د کاروان د خیالونو پر ځمکه
ګران کاروان ته
د سپینې سپوږمکۍ په څېر به شپو کې لاس ته راشي
که پاس نه وي ضرور به په اوبو کې لاس ته راشي
دا سور زړه مې د سره او یاغي اس په شانته ورک شي
د یار د برندو سترګو په کتو کې لاس ته راشي
یو خیال تر کوچو سپین غواړم وړې ښاپېرۍ تم شه
کېدای شي ستا د سپین مخ په شیدو کې لاس ته راشي
انځور د مېړنیو د تاریخ خو ډېر آسان دی
د ننګ د ملالۍ په دوو ټپو کې لاس ته راشي
کاروانه د غزالې "ښاپېرۍ ورغوی" ګورم
که خدای کول الهام به پښتو کې لاس ته راشي
۱۵/۰۲/۲۰۰۱
غزل
زما خیال دی هغه څوک چې له زړګي رنځور نه وي
خوله به ماته په سوال نه کړي چې بې وسه مجبور نه وي
ته لږ تم شه بیړه مه کړه څو خبرې مې په زړه شوې
ستا کارونه د دنیا به یاره دومره ضرور نه وي
د عادت او عبادت تر منځ همدغه تفاوت دی
عبادت د خدای لپاره په عادت کې سرور نه وي
د ایمان په مرغلرو ښایسته زړګی د چا دی؟
دا پوښتنه ځواب نشي تر هغې چې منصور نه وي
ځناور وي به وي، اف نه نه ځناور په دې پوهېږې
څوک چې خپل کورته اور واچوي دده به شعور نه وي
له قاصد نه مې زړه بد شو وېل یې ها مزې به نه وي
د شمال له شنو تاکونو به را ځوړند انګور نه وي
ته د ځان لپاره ژوند کې رنګینۍ غواړې کماله!
ځان رښتیا تر ټولو خوږ وي خو دا خوی د باتور نه وي
۲۰/۰۲/۲۰۰۱
غزل
نن بیا د سپین لستوڼي په تور لاس دی تېروتلی
په خدای چې دا افغان خو په لباس دی تېروتلې
هماغه اقتدا په خردجال پسې ده کړې
د سپین اسلام په خیال چې په وسواس دی تېروتلی
د شل او شوټ انسان د زړه درزا مې چې محسوس کړه
همدغه یې ویل د جنګ په آس دی تېروتلی
زموږ د ژوندون بیه یې په پټو سترګو وکړه
د اوښ په پچه واوښت په الماس دی تېروتلی
یارانو د کمال به تر دې لویه سزا څه وي؟
هر ځل چې د کوم ښکلي په احساس دی تېروتلی
۱۲/۰۶/۲۰۰۱
دښمني
چې سترګې غړوو نو هرې خواته دښمني ده
د لوړو لوړو غرونو مخکې شاته دښمني ده
زموږه کاروبار د ژوندون څه دی خوږه یاره
همدغه چې یې وپالو راپاته دښمني ده
د مینې محبت په بدل چا په انعام راکړه
د کرکې د نفرت د دېو له ذاته دښمني ده
عادي یو، غم یې نه کړو او حیران به ورته نه شو
ګټلې مو په سوبه او په ماته دښمني ده
د سره ابلیس اروا ده که د تور ابلیس اروا ده
ویروس ته هوبهو په صورت پاته دښمني ده
که څوک د پردۍ ګوړې او خرماوو رانه پوښتي
زه وایم چې له دواړو نه ځان ساته دښمني ده
کمال ته یوه ملنګ د راز په ژبه داسې وویل
غزل ته پام لره ګني سبا ته دښمني ده
۱۰/۰۹/۲۰۰۱
غزل
د خدای بنده څومره پرېشانه او دلګیر دی روان
بیا د پنجاب په مزدورۍ پسې فقیر دی روان
په سره غرمه کې چې یخ سیوري ته چا پرې نښوده
مساپر خدای ته ځان سپارلی په تقدیر دی روان
چې نصیحت یې مریدانو په ډاګ وغورځاوه
د مایوسۍ په انتها کې غره ته پیر دی روان
د زنځیرونو په شرنګا ویښ شوو یو چا نارې کړې
دا خو زندان ته د حریت په تور اسیر دی روان!
موږ د خیالونو په اټک غوښتل پاټک واچوو
خدای مکړه ښکاري چې له لاسه مو پامیر دی روان
زما چې څومره په یادېږي بس همدا کیسه ده
د خوشالیو پرځای دې وطن کې ویر دی روان
۰۱/۱۰/۲۰۰۱
بدبختي!!
چې وخت ناوخت د ژوند په لاره څوک سوکان خوري اشنا
د سودایي په څېر به ږیره او نوکان خوري اشنا
د خیال د توت په لوړه څانګه ستا غمونه راشي
لکه مچۍ چې شات ونکړی او توتان خوري اشنا
موږ اورېدلي وو حیران وو هندوان مړي سیځي!!
اوس حیرانېږو نه انسان که بل انسان خوري اشنا
خصلت د هر سړي د خپل راتلونکي غم بدل کړ
په نه خبره به په دوه پیسو ایمان خوري اشنا
دلته د څو کسو تر مېنځه مصلحت داسې ؤ
ثمر زموږ خاورې ایرې دې غریبان خوري اشنا
د هغه قام به تر دې لویه بدبختي کومه وي؟
مات شي سوګند د خدای په کور چې یې مشران خوري اشنا
۲۳/۱۱/۲۰۰۱
غزل
په خیال کې راشي چې پرېشانه سرګردان وي روان
بیا د اور منځ کې د خلیل په څېر افغان وي روان
د زمانې د وحشتونو بل توپان په توندۍ
د سره توپان په څېر په ګران افغانستان وی روان
زموږ د ژوند تر ټولو ستره بدبختي همدا ده
بس ورپسې شو که انسان وي که شیطان وي روان
ښايي د مینې له وجود نه انکاري شي خلک
که مو ژوندون د نفرتونو په داستان وي روان
خوب مې لیدو چې خردجال د جنت زېری کاندي
په پټو سترګو ورپسې ډېر بینایان وي روان
کماله خدای خبر چې څوک به داسې ووايي بیا؟
هره شېبه مې د زړګي پر سر جانان وي روان
۲۵/۱۱/۲۰۰۱
غزل
د خوشال بابا په کرښه
را لوېدلی د نفاق له لوړ ګړنګ دی
دا افغان ځکه پخپلو وینو رنګ دی
د خوشال باب وارث هم خپلو وویشت
له سینې نه یې ختلی بوټ خدنګ دی
له مغل د زمانې نه مو ډار نشته
که ډارېږو له اشنا چې مو تر څنګ دی
سیخه لاره پرې ودان وو د ویاړ څلي
پرې ور پېښ شو هر یو ګورو چې را ړنګ دی
پنج و ګنج او تر قدوري پورې محدود شوو
کمپیوټر کافر مو ویشتی بیا په سنګ دی
د ناچاودي بم په شک ترې لرې ګرځو
د یار زړه دی، که تور کاڼی د سالنګ دی
له وږمو نه ډېر کلونه محروم پاتې
رانه وړی سرو اورونو خوږ لونګ دی
سمندر د خپلو اوښکو کې لاهو یو
راپسې د مایوسیو، غم نهنګ دی
خو افغان که هر څو وخوري ګوزارونه
یرغلګر ته به سر ټیټ نه کړي پلنګ دی
۲۵/۰۹/۲۰۰۱
غزل
خدایزده څه شی نشته چې په پېغلو کې جمال نشته
یا یې غوڅ شو تور پېکی او یا یې پرسر شال نشته
وسوه د سندرو شین خالۍ مو د فراق په اور
وای غزل نیمګړی شو په سپینه زنه خال نشته
تور د جنګ ښامار له سره وطنه را چاپېر شولو
وايي لال زما دی نه منلو کې یې سوال نشته
"خلکه ما د سولې نیلی بیاموند شاباسی راکی
نور هرڅه پوره دي بس یو آس او درې یې نال نشته"
دا منم بېشکه چې هغه دنیا دوزخ لري
څوک وايي چې دلته دوزخ نشته پشه کال نشته
تېر شول شل کلونه له مایوسه انتظار سره
بس دا مو نصیب دی د خوښیو نوی کال نشته
تشې دي سینې پکې د زړونو درک نه لګي
یا که زړونه وي هم پکې وینه د کمال نشته
پېښور ۱۹۹۷
غزل
دا چې نن توپیر مو د ودونو او خیرات نشته
ویر یرغل راوړی د خوښیو هغه سات نشته
وګورﺉ چې پیر یې خپل مرید په وینو رنګ کړلو
ښکاري خلکه نور مو د پیرانو برکات نشته
خلکه خوښي مه کړﺉ دا سپرلی هم دی د تېر په شان
تږی بورا ګرځي او د ګل شیره کې شات نشته
لاندې را غوځار شوو د نفاق له ګړنګونو نه
ټول ټوټه ټوټه یو لا خو وایو موږ کې مات نشته
خدایه څنګه چوپې د آذان نارې په کلي شوې
بیا امام شهید شو، که منار روغ په جومات نشته
ګوتې یې قلم کړې او د زړه په سرو یې ولیکل
چاوې له کمال سره قلم نشته دوات نشته
۱۹۹۸- فبروري، پېښور، پښتونخوا