29 څپرکى
ټولنيزه برخه :
زه د محدودو مالي سرچينو او ضعېفه اقتصاد د بې وسۍ له کبله په ١٩٩٩ کال کې په مطلقه
دوه لارې کې ودرېدم . چې اېا د روغتېا او ښونې لپاره يوه ټلاره جوړه کړم . ياداچې د
اقتصادي پر مخټ د پروژو لپاره ډېرې پيسې بېلې کړم ؟ ما تصميم ونيو چې اقتصاد ته پر
اختېا ورکړم . ځکه موږ د ټولنېزې برخې د بودجې د زياتوالي لپاره ښه اقتصاد ته اړتېا
درلوده . دغې ستراتېژى ښه وړتېا درلوده ، او په دوو درېو کلونو کې مو وکولاى شو يوه
ښه ځاى ته ورسيږو چې کولاى مو شو د روغتېا او زدکړې د برخو لپاره بودجه ډېره کړو.
زما دولت د ښونې برخې ته ښه پاک نظر درلود چې په بې باکه ډول د تباهى ښکار شوى و.
تصميم مو ونيو چې په بيلا بېلو برخو کې د ښونې ډگر ته پام وکړو. د ښونې د زېنې په
لاندې برخې کې مو تصميم ونيو چې سواد قوي کړو . همدارڼه مو تصميم ونيو چې د نجونو
لپاره پوهنتون جوړ کړو او د لويانو باسواده کولو ته ډېر پام وکړو.
د ښونې د زېنې دوېمه پله عبارت له لومړنېو او منځنيو زدکړو څخه وه. ددغو دوبرخو د
تقوېې لپاره مو تصميم ونيو چې درسي پروگرام تعدېل کړو. او دازموينې د تر سره کولو
لپاره باېد ښه نظام جوړ کړو . همدارڼه د زدکونکو په روزنې باندې مو ټېڼار وکړ .
دهمدې لپاره مو د دولتي اوخصوصي همکاريو يو سازمان جوړ کړچې (( د بشري قوې د ودې
لپاره ملي کميسيون)) نومېده ،چې د روغتيا ، ښونې او روزنې او په بېلابېلو برخو کې د
ظرفيتونو د جوړولو لپاره رامنځ ته شو. دغه کيسيون چې د ٢٠٠٦ کال تر دسمبره د
پاکستان ١١٠ ولسواليو ته درسېدو په خاطر په کار پيل کړى اوتر ټاکل شوي وخته به خپل
کار پاى ته ورسوي . دغه کمېسېون د سېمه ېېزو خلکو په مرسته (فرعي) ښونځي جوړکړي چې
اوسپنې او خښتو ته هيڅ اړتېا نه لري ، سېمه ېېز هلکان او نجونې مود ښونکو په توگه
گمارلي چې دلوېانو لپاره يې ٢٠٨٠٠ د سواد زدکړې مرکزونه جوړکړي . ددغو لاسته راوړنو
ټول وياړ له امرېکې را غلې د پاکستانى ډاکټرې نسيم اشرف دى .چې دغه نظريه يې ماته
راکړه ، او اوس ېې ددغو هڅو مشري په غاړه ده .
اېالتي حکومتونو هم دغه هڅې پراخه کړې . د بېلې په توگه په پنجاب کې د ټولو دولتي
ښونځيو زدکونکو ته د کتابونو ورکول وړيا شو. يو کمپيوټري پروگرام پيل شوى چې ټول
ښونځي وارزوي چې څه شي ته اړتېا لري . او دغه درزونه لېرې کړي . د پنجاب په ١٨
ولسواليو کې د ٥ او ٦ ټوليو د نجونو زدکونکو لپاره چې دهرې زدکونکي حاضري تر اتېا
په سلو کې زياته وي ٢ سوه کلداري د هڅوني په نوم ورکول کيږي . د تعجب خبره نه ده چې
د نجونو غېر حاضري په حېرانونکي ډول کمه شوې ده .
د ښونې لوړه پله چې جلا پرې بحت شوى لوړې زدکړې دي . موږ پوهنتونونو ته د تلو
دشرايطو د برابرولو کميسيون چې له تباهى سره مخا مخ و بېخي له منځه يوړ. او دلوړو
زدکړو کميسيون ياHECمو رامنځ ته کړ. چې د ښونې د ډگر ديو کار پوه ډاکټر عطا الرحمان
لخوا يې مشري کيږي . د لوړو زدکړو کميسيون د پوهنتونونو د نوي نظم پر ځاى په
پوهنتونونو کې د بدلونونو انقلاب معرفي او د ښوني کېفېت يې قوي کړى.د لوړو زدکړو
بودجه له ١٠ مېلېون روپيو څخه په کال کې ٣٥٠ ميليون روپيو ته لوړه شوه . دځان
غوښتنې يو داسې پروگرام په لاره واچول شو چې له ٢٠١٠ کال وروسته بايد هرکال ١٥٠٠
کارپوهان د دوکتورا په سويه د انجينرى او ساينس په ډگر کې ټولنې ته وړاندې کړي . په
تېر وخت کې به هر کال يوازې ١٢ يا ٢٤ ويشت کسان د دوکتورا په کچه فارغېدل . خو په
٢٠٠٨ کال کې به په نړېوالو معيارونو برابر ٦ پوهنتونونه پرانيستل شي . د لوړو زدکړو
کميسيون د لېرې زدکړو يو پروگرام هم تر لاس لاندې ونيو.چې د پاکستان ٥٩ پوهنتونونه
يې له يوه او بل سره ونښلول او نژدې ١٦ زره ارزښتناکه علمي ليکنې يا مجلې يې د ټول
هېواد د زدکونکو لپاره د انټر نېټ په پاڼه برابرې کړي . دغه گامونه د لوړو زدکړو په
سيستم باندې ښه مهم اغيز شيندلى .
موږ په تېر وخت کې فني زدکړو ته پام کم کړى و. له همدې کبله په هره برخه کې د معينو
فني کار کونکو او انساني ځواک د کموالي احساس شوى. او س مو دحرفوى او فني زدکړو ملي
کميسيون (NAVTEC) جوړکړى دى. چې په ټول هېواد کې فني او حرفوي ښونځيو ته پراختېا
ورکړي . نو له همدې کبله او س حرفوي زدکړې د لوړو زدکړو له ادارې څخه جلا شوى او له
مړاوي کيدو ژغورل شوى . يوه عمومي نظريه داده چې زموږ دانجېنري پوهنځيو او حرفوي
ښونځيو له زدکونکو سره اوسنيو اړتيا و او زموږ د صنايعو راتلونکي ته په کتو سره
باېد يوه اړيکه ټېڼه شي . دانه ېوازې زموږ حرفوي وړتېا پورته بېا ېي بلکې د
کارموندنې زمينې هم برابروي .
وروستى سرخوږونکې مسله چې غواړم رسېدنه ورته وکړم په دېني مدرسو کې لوست دى. موږ په
پاکستان کې ١٤ زره دېني مدرسي لرو چې يو ميليون فقېر طالبان پکې زدکړه کوي .اتېا په
سلو کې دغه مدرسې د وفاق المدارس(دمدرسو څخه دملاتړ) د ادارې تر چتر لاندې راغلي
.ددې کار اهميت په دې کې دى چې وفاق المدارس د زدکونکو لپاره د اوسېدا ځاى برابروي
. له دې کبله هغوى د بشري مرستو لوى برابرونکي دي . خوددغو مدرسو ضيعه ټکى دادى چې
عموما دېني مضمونونه پکې تدرېسيږي.
چې په پاېله کې يې يو شمېر زدکونکي ترهـرى او تندلارى ته ور دننه کيږي.
ډېر طالبان عموما د نورو مذهبونو د نه منلواونرمى نه ښودل زدکوي . په مدرسو کې دغه
نظام هر کال په زرگونو ځوانان تولېدوي .چې کيداى شي يوازې د جومات ملا ېې ( امامت )
وکړي . موږ د وفاق المدارس سره په خبرو کې بايد دغه شرايط بدل کړو . هڅې روانې دي
چې موږ مدرسې هم د لوړو زدکړو اصلي نظام ته ور دننه کړو.
اوس مو دټولو مدرسو څخه غوښتي چې له دولت سره ځانونه تبت کړي . او يوازې د ديني
زدکړو پر ځاى دې د ښونې دادارې لخوا ټول عادي مضمونونه ولولي او ځاڼړي ازموينې دې
واخلي . دولت تصميم نيولى يوازې هغه مدرسې تمويل کړي چې دغه شرايط ومني. د وفاق
المدارس ټولو ٥ ادارو په لويه کې د غه شراېط منلي . په داسې حال کې چې هغوى دعادي
دولتي تحصيلي نظام پلي کولو ته تېارى ښولى .خو د دولت د اصلي ښونې د بهير سره د
يوځاى کېدو مخالفت کوي . په دواړو خواو کې د بې باوريو سره سره موږ د يوې موافقې په
لورې پر مخ روان يو. او زه باور لرم چې ژربه يوې پاېلې ته ورسېږو، چې د پاکستان او
مدرسو ترمنځ د ښو اړيکو ټېڼولو ته به لاره هواره کړي.
دهغو شل په سلو کې مدرسو چې د وفاق المدارس تر چتر لاندې نه دې ،يوه وړوکي او مخ په
کميدونکې برخه يې د تندلارو په واک کې ده . غواړم بيا تکرار کړم چې د پاکستان د ١٥٠
ميليون وگړو ېوه کوچنى برخه تندلاري دي . دلته هم ستونزه لکه دنورې نړى په څېر ده .
تندلاري داسې له چېغو او زوره ډک دي او داسې زورور کارونه کوي چې ډېره توجه يې
ځانته راجلب کړې . په داسې حال کې ډيرى منځ لاري خلک داسې غلي او سوله غوښتونکي د ي
چې د لږکيو تصوير وړاندې کوي . ډيرى پاکستانېان منځ لاري روڼ اندې دي . بيا باېد
وواېم چې په هند کې اسلام د صوفېانو په مټ خپور شو، نه د تورې په څوکه . له همدې
کبله زموږ ډېر مسلمانان سوله خوښونکي او ارام دي .
په پاى کې د معياري درسې پروگرام او ازمويني له لارې به د وړتيا او غوښتنې په
شراېطو برابر د مدرسو زدکونکي ، کالجونو او پوهنتونونو ته لاره پيدا کړي . په نړى
کې ډېر هېوادونه شته چې ټول علوم يې سره گډ کړي دي او هيڅ دليل نشته چې پاکستان دا
کار ونشي کولاى .