مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

غزلونه

غزل

په شونډو کې موسکۍ نغمه سرای را یادوي
ښایست یې عجیبه دی زړه کې خدای را یادوي

دا تور چاینک له مخې لرې کېږده نن آشنا
د لوړ چینار تر سیوري لاندې چای را یادوی

د شنو سترګو خاوندې ته چې ګورمه شم خوښ
د سرو روسانو تېښته کې "دوای" را یادوي

د کلي د خان زوړ واسکټ مې نه شمه لیدای
د ښکلي کابل ستړی نان ګدای را یادوي

کماله خیال ته وایه د پامیر څوکې پرېږده
چې ماته مې د تېر برم همای را یادوي
۱۳۷۸ � لیندۍ
کوچیانۍ مینه

څه خوشالي به زموږ خوارو په وطن کې راشي
چې ناوکۍ خاورې په سر زوم په کفن کې راشي

یارانو لاس نیسی صهبا به له جنته راځي
که تلوسه د شهادت مو په بدن کې راشي

د رابعې (رح) یاد به تازه کا د وطن پېغلوټې
که ریاضت یې بس په سترګو د دیدن کې راشي

په کوچیانۍ مینه وېرېږم ماین یې ونه وهي
که لوړ اوښان د شنو غونډیو په لمن کې راشي

په یوه ګولۍ د سولې سل او زر کوترې لګي
سپینې بڼکې یې له پاسه په چمن کې راشي

کماله جار شم لا تر اوسه دې رنځوره مینه
لکه وړه ښاپېرۍ زړه ته په ختن کې راشي
۲۰/۰۵/۱۳۷۸

د درد له ښاره د فریاد تر کلي

په زړه مې څه ماشومه تمنا راوړې وه
لاله شونډو د یار ته مې موسکا راوړې وه

یه خلکه څه مو خیال دی لېونی نه وم نشه وم
له ښکلیه له ساقیه مې صهبا راوړې وه

سنګدل صیاد خندل چې وې کاته ټپي بدن
ټوکرۍ د غم د غشو مې پر شا راوړې وه

که اوښکې په رښتیا وای د باران په څېر خوږې
صحرا د ګرېوانه بې مې ګیا راوړې وه

افسوس دی ما وې روغ به شم له رنځه د هجران
د زهرو یوه نمړۍ مې په دوا راوړې وه
د سمې په غلو واوښتم را پرې یې نه ښوده
د غره له هسکې څوکې مې امسا راوړې وه

د درد له ښاره راغلم د فریاد په کلي مېشت
کمال دی له ظلمته مې ښکلا را وړې وه
۱۶/۰۴/۱۳۷۸
کابل پوهنتون، مرکزي لیلیه

غزل
عشق وي چې لمبې کا د سره اور په شان
ځکه زړه دی ګرم د لاهور په شان

څه به حد جاري کا دا ضمیر امام
غلو سترکو یې لال زړه ووړ د پور په شان

مه را یادوﺉ د ښکلي یار هجر
بد را باندې لګي د پېغور په شان

لوی وینم وړوکي لوبې وکاندي
ډېر واړه را ښکاري د ټایګور په شان

زور منم بېشکه چې یزدان لري
نور مخ په زوال د څټک لور په شان

ډېر راته دا دواړه عجیبه برېښي
غم دی له کمال سره د ورور په شان

۲۰/۰۴/۱۳۷۸
کابل پوهنتون، مرکزي لیلیه

ورکه

له نورو څه کوې، له ځانه مې هم کرکه راشي
چې د وفا د تلې خوا مې د یار د سپکه راشي

داسې یاري به د عرش خدای په آفرین وستايي
چې د زړو خونې په یقین پاکې له شکه راشي

زه که هر څو وایم چې لور د یزدان دی پر ما
غریبان وايي دینار څه رنګ له فلکه راشي

چې یو او بل ته مو په ښه خبره ملا ماتېږي
خدای مه کړه ښکاري نن سبا کې به مو ورکه راشي

غزل مې نن دې ښکلو ښکلو سینګارونو وخوړ
حیا یې بس له سره پېزوان او له چسپکه راشي
سنبله ۳۰- ۱۳۷۸
د ایمان خبره

چې زلمي د شهادت له خوږ آهنګه سره اوسي
خیال د حورو د جنت کا له پالنګه سره اوسي

سودایي شمې په اوښکو د بېلتون ناره خوره کړه
د شپو توره سیلۍ راغله له پتنګه سره اوسي

د بابا د دنګو څوکو زمریه چېرې ولاړې
یو ګیدړ غلیم را بلوسي له نیرنګه سره اوسي

له هغو به څه ډارېږو چې په باټ مرض اخته وي
چې په وچه د اوبو له مړه نهنګه سره اوسي

چې په زړه یې ایمان نه وي څه د تورې سړی نه دی
سره کفار خو داسې ډېر دي له تفنګه سره اوسي

د یزدان امر به هله پښتانه تر سره کاندي
چې سورۍ سینې د کفر له خدنګه سره اوسي

په ګودر د جونو شور ؤ، څه ټپې مې واورېدلې
په کمال دیدن حرام دی له بې ننګه سره اوسي
وږی ۲۲- ۱۳۷۸

غزل
ویر مو خوراک دی له یارانو فراموش پاته یو
دا چې په سپینه ورځ له یو بله روپوش پاته یو

په خوله څه نه وایو د زړونو راز په سترګو وایو
ځکه بې زړه یو د ګلرخو له آغوش پاته یو

د یلدا شپه څومره اوږده شوه سباوون نه لري
د زلما خوب مو زنګوي ورته مدهوش پاته یو

ځوښ د تکبیر مو په خوله وچ شو او روپۍ واخیستو
د شهادت له قافلو نه وطن فروش پاته یو

وایو په سترګو شوو چې لاره مو کړه خپله ورکه
بس د لټانو مجموعه د ژوند په دوش پاته یو

کماله داسې نازولو د وطن ته وایه
میرڅی مو ناڅي له خوښیه موږ خموش پاته یو

۰۱/۰۳/۱۳۷۸
کابل پوهنتون، مرکزي لیلیه
غزل

لکه بلبل چې په یوه ناره ګلزار ونیسي
داسې د ښکلي یار نغمه د زړګي ښار ونیسي

ستا په راتللو خپه نه یم غرنیه آشنا
خپه په دې یم چې د سمې غله به لار ونیسي

کوډګره حسنه لږ زموږ پر سیمه ګام را واخله
چې پاړوګر د عشق کوڅۍ ښامار ښامار ونیسي

زموږ پر کلي به خوښي دوباره هله راځي
چې د ګودر غاړې منګي کتار کتار ونیسي

نه مو وږمه د بهار حس کړه نه د ښکلي سهار
د محبت څانګې به څه رنګ د ګل بار ونیسي

که دې کاته د محبت وو ښایسته جانانه
کمال به شعر د چامبېلو درته هار ونیسي

۰۵/۰۲/۱۳۷۸- کابل پوهنتون، مرکزي لیلیه

یو خوب یوه کیسه

کیسه ده خوب ته راشي دوامداره غوندې وي
د حسن شهزادګۍ ډېره بیماره غوندې وي

د اوښکو راڼه څاڅکي یې د ګل پر شانې مخ
ښوییږي کښته پرخه د سهاره غوندې وي

تاوجن آهونه باسي له سلګیو وي همراه
د یار په انتظار کې ناکراره غوندې وي

د خضر(ع) د حیات د چینې راوړي څوک اوبه
خو نه یې څښي یارانو څه هوښیاره غوندې وي

"که ګوټه له جامه اخلم نو ژوندون دی د ابد
نو څه به یې مزه وي چې بې یاره غوندې وي

یو مرګ په پت کې ښه دی نه د زرو کالو ژوند"
له زیسته څه بېزاره څه دینداره غوندې وي

د حسن کرشمې یې غزونې کا تر زړه
په ټولو سهیلیو کې سالاره غوندې وي

په ویښه مې تعبیر ویل آشنا مه کوه غم
د خوب کیسه جادو کا اداکاره غوندې وي
۱۷/۰۴/۱۳۷۸- کابل پوهنتون

غزل
د هر غزل یوه مسره شاعرانه وړاندې ځي
لکه ګودر ته چې پۍ مخې مستانه وړاندې ځي

په بر کنډو دېوان نښتي تور او سپین نه ګوري
یار که هوښیار نه وي نو خدایه دیوانه وړاندې ځي

زما جانان په زړه صادق دی "نه" به ونه وايي
د اور ډېرۍ ته بس په نیمه اشاره وړاندې ځي

پخپل وطن یې د څه ټېکې ځای ونه مون ربه
د افغان کډه په کوم لوري بیهوده وړاندې ځي

د هجر شپه څومره اوږده شوه زما لویه خدایه!
هره لحظه د انتظار له کال اوږده وړاندې ځي

پاس د غونډۍ پر سره وړه ښاپېرۍ خیال ته راشي
لاندې ماینونه دي، کمال خرامانه وړاندې ځي
۱۶/۰۶/۱۳۷۹

خوب

کافر خوب مې لیدلی بیا څه چل غوندې ښکارېږي
لوی ویر د زړګي تخت نیسي کارمل غوندې ښکارېږي

په ذهن مې بوج راوړم پسرلي یادونه نه وي
خیالونه مې تورتم کې یرغمل غوندې ښکارېږي

ورځم د آشنا کلي ته خو لار مې ورکه کړې
هر موړ د کږو لارو مې اجل غوندې ښکارېږي

مېلمه د هسکو څوکو د جونګړې شم ناپامه
له وېرې زړه رپېږي کوربه غل غل غوندې ښکارېږي

په مېنه مې له پاسه چا ړوند بم وي ګوزار کړی
د مینې کور مې سوي وران مورچل غوندې ښکارېږي

له لرې د خواږه آشنا کوکارې اورم ځمه
خو پښې وي پردۍ شوې پل مې شل غوندې ښکارېږي

کمال سرکشه مات کړل رویات د خوب ویلو
تعبیر د زمانې د پیر بدل غوندې ښکارېږي
۱۳۷۶- غویی

غزل

پستې پستې خبرې او د سترګو جنګ کې ژوند
زموږ د زړه آرمان دی د دلبر په څنګ کې ژوند

دا خوی د مېړنو مې ډېر خوښېږي په والله
د تورو په پړکا کې د وطن په ننګ کې ژوند

هر تیت پرک اولس ته په بدل کې ورکړ خدای
د اوښکو سمندر، خېټه د غم نهنګ کې ژوند

های کاشکي مې لیدلی وای د خپل وطن یو ځوان
چې بېرته را په زړه کا د ځوانۍ په رنګ کې ژوند

قمار د محبت مې بایلولی دی یو وار
نو ځکه خوښ مې نه شو د روپۍ په شرنګ کې ژوند

۱۷/۰۶/۱۳۷۹- پېښور
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery