٣٢ څپرکى
د رهبرى ازموينه ، د پاکستان زلزله :
د ٢٠٠٥ کال داکټوبر ٨ د سهار ٨:٥٢ ټوله نړۍ د ميليونوپاکستانېانو په حال اندېښمنه
شوه . د رېختر په مقياس ٧،٦ درجو زلزلې زموږ غرنۍ شمالي سيمې ولړزولې ، چې پر سرحد
او ازاد کشمېر يې اغېز وشينده .دغې زلزلې په څو تانېو کې درنه مرگ ژوبله او ورانى
رامنځ ته کړه . زلزلې ٣٠ زره متر مربع سېمه ونېوله او تر درې نېم مېلېون زېات خلک
يې بې کوره کړل .٧٣ زره تنه پکې ووژل شول او ٥٠٠ زره کورونه او ودانى پکې ورانې شوې
. چې غټه برخه يې ښونېز او روغتېا ېې مرکزونه و. ټول حکومتي بنسټونه وران شول . کله
چې په مارگلا سيمه کې يو ه غټه ودانى ونړېده ، پلازمېنه اسلام اباد له دې زلزلې
اغېزمن شو. کله چې ددغو ودانيو دورانېدو په ترڅ کې ډېر اوسېدونکي مړه او ژوندي تر
خاورو لاندې شول . ملت ټکان وخوړ. د خبر د جزئېاتو په ترلاسه کېدو زما ، نړى او زما
د ملت لپاره د زلزلې څومره والى په ډاگه شو.
په پيل کې مو دکشمېر او سرحد داېالت په اړه څه معلومات نه درلودل چې هلته څه پيښ
شوي . يوازېني خبر په اسلام اباد کې د يوې ودانى نړېدل و. سمدلاسه مې له سېمې لېدنه
وکړه . خو دغرنيو سيمو څخه د رپوټو له ترلاسه کولو سره سم مې د پوځ لوى درستېز ته د
سېمې څخه د لېدلو امر وکړچې د ناورين کچه معلومه کړي .
د مارگلا د برج ورانېدو وښوله چې د ژغورنې د عملياتو په ډگر کې څومره کم سمبال يو.
زه باېد دترکي او برتانيي څخه مننه وکړم چې ډېر ژر يې د ژغورنې سمبالې روزل شوې ډلې
زموږ مرستې ته را ولېږلې . ډېر هغه کسان چې تر خاورو لاندې ژوند ي را ووتل ددغو ډلو
او ددوى د روزل شويو سپيو له برکته و. دژغورنې دغه ډلې همدارڼه د سرحد او کشمېر
سېمو ته هم ورسېدې . چې ډېره ښه دنده يې تر سره کړه او زه يې مننه کوم .
د پوځ لوى درستيز د مازدېگر په ٥ بجو د ځپل شويو له لومړى ډلې سره د پينډى پوځي
روغتون ته را ورسيد. اوس دافت پراخوالى روښانه شوى و. تصميم مې ونيو چې سبا سهار
وختي په خپله سيمې ته ورشم. دا سفر نه يوازې د پيښې د زيانونود کچې د معلومولولپاره
و ، بلکې د ناورېن ځپلو اوبيځايه شويوسره د خواخوږى د ښکاره ولو لپاره و. پوځ چټک
غبرگون وښود. د پاڼونو را ښوېدو ددغې سېمې دا څو لارې هم بندې کړې وې . د پوځ
جنرالانو ته د ژرلاس په کار کېدو امر وشو،چې لارې پرانېزي . د پوځ قطعات چې ټول ٥٠
زره کسان و، د قومند ې له مرکزه پنجاب ته وليږل شول . په ټول قوت سره دپوځ چورلکې
او هوايي ځواکونه په حرکت راغلل ،چې فورا له خاور و لاندې مړي را وباسي او دمرستې
رسونې چارې تر سره کړي .
د اکټوبر په ٩ د سهار ٩:٣٠ د زلزلې سيمې ته ور سېدم . د سرحد له ٢ اود ازاد کشمېر
له درېو سېمو څخه مې لېدنه وکړه . د سرحد د شمال لوېدېځ ښارگوټى بيخي وران شوى و.
هغه څه مې چې ولېدل زړه يې را مات کړ. يوه ودانۍ هم روغه نه وه پاتې . ټول سېمه ېېز
حکومت له منځه تللى و. هغه چې ژوند ي پاتې و، په زړه ماتي ډول يې ورانيو ته کتل .
ددغو کسانو د لېدلو تحمل مې ونشو کړاى .ما ورسره د مرستو له وعدې او د غمشريکى له
ښولو پرته نور هيڅ ونشو کولاى . هرې سېمې ته چې ولاړم ډاکټرانو په ازاده هوا او يا
موقتو خيمو کي د ناروغانو درملنه کوله. کله چې د کشمير مرکز مظفر اباد ته ورسېدم د
ژغورنې د ترکى ډلې په لېدلو حېران او خوښ شوم . څرڼه هغوى ترما وړاندې سېمې ته
رسېدلي و؟ لکه څرڼه چې زه په ترکي پوهېدم دهغوى د فداکارى او زما له ملت سره د مينې
له کبله مې ترې مننه وکړه . د ماسپښېن په ېوه بجه يو ښه خبر په مظفر اباد کې راته
را ورسېد، چې پوځي انجينرانو سېمې ته د دوو غزيدلو لارو څخه يوه خلاصه کړه .
هغوى حتما د شپې کار کړى و، چې دغه دنده يې تر سره کړه . د ٢ ورځو په ترڅ کې د سېمې
نورو ښارونو ته نورې ورغلې لارې هم د گټې اخېستو وړ شوې . خو غرنېو درو ته د رسېدو
لپاره اونېو ته اړتېا وه . دغه سېمې د چورلکو مرستو ته پاتې شوې .
دفتر ته د ژر را گرځېدو سره سم مې د حالاتو د څېړنې وروسته تصميم ونيو چې د بېا
رغاونې لپاره د ولسمشر پلان (پي ار اى ) جوړ او عملي کړم . دغه پرووگرام ٤ پړاونه
لرل. ژغورنه ، مرسته رسول ، بيا رغاونه او نوې کونه . لومړى مې د مرستې رسولو
فدراله ټولنه جوړه کړه . چې د ژغورنې او مرستې رسونې چارې پر مخ بوزي . وروسته مو د
زلزلې د ورانېو د بېا رغا ونې او نوې کونې اداره جوړه کړه . چې دپلان درېم او څلورم
پړاونه تر سره کړي .
د ژغورني عملياتو يوه مياشت وخت ونېو. پاکستان د تجربې او فني تجهېزاتو د نه لرلو
له کبله دې ناورين ته تېار نه و، موږ باېد د ترکې او برتانېې د چټک غبرگون منندوى
واوسو.دغو ٢ هېوادونو د ډېرو کسانو ژوند وژغورو.
زموږ اصلي دنده دمرستې رسولو عمليات و. ځکه څو ميليونه کسان بې کوره شوي و. او ژمى
هم دخلکو دکورنو شاته را رسېدلى و. دغه عمليات درې جلا عناصر درلودل . د اوبو او
دلوږې دمخنيوي لپاره دخوړو برابرول ، د بيځايه شويو لپاره د دارو درملو او روغتېاېې
اسانتيا و او د صحرايي روغتونونو او پناه ځالو جوړول . پاکستان لکه د لوېدېځ د
بډايه هيوادونو په څېر نه دى چې دورته ناورين لپاره پراخې مالي او نور سمبال توکي
او ټولنيز ملاتړ ولري . په پاکستان کې سره له دې چې حکومت د مرستو معينې سرچېنې د
ورته نامعلومو ناورينونو لپاره ذخېره کوي ، د خېرېه موسسو يوه غټه شبکه هم مهم رول
لوبوي . او خالېاه ډکوي . په دغه ورځ ټول ملت سره ېو او مرستې ته تېار شو.ډير کسان
او دمو سسو کار کونکي په خپله خوښه د ډالى شويو مرسته شويو توکو راټولو لو ته تيار
شول . پدسلونو کورنيو او بهرميشتو پاکستاني ډاکټرا نو د مرستي رسونې څخه يو ستر
جوړښت رامنځ ته شو. د پاکستانېانو او زموږ د بهرنيو ملرو سخاوت دومره قوي و چې دغه
ناڅاپه افت يې له منځه وړاى شو.غېر دولتي موسسو، دملرو ملتونو اړوند ادارو اوټولې
نړيوالې ټولنې په پراخه ټنډه له مور سره چلندوکړ . د پاکستان ملت به هېڅکله دهغوى
زړه سوى هېر نه کړي .
په دې منځ کې زما دحکومت رول همغږي کول و، موږ پوه شو که زلزلې ځپلو سېمو ته مو
دمرستو د سترو کاروانونو بهېر نه واى منظم کړى او خپله پوره بوخته مخابراتي شبکه مو
نه وايي فعاله ساتلې ،ټوله لړى به له بې نظمى او پاشل کېدو سره مخامخ شوې واى . پوځ
يوازېنى اداره وه چې دغه ماموريت يې تر سره کولاى شو. نو دهمدې لپاره مود پوځ فرقې
سره وويشلې . لس لوا گانې او تقرېبا ٥٠ کنډکونه په مختلفو سيمو کې ځاى پر ځاى شول .
چې اړو کسانو ته رسېدنه وشي .
دغه سېمې په برخو وويشل شوې . د مسولو افسرانو نومونه او دټېلېفون شمېرې د رسنېو له
لارې اعلان شوې . چې اړ خلک په اسانى سره له هغوى دمرستو غوښتنه وکړي . له دې کبله
پوځ ټول ټ راټ تنظيم کړ،او مرسته شوي توکي يې ډېرو اړمنو کسانو ته د لومړيتوب په
ډول ووېشل . دغو ډلو همدارڼه د مخابراتي مرکزونو په توگه هم کار کاو. موږدوه هوايي
اډې د کومکونو دترلاسه کولو لپاره معرفي کړې . د کومکونو د لېږدولو ٦ اډې مو په
غرونو کې جوړې کړې او ددغو توکو د لېږلو د لارښونې لپاره موپه اړو سېمو کې مرکزونه
جوړ کړل . دغه مرستې د چورلکوپه مټ له پاسه راغورځول کېدل . د اسونو ، قچرو او
همدارڼه د پياده لارو څخه لېږدول کېده .بده به وي که په خاص ډول د امريکا دمتحده
ايالتونو او برتانېې د شينوک الوتکو له لارې ناورين ځپلو سيمو ته د مرستو د لېږلو
له دندې څخه مننه ونه کړم . د ژغورنې او مرستې رسونې د عملياتو په ټول پړاو کې وخت
ډېر مهم وي ، او د خپلو شينوک الوتکو له سرعت پرته نشو برېالي کېدى .
زه نه يوازې ددولتونو بلکې دسعودي عربستان او ترکې د خلکو له مرستې څخه مننه کوم.
هغوى د خوړو ، خېمو او درملو په برخه کې له مو ږ سره ډېره مرسته وکړه . ددغو خلکو
دولتونو دخپلو هېوادونو د يوه ملي پروگرام له لارې دخپل هېواد له گوټ گوټه مرسته
شوي توکي راټول کړل ، ددواړو هېوادونو خلکو په خلاص زړه له موږ سره مرستې وکړې.
ترټولو اغېز اچونکي مرستې د ښونځېو د هلکانو دجېبونو پيسې وي چې موږته يې راډالى
کړې. د مرستي رسونې د څو اونيو په ترڅ کې يو ډير هوښيار تصميم مو چې ونيو کېداى شي
د ( پيسو دويشلو دمرکز) جوړول و. ومو لېدل چې په سلونو زره کسان بې پيسو پاتې دي .
هغه ناروغان چې په گرځنده يا ليرې پرتو اصلي روغتونونو کې تر درملنې لاندې و د
بېرته راټ پيسې يې نه درلودې . په زلزله ځپلو سيمو کې ټول کاروبار او وړې سوداگرى
له منځه تللې وې .
هيڅ خرڅونکى او پلورونکى نه ښکارېده . نو موږ تصميم ونيو چې سمدلاسه ټولو ناروغانو
، ټپيانو او د وژل شويو د کورنېوپاتې کسا نو ته نقدې پيسې ووېشو. په ٣ مياشتو کې
٣٥٠ ميليونډالره وويشل شو. دا گام په رښتيا سره اغېزمن و. يو ځل بيا سوداگرېز
فعاليتونه پيل شول . خلکو پخپله بيا رغاونه پيل کړه . او داقتصادي کارونه څرک
راښکاره شو.
بد بېنو کسانو او عيب پلټونکو فکر کاو چې په لسگونو زره کسان به د ټپونو ، په
زرگونو نور به د لوږې او ناروغېو د خپرېدو له کبله ومري .خو دا وړاند وېنې غلطې
وختې . هغوى همدارڼه وړاند وېنه کړې وه چې په لسگونو زره کسان به دهماليا په يخو
غرونو کې د ژمي د سوړ والي له کبله مړه شي. زه دغه کسان نا پوه خبردارى ورکونکي ،
ضعېف الفکره ، بې زړه اوکه مبالغه ونکړو احمقان بولم . زه له پيله پو هېدم چې ددوى
وړاند وينې بيځايه خبرې دي .
بيا رغا ونه يو پيچلى کار او وخت ته اړتېا لري . موږ په تجربې سره ولېدل چې د بېا
رغاونې بهېر په نړى، په خاصه توگه د سوېلي اسيا د سونامي له وراني او په امريکا کې
د کاترېنا له طوانونو وروسته څرڼه تر سره شوه . په پاکستان کې د ٤٠٠ زره ښونځيو ،
کورونو ، روغتونونو او دولتې ادارو ته اړتېا وه . د کورونو د بيا رغا ونې په اړه مو
فکر وکړ دابه سمه نه وي چې دولت دخلکو کورونه ور جوړ کړي ، تصميم مو ونيو چې د
خصوصي کور جوړوني يوه ټلاره جوړه کړو ، او دخلکو دکورنو د ورانېدو له کبله ورته يوه
خاصه اندازه پيسې ورکړو. او ځاڼړې نقشې د خلکو دکورنو د جوړولو لپاره ورکړو. د
ښونځېو او روغتونونو د بېا رغا ونې لپاره مو د اړتېا پر اساس يوه ستراتېژي جوړه کړه
. چې له مخې مو په اړو سېمو کې لومړنې ، منځني ښونځي ، ليسې ، روغتونونه ، او
کالجونه جوړ کړل .
په مظفر اباد کې مو د دولتي ادارودجوړولو لپار تصميم ونيو چې ټول په نورو سېمو کې
جوړ کړو چې د ښار چاپيريال هم ښکلې او ښه شي . بېوزلو ښځو، معلولو او يتيمانو سره
مرسته هم د بيا ر غاونې د بهير مهم ټکي دي. تصميم مو ونيو چې د يتيمانو سره دمرستې
مرکزونه ( اشيانې ) په اسلام اباد کې جوړه کړو. او وروسته دغه مرکزونه بې وزلو سېمو
سرحد او ازاد کشمېر ته وليږدو. په دې اړه مو يوه اندېښنه په اوږد مهال کې دما لي
منابعو پيدا کول دي چې وکولاى شو په دوامداره توکو دغو بې وزلو ته مرستې ورسو ، او
ددوى د ژوند دښه والي لپاره هڅې وکړو. د نړيوال بانک ، د اسېا د پرمختېا ېې بانک ،د
ملروملتونو داړوندو ادارو اودپاکستان دولت په گډه سره د زلزلې د زيانونو د معلومولو
لپاره پلان جوړ کړ.غوښتل مو چې ټول زموږ د لومړنيو اړتياو سره موافقه وکړي. اټکل
وشو چې ٥،٢ ميليارده ډالره زېان به اوښتى وي .په ېوه کال کې ١،٦ ميليارده ډالره د
مرستو بودجه وه ، ٣،٦ ميليارده ډالره د بېارغاونې او سل مېلېون ډالره . د ناتوانه
کسانو د وړتيا د لوړولو لپاره اټکل شوى و. دد غو معلوماتو په ترلاسه کولو سره مې
تصميم ونيو چې په اسلام اباد کې د مرسته ورکونکو هېوادونو نړېوال کنفرانس را وبلم .
همدارڼه مې د ولسمشرى دمرستو پروگرام په لاره واچاو. په دغه کنفرانس کې دنړېوالو له
سترځواب څخه ډېر خوښ شوم. په دغه کنفرانس کې ٧٦ هېوادونو گډون درلود. او د ٦،٤
ميليارده ډالرو د مرستې ژمنه يې وکړه ،چې ١،٢ مېلېاردو ډالرو ته يې زموږ سخته اړتېا
وه . ځينې دغه مرستې بلاعوضه او ځېنې يې اوږد مهالي پورونه و.د پاکستان ټول ملت په
ځاڼړي توگه زه د نړيوالې ټولنې له دغې پراخې مرستې څخه چې د پاکستان سره يې په ډېر
مهم وخت کې وکړه مننه کوم. د ولسمشرى دمرستې موسسې ته ډېرې مرستې را ورسېدې ،چې
ډېرې يې د پاکستان داوسېدونکو او له پولو بهر د پاکستانيو موسسو مرستې وې . دغې
موسسې ته په ٢٠٠٦ کال کې تر ١٧٠ مېلېون ډالرو زېاتې پيسې را ورسېدې .
زلزله يو خدايي کارو چې د ستر غم او زېان لامل شو. خو د بې وزلو او اړو کسانو د
پياوړي کولو پروگرام هم په ښه او منظمه توگه تر سره شو. په دغو ټولو مرستو سره به
ناورين ځپلې سيمه او خلک بېرته عادي حالت ته ستانه شي، او موږ به د نړېوالې ټولنې د
مرستو پوروړي پاتې شو.