مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

٣٠ څپرکى


د ښځو ازادي

د مختار ماېئ نوم په ټوله نړى کې په يوه اشنا نوم بدل شوى . دډېر غم او خواشينى ځاى دى چې د جنسي تېري ټکان ورکونکي پيښې هغه دې شهرت ته ورسوله . ددغه جنسي تيري په اړه ډېرې ليکنې شوې . ويل شوي او اوريدل شوي دي . خو دا پيښه د هغو نڼونو يوه برخه ده چې موږ په پاکستان کې ورسره لاس او گريوان يو .
مختارماېئ د گوجرو دقوم څخه ده . په ١٩٦٩ کال کې د پنجاب په سويل د مېر والا په کلي کې زيږېدلې . هغه طلاقه شوې وه . او د جنسي تيري پروخت يې خاوند نه درلود. ويل کيږي چې ددې ورور عبدالشکور د( مستويي) دقوم له يوې نجلي نسيمې سره جنسي اړيکې درلودې . دا قوم ځان په گوجرو لوړ بولي ظاهرا عبدالشکور او نسېمه، د نسېمې د ورونو عبدالخلېق او الله ديتا لخوا گير شوي و. عبدالشکور ووهل شو ، تيرى پرې وشو او پوليسو ته وسپارل شو. کليوالو تصميم ونيو چې د سپين ژېرو د يوې سنتي جرگې له لارې دا ستونزه حل کړي . جرگې فيصله وکړه چې شکور باېد له نسېمې سره واده وکړي او مختارمايي دې د نسيمې يو ه ورور ته ورکول شي .
د نسيمې ورو او ځينو نورو دا خبره ونه منله . مختار مايي د نسېمې د دوو ورونو او څو تنو نورو لخوا يوې خونې ته بوتلل شوه ، چې دعېني شاهدانو په وېنا لږ وروسته مختار مايي نېمه لوڅه او ژړېدلې له خونې را ووتله ، نور ويلو ته اړتېا نه لري چې مختار مايي هيڅ گناه نه درلوده او دنسېمې سره دورور دجنسي اړيکو په گنا باېد جزا نه واى ورکول شوې.
اسلام هم زنا او هم د نورو په گنا ه يوه بېگنا ه ته جزا ورکول منع کړى دى . اسلام همدارڼه په بدو کې د نجلى ورکول هم منع کړي . دا غير اسلامي ، غېر قانو ني ، غير انساني او له تمدنه ليري کار دى . خو له بده مرغه زموږ په يو شمېر لېرې پرتو سېمو کې دغه پخوانى دود شتون لري . چې هم يې په اسلامې قانون او هم پر سيکولر نظام سېورى غوړولي . خو داپه دې معنى نه ده چې دولت ددغه دود د له منځه وړلو لپاره هيڅ کار نه دى کړى . دا د دولت دنده ده چې د ټولنې د ناتوانه کسانو لاس نيوى وکړي . خو د ١٦٠ ميليون وگړو په هېواد کې دداسې پخوانېو دودونو د رښې ويستل چې غټه برخه يې په کليو کې اوسېږي او کم لوستي دي ستونزمن کار دى . خو له دې سره سره موږ خپلې هڅې کړي دي .
خو٢٠٠٢ کال د جون په ٢٢ قومي نا سته او دکوټې پيښه وشوه . د جون په ٣٠ پوليسو ته شکايت وشو. د خبري رسنيو چيغو نارو زما توجه هم جلب کړه . او سمدلاسه مې مختارمايي ته لس زره ډالره وليږل او خپل ملاتړ مې ور سره وښود . زه پوهيږم چې هغه ته رسېدلى زيان نه جبېره کيدونکى دى . دغه دوسيه په ډېره غازي خان کې د ترهـرى ضد يوې محکمې تر ارزونې لاندې ونېوله . چې د٢٠٠٢ کال د اگسټ په ٣١ ، محکمې د نسيمې ٢ ورونو او څلورو نورو ملروته د اعدام حکم ورکړ. مجرمو کسانو د لاهور محکمې ته شکايت وکړچې له عبدالخلېق پرته ټولو ته يې برآت ورکړ. او خلېق يې د کافي شواهدو دنشتوالي له کبله په عمري بند محکوم کړ. دغه حکم د ٢٠٠٥ کال د مارچ په ٣ نيټه صادر شو.
د محکمې پرېکړه د خبري رسنيو ، د بشري حقونو مدافعانو ، غير دولتي موسسو او دښځو دحقونو د فعالينو پراخ تبلېغات په لاره واچول . د ٢٠٠٥ کال د جون په ٢٦ د لاهور د محکمې په وړاندې مختار مايي د پاکستان سترې محکمې ته غوښتنليک ورکړ. ددغو ټولو کسانو د نيولو امر بېا صادر شو. او ټول يې د زندان د تمبو شاته واچول . او ضمانت يې هم منع شو.
ددغو ټولو جنجالونو په ترڅ کې ما په ډېر احتېاط سره د مختار مايي خوا ونيوله . حکومت د مختار مايي په کلي کې د ٣٠٠ زرو ډالرو په لښت ديو ښونځى ، د پولېسو د يوې پوستې او ناورين ځپلو ښځو ته د رسېدنې يو مرکز پلان کړ. گڼو مرسته کونکو ادارو ، د بيلا بيلو هېوادونو سفيرانو او د بشري حقونو فعالانو له دغه کلي ليدنه وکړه . او مختتار مايي يې مختلفو مراسمو ته وبلله ، او له هغې سره يې روحي او مالي مرسته وکړه . د ٢٠٠٥ کال د اگسټ په ١٢ هغې ته د ټولنېزو خدمتونو لپاره د فاطمې جناح طلاېې مډال د لومړي وزير د سلاکار لخوا ورکول شو.
مختار مايي بهر ته ډېر سفرونه درلودل .د ٢٠٠٣ کال په فبرورى کې اسپانېا ته ولاړه . د ٢٠٠٤ کال د اگسټ په ١٢ سعودي عربستان ته ولاړه . د ٢٠٠٤ کال د جنورى په ١٠ هند ته ولاړه ، د ٢٠٠٥ کال په اکټو بر، د ٢٠٠٦ په جنورى او مئ کې يې دامريکا متحدو ايالتونو ته سفرونه وکړل . او د٢٠٠٦ کال په جنورى کي ېې له فرانسې لېدنه وکړه . هغه له ډېرو تلوېزونونو سره په خبرو او د نورو رسنيو په لېکنو کې گډون وکړ. او گڼې نړيوالې جاېزې هم وگټلې .
مختار ماېې اوس ډېره مشهوره شوې .سره له دې چې کومه غمېزه هغې تيره کړې ددغې کلېمې له کارولو سره ډېر احتېاط کوم .هغه د يوه ښونځي او د ناورين ځپلو ښځو دمرکز مشري کوي . يو ه ويب پاڼه هم لري او يومنشي يې هم د خپلو کارونو لپاره گمارلى . که د مختار مايي سره د بد چلند گټه رسېدلي هغه داده چې د پاکستان د کليوالو معصومو ښځوته يې پام ور واړاو.
جنسي تيرى چې دنړى په هر گوټ کې رامنځ ته شي غمجنه پيښه ده او قرباني ته يې ډېره زړه بوږنونکې ده . له همدې کبله زه له مختار مايي او ورته نور ښځو سره د همدردى احساس کوم.
د قرباني شوې ښځې لخوا د ظالمانو او تيري کونکو راکشول کومه عادي خبره نه ده . هره ښځه چې پر دغه لاره گام اوچتوي دهغه په جرآت پورې اړه لري . او بې له شکه چې مختار مايي ورته ښځه وه . د مايي صبر له موږ سره مرسته وکړه چي اصلاحي پروگرام ته اغېزمن سرعت ورکړو .
د پاکستان ښځي واقعا ځوريږي .او معمو لا عدالت دهغوى لپاره نه اجرا کيږي.چې دا په ېوه متمدنه ټولنه کې د منلو وړ نه ده . په پاکستان کې تاو ترېخوالي له هغې جملې نه جنسي تيرى کومه غير عادي خبره نه ده .موږ بايد ددغې غمجني ناروغي د اصلاح لپاره جدي گامونه پورته کړو.
له ښځو سره تاو تريخوالى او جنسي تيري يوه نړيواله پدېده ده .خو دا ددې دليل نشي کيداى چې په پاکستان کې دې هم حتما وي . ما خپل کورته د نظم د راوستو اړتيا لرو. خو زما نيوکه له پاکستان سره د يو اړخېز چلند له کبله دى . کله چې په پاکستان کې د ښځېنه طبقې ېوه دوسېه مطرح کېږي، کله هم رښتېا هغه لومړې تلفات وي . ولې داسې کيږي؟ خبري رسنى معمولا د داسې پيښو لومړى سرچينې وي . د رسنيو کار اغيز من دى . ځکه مسله ښه په ډاگه کوي . او دولت سمدلاسه گام پورته کولو ته اړ باسي . خو په خواشينى سره چې ځيني رسنى په غېر مسول ډول سره خپل نظريات خپروي . او خپلې شخصي اڼيرنې د پيښې د اصلي حقېقت له خبرتيا پرته خپروي . نېمه پوه خلک داسې څر گندونې کوي چې د پدېدې حقېقت بېخي اسماني شي . رسمي اژانسونه هم کله کله د بې رحمي او کله هم د معېنو حقاېقو دنه په ډاگه کولو او دوسېې ته د زيان رسولو له ويرې پڅ غبرگون ښيي . سيا ستوال په ځاڼړي توگه اپوزيسيون ډېر په منډه غوغا پيل کوي او د حقايقو په خرابولود دولت د بدنامولو هڅې کوي . غېر دولتي ادارې هم د ښه نيت له کبله غوغا پورته کوي . خو په سلونو کيسې د اسنادو د نشتوالي له کبله قرباني کيږي . له همدې کبله حقاېق ترډېره پټېږي. او کله بېا ددوسې او حقاېقو د ورکولو لپاره ډېرې پيسې مصرف شي .
حکومت بايد د ښځو دغمجنو او شرمناکو شرايطو د له منځه وړلو لپاره سم عملي گامونه پورته کړي . د بې عدالتيو د ترسره کيدو پر وخت چارواکي بايد لومړي کسان وي چې سېمې ته ځانونه ورسوي او غبرگون وښيي. هغوى بايد هغه کسان وي چې حقاېق روښانه کړي . هغوى باېد د شواهدو د پټولو لپاره ډېره اندېښنه ونه لري . اوس زموږ هڅه داده چې په دغه لاره حرکت وکړو. دښځو ازادې راته دولسمشرى وړاندې يوه مهمه مسله وه . د پوځ د يوه افسر په توگه دداسې شرايطو شاهد وم چې د ټول هيواد ښځې ورسره لاس او گريوان وې . دغه شرايط راته د منلو وړ نه و، او باېد ددغو شرايطو د له منځه وړلو لپاره يو څه وکړو.
که داسې وي چې د پاکستان په سيا سي او ټولنېز چوکاټ کې کوم بحت کيږي ، زه تېار ېم چې د ټولو جنسي مسلو په اړه چې زموږ په ټولنه اغېز کوي په ملي سطحه بحت او ورته رسېدنه وکړم. زه ددغه کتاب له لارې خپل پوره ملاتړ او کلک هوډ دښځو د غورځڼ سره اعلاموم .
د پاکستان د ښځو دحقونو دسېمه يز قهرمان نظريه له ماسره يوډول ده . زموږ اختلاف دغوموخو ته د رسېدو په څرڼوالي کې ده . کله چې څوک د ښځو لپاره د برابرو حقونو غوښتنه مطرح کوي باېد په دې پوه وې چې په کومو برخو کې ښځې تر نارېنه و ښې ، په کومو برخو کې له نارينه و سره مساوي او په کومو برخو کې تر نا رينه و نا توانه دي .چې له هغوى سره ښه مرسته وشي . زه شخصا فکر کوم چې باېد تدريجي او پر مختللي پروگرام جوړ ورسره جوخت په هغو سېمو کې د ښځو د ظر فېتونو د لوړولو گامونه بايد اوچت شي چې ورته اړتيا لري .
زما لپاره لومړى موخه د ښځو دسياسي حقونوقوي کول دي ، داکار له ښځو سره مرسته کوي چې خپل راتلونکى په خپله جوړ او وټاکي . ددغه پروگرام له لارې ښځي ددولت په لوړو څو کيو کې د خپلو غوښتنو لپاره مبارزه کولاى شي . وړاندې مې وويل چې د ښځو د سياسي تقويي لپاره په ملي او سيمه ېېزه کچه کوم کارونه بايد وشي.
موږ د ٤،٣ مېلېون ډالرو په لښت د ښځو يو سياسي ښونځى جوړ کړ چې د سياسي پوسټونو لپاره ښځي وروزي . تر کال ٢٠٠٦ پورې ٢٧٠٠ ښځې روزل شويدي .
موږ همدارڼه د ښځو دچارو ملي کميسيون جوړ کړ. چې د ښځو د حقونو څارنه وکړي . همدارڼه د پا کستان د حکومت په پيسو دجنسي چارود اصلاح لپاره يو پروگرام جوړ شو، چې د ښځو تولنېزه ازادي تضمين کړي . دغه کار د ښځو لخوا د سترو گامونو اوچتولو ته لاره هواره کړه . نن دپاکستان ښځې په بېلا بېلو ادارو کې کارونه کوي . ٧ ښځې د فد رالي حکومت په کابېنه کې حضور لري . ٦ ايالتي وزيرې لرو ، په پارلمان کې د لسو کميسونو مشرانې ښځې او د سنا يا مشرانو په جرگه کې د ١٢ کميټو مشرانې ښځې دي . په دې سربېره د لومړي ځل لپاره يوه ښځه د پاکستان دمرکزې بانک لوړې څوکى ته رسېدلې . دپوځ يوه تورن جنراله هم ښځه ده . د لومړي ځل لپاره دوه ښځې د سند د اېالت په محکمو کې قاضيانې وټاکل شوې . او يوه بله د لوى څارنوال مرستياله شوې . پدې سربېره يو شمير ښځې د پاکستان پوځ ته ور دننه شوي او د پيلو ټا نو په توگه د دغه هېواد په هوايي ځواکونو کې دندې تر سره کوي .
ښونې او روزنې ته د ښځو د تشويق لپاره ستر پروگرامونه د هڅونې او اسانتيا و د برابرولو له لارې جوړ شوي دي. دا ټول پروگرامونه گټور دي . د ښارونو نجونې د هلکانو په پرتله ښونې او تحصيل ته ډېرې ژمنې دي ،يعني د لوست پايلې يې تر هلکانو ښې دي .
د ښځو د اقتصاد د ښه کولو لپاره هم هڅې شوي دي . د مختلفو مهارتونو د روزنې پروژې هم د اعتباري اسانتياو له لارې برابرې شوي . د ښځو د سوداگرى اتا ق هم فعال شوى . په همدې وروستيو کې په کراچى کې د ښځو د تولېداتو يو ستر نندارتون جوړ شوى و. ما ددغه نندارتون سره دمرستي افتخار تر لاسه کړ. په دغه نندارتون کې له ١٠٠ زرو زياتو ښځو گډون درلود.
موږ باېد دښځو سره د تاو تريخوالي ستونزه حل کړو او د هغو قوانينو سره مبارزه وکړو چې ښځو سره تبعېض شوى دى . ملي شورا داسې لايحه تصويب کړه . چې د( عزت) په نوم د ښځو وژل منع کوي .سره له دې چې دغه ځواب وروستى نه دى . دعزت په نوم د ښځو وژل يو شيطاني کار دى . چې د پاکستان په وروسته پاتې سيمو کې دپخوانېو دودونو له کبله روان دى . ېوازې ښونه او د خلکو د ذهنونو روښانول دا ستونزه پاى ته رسوې . دا ستر گام ددولت لخوا پورته شوى خو پلي کول يې وخت ته اړتيا لري . د ښځو سره د تاو تريخوالي د مبارزې يو ه کميټه هم جوړه شوې . چې له قانونه ملاتړ وکړي او د بدرفتارى له کبله ځورېدلو ښځو ته ډاډ ورکړي . ناورين ځپلو ښځو ته د رسېدنې لپاره د پناه ځايونو يا مرکزونو يو زنځيري کړى جوړه شوي . همدارڼه د پوليسو په پوستو کې د دښځو د شکايتونو لپاره يو خاص ټيليفون فعال شوى دى .
له ټولو حساسه موضوع د ( حدودو) قانون دى، چې دجنرال ضيا لخوا تصويب او محکمو ته يې د مذهبي تندلارو دتلو لپاره لاره هواره کړه . د حدودو قانو ن د زنا، جنسي اړېکو او غلا کولو لپاره جزاگانې ټاکلي . مذهبي سياسي ډلې دغه قانون د اسلامي قانون سره سم بولي .خو ډېرې ښځې ، روڼ اندي اوډېر روڼ اندې دېني عالمان هم فکر کوي چې دغه قانون زموږ دېن ناوړه تعبير کړى او دښځو په وړاندې تبعېض لري . دغه قانو ن د پاکستان تصوير ډېر تياره کړى دى . همدا اوس دغه قانون د ښځو د چارو دملي کميسيون تر بيا کتنې لاندې دى . چې پايلې به يې پارلمان ته وړاندې شي. د ښځو د پراختېا وزارت هڅه کوي چې د ټولود نظر يو والى ددغه قانون د له منځه وړلو لپاره را وپاروي . دا مسله ماهرانه سېاسي او قانوني چلند ته اړتيا لري . خو زه فکر کوم چې د تېرو تېروتنو د له منځه وړلو لپاره زړور توب ولرو.
پدې ټولو سربېره باور لرم چې د ښځو دازادى بنسټ مو د پر مختلونکى غورځڼ له لارې ايښى دى . دا غورځڼ په شا نه راځي. ځکه په خپله ښځي د خپلو حقونو د اخېستو لپاره را پورته شوي او ډېر نارېنه پوى شوي چې دا لړى نشي درولاى .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery