٣١ څپرکى
د پاکستان مهربانه تصوير يا عکس :
ډېر د خواشينى ځاى دى چې په نړى کې د پاکستان تصوير ډېر تېاره شوى او نړېوال پا
کستان يوازې د ترهـرى او تندلارى سره تړي . ډېر زموږ ټولنه متعصبه او او وروسته
پاتې بولي . زموږ له ډېر هڅو سره سره چې زموږ د ټولنې اکتريت مسلمانان منځ لاري دي
او يوازې په لويديځ او ختيځ کشمېر کې کم شمېر تندلارې دي. لامل يې په افغانستان او
کشمېر کې نا ارامى دي . نور هيڅ لامل نلري . خودا تورتصوير به هېڅکله ليرې نشي . له
همدې کبله ما هڅه کړې د پاکستان رېښتېنى تصوير نندارې ته وړاندې کړم چې هغه مې ددغه
هېواد مهربانه تصوير بللى . ترهـرى مې د فرهڼ او سپورټ له لارې بېان کړې ده .
....................................
بې له شکه په پاکستان کې د نړى يو شمېر ښه لوړ غرونه شته . همدارڼه ددغه هېواد په
سويل کې ډېر لاس نه خوړلي ساحلونه پراته دي ، څپڅپانده سېندونه ، خړې دښتي ، لوى
ځڼلونه . د هندوانو ، سيکانو، بودايانو ډېرې تاريخي ودانى په پاکستان کې شته .
همدارڼه ډير تاريخي ابدات او لرغوني مو زېمونه لرو . خو په خواشيني سره کم بهرني
سيلانيان پاکستان ته راځي . د سپټامبر د١١ مخکې خو موږ بيخي بهرني سيلانيان په اغېز
منه توگه نشو راجذبولاى . د سيلانيانو لپاره د اسانتيا وو په برابرولو کي پاتې
راغلي يو. اوس خو د تندلارى او ترهـرى له کبله په پاکستان کې د ترهـرى برخه خواره
ده .
زه د پاکستان په ضعيفه او قوي ټکو پوى وم. له همدې کبله مو خپله مخابراتي شبکه قوي
کړه او يوساحلي سړک مو له ختيځ ،کراچى نه نوي جوړ شوي بندر گوادر،د لويديځ خواته
وغزاو. دغې پروژې ډېر ساحلي ښارونه او د لېدلو گڼې وړ سيمې سره ونښلولې. موږ
همدارڼه د هېواد په شمال کې ٤ اصلي درې د ( چترال، کاغان، گليت- او ايسکاردو) سره
ونښلولې . دغه کار د سيلانيانو ټ راټ د زمکې له لارې اسانه کړ، چې له يوي ښکلي سېمې
بلې ته ولاړ شي . او س موږ هڅې کود کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د جذبولو خپله وړتيا
نندارې ته وړاندې کړو. خوښ يم چې د کورنيو سيلانېانو په کچه کې يو څه زياتوالى
راغلى . دا کار د هوټلونو او د اوسېدا د سېمو په برابرولو پورې اړه لري . دا کارونه
باېد نورهم زيات شي چې بهرني سيلانېان هم زړه ښه کړي .
زه په يوه ډول ورزشکار هم وم . پا کستان د تاريخ په بيلابيلو پړاونو کې د لوبو
لپاره منا سب ځاى و. چې په کرکېټ ، هاکي ، نېزه بازي ، او حتى بيړۍ ځغلونې .
بيليارد او سنوکر کې نړيوال اعتبار لرو.
بې له شکه د نړى ښه کښتى ځغلونکى پاکستانى ضيا محمود و. هاشم خان ، جهاڼير خان او
جان شيرخان دنړى ښه نيزه وهونکي و. چې جهاڼير يې تر ټولو وتلى و. که هاليوډ دهغه له
غمجنې کيسې ، ازار او عزم نه خبر شوى واى نو حتما به يې لکه د(( اور ارابې)) په څېر
بل فلم پرې جوړ کړى واى . څوک چې جهاڼير پيژني هغه د نړى ښه لوبغاړى بولي . پاکستان
په اسيا يي لوبو کې لوړه درجه لري . ورزش کولاى شى ټولنيز غمونه له مينځه يوسي او
خلکو ته تفريح شي. خو په ١٩٩٩ کال کې زموږ د ورزش کارنامې په ټيټه سطحه وې .له همدې
کبله مې د ورزش د تقوېي لپاره پلانونه ونيول.
اولين کار چې باېد شوى واى د ټولو ورزشي جوړښتونو پېژندگلوي وه چې د تقلب او
انډېوالى ښکار شوى و. له همدې کبله مو ټول ورزشي فدراسېونونه ورغول . او کسان مو د
وړتيا له مخې وروپيژندل .وروسته مو په دريو پړاونو کې د يوه جذابه رقابتي سيستم يوه
ستراتيژي د هېواد لپاره جوړه کړه . دغه سيالى د ښونځېو ، کالجونو، دولتي او خصوصي
ادارو، دسېمې او ولسوالېو په کچه په لاره واچول شول .موږ همدارڼه خصوصي ډگر د
ټېمونو سره دمرستې ، اداره کولو او همدارڼه د سياليو جوړولو ته وهڅوو. هيله کو دغه
هڅې سيمه ييز استعداد ونه راجذب کړي ، خلک دورزشي سياليوسره اشنا ، او دهيواددعمومي
ورزش ته به قوت ورکړي ، چې ورسره جوخت د پاکستان ځوريدلو خلکو ته د ساعتېرى زمينه
هم برابره شي .
.................................
په نړى کې کم خلک پوهېږي چې پا کستان ډول ډول بډاېه فرهڼي ميراتونه لري . موږ د
تاريخ نه وړاندې د موهېنجو دارو او هراپا، دمهرگړ د تمدن، لوى سکندراو برتانېې د
راج کېندنې او پلټنې لرو . هم سکندر او هم برېتانېا زموږ په هېواد کې دخپلو پښو نه
پاکېدونکې نښې زموږ په خاوره کې پرېښي. ويل کيږي چې د کلاش د قوم خلک چې د چترال د
کلاش په دره کې اوسيږي د اسکندر د پوځ پاتې شوني دي . چې دلته پاتې شول . زموږ په
تېر تارېخ کې د مغلو د دورې ابدات ، د مسلمانانو د اهل تصوف زېارتونه او د برتانيي
د استعمار نښې شته. په ( ټيکسلا، صوابى او سوات ) کې د بودايانو څو مذهبي ځايونه ،
په ( کتلاس راج) کې دهندوانو، او په (حسن ابدال او نانکانا صاحب ) کې د سيکانود
عبادت سېمو زموږ فرهڼي مېراتونو ته نور رڼ هم ور زېات کړى دى . کله چې زموږ په
خاوره کې څوک روان وي له تاريخ سره سم گام پورته کوي . زموږهره تېگه ، هره لاره ، د
زمکې هره ټوټه او دېوال او د هماليا د غرونو ، هندو کش او قراقرم هره څوکه، ويلو ته
ېو څه لري .
د پاکستان ٤ ايالته بډاېه او يو له بله جلا فرهڼ لري . موسيقي ، نڅا او هنر له
زرگونو کلونو راهېسې زموږ په هېوادکې شته . خو په خواشينى سره چې دا ټول د پاکستان
په زړه کې پټ ساتل شوي .تردې بده داچې تندلارو مذهبيانو دغه کارغېر اسلامي بللى .
او هيڅ حکومت په تېر وخت کې جرات نه دى کړى چې دوى ته وواي چې تېر وتي دي .
داړتېا مهم شى يو قوي بدلون و، موږ باېد د فرهڼي يو ځاى اوسېدنې عادي ژوند ته را
گرځولى واى . نو د پاکستان د ميراتونو د ژوندي کولو گامونه مو پورته کړل . له پوځه
مې وغوښتل چې په کراچۍ کې دې د قائد اعظم د زېا رت باغونه ښکلي کړي . او هغه دې د
ملت د پلار سوېې ته برابر کړي . نن سبا په زرگونو کسان له دغه زېا رت څخه ليدنه کوي
. موږ همدارڼه ېو ښکلى منار په اسلام اباد کې جوړ کړ. او د پاکستان ملت ته مو ډالى
کړ. دغه منار د پاکستان د غورځڼ او ددغه ملک د ترلاسه کولو لپاره د مبارزو تصوير
وړاندې کوي . همدارڼه د لاهور د والټون په سيمه کې ديوې بلې ودانى جوړېدو چې موږ
ورته (باب پاکستان) وايو کار روان دى . ددغې ودانى پراخوالى د هغې سېمې په اندازه
دى چې دملت پلار پکې له هنده راتښتېدلي او١٠٠ زرو خلکو ته ېې پکې وينا وکړه . پردغو
تاريخي اتارو سربېره موږ په اسلام اباد کې د ملي ميراتونو لپاره د يوه موزېم د
جوړېدو پلان لرو چې د پاکستان د سېمې فرهڼ او دودونه نندارې ته وړاندې کړو. دا
پروژه د (اوکس مفتي) لخوا بشپړه شوې . مفتي په ډېر شور او شوق سره د هېواد دهنر او
فرهڼ په ډگر کې بوخت دى . او ددې پروژې په خوا کې يې د ستاېنې وړ نور کارونه هم کړي
دي . دغه موزيم او س د ډېرو کورنيو او بهرنيو ليدونکو لپاره د لېدو وړ ځاى دى .
ما همدارڼه دپاکستان هنر ، موسيقي ، نڅا او تياتر وهڅاو. مو ږ په کراچى کې د عملي
هنر لپاره يوه ملي اکاډمى جوړه کړه . او وتلي شاعر ضيا محى الدين مې ددغې ادارې ريس
وټاکه . همدارڼه مو په اسلام اباد کې د هنرونو ملي شورا اوموزيم پرانيست . دواړو
مرکزونو اجرايي هنرونوته د ځوانو استعدادونو د جذب ،په ځاڼړي توگه د موسيقى په برخه
کې مهم رول لوبولى .
او لکه څرڼه مې چې وويل په پاکستان کې د مطبوعاتو د ازادي په لړ کې ډېرو خصوصي
تلويزوني شبکو په کار پيل وکړ. موږ نړى ته د خپل ښه تصوېر د وړاندې کولو لپاره جدي
کار ته اړتيا لرو. او باېد په يوه وخت کې په ټولو جبهو کې حرکت وکړو. موږ بايد
تندلارى او ترهـرى ته ماتې ورکړو. ورسره جوخت له اقتصادي او هنري پلوه يوه هوسا او
بډاېه هېواد ولرو. چې نړى يې لېدلو ته وهڅيږي . خبري رسنى بايد نړى ته د پاکستان په
ښه ور پيژندلو کې ډېره بيړه وکړي.