مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د ټــــولــنـــپوهـــــــــــنې لــــــه نـــظـــره:په افغانستان کې د واک جوړښتونه

درېيم څپرکى

د واک د کلاسيکو بنسټونو ويجاړېدل او د هغو د نويو ملاتړو څرګندېدل

الف- د واک د کلاسيکو بنسټونو ويجاړېدل:
يو- قبيله او کورنۍ: قبايلو تر کمونيستي کودتا دمخه د ژوند د ښاري کېدنې په بهير سره په کمه کچه خپل يو څه ټولنيز ځواک له لاسه ورکړ. کمونيستي کودتا د واک د مادي ملاتړ په توګه کرنيزې ځمکې د قبايلو له لاسه بهر کړي. هغوى د جګړې د دوام او د سيمه ييزو وطنونو په پرېښودو سره Deracine شول. سره له دې چې اوس قبايل او د هغو مشران په هېواد او يا تر هېواده د باندې د مهاجرو په کمپونو کې خپله پخوانۍ سياسي او ټولنيزه اتوريته نه لري، خو بيا هم د ټولنيز ځواکونو د انډول په ساتنه کې د بنسټيز رول لرونکي دي.
په کورنيو کې د کمونيستي ايډيولوژۍ او نورو سياسي ګوندونو اغېز، له سياسي نظره د هغوى غړي وپاشل. په دولت کې د دندې ترسره کول او يا له هغه څخه د ځان لرې کول د کورنيو د غړو ترمنځ د اختلاف بل لامل شو او د هغوى مانيز يووالى يې له منځه يووړ.
کمونيستي کودتا د افغانستان ارستوکراتيکو او بورو کراتيکو کورنيو ته چې زياتره په ښارونو کې د اخلاقي اتوريتې سرچينې وې، تر قومونو او قبايلو څخه زيات زيان ورسوه او په داسې حال کې چې قومونو او قبايلو خپله فزيکي او اخلاقي خپلواکي د افغانستان د فزيکي جغرافيې په حدودو او ګاونډيو هېوادونو کې وساتله، د کورنيو غړي يې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې تيت و پرک شول. څرنګه چې دا کورنۍ زياتره د هېواد تحصيل کړي او روښانه قشر ته منسوبې وې، د هغوى نشتوالى (( د مغزونو فرار)) د غميزې څرګندونه کوي؛ د افغانستان بيا رغونه به له ستونزو او د هېواد د سياسي مبارزې ډګر به له ناانډولتيا سره مخامخ کړي.
په هرحال! د شلکلن کړکېچ او جګړې په بهير کې د نويو شخصيتونو د شتمنۍ او شهرت په شاوخوا کې نوې کورنۍ په افغانستان او بهر کې د جوړېدو په حال کې دي.
د افغانستان په سياسي جګړه کې د مذهبي شخصيتونو راڅرګندېدل له دې پلوه نه دي، چې افغانستان د ملي غوښتنې د پرمخبيولو لپاره سياسي سړي نه درلودل، بلکې زياتره په دې خبرې پورې تړلي دي چې:
_ د روسانو پر وړاندې په وسلوال جهاد کې يوازې مذهبي مشران د مذهبي ولولو څرګندونکي وو او هغوى په يوازېتوب سره ((د شهادت په ډګر کې)) د مسلمانانو پرګنو د سوق او ادارې ځواک درلود.
_ مذهبي لارښوونکو په يوازېتوب سره د افغانستان په چارو کې د اسلامي انترناسيوناليزم پر بنسټ د بهرنيو هېوادونو د اغېز د خپراوي لاره هواره کړې.
_ يوازې ښاغليو حضرتانو، ملايانو، مولويانو، مولاناګانو او نورو هر يو په سيمو ( نه په ملي کچه) په خپل اغېز سره کولاى شول، د افغانستان په چارو کې د بهرنيو مسلمانو هېوادو د ارام او ورو اغېز د خپرولو وسايل شي.
سربېره پر دې د جهاد د ديارلسو کلونو په بهير کې، ايران، پاکستان خپلې تبليغاتي دستګاوې او ډله ييز ارتباطي وسايل او سعودي عربستان د تبليغ په برخه کې ليدني او اورېدني وسايل، د خپلو مرستو د ((شکر ايستونکو)) په واک کې ورکړل. په دې ترڅ کې د ملي شخصيتونو د زرغونېدو لپاره ځاى پاتې نه شو.
د لويديزو هېوادونو ماس ميډيا د خپلو خپرونو د اصولي تګلارو له مخالفت سره سره د شوروي نظام د واکمنۍ پر وخت په سياست کې د مذهب په دخالت سره ((مجاهدين)) د دښمن پر لوري د يوې تيارې ((ګولۍ)) په څېر وميندل او خپل مکروفون او لوډسپيکر يې يوازې د هغوى په واک کې ورکړل. له افغانستان نه د شوروي په وتلو سره لويديز هېوادونه د دښمن د ماتې موخې ته نږدې شول. هغه وخت يې په ځينو برخو کې خپله پاملرنه د افغانستان په سياسي چارو کې د مذهب د دخالت مخالفت ته راوګرځوله او په تبليغاتي دستګاوو کې يې د پوهنې او پوهنتون استادانو، بوروکراتانو او ملي شخصيتونو ته د ونډې ورکولو غوښتنه کوله. خو دا کار ډېر ناوخته و.
دوه- شتمني: پر پخوا وختونو د افغاني ټولنې په منځ کې ځمکه، پولي او مالي پانګه د ټولنيز او وروسته د سياسي واک سرچينې وې. د ځمکې د وېش پر بنسټ د خلکو ډيموکراتيک ګوند اقتصادي پروګرام او پر مالي او پولي پانګې د دولت کنټرول، د هغه دوديز اقتصادي سيستم د پاشل کېدو سبب شو، چې د هغه پر بنسټ ځمکوال او پانګوال د ټولنيز واک سرچينې ګڼل کېدې. د جګړې فشار د افغانستان له داخل نه د پولي او مالي پانګې د زياتې برخې د ايستنې سبب شو او د ټولنيز ځواک په توګه يې د شتمنۍ اغېز کمزورى کړ.
له دې سره سره په افغانستان کې د ١٨ کلونو په بهير کې دښمنو غاړو ته د بهرنيو هېوادونو پولي، مالي او وسلوالې مرستې د شتمنۍ د نويو سرچينو سبب شوي دي: د تنظيمونو ځينې مشران، د جهاد ځينې قوماندانان، د مهاجرينو په کمپونو کې د بهرنيو پروژو د تمويل او ادارې دنده لرونکي افغان شخصيتونه او يا په هېواد کې نوي اربابان، د سرو زرو پيدا کوونکي ګڼل کېږي.
په نننيو شرايطو کې له شتمنۍ څخه يوازې د واک د نورو سرچينو (لکه سياسي ګوند) د مادي ملاتړ په توګه ګټه اخيستل کېږي، ځکه نو د واک د خپلواکې سرچينې په توګه د هغو رول ډېر کمزورى دى.
درې- عمر او د ژوند تجربه: پخوا تجربه کار سپين ږيري د خپل ټولنيز ژوند په چاپېريال کې د سترې اخلاقي اتوريتې لرونکي وو. هر کله چې عمر او تجربه د ټولنيز واک له نورو سرچينو، لکه روحانيت، لويې کورنۍ او مخور قوم سره يوځاى کېدل، شخص يې د خپلو شاوخوا خلکو د پاملرنې او درناوي وړ ګرځاوه.
د کمونيزم افت، د ژوند د باتجربه سړيو اخلاقي اتوريته کمزورې کړه او په ځينو برخو کې يې هغه له منځه يوړه. په ښارونو کې چې هلته کمونيزم ځاله جوړه کړې وه، د تجربه کارو شخصيتونو د لارښوونکي رول له منځه وړل زيات څرګند شول. ځوانانو په هغه تبه کې، چې د انقلاب نوم يې پرې ايښى و، پرته ويله او پر خپلو ((پلرونو) يې د انقلاب ضد، ارتجاعي اند تور لګاوه... د کمونيستي کودتا پر لومړيو کلونو له کومه ځايه چې تجربه کار سړي د ژوند د چاپېريال د پخوانيو جوړښتونو ( چې د کودتا په پيل کې په خپلې ځواکمنۍ سره پاتې وو) پر بنسټ د لويو ښارونو په شاوخوا کې د مانيز ځواک لرونکي وو، ځکه نو د جهاد مشري يې وکړه. له دې کبله په هېواد کې وسلوال جهاد له کليو او بانډو څخه پيل او ورو ورو له لويو ښارونو راتاو شو.
د کمونيستانو د تيوريکې او مجردې پوهې له مخې، بې ځمکې بزګرانو ته د ځمکې وېش بايد د انقلاب د دفاع لپاره د بېنوا بزګرانو د باور د جلب سبب شوى واى، ويې نه کړاى شول، چې د انقلاب پر وړاندې د پرګنو د قهر څپې کېنوي. د ماهويست شعار؛ د کليو په واسطه د ښارونو محاصره پلې شوه، خو څرنګه چې د دې محاصرې انګېزه مادي نه وه، د هغه څه پر وړاندې، چې د زيارکښانو انقلاب په نوم نومول شوى و، ترتيب شوې وه، په خپله د داسې ټولنيز مذهبي اوښتون (انقلاب) د څرګندېدو پر نښو بدله شوه، چې نه يوازې د مارکسيزم له هېڅ ډول موازينو سره د توجيه وړ نه وه، بلکې له هغه سره يې په څرګنده تناقص درلود.
څلور- ټکنوکراسي او پوهه: په افغاني ټولنه کې دواک له نويو بسنټونو څخه ګڼل کېږي، چې پر (١٩٠٤) م کال د نويو ښوونځيو له ښوونو سره د پاملرنې وړ وګرځېدل. په هېواد کې د نوې ښوونې له پيل څخه تر نوي کلونو زياته موده تېرېږي، خو له دې سره سره بيا هم د لوستو کسانو شمېر په سلو کې تر پينځو زيات نه دى او د هېواد د ټولو وګړو په اندازه د ښوونځيو او پوهنتون د فارغ التحصيلانو شمېر هېڅ د تصور وړ نه دى.
د خلکو ډيموکراتيک ګوند کودتا د عصري پوهنې د بهير ورو پرمختګ نور هم ورو کړ او په ځينو برخو کې يې ان ودراوه. ((پر ١٩٧٨م کال د هلکانو لپاره ٣٠٠٦ لومړني ښوونځي او د نجونو لپاره ٤٥٣ لومړني ښوونځي موجود وو. په داسې حال کې چې پر ١٩٩٠م کال د هلکانو لپاره ٥٧٠ ښوونځي او د نجونو لپاره ١١٧ ښوونځي پاتې وو)).(1)
ددې لپاره چې د کمونيست حکومت له خوا د افغانستان پوهنې ته د رسول شويو زيانونو ښه جاج واخيستل شي، لومړى تر کمونيستي کودتا وروسته د پوهنتون حال او چارو ته يو اجمالي نظر اچوو او بيا د ځوان پښت په منځ کې د پېژندنې (هويت) د بحران ستونزه تر شننې لاندې نيسو.
١- د پوهنتون د بنسټيزو ارزښتونو ويجاړول: پوهنتون د زده کړې د يوې لوړې موسسې په توګه د په اصطلاح انقلاب په بهير کې نه جبرانېدونکي زيانونه وزغمل:
پر ١٩٨٢م کال يانې په افغانستان کې تر کمونيستي انقلاب څلور کاله وروسته د دولت له خوا يو فرمان صادر شو، د هغه پر بنسټ د ښوونځيو د لسم او يوولسمو ټولګيو فارغان، چې د يو او دوو کلونو لپاره يې په خپله خوښه د عسکري خدمت مانه، د وخت په تېرېدو سره هغه کلونه، چې په ښوونځي کې د دوى له فراغت نه پاتې وو، دوى ته د بکلوريا دپلوم ورکول کېده، يانې (په عسکري قطعه کې) د ښوونځي د دپلوم تر اخيستلو وروسته په پوهنتون کې د شاملېدو وړ ګڼل کېدل.
دا فرمان د زده کړې له موسسو سره د چلند په برخه کې د دولت د کلتوري سياست ډېر ښه څرګندوى و، دا يې ښکاره کوله، چې نور نو د سولې تامين او د سياسي واک د ټينګښت موضوع د کابل د مارکسيست دولت د ټولو دندو په سر کې وه. که چېرې زده کړې وکولاى شي د تش په نامه انقلاب د دفاع په لار کې د عسکري قطعې رول ترسره کړي، ګنې دوه موخې به ترلاسه شوې وي. يو به د وسلوال پوځ د ځواک د پياوړتيا څرګندوى او له بل اړخه به په ښکاره د فرهنګي موسساتو ساتنه، چې د نظام د پوهې پالنې(!) په سياسي پېژندنه کې يې مرسته کوله.
پوځي کافډرا يا پوځي څانګه د همدې موخې لپاره د پوهنتون په کدر کې منځته راغله. پر افغانستان باندې د شوروي تر يرغل وروسته د زده کړې په موسسو کې د تدريس او ښوونې په بڼه کې ((انقلابي)) بدلونونه رامنځته شول.
ددې بدلونونو ټوليزه موخه په ملي فرهنګ کې د ايډيولوژيک اغېز شيندل او د روس د ښکېلاکيز سيستم د دفاع لپاره د سپاهيانو په توګه د پوهنتون او پوهنې د فارغانو ترلاسه کول وو. دا بدلونونه، چې موخه يې د افغانستان د خاورې او فرهنګ روسي کول وو، له يوې خوا د نويو تشکيلاتو او نوي درسي نصاب په واسطه او له بلې خوا د نوي پرسونل په واسطه پلي کېدل. ددې هر يو بدلون په باب د ويلو ډېر څه شته، په لاندې ډول يې موږ په دې برخه کې د غټو ټکو يادونه کوو:
_ د پوهنتون د تشکيلاتو او درسي نصاب په برخه کې بدلون: ځينې موسسې د کابل پوهنتون له تشکيل څخه بېلې شوې. لکه انجنيري پوهنځى، د کابل پوهنتون له تشکيل څخه بېل او له پوليتخنيک او تخنيکم سره يوځاى شو. طب پوهنځى ((د دولتي طب انستيتوت په نوم))، چې نورې طبي موسسې يې په خپل کدر کې ځاى کړې، له پوهنتون څخه بېل او له عامې روغتيا وزارت سره وتړل شو. د پوهنتون د کدر په تشکيل کې نوې موسسې او څانګې زياتې شوې. د ټولنيزو چارو معاونيت او په اصطلاح د افغان شوروي د دوستۍ انجمن له دې جملې څخه دي. په دې ترڅ کې لومړى ګوندي سازمان او د مستخدمينو او کارکوونکو صنفي اتحاديې په ټول پوهنتون کې د ګوند د سياسي واک د ساتنې او غځونې دنده ترسره کوله او پوځي کافډرا د محصلينو د پوځي روزنې دنده پر غاړه واخيسته.
تر ١٩٧٩م کال وروسته د ښوونې او روزنې پوهنځى، چې تر کمونيستي کودتا دمخه له منځه تللى و، بيا جوړ شو.
د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي له منځه يوړل شو او د هغه د ځينو څانګو پر بنسټ نوي پوهنځي منځته راغلل: د جغرافيې له څانګې څخه د ادبياتو او ځمکپوهنې پوهنځي راوټوکېدل او د ادبياتو پوهنځي د ښکلو هنرونو څانګه، پوهنځي ته لوړه شوه.
تر ١٩٨٢م کال وروسته د ټولنيزو علومو پوهنځى د تاريخ او فلسفې او ژورناليزم پر دوو پوهنځيو ووېشل شو. د پوهنتون په تشکيل کې بدلون د سياسي کتنو له کبله و، نه د علمي انګېزې له مخې. مثلاً د روس لاسپوڅي رژيم د لنډ فکرۍ او کينې له مخې انجنيري پوهنځى، له دې کبله د پوهنتون له تشکيل نه وايسته، چې هغه يې د خپل رقيب لويديځ هېواد (المان) د سياسي فعاليت څانګه ګڼله. طب پوهنځى او د هغه په شان نورې موسسې له دې کبله په عامې روغتيا وزارت پورې وتړل شوې، چې په اصطلاح د انقلاب په شرايطو کې د طبابت د علمي اړخ په انډول د هغه اداري اړخ ته په زيات ارزښت قايل شول. د پوهنتون تحصيلي نصاب هم د ايډيولوژيکو کږلېچونو له ستونزو سره مخ شو او هغه څه چې له پخوا څخه پاتې وو، له هغو سره په تناقض کې راغى. د روسي ژبې، د مارکسيزم اقتصاد، د مارکسيزم فلسفه او دې ته ورته نور مضامين الزاماً د ځينو پوهنځيو په درسي نصاب کې شامل شول.
د مارکسيزم د منطق پر لوري دهغو مضامينو د محتوا بدلون، چې په ټولنيزو علومو پوهنځي کې لوستل کېدل، په پوهنتون او له هغې لارې پر ملي فرهنګ باندې د مفکوره يي واکمنۍ لپاره د روس د ښکېلاکيزې ايډيولوژۍ د جبري اغېز څرګندوى دى.
د پرولتاريا د انترناسيوناليزم له آر سره د پوهنتون ايډيولوژيک تړښت، د دې غوښتنه کوله، چې په ټولنيزو علومو پوهنځي کې د افغانستان تاريخ مضمون درسي ساعتونه کم شي. د همدې موضوع لپاره په حقوقو پوهنځي کې زياته هڅه وشوه، چې د معاصر افغانستان مضمون درسي ساعتونه کم شي او پر ځاى يې د مارکسيزم د فلسفې او ټولنپوهنې مضامين زيات شي.
روسي ښکېلاک د ځينو پوهنځيو د تحصيل وخت، له هغه څه سره چې دانقلابي شرايطو په نامه يادېدل، د عيارولو لپاره وروستي کم حد ته رالنډ کړ. مثلاً په طب پوهنځي کې دتحصيل وخت له اوو کلونو څخه پينځو کلونو ته راټيټ شو.
دا کار چې په طب پوهنځي کې له نړيوالو معيارونو څخه مغاير و، له دې کبله عملي شو، چې افغانسان ته د طبيبانو د زيات ضرورت له کبله د طب د ډاکترانو زيات کمښت احساسېده. طب پوهنځى به د مستعجل طبي کورس په توګه (( د انقلاب د شرايطو)) د معلولينو او ټپيانو د درملونې لپاره د طبابت بازار ته خپل بې ګټې لښکر وړاندې کړي.
د ازموينې د اخيستلو ډول هم د خلکو ډيموکراتيک ګوند له سياسي لوبو سره مخامخ شو: د ګوند غړو يوازې په جګړه ييزو فعاليتونو کې د ګډون په پلمه کولاى شول هر وخت چې وغواړي وروستۍ ازموينه ورکړي. په بله وينا د ګوند غړي د حاضرۍ د نصاب پر پوره کولو او د ورځني درس پر تعقيبولو مکلف نه وو، د لوړو مقامونو له خوا هغو ته د ازموينې د څووم چانس اجازه ورکول کېده.
د تحصيل معيارونه، لکه د دپلوم اخيستنه، چې تر کمونيستي کودتا دمخه د دولتي او اداري مرتبو په سلسله کې د امتياز او پرمختګ د لاسته راوړلو بنسټيز محرک بلل کېده، تر کودتا وروسته يې خپل ځاى سياسي معيارونو ته پرېښود.
په دې مانا، هر چا چې د واکمن کمونيست ګوند غړيتوب ترلاسه کاوه، که څه هم تحصيلي سويه يې نه درلوده، کولاى يې شول د خپلې ګوندي سابقې له مخې، داسې سياسي او اداري امتيازات ترلاسه کړي، چې تر کودتا دمخه يوازې د دپلوم د خاوندانو لپاره وو. په بله وينا د ګوند د غړيتوب کارت تر تحصيلي سند نه ډېر ارزښت ترلاسه کړ. ځکه نو د پوهنتون هغه فارغ التحصيلان، چې د خلکو ډيموکراتيک ګوند غړيتوب يې نه درلود، سره له دې چې دپلوم يې لاره، خو په دولتي ادارو کې د امتيازاتو له زياتې برخې نه بې برخې شول. مثلاً هغوى په يوه اداره کې الزاماً د يو داسې ګوندي شخص تر امرونو لاندې کار کاوه، چې اصلاً د ښوونځي د زده کړې دوره يې هم بشپړه کړې نه وه.
وروسته تر هغې، چې پوهنې ،په اداري سلسله کې د پرمختګ او ټولنيز امتياز د ترلاسه کولو د طبيعي محرک په توګه خپل ځاى ګوندي اړيکو ته پرېښود، پوهنتون ډېرو محصلينو ته د پوهې د زده کړې د ټولنې پرځاى، د اردو له خدمت نه د تېښتې د يو پناه ځي حيثيت پيدا کړ. په داسې حال کې، چې ښځينه محصلينو له هغه نه د يو ښکلاييز او تشريفاتي ځاى په توګه کار اخيسته.
د ثور کودتا ددې زمينه برابره کړه، چې په اداره کې لويې څوکۍ چې مخکې د تجربې او دپلوم خاوندانو ته ورکول کېدې، د بې تجربې او بې دپلومه ګوندي اشخاصو له خوا ونيول شي. ددې لپاره چې ګوند پورې تړلي عناصر په هغو دفترونو کې، چې دوى يې د بې دپلومه آمر په توګه دندې سرته رسولې، د هغو کسانو پر وړاندې، چې دلوړو تحصيلي سندونو او دپلوم په لرلو سره يې ټيټه ( د مادونۍ) دنده سرته رسوله، د ناراحتۍ احساس ونه کړي او د حقارت عقده ورته تکليف ور نه کړي، ګوند د هغو د تحصيلي او تعليمي نيمګړتياوو د بشپړونې په لټه کې شو او ددې موخې لپاره يې شپې پوهنځي جوړ کړل. په شپې پوهنځيو کې غالباً د مدرسينو په توګه د ګوند د منسوبينو له خوا د ورځنيو درسونو جوول شوې برخه شاګردانو ته وړاندې کېدله.
د دقيقو اټکلونو له مخې د کابل پوهنتون د شپې محصلينو په سلو کې ٨٠ برخه د خلکو ديموکراتيک ګوند منسوبين او د خاد کارکوونکي وو. د دولت موخه دا وه، چې خاديستان په راتلونکي کې (( د څراغ لرونکو غلو په توګه)) د هغه څه له ازرښتونو څخه، چې د انقلاب په نامه يادېدل د ((علمي)) دفاع لپاره تيار کړي.
په داسې شرايطو کې، چې پوهنتون له يوې خوا تجربه کار علمي کادرونه او له بلې خوا د لوړې علمي سويې فارغ التحصيلان له لاسه ورکول او درسونه د څرنګوالي او څومره والي له پلوه سخت راټيټ شوي وو، د روس لاسپوڅى حکومت په دې لټه کې شو، چې په ځينو پوهنځيو کې د تحصيل پوړۍ ماسټرۍ او ډاکترۍ ته لوړې او په مزارشريف او هرات کې دوه نور پوهنتونونه جوړ کړي. دې کار د پوهنيزو ارزښتونو د دفاع په لار کې د دولت دروغجنه ځانښودنه په ډاګه کوله.
د علمي پرسونل په برخه کې بدلون: تر کودتا وروسته پوهنتون تر لسو څخه د زياتو کلونو په موده کې خپل دوه پر درې برخې تجربه کار استادان او علمي کدرونه له لاسه ورکړي وو.
هغه وخت چې افغانستان د روسي عسکرو تر واکمنۍ لاندې و، روسي استخباراتي اجنټانو د استاد او پروفيسر په نوم د پوهنتون د پخوانيو استادانو ترڅنګ د تدريس دنده پر غاړه اخيستې وه. پر ١٩٨٢م کال هغوى پرته له دې چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا پوهنتون ته معرفي شي، نېغ په نېغه يې له شوروي سفارت نه پوهنتون ته مراجعه کوله او د خپلې خوښې مضمونونو د تدريس غوښتنه يې کوله. پر همدې کال د روسانو د دې خپلسرۍ او زورواکۍ پر وړاندې د يو شمېر با درده او بادرکه استادانو له خوا عکس العمل وښودل شو. ددې عکس العمل تشکيلاتي چوکاټ د افغانستان د استادانو او ښوونکو ((دولتي ضد او انقلاب ضد)) اتحاد و.
ددې کتاب ليکوال ددې اتحاديې غړيتوب درلود. د ١٩٨٢ م کال د مى پر ٢١مه ددې ټولنې غړي تر څارنې لاندې راغلل. ددې کرښو ليکوال په لس کاله زندان محکوم شو، چې له هغې جملې نه يې پينځه نيم کاله د څرخي پله په زندان کې تېر کړل.
په هرحال! د تدرسي کدر د کمونې بله برخه د پرچم ډلې په واسطه تر سره شوه. پرچميانو د پوهنيز واک او ان اخلاقي اهليت له لرلو پرته د مقررۍ د فرمانونو پر بنسټ، چې له ګوندي اورګانونو څخه يې ترلاسه کول. د تدريسي کدر د ګومارنې په لايحه کې د څرګند شويو پړاوونو له تېرولو پرته، خپل ځان پر پوهنتون باندې تحميلاوه. هغوى د هغو تجربه کارو استادانو پر ځاى، چې يا زندان ته بيول شوي وو او يا تښتېدلي وو، د تدريس دنده پر غاړه اخيسته. بيا نو په تدريسي کدر کې د ګومارنې د مقررۍ د تطبيق پوښتنه، چې د تدريس د ډېرو با استعداده مينوالو د جذب ډاډمن ضمانت و، مطرح نه وه.
پرچميانو د روسانو په مرسته د پوهنتون د پخوانيو قوانينو او مقرراتو پر بدلولو لاس پورې کړ. د دې بدلون پر بنسټ د پوهنځي د استادانو په غونډه او د پوهنتون په علمي شورا کې د ګوند د استازي ګډون حتمي شو. دخلکو ديموکراتيک ګوند غړو له دې امتياز نه په ګټې اخيستو سره، د پوهنتون د مشرۍ پر علمي او اداري پرېکړو خپل ايډيولوژيک اغېز خوروه. علمي ترفيع، په بهر کې تحصيل، په بهرني کنفرانس او سيمينار کې ګډون، د ګوند د منسوبينو د موافقې له ترلاسه کولو پرته امکان نه لاره.
د پوهنتون روسي مدرسينو د ګونديانو په مرسته د ټولنيزو علومو په پوهنځيو په ځانګړي ډول د افغانستان د تاريخ په اړوند مضمونونو کې زموږ د هېواد د تاريخ د مسخه کولو لپاره لويه دسيسه جوړه کړه. د افغانستان د وروستيو اويا کلونو دمخه پېښې له هغې جملې نه د ملي خپلواکۍ ترلاسه کول د شوروي د ١٩١٧م کال د انقلاب په محور کې تفسير شول. د افغانستان تاريخ په اړه پر درسي کتابونو په ټوليز ډول بيا کتنه وشوه. لنډه دا چې هڅه وشوه په شاګردانو کې د يو خپلواک، لرغوني او له وياړه ډک تاريخ لرونکي هېواد د اتباعو په توګه، د ملي غرور او روحي خپلواکۍ روحيه له منځه يوسي. هڅه وشوه د محصلانو په ذهن کې دا ښکېلاکيزه مفکوره ننباسي، چې افغانستان يوازې د روسيې تر پوځي او سياسي ملاتړ لاندې کولاى شي، د يو نه تجزيه کېدونکي او خپلواک هېواد په توګه پاتې شي.
له نېکه مرغه ناپوهو، بې تجربې او کم علمه ګوندي مدرسينو او د هغوى روسي ملګرو د دې ځواک نه درلود، چې په بېلابېلو برخو کې سټنډرډ درسي کتابونه تاليف کړي. هغوى په ډېرو برخو کې له ناچارۍ له هغو کتابونو ګټه اخيسته، چې تر کودتا دمخه د باتجربه او د علمي واکمنو استادانو له خوا تاليف شوي وو او د پوهنتون په فرهنګ کې يې د يوې ځلېدونکې ډيوې په توګه، د انقلاب په تيارو کې خپله لار پرانيستله. په دې ډول په تدريس کې د روسانو او د خلکو ډيموکراتيک ګوند د منسوبينو نيمګړتيا او د يو شمېر کمو پخوانيو استادانو شتوالى ددې سبب شو، چې په ډېره لږ کچه په پوهنتون کې د تدريس علمي او ابژکټيف تسلسل وساتل شي.
د کمونيستانو تر کودتا وروسته له عسکري خدمت څخه بهر ته د ښوونځيو د فارغ التحصيلانو تګ او د ښوونځي تر فراغت وروسته پوځي خدمت ته د ګوند د ځينو منسوبينو تګ، د هغو کسانو شمېر چې په پوهنتون کې د لوړو زده کړو د ادامې لپاره تيار وو، ډېر راکم کړى و، ځکه نو ټولو ته په پوهنتون کې د شاملېدو چانس نه ورکول کېده. له دې کبله د پوهنتون د نويو شاملينو او شاګردانو کانکور، د ډېرو با استعداده شاګردانو د پلټنې او ارزونې د لويې وسيلې په توګه خپل ارزښت له لاسه ورکړى و.
زه ( ددې اثر ليکوال) چې د نږدې شپږ کلن زندان د تېرولو تر يوې وقفې، د روسانو تر لښکرکشۍ وروسته يو ځل بيا په حقوقو پوهنځي کې پر تدريسي چارو وګومارل شوم، متوجه شوم، چې زما شپږ کاله مخکې درسونه په غوڅ ډول هغو شاګردانو ته، چې له ښوونځي څخه په نيمګړي تعليم پوهنتون ته راغلي وو، د پوهېدنې (هضم) وړ نه دي. له دې کبله مې له ناچارۍ، د درسي نوټونو او لکچرونو سويه تر وروستي ممکن بريده راټيټه کړه.
دا ټکى هم د يادونې وړ دى، چې تر ١٩٨٢م کال وروسته د دقيقو اطلاعاتو پر بنسټ خاد هر کال خپل ٣٠٠ تنه اجنټان د کابل پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو په لومړيو ټولګيو کې د شاګرد په نوم شاملول. دې شاګردانو چې زياترو يې د بکلوريا سندونه په لاس کې نه لرل، په خپل وار سره د شاګردانو د سويې کچه راټيټه کړه. خاديستانو د راپورونو د برابرولو، د اعتصابونو او مظاهرو د له منځه وړلو، د دولت د مخالفو استادانو د درسونو د ګډوډولو د لمسون، د درسونو د سياسي او ايډيولوژيک کنټرول او د سياسي وژنو او چاودنو د ترسره کولو دندې لرلې.
د خاد د وژنو او چاودنو زياتره موخې دخپل دښمن خلق ګوند د غړو له منځه وړل وو. ځکه چې يوسفي ( د حقوقو پوهنځي رئيس) او سعيدي ( د پوهنتون رئيس) د پرچم ډلې د توطيې قربانيان وو.
په پوهنتون کې د خاد د ستنو په پياوړتيا کې د اسدالله حبيب (پر هغه وخت د پوهنتون رئيس) د کى، جي، بي د دې پېژندل شوي ګوډاګي رول بايد له ياده ونه ايستل شي.
له پورتنيو خبرو څخه دا څرګندېږي چې:
_ هغه ګډوډي چې تر کودتا وروسته د پوهنتون په علمي نظام کې راڅرګنده شوه، ددې سبب شوه، چې د څومره والي او څرنګوالي له پلوه د درسونو سطحه راټيټه شي: کم تجربه او نيمګړو مدرسينو په ځانګړي ډول د حکومتي ګوند غړو او دې سره سره اکثرو استادانو تر کودتا دمخه په انډول د سمستر تر پايه خپلو شاګردانو ته څلوېښت فيصده درسونه ورکول، ځکه نو د شاګردانو سويه د ٤٠ فيصدو زده کړې په لرلو سره د پخوا په انډول تر ٦٠ فيصدو پورې راټيټه شوې وه.
_ پوهنتون د خپل کدر تجربه کار پرسونل دوه په درې برخه له لاسه ورکړه. دا کار د دوستو هېوادو د فرهنګي مرستو په غوڅېدو سره، د پوهنيزو څېړنو د پروژو د پرمخوړلو د ګډوډۍ لامل شو او د درسونو پر څرنګوالي يې ناوړه اغېزه وکړه.
_ پر پوهنتون باندې د کمونيستانو د لس کلنې ايډيولوژيکې واکمنۍ په بهير کې موږ له پوهنتون څڅه د زرګونو لاقيدو، پاسيف او ټيټ سويې ځوانانو د فراغت شاهدان وو، چې له خپلې راتلونکي څخه يې روښانه لرليد نه درلود. له دې ځوانانو سره بايد په زرګونو هغه ځوانان هم يوځاى شي، چې په پخواني شوروي او ختيزې اروپا کې پر زده کړه بوخت وو. دا محصلين به د فرهنګي خپلواکۍ د يوې ناجوړې پينې په توګه افغانستان له ناوړه بدلونو سره لاس او ګرېوان کړي.
لکه څنګه چې يادونه وشوه، پوهنتون او د افغانستان د لوړو زده کړو موسسو د روسي يرغلګرو د کلتوري انقلاب تر ټولو درانه ګوزارونه زغملي دي، د پوهنتون بيا رغونه چې د يو ملي حکومت دنده به وي په راتلونکي کې ټينګو هڅو ته اړتيا لري. له هغې جملې:
د هغو پوهنتونو حذفول، چې د منځته راتلو دليل يې سياسي کتنې وې نه کلتوري. شورويانو غوښتل چې د قومونو ( د روسانو په اند مليتونو) خپلواکه فرهنګي پېژندنه، د ملي فرهنګي پېژندنې ځاى ونيسي، چې په دې ډول د فدراليزم د يو سياسي جوړښت لپاره لاره هواره شي. د فرهنګي اړتياوو او د هېواد د راتلونکي پرمختګ د اړتياوو پر بنسټ د پوهنتون ساتنه او د سياسي او تش په نامه پوهنتونو لغوه کول به په راتلونکي کې د فرهنګي چارواکو د پاملرنې وړ ټکي وي.
افغانستان ته د شلو کلونو لپاره د درېو پوهنتونو شتوالى: د کابل پوهنتون، د ننګرهار پوهنتون او د هرات پوهنتون پوره دي. ددې درېو پوهنتونو بيا رغونې ته پاملرنه چې د کمونيستي جګړې د غميزې په ترڅ کې په پوره ډول زيانمن شوي دي، زموږ لپاره به د راتلونکو ٢٠ کلونو په بهير کې ښه بوختيا رامنځته کړي.
_ د بهرنيو مرستو راجلبول او د اړيکو د سيستم بيا رغونه: د تدريسي کدر لپاره د اړيکو د سيستم پر بنسټ د دوستو هېوادونو د پروفيسرانو ګومارل.
_ د يو پلان طرح: مثلاً د مهاجرو او له بهر مېشتو افغانانو څخه د تدرسي کدر د بشپړونې لپاره درې کلن پلان او ددې موخې لپاره:
الف- د پوره معاش ټاکل او د هغو د ساتنې لپاره وړ ضمانت ورکول.
ب- هغه شمېر استادانو ته، چې په جهاد کې د برخې اخيستنې له کبله زنداني شوي وو، د اکاډميکو مکافاتو (لکه امتيازي معاش) ورکول. ګڼ شمېر استادان د جهاد په بهير کې شهيدان شوي دي. د هغوى پاتې کسان بايد د مقاماتو د ښې پاملرنې وړ وګرځي.
ج- د هغو استادانو لپاره، چې په بهر کې د خپلو کورنيو د ليدو هيله ولري، د مسافرت د مساعدو لارو چارو برابرول.
د- د استادانو علمي اثارو د چاپ د امکاناتو برابرول.
د پوهنتون اوډلې (منظمه) او پلانيزه بيا جوړونه د يو رياست لکه د پوهنتون د بيا جوړونې رياست په نوم د جوړېدو غوښتنه کوي. دا رياست به دنده ولري، چې د پوهنتون د بيا جوړونې لپاره مثلاً يو څلور کلن پلان تر لاس لاندې ونيسي.
په هرحال! د کمونيستي واکمنۍ په بهير کې د خلکو قهرجنو ډلو، په داسې حال کې، چې پر پخوا وختو ښوونکي او ښوونځي ته د پوهې د ترلاسه کولو د وسايلو او د دولتي څوکيو د نيولو د وسيلې په توګه زيات ارزښت ورکاوه او د همدې موخې لپاره يې خپله ځمکه او کليوالي کور، ښوونځي ته د مرستې په توګه ورکول او خپل زامن يې د ښوونځي د دېوالونو او چتونو د جوړولو لپاره د خپلې خوښې کار ته هڅول، د خپلواکۍ، هېواد، دين او ناموس په حق کې سپکاوى يې د نوې پوهې پر غاړه واچاوه او ځينو ښوونځيو ته يې اور ورته کړ، خو دې سره سره اوس هم ښوونکى، استاد، زده کړې او تحصيل ته، د درنښت مثبتې اغېزې، د پرګنو په ذهنيت کې له منځه نه دي تللي. ددې درناوي يوه برخه کولاى شو په اسلامي ښوونه او د بډايه ملي فرهنګ او اخلاقو په جوړښت کې ولټوو. دا لاندې بيت له دين سره د پوهې د نه شلېدونکي پيوند څرګندوى دى:
چو شمع از پى علم بايد گداخت
که بى علم نتوان خدا را شناخت
خو بنسټپال اسلام زياتره مذهبي فقو ته د ټولنيز او سياسي باور ترلاسه کولو د مرکزونو په توګه پاملرنه کوي او ( اهل حل و عقد) ته چې د ديني علومو له پوهانو څخه جوړه شوې ده، د ټولنې اداره په همدې اشخاصو پورې تړي او د ښوونځي او پوهنتون فارغ ته په دويمه درجه اهميت ورکوي.
منځلارې روحاني ټولنه هڅه کوي، چې پر ديني پوهانو باندې د ډډې لګونې ترڅنګ د پوهانو، ټکنوکراتانو، د پوهنې او پوهنتون د پوهانو په راټولونې سره خپلې ټولنيزې ستنې پراخه کړي او دې ټکي ته په کتنې سره، چې افغاني ټولنه په اکثريت ډول له منځلارو مسلمانانو څخه ډکه ده، د ټاکنو په شرايطو کې، د يو بې رقيبه سياسي ځواک په توګه څرګند شي. ځکه نو منځلاري تنظيمونه د ولسواکۍ د ارزښتونو منلو ته ډېر لېواله ښکاري.
٢- د پېژندنې (هويت) کړکېچ او له هغه څخه راپيدا شوې پايلې:
په افغانسان کې هغه کوچنيان، چې د (١٩٧٨م کال د کمونيستي کودتا) په پيل کې زېږېدلي دي، پر ١٩٩٧ م کال د ځوانۍ پر عمر يانې اتلس کلنۍ ګام ږدي. ددې ځوانانو زياته برخه د درس او تعليم له نعمت نه بې برخې ده.
هغه کوچنيان، چې د کمونيستي کودتا په پيل کې د ښوونځي په لومړي ټولګي کې شامل وو، اوس (١٩٩٧ م کال) د څلېرويشت کلنۍ عمر ته رسېدلي دي. هغوى له لوست او زده کړې نه بې برخې دي.
هغه کوچنيان، چې تر کمونيستي کودتا وروسته له افغانستانه ګاونډيو هېوادو ته په مهاجرت مجبور شوي، شاوخوا اتيا په سلو کې نالوستي او نا زده کړې پاتې شوي دي، هغوى هم اوس د ځوانۍ عمر ته رسېدلي دي. يوازې د هغوى کورنيو کوچنيان، چې په افغانستان کې تر قتل او وژنو وروسته پر مختللو صنعتي هېوادونو ته مهاجر شوي دي، د لوست او زده کړې امکان يې پيدا کړى دى، په بهرنۍ ژبه او پردي فرهنګي چاپېريال کې د دوى لوست او د زده کړې څرنګوالى په خپله يو بحث پارونکې مسئله ده، چې وروسته به په دې برخه کې ځينې ټکي وړاندې شي. اوس دا ټکى د يادونې وړ دى، چې نالوستي او د ځوان پښت د زده کړې کمى، هغه پښت چې بايد د خپل مټ او ځواکمن مغز په زور نه يوازې د ټولنې له سر او څېرې څخه د جګړې ګرد او غبار لرې کړي، بلکې لازمه ده، چې هغې ته د هيلو وړ ډيناميزم او خوځون هم ورکړي، دا هغه ستره ستونزه ده، چې د هغې د حل لارې د امکاناتو په لټون پسې بايد همدا اوس فکر وشي.
لومړى- په افغانستان او ګاونډيو هېوادو کې افغاني ځوانان. د افغانستان او د ګاونډيو هېوادو ټولنيز چاپېريال د دې ځوانانو د فکري تشکل سرچينې جوړوي. کله چې موږ د ځوانانو پر فکري تشکل او په افغانستان کې د ټولنيز چاپېريال په باب خبرې کوو، ژر تر ژره مو په ذهن کې د کمونيستي او مسلمانو حکومتونو ښوونيز او روزنيز رول ګرځي. دا ښوونيز او روزنيز رول له مدرسې، ښوونځي او پوهنتون څخه بهر، چې ټول هېواد پر کنډرو بدل شوى، ځوانانو ته د ډله ييزو وسايلو (ماس ميډيا) له لارې د رسېدنې او اغېزې وړ دى. هغه څه چې له ماس ميډيا څخه د کمونيستي او مسلمانانو حکومتونو په واک کې پاتې وو او دوى د هغو په واسطه په تبليغ لاس پورې کاوه او په يو ډول يې له خلکو سره اړيکي ټينګول، راډيو وه او تر يوه حده ټلويزيون و.
د راډيو او ټلويزيون له پروګرامونو څخه زياتره د دروغجنو او تېر ايستونکو تبليغاتو له لارې د حکومت د فزيکي شتوالي د اثبات لپاره ګټه اخيستل کېده او د خپرونو روښانوونکي او روزنيز اړخ ته يې کمه پاملرنه کېده.
د راډيو او ټلويزيون له لارې له غرض نه ډک يو ډول تبليغات ددې سبب شوي وو، چې خلک زياتره د بهرنيو راډيوګانو اورېدو ته لېواله شي، خو دې سره سره بيا هم د خپرونو تداوم او د کورنيو څپو د چارو ښه والى، د دې سبب شوي وو، چې افغاني راډيو ټلويزيون هم د خلکو په منځ کې اورېدونکي او ليدونکي ولري. هغه هم په دې شرط چې برېښنا يې درلودله.
په هېواد کې د کړکېچ د بهير په اوږدو کې، حکومتي راډيوګانو تل د جګړې اړوند خبرونه او وسلوالې نښتې، د خپل خبري پروګرام په سر کې خپاره کړي دي، د نژادي کينې، مذهبي دښمنۍ او طبقاتي جګړې او د تنظيمي دښمنۍ لمسون تل د راډيو له څپو نه د ځوانانو ذهنيت، چې اکثراً نالوستي او يا نيم لوستي وو، مسموم کړى دى. له همدې ناوړه فکري لارې څخه، تنظيمونو او دښمنو سياسي ډلو، د ځوانانو او تنکيو ځوانانو په کړيو کې، د سرتېرو د راټولولو پراخه کړنلاره پلې کړې ده.
اخلاقي انحرافات او په ځانګړي ډول پر مخدره موادو ککړتيا چې وزګارتيا او نالوستۍ يې د ودې زمينه برابروي، د ځوانانو په منځ کې په چټکۍ سره دود شوي دي. د عيني شاهدانو په وينا د کمونيست حکومت اردو، د کابل د ١٩٩٢م کال ايتلافي ادارې او جهادي تنظيمونو په ليکو کې جګړه مارانو د ښې جګړې د ترسره کولو لپاره د چرسو او ترياکو تر نشې لاندې ټوپک ته لاس وروړ.
کوچنيان چې په پاکستان او ايران کې د افغان مهاجرينو په مېشتغالو (کيمپونو) کې د ځوانۍ عمر ته رسېدلي ، د هغوى نړۍ ليد د کډوالو د کيمپونو په چاپېريال پورې تړلى دى، د دې ځوانانو لږ شمېر په ديني مدرسو کې د شاملېدو امکان ترلاسه کړى دى. د هغو طالبانو ذهني راټولونې، چې د مذهبي درسونو د لوست چانس ورته په لاس ورغلى دى، يوازې د شرعي موضوګانو په باب دي. په ټوليز ډول په ګاونډيو هېوادو کې استوګن افغان ځوانان په بدمرغۍ او غريبۍ کې لوى شوي دي.
بهرنيو مرستو د هغوى بيولوژيکي اړتياوې تر ډېره کمه حده خړوبې کړي دي، خو د هغوى د فکري، رواني، مانيزو او عقيده يي اړتياوو د ډاډ او خړوبونې لپاره هېڅ مرجع موجوده نه وه.
په کيمپونو کې مهاجرو افغان ځوانانو تر ډېره کمه حده د خپل کار له لارې ژوند خړوب کړى دى. هغوى ډېر ستونزمن ژوند لري، دې ځوانانو چې خپل ښي او چپ لاس پېژندلى، د مهاجرت، راشن (جيرې) جهاد، تنظيم، اسلام، الحاد، شيعه، سني، پښتون، تاجک، هزاره، توغندي، ماين، کلاشينکوف او نورې خبرې يې په خولو کې ګرځي.
مهاجرو ځوانانو ډوډۍ د ملګرو ملتونو له کمېشنرۍ نه خوړلې او ډانګي يې د پاکستان او ايران د پوليسو له خوا. هغوى که هر کله د ټولنيز مقام د ترلاسه کولو هيله ولري، هغه به يوازې همدا وي، چې ډېر ښه ((ملا)) ورڅخه جوړ شي.
د جهاد بهير او د اسلامي انترناسيوناليزم تبليغاتو، په پوره ډول د ځوانانو په ذهن کې د اسلام د سياسي افسانه يي يووالي پر لوري د عاطفي تړښت ذهنيت پېچکاري کړى دى. ځکه نو هغوى ته افغانستان د هېواد په توګه مطرح نه دى، هغوى ته افغانستان، فلسطين، الجزاير، کشمير او بوسنيا د اسلامي نړۍ د خاورې په توګه چې شريعت په کې جهاد فرض کړى دى، د بحث وړ دي. په دې ترڅ کې د هېواد په توګه د افغانستان دفاع، د الحاد له خطر سره د نورو مخامخو هېوادونو په انډول هېڅ غوره والى نه لري، خو دا لوړتيا د جغرافيايي دښمنيو په نيت د سرتېرو د کيمپونو د جوړولو لپاره وه.
د ټولنيزو شخړو د اواري، هېواد پالنې، د ښځو درناوى، د لويانو درناوى، مېلمه پالنې او نورو چارو کې د جرګې د رول منل، د هغو ټولنيزو ارزښتونو برخه ده، چې کورنۍ او قبايل يې خپلو زامنو ته لېږدوي. په ننني افغانستان کې د ځوانانو لپاره دکورنۍ او قبيلې د روزنيز چاپېريال رول، د دغو دواړو جوړښتونو د پاشل کېدو له کبله ډېر کمزورى شوى دى: ډېرو کورنيو او قبيلو د کورني او بهرني مهاجرت له کبله د خپل واک او اغېز جوړونکي توکي له لاسه ورکړي دي. د ځينو کورنيو مشران په جګړو کې وژل شوي او يا يې په زندانونو کې شتمني له منځه تللې ده، ځکه نو په هېواد کې، په اوسنيو شرايطو کې د ټولنيزو واحدونو په توګه، د کورنۍ او قبيلې رول، د ځوانانو د روزنيز او فکري تشکل په برخه کې له پخوا سره د پرتلې وړ نه دى، خو کورنۍ او قبيلې په هېڅ ډول د افغانستان د خلکو په عامه ذهنيت کې خپل ټولنيز اعتبار له لاسه ورکړى نه دى. د ځوانانو په منځ کې به د پلرونو او د قوم د مشرانو د نصيحتونو اورېدونکي لږ وي، خو په ټولنه کې بايد د هغو له مثبت انعکاسه ډاډه واوسو. د لويې جرګې نومونه (اصطلاح) د ځوانانو لپاره د پوهېدو وړ نه ده، خو د عامو خلکو په معتقداتو کې دهغې پر لوړ مقام پوره باور دى.
دويم- په لويديزو هېوادو کې افغاني ځوانان: د دې ځوانانو په منځ کې، هغه چې په افغانستان کې د ثور د کودتا په پيل کې زېږېدلي وو او تر يو دوه کلونو وروسته له خپلو کورنيو سره لويديزو هېوادونو ته راوکوچېدل، د ١٨ او ١٩ کلونو عمر لري. هغوى د مهاجرينو په کوربه هېوادونو کې لوست او زده کړې کړي او ثانوي زده کړو ته رسېدلي دي. دا مهاجر ځوانان دهغې ډلبندۍ په انډول، چې د دې بحث په پيل کې ورته اشاره وشوه، لږې ټولنيزې او رواني ستونزې لري. هغوى غالباً د کورنيو د پالنې تر سيوري لاندې ژوند کوي او په ورو ورو ډول يې د پردي تعليمي او ټولنيز چاپېريال تر اغېز لاندې فکر او دماغ د همدې ټولنې او چاپېريال بڼه خپلوي.
د ټولو هغو ځوانانو لپاره، چې په لويديزو هېوادونو کې يې پناه اخيستې، د ښوونې او روزنې چانس برابر شوى نه دى، د دې مهاجرينو يو شمېر، چې د افغاني ښوونځيو او پوهنتونونو له خپل نابشپړ تعليم سره مهاجر شوي دي، نېغ په نېغه د کار بازار ته لاره پيدا کړه، په لويديزو هېوادونو کې مهاجر ځوانان پر خپلې ملي ژبې نه پوهېږي او يا ورو ورو هغه څه چې په ګړنۍ ژبه يې زده کړي وو، هېروي. هغوى غالباً په پردۍ ژبه خبرې او ليک کوي. يوې واحدې کورنۍ ته منسوب دوه تنکي ځوانان، چې په دوو بهرنيو هېوادونو لکه فرانسې او امريکا کې يې ژوند کړى، د يوه او بل ژبې سره اشنايي نه لري. د ساري په توګه د کاکا زامن په يوه ژبه خبرې کولاى نه شي.
کورنۍ دې کډوالو ځوانانو ته د ملي ژبې او فرهنګ د لېږد يوازينۍ سرچينه ده. کورنۍ اکثره د خپل ژوند د اړتياوو د پوره کولو په ستونزه کې داسې ډوبې دي، چې د خپلې کورنۍ د غړو لپاره ډېر کم کلتوري رول لوبولاى شي. کورنۍ په هېڅ ډول ددې وس نه لري، چې د پردي فرهنګ پر وړاندې، د ملي فرهنګ په واسطه د ملي او اسلامي کلتور او ژبې ساتنه وکړي او د خپلو زامنو په ذهني تشکل کې د پردي چاپېريال، پوهنتون او ښوونځي د اغېزو مخه ونيسي.
تقريباً په ټولو پرمختللو صنعتي هېوادونو کې مهاجر افغانان د زده کړو لپاره د هغو مرکزونو له لرلو څخه چې لږ تر لږه د مهاجرينو زامن په اوونۍ کې څو ساعته د افغاني کلتوردود او لوست زده کړي، بې برخې دي.
که چېرې داسې مرکزونه وي هم، په سختۍ سره د لويديځ جادوګر، ان ناروغ کلتور د اغېزو مخه نيولاى شي. د ګوتو په شمار يو شمېر مذهبي مدرسې، چې په دې لټه کې دي د مهاجرو افغان بچو لپاره د شريعت اصول زده کړي، بايد له دې خبرې نه مستثنى وګڼل شي. خو دا مدرسې غالباً د ديني مضمونو له تدريس سره سر و کار لري او په داسې نصاب کې د افغاني عمومي کلتور کوم څرک نه شته.
په هرحال! د زده کړې چاپېريال او ټولنيز چاپېريال په لويديزو هېوادونو کې د مهاجرو ځوانانو دوه روزنځايونه دي. زموږ زامن په پردي هېواد کې په پردۍ ژبه، د کوربه هېواد ترانه زمرمه کوي، د بهرنيو پوهانو او هنرمندانو نومونه اخلي. د لويديځ له تاريخ سره نږدې کېږي او له افغاني ټولنې څخه ورو ورو لرې کېږي.
نور نو د خوشال خان خټک، احمدشاه بابا، مولانا بلخي، خواجه عبدالله انصاري او د افغانستان د تاريخ نورو په سلګونو پوهانو او واکمنو نومونه د ځوانانو لپاره الهام بښونکي نه دي. هغوى د هېواد له کلتور، تاريخ او جغرافيا څخه ناخبره دي. د مهاجرو ځوانانو پېژندنه (هويت) په رښتيا له سخت خطر سره مخامخ ده.
د کلاشينکوف او زورواکۍ پښت، نالوستى نسل، له افغاني کلتور څخه ناخبره نسل، د هېواد له تاريخ نه ناخبره نسل، له ماضي سره ناتړلى نسل، د ملي احساس نه درلودونکى نسل، بې هېواده او بې هويته نسل او داسې نور د هغه ځوان پښت ځانګړنې دي، چې د طبيعت د قانون پر بنسټ بايد د افغانستان راتلونکى په لاس کې ونيسي او د هېواد د بيا رغونې ګټورې دندې پر مخ بوځي.
د يو هېواد لپاره تر دې ستره بدمرغي نه شته، چې د هېواد د چارو واګې، له ټولنې څخه پرديو عناصرو لاسو ته وسپارل شي.
په خواشينۍ سره زموږ هېواد بايد د ټولنې د بنسټيزو ارزښتونو د زياتې پاشنې د مخنيوي لپاره هغه پښت، چې د جګړې ظلم او افت، له پوهې او ليد څخه بې برخې کړى دى، د راتلونکي افغانستان په اداره کې له فعال رول څخه محروم کړي، ګنې هغه دنده چې ځمکني او اسماني قوانين يې د ټولنې د روغ ژوند د دوام د تضمين لپاره ځوان پښت ته ورکوي، لعنتي جګړه هغه له هغو څخه بېرته اخلي. که چېرې سوله نږدې هم وي، نو افغانستان بايد لږ تر لږه له شلو نه تر دېرشو راتلونکو کلونو پورې د ځوانانو د يو بل پښت تر رسېدو پورې په لويو چارو کې د زاړه عمر د پښت په وسيله يانې د هغه پښت په وسيله، چې دوديز قوانين هغوى د متقاعد قشر په نامه د فعال ژوند په حاشيه کې راولي، اداره شي. متقاعد پښت د ځانساتي پښت دنده لري، هغه ټپونه به چې د انقلابي پښت له خوا زموږ ټولنې ته رسېدلي، درمل کړي. دا پښت د تېر، حال او راتلونکي ترمنځ د اړيکو د پله په توګه دنده سرته رسوي. د زيات عمر لرونکى پښت راتلونکي ته د ټولنې د ساتنې وړ د هغو دوديزو ارزښتونو، چې د کمونيستي انقلاب له افت نه روغ پاتې دي، لېږدونکى ګڼل کېږي. عمر خوړلى پښت په حقيقت کې د روح د ارامۍ لپاره يو داسې ژوندى موزيم دى، چې لږ تر لږه د افغانستان د معاصر تاريخ په پاڼو پورې اړه نيسي.
په دې کې شک نه شته، هغه ټولنه چې د سپين ږيرو سړو او سپين سرو ښځو په لړزېدونکو لاسونو اداره شي، طبيعي ده، چې د خوځون او پرمختګ نوښت به ونه لري، خو بله چاره نه شته. جګړې او ټولنيز کړکېچونه ناوړه او نا طبيعي بدلونونه پر ټولنې زغمي او هغه ټولنيز انډول، چې د سولې په بهير کې رامنځته شوى، په بې رحمۍ سره له منځه وړي.
ب- د واک د نويو ملاتړو څرګندېدل:
يو- جهادي تنظيمونه: له مکتبي بنسټپالو مسلمانانو پرته زياتره جهادي تنظيمونه، د کمونيستي يرغلګرو پر ضد د جهاد د ادامې د شرايطو زېږنده وو، په افغانستان کې د شوروي پوځي او وروسته سياسي واکمنۍ، زموږ خلک له ډېرو بهرنيو هېوادونو، په ځانګړي ډول له مسلمانو هېوادونو سره د دښمن د يرغل د ماتولو د ګډ هدف لپاره د پيوستون او يووالي په ليکه کې ودرول.
د بهرنيو هېوادونو بې درېغه پولي، مادي، سياسي، تبليغاتي او پوځي مرستو، جهادي تنظيمونه د سياسي واک په ستر ځواک او د کابل د کمونيست حکومت پر نه تسليمېدونکو دښمنانو واړول. مجاهدينو ته د افغانستان جهاد ((اخروي اجر)) او د تاريخي وياړونو د ترلاسه کولو د وسيلې او بهرنيو هېوادونو ته د نړيوال کمونيزم د ماتې پر حربې بدل شو. د بهرنيو هېوادو ډله ييزو ارتباطي وسايلو، له مذهبي شخصيتونو نه سياسي ليډران جوړ کړل... په دې جګړه کې د افغانستان ملي او مسلمانو شخصيتونو او د تېرې بوروکراسۍ د لويو شخصيتونو د تبارز لپاره ځاى نه و، نه د هغوى په خوله څوک د جهاد ډګر ته تلل... له افغانستان نه د روسانو ځغلول د مټ ځواک ته اړتيا درلوده، نه د استدلال او عقل ځواک ته.
له نښو نښانو ( په ځانګړي ډول د لويديزو هېوادونو د مرستو له بندېدو) څخه داسې ښکاري، چې لويديزو هېوادونو د روسانو په واسطه د افغانستان د پوځي اشغال پر وخت د جهادي تنظيمونو ملاتړ، د هغو جګړه ييز رول ته د پاملرنې له مخې کاوه او جهادي تنظيمونه يې د جګړې د وخت سرتېري ګڼل. لويديز هېوادونه يو وخت په دې لټه کې شول، چې د هېواد له پخوانيو بوروکراتانو او ټکنوکراتانو څخه ( د سولې د وخت) د زېرمه ييز ځواک په توګه کار واخلي.
د سولې اردو پوځي وسايل او امکانات نه درلودل او د جهادي تنظيمونو له ملاتړ پرته ناممکنه وه، چې کوم کار ترسره کړي. ځکه نو د افغاني ټولنې د دوو قشرونو ترمنځ يووالى د يوې نه پوره کېدونکې اړتيا په توګه رامنځته شو. د کابل کمونيست حکومت د خپلو استخباراتي اجنټانو له لارې تل هڅه کوله، چې د افغانستان د پوهنې (معارف) خاوندانو پر وړاندې د اسلامي تنظيمونو کينه راوپاروي او پر پوهو اشخاصو باندې د کفر او الحاد د تورونو په لګولو سره چې غالباً ناروا دي، د ټولنې دوو قشرونو ترمنځ اختلاف پر دښمنۍ بدل کړي. هغه وخت به نو په اصطلاح ( پلار وطنه ملي جبهه)، چې وروسته د ملي جبهې په نامه ياده شوه د يوه ډاډمن سياسي پناه ځي په توګه د ښوونځي او پوهنتون د روڼاندو پرمخ خپله غېږ پرانيزي.
لکه څنګه چې دمخه يادونه وشوه، قومي او قبيله يي پولو جهادي تنظيمونه يو له بله بېلول، دا تنظيمونه هېڅکله هم د يو واحد سازمان (ګوند يا متحدې جبهې) په چوکاټ کې سره راټول نه شول او نه يې مهربانه روڼاندو ته خپله غېږ پرانيسته. هغوى هېڅکله د افغان ملت د ټوليزو ايډيالونو او ټولو هيلو منعکسوونکي نه وو او په خپلواک ډول يې د هېواد د ادارې ځواک نه درلود.
طالبان په دې لټه راووتل، چې افغانستان د تنظيمونو له شره وژغوري، خو دوى هم کوم دقيق، ټولنيز، سياسي او اقتصادي پلان نه لري.
دوه- جهادي قوماندانان: د ټولنيز او سياسي واک نوي ډاډ ځايونه وو، چې په عملي توګه يې د جهاد د پوځي چارو د پرمخبيولو دنده لرله. په داسې حال کې، چې قوماندانان له سياسي او پوځي پلوه تنظيمونو پورې تړلي وو، له خلکو سره د تنظيمي مشرتوب د اړيکو واسطه ګڼل کېدل.
په داسې حال کې چې جهادي تنظيمونه د سولې د يوې ستراتيژۍ په جوړولو او د يوې رښتينې سياسي لارې په موندلو بريالي نه شول او خپل تګلورى او سازماني يووالى يې رامنځته نه کړاى شو. د جهادي قوماندانانو د خپلواک عمل په برخه کې د کورنيو او بهرنيو فشارونو بار مخ په زياتېدو شو. له همدې کبله قوماندانان دوه درې ځله په يوه ګډه جرګه کې سره راټول شول، خو له دې پوځي کانفدراسيونونو څخه هم په زړه پورې سياسي پايله تر لاسه نه شوه. د قوماندانانو د خپلواکې کړنې رامنځته کول ( د جهاد د يوې لسيزې په بهير کې له تنظيمونو سره د هغوى د پولي مالي او پوځي تړښت له کبله) په هغه اندازه ناممکن وو، لکه د هغوى ترمنځ سياسي يووالى، ځکه چې د دښمن له خوا د تنظيمونو ترمنځ قومي، سيمه ييزو، ژبنيو او مذهبي اختلافونو ته لمن وهل کېدله.
د قوماندانانو له ګډو جلسو او د نظر له تبادلې، نه يوازې د تنظيمي پيوستون د تامين لپاره، د سياسي فشار د يوې وسيلې په توګه، په داسې شرايطو کې کار واخيستل شو، چې د کابل کمونيست حکومت د تنظيمونو ترمنځ خپلمنځي اختلافونه د واک د لېږد لپاره يوه پلمه ګڼله.
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery