مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

نظمونه

دیدن او یوه هیله
زه اوس کله ستا د مینې
ستا د مینې د چوپړ یم
لاس او پښه مې نشته ګلې
دا په څه عذاب ککړ یم
زه په نورو خلکو بوج یم
اوس دې کله ګرانې وړ یم

څه کیسه درته کومه
د ژوندون کیسه اوس مړ یم
لاس مې ایښي په نامه دي
په یوه پښه ولاړ خړ یم
اوس له مینې یم لوېدلی
درته پړ یم درته پړ یم

محبت و او ځواني وه
پټ دیدن و او حیا وه
ستا په نظر یو کتو کې
زنده ګي او بقا وه
یه د سره سالو خاوندې
مینه زیست وه مشغولا وه

تا وېل مرګ د یار لپاره
ما وېل ژوند د یار لپاره
تا وېل دغه زنده ګي ده
مرګ او ژوند د یار لپاره
ما وېل دغه مو پیمان دی
زهر او قند د یار لپاره

ما او تا کړې دا خبرې
لکه شات لکه شکرې
زه او ته پرې خبر نه وو
په وطن راغلې لښکرې
سره روسان راغلي وونه
ورسره وې تورې زغرې
ته پر بام راته ولاړه
ما زین کړی لاندې اس و
یه د سره سالو خاوندې
ښورولی دې سپین لاس و
ما وېل خدایه بری غواړم
ستا همدغه یو احساس و

ته د بام پر سر ولاړه
تا وېل زړه مې دی درکړی
بس نو دغه مې ارمان دی
چې بری دې وي راوړی
زه به سپینه خولګۍ درکړم
که دې ننګ و چېرته کړی

په وطن د ننګ کیسه وه
د غزا او جنګ کیسه وه
احساساتو مې تن ونیو
دا د تورې شرنګ کیسه وه
د سرور لپاره ګلې
د منصور په رنګ کیسه وه
زه پر سپین آس سپور شوم ګلې
تا له بامه ننداره کړه
په میدان د جنګ ورګډ شوم
او له پاسه دې ناره کړه
یاره سر په وطن کېږده
یا بری د ژوند چاره کړه

زه دا ستا په مینه مست وم
سره کفار مې تارو مار کړل
ډېرو تېښته وکړه شاته
تیت پرک مې ټول اغیار کړل
ډېر مغرور سرونه څه وو
ټول مې مات په یوه ګوزار کړل

تورې زغرې او ټانګونه
ستا وخوا ته شوې در ماتې
زه په سپین آس ورپسې شوم
چې دا روغې شي را پاتې
تا له بامه ټېل پرې تل کړل
ټولې وسوې دا میراتې
خړ ګردونه تورې لړې
سوځېدلې تورې زغرې
ته پر بام راته ولاړه
زه پر سپین آس سپور وم لرې
ستا وصال ته مې زړه وشو
را په یاد شوې ستا خبرې

تا وېل مرګ د یار لپاره
ما وېل ژوند د یار لپاره
تا وېل دغه زنده ګي ده
مرګ او ژوند د یار لپاره
ما وېل دغه مو پیمان دی
زهر او قند د یار لپاره

خو پېرزو یې پر موږ نه شوه
په لستوڼي کې ماران وو
دا زمونږ د خپل اولس وو
خو د بل چا غلامان وو
زه او ته یې چې جدا کړو
دا زمونږه تربوران وو
تربورانو چېرته غلی
پټ په لاره ایښی بم و
زه له آس نه شوم را کښته
او پرې ایښی مې قدم و
له هماغې شېبګۍ نه
زما زړه و او دروند غم و

دا کیسه شوه را نه هېره
چې زه څوک وم د چا یار وم
زمانه شوه ډېره تېره
چې د بل په اوږو بار وم
دا دی راغلم بېرته ګلې
زه ګدای د پردي ښار وم

لاس مې پورته وو نیولي
د پردي وطن بډای ته
که روپۍ خیرات کې راکړي
دا بې لاسه پښو ګدای ته
خو فریاد مې چا وانه ورېد
دا دی راغلم ستا وسرای ته
تور کاږه نري برېتونه
مې له غمه دا دي سپین شول
ډېر خواږه یاران مې څه وو
څوک ویده د مرګ په بین شول
څوک زما په څېر نیم ژواندي
څوک خو ولاړل د بل دین شول

دا دی زه خو بېرته راغلم
ویرځپلي خوار وطن ته
شرنګه شرنګه شرنګه شرنګه
ستا په در ولاړ دیدن ته
یوه هیله لرم زړه کې
څو روپۍ غواړم کفن ته

ستا په در کې به ساه ورکړم
ته مې لاس په سترګو تېر کړه
هغه تېر یادونه څه وو
له یوې مخې یې هېر کړه
څو سپین ږیري مو د کلي
له شوټ مړي را چاپېر کړه
خدای لپاره سلګۍ تم کړه
کیسه پای ته رسېدلې
دا زمونږ د آه سندره
هسک سمای ته رسېدلې
پريښتو ده اورېدلې
زمونږ خدای ته رسېدلې

جنت څه دی رنګین خیال دی
حقیقت دی لازوال دی
زه یې وینم ګرانې راشه
هاغه ځای مو د وصال دی
تمام حسن دی جمال دی
انتظار درته کمال دی

۲۷/۴/۱۳۷۹- چک وردګ، اله خېل کلی

مهاجر خیال

په یو وخت کې له ما پاته وطن دلته
د الفت او ښایستونو ختن دلته
زه پردېس ومه د شپو دیار مې ځای و
د سهار وږم و پاته چمن دلته

زه تنها وم څوک مې نه وو بې له خدایه
بس له خیال سره را ووتم له ورایه
فلیسوف د امیدونو شوم شاعر شوم
بس له خیال سره را ووتم له ځایه

ماوې مستې د ګودر د څنډو حورې
په څه ټوکو به راباسي ژبې تورې
هله ژر کوه مخ پټ که پلانکی راغی
وه نازکې ښاپېرۍ د ملنګ لورې

ما وې ډول به په دا کلي کې دریزیږي
و اتڼ ته به مو زړونه هوسېږي
ماوې داسې یارانه کې به مو زیست وي
چې یاران به یو د بل زړو کې اوسېږي

ماوې ژوند به د ټپې څو کلمات شي
او یو بل ته به نظر د التفات شي
څو ګبینې خاطرې به را ژوندۍ شي
او خوږې به مو خولګۍ په قند نبات شي

ماوې سره غاټول ګلونه به را پاڅي
د پېغلوټو په ځونډیو کې به ناڅي
مرور ریدي به بېرته را پخلا شي
له ګلرخ به له سروره پرخه څاڅي
ماوې سره انګور به زانګي له تاکونو
د مېوو به ډک تالي ځي بیا تر کاخه
د بلبل او شارو نغمې به اورو
په دا باغ د هرې ونې له هر ښاخه

ماوېل هاغه د کوهسار لمن به شنه شي
د ښایست د کلي ښار لمن به شنه شي
د ګلاب وږم به ښکلی کابل نیسي
د ویاړمن بالاحصار لمن به شنه شي

خو؛
ناګهانه چا را ویشتي توغندي وو
کلي ښار کې یې وژلي ډېر ژوندي وو
ها رونګینه رویا ولاړه مروره
بیا را پاته ګوزارونه په تندي وو

خیال ملګری تښتېدلی لکه اس و
په ګرېوان کې را لوېدلی یتیم لاس و
راته وېل یې : یه د خوب او خیال شاعره
بابا جان مې چا وژلی د چا لاس و

نه هغه په خوب لیدلی خوږ وطن و
نه را پاته هاغه باغ هاغه چمن و
چې مېلې به مو د خوند پکې کولې
دنفرت اورونو سوی مو ختن و

کنډوالې دي پکې اوسم دغه حال دی
مهاجر مې د حسینو شېبو خیال دی
څه ګیله دې ښکلي نه کوي نن ګورﺉ
چې سل سره دي غمونه او کمال دی
۱۸/۴/۱۳۷۸
کابل پوهنتون، مرکزي لیلیه


زما د مینې د اروا امامه

زه د شمال هندوکش سپینه مینه
پخپل نازک حسن مغروره نجلۍ
چې ته مې ولیدې نو ماته شومه
دا ستا په مینه شوم منصوره نجلۍ

د هندوکش د جنوب ښکلیه ځوانه
زمونږ د کلي چې ملا امام شوې
تر تورو څڼو دې را وګرځېدم
زما د مینې د اروا امام شوې

چې تا به پورته کړه ناره د اذان
ما به ترې زړه کې ترانه جوړه کړه
هاغه بې رنګه زنده ګي مې څه وه
ما ترې رنګینه افسانه جوړه کړه

چې هر سهار به مې په شرنګ ویلو
هاغه رحمن سورت مې ټول یاد شو
ما ویل ستا بلا په هر هغه چا
په دې دنیا که غزلبول یاد شو

د جومات وره کې هر سهار ولاړه
چې ستا آواز و تر زړګي پورې
له خپل وجود نه ناخبره ومه
ګوتې به یخ شوې په منګي پورې

بس هاغه کیف چې ستا په ژبه کې و
نرمه سندره د جادو کې نه و
د محبت هغه اثر یادم
چې په منتر او په جادو کې نه و
زه ستا تر چنګو او نریو برېتو
ستا د خبرو په انداز میینه
زه ستا د لوړ قد او قامت نه ډېره
ستا د خیالونو په پرواز میینه

چې په کارېز به دې اودس کولو
نو ما به مخکې نه انګور ایښي وو
بس د خپل زړه د تسلا لپاره
یو څو ګلان به مې ضرور ایښي وو

تا به وې دغه د جنت انګور دي
د انسان روپ کې پریښتې راوړي
دغه ګلونه یې د مینې اظهار
ددغه کلي ښایستې راوړي

خو دا جرأت مې کله کړی نه و
چې مخامخ درشم اظهار وکړم
خپله ځولۍ د مینې وغوړوم
او فریادونه په زار زار وکړم
د هندوکش د جنوب ښکلیه ځوانه
ته مرور شوې که پخلا ولاړې
زمونږ د کلي نه په نیمه شپه کې
چې پټ په پټه او په غلا ولاړې

ستا له تلو وروسته د شمال هندوکش
د زړونو مینه په کینه وچه شوه
چې تا به کړل پرې اودسونه مدام
هاغه کارېز هاغه چینه وچه شوه

زما د مینې د اروا امامه
راته یادګار دې زړه کې دین پاتې شو
ستا د آواز د برکته دا دی
ماته رحمن ماته یاسین پاتې شو

زه د شمال هندوکش میره نجلۍ
د ړنګ جومات تر څنګه ناسته یمه
دغه دي سپینې مې شوې تورې کوڅۍ
ستا د دیدار ملنګه ناسته یمه
بس ستا په یاد کې اوښکې وڅڅوم
هاغه رحمن هاغه یاسین را واخلم
د ناکرار زړه د کرار په خاطر
کله شپېلۍ او کله بین را واخلم

زما د روح او د اروا امامه
کومې سیلۍ د نفرتونو یو وړې
زه د شمال هندوکش میره نجلۍ
ته د جنوب خړو سیلونو یو وړې

که ته ژوندی وې نو د خدای لپاره
یو ځلې بیا په دغه لور راشه
چې مو له زړونو ناهیلۍ ووځي
زما د زړه په کلي کور راشه

۲۰۰۱/ جنوري
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery