دريم څپرکى
ترکيه: جوړونکي کلونه
کراچۍ ته د راتلو نه دوه کاله وروسته زما پلارپه ترکې کې د پاکستان په سفات کې د
حسابدارى دادارې دمشر په توگه دنده تر لاسه کړه. هغه د انقرې په سفارتخانه کښې
مقررشو. مونږ دريواړه وروڼه نوى ملک ته په تللو ډير خوشحاله وو. په ترکې کې د ٧
کاله اوسېدا نه وروسته راته معلومه شوه چې زما په ژوند يې ژور اغېز اچولي وو. تر
کيه او پاکستان ډېر يورڼوالى لري. ترکيه هم د پاکستان په شان اسلامى ملک دى.
پاکستان په ډېرو شيانو کې له ترکېې سره اړيکې لري.
د اتا ترک هېواد په پاکستان کې په (( نوې ترکېې )) ياديده. د عتماني خلافت په له
منځه تلو مصطفى کمال اتاترک دغه هېواد د تجزېې له خطره بچ کړ.او ترکېه يې په يوه
عصري هېواد واړوله.
منلو خلکو يې هغه ته د اتاترک يا د( ترکې د پلار) لقب ورکړ. هغه ديوه برېالي
قومندان په توگه د جنرال په نوم ياديده. دوهم نوم (کمال) هم د يوه روزونکي لخوا
ورکول شوى وو . هغه په ځوانى کې زړه راښکونکى ځوان وو. د پاکستان زېات خواړه ترکي
رېښې لري. مورنى او ملي ژبه اردو مې هم ترکې رېښې لري.
اردو ترکي کليمه ده چې د پوځ معنى لري. په ترکى کې د اوو کالو په دوران کښې زه د ٢
خبرو نه ډير اغيزمن شوم. ړومبۍ دا چې ترک ولس ډير وطن پال دى، هغوى د ترکې په هر شي
وياړ کوي او بله دا چې هغوى پاکستان او د پاکستان له عوامو سره د ژورې مينې
څرګندونه کوي.
زموږ د دريواړو کم عمر ماشومانو لپاره د ترکى سفر ډير نا اشنا و. مونږ د ( ايچ ام
ايس دوارکا ) په سمندري بېړۍ کې له کراچۍ نه د (عراق) بصرې ته ولاړو. د سمندري بېړۍ
سفر يو بې مثاله تجربه وه. له هغه ځايه انقرې ته په ريلوې ټرين کښې لاړو. دې مزل
کښې درې څلور ورځې تيرې شوې. خو ولې دا سفر د ١٩٤٧کال د ټرين د مزل نه زيات په زړه
پورې او د خوشحالۍ وړ و.
په انقره کې مو ېو کور پيدا کړ، چې يو کال مو پکې تېر کړ. وروسته ٣ نورو کورونو ته
ولاړو او د يوه کال په تېرولو سره ٤ کورته ولاړو چې په ترکې د اوسېدا پاتې وخت مو
هلته تېر کړ. متو سط کورونه وو. خو زموږ لپاره کافي او ارام و. البته د کراچى له
دوه خونو کورونو څو ځلې ښه .
زما مور ته هم دټائپسټ په توگه دپاکستان په سفارتخانه کښې دنده پيداشوه .هغه ډېره
کارگره ښځه او ښه ټايپسټه وه. د تېز ټ د سفارت انعام يې هم وگاټه. هغې هارمونيه هم
ښۀ غږولي شوه او اواز ي هم خوږ و. زما مور او پلار په نڅا او موسيقۍ مين وو او په
عام ځاى کې گډه دوه نفري نڅا يې ډېر خوښ و. خو د پلار گډا مې ډېره په زړه پورې وه
.ډېر ښکلي نڅېدل. د انګلستان دملکې د تاجپوشۍ په د ستورې کې گډا پيل شوه . زمونږ د
سفارتخانې ګڼو خلکو پکې برخه واخسته. زما مور او پلار د سالون په نڅا کښې ړومبى
انعام ترلاسه کړو. زما د مور يو ورور غازى غلام حيدر چې دراډيو پاکستان داڼليسي
خبرونو لومړى وياند و ترکى کې ېې موږ سره ډيره ښيګړه وکړه. هغه به اکثر نوى ودونه
کول. د هغه اوله ښځه نيمه ترکي وه. د هغې د ورور نوم حکمت و چې له هنده ترکې ته گډه
شوى و. انقرې ته درسيدو نه وروسته زما پلار حکمت ډير وکوت. په ورځپاڼو کې يې اعلان
هم ورکړ، خو څه پته ېې ونه لګيده. خداى پاک مر سته وکړه. يوه ترکي ښځه په سفارتخانه
کښې ملازمه شوه، نوم يې مهر شا ن و. هغې حکمت پيژندلو. هغه په استنبول کښې و. هغې
ښځې ورته ټيلفون وکړ، هغه انقرې ته راغي او مونږ سره يې و ليدل .
موږ به ېوه او بل ته ميلمستيا وې کولې.
مونږ دريواړو وروڼو ٧ اتۀ مياشتې په يو ترکي ښونځي کې زده کړه وکړه. په اڼليسي ژبه
لوست ورکول کېده. موږ ترکې ژبه هم دلته ياده کړه. چې له کبله يې موږ ښه ترکي ملري
پيدا کړل . ددغه عمر ماشومان ډېر ژر ژبه زده کوي. او زموږ ويل او اوريدل ښه شو .ډېر
ژر مو په روانه ترکې خبرې زدکړې چانه پيژندو ،حتى همدا اوس په پاکستان کې ښه ترکي
خبرې کوم. خو داڼليسي يادولو ته مو اړتېا درلوده. له دې نه وروسته مونږ په يوو
انګليسي ښونځي کې داخل شو. دا د يوې جرمن ښځې شخصي ښونځى وو. دغلته به ډيرو غير
ملکى هلکانو او جينکو سبق ويلو. دښونځي د مالکې مادام قدرت خا وند ترکى وو. هغې په
رياضي او جغرافيي ډېر ټېڼار کاو. ددې نه وروسته ما او جاويد دغه دوه مضمونه ښه زده
کړل. (مادام قدرت) د ددغو ٢ مضمونونو په تدرېس کې ښه وړتېا درلوده. تعليم نه مونږ
ښه فايده واخيسته. دې نه وروسته به مو تل په رياضي کښې ښې نمبرې اخستې. چې د مادام
قدرت دهڅو نتيجه ده .
دغو ٢ مضومونو پوځ ته دتلو په برخه کې ډېره مرسته راسره وکړه .د مادام قدرت ښونځى
گډ وو بهرنېو نجونو هم پکې لوست کاو. مونږ ټول وروڼه به دجينکو نه لرې تللو خو
جينکو او نورو هلکانو به موږ سره ټوکې کولې. او موږ به يې په خپلو کورونو کې ميلمه
کولو. کېداى شي نجونې په دې پوهېدې او له دې کاره چې موږ به شرمېدو خوند يې اخېست.
لس کلنې نجونې د لس کلنو هلکانو په پرتله ژر وده کوې او سترېږې او زموږ نه گردې
تاوېدې .
په تر کېه کې مې له لوبو يا ورزش سره ډېره مېنه پيدا شوه . لوبغالو ته ولاړم د
والېبال ، فوټبال او بېډ منټن لوبې مې وکړې. بېډ منټن ترکي لوبه نه ده خو د پاکستان
په سفارت کې به کېده. ترکېان د فوټبال سره ډېره مينه لرې. د نړى دنورو ماشومانو په
څېر مې مردکي هم کړي. چې مور به مو ډېره په قهر کېده. په ژمي کې به مې لاسونه
چاودېدل او حتى وينې به ترې راتلې. له وراېه به ښکارېدل چې مردکي مو کړي.لاسونه به
مې تړل او مردکي به مې په جورابه کې له موره پټول.
زه ډېر شوخ خو هوښيار هلک وم. په درسونو کې ښه وم. خو دجاوېد په شان ځلېدلى نه. او
دجاوېد دومره مې له درس سره مينه هم نه وه.
ترکى کښې زموږ د کور مخې ته د لبنان سفارتخانه وه چې په باغ کښې يې د ميوې ډيرې ونې
وې. كله به چې د سفارتخانې مساتونکى دسفارتخانې د ودانۍ نه وو تللو نو ما به ميوې
پټې راشوکولې.
تل به مې داسې کارونه کول چې نورو ماشومانو نشو کولاى. په خپله کوڅه کې ډېر مشهور
وم. مور به مې چې زما له مسخره لوبو خبره شوه ډېره به خفه شوه. کله به مې چې ملري د
لوبو کولو لپاره راپسې راغلل مور به مې خفه کېده. هغې به ماشومانو ته وېل ورک شى.
پرېږده چې درس وواېې.
دغه کار به زه هم په قهر کولم .خو په دې هېله به وم چې کله به له کوره د بهر وتلو
چانس راته پيدا کېږي .
البته زه به پلار سره د هيليو ښکار ته ضرور تلم. پلار به مې د سفارت له نورو
کارکونکو سره د( گل باشي )) په نوم جهېل ته تلو. دغه سېمه اوس دانقرې په گڼ مېشته
سيمه بدله شوې. د مرغا بېو ښکار مې ډېر خو ښېده. ترټولو ښه لحظه به هغه وه چې
دهېليو دناستې لپاره به په کمين کې غلي ناست وو. هغه ډز به مې هېر نشي چې يوه مر
غابى مې پرې وويشتل شوه او د اوبو پر سربه را ولوېده. خو په هوا کې مې ونشوه
ويشتلاى .
زموږد گا ونډېانو په منځ کې هم لکه د نړى د نورو سېمو په څېر دماشومانو ډلې او
گروپونه وو .مو ږ به جڼېدو. خو دا جڼ به رښتېا نه و. په يوه او بل به مو د ډبرو
وارونه کول او د سپر په واسطه به مو له ځانه دفاع کوله. دهرې ډلې به خپل بيرغونه
وو. حتي په همغه عمر کې به مې هم سترا تېژي، ټلارې او پلا نونه جوړل .ښه پکې ماهر
وم .موږ به نورې ډلې سېمې ته را غوښتې ، په هغو به مو برېدونه کول او دهغوى بېرغ به
مو راښکتته کاو چې دا به زموږ لپاره بريا او دهغوى لپاره ماتې وه ، زه به د کور نه
په بهر وتلو او لوبو کولو خوشحاليدم. کله به چې مور په کور کښې بندولم نو ډير به
خفه وم.
ما ډېره انرژي درلوده او په لوبو به مې مصرفوله. هغه مهال تلوېزون نه وو چې له
هلکانو کورنۍ چرگان جوړ کړي .
جاوېد به تل کتا ب لوست ، خو ما به د مجبوريت پر وخت کتاب لوستلو. موږ د برتانېې د
فرهڼي شورا د کتابتون غړيتوب هم
تر لاسه کړ. هر يوه به دوه کتابه سهمېه له کتابتونه وړل ، خو جاوېد په لوستلو کې
ډېر حرېص وو. په ٢ ورځو کې به يې خپل کتابونه خلاص کړل او بيا به يې زما کتابونه
لوستل . د اونۍ په پاى کې به ېې ٤ نور نوي کتابونه راوړل. خو ما به په دغه وخت کې
ېوکتاب نه وو خلاص کړى. مابه جا وېد ته ويېل چې داونۍ په پاى کې کتابونه ور وړو چې
په همدې خبره به مې له جا وېد سره شخړه وه .
د فاطمې په نوم مو يوه ترکى کار کونکې درلوده ، چې د احترام له مخې به مو ورته
مېرمن فاطمه ويلي. مشرانو راته داسې لارښونه کړې وه چې مشرانو ته احترام وکړي او په
سپک نوم يا کارکونکې مو نشو يادولاى .خو ډېره صادقه کار کونکې وه.
مېرمن فاطمه بوډۍ،نا لوستې او ساده ښځه وه. خو ډېره زحمت گالونکې وه . هغه ته به مو
ويل چې پاکستان لکه جنت غوندې دى هغې به وېل پاکستان ته مې بوزى چې دغه جنت ووينم
.نه پوهېږ م چې هغه به داخبره منلې وي اوکه به يې زمو ږ د خوښولو لپاره داکار کاو.
زموږ په سفارت کې ٢ نظامي اتشو کار کاوو. ډگروال مصطفى او اسماعېل. په همغه
وړوکوالي کې د هغوى زړه راښکونکي يو نيفورم زه پوځ ته د تلو لپاره وهڅولم. خو داسې
څو ک چې پر ما يې ډېر اغېز لرلى ، حمېد دهغوى مرستېال وو. دى يو ټېټ پوړى افسر وو.
دا هو ښېار او ښايسته ځوان د کشمېر و. هغه به زمو ږ له کو رنى سره ډېره مېنه ښوله.
زه او جاوېد به يي د غونډېو چکر ته بولو ،تر هغه لېرې لا ژوبڼ وو موږ به پلي ورتلو
او بېرته به ترې راتلو. دحمېد ډېرې لوبې يادې وې. او موږ ته به يې راښولې.
زموږ دکور مخامخ د سړک په ها غه بله خوا کې د يوه متقاعد ترکي جنرال کور و، چې
وروسته يو ستر صنعټر شو، د ريان په نوم يې يوه ښکلې لور درلوده. هغه به د خو نې له
پنجرې حمېد دکار دمېز تر شا ليده. ېوه ورځ يې ورته په کور کې د چايو ست کړى و. په
ډېر حېرانونکي ډول، زاړه جنرال، حمېد ته دهغه له لور سره دواده وړاندېز وکړ. هغوى
واده وکړ، ستر ه غو غا جوړه شوه. کله چې حمېد بېرته پاکستان ته ولاړ مېرمن ېې هم
ورسره وه. هغه ډېر روښانه سړى وو او ډېر پر مخ ولاړ. او دجړنى په رتبه کې تقاعد شو
وروسته يې سوداگري پيل او ډېر پکې برېالى وو. وروستى ځل مې چې هغه ولېد په کراچى کې
د يوه ټولي مشر وو، خو د ناڅاپي قلبې حملې له کبله ومړ.کله چې ولسمشر شوم او په
لندن کې د ېوه بهرني سفر پر وخت روان وم د حمېد مېرمن رېان مې هلته په لندن کې
ولېده.
ترکى کښې د اوسېدو په دوران کښې مې سپو سره مينه پيدا شوه. زمونږ په کور کښې د
نسوارى رنګ ډير ښکلي سپي و چې نوم يې "وهسکى" و. چې دسړک په يوه پيښه کښې مړ شو، خو
له سپو سره مينه کول زما د ژوند برخه جوړه شوه. واړه سپي مې خو ښيږي. نه غټ. ملري
مې وايي يو کومانډو باېد له سترو سپېو سره مېنه ولري.
په ترکې کې ٧ کاله د سترگو په رپ کې تېر شول له ډکو زړونو ، ډېرو ملرو څخه جلا او
پاکستان ته راغلو. کله چې مونږ د ترکې نه راتللو. نو مونږ ژړل. دا ٧ کاله زما د
ژوند ښه کلونه وو. زموږ د بېرته راتلو سفر هم د حيرانۍ وړو. مونږ له انقرې نه تر
بصرې پورې د خپل پلار په آسټن (موټر) کې راغلو.موږ په ترکې، سورېې او لبنان راتير
شو اود اردن په لار عراق ته راورسيدو. بصرې نه مونږ سمندري بيړى کې سپاره شو او
کراچۍ ته راورسيدو.