مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

غزلونه

غزل

ځم د ژوند خمار لټوم لپه شراب پور غواړم
ځکه خو له خدایه میکده کې ساقي ورور غواړم

های منصوره ښکاري ستا د یون لاره مې ونیوه
بیایي مې چې دار ته زه د هاغې مینې تور غواړم

بېرته چې خواږه توتیان یادونه پرې را والوځي
بڼ د تخیل مې په رنګین سپرلي سمسور غواړم

ما په کاڼو وولی له ښاره مې بیا وباسی
زه د لېونۍ مینې سینه کې هاغه شور غواړم

خدای په سر شاهد دی چې درواغ مې په خوله نه راځي
خوله مې دې شي ماته که به زه یار ته پېغور غواړم

یه د همه حسن ربه سر به نذرانه درکړم
بس لحظه دا خوږ جانان د خیال په نیلي سپور غواړم

یاد چې د ناهیدې ښاپېرۍ بېرته تازه کاندي
پېغلې کابلۍ ته مې ګاڼه د ایمان زور غواړم
۰۵/۰۵/۱۹۹۸- پېښور

غزل

غزلو کې راځي او په لنډیو کې راځي
هر یاد یې که بهار په ګل غوټیو کې راځي

هوسۍ اروا په ترهه شي د تېښتې ګوري لیار
صیاد جانان د خیال په شنو غونډیو کې راځي

د عشق بندیخانه وي شرنګا شرنګ مې شي تر غوږ
دلبر وي غلی غلی په بنګړیو کې راځي

دا سپین مخ یې له تور پوړني داسې شي ښکاره
سپوږمۍ لکه د شپو په تروږمیو کې راځي

د تورو جټو زوږ مې کا له حاله غیر حاضر
د کلي ښاپېریانې په ناندریو کې راځي

سپرلی په څه نخرو راوړي تک سره غاټول ګلان
خوږ وږم یې د پېغلو په ځونډیو کې راځي

د خیال د غرو لمنې وي های های وي د کوچۍ
ساده مینه د زړه طور ته کېږدیو کې راځي

په هجر کې نور څه دي؟ بس یو خیال څو خاطرې
محل ته مې د ذهن په سیالیو کې راځي
۱۲/۰۹/۱۳۷۷- پېښور، نوتیه، کرایي کور

غزل

سلام چې د حسینو له بلاده نه راځي
که وږم چې د ورک انځر له باده نه راځي

د خیال کبلۍ اروا کړه مالومدار غشي ټپي
خبر مې له خواږه جانان صیاده نه راځي

د هجر ناکردې وې شوم په ورکو لارو سر
د زړه په پېچ او خم کې مې آباده نه راځي

"د زهد او تقوا راته مالومه ده ښه لیار
خو څه وکړم سجده مې له بنیاده نه راځي"

هر پل مې په ګناه ایښی د وخت شوه تقاضا!!
لږ شرم د پیرانو له ارشاده نه راځي

د زړه د کوڅو روي یې هر وختې ژړوي
له ویره د دیدن آرزوګۍ ښاده نه راځي

کمال یې په غزلو د ستاینې دی لېوال
پۍ مخې یارانه بل څه کې یاده نه راځي
۱۰/۰۹/۱۳۷۷
غزل

ډېرۍ راپاته دي په درویشت کاله جنګ کې باروت
الله تمام کړې نور د سولې په یوه رنګ کې باروت

زموږ امیر، زموږ امام، زموږ جنرال پرېښودل
هم په شمال هم په جنوب هم په سالنګ کې باروت

بس دا وطن د هغه چا شو چې یې ډېر ولرل
د نفرتونو، بد بینیو پخپل څنګ کې باروت

که د زلمیو سر او کار ورسره نه وای نو بیا
پېغلو به نه ستایل سندرو په آهنګ کې باروت

د نسواري آشنا د لاس د غوڅېدو وېره ده
د تمباکو په خیال یې واچول آونګ کې باروت

کماله دلته د یو څو کسو سلا پرې شوې
چې ځوانۍ واخلي له ولسه په قلنګ کې باروت

۰۲/۱۱/۲۰۰۱

پسرلی

لمر نه دی غلت مو د خوبونو ها تعبیر دی
دا خو اور اخیستی هسکې څوکې د پامیر دی

مه راځه سپرلیه د راتلو لیارې دې نه وینم
تاو ترې تور دېوان دي ښایسته وطن اسیر دی

موږ خو د سهار ستوري په تور افق کې نه وینو
تا بیا د راتلو نیولی څه شانې تدبیر دی

ګل خو د بلبل له سندریزو غاړو ساه اخلي
دلته دي کاغ، کاغ نارې تور زاغ مو د باغ میر دی

تا به ګلان راوړل ما به هار ترې جوړ کا یار ته
اوس به ګلان څه کړم شکسته د عشق زنځیر دی
دلته پسرلیه ګل د هار لپاره مه راوړه
ګران آشنا مې ورک دی په زړه برید راوړی ویر دی

تپ او تور ژوندون شو چې په خیال کې چېرته نه راځي
غم له زړګي وړی د خواږه جانان تصویر دی

ویر په ظلم زور له زړګي وکښه د ځوانۍ نشه
دا کمال سپرلیه نن په ځوانه ځوانۍ پیر دی
۰۱/۰۱/۱۳۷۶

؟

وینه د افغان زلمو سیندونو کې راځي که نه ؟
پېغلې له ګودره په آهونو کې راځي که نه ؟

دا چې نفرتونو پکې ځالې جوړې کړې دي
یاد د محبت به کله زړونو کې راځي که نه؟

اور چې د غضب ترې را ورېږي دا مو سترګې شوې
چېرته به نو مینه نظرونو کې راځي که نه؟

ډزې شوې، خوښي زموږ په ویر باندې بدله شوه
غم خو ډېر آسان داسې ودونو کې راځي که نه؟

نن چې نیم په نیمه شل او شوټ یو ملامت نه یو
نیم ژوندون خو داسې په ماینونو کې راځي که نه؟

خوب کې له مزاره یوه د سولې قافله راتله
ګورﺉ د سالنګ په کږلېچونو کې راځي که نه؟

صبر چې شلمه پېړۍ کومه کارنامه لرو
ماتې به د سره ښامار یادونو کې راځي که نه؟

څانګې څانګې وچ کړمه د یار د جدایی خزان
بیا بهار د وصل موسمونو کې راځي که نه؟

مانو ښاپېرۍ د قاف د غرونو چېرته ولیده
بی نو کله کله خو خوبونو کې راځي که نه

تاو مې له زړګي چیچن د درد روسۍ لښکرې شوې
مرستې ته یې څوک په همتونو کې راځي که نه؟

موږه له ویرونو له مرګونو ستومان شوي یو
یوه نیمه ټپه خو به شعرونو کې راځي که نه؟
۲۵/۱۱/۱۳۷۸

غزل

صبر کیسه کوم د هجر که مې هېره نه شوه
یاره شېبه له غمه پرته پر ما تېره نه شوه

که نن ګیدړې مایوسۍ په برېتو لاس را تېر کړل
ته ترې وېرېږه مه څرګنده ده چې شېره نه شوه

وايي د کلي له یو نیم میلیونه ستورو ډکه
دا هدیره ده خو له خدایه د چا وېره نه شوه

زما په زړه خو له حسرته ځکه اور بلېږي
چې ستا پر زړه له کرکې پرته مینه ډېره نه شوه

بس تمام عمر دې تندي ته ګورم حال دې اخلم
په پټه خوله دې ښکلیه مینه را برسېره نه شوه

زموږ تر منځه به بیا غرونه غمازان ولاړ وي
کماله پرېږده دا خیالونه چې راګېره نه شوه

۰۵/۰۸/۱۳۷۸
غزل

نه هارون رشید یمه او نه د وخت یزید یمه
زه د شاعرانو د کاروان د پیر مرید یمه

ماته خدای تحفه جنون د شعر په زړګي راکړ
لام د مصرو کاږم پرې او زه د عشق نوید یمه

راوړﺉ سپېلنی غزل له سره یې را تاو کاندﺉ
زه نظر وهلی د باګرام د سترګو دید یمه

حال مې خپل جانان ته په تېر عمر ښکاره نه کړای شو
بس پخپله ګونګه ژبه ټول شهید شهید یمه

مه راغاړې وځه یه د حسن ګل اندامې نن
زه کمال ټپي د ترابان د ګرز په برید یمه

۱۳/۰۳/۱۳۷۶

غزل
زور د واړه بیهاڼ د پښو لوېدلي آس کې نه وي
داسې ایمان په زړه کې ځای لري لباس کې نه وي

چې زړه نازړه یې کلمه وې ترېنه لرې ګرځه
مؤمن سړی داسې په وېره په وسواس کې نه وي

که تور رنګونه خوښوي نو لېوني یې ګڼو
دا د زړه کار دی بې اختیاره چې په لاس کې نه وي

نیت د کعبې د زیارت وکړې میخانې ته ولاړ شې!
بنده در پېښه واقعه ستا په احساس کې نه وي

دا اوښکې څله تویوې د ملنګانو میرې
پر بې وفا آشنا اثر په دې بړاس کې نه وي

کماله اور د نفرتونو به مو لولپه کړي
د مینې څاڅکی که د زړونو په ګیلاس کې نه وي

جنوري - ۲۰۰۱م


غزل

لاس تپوې په خوله ښېرا کوې او نه مې وینې
وای پر تا څه وشول جانانه زه دې څنګ ته ناست یم

د مازدیګر زېړیه لمره په کنډو درېږه
نن د ګودر د مستو جونو خوږ آهنګ ته ناست یم

بیا تور دېوان په ورا راغلي ښاپېرۍ به یوسي
د آزادۍ ناوې به پورته کړي زه بنګ ته ناست یم

تمامه ورځ مې لټولې خو پیدا مې نه کړې
تمامه شپه دې د یادونو پیر ملنګ ته ناست یم

زما یې لاس تر شا تړلي ننداره یې کوم
دا د چا کار دی چې د خپلو وروڼو جنګ ته ناست یم؟

زمانه واوښته د مینې مکتب بند پاتې شو
د چپړاسي بابا په وینو لژند زنګ ته ناست یم

د خپل شهید شهید وطن مینه پرې نه ماتېږي
که په زر وارې د کشمیر د ښایست رنګ ته ناست یم
جنوري � ۲۰۰۱م � پېښور

غزل

وړوکې بې پروا غوندې ساده وه ښاپېرۍ
له ژونده بې خبره نادیده وه ښاپېرۍ

د مینې په دښت خوځنده سراب ؤ مخامخ
په اور کې د منزل په لور پیاده وه ښاپېرۍ

د ټول جهان له کرکې او حسد نه بې پروا
د لوی خدای په دربار کې په سجده وه ښاپېرۍ

واخ کوم ظالم ښکاري ورپوله په یو درز
زموږ د غرو رغونو پرنده وه ښاپېرۍ

د سرو سترګو خاوندې پرون بیا ؤ کړی نیت
د کوم زړګي د لوټ په اراده وه ښاپېرۍ


غزل
میکروب یوه ذره وي پهلوان را چپه کړي
وسواس یاره همداسې مسلمان را چپه کړي

افسوس چې ور مالوم نه شو د خپل لستوڼي مار
که نه نو داسې څوک شته چې افغان را چپه کړي

ته نرمه غاړه نیسه د نادان تربور په تور
آخر به د کینې له زوره ځان را چپه کړي

یو آه د مظلومانو به که نن وي که سبا
دا لوړ آسمان له قهره د یزدان را چپه کړي

زما په خیال ددې اولس همدغه شو جهاد
چې زړه کې د نفرت ایښي بتان را چپه کړي

دا یو غزل کماله خدایږو بس دی او که نه
چې تور دېوان د مینې په میدان را چپه کړي

غزل

څوک شته چې وکړي ددې غرونو او غونډیو حساب
او ترېنه لاندې شهیدانو شازلمیو حساب

سږ وچکالي ده را به نشي د کوچیانو کډې
که نه شمېرلو کې به زده ؤ په کېږدیو حساب

بهار که نه راځي دې چم ته څه ګیله مو نشته
خو ډېر کلونه دی پرې پاته د قمریو حساب

ځکه خو ټول ترې بس څلور کونجه دنیا ته ولاړل
د مړو واوښت په دې ښار کې په ژوندیو حساب

د کمپیوټر په حافظه باندې به اور ولګي
که څوک ور واچوي زموږ د څو زړګیو حساب

که د نادان سړي دوستي د چا په کار راتللای
خلکو به نه کا د هوښیار په دښمنیو حساب

کماله ستا له کمالونو به یو دا ګڼمه
که د چم جونو دې غزل کړ په لنډیو حساب
۱۴/۰۲/۲۰۰۱
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery