هم ستا په شانته ځوان شوم
د خیالونو په میدان کې
د غورځنګ یو پهلوان شوم
ما وېل وروره ټوپک راکړه
چې دا زه هم ستا په شان شوم
ته دې دمه کړه را جوړه
زه روسانو ته توپان شوم

تاوېل: ګرانه خبر نه یې؟
مات زمونږه دښمنان شول
له آمو دریابه پورې
سره روسان په ګرېزان شول
خو افسوس چې په لستوڼی
کې را لوی داسې ماران شول
چې ما وژنی او تا وژنی
ها یاران مو غلامان شول

یه زما د سترګو توره
زما مشره زما وروره
له شپېلۍ دې ټوپک ونیو
را اېله دې کړ په زوره
په کمره دې برابر کړ
بند به بند مات شو له زوره
تا وېل بس ده نوره بس ده
له قلم به غواړو سپوره

زه حیران پاتې شوم ځکه
چې ټوپک ولې پر ځمکه
دغه چا درسره وکړل؟
او له چا دې راغله کرکه؟
ستا تکبیر ناره هر ځای وه
اسمانڅکه اسمانڅکه
زه بر تان باندې شکمن شوم
معافی غواړم له شکه


زه ساده د چا په مینه
لېونی شوم او ښکار شوم
پاڼ ته وختم د مینې
چا ډیکه راکړه ګوزار شوم
وروره شل مې تصور کړه
نه د کار شوم نه د بار شوم
بس خیالونه دی او زه یم
اف دا ولې د چا یار شوم

زه پوهېږم دا تقدیر دی
بس په زړه مې نقش تصویر دی
نه هغه؟ په لاس راځینه
تش را پاته یې غم ویر دی
نه به ګوتو شلېږی وروره
را لوېدلې تور زنځیر دی
ناکراره مې زړګی دی
ما لیدلی دعشق پیر دی


یه زما د سترګو توره
زه چې پاته په کابل شوم
ته پردی وطن ته لاړې
زه شاعر شومه بدل شوم
په رګ رګ مې راګ د وېر دۍ
هر نفس نفس غزل شوم
مالیدلې یوه حوره
آشفته یې په وربل شوم

چا مې زړه ته ګوتې راوړې
مینې پټې لېونۍ کړم
واخ د زړه پر سر یې کېښوه
اف سکروټې لېونی کړم
وروره سپین به درته وایم
پېغلې چټې لېونی کړم
د دنیا په کاروبار کې
ګټې وټې لېونی کړم
هاغه پېغله لکه حوره
چې لیدلې ما وطن کې
دا وطن آزادی بویه
ما حس کړې پخپل تن کې
سهیلۍ یې سیاله نشته
نه کشیر او نه ختن کې
نو عاشق یې کړم بې واره
رنګ و بو یې په ګلشن کې

نازنینه پاکه سپینه
د وطن آزادی مینه
زه یې ویلې کړم که شمه
واه له شاتو ده شرینه
زما وروره زما مینه
چا رنګینه کړه په وینه
د نفاق ښامار پرې راغۍ
زما مینه رېژوینه

د وطن پېغله ژړېږی
نیم ټیکرۍ یې اوښکو وړی
د ګودر خواکی سپین ږیرو
په اږو کړ د ځوان مړی
تور زنګن پخپلو وینو
یې په څنګ کې ایښی بړی
وروره دغه زمونږ حال دی
بس ارمان مو امن کړی
نه پوهېږم زما وروره
چې به زما ارمان پوره شی
په نیمګړې زنده ګۍ کې
به د چا ارمان پوره شی؟
نه د پیر نه مریدانو
نه د شاه ارمان پوره شی
دا دنیا په شی را ړنګه
که د چا ارمان پوره شی

خو:
که تر خاورو لاندې ستوري
را بهر شي برالا شي
دغه کار په قلم کېږی
چې دا تت اسمان رڼا شي
چې لمر څرک وهي له غرونو
مرور به به را پخلا شي
او زموږ په مړاوو زړونو
د سرور څپه به راشي

نو؛
زما وروره بختوره!
زه خو هسې د کار نه یم
ته قلم را واخله لیکه
زه د وسې د کار نه یم
نه پوهېږم په رازونو
د غومبسې د کار نه یم
د جهاد کیسې دې لیکه
زه د وسې د کار نه یم

ته هماغه یې تر اوسه
مجاهد یې قهرمان یې
ته "شاهین" ددې ولس یې
ته "طاهر" یې خو لا ځوان یې
د "خالد" په رنګ سړی یې
د "نعیم" غوندې انسان یې
د "قاسم د زوی" په څېر یې
ته زبیر د میدان یې

دا کیسې دي څومره ډېرې
په دېوان کې نه ځایېږي
په غزل کې نه ځایېږي
په داستان کې نه ځایېږي
په ناول کې نه ځایېږي
په رومان کې نه ځایېږي
په دا ګرده کتابونو
د جهان کې نه ځایېږي

یه زما باتوره وروره
ته ددې اولس اتل یې
یار د قام د شهیدانو
ګام پر ګام ورسره مل یې
ته غمخور ددې اولس یې
هر غلیم ته یې اجل یې
زه به څه وایم چې څوک یې؟
خو زموږ "وروستی مورچل" یې

د ګران فاروق جان په ویر چې د ژوند مجبوریتونو د ټوپک اوچتولو ته مجبور کړ او بیا د نامقدسې جګړې ښکار شو

مرور
شپه ده شپه ده توره شپه ده
خوب د ځوان له سترګو تښی
د پنجاب د سفر غږ یې
په زړه خښ دی لکه غشی

اف دا شپه څومره اوږده شوه
اف دا څه وخت به سهار شي
چې پنجاب په لور روان شم
ګوندې وي چې بخت بیدار شي
لټ په لټ په ځای کې اوړي
خوب له سترګو تللی پاس دی
بس له ځانه سره وايي
تور پیشو څټلی لاس دی

شپه سهار شوه شپه سهار شوه
مساپر پنجاب ته ځینه
د وړوکي زوی تندی یې
یو ځل ښکل کړلو په مینه

په سلګیو ماشوم وايي
آغا ماته شیان لاوله
موټرک به ماته اخلې
ماته ژاوله ماته ژاوله

پلار یې ووې بچو بس که
تاته ډېر شیان راوړمه
چې پخپله منډه واخلي
موټرک به جان راوړمه
مساپر له کوره ووت
سیخ پنجاب په لور روان شو
د خیالونو په دنیا کې
دا زموږ د کلي خان شو

پوره میاشت یې پنجاب پل کړ
مزدوري یې پیدا نه کړه
چې د کور چاره پرې وکړي
څه خواري یې پیدا نه کړه

د پنجاب یوه خان ووې
مړه خوار شې کابلیه
راځه ما سره مزدور شه
ښه دې ساتمه سړیه

بس په ګېډه به ښه موړ وې
دغه مېښې به را پیایې
ماشومان چې سکول ته ځینه
ته به دوی درسره بیایې
مساپر له غوسې سور شو
وې یې یه مغروره آورې
زه به کور ته څه ور وړمه
سپېرې خاورې سپېرې خاورې

مساپر په پردۍ خاوره
ډېر مایوسه شو حیران شو
چې اوس څه وکاندي خدایه
په راتللو پښېمان شو

په هماغه لاره ستون شو
چې په کومه و راغلی
کور ته داسې حال کې راغی
ویر ځپلی، زړه داغلی

کور کې مور یې انتظار وه
چې روپۍ به مې زوی راوړي
د پلاني به قرض پرې خلاص شي
او په بل به مو څه واوړي
ښایستوکی ژبغړاندی
بچی څاري د پلار لارې
چې یې پلار په خیال کې راشي
له خوښۍ وهي کوکارې

خو چې کور ته ځوان راستون شو
ترې نه تاو شوې مور او خویندې
چې یې حال ورته مالوم شو
پرې را برګې شولې خویندې

د پلاني پلاني قرضونه
په څه خاورو به خلاصېږي
نه دې لوېشت ځمکه پټی شته
نه دې کار ته لاس غړېږي

اوس به څه ورته بانې کړو
اوس خو وایي قرض ادا کړﺉ
سره او سپین چې یې راوړي
هغه موږ ته پکې راکړﺉ
مساپر له ژونده ستړی
ژېړ ولاړ دی لکه مړی
وايي خدایه دا څه حال دی
دا یو زه غمونو وړی
لا یې دمه راسته نه وه
چې له کوره مرور شو
له ژوندونه یې پښېمان شو
زړور شو، زړور شو

د غمونو په تالاب کې
کله هېر چې ترېنه ځان شو
د سالنګ جنګي ډګر ته
ټانګ ته وخوت ور روان شو

درز په ټانګ ګولۍ شوه سیخه
فاروق ولګېد په تشي
مرور تسلیم شو خدای ته
د اجل په سپېره غشي
په تور سرې حوره باندې
چې د کونډې نوم شو پورې
پښې یې شلې شوې اودې شوې
په بې وسه بدن پورې

مور او خویندې په فریاد شي
مرور چې ور په یاد شي
اوس به کله ور پخلا شي
چې وران زړونه یې آباد شي

ژبغړاندی زوی یې ژاړي
آغا ولې نه راځینه
ماته ښکلي ښکلي ښکلي
شیان ولې نه راوړینه

یو ارمان چې پوره نه شو
په نیمګړې دنیاګۍ کې
دا زمونږ د ژوند کیسه ده
پدې ستړې زنده ګۍ کې
۲۴/۱/۱۳۷۹- چک وردګ اله خیل کلی
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery