مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د ټــــولــنـــپوهـــــــــــنې لــــــه نـــظـــره:په افغانستان کې د واک جوړښتونه

څلورم څپرکى
 
د جهاد په بهير کې قهر او روغه
 
الف- قهر:
  يو- د کلاشينکوف او سټنګر نسل: د افغانستان تاريخ له ډېرو خونړيو پېښو سره مخ شوى دى. د شوروي او د هغه د لاسپوڅي حکومت پرضد دولس کلنې جګړې او د دښمنو تنظيمونو ترمنځ نږدې شپږ کلنې جګړې د ټولنيزو او سياسي شخړو په حل کې د قهر او زور کارول، پر يو ډول ميخانيکي عادت بدل کړي دي.
د خپلواکۍ، هېواد او اسلام د لارې اکثرو جنګياليو د خپلې ځوانۍ د وخت زياته برخه د مورچل تر شا تېره کړې ده. هغه هلک چې پر ١٩٧٨م کال د جهاد د ګډون په نيت په ديارلس کلنۍ کې د ښوونځي شپږم ټولګى خوشى کړ، اوس (١٩٩٧م کال) دوه دېرش کلنۍ عمر ته رسېدلى دى.ده په دې عمر کې هر هغه څه چې له ښوونځي څخه يې زده کړي وو، هېر کړي او د خپلې کورنۍ له غړو لرېوالي ورته خطرناکې نيمګړتياوې زېږولي دي.
ددې ډول جنګياليو زړونه هغو کسانو ته، چې د ښارونو په منځ کې يې د ښوونې او روزنې له نعمت او د خپلې کورنۍ په غېږ کې له ژوند څخه خوند اخيستى، په يوه مانا د ښېراز ښاري ژوند له امکاناتو يې ګټه اخيستې او له مجاهدينو سره يې څنګ په څنګ په جهاد کې برخه نه ده اخيستې، له عقدو او غچ اخيستنې ډک دي.
(( د کلاشينکوف او سټنګر پښت)) چې د قهر، کينې او زور په غېږ کې د ځوانۍ عمر ته رسېدلى، د ښارونو ودانۍ پر توغنديو ولي، د دښمن له اسيرانو سره نه پخلاکېدونکى دى او تيار نه دى هغه وياړونه، چې د برچې په زور يې ترلاسه کړي  له نورو بې احساسه مکتبيانو او بوروکراتانو ((فرصت غوښتونکو او نندارچيانو)) سره ووېشي. حق د هغوى پر خوا دى، خو د يو هېواد د ادارې لپاره، چې جګړې د هغه د شتمنۍ زياته برخه له منځه وړې وي، يوازې د نېک احساس، نږه ګروهمنتيا (اعتقاد) او د ځواکمنو مټو لرل، پوره نه دي. بايد له دې بې درکه او بې درده لښکر (زموږ حکم عمومي نه دى، قلموال مجاهدين ترې بېل دي) له هغو سره چې اکاډميکه پوهه  او تخصص لري، جوړ راشي. دا د وخت غوښتنه ده که څه هم د جهاد غوښتنه به نه وي.
دوه- تروريزم په سياست کې د جنايت د هڅې ښکارندوى: ترورريزم(1) هم د افغانستان د نولسمې پېړۍ په تاريخ کې، هغه وخت چې د سلطنت دستګاه د شهزادګانو او دښمنو واکمنو د رقابت له خطر سره مخ وه، د تاج او تخت د مدعيانو له خوا د دښمن له لوري د متوجه خطر د له منځه وړلو تکتيک په نوم کارېدلى دى. د تاريخ په دې پړاو کې د واک له لاسه وتلو غم او د واکمنۍ د مقام ساتلو هيلو، کورني عواطف تر پښو لاندې کړل او په ځينو برخو کې يې د قومونو او قبايلو ترمنځ پر نېکو اړيکو ناوړه اغېزه وکړه، په داسې حال کې، چې د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې سياسي تروريزم د دښمن د بېوسلې کولو دود او ډول و، د تاج او تخت د مدعيانو د پاملرنې وړ و، د شلمې پېړۍ په پيل کې ټيک هغه وخت، چې افغاني ټولنې د با اعتباره رژيمونو د ټينګښت پر بنسټ سياسي ثبات پيدا کړى و، د مطلقيت پر وړاندې د سياسي مبارزې په برخه کې، پټ اپوزېسيون د سياسي مخالف د څرګندوى په توګه، خپله لار پرانيستله.
سياسي تروريزم د شلمې پېړۍ په اوږدو کې په يو ډول، نور هم پرمختللي پړاو ته ورسېد. په دې مانا چې تر دې پېړۍ دمخه په داسې حال کې چې تروريزم، د شخصي غچ اخيستنې له مخې د ځاني (انفرادي) کړنې (اکټ) څرګندوى و، تر هغې وروسته له يو لړ ګروهو څخه، چې د ټاکلي سياسي سازمان په چوکاټ کې يې انعکاس موندلى و، د دفاع د تکتيک په توګه ځان څرګند کړ. دې سازمان ته د سياسي واک تر لاسه کول او يا يې ساتل د زياتې پاملرنې وړ و.
پر افغانستان باندې د شوروي يرغل د نښو نښانو له کبله، سياسي تروريزم ته له قهر نه په ډکه دوديزه افغاني ټولنه کې د ښې ودې زمينه برابره شوه. د دې ودې لاملونه دادي:
_ د ولسواکۍ او خپلواکۍ د موازينو او سياسي شعور د ودې نشتوالى، ددې پرځاى چې دوى خپل سياسي مخالفين په دې قانع کړي، چې د سياسي غونډو د جوړېدو او د ټاکنو صندوقو ته، چې تراوسه لا جايز او دود نه وو، ولاړ شي، يو بل ته مورچل نيول غوره وګڼل.
_ د تروريزم په القاح او سياسي وېرې په خپرولو کې د تاريخ د زده کړې رول:
_ د سياسي او ټولنيز کړکېچ پر ناروغۍ د افغاني ټولنې اخته کېدل، چې د هغې په بهير کې د ژوند تېر جوړښتونه پرته له دې، چې نوي ارزښتونه يې ځاى ونيسي، تر پوښتنې لاندې راغلل، دې کړکېچ د قانون او دولت د واکمنۍ وېره له منځه يووړه او د شخصي غچ اخيستنې او ځينې وخت يې د عقيده يي تروريستي جګړې لپاره په داسې شرايطو کې لاره هواره کړه، چې جګړې د مذهب اخلاقي ملې سوزولې وې، د ايډيولوژۍ او اخلاقو ارزښتونه لا دومره ژور شوي نه وو، چې د دولتي پوښتنې او د قانون د واکمنۍ تشه ډکه کړي.
_ د ژوند د دوام لپاره د مهاجرو افغانانو مادي او اقتصادي اړتياوې. بهرنيو لاسوهونکو هېوادونو له دې اړتياوو نه (( د اجيرو تروريستانو)) د ګومارنې لپاره ناوړه ګټه واخيسته.
په ځينو برخو کې د بهرنيو هېوادو سياسي هدفونو د تروريستانو له سياسي موخو سره سمون وخوړ. بهرنيو هېوادو ځينې وخت له ټاکلو افغاني سياسي ډلو سره يوځاى پر ترور او وېرې خورولو لاس پورې کړ.
ترور غالباً له سياسي پلوه دوه هدفه درلودل: يو د دښمن په ليکو کې د وېرې او وحشت رامنځته کول، دلته يوازې د سياسي شخصيتونو له منځه وړل مقصد نه دي، بلکې د دښمن ټوله شتمني هدف ده او بل د يو شخصيت په شاوخوا کې د يو عقيده يي بهير په وده کې د همغه شخصيت د فزيکي ترور له لارې د خنډ رامنځته کول. په افغانستان کې د خپلواکۍ تر ګټلو وروسته په نږدې اتو لسيزو کې د دولت د ځينو مخالفينو، د دولت پر وړاندې زياتره د ترور له لومړني ډول ګټه اخيستې ده. په داسې حال کې چې د ترور دويم ډول زياتره د مطلقه واکمنو په واسطه د سياسي اپوزېسيون سره په چلندکې د پاملرنې وړ و او (د مستبدو واکمنو په اند) په زړه پورې پايلې ترې لاسته راغلي دي.
د خپلسرو واکمنو له خوا سياسي ترور، چې پر دولت باندې واکمن حقوقي فرهنګ کې ورته د اعدام(1) نوم ورکړ شوى، د خپلې خوښې نتيجو د ترلاسه کولو ستر علت په دې کې دى، چې زموږ په وروسته پاتې هېواد کې د خانواکۍ او ارباب رعيتۍ ټولنيز قبيله يي جوړښت ته په پاملرنې سره، د يوې ډلې د باور وړ شخصيتونو باندې مفکوره يي معتقدات راټولېږي. څرنګه چې دا شخصيتونه د سياسي سازمانونو او تشکيلاتو په منځ کې ځاى نيسي، د هغو په فزيکي له منځه وړنې سره اړوند سياسي سازمان او تشکيل پاشل کېږي. په دې شرط چې نوموړى سازمان د لارښوونکي شخصيت تر وژنې وروسته د ټولنيز ځواکمن ملاتړ خاوند شوى نه وي:
_ د لومړي مشروطيت غورځنګ ( پټه ملي ټولنه)، چې پر ١٩٠٣م کال جوړ شو، تر درې کلن پټ فعاليت وروسته ونيول شو، د هغه ٤٣ تنه غړي د امير حبيب الله خان په وسيله ووژل شول او يا زنداني شول. غورځنګ عملاً له منځه يووړل شو.
_ د دويم مشروطيت غورځنګ پر ١٩١١م کال جوړ شو. دا غورځنګ پر پادشاه باندې دخپل يو غړي (عبدالرحمن خان لودين) د ناوړه ناکام قصد له امله د لومړي مشروطيت پر برخليک اخته او تار په تار شو.
_ مترقي ډيموکراتيک ګوند د خداى بښلي ميوندوال تر وژنې وروسته ونه کړاى شول، په پښو ودرېږي او خپل ژوند ته دوام ورکړي. که څه هم د يوې نيمې ميلادي لسيزې په اوږدو کې د ((مقاومت)) د جريدو په خپرېدو سره ددې ګوند د پاتې شونو غږ څه نا څه پورته شو، خو ګوند هېڅکله بيا راژوندى نه شو.
_ د سردارمحمد داود د ملي غورځنګ ګوند (١٩٧٧)م کال د هغه له وژلو سره (١٩٧٨م کال اپريل) له منځه لاړ.
_ د خلکو ډيموکراتيک ګوند د نورمحمد تره کي او حفيظ الله امين په وژنې سره تباه کوونکى ګوزار وخوړ. هغه څه چې د ((پرچم)) ډلې  تر نامه لاندې يې څو  کاله فعاليت وکړ د (وطن ګوند) د نامه له نظره، سياسي تګلارې او عقيده يي آرونو يې له لومړۍ طرحې سره ډېر زيات توپير درلود او په واقعيت کې د يو بل مستقل ګوند د رامنځته کېدو څرګندوى و.
_ په زيات ګومان د کابل مسلمان ډوله ادارې، د خپلو خاديستو ملګرو په وسيله د ١٩٩٥م کال پر نومبر د تفاهم او ملي وحدت شورا د رهبرۍ غړو جنرال عبدالحکيم کټوازي او وزير محمد ځدراڼ وژنه، د تفاهم شورا د فعاليت د سستيا سبب شوه. نوموړې شورا په داسې حال کې، چې پخوا يې په منظم ډول د افغانستان د ورځنيو ګرمو پېښو په اړه کنفرانسونه جوړول او خبرتياوې يې صادرولې، په يو واريز ډول د چوپتيا او تمېدو له خطر سره مخ شوه. دا خبره که چېرې د شورا د سياسي پايته رسېدو په مانا نه وي، نو ضرور خو به يې د فعاليت په بهير کې د ځنډ څرګندوى وي.
په افغانستان کې د محمد داود دکودتا له پيل نه د شوروي د لښکر کشۍ تر لومړي کال پورې، د اوو کلونو په بهير کې شپږ دولت رئيسان يا صدراعظمان وژل شوي دي. پر همدې وخت لږ تر لږه څلور ناکامې کودتاوې کشف او په سلګونو تنه عاملين يې ځپل شوي. دا لړۍ د سياسي واک د ترلاسه کولو ډيموکراتيکو لارو چارو ( ټاکنو، لويې جرګې...) ته د افغاني سياسي شخصيتونو د نه پاملرنې ښکارندوى او د واک د ترلاسه کوونکي په توګه، د دولتي تروريزم د منلو څرګندوى ده. په بله مانا تروريزم د دولت د سياست په ارکانو کې مناسب ځاى پيدا کړى دى.
د افغانستان د ستونزې نړيوال کېدل او د هېواد د پېښو په تګلوري کې د سيمې دهېوادونو لاسوهنې، تروريزم پر داسې يوې حربې بدل کړ، چې د بهرني هېواد په لاس د هغه د دښمن هېواد تر ملاتړ لاندې سياسي شخصيتونه وځپي. دا سياسي شخصيتونه، چې د نورو په معامله کې خپل ژوند په وړيا ډول له لاسه ورکوي، افغانان دي. له نښو نښانو څخه څرګندېږي، چې سعودي عربستان پورې د افغاني ډلو ځينې تړلي سياسي شخصيتونه د ايران د دولت له خوا ترور شوي او يا د هغه پر عکس.
په پاکستان کې د ضياءالحق او نوازشريف حکومتونو د آى، اس، آى په واسطه د پخواني پاچا د پلويانو، افغان ملتپالو او په عمومي ډول پېژندل شويو روڼاندو د ترور (وژنې) منظم پلان تر لاس لاندې نيولى و.
د هندوستان دولت، چې د افغانستان د کورنيو سياسي پېښو پرمختګ يې له نږدې تر څارنې لاندې و، له شک پرته يې د کابل د ((واد)) په ملګرتيا په پاکستان پورې د تړلو افغاني ډلو د عناصرو په وژنه کې بنسټيز رول لرلى دى.
د افغاني شيعه ګانو کړيو ته د منسوبو عناصر وژل، د سنيانو پر يوې ډلې باندې د تور پورې کول، په زيان منونکې افغاني ټولنې کې د دوو مذهبونو د پلويانو ترمنځ د بې اتفاقۍ او دښمنۍ رامنځته کول، د هغو هېوادونو په واسط ترسره کېږي، چې د افغانستان له کړکېچ نه د ګټې اخيستنې هيله يې د افغاني ټولنې د کورنيو مذهبي او قومي بې اتفاقيو او دښمنيو په دوام پورې تړلې ده. په همدې ډول د يو قوم او قبيلې د سړيو وژل او پر بلې قبيلې او قوم باندې تور لګول، په بهرنيو هېوادو پورې د تړليو افغان تروريستانو په واسطه د قومي بې اتفاقۍ د اور ګرم ساتل، د نوموړو هېوادو د ګټو د پاللو مانا ورکوي.
بهرني هېوادونه د افغاني ټولنې له داخلي، قومي، قبيله يي او مذهبي اختلافونو څخه د ګټې اخيستنې په کار کې د سياسي ډلو ترمنځ چې اکثره د قوم، قبيلې او مذهب له مخې جوړ شوي دي، د دښمنۍ او واټن د لاسختولو لپاره په افغانستان کې د نږدې شلو کلونو کړکېچ په بهير کې ډېر بريالي وو. سياسي تروريزم او د دې تروريزم د يوې حربې په توګه له افغانانو نه ګټې اخيستنې، د بهرنيو هېوادونو برياليتوب تضمين کړى دى.
د اسلامي تنظيمونو په خپل منځي اړيکو کې کړکېچ، دتروريستي پېښو د اټکل په اړه د جالبو او هم دروغجنو پېښو د ښکاره کېدو سبب شوى دى: هغه وخت چې د دې کتاب ليکوال په پېښور کې استوګن و ( ١٩٩٠م او ١٩٩١م کلونه) د ښاغلي مجددي د ملي نجات جبهې او ښاغلي حکمتيار د اسلامي حزب ترمنځ اړيکي ډېر کړکېچن وو. د اسلامي حزب يو غړي ماته روايت وکړ، چې: (( زموږ ګوند پر دې نږدې وختونو د خپلو استخباراتو يوه پراخه شبکه د حضرت صاحب د مصونيت د تامين لپاره موظفه کړې ده. موږ تشويش لرو، چې د حزب دښمنان به ښاغلى مجددي ترور کړي او په دې برخه کې به د حزب له بد شهرت نه په ګټې اخيستو سره خپله ګناه زموږ پر غاړه راواچوي.)) ما د ټوکو په بڼه وويل: (( د اټکل له مخې، ښاغلي مجددي به د ښاغلي حکمتيار د ځان د دفاع لپاره همدې ته ورته هڅه کړې وي...))
زما دوست وويل: ((حزب د بل چا مرستې ته اړتيا نه لري)). ما ورته وويل: (( مقابل لورى)) ستاسو له اړتيا نه چندان خبر نه دى او ضرور يې د حزب د امير د امنيت د تامين لپاره لازم تدبيرونه نيولي دي...
په افغانستان کې د کمونيستي واکمنۍ د بهير په اوږدو کې د شوروي کې، جي، بي او د کابل خاد او واد د تروريستي موخو د ترسره کولو لپاره زياتې پيسې لګولې دي. ((خاد)) او ((واد)) د تروريستي توطيو د ترسره کولو له لارې څو هدفونه تعقيب کړي دي:
_ په سياسي برخه کې د قدرت د انحصار او واک د ساتلو لپاره د مخالف اپوزېسيون دسياسي شخصيتونو له منځه وړل.
_ د دښمن پر ليکو د سياسي فشار راوړل.
_ د قومي او مذهبي بې اتفاقۍ رامنځته کول.
_ له يوې خوا د اسلامي تنظيمونو ترمنځ د دښمنۍ زمينې برابرول او له بلې خوا د پوهنې او پوهنتون تحصيلکړيو منځلارو مسلمانو ملتپالو او د ياد شويو عناصرو وژل او پر اسلامي ډلو د هغوى د وژنې تور لګول ( دا حکم عام نه دى، ځينې اسلامي تنظيمونه هم د اخرت د اجر(!) په ګټلو کې د سر لوڅو او بې ږيرو مسلمانانو د وژلو له لارې، د کابل د حکومت په جرم کې شريک دي) ترسره شوي دي. د خلکو ډيموکراتيک ګوند په دې ډول غوښتي دي، چې بايد د پلار وطنې جبهې يا ملي جبهې پرانيستې غېږ د قلموالو مجاهدينو پناه ځاى معرفي کړي.
په هرحال! دا چې د سياسي وژنې لامل د کابل حکومت وي او که په بهرنيو هېوادونو پورې تړلي اسلامي تنظيمونه، د پوهو مجاهدينو په منځ کې د وېرې او وحشت د فضا د رامنځته کېدو سبب شو. د تروريزم پر وړاندې له جګړې تېښته د دې کټه ګورۍ مجاهدينو طبيعي عکس العمل او پاسيف و، چې د هغه د دوام لپاره يې لاره هواره کړې ده.
تر تروره ډېره وېرونکې خبره، د هغو سياسي ډلو په واسطه په راتلونکي افغانستان کې د سياسي واک د نيولو تصور دى، چې د مخالفينو پر وړاندې له وژنې (ترور) څخه (( د سياسي مبارزې د تکتيک)) په نوم کار اخلي. له دې ډلو نه د جوړ حکومت په سياسي تګلاره کې به له ډېر لږ مصونيت او سياسي خپلواکيو څخه د ګټې پورته کولو لپاره کوم ځاى او فضا مطرح نه وي.
جګړه او ټولنيز کړکېچ او تر دې لوړ د ټولنيز ژوند د جوړښتونو او ارزښتونو راټيټېدل، قومي، قبيله يي او مذهبي اختلافونو، د کينې او غچ اخيستنې د احساس زياتون، د ولسواکۍ پر آرونو نه پوهېدنې، په افغاني ټولنه کې د تروريزم د ودې مساعده رواني زمينه برابره کړې ده او تروريزم يې د سياسي موخو د پرمخبيولو د عادي وسيلې په توګه بدل کړى دى.
ترور او وېره خپرول، د مخالف لوري د ايمان او پوهې د ټينګې واکمنۍ پر وړاندې د ماتې خوړلې تروريست د کمزوري منطق د چلند ښکارندويي کوي. تروريزم په سياست کې د جنايت د اکټ د نښې په توګه تېر مهال پر دې نه دى بريالى شوى، چې د خپلواکۍ د ابدي ارزښتونو، برابرۍ او عدالت د ترلاسه کولو لپاره د انسان د مبارزې خنډ شي او په راتلونکي کې به هم بريالى نه شي.
ب- روغه: تر يوې لسيزې زيات جهاد، ددې سبب شو، چې ټول جهادي تنظيمونه خپل غړي وسلوال کړي او له دې وسلې، نه يوازې پر دښمن باندې د ګوزار، بلکې ځينې وخت د خپلمنځي اختلافونو لپاره ګټه پورته کړي.
وسلوال خلک، چې د وسلې له کارونې سره روږدي شوي دي، په دې خبره قانع کول، چې د سياسي تاو تريخوالي د له منځه وړلو لپاره له قهر شيندلو پرته بله لار ( لکه ټاکنې، رفرنډم، لويه جرګه) هم شته، ډېر سخت کار دى، خو ناممکن نه دى. هغه څه چې لږ څه ستونزمن ښکاري، دا دي چې: موږ هغه وسلوالې ډلې چې تل يې په خپلو ځانګړو سيمه ييز اغېزمنو برخو کې فعال ژوند کاوه، د انتخاباتو له پايلې نه د اکثريت د راپيدا شويو نظر درناوي ته راوبولو. د اکثريت د واکمنۍ منل او د مخالف ( نه دښمن) لږکي په واسطه د نه کولو د امر ترسره کول، ( د دوديزو جرګو له لارې) تعاملي يا ( په اوږده واټن کې د هغې د زده کړې او القاح له لارې) اکتسابي پديده ده. د نږدې شلو کلونو جګړې، د ټولنې د دوديز ژوند زياتو ارزښتونو ته پرته له دې چې د ولسواکۍ نوي جوړښتونه يې ځاى ونيسي، زيان اړولى دى، خلک د ولسواکۍ له يوې ډېرې بنسټيزې پديدې يانې د رايې له حق څخه د ګټې اخيستلو تمرين نه لري: تر ١٩٢١م کال ( د لومړي ليکلي اساسي قانون تر تطبيق) وروسته د ١٩٧٨ م کال تر کمونيستي کودتا پورې يانې تر نيمې پېړۍ نه په لږ زياته موده کې رايه ورکوونکي ( هغه په سلو کې ٢٠ کسان، چې د رايو حق يې درلود) يوازې درې ځله (په ٧مې، ٨مې او ١٢مې دوره کې) د رايو ورکولو صندوقونو ته تللي دي، خو هغه ټاکنې، چې د ولسواکۍ د ښوونې په نيت ورڅخه تبليغاتي ګټه اخيستل کېده، تر لسو ځلو زياتې اعلان شوې دي.
ځکه نو زموږ په هېواد کې پر ټاکنو ډډه لګول، هغو ته د عقيده يي او رواني لارو چارو تر برابرولو دمخه ګټوره، پايله نه ورکوي. د هغه پښت لپاره، چې د خپلې ځوانۍ د عمر په زياته برخه کې يې، د ټوپک له ډز پرته بل هېڅ شي، د سياسي فضا چوپتيا نه ده ماته کړې او د خپل ژوند په اوږدو کې يو وار هم د رايو ورکولو صندوقونو ته نه دى ودرېدلى، ټاکنې يوازې د يوه سياسي شعار تر بريده کېدى شي ارزښت ولري.
ځينو تنظيمونو ته له ټاکنو سره مخالفت عقيده يي دلايل هم لري: بنسټپالې اسلامي ډلې د عقيده يي ارزښتونو له مخې، ((اهل حل و عقد)) جرګه د ټاکنو د ځاينيونې وړ ګڼي. د ((اهل حل و عقد)) شورا، چې له مذهبي پوهانو څخه جوړه شوې ده، ټاکنو ته د مذهبي پوهې او سياسي شعور د نه لرونکو پر ګنو د ارادې د څرګندوى په توګه، زيات ارزښت نه ورکوي.
د اهل حل و عقد پلويان په دې ګروهه دي، چې مذهبي پوهه د حکمت کيلي ده. په دې ځاى کې موږ د هغه حکومت له طرحې سره چې د اپلاتون د نظر له مخې بايد د فيلسوف په واسطه اداره شي د حل و عقد شورا د طرحې د نږدېوالي شاهدان يو.
د نږدې شلکلنې جګړې او له هغې څخه راپيدا شوي ټولنيز کړکېچ، د افغاني ولسواکۍ د يو ښکلي توکي (عنصر) په توګه د لويې جرګې اعتبار ته هم زيان ورساوه. د لويې جرګې دود ته مخه کول د سياسي او قومي مخالفت له خطر سره مخ شول.
_ سياسي له دې پلوه؛ هغه شخصيتونه او ډلې چې د جهاد له لسيزې نه راپيدا شويو نويو شرايطو، هغوى د واک د نويو ستنو په توګه د پاملرنې وړ ګرځولي، لويه جرګه د واک کلاسيکه او پرې ښودل شوې پديده ګڼله.
_ قومي له دې پلوه چې قبيله يي او مذهبي لږکيو ته منسوبې ډلې د لويې جرګې په جوړښت کې د پښتنو قبايلو ( چې د ټولنې اکثريت نفوس جوړوي) زياته ونډه او د افغانستان د نوي دولت په جوړېدو کې د هغوى رول، چې په ملي لارښوونه کې د نوموړو قبايلو له رول سره يوځاى و، لويه جرګه ( د نفوس په جوړښت کې د دې قبايلو د اکثريت شمېر ته له پاملرنې پرته) د پښتنو قبايلو د واکمنۍ د حقوقي توجيه حربه ګڼي او د دولت په اداره کې په خپلې پخوانۍ ونډې راضي نه دي. دا ډلې لويې جرګې سره له قومي پلوه چلند کوي. هغوى ان د افغانستان له تاريخ نه د لويې جرګې نوم د له منځه وړلو لپاره ((جرګه بزرګ ملي)) ((و)) ((شوراى کبير ميهني)) په نوم، د لويې جرګې د نوم بدلونې په لټه کې دي.(1) د لويې جرګې د تاريخي نومونې پر ځاى، د جرګه بزرګ ملى، جرګه بزرګ ميهنى او نورو اصطلاحاتو کارول، چې د هېواد د تاريخ د تحريف او د افغانستان د نوم د له منځه وړلو لپاره د معلوم الحاله عناصرو د عمومي پلان يوه برخه ده، د هغو کړيو ترمنځ د غم او خواشينۍ سبب شول، چې د افغانستان له تاريخي ارزښتونو سره مينه لري او هغه د خلکو ملکيت ګڼي. يو قوم، يوه سياسي ډله او يوه مذهبي فرقه د دې حق نه لري، چې هغه د لنډ فکرۍ او کينې له مخې لرې ګوزار کړي او د خپل ځان له خوا جوړ شوي او مصنوعي اصطلاحات دهغې پرځاى کېنوي.
افغانان د يوې کورنۍ په توګه، د افغانستان په خاوره کې ژوند کوي. ددې کورنۍ يو غړى حق نه لري، د يوې کورنۍ ميراث، چې ټولو پورې تړلى دى، په يوازې ځان او د زور په ښکاره کولو سره له نورو واخلي. د لويې جرګې پر ځاى د هرې بلې اصطلاح کارونه نه شي کولاى د هغه څه ټول څومره والى او څرنګوالى څرګند کړي چې په لويه جرګه کې شته، د لويې جرګې پرځاى د بلې کلمې کارول د افغاني ولسواکۍ ( لويې جرګې) تر ټولو آر او نږه پديدې بڼه (قيافه) مسخ کوي او د افغانستان په تاريخ کې د ولسواکۍ پر اصولو د ولاړو موسسو د څېړنې په برخه کې، په ځانګړي ډول د بهرنيانو لپاره ابهامات او ستونزې رامنځته کوي.
په سويس کې مختلف قومونه ژوند کوي. خو د (لاندس ژمند) اصطلاح، چې د مستقيمې ولسواکۍ د څرګندو غونډو لپاره کارېدله، د سويس په معاصر تاريخ کې يې خپله لاره پرانيستې ده.
د ((بونديستاک)) او ((بونديسرات)) نومونې، چې همدا اوس د المان د پارلمان دوو جرګو ته کارول کېږي: اصلاً د شمالي المان (١٨٧١م کال تر ١٨٩٩م کال) او وروسته د المان امپراتورۍ (١٨٧١م تر ١٩١٨م) د کانفدراسيون جرګو ته کارېدلې.
د ((لوک سبها)) او ((راجاسبها)) نومونې، چې د هندوستان د پارلمان د دوو جرګو نومونه دي، اصلاً آريايي کلمې دي، چې د هندوستان په مختلف النژاده او ګڼ قوميزه هېواد کې د نژادونو او قومونو د بريدونو له خطره بچ پاتې شوي او د هندوستان د اوسني اساسي قانون په غېږ کې ارامې پرتې دي. د يو تاريخي ارزښت د ښکارندويه نومونو د ساتنې په برخه کې کېدى شي ګڼ شمېر بېلګې وړاندې شي او د هغو کسانو لپاره، چې غواړي د افغانستان له کړکېچن حالت څخه ملي ضد او د هېواد د قومونو د يووالي خلاف، ګټه پورته کړي، د پوهېدنې سبب شي.
په هرحال! د اساسي قانون له څلورو متنونو څخه، چې د افغانستان د خپلواکۍ تر ګټلو وروسته د ثور تر کمونيستي کودتا پورې نافذ شول، د هغه درې متنونه د قهرجنو پېښو په واسطه لغوه شول، ځکه نو د څلورو لويو جرګو له پرېکړو څخه، چې د څلورو اساسي قوانينو د تدوين په چوکاټ کې منعکس شوې وې، د قهر تر رازېږېدو وروسته د پرېکړو درې کټه ګوريو، د وخت په اوږده بهير کې د پلي کېدو مجال پيدا نه کړ. له همدې کبله د سولې او سياسي روغې د روحيې په پياوړتيا کې د لويې جرګې روزونکى رول په ټيټه سطحه پاتې شو.
له قانون سره سم په  اداري چارو کې نه بلدتيا او د مقصد پر لوري د اوډلي او پلانيزه يون نه لرل، زموږ پر روحيې داسې سيورى خور کړى، چې دمجاهدينو هغه لنډ مهالى حکومت، چې په پېښور کې جوړ شو، نه يې اساسي قانون درلود او نه حکومتي کړنلاره.
سربېره پر دې هغه ايتلافي اداره، چې د جمعيت تنظيم په مشرۍ تر ١٩٩٢م کال وروسته د کابل پر ځينو ناحيو کې واکمنه شوه، اساسي قانون يې نه درلود او هېڅکله يې خپله تګلاره ( چې اصلاً يې وجود نه درلود) اعلان نه کړه.
د طالبانو اداره، چې تراوسه يې د افغانستان درې پر څلور برخې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي، نه اساسي قانون، نه ملکي حکومت او نه هم سياسي تګلاره لري.


پايله
 
د افغانستان خلک ډېر لوړ سياسي شعور نه لري او د سياسي ثبات د جوړوونکي په توګه يې د ولسواکۍ له تجربې څخه ګټه پورته کړې نه ده.
نږدې شلکلنې جګړې د قبيله يي ولسواکۍ پر دود د شک او ترديد سيورى خور کړى دى. په داسې حال کې، چې د افغانستان خلکو د يو ملت په توګه د جهاد په کلونو کې خپل ملي پيوستون ساتلى و، د جهاد په پاى کې ملي يووالى وشلېد. تراوسه پورې داسې مشر، چې د خپل شخصيت پر شاوخوا د ټولو باور جلب کړي او د افغاني ټولنې بېلې شوې ټوټې د يوې واحدې مشرۍ په چوکاټ کې راټولې کړي، څرګند شوى نه دى.
په افغانستان کې همدا اوس د قهر او روغې دواړه پديدې د پېښو پر زېږون بوختې دي، خو د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ډزو تر غږه د سولې غږ ډېر لوړ غوږونو ته رسېږي.
جګړې تل د ملت د ارادې په څرګندېدو سره پايته رسېدلي دي. د سولې د ټينګښت او د افغان ملت د ارادې د څرګندېدو لپاره ډېرو ځواکمنو کورنيو او بهرنيو لاسونو پر اغېزمنتوب پيل کړى دى.
د افغانستان په ګاونډيو هېوادو کې د حکومت د ټاکلو لپاره د ټاکنو دايرول، د افغاني ولسواکۍ دوديزو موازينو ته مخه کول، چې په لوړه کچه د لويې جرګې په واسطه تمثيلېږي، په ذهنونو کې راژوندي شوي دي. هېڅ يوه دښمنه ډله د سولې او سياسي ثبات د تامين د وسيلې په توګه د انتخاباتو دايرول نه ردوي. اختلافات يوازې د ټاکنو د دايرولو پر وخت دي.
د جګړه مارو د ځپنې او ټکونې په تګلوري سره د طالبانو راټوکېدل د دې سبب شول، چې نن روځ په افغانستان کې په پوځي او سياسي ډګر کې دوه ډلې (طالبان او له بلې خوا په جمعيت تنظيم پورې تړلى ايتلاف) د لسګونو وسلوالو او دښمنو ډلو ځاى ونيسي. دې کار د ملي تفاهم له ټينګښت سره مرسته کړې ده.
افغاني ملتپالنې د هېواد تاريخ د يو لوى جوړونکي ځواک په توګه د افغاني ټولنې پاشل شوي عناصر، د ټولنو او ملي جبهو په چوکاټ کې له يو بل سره يوځاى کړي او په لوړ غږ يې بهرنيو لاسوهنو ته اخطار ورکړى دى.
د افغانستان شخړې يو ځل بيا ورو ورو د سترو هېوادو او د سيمې هېوادو پر اړيکو د واکمنۍ عمومي ستراتيژۍ په محتوا کې ځاى نيولى دى. له دې سره پر يوه وخت د افغانستان شخړې د حل لپاره د ملګرو ملتو رول ډېر محسوس شوى دى. ملګرو ملتو تل په سيمه او نړۍ کې د سولې د وقايې لپاره په افغانستان کې دسولې پر اړتيا ټينګار کړى دى. سربېره پر دې د منځنۍ اسيا له شتمنۍ او سوداګريزو امکاناتو څخه ګټه اخيستل، په افغانستان کې د سولې او سياسي ثبات له تامين سره مستقيم اړيکي لري. دا کار ځينې هېوادونه ناچار وي، چې د افغانستان شخړې د ژر تر ژره حل په نيت د ملګرو ملتو پر موسسې له خپل اغېز څخه کار واخلي. پورتنيو کورنيو او بهرنيو لاملونو د افغانانو د دښمنيو په نرمولو کې زيات اغېز لرلى او هغوى يې د ټولنيزو شخړو د حل لپاره، روغې ته رابللي دي.
په هرحال! راتلونکى افغانستان به د قبيله يي ادارې له دوديز سيستم سره، د کړکېچ او د جګړې د بهير د ((نوښتونو)) په يوځاى کولو سره بېرته سياسي ثبات ترلاسه کړي.
افغان ملت به د پېښو له خطره ځان وژغوري. سوله به د ملي خپلواکۍ د ډاډځي په توګه تامين شي، خو په هغه هېواد کې، چې تاريخ يې په وينو ليکل شوى، د تلپاتې سولې او ټولنيز ثبات تامين به د وخت تېرېدو ته اړتيا ولري. د داسې وخت تېرېدل، چې په هغه کې به سوله او روغه د ژوند د يوې طبيعي او اوږدې ضابطې په توګه، چې د يو ملي حکومت له خوا د يو ماسټر پلان په ډول طرح او پلي کېږي، د زور او قهر ځاى ونيسي.
(1)  په دې بحث کې تروريزم د سياسي هدف لپاره د نفس د وژنې په پراخه مانا که د يو فرد له خوا وي که د دولت له خوا، کارېدلى دى.
(1)  اعدام ( د قانون پر بنسټ جوړ شويو نظامونو کې) له قانون نه د سرغړاوي او (استبدادي نظامونو کې) د واکمن له ارادې نه د سرغړاوي په مقابل کې تر ټولو سخته سزا ده، ترور د خپلسرې واکمنې ډلې له نظره له هغه اعدام څخه عبارت دى، چې له واکمن (برحال حکومت) نه د سرغړونې په مقابل کې ورکول کېږي.
(1)  ((جرګه هاى بزرگ ملى افغانستان)) د محمد علي فيض زاده تاليف، ١٩٨٩م کال، پېښور چاپ، کتاب ته دې مراجعه وشي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery