غزل
معصومه څېره راشي تصور ته ژبغړاندې
پوهېږم زړه ورنیسي د نظر د کېږدو مراندې
د خیال شاهین مې ګرځي پاس د هسک په کنارو کې
کوترې د بام څاري چې را وځي به د باندې
اول یې نابینا کړم بیا ګړنګ ته یې ور سیخ کړم
شاباس د تربورانو دی لا وايي مخ پر وړاندې
بیا تور وربوز وهلې لکه شپه په ګودر راغله
دوې سترګې یې د ستورو په شان غړندې ځلاندې
د خیال په جزیره کې چې کمال یوازې ناست ؤ
له ژونده یې زړه تور ؤ ور په یاد وې د چا ساندې
غزل
لکه د سرو کفارو لیکه چې وطن ونیسي
داسې دې یاره ټول غمونه زما تن ونیسي
زه په لحظه لحظه کې مړ ژوندی د یار لپاره
ځکه مې سوې بڼه رنګ د کورکمن ونیسي
له عاشقۍ به یې بېزاره تر هغې نه شمه
څو چې د مینې نذرانه تشه لمن ونیسي
زه لېونی یمه که مړ یم ددې ښار خلکو ته؟
څوک مې په تیږو ولي څوک راته کفن ونیسي
صیاد د مینې بام ته وخوت خدای دې خیر کوي
د چا د روح سپینې کوترې ته به ږدن ونیسي
امن به هله دا په زړونو صادقان راولي
که د خپل لاس لستوڼي غلي میرڅمن ونیسي
زه په دې خیال د محبت پري په زړه کې ساتم
چې ګوندې خدای د غضب دېو په ځنکدن ونیسي
۱۰/۰۲/۱۳۷۹
غزل
دا څنګه داسې ژر مې ګل اندام له یاده وځي
سهار مې په زړګي ناست وي ماښام له یاده وځي
د چا د نوم په یاد نن شپه په وجد یم راغلی
له سترګو نه مې خوب تښتي آرام له یاده وځي
د یار د وصل دارنګه اثر را باندې لوېږي
د مینې څو خبرې او سلام له یاده وځي
لږ صبر چې راپوخ یې کړمه بیا به یې در چوف کړم
د عشق دا ګوډ او مات منتر مې خام له یاده وځي
د کلي نصواري آشنا د ښار تر ساقي ښکلیه
که وار نصوار دې راکړل بیا مې جام له یاده وځي
تر څو به دې کوڅه کې یم ولاړ ژبون وهلی
تر هغې څو مې هاغه پورې بام له یاده وځي
اف جنګ چې د بهار دا سره او سپین ګلونه واخلي
ارمان مې که افغان شهید ګمنام له یاده وځي
منزل ته رسېدل مو دي نیولي په نظر کې
خو حیف! چې اراده مو ګام په ګام له یاده وځي
غزل به څومره ښکلی ؤ که دا غمونه نه وای
چې موږ نه د روسي یرغل انجام له یاده وځي
کمال زما په دې کې دی چې بت نه نه وېرېږم
د خدای په کلمه مې ټول اوهام له یاده وځي
۱۰/۰۹/۱۳۷۸
باران
په هجر کې چې کله خوږ جانان را په یاد شي
د وصل په اسره زړه کې یزدان را په یاد شي
بې واره مې له خولې کلمه وځي خدایه خیر!
پر ماین پوښلې لاره چې اوښان را په یاد شي
له تورو غټو سترګو نه چې اوښکې شي را زېر
د ښکلي وطن شړکنده باران را په یاد شي
یوه لحظه د سولې ښاپېرۍ په خیال کې راشي
په بله د جنګونو تور دېوان را په یاد شي
ملاله به اوس چاته ټپې وايي د میوند
چې تښتي الوتکه کې افغان را په یاد شي
زه څوک یم او څنګه داسې خاورې شوم د پښو
اف ګل یم رژېدلی یم خزان را په یاد شي
ناپامه چې د خیال له شمې تاو شم که پتنګ
چې وسوځم کماله بیا خپل ځان را په یاد شي
۲۰/۱۰/۱۳۷۸
دغه ښار خو په رښتیا چې د ځنګل په څېر یو ځای دی
د چا خوی ګیدړه برخه د چا برخه لوړ همای دی
څوک راضي له خپله ځانه او راضي ترېنه لوی خدای دی
څوک د ځان په ویر اخته دی په نارو او په وای وای دی
غزل
زما شوه ډېره خوښه زنده ګي د ښکلي یار
زنده ګي د ښکلي یار او سادګي د ښکلي یار
که سر یې د رحمن (ج) په حضور خم شولو یو وار
لښکر کفار به مات کا بندګي د ښکلي یار
دا برګې الوتکې د زړګي ورانوي ښار
که برندې برندې سترګې دي جنګي د ښکلي یار
دا زه چې نن شاعر شومه د حسن د دربار
نیمرخه را ښکاره شوه تازه ګي د ښکلي یار
را یاد کړي د وطن غاټول ګلونه د بهار
چې سره شي له حیا نه اننګي د ښکلي یار
که څه هم خطر ډېر لري له لرې اشارې
خو خوند کوي پر بام دیوانه ګي د ښکلي یار
کمال په ټپه ستایي او منګی وهي کرار
له بر ګودر نغمې دي په شرنګي د ښکلي یار
۲۵/۱۱/۱۳۷۹
لوبې
یار مه کوﺉ نور بس دي له خپل ځان سره لوبې
له ښکلي او له ګران افغانستان سره لوبې
د پاکو شهیدانو له آرمان سره لوبې
په لوی خدای د پاخه او کلک ایمان سره لوبې
"د پورته ور توکلو لاړې لوېږي پرخپل مخ"
چې څوک کوي له برېښنده آسمان سره لوبې
دا ټوکه دې نور نه شي اوږده ستړې بې مانا
چې وږی نس مزدور کوي له خان سره لوبې
دا څوک یې؟ یو ځل واخله له روسانو زموږ حال
بیا خوښه دې که وکړې له افغان سره لوبې
د کلي او مالت خلک څه غلي غلي وايي
کمال به لېونی کا له جانان سره لوبې
۰۳/۰۹/۱۳۷۸
غزل
یاغي شو غم نن له مریو چې کمزوري نیسي
سبا یې ګورﺉ د همه کلي سرزوري نیسي
پردېس ظالم دی نن یې بیا په وینو ولمبول
د خیال آسونه د اغزو بار ته شاتوري نیسي
سندرې مه بولی قاصد داسې پیغام راوړی
ورا به شي چور او ناوکۍ به آدمخوري نیسي
د ځمکې سپین او تور رنګونه یې په زړه جوړ نه دي
عنقا د شعر مې له هسکه راڼه ستوري نیسي
۰۳/۰۹/۱۳۷۸
یو بیت
چې اور یې په زړګي کې د وطن له غمه بل وي
هماغه مو شاعر د زمانې شو او ادیب شو
غزل
په سپین مخ د ښایستوکي جانان برېښنده سور خال دی
ته وا سم دستي لوېدلی د شپونکي پوڅې ته لال دی
په کنډو کې اوه رنګه د ټیکري پېڅکه ښکاره شوه
ماوې دا دی پسرلی شو را مالوم د بوډۍ ټال دی
دا د مینې پیلامه وه چې زړګی په درزېدو شو
ته وا جنګ دی په میوند کې شرنګا شرنګ د تورې ډال دی
بس لحظه لحظه تصویر مې د لیلا سترګو ته کېږي
خوب آرام یې رانه وړی تر جنونه تللی حال دی
آدم خان د زمانې یم خپل رباب په کمره ولم
درخو وړی له هر تاره د ژوندون ها سر او تال دی
تور دېوان په ورا راغلي بیا وړه ښاپېرۍ بیایي
ورپسې د خیال په دښتو لېونی غوندې کمال دی
۱۳۷۷/ د زمري ۲۳مه، چک وردګ، اله خېل کلی
غزل
دا زما وړوکي زړه باندې چې غم نه ځایېده
له سترګو بهیر مات شو پکې نم نه ځایېده
افسوس چې مې د خیال په دغه دومره وسعتونو
د ښکلې ښاپېرۍ پکې قدم نه ځایېده
د ژوند کتاب مې واړاوه تمام پکې جنګونه
یو حرف پکې د مینې او د زغم نه ځایېده
د ایسته غورځولو راز یې داسې شو مالوم
په جېب کې یې کلدارې وې قلم نه ځایېده
په تول که تلل کېږي نو له سل خرواره اوړي
اف نه کابله ستا په غېږ ستم نه ځایېده
۰۶/۰۵/۱۳۷۸
غزل
دا څومره بې مزې او خوندوره زنده ګي ده
لحظه کې را پخلا او مروره زنده ګي ده
د زړونو پر صحرا چې زغلوو د جنګ اسونه
همدغه زموږ خوښه راته غوره زنده ګي ده
کرل دي او رېبل دي خو پرې ونه پوهېدو
چې مینه محبت کې څومره غوره زنده ګي ده
غینګۍ وهي آخر به ځان ور واچوي پخپله
د ګور تر څنګه زانګي مینجوره زنده ګي ده
د درد په سره بټۍ مو زړونه ځکه کرار ایښي
له یار سره شریکه بې باوره زنده ګي ده
د ښکلو ښکلو پېغلو د سرو سترګو عکس دې واخیست
چې شپه او ورځ دې شور کې سمندره زنده ګي ده
یو وخت ؤ چې مجنون ورته ویلي وو پټ غوږ کې
کماله د لیلې هره خبره زنده ګي ده
۳۰/۰۶/۱۳۷۹
غزل
یو د اوښکو تسلسل دی د کابل د مړي ویر کې
د جنګونو اور کې نغښتی د مجبور په رنګ مې یار دی
بس د خدای له مینې پرته آدم زاد ته غاړه نه ږدي
دا چې دار ته مخامخ دی د منصور په رنګ مې یار دی
چې په زړه مې خوږ لګېږي خدایه ته یې راته ساتې
د شمال له تاکه ځوړند د انګور په رنګ مې یار دی
دا زما د ذهن رنګ دی او زما د خیال تصویر دی
دا زما د زړه خبرې د منظور په رنګ مې یار دی
تکې سرې سترګې یې دواړه قصیدې دي زر بیتونه
د غزل په شان موزون دی د مخمور په رنګ مې یار دی
که ښکلا خوشالي بولې او بدرنګه ټول غمونه
نو کماله بخت مې ویښ دی د سرور په رنګ مې یار دی
۱۲/۰۵/۱۳۷۹
غزل
خدای خبر څنګه ستا د سترګو او زړګي له وېرې
پېغلوټو پورته کړل اوږو ته خپل منګي له وېرې
لکه مېږی د غم سېلاب واخیستم وړي مې یاره
په یوه وچه پاڼه ناست یم د مرګي له وېرې
زه به د امن ترانې څنګه په شرنګ ووایم
زما جانانه چې دې سره شي اننګي له وېرې
لکه شاتوت ونه د زړه وینې په تاسو خورمه
د نصیب لاس کې ځلېدونکي تبرګي له وېرې
خدایه نجات غواړم له کفره زړه ته لاره باسي
ځکه را یاد شې د صنم د بنده ګي له وېرې
۰۳/۰۶/۱۳۷۹
غزل
زه خو ساده د غره کوچۍ وم یاري څنګه کېږي
د التفات را اړولو یاري څنګه کېږي
له تورو غرونو ښویېدلی کاڼی زړه لرمه
د یار کوڅه کې نرم شوی باري څنګه کېږي
چې بې له خدایه مې د هېچا پروا نه ده کړې
نو مرور جانان ته وایه زاري څنګه کېږي
څه عجیبه غوندې حالت مې ټول وجود نیولی
د غره او سمې محبت خماري څنګه کېږي
د ژوندون ګرځنده کماله راته دا ووایه
په غره لوی شوی بنیادم به ښاري څنګه کېږي
۳۰/۰۶/۱۳۷۹
غزل
ترخه ښه نه دي یاره قند نبات را واړوﺉ
د زهرو پرځای لپې لپې شات را واړوﺉ
یو بند د غزل ښکلی کړﺉ د حسن په یوسف
او بل یې زلیخا ته اشارات را واړوﺉ
په برندو برندو سترګو څنګه زړونه کړو زهیر
کاته د محبت په التفات را واړوﺉ
ایمان څه دی؟ بس خدای ته د اخلاص یوه سجده
اورونه په پیرو د لات منات را واړوﺉ
د اوښکو نذرانه پرته له ویره ده نور څه؟
مېړونو خوی د ښځو له صفات را واړوﺉ
۱۲/۰۷/۱۳۷۷