وروستى٣٣ څپرکى
غبرگونونه
کله چې د خپل ژوند بهيرته له همغه وړوکوالي بيا تر ډېرو حساسو شيبو پورې وگورم ،
دخداى له مهربانى مننه کوم. څوک چې په يوه متوسطه کورنى کې پيدا کيږي او دمشر
پالونکو په ټولنه کې ژوند کوي بايد لوړو دولتي پوړيو ته د رسيدو خپال دې نه کوي .
زه له همغه پيله چې له نوي ډهلي نه کراچۍ ته د گډوالو په خطرناک گاډي کې سپور شوم
له جنجاله ډک ژوند مې درلود.ما هيڅله داسې هوښياري او وړتېا له ځانه نه ده ښولې، چې
د يوه روښانه راتلونکي تصوير دې راکړي . په پوځ کې ماته د يوه وخت غوښتونکي ، ازاد
او جڼي افسر په سترگه کتل کېده. نه د يو جدي مسلکي افسر په توگه . ما هيڅکله ژوند
ته په جدې نظر نه دي کتلي . زما خرابه انظباط او تهذيب ته که څوک وگوري فکر نه کيږي
چې يو روښانه راتلونکى دې ولرم .
خو خداى پاک تل په ما مهرباني کړې . خداى پاک نه ېوازې په ٢ مخامخ جړو بلکې په ډېرو
ځان وژونکو ، دالوتکې تښتولو او دنورو ټکرونو له کبله له مرگه ژغورلى يم . حېران يم
چې ولې يې داسې کړي .
د رتبې ترفيع مې له جنرالى پورته له سېاسي ، او د ځينو مشرانو او افسرانو سره
دمخالفت له خنډونو سره مخامخ وه ، خو سره له دې مې هم کارې پر مخټ درلود. دا حالت
زموږ د ترفېعاتو نظام ته ښه نمره ورکوي. خو زما قوي نقطي دجکړې په کړنو کې وې. د
جړې په ميدان کې د يوه قومندان او د ځواکونو دمشر په توگه زما کړنې او له ټولو مهمه
هغه اړيکې چې ما له خپلو مشرانو او همکارانو سره درلودې ،ټولې زما د قوت نښې دي .
په واقېعت کې زما حرفوي تېز فکر اوذهن دکار پروخت څرگند شو او زه يې د قوي پوځي
تاکتېک جوړونکي سطحې ته ورسولم .
زما له ضعېفه او قوي ټکو اخوا د پوځ دمشرى د وروستي څوکى له نېولو وروسته زما باور
په تقدېر زېات کړ. زه چې کله ډگر جنرال وم دې پايلې ته ورسېدم چې په عزت سره تقاعد
واخلم . خو د نواز شريف لخوا پر دولتي ادارو د ولسمشر د واکونو داخيستو تصميم دې
هرڅه ته بدلون ورکړ.
زه پوره باور لرم چې د انسان دژوند بريا ترډېره دهغه په شخصيت جوړونې پورې اړه لري
.نسبت و فکري روڼتيا ته .
د فزيکې ودې په پراختېا سره فکرى پرمخټ ترډېرې مودې پورې دوام کوي . هرڅوک خپل
ورپاتې طبېعي او فکري ظرفېت لري . خو دهغه د په ډاگه کولو لپاره بپلابيلې شخصي هڅې
مهمې دي .
روحي پرمختيا د انسان د شخصيت هسته جوړوي .صداقت ، رښتېن ولى ، قناعت او انسانيت د
يو شخص مهم صفتونه دي .
لومړى :ماخپله تجربه کړې چې صداقت په بده ورځ او بدو شرايطو کې مقابل کس تل تسليموي
.
دوهم: اخلاص دښه شخصيت مهمه نښه ده .
او دريم : دهرشي په اړه چې ما کومه خوښي درلوده زه يې له حرص او ځان غوښتنې ژغورلى
يم. زه بختور يم چې دغې کچې ته رسېدلى ېم . خو که زما بخت برعکس واي ، هغه مهال به
هم خوښ وم. ما هيڅکله ناتوانه کسانو ته خپل پام نه دى کم کړى . او له دې کبله له
خدايه شکر کوم . انسان باېد لکه ميوه داره ونه غوندې وي . چې هرڅومره وده وکړي سري
راښکته شي .
څلورم :خاکساري انسان ته لوېې ورکوي. انسان باېد دنورو کسانو صفتونو ته گوته ونه
نيسي . دهغه پر ځاى دې اجازه ورکړي چې نو ر کسان ددغو صفتونو برخمن شي. زما د شخصيت
څرڼوالى زما دمور او پلار لخوا د مستقيمې روزنې او ژونديو نمونو له لارې موږ ته
راپيچکاري شوى .
.............................
رهبري يا مشري څه ته وايي؟
د رهبرى صفت تر يوې اندازې ذاتي وي ،خو دهڅو له لارې هم تر لاسه کېداى هم شي .
رهبري يو هنر دى ، چې هېڅکله علم نشي کيداى . زما ملري (کولن پاول) په ډېر ښوټکو کې
ويلي(( رهبري دهغو چارو له اندازې زېات ترسره کول دي چې مدېرېت هغه نا ممکن گڼي ))
. رهبري له خلکو سره داړيکو او خبرو اترو هنر دى .رهبري شرايطو ته دغبرگون هنر دى.
او رهبري د نڼونو سره دمخامختېا هنر دى . د يوه رهبر تر شخصيت زېات هغه څه چې خلکو
ته مهم دي هغه قاطيعيت دى .خلک همدارڼه په سختو شرايطو کې د يوه رهبر زړورتوب او
سړه سينه خوښوي .
يو مشر باېد خپل ټول پيچلي شرايط درک کړي . دهغه گوته تل باېد د وخت پر سر وي .
کېداى شي د ېوه رهبر مهمه دنده له يوې ډلې يا يوه ځايه ديوه تن غوره کول وي . رهبر
باېد فوقالعاده باتدبېره او پرېکنده وي . وفاداري ، صداقت او ښه کار کړنه باېد ديوه
مشر دهمکارانو اصلي اړتېا ده . د رهبر ملري باېد د رهبر تر نظر لاندې کاري وړتېا ،
دخدمت اراده او هغه ته دنظر ونو دورکړې توان ولري . يوه رهبر ته وفاداري کيداى شي
په مستقيم او ياغېر مستقيم ډول وي . خو که څوک درهبر د باورونو او موخو پر اساس
غوره شوى وي کلکه ژمنه بايد ولري .
مشر باېد د چاپيريال په مطالعې او دخپل ټيم په ټاکنې سره پرتې دندې وارزوي . په دغو
دندو کې لومړيتوبونه وټاکې او بيا د ټولو لپاره ټلارې جوړې کړي . دا بهير باېد داسې
تر سره شي چې ټول ټېم ته د منلو وړ وي . ددغه بهير لپاره ښه لاره دېموکراتېک انتخاب
دى . نه داچې رهبر په خپله يوه ټلاره جوړه او په خپلو نورو ملرو يې ور وتپي. د خپلو
پلويانو او مخالفو ترمنځ د خبرواترو په لاره اچول چې له کبله يې په دې اړه
دمخالفينو نظر معلوم کړي ډېر مهم کار دى . دلته نو بيا د مشر دنده ده چې وروستى
تصميم ونيسي . دا کار باېد په اغيزمنه توگه تر سره شي. او چې هر څرمره ژر شي ښه به
وي . لکه څرڼه چې ريچارډ نکسون د (( رهبر)) په نوم په خپل کتاب کې لېکلي( رهبر
باېدد تحلېل له لارې کڼس نشي )، زه له هغه سره موافق يم . ناپيليون ويلي :( دتصميم
غټه برخه په مطالعې ، تحليل، نتيجه گيرى ، ارقامو او شميرو نيول کيږي . خو يوه
کوچنى برخه يې تل تياره وي او يو پوخ جرات غواړي . هر څوک چې دغه وروستى برخه په
واک کې ولري ډېر بريالى دى . او هر څوک چې په لومړى غټې برخې ولاړ وي رهبر نه دى ).
له دې سره هم موافق يم . ويلو ته يې اړتيا نشته چې ترډېره با ېد رهبران سم تصميم
ونيسي.
کله چې يو مشر ستراتيژي جوړوي او تصميم نيسي د رهبرى دوه نور صفتونه پاتې کيږي .
اول :وروستى تصميم دى ،چې د ټيم ټول غړي هغه چې دد ې پريکړې مخالف هم دي باېد هغه
ومني ، د وروستي تصميم تر نيونې وروسته د نا رضايتي لپاره هيڅ ځاى باېد نه وي . هر
څوک چې ددې تصميم سره ملرى نه وي باېد له ټېمه بهر شي .
رهبر باېد د ټېم له دغه غړي سره چې پرېکړه ورته دمنلو وړ نه وي په قاطع او سړه سېنه
چلند وکړي .
بله داچې: يو رهبر باېد دخپلي ټلاري داجرا ټول واک ترلاس لاندې ونيسي او په ټول قوت
سره له دغې ادارې ملاتړ وکړي . ېو رهبر باېد ځان په وړو خبرو کې ورگډ نکړي . هغه
باېد يوازې د لارې نقشه وړاندې کړي ، چې غواړي په بېلا بېلو وختونو کې کوم پر
مخټونه وکړي ، او په بېلو وختونو کې دکار د پر مخټ څارنه دې وکړي . دغه ډول څارنه
په ځاڼړي توگه په پاکستان کې ډېره مهمه ده . ځکه په ټولو مخ پر ودې هېوادونو کې د
سياسي پلان جوړونې او پلې کونې ترمنځ ستر واټن موجود دى .
ټلارې هېڅکله سل په سلو کې بريالۍ يا پوره نه وي . زه دې پايلې ته رسېدلى يم چې که
هڅې ښه لوري ته رهبري شي د ډېرې ښې پاېلې په هېله باېد واوسو.خو نسبي موفقېت باېد
قبول کړو. ځکه نېمه ډکه پياله ښه شى دى چې تل هرڅه ور زېاتولاى شو.
دملتونو مشران ډېر درانده مسو لېتونه لري . دا سې مسولېت چې خپل ملت او خلک وهڅوي ،
اڼېزه اوالهام ورکړي ، په هغوى کې باور رامنځ ته کړي او هغوى ته کاري روحيه او
وړتېا ورکړي . ديوه هيواد مشر داټول د تمرين او شخصي تجربې له مخې تر سره کولاى شي
.
ملت باېد له شا دخپل رهبر څارنه وکړي . يوازې يو با جوهره او پوه کس کولاى شي يو
واقعي رهبر شي . يو رېښتېنى مشر په خپلو خلکو گران وي . هغوى تياردي چي دخپل مشر
څخه د احترام او عزت په خاطر پيروي وکړي ، نه ده مقام او منصب په خاطر.
زما کلک باور دادى چې يو رهبر باېد دعامه افکارو سره سم په حرکت کې وي . خو کله کله
داسې کيږي چې عامه افکار تېروتي وي. په داسې حالاتو کې د يوه رهبر رېښتېني صفتونه
غوړيږي . ځکه چې رهبر باېد دخپلو خلکو دعامه افکارو ټلورى بدل کړي . يو رهبر باېد
هغه مهال عامه افکارو ته بدلون ورکړي چې د ملي گټو پر اساس وي .
........................ .................... ...................
تر کومه چې زه په واک کې وم يو په بل پسې مې بحرانونه ولېدل .زما کار په سترې کورنۍ
نڼونې پيل شو، او هغه داچې د ملت ماته بېړى بايد ساحل ته سلامته ورسوم.ما په اړو
سېمو کې سمونو ته ډېر پام وکړ، او د ٧ مادو يوه اجنډا مې جوړه کړه . وروسته مې
ځاڼړي ځايونه د برېد لپاره په گوته کړل .د دېمو کراسى د پياده کولو لپاره د لوېدېځ
له فشارونو سره سره کورنۍ په ښه توگه پر مخ تللې . ما په خپلو مو خو ټېڼار وکړ، او
په دې خبرې ټيڼ وم چې نغواړم تپلې دېمو کراسي وکاروو،بلکې د ريښتېنې د يمو کراسى د
پلي کولو په لټه کې يم. ما دغه مبارزه په کورنى او بهرنى جبهه کې دوه کاله پر مخ
يوړه ، او په بريالى توگه مې وکولاى شو هېواد له خرابى څخه په ښه توگه د پر مخټ په
لور بوزم.
وروسته د سپټامبرد ١١ پيښه او نور تحولات را غلل چې ټولې نړى ته ېې بدلون ورکړ.
نړيوالو قدرتونو٥ سېمو ته نوى پام وکړ:
1. دترهـرى سره مبارزه.
2. د هستوي وسلو پراختېا.
3. دېموکراسي.
4. د بشر حقونه.
5. اومخدره توکي.
پاکستان هم ددغو ټولوپه مرکزکې و او نړيوال فشارونه هم په کور دننه زېات شول . دا
په دې معنى نده چې زموږ ډېر خلک دمخدره توکو په قاچاق ، ترهـرى او دهستوي وسلو په
پراختېا کې ښکېل و. وړې وړې ډلې د له ترهـرى او دمخدره توکو له قاچاقه ملاتړ کوي .
او تردې کم بيا د هستوي وسلو د پراختېا طرفدار دي . خو زموږ ډير خلک له لويدېځ سره
د ترهـرى پر ضد مبارزه کې زموږ دهمکارى مخالف دي . هغوى د ډاکټر قدېر خان په جزاېې
کولو کې هم مخالف و. باور لرم چې ددغو ټولو مسلو په وړاندې زموږ غبرگون د ملي گټو
پر اساس و. خو داسې وختونه راغلي چې زموږ لوېدېځوالو ملرو زموږ يو والى لږ مهم
بللى.
دغه ادعا په ځاڼړي توگه د لوېدېځ لخوا دترهـرى ضد جړې د سيا ستونو په نيولو کې ښه
معلوميږي . لويديځ په ډاگه د ازادى لپاره سرښندونکي برېدونه ردوي . لويديځ او
دامريکا متحدو ايالتونو د ازادى لپاره سر ښندنې له ترهـرى سره يوشان بللي دي . په
ځاڼړي توگه هغوى د کشميريانو دازادى مبارزې له ترهـرى سره تړلي. پاکستان تل دغه ډول
له واقيعته لېري چلند ردکړى . موږ غوښتي چې هرډول ترهـري ته باېد پام وشي . دا يوه
جدي بيا نيه ده . خو کله چې دولت دازادى غوښتنې لپاره خپل اوسېدونکي ځپي موږ دغه (
دولتي ترهـري ) بولو. زما احساس دادى چې د بې دفاع خلکو وژل که دهر چا لخوا وي
ترهـري ده . هغه دولت چې بېناه خلک ووژني او هغه هم د دملرو ملتونو دامنيت د شورا د
پريکړه لېک خلاف ،يقېنا چې دولتي ترهـري ده . البته د يوې موخې لپاره د پوځي برېد
پر مهال خلکو ته تلفات نه يادوم . خو قصدا د خلکو وژنه بيخي جلا مسله ده .
کله چې د هند تر کنترول لاندې د کشمېر ي مجاهدينو ازادي غوښتونکې مبارزه په هند او
نړى کې د ترهـرو پيښو سره تړي پاکستان په سخت ځاى کې راځي .
دا سم تعبېر نه دى چې يوه ډله دېو ه کس لپاره ترهـره او دبل کس لپاره ازدى غوښتونکې
وي . بلکې يو کس کېداى شي مشروع ازادي غوښتونکى وي . خو که يې کارونه ناسم او غلط
وي همدا کس به د ټولو لپاره ترهـر وي . زما هڅې د هند سره داړيکو په ښه کولو او دښه
نېت د ښولو په برخه کې دي .
ډېموکراسې د سړې جړې وروسته دغرب يو نوى فکر دى . په خواشينى سره چې دغه فکر
دلوېدېځ تصوېر ډير پيکه کړى دى . زه تل په ډېمو کراسي باور لرم . خو د مختلفو
هېوادونو لپاره دهمغه يوه فورمول د دېموکراسى مخالف يم . که غواړو چې د ېموکراسي
اغېزمنه او داجرا وړ وي ، باېد دهمغه هېواد له شرايطو سره پيوند ولري . ما ټولې نړى
ته سفر کړى چې د پاکستان شرايط ورته تشريح کړم . او داسې هېوادونه مې وليدل چې هلته
دېمو کراسي له ماتې سره مخا مخ شوې، ځکه دهمغه هېواد له اړتېاواو سېمه ېېزو شرايطو
سره يې اړخ نه لاو. ټول ملتونه باېد د دېمو کراسى له اساساتو څخه پيروي وکړي : د
خبري رسنيو او بېان ازادي ، اقليتونو او ښځو ته دحقونو ورکول ، درائې دورکولو حق ،
دبشري هوساېنې چاروته پام کول ، پردې سربېره د ېوه نظام ټول خصوصيات ، سياسي او
اداري جوړښتونه باېد د ملي او قومي دودونو پر اساس وي . نه د داسې نظريي تپل چې
ملتونو ته بيخي نا اشنا وي . هر څومره ژر چې لوېدېځ دا حقېقت ومني هغومره ژر به په
نړى کې گډ سوله ييز ژوند خوندي شي. زه تر اوسه له لوېدېځ سره په دې لانجه کې يم چې
پاکستان نن تر بل هر وخته ډېر ډېمو کرا تېک دى . خو باېد ووايم چې ددغو شرايطو
راوړلو ته اړتيا وه چې زه په پوځي جامو کې پاتې شم.
حتى د ٢٠٠٢ کال د اکټوبر نه وروسته چې کله ملي پارلماني او اېالتي ټاکنې وشوې او ما
منتخبو استازو ته واک وسپاره ، دا شکايتونه و. او په خپله لدې کبله چې د وزيرانو او
نورو دولتي ادارو د مشرانو ترمنځ مې يو معين انډول تضمين نشو کړى تر نيوکو لاندې
وم. حتى زه يې کله کله له بې هدفه او بېکاره گوندونو سره د اېېتلاف په کولو پړ
وبللم . په ډېرو برخو کې دا تورونه رښتېا دي . خو زه دغه تېر وتنې د ېوه الترنټېف
په توگه ښه بولم .
په بې سواده ، لنډ فکره ، قبېلوي او فيوډالي ټولنوکې ډېمو کراسي کېداى شي بدې پايلې
ولري . ځکه کسان د وړتېا له مخې نه غوره کيږي. هغوى د کورني اړيکو او مالي سرچينو
له لارې لوړو سياسي پوړيو ته رسېږي . ما له ١٩٩٩ تر ٢٠٠٢ کاله پورې کسان يوازې د
وړتيا له مخې غوره کړيدي . اوس خلک هم هغوى پر همدې اساس ټاکي . که ډېموکراسي غواړى
باېد سمو کسانو ته رايې ورکړى . که داسې مو ونکړل نو د پارلمان دغړواو وزېرانو
دضعېفه پاېلوپه اړه زړه مه خورى.
په پاکستان دا توردى چې د بشري حقونو وضيت پکې خراب دى، زه له دې سره موافق ېم چې د
بشري حقونو وضيعت په پاکستان کې هغه ډول نه دى چې وياړ پرې وکړو. خو تل مې په دې
ټيڼار کړى چې په دغه هېواد کې د بشري حقونو وضعيت د مخ پر ودې هېوادونو او ځينو پر
مختللو هېوادونو په پرتله خراب نه دى . مو ږ دبشري حقونو د وضيعت لپاره ستر گامونه
پورته کړي دي . خبري رسنى مو ازادي کړي او دبيان دازادى لپاره مو زمينه برابره کړې
. ښځې مو له سياسي کبله پياوړې کړي . د گډ انتخاباتي قانون په پلې کېدو سره مو په
سياست کې د لږه کيو دورگډيدو لپاره لاره هواره کړې . د عزت په نوم مو دوژنود مخنيوي
لپاره يوه لايحه تصويب کړه . دکارگرو ماشومانو مسلې ته مو رسېدنه کړې . ديني
مقدساتو ته د سپکاوي پر وړاندې مو په قانون کې اصلاحات راوستل . مهمه او جنجالي
مسله د حدودو د قانون ده چې دپارلماني کميټې تر کار لاندې ده . دا کمې لاسته راوړنې
نه دي . مخدره توکو قاچاق ېوه نړېواله ناروغي ده . په تېر وخت کې پاکستان د کوکنارو
د کرلو او له دغه هېواده بهر دنيشه يي توکو د لېږلو له کبله تورن و. دکوکنارو کرل
مو بېخي ختم کړل او دمخدره توکو سره دمبارزې ځواکونه مو قوي کړي دي ، چې په قاطع او
اغېزمنه توگه له قاچاق وړونکو سره چلند وکړي . او هېله کوم چې دنړيوالې ټولنې په
خوښه خپل پروگرام ښه کړو.
ما دخپل رياست په لومړي کال ٢٠٠٠ کې په ورځ کې له ١٥ ساعتونو زېات کار کاو. معمولا
به سهار٩ بجې له کوره تلم، لومړى به مې تر٦ بجو پورې کار کاو ، بېرته به کورته
راتلم چې منډې ووهم او خپلې جامې بدلې کړم. په ٧ بجو به مې له يوې کاري ډلې سره
لېدل او تر لسو بجو به مې ورسره کار کاو. کله به مو ډوډى خوړله او کله به مو بې له
ډوډى کار کاو . وروسته به مې د شپې په ١١ له بلې کاري ډلې سره کتل .او تر ٢ بجو
پورې به دغې لېدنې او کار دوام کاو. دېډول کار ته مې تر يوه کاله پورې دوام ورکړ.
ددغه جدي کار او ناستو په ترڅ کې مو وکولاى شو ډېرو حکومتي ادارو ته ټلاري جوړې
کړو، چې پخوا يې نه درلودې. هله پوه شو چې پاکستانى دولت بې هدفه ورځ تېروله او بې
موخې اداره کېده . دهمدغو ناستو او چټک کارپاېله وه چې دهرشي ،په ځاڼړي توگه د
اقتصاد په برخه کې مې ډېر څه زده کړل .
لاهم ډېر کارونه پاتې دي چې تر سره کېدو ته اړتېا لري. خو باور لرم چې د پاکستان
شرايطو ته په ښه توگه وگورو. هغه کسان چې يوازې نېمه خالي پياله ويني ، د بدبېنى ،
منفي کتنې په لور په حرکت کې دي . معقوله داده چې نېمې ډکې پيالې ته وگورو. او سختې
هڅې وکړو چې پاتې نېمه پياله هم ډکه کړو. زه ښه پوهېږم چې کوم نور کارونه باېد
ترسره شي چې پاکستان د پر مخټ په لور وخوځېږي . خو دغه چارې باېد تر سره کړو چې
دهېواد وضيعت ښه شي.
- د القاعدې په ناکامولواو د طالباني کيدو په ځپلو باېد دسرحد اېالت ته ټيکاو
راولو.
- موږ باېد نا ارامي ختمه کړو او دهغه رېښې په خپلې ټولنې کې وچې کړو.
- د کرنې او اوبو خور دښه نظام له لارې خپلې اقتصادي پراختېا ته دوام ورکړو. نېغه
بهرنى پاڼه دخپل صنعت د پر اختېا لپاره زېاته او د صادراتو کچه لوړه کړو.
- همدارڼه باېد پاکستان په يوه فعال سوداگرېز ې او دانرژى په سېمې بدل کړو .
دا ټول کارونه باېد داسې وشي چې دخپلې بودجې کسر هم په پام کې ونيسو .
- موږ باېد خپلې اقتصادي لاس ته راوړنې د بې وزلى دکموالي ، کار پيدا کولو او دتورم
يا انفلاسيون دکنترول له لارې خپلو خلکو ته وړاندې کړو. باېد خلکو ته د برېښنا ،
پاکو اوبو او طبېعي گازوپه رسولو سره د هغوى ژوند ښه کړو .
- موږ باېد خپل ټول زور او پام د روغتېا او ښونېزو اسانتېا له لارې په مختلفو برخو
کې د بشري سرچېنو د پرمختېا لپاره متمرکز کړو.
- باېد خپله دېمو کراسي قوي کړو او داساسي قانون برتري تضمين کړو.
- تر ټولو مهمه داچې خپلې نړېوالې ډيپلماتيکې اړېکې پراخې او ښې کړو.
پاکستان لاهم اوږده لاره په وړاندې لري . موږ سترې لاسته راوړنې تر لاسه کړي . خو
دابس نه دي . موږبه انشا الله د کلکې ژمنې ، هيواد پالنې او رېښتېنې ارادې په مټ په
ېوه معتدل ، پرمختللي او فعال اسلامي دولت بدل شو . چې دنړېوالې تولنې يو ښه غړى وي
. داسې يوه نمونه هېواد چې دنړى لپاره بېله وي ،نه دوېرې او ترهې هېواد.