د ليكوال پېژندنه
نېكولو مكياوېلې د 1469ز كال د مې د مياشتې پر درېيمه نېټه په فلورېنس كې زېږېدلى
دى. هغه د برنارډو دي نېكولو مكياوېلېBernardo di Nicolo Machiavelli دويم زوى دى.
پلار يې يو وتلى او منلى قانونپوه او د قضاوت په دنده بوخت و. مور يې بارټولوميا دي
سټيفانو نيليBartolommea di Steafano Nelli نومېده او هغوى دواړه د پخواني فلورېنس
له اشرافيانو څخه وو.
اصلاً د نوموړي ژوند په درې دورو وېشل شوى چې هره دوره يې په يوازې سر د فلورېنس په
تاريخ كې يوه څرګنده او ارزښتناكه دوره شمېرل كېږي.
د هغه د ځوانۍ دوره د اعليحضرت لورينتسو تر واكمنۍ او مشرۍ لاندې د فلورېنس له
سترتوب سره يوځاى تېره شوې ده چې په ايټاليا كې يې د يو ستر زبرځواك حيثيت درلود.
په فلورېنس كې د مېديچيانو واكمني په 1494ز كال راوپرځېده او مكياوېلې په همدې كال
كې په سياسي خدمت بوخت شو. د ماموريت پر مهال يې فلورېنس تر يو جمهوري حكومت لاندې
خپلواك و، چې دغې ادارې تر 1512ز كاله پورې دوام وكړ او په 1512ز كال كې مېديچيان
بيا واك ته ورسېدل او مكياوېلې خپله دنده له لاسه وركړه. مېديچيانو په دويم پېر كې
له 1512ز كال څخه تر 1527ز پورې حكومت وكړ او يو ځل بيا راوپرځول شول، چې دا وخت د
مكياوېلې د ادبي فعاليت او زيات نفوذ پېر شمېرل كېږي. خو هغه د مېديچيانو تر دويم
ځل ايستلو وروسته د 1527ز كال د جون پر 22مه نېټه، د 58 كلونو په عمر، پرته له دې
چې خپله دنده بېرته ترلاسه كړي، له دې نړۍ څخه سترګې پټې كړې.
د زلميتوب دوره 94-1469-25-1:
كه څه هم د مكياوېلې د زلميتوب په اړه دومره څه نه دي ويل شوي، خو فلورېنس په دغو
ورځو كې دومره مشهور و چې كولى شو د دې نوميالي او وتلي ښاري مخكنى چاپېريال په
اسانۍ نظر ته راولو.
فلورېنس يو داسې ښار بلل شوى چې دوه ډوله ټولواكيو پرې واكمني كړې ده؛ يو ډول يې د
يوه توندخويه واكمن ساوونارولا Savonarola تر مشرۍ لاندې او بل ډول يې د ښكلا او
برم مينه وال لورينتسو Lorenzo تر مشرۍ لاندې تېره شوې ده. كه څه هم ساوونارولا يو
ځل د فلورېنس پر خاوره ډېره اوږده واكمني درلوده، خو پر مكياوېلې يې اغېز ډېر لږ و
او په دې كتاب كې يوازې د يوې بېلګې په توګه ورته پكار شوى دى. خو د لورينتسو د
واكمنۍ پر مهال د مېديچيانو شان او شوكت مكياوېلې په كلكه اغېزمن كړى و. ځكه هغه په
خپلو ليكنو كې د دې واكمن زياته يادونه كړې او دا هم د لورينتسو لمسى و چې مكياوېلې
خپل كتاب ټولواك ورته ډالۍ كړى دى.
مكياوېلې په خپل اثر ((د فلورېنس تاريخ the History of Florence)) كې د يو شمېر
زلميانو ژوند انځور كړى، چې د زلميتوب دوره يې ورسره تېره كړې ده. هغه ليكي چې هغوى
د جامو په اغوستلو او د ژوند په تېرولو كې تر خپلو نيكونو ډېر خپلواك و. خپل وخت يې
په لوبو او پيسې يې بېځايه پر ښځو لګولې، د هغوى بنسټيز هدف دا و چې وښيي ترټولو ښې
جامې يې پر ځان دي. هغوى به په ډېر هنر غږېدل او پر يو- بل يې ټوكې ټكالې كولې. د
هغوى په منځ كې چې به چا پر نورو مسخرې وكړې او هغه به يې سپك كړ، تر ټولو هوښيار
به بلل كېده.
مكياوېلې خپل زوى ګيډو Guido ته په يو ليك كې څرګندوي چې ولې بايد زلميان د خپل
ليك- لوست له لرلي فرصت څخه پوره ګټه پورته كړي او موږ دې پايلې ته رسوي چې
مكياوېلې پخپل زلميتوب كې ډېر بوخت و.
هغه كاږي چې ما ستا ليك ترلاسه كړ، ډېر خوښ يم، په تېره بيا چې ته روغ- رمټ يې او
زما لپاره تر دې بل ښه زېرى نه شته.
كه پاك خداى موږ دواړو ته ژوند راكړى و، زه به له تا يو ډېر اوچت شخصيت جوړ كړم، خو
په دې شرط چې ته دې خپله ونډه ترسره كړې.
بيا يې په يوې نوې خبرې تشويقوي او كاږي چې دا به ستا لپاره ښه وي، خو اړينه دا ده
چې لوست وكړې او د دې لپاره چې له ناروغۍ د تل لپاره خلاص شې، د ليك- لوست او
موسيقۍ د زده كړې دردونه او ستونزې پر ځان تېرې كړه. ځكه كه ته ماته وګورې، د يو
ډېر بې ارزښته مهارت په لرلو زما څومره درناوى كېږي.
زويه! كه غواړې چې ما له ځانه خوښ وساتې، ځانته برياوې او وياړ وګټې، تل رښتينى
اوسه او زده كړه وكړه. ځكه نور خلك به هغه وخت ستا مرستې ته تيار وي چې ته د خپل
ځان مرسته وكړې.
د سياسي ژوند دوره 1512-1494-43-25:
د مكياوېلې د ژوند دويم پېر د فلورېنس د خپلواك جمهوريت په چوپړ كې تېر شوى، چې په
1494ز كال كې د مېديچيانو له راپرځېدو څخه تر 1512ز كاله پورې، چې د هغوى د بياراتګ
كال دى، دوام وكړ.
مكياوېلې په يوه دولتي اداره كې تر څلور كاله خدمت وروسته د فلورېنس د جمهوري دولت
د خپلواكۍ او سولې د لس كسيزې شورا د دارالانشا مشر وټاكل شو او هغه په دې وخت كې د
جمهوريت د چارو په پر مخ بېولو كې ډېره ونډه درلوده او په دې اړه موږ د هغه ګڼ شمېر
فرمانونه، لاسوندونه، صادره او وارده سياسي مكتوبونه او د هغه خپلې ليكنې لرو، هغه
زيات شمېر مهم سياسي ماموريتونه ترسره كړي او د فلورېنس د ملي لښكرو په جوړولو كې
يې زياتې هلې ځلې كړي دي. د هغه لومړى ماموريت په 1499ز كال كې د كاترينا سفورتسا
Catherina Sforza دربار ته و، چې په ټولواك كې يې د My lady of Forli په نامه ياده
كړې او د هغې له چلند څخه يې زده كړل چې پر كلاګانو له ډډې وهلو څخه ښه دا ده چې
سړى د ملت اعتبار ترلاسه كړي، چې دا د مكياوېلې يو له مهمو اصولو څخه و او په
مختلفو لارو يې پر دې ټكي ټينګار كړى دى، او ښوولې يې ده چې دا موضوع د ټولواكو
لپاره حياتي ارزښت لري.
په 1500ز كال كې د پيزا پر ښار د جګړې د دوام په اړه د خبرو اترو لپاره د فرانسې د
پاچا دوولسم لوېي دربار ته لاړ او دا هغه پاچا دى چې په ايټاليا كې يې پنځه سترې
تېروتنې كړې وې او په پاى كې له ايټاليا څخه بهر وشړل شو، چې په ټولواك كې يې په
لنډه توګه يادونه شوې ده.
د مكياوېلې د سياسي ژوند ډېرى برخه پر هغو پېښو بوخته وه چې د شپږم پاپ الكسانډر او
د هغه د زوى سيزار بورجيا Cesar Borgia ((ډيوك ولنټينو)) له ځانپالنې او واكپالنې
څخه رامنځته كېدې او د همدې دواړو اعمال د ټولواك زياتره برخه جوړوي.
مكياوېلې يو نيواكګر ته چې غواړي يو هېواد تر نيولو وروسته پخپله ولكه كې وساتي د
ډيوك اعمال د تقليد لپاره وړاندې كوي. بې له شكه هغه د ډيوك د اعمالو له بېلګې څخه
پرته د تقليد لپاره بله ښه بېلګه نه شوه پيدا كولى. له دې كبله د ځينو ګوت نيوونكو
له خوا سيزار بورجيا د ټولواك اتل بلل شوى دى. خو ډيوك په ټولواك كې د يوې داسې
څېرې په توګه ښودل شوى چې د نورو د بخت په راختلو ټولواكۍ ته رسېږي او د هغوى د بخت
په پرېوتو راپرځېږي. يوه داسې څېره چې ټول هغه تدابير يې ونيول چې له يو هوښيار
واكمن څخه يې تمه كېده، پرته له هغه يوه څخه چې هغه يې بايد ژرغولى وى. چا چې د هرې
كېدونې ناوړه پېښې لپاره تيارى نيولى و، پرته له هغې يوې چې پېښه شوه. داسې څېره چې
كله يې ټول توان له كاره لوېږي، په جګ غږ واېي چې دا د هغه ګناه نه وه بلكې له وسه
پورته او داسې ويرناكه پېښه وه چې هغه يې وړاندوينه نه وه كړې.
په 1503ز كال كې د درېيم پيوس Pius III يا پاپ الكسانډر د مړينې پر مهال مكياوېلې
روم ته واستول شو، چې د هغه د ځايناستي ټاكنه وګوري او هلته د سيزار بورجيا په
تېروتنه پوه شو چې د كارډينالانو ډلې ته يې د دې اجازه وركړې وه چې دويم جوليوس د
پاپ په توګه وټاكي.
پاپ جوليوس د هغو كارډينالانو له ډلې څخه و چې سيزار بورجيا ته يې د وېرې اسباب
برابرولى شول. مكياوېلې په داسې حال كې چې پر دې ټاكنه تبصره كوي، واېي: �څوك چې په
دې عقيده دي، چې نوې ښېګڼې او مرستې به له سترو او نامتو شخصيتونو څخه پخواني
زيانونه هېر كړي، ځان تېرباسي� . او دا هم پاپ جوليوس و چې په 1506ز كال كې يې
دربار ته مكياوېلې واستول شو، كله چې پاپ پر بولونا خپل جګړه ييز عمليات پيل كول،
او ددې عملياتو پايله يې هم هماغسې بريالۍ وخته، لكه د هغه نورې كارنامې چې د هغه د
چټكۍ او بې پروايۍ له امله بريالۍ ختلې. مكياوېلې د همدې پاپ جوليوس په حواله بخت
له ښځې سره تشبيه كړى او زياته كړې يې ده چې يوازې زړور او توند سړى كولى شي پر
دواړو برلاسى شي.
كه څه هم ممكنه نه ده چې د ايټالوي دولتونو مختلف برخليكونه دلته وڅېړو، چې په
پايله كې يې په كال 1507ز كې د فرانسې، اسپانيا او جرمني تر لاس لاندې راغلي ول. خو
موږ غواړو دلته يوازې د هغو پېښو او درېيو سترو لوبغاړو په اړه خبرې وكړو، چې د
مكياوېلې پر شخصيت يې اغېزه لرلې ده. هغه د فرانسې له پاچا دوولسم لوېي سره بې
شمېره كتنې كړي، چې مخكې مو ورته نغوته وكړه.
مكياوېلې د اراګون فرديناند د يو داسې شخصيت په بڼه انځوروي چې د مذهب تر نقاب
لاندې يې سترې كارنامې ترسره كړي، خو په حقيقت كې يې رحم، وفا، خواخوږي، انسانيت،
سپېڅلتوب او ايمانداري نه درلوده او كه د دې ځانګړنو تر اغېز لاندې راغلى وى، نو
راپرځېدلى به وى.
امپراتور ماكسيميليان Maximilian چې د خپل پېر له په زړه پورې څېرو څخه يو و، شخصيت
او مقام يې ډېرو لاسونو انځور كړى دى، خو مكياوېلې چې په كال 8-1507ز كې د هغه
دربار ته د سفير يا ځانګړي سياسي استازي په توګه تللى و، د هغه ډېرې نيمګړتياوې او
عيبونه په ډاګه كوي او د يو ضعيف الاراده شخصيت په توګه يې معرفي كوي. يو داسې
شخصيت، چې د نورو په وكالت د خپلو طرحو عملي كول، له نظره غورځوي او د خپلو هيلو په
ترسره كولو كې دومره ټينګار نه كوي.
د مكياوېلې د ماموريت پاتې كلونه په هغو پېښو بشپړېږي، چې د كامبرې له تړون څخه
راپورته شوي دي. دا تړون په كال 1508ز كې د پاپ او درېيو اروپايي زبرځواكونو تر
منځ، چې پورته يې يادونه شوې، لاسليك شو، چې موخه يې د وېنېسانو د جمهوريت راپرځول
و او د ويلا Vaila په جګړه كې دې موخې ته ورسېدل. هغه وخت چې وېنېسانو ټولې هغه
سيمې په يوه ورځ له لاسه وركړې، چې په اتو سوو كلونو كې يې ترلاسه كړې وې. په دې
وخت كې فلورېنسيانو ته يو سخت رول ورپه غاړه وه. كله چې يې د داسې تربګنۍ او دښمنۍ
پر غاړه شتون درلود چې د پاپ او فرانسې تر منځ راپورته شوه. ځكه فرانسې په دې
ملګرتيا كې د فلورېنس د جمهوريت د ټولو تګلارو پلي كول پر غاړه اخيستي و.
كله چې په 1511ز كال كې دويم پاپ جوليوس د فرانسې په وړاندې سپېڅلى تړون جوړ كړ او
د سويسيانو په مرسته يې فرانسويان له ايټاليا څخه بهر كړل، فلورېنس د پاپ په واك كې
ولوېد او اړ و چې د پاپ شرايط ومني، چې له دې شرايطو څخه يو د مېديچيانو بيا واك ته
رسېدل و.
د 1512ز كال د سپټمبر پر درېيمه د مېديچيانو بياراتګ او د جمهوريت راپرځېدنه، له
دندو څخه د مكياوېلې او د هغه د ملګرو د ګوښه كېدو يوه نښه وه او په دې توګه د هغه
سياسي ژوند پاى ته ورسېد. ځكه لكه څنګه چې څرګنده ده، هغه پرته له دې چې خپله دنده
بېرته ترلاسه كړي ومړ.
ليكنې او مړينه 27-1512-58-43:
مكياوېلې د مېديچيانو له راتګ سره سم د يو څو اوونيو لپاره په دې تمه پاتې شو، چې د
نوي واكمن په اداره كې به خپله څوكۍ بېرته ترلاسه كړي. خو دا هيله يې ترسره نه شوه
او د 1512ز كال د نومبر پر اوومه د يو فرمان په ترڅ كې له دندې ګوښه شو. لنډ مهال
وروسته د مېديچيانو په وړاندې په يوه دسيسه كې د لاس لرلو په تور بندي شو، چې د
شكنجو په وركولو يې تر پوښتنو لاندې ونيو.
نوي مېديچي پاپ لسم ليو Leo x هغه له بند څخه خلاص كړ او خپلې كوچنۍ شتمنۍ ته چې
فلورېنس ته نژدې په سان كاسيانو San Casciano كې پرته وه لاړ او هلته يې خپل ژوند
ليكوالۍ ته وركړ.
فرانسيسكو ويټوري Francessco Vettori ته په يوه ليك كې چې د 1513ز كال د ډسمبر پر
ديارلسمه نېټه يې ليكلى، په دې پېر كې يې د خپل ژوند په اړه ډېرې په زړه پورې
څرګندونې كړي، چې موږ ته د ټولواك د ليكلو په اړه د هغه ميتود او انګېرنې بيانوي.
وروسته تر دې چې له كورنۍ او ګاونډيانو سره خپلې بوختياوې بيانوي، كاږي چې: كله چې
شپه خپل تور څادر راغوړوي، زه كور ته راګرځم او د خپلې مطالعې خونې ته ځم، په
ننوتځي كې د كروندګر جامې، چې ګرد او چټلۍ پوښلې وي، له ځانه ليرې كوم، د درباري
اشرافيانو جامې اغوندم او چې كله بيا په جامو كې پټ شم، د پخوانيو څېرو لرغوني
دربار ته ورتېرېږم او هلته د هغوى له خوا په مينه منل كېږم، هلته هغه خواړه خورم چې
زما لپاره ځانګړي شوي. په دې ځاى كې زه له هغوى سره د خبرو په كولو كې زړه نه وهم
چې د هغوى د اعمالو لاملونه ترې وپوښتم. هغوى ماته په ورين تندي او لورېينه د دې
پوښتنو ځوابونه راكوي، چې زه د څلورو ساعتونو لپاره د هېڅ ډول ستومانۍ احساس نه
كوم، ټول دردونه هېروم، فقر ما نه مايوسه كوي، له مړينې څخه نه وېرېږم. ځكه زه په
بشپړه توګه د دغو سترو څېرو په واك كې يم.
ما ټول هغه څه ليكلي چې د هغوى له خبرو مې اخيستي او د سلطنتونو په اړه مې يو كوچنى
كتاب برابر كړى دى. د دې موضوع په اړه هومره پراخ غږېدلى يم، څومره چې زما فكر
رسېږي او څېړلي مې دي چې سلطنت څه دى، څو ډوله دى، په څه ډول رامنځته كېږي، په څه
ډول ساتل كېږي او ولې له لاسه ځي؟؟...
كه زما كوم تخيل تاسو خوشالوي، بايد دا يو مو هم زړه دربد نه كړي او يو ټولواك، په
تېره بيا نوى هغه يې بايد تل هركلى وكړي. له همدې امله يې د سترتوب او جلال خاوند
ګليانو Guiliano ته ډالۍ كوم. فليپو كاساويكيو Flippo Casavichio دا كتاب له وړاندې
كتلى، هغه كولى شي تاسو ته وواېي چې په دې كتاب كې څه دي او په دې اړه مې له هغه
سره بحثونه درلودل، خو غواړم لږ نور يې هم پر ادبياتو برابر او بډاى كړم.
مخكې تر دې چې دا كوچنى كتاب هغه بڼه غوره كړي، چې زموږ په لاس كې دى، ډېر بدلونونه
په کې راغلل او ګڼ شمېر فكري متنفذين د دې كتاب د جوړښت او ترتيب لپاره په كار بوخت
ول.
د دې كتاب سرليك او هغه چاته چې بايد ډالۍ شوى وى، بدل شول او په پاى كې د ناڅرګند
لامل له مخې لورينتسو دي مېديچي Lorenzo de Medici ته ډالۍ شو.
په ځينو كتابونو كې راغلي چې ګليانو دي مېديچي په 1516ز كال كې د يوې دسيسې په ترڅ
كې ووژل شو، له همدې امله لورينتسو ته ډالۍ شو.
كه څه هم مكياوېلې له كاساويكيو سره په دې اړه خبرې كړې وې، چې دا كتاب بايد
ورولېږي او يا يې په خپله هغه چاته وركړي چې ورته ډالۍ كوي يې. خو تر اوسه لا داسې
شواهد نه دي موندل شوي چې لورينتسو به كله دا كتاب ترلاسه كړى او يا به يې لوستى
وي. خو هغه مكياوېلې ته خپله څوكۍ بېرته ورنه كړه. كه څه هم د هغه د ژوندون پر مهال
د دې كتاب نظريې او ليكنې نورو په خپل نامه تېرې كړې وې، خو ټولواك د مكياوېلې په
وسيله نه و چاپ شوى، ځکه يې متن تر مناقشې لاندې و.
مكياوېلې ويټوري ته په خپل ليك كې زياتوي چې كه دا كوچنى كتاب څوك ولولي، نو ورته
جوته به شي چې په دې تېرو پنځلسو كلونو كې، چې ما د سياست په مطالعه كې تېر كړي، نه
مې خوب كړى او نه مې وخت بېځايه تېر كړى دى، چې يو ځل خلكو ته بيا د يو داسې شخصيت
په توګه خدمت وكړم، چې د نورو په لګښت يې تجربه ترلاسه كړې او زما په وفا كې هېڅ شك
نه شته. ځكه څرنګه چې مې تل وفا كړې او پر ژمنه درېدلى يم، زده مې نه دي چې څنګه يې
مات كړم. ځكه څوك چې زما په څېر رښتينى او وفادار وي، خپل طبيعت ته بدلون نه شي
وركولى او زما نننۍ بېوزلي زما پر رښتنولۍ شاهدي وركوي.
مخكې تر دې چې ټولواك پاى ته ورسوي، مكياوېلې د يو بل كتاب ((د ټيټوس ليويس د تاريخ
د لسو لومړيو ټوكونو په اړه بحثونهDiscourses on the first decade of Titus
Livius)) په ليكلو پيل وكړ، چې ټولواك هم د دې كتاب د موضوع يوه برخه ده. دې او بې
شمېره نورو كوچنيو كتابونو هغه تر 1518ز كاله پورې بوخت وساته، چې تر دې وروسته يې
د يو كوچني كميسيون مشري پر غاړه واخيسته ترڅو په جنوا Genoa كې د فلورېنسي سوداګرو
چارې تر څارنې لاندې ونيسي.
په 1519ز كال كې مېديچي چارواكو د فلورېنس اوسېدونكو ته يو څه سياسي امتيازات وركړل
چې له مكياوېلې او يو شمېر نورو څخه يې د يوه نوي اساسي قانون د جوړولو لپاره سلا-
مشورې واخيستلې، چې تر دې قانون لاندې يوه لويه جرګه Great Council رامنځته كړي، خو
په دې او هغې پلمې يې رسمي بڼه ورنه كړه.
په 1520ز كال كې فلورېنسي سوداګر يو ځل بيا مكياوېلې ته راوګرځېدل چې له لوكا Lucca
سره د هغوى ستونزې اوارې كړي. 1520 د فلورېنس ادبي ټولنې ته د مكياوېلې د بيا
ورداخلېدو له كبله د يادونې وړ كال دى او په دې وخت كې ټولو د هغه شتون حس كاوه.
همدارنګه د هغه بل كتاب �د جګړې هنر Art of war� لپاره يې هم اړتيا ورته درلوده.
همداراز هغه په دې كال كې د كارډينال دي مېديچي په غوښتنه د يو بل كميسيون مشري پر
غاړه واخيسته چې �د فلورېنس تاريخ the History of Florence� وليكي او دې كار هغه تر
1525ز كاله پورې بوخت وساته.
كېدى شي د مكياوېلې په وړاندې د خلكو مينې او علاقې مېديچيان دې ته چمتو كړي وي چې
هغه په دې دنده بوخت كړي، ځكه يو لرغونى ليكوال په دې نظر دى چې يو وړ سياستپوه له
دندې پرته د يو ستر كب مثال لري، چې كه يې په يوې تشې جالې پسې په ټوپ وهلو بوخت
ونه ساتئ، نو هڅه به وكړي چې بېړۍ واړوي.
كله چې �د فلورېنس تاريخ� بشپړ شو، مكياوېلې دغه كتاب روم ته له ځان سره يووړ، چې
ګليانو دي مېديچي ته، چې په دې ورځو كې د دويم كلمينټ Clement II تر لقب لاندې پاپ
وټاكل شو، ډالۍ كړي.
د تعجب وړ ده چې مكياوېلې په 1513ز كال كې ټولواك د مېديچيانو د لارښوونې لپاره
هغوى ته په داسې حال كې ډالۍ كړ، چې هغوى په فلورېنس كې نوي واك ته رسېدلي ول او په
1525ز كال كې يې د فلورېنس تاريخ د دې كورنۍ مشر ته په داسې حال كې ډالۍ كړ، چې
راپرځېدل يې نژدې شوي و او په همدې كال كې د پيويا Pavia جګړې په ايټاليا كې د
فرانسې واكمني له منځه يووړه او لومړى فرانسيس يې د بنديوان په توګه د خپل ستر سيال
پنځم شارل په لاس كې پرېښود، چې دا كار د روم د لوټ او تالان سبب شو او د دې خبرې
په اورېدو د فلورېنس ولسي ګوند مېديچيان راوپرځول او بيا يې له هېواده وشړل.
مكياوېلې چې په دې وخت كې له فلورېنس څخه بهر و، په چټكۍ بېرته راوګرځېد، چې خپله
پخوانۍ څوكۍ، چې هماغه د خپلواكۍ او سولې د لس كسيزې شورا د دارلانشا مشري وه،
ترلاسه كړي. خو له بده مرغه فلورېنس ته تر رارسېدو لنډ مهال وروسته ناروغ شو، چې
بيا وروسته د 1527ز كال د جون پر 22مه نېټه يې له دې نړۍ څخه سترګې پټې كړې.
كه څه هم څوك نه پوهېږي چې د مكياوېلې هډونه به چېرته پراته وي، خو فلورېنس هغه ته
د سانټاكروس Santa Croce په كليسا كې يو ستر او مجلل منار جوړ كړى او د خپل دې
نامتو زوى په څنګ كې يې د دې اعتراف كړى چې: � نورو "ولسونو" كه هرڅه ترې زده كړي
وي، خو ايټاليا د هغه په اثارو كې د يووالي نظر او په اروپايي هېوادونو كې د
رېنېسانس پيل موندلى دى�.