د ولسواکۍ تر شعارونو لاندې
قلموال
په افغانستان کې اوس ډيموکراسي د ورځې يو مهم شعار دى، ډيموکراتان، زورواکان ان
ډيموکرات ضد اشخاص ټول د ډيموکراسۍ شعارونه پورته کوي، خو عملاً ولسواکۍ تر اوسه
پورې د هېواد په ګوټ ګوټ کې خپل وزرونه نه دي غوړولي. عملاً اوس هم زورواک- زورواک
دي، يوازې د جامې بدلانه څه بدلون نه دى راوړي.
د بيان ازادۍ د ولسواکۍ يوه اساسي برخه او د هر انسان حق دى. خو کله چې کوم ليکوال
د زورواکانو او د هغوى د پلوي مصنوعي ډيموکراتانو په باب رښنيني څه وليکي، نو يودم
پرې ټول رابرګ شي او پر تهديد پيل وکړي.
غوره بېلګه يې په همدا نژدې تېرو وختونو کې د دوو افغان ليکوالو ځورونه او تهديدونه
وه، چې د رسمي ټوپکوالو او فرهنګي چارواکو له خوا ترسره شوه.
ځوان ليکوال ښاغلى صالح محمد صالح په دې (غټ جرم!) وځورول شو، چې ولې يې ټوله مجله
په پښتو چاپ کړې، ځوان ليکوال عبدالاحمد محمديار د اطلاعاتو او کلتور وزارت د وزير
ښاغلي مخدوم رهين له خوا په دې جرم څارنوالۍ ته معرفي شو، چې ګنې د ده پر ضد کوم چا
په انټرنټ کې مقاله ليکلې وه او محمديار دا ليکنه په کوم سيمينار کې وېشلې وه. دغه
دي جرمونه!! دلته سړي ته د مرحوم استاد روهي دا خبره رايادېږي، چې: �که په خپلې ژبې
ګړېدل او هغې ته کار کول ګناه وي، نو بيا خو د دنيا ټول وګړي ګناهکار دي� که صالح
محمد صالح ته په پښتو ژبه د مجلې چاپ جرم وي، نو بيا خو زموږ ټول دري ژبي ليکوال
وروڼه مجرمين دي، ځکه دوى خو ټول په دري ژبه نشرات کوي او که د عبدالاحمد محمديار
جرم دا وي چې د ښاغلي رهين پرضد ليکل شوې مقاله يې په سيمينار کې وېشلې، نو بيا خو
خپله رهين صاحب تر ټولو غټ مجرم ځکه دى، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د ده تر
مشرۍ لاندې د نشراتو رياست دى، چې هره ورځ په سلګونو خپرونې توزېع کوي. طبعاً به په
دې خپرونو کې د يو چا په ګټه او د چا پرضد ليکنې وي.
نو که چېرې د ليکوالو د جرم معيارونه په دې ډول سنجول کېږي، نو بيا خو هېڅوک هم بې
جرمه نه دى. له دې څخه ښکاري، چې افغانستان کې ولسواکي او د بيان ازادي يوازې د
شعار تر بريده ده، نه په عمل کې.
�قلموال� خپرونه او د هغې چلوونکي په داسې حال کې چې د بېلابېلو زورواکو او په
فرهنګي حلقو کې د هغوى د پلويانو له خوا د ښاغلي صالح محمد صالح او عبدالاحمد
محمديار ځورونه غندي، له دې دواړو نوښتګرو افغان ليکوالو څخه خپله ننګه او ملاتړ
څرګندوي او هغوى ته ډاډ ورکوي، چې تاسې په دې لار کې يوازې نه ياست او ټول ملتپال
ليکوال مو ملاتړي دي.(40)