۴ څپركى
کور
مونږد ١٩٥٦ په اکتوبر کښې کراچۍ ته راورسيدو. زما عمرد ديارلسو کالو وو.په کراچۍ
کښې مو ډير ملګرى، خپل خپلوان وو او بيا خپل کور ته د راتګ خوشحالى خو بل ډول وه.
مونږ اووۀ کاله پس راغلو . دکراچۍ ښار لوى او په يو نړېوال ښار بدل شوى و . پلار مې
د بهرنيو چارو وزارت ته خپل کاري رپوټ يوړ. مونږ ته د ناظم اباد په درېم بلاک کښې
يو ښه کور راكړشو. ډېر ښار گوټې د کډوالو لپاره جوړ شوي وو. نظيم اباد په ښه پلان
جوړ شوى وو .لوى سړکونه او گلدانونه يې درلودل.
ډېر گا ونډېان مو د منځنۍ کورنى خلک و. موږ له هغو څو کورنېو څخه وو چې موټر مو
درلود . ډېر وخت نه و تېر چې مورته مې دنده پيدا شوه. زما د پلار د يوې هالنډى ښځې
او خا وند برېنکس سره دوستي شوه. ښاغلى برنکس د فلپس کمپنۍ مشر ړ. چې د (( ساېټ ))
په نوم په نوې صنعتي سېمه کې وه. مورته مې دهغه په دفتر کښې د سيکرتر دنده ورکول
شوه. تنخوا يې ښخ وه. ددې دندې يوه لويه فائده دا وه چې مور ته مې په ارزانه بيه يو
فلپس راديو ترلاسه شو.ډېره موده يې هلته کار وکړ. کلونه وروسته مې د برنکس دکورنۍ
سره درې ورځې په هالنډ کې تېرې کړې .
مونږ دواړو وروڼو ما او جاويد دهمغه کال په مني کې د ((سينټ پاټريک)) ښونځي په اتم
او نهم صنف کې دداخلې لپاره برېالى امتحان ورکړ. دا د سېمې همغه پخوانى ښونځى وو چې
پخوا پکې وو. دغه ښونځى د عېسوي مبلغانو لخوا اداره کېده . خو موږ په اردوژبه کې له
ناکامۍ سره مخامخ شو . موږ په ترکيه کې اردو نه ويېلې . جاوېد په ټولو مضمونونو کې
د ښونمرو په درلودلو سره په ښونځي کې ومنل شو. او زه يې ونه منلم. زه موقتا د((
ماري کولاکو)) په نوم ښونځي کې شامل شوم. سمدلاسه مور اوپلار مې هڅه وکړه چې زما د
اردو سوېه لوړه کړي. او يو کورنى معلم يې راته ونيو. له دريو مياشتو وروسته مې
دومره اردو ياده کړه چې د ((سنت پاتريک)) په ښونځي کې شامل شوم .فکر کوم دژر منلو
لامل په شل فيصده ازموينه کې د ښونمرو له کبله و.
کشر ورور نوېد مو بيا وروسته په ١٩٥٧ کې د سينټ پاتريک د ښونځي په ٦ ټولۍ کې شامل
شو.هغه به تل متوسطې نمرې اخېستې.
په انقره کې زموږ ښونځى د شنو پټيو شاته وو، خو په کراچى کې ډېر لېرې و او لاره هم
چندانې ښه نه وه. کله به پلار په موټر کې بېولو، خو معمولابه په ملي بس کې تلو،
بسونه به تل له خلکو ډک و. او خالي څوکۍ به نه وې . له ښونځي به د کورته راتلو پر
وخت زه او جا وېد د (( رېال )) د سينما په لور تلو. دلته يوه گولاېې وه او بس به په
کرارېدو ،موږ به په منډه ور ختلو، دا خطر ناکه لوبه وه.
خو د جمناسټيک د لوبې برکت و. زموږ همزولو له موږ سره دمقابلې وړتېا نه درلوده،
کورته موپه گرمى کې نېم ساعت لاره وه . ناظم اباد کښې د هلکانو بيلې بيلې ډلې وې.
زه هم په يوه ډله کښې شامل شوم. خو ډېر ترېخ وم.
په پاکستان کې يوه په زړه پورې لوبه د کاغذ باد د پورته کولو ده. خو په توپير سره
تر سره کېده د لته لکه دافغانستان هلکا ن تار په کلکو سريښو او مېده کړې ښيښې باند
ې لړى او بيا يې په جڼ اچوي او هره خوا هڅه کوي د سېال تار پرې او هغه ازاد کړي .
او کله کله شيشه د کاغذ پران د پورته کونکي دلاس گوتې پرې کوي او وينې ترې بهيږي .
دا ډېر درد کوي او تردې زړه بوږنونکي دا چې کاغذ پران دې درڅخه بل هلک ونيسي.
د افغانستان په اړه تازه خپور شوي رومان ېا ناول ( کاغذ پران باز) دغه دود ښه تصوير
کړى . او زما شخصي تجربې هم په دغه کېسه کې شاملې دي . دلته د سېمې يو بدمعاش و چې
هر كاغذ باد الوزونکي پسې به تللو او ورته به يې وئيل چې د كاغذ باد تار راکړه.
هلکانو به اکثر د هغه خبره منله. يوه ورځ زما مشر ورور کاغذ باد الوزوو چې هغه بد
معاش راغى او زما د ورور نه ئې د کاغذ پران د اخستلو هڅه وکړه.ما د خپل ورور لاس
ونيولو او ورته مې ووئيل چې موږ تاته ولې كاغذ پران درکړو؟
ما ورته سوک ورکړ جنګ شروع شو. ما هغه ښه ووهلو، خلک راټول شول. له دې نه وروسته ما
ته په سيمه کې د "داداګير" يا سوک وهونکي لقب راکړل شو. له دې نه ما دا سبق واخېست
چې که تاسو دا ډول بدمعاش و نڼوى نو بيا به هغه پخپلو پښو ونه دريدى شى. له دې نه
وروسته چې کله زه پوځي شوم نو دا سبق راته ډير پکار راغى.
دسينټ پاټريک د ښونځي مې هر څه ياد دي. هلته مې له ښونځي بهر هر څه زدکړل خو شو خي
مې کمه نشوه چې ېوه ښونکي ښاغلي (( دې لېما)) په خپلو شوخيو ماته ډېرې سزاګانې راکړ
ې. کله به د ټولي په يوه کنج کې څملول شوم او جزا به راکول شوه . اوکله به دټولي نه
بهر ويستل شوم. او جزايي به شوم .ېوه ورځ په بهرکې په يوه پښه جزاېې ولاړ وم چې
پلار مې د ښونځي له مدېر سره دخبرو لپاره راغى ،ما د دېوال بېخ ته ځان پټ کړ چې ومې
نه وېني . ما ته يوه بله سزا نن هم راپه ياده ده: عمومي ناظم يوه ورځ زه وليد م چې
نور هلکان مې په تباشير ويشتل. زه ېې د لاس په لرگي ٦ ډاڼه ووهلم، ډډه مې لکه اور
سوځېده. کله چې د پاکستان د ولسمشر په توگه دنوي ښونېز کال د پيل لپاره خپل ښونځي
ته لاړم نو ما عمومي ناظم ته دوينا پر وخت هغه سزا ورياده کړه " استاده ! ما داسې
فکر کاوه چې ګنې زه په واوره ناست يم" دا خبره ما د خپلې وينا پر وخت وکړه. په دغه
وخت كې مې يوه همصنفي مائيکرو فون راوړ او د ناظم نه ئې سوال وکړ " استاده ! آيا
هغه وخت تاسو پوهېدى چې يوه ولسمشر ته جزا ورکوئ".؟ په دې خبره ټولو وخندل. زما په
زړه کښې د ناظم او خپلو نورو ښونکو لپاره ډير عزت او احترام دى.
زما يو ښونکي ( منديس ) نومېده ښه ښونکى و، او زموږ د شخصيت په اړه يې ډېر فکر وکړ.
په ښونځي کې مې شوخى محدودې نه وې .
داکتاب د بېنوا .کام څخه په غلا کاپي شویدی
ما ما مې غازي غلام حيدر خان هغه کس چې د نېمه ترکى ښځې سره يې واده کړى و.د
ځوانانو سره په يو ځاى کېدو کې ډېر ماهرو. هغه به دعملې ساعتېرېو پر وخت د هلکانو
مشري پر غاړه اخېسته، هغه به په خپل الماني ډوله ( اوپلريکورډ) موټر ساېکل تر لسو
پورې هلکان سپرول . او د شيطانى لپاره به بهر تلو.
يوه ورځ يې ( فرېرباغ) ته دچکر لپاره بوتلو دلته به خلک دمېلو لپاره راتله . هغه
يوکس ولېد چې په ېوه غالى ناست وو او پک سر يې ځلېده، ده هلکانو ته وويل که چا دغه
کس په سر په څپيړه وواهه ٥ روپى ورکوم .ټولو ځانونه غلي کړل او ومو ويل داکار نشي
کېداى . زړور ماما مې ووېل (( وگورى) ) : هغه نېغ د پک کس شاته ورغى او ښه په زوره
يې سرته څپېړه ورکړه او ورته يې وويل بشيره ته يې ؟ زه له ډېره وخته په تاپسې گرځم
. سر ېې لکه دوزخ داسې سور شو. پک کس په ډېر قهر سره راتاوشو. مخکې له دې چې څه
ووايي ماما مې ترې بښنه وغوښته. ويي ويل (( ډېره بښنه غواړم وروره، تا سوه زما ملري
بشير ته ورته وی، او درباند ې وغولېدم، له بشير سره مې همدلته وعده کړې وه. دغه
بيچاره کس چې لا په قهر و لږ اخوا بلې څو کى ته ولاړ او د پسه په ډول يې اخوا او
دېخوا کتل . موږ له خندا شنه او ډېر حېران و. خو هېله مو وکړه چې ماما مو بل ځل
داسې خطرناکه کار ونکړې . هغه بل شرط کېښود، بېا يې وويل اوس لس روپى هغه هلک ته
ورکوم چې بېا دغه پک کس په سر ووهي، ټول حېران شو. وايي پکه دادې لا بله سپکه.
موږ انکار وکړ، خو سمدلاسه ده ووېل خى وگورى( بېا د پک کس خواته ورغى او تر تېر ځل
ېې په زوره هغه کس په سر په څپيړه وواهه او ورته ويې ويل دادى بشيره ته دلته يې
،وړاندې مې د تا په څېر يو بل کس وواهه. دغه بيچاره کس بيا په قهر را وگرځېد او
سترگې يې وحشي شوې وې . خوله يې لکه طلاي ماهي غوندې ډېره وازه شوې وه، مخکې له دې
چې څه ووايي ماما مې تر هغه بل ځل زېاته بښنه غوښتل پيل کړل . په درواغجن او ډارن
ډول يې وويل نپوهېد م چې تا سو خپله څو کى بدله کړې ؟؟
ما ما مې بې له دې چې سړى خبرو ته پريږدي زموږ خواته راغى . او موږ له ډېرې خندا په
کبلو کې رغړېدو.
خو هغه همدارڼه په هوايي ځواکونو کې و.او د پاکستان له جلاکېدو وړاندې ېې د هند په
هوايي ځواکونو کې د تورې جاېزه اخيستې وه.
..................................................................
زۀ دپنځلسو کالو په عمر کې په لسم ټولګۍ کې وم. نسبتا پوه زدکونکى وم. په ټولي کې
له اوله تر ٤ نمبره پورې زما درجه وه. خو ناڅاپه زما درجه ټېټه شوه . په اصل کښې
يوې نجلۍ سره مې "مينه" پيدا شوې وه. د ځوانانو اوله مېنه لکه لېونتوب وي .خو دغه
مينه هم مختلفه وي . ما دغې مېنې ته ډېر پام کاو، ځکه چې له اسمانه راته راغلې وه،
زه به دهغې په يادونو کښې ورک وم. په دې معامله کښې هغه جينۍ له ما مخكې شوې وه. زه
خو ډير سخت شرميدم. او نشو مې کولاى دواده خبرې ورسره وکړم. هغه زمونږ په ګاونډ کښې
اوسيده. او زما همزولې به وه. دا ډېره راته په زړه پورې وه مخکې تر دې چې زه په هغې
مېن شم يوه جينى له ماسره مينه کوي. له هغې پرته مې هېڅ په زړه کې نه گرځېدل.
د هغې انګريزى ښه نه وه او زما اردو کمزورې وه. هغې به ماته په اردو کښې خطونه
ليکل، بيابه ما ته يو ملګرى لوستل او ما به هم په هغه ملګری ځواب ليکلو. هغه کس
زماد کشر ورور ملرى وو، چې د هغې جينۍ خطونه به يې راوړل او ځواب به ئې هم وروړلو.
دا ډير چالاکه هلک وو او هر کورته به يې سر ور ننوېستو، پټ به په دېوال د جينى
کورته ورتلو زما ليک به يې ورکولو او دهغې به يې را وړل .
خبره داسې ځاى ته ورسېده چې په ( نېا ) مې بې له دې چې پوه شي دا کار ېې پیل کړ .
هغه مهربانه ښځه وه . او لکه دنورو محافظه کارو مسلمانو ښځو په څېر به يې چادرې
اغوسته . نېا ته به مې وېل باېد دگا ونډېانو پوښتنه وکړي او دجېنى دکور خواته به مې
مخا مخ کړه، چې دهغوی کورته ورشي، بيا به ما خطونه د نيا د برقعې یا چادری په يو
جيب کې اچول او هغه جينۍ به ترې ويستل. هغه جېنى پوهېده ،ما ورته ویلی وو. خو نېا
مې نا خبره وه او که پوه شوې وايی چې داسې عاشقانه ليکونه پرې ليږدوم نو خفه شوې به
وه . خو وروسته مې مور خبره شوه .
دې جينى ډېر ښه اندام درلود، او يوه نمايشي مينه وه . تر هغه چې زما مور پلار د کور
بدلولو فيصله وکړه دا ځاى د((گارډين) په سړک کې لږ ليرې د کراچى ژوبڼ ته نژدې وو چې
ښکلي باغونه يې درلودل اودمېنې دغه كيسه په همدې ډول پاى ته ورسېده.
اوس مونږ ګارډ ېن روډیا سړک ته راغلو. دلته زه د مېنې له يوې بلې کيسې سره مخا مخ
شوم. دا يوه ښائسته بنګالۍ پيغله وه، خود مېنې دا نکل د اول په څېرنه و. هغه ېې اوس
وادۀ کړې ده او په بڼال کې د خوشحالۍ ډک ژوند تيروى. فکر کوم مور به مې پوهېده ځکه
په درس کې کمزورى شوم.هغه ډاډه نه وه خو له ضعېفه پايلو مې په قهر وه . خو دکلنى
ازموينې پايلې مې ښې وې . او د اول نمره سره په ٤ نمرو دوهم شوم . په رياضي کې مې
لومړى جايزه واخيسته. په دې وخت مې مور وويل چې زما مشر ورور جاويد به د پوليسو يو
مشر جوړيږى. د ټولو کشر نويد به ډاکټري کوي او زه به د شوخى له کبله پوځ ته ځم ،چې
همداسې وشو.