د ټــــولــنـــپوهـــــــــــنې
لــــــه نـــظـــره:په افغانستان کې د واک جوړښتونه
سريزه
د انساني ټولنو او ټولنيزو پېښو پوهنيزې مطالعې ته، ټولنپوهنه يا سوسيولوژي وايي،
چې له ابژيکتيف تحليل، شمېريزو (احصايه يي) بېلګو او نورو څخه د خپل کار د لارې (مېتود)
لپاره ګټه پورته کوي.
که چېرې ټولنپوهنه، د ټولنې د فعاليت او تشکل د مطالعې وسيله وګڼو، نو ((اګوست کانت))
(١٨١٩-١٨٢٦) بايد د هغې د بنسټ ايښودونکي په توګه وپېژندل شي. ده ټولنپوهنه يوه
ګټوره پوهه ګڼله. ((دورکيهم)) (١٨٩٤) لومړنى سړى دى، چې د ټولنيزو پېښو د څېړنې
لپاره يې د داسې مطالعې لار بېرته کړه چې پر پوهنيزو(ميتوديکو) ولاړه وي. تر ده
وروسته ((ماکس ويبر)) (١٨٦٤-١٩٢٠)، ((پول فلکس)) (١٩٠١-١٩٧٦)، ((تلکوت پرسان))
(١٩٠٢-١٩٧٩) او نورو په خپل وار سره د ټولنپوهنې دميتودونو د پلټنې او د موضوعګانو
د سپړنې په برخه کې کار وکړ.
په هر ډول! د ځواک د پيدا کېدو څرنګوالى، دهغه د کارونې ځايونه او د هغه دنده، له
هغو سترو ټولنيزو پېښو څخه دي، چې د ټولنپوهنې د مطالعې منځى (محور) جوړوي. که چېرې
ځواک د دولتي تشکيل په اډانه کې ځاى شي او يا د نفوذ رسالت د دولت داخل ته لاره
ولري، سياسي ټولنپوهنه يې مطالعه کوي.
تر لاس لاندې اثر کې ليکوال هڅه کړې، د دولت د تشکيل له منځ څخه تر قاعدې پورې د
ځواک جوړښتونه مطالعه کړي او همدارنګه د ځواک نښې نښانې له پورته څخه نيولې تر ولسي
تيتو پرکو هغو پورې په مقدماتي توګه په لنډيز سره وڅېړي.
په افغانستان کې قهر (خشونت) او روغه د تاريخ په غېږ کې د پېښو زېږوونکو پديدو په
توګه، د ټولنپوهنې غوره موضوعګانې جوړوي. ليکوال په لنډيز سره په دوو برخو کې، د
دغو دوو پديدو يادونه کړې ده.
دا ټکى هم د يادونې وړ دى، چې د شننې (تحليل) د اکاډميکې طريقې رعايت تل د پام وړ
دى، د شمېرنو او ارقامو منځپانګې يا محتوا ته د اخباري او ژورناليستکو خبرو يو څه
رنګ ورکړل شوى، له ليکوال څخه د ژور، ځيرمن او پراخ بحث مجال اخيستل شوى دى.
له نابشپړتياوو او نيمګړتياوو سره سره، دا ليکنه د افغاني ټولنپوهنې د يوې لنډې
پيلامې په توګه، کولاى شي، د نظر د څښتنانو د ژورو او پراخو پلټنو لپاره د هڅونې
سبب شي.
د اثر په ليکنه کې د ليکوال له ذهني پانګې څخه ډېره ګټه اخيستل شوې، په هغو ځايو کې
چې له سرچينو او اخځونو څخه بهر، د حافظې له يادښتونو څخه کار اخيستل شوى، هغو ته
په لمنليک کې اشاره شوې ده.
د يادونې بل ټکى دا دى، چې د دې رسالې ځينې برخې د هغو ليکنو را اخيستنه (اقتباس)
دى، چې د ليکوال په قلم، پر وروستيو کلونو د هجرت چاپېريال په افغاني خپرونو کې
خپرې شوي او د رسالې تر بحث لاندې موضوع سره يې په يو نه يو ډول اړه پيدا کړې ده.
دا سريزه به نيمګړې پاتې شي، چې له خپلو هغو ننګياليو ځوانانو نه، چې د چاپ او
خپرونې د فرهنګي کمېټې له لارې يې، په خپله خوښه، د دې رسالې د چاپ، خپرولو او
وېشلو نوښت کړى، مننه او مننې ونه کړم. دا ښاغلي دادي: ښاغلى جمال رحمان او ښاغلى
خليل رحمان رسولي.
فرانسه
د١٩٩٧ کال مارچ
پوهنوال ډاکټر محمدعثمان روستار تره کى