مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

٢٦ څپر کى


له دېن سره د ترهـرۍ تړاو.

کله چې د شپې لخوا يوازې مطالعه کوم په وار وار راته دافکر پيدا شي چې پاکستان څرڼه له دغه افراطيت سره مخامخ شو؟
ولې زموږ ملت دخرابۍ خواته مخه شوه ؟
د شيعه او سني مذهبو ترمنځ يو څه تاو تريخوالى و، خو نورپاکستان يو عادي هېواد و. نو دا فکر کوم چې څرڼه د ترهـري او افراطېت له اوسني وضعې سره مخامخ شو؟
د بنسټ پالى دغه ذخم له کال ١٩٧٩ راپه ديخوا چې کله شوروي اتحاد پر افغانستان يرغل وکړ راپيدا شو. د روسانو غوښتنه داو ه چې د هند په بحر کې د پاکستان گرمواوبو ته ورسېږي . ناڅاپه متوجه شو چې له دوو خواو له گواښ سره مخامخ شوي يو ، هند په ختيځ او شورويان په افغانستان کې له بډاگي حکومت سره له لوېدېځې خواله سخت گواښ سره مخا مخ کړي و. ملت او پوځ له حيرانۍ او سرگردانۍ سره مخا مخ شوي و. له نېکمرغه په امريکا کې د رونالډ رېگن په ټاکلو سره امريکا د شورويانو د نڼولو لپاره افغانستان مهمه سېمه وبلله . په افغانستان کې جهاد پيل شو . پا کستان هم افغانستان ته د نژدې والي له کبله د جهاد د لومړى کرښې ملاتړى شو. افغان جڼسالاران او مليشو ته وسلې ورکول شوې چې له شورويانو سره وجڼيږي . د ټولې اسلامي نړى ، او د پاکستان له ځېنو دېني مدرسو نه له ٢٠ تر ٣٠ زرو پورې مجاهدين سمبال. تمويل او وروزل شول چې له افغانانو سره د شورويانو پروړاندې جړې کې مرسته وکړي .
تر ١٩٧٩ کال وړاندې زموږ ددېني مدرسو شمېر ډېر کم وو. او دومره مهم فعاليتونه يې هم نه درلودل . دافغانستان جهاد دغو مدرسوته اهميت ورکړ او دافغانستان د جهاد څخه د ولسمشر ضيا الحق کلک ملاتړ هم ددوى تر شاو.
1980 لسيزه ټوله د مذهبي تندلارى شاهده وه . چې د ضيا لخوا هڅول کېده . په دې هم سترگې نشو پټولاى چې د سرحد ايالت سخت دريځي ملايان ددغه جهاد ښکاره ملاتړي و. ځکه چې دافغانستان پښتانه د اسلام څخه خپل ځاڼړى فرقه يې تفسير لري . جنرال ضيا د خپلو سياسي او شخصي گټو لپاره مذهبي تندلاري په غېږ کې ونيول . او د پاکستان اکثريت منځ لاري يې له پا مه وغورځول . د شوروي کافرانو سره جړه د جهاديانو لپاره يو سپيڅلي دلېل شو. او گڼ پاکستانيان په خپله خوښه له دغه بهير سره يو ځاى شول .
دغه جهاد لس کاله دوام وکړاو په کال ١٩٨٩ کې شورويانو ماتې وخوړه . هغوى په بې شرمى سره له افغانستانه ووتل ،او په غټه اندازه درنې وسلي ، ټانکونه ، توپونه او حتي اولوتکې يې د مهماتو له زېرمو سره تر شا پريښول . د برلين د دېوال په نړيدو او د شورويانو د گواښ په له مينځه تلو سره اروپا او امريکا هم ژر سېمه خوشې کړه . په افغانستان کې د واک د ناڅاپي تشې د رامنځ ته کېدو له کبله لومړى په کابل کې د شوروي لاس پوڅى دولت چپه شو . وروسته ددغې تشي لمنه د واک پر سر د جڼسالارانو د جړو له کبله دافغانانو د وژلو او وينې توييدو کچې ته لوړه شوه . له ١٩٨٩ تر ٢٠٠١ کاله پورې د ١٢ کلونو لپاره افغانستان په کورنۍ جړه کې ښکېل شو.
ددغو بدمرغيو له کبله ( د شورويانو له اشغاله دکورنۍ جړې تر وينې بهولو پورې دافغانانو ستونزې ٣ برابره شوې . لومړى څلور ميليونه خلک پاکستان ته په کډوالۍ مجبور شول ، دوهم په ١٩٩٥ کال کې طالبان راوټوکېدل ، او دريم نړيوال مجاهدېن د القاعدې په چوکاټ کې سره را غوڼد شول ، چې د منځنى اسيا د تازه خپلواکه شويو جمهوريتونو ، دناراضه چچنيايانو او د گڼو عربي هېوادونو لخوا ورسره ملاتړ وشو.
په همدې وخت کې د سپټامبر د ١١ پيښه رامنځ ته شوه . نړى ته يې بدلون ورکړ. حتى مخکې له دې چې د امريکې دهغه وخت د بهرنيو چارو وزېر کولن پاول ماته زڼ ووهي او دمرستي غوښتونکي شي او يا ولسمشر بوش په خپله وينا کې ووايي چې (( نړى يا له موږ سره ده او يازموږ په وړاندې ده .)) زه په دې پوهېدم چې پاکستان په ېوه دوه لارې کې ودرېد. په پاکستان کې زموږ لپاره چانس په لاس راغلى وچې د خپلو ملي گټو پر اساس د ترهـرى رېښې له بېخه وکاږو . او دا فرصت بايد له لاسه نه واى تللاى . سخت دريځي چې شمېر يې زيات شوى و له اندازې زيات وسه وال شوي و او موږ په پټ ډول له هغوى سره مبارزه نشوه کولاى . په افغانستان کې د امريکا د متحدو ايالتونو لخوا د قهرېدلي برېد او هلته د نا اراميو او چريکي جڼونو وروسته د القاعدې ډېر جڼيالي زمو ږ لوېدېځو ښارونو او غرونو ته را ننوتل .
پر ما له ځان وژونکي بريد وړاندې د پاکستان وضيعت خراب شوى و.
دا يوازې د افغانستان اوږد مهالى جنجال نه و، بلکې په ١٩٨٩ کال کې دهند تر ادارې لاندې د کشمېر د ازادي غوښتنې جڼ هم په پاکستانى ټولني ژور اغېز وکړ. دغه مبارزې په ېوه کورني پاڅون پيل شوې ، چې وروسته د خلکو لاريونونه د سريڼر سړکونه ډک کړل . دهند د قانون پلي کونکو ادارو په بېرحمانه ډول سره د ازادې غوښتونکو غورځڼ وټکاو. د پوځ دملاتړ لپاره ستر ځواک د سرېڼر درې ته واستول شو. چې غورځڼ له سياسي پلوه په بنسټ کې له منځه يوسي . غورځڼ دخپلې دفاع لپاره غبرگون وښود . ډېر کسان يې وتښتېدل او وسلې ته يې لاس کړ. وروسته له هغوى نه سخت جڼياليان جوړ شول . چې دهند پر ځواکونو چريکي برېدونه ترسره کوي . د پاکستان خلک د احساساتو او مهربانى له مخې له خپلو کشميري وروڼو سره خوا خوږي لري . دټول هېواد څخه په لسگونو ملاتړې ډلې دهند ي پوځ پر وړاندې جهاد ته منظمې شولې .
....................

موږ ٢٢ کاله په خپلو لويديځو او شپاړس کاله په ختيځو پولو په کشمېر کې له نا اراميو سره مخا مخ و. اوس په پاکستان کې د دمخدره توکو ، وسلې درلودلو او جڼاليتوب فرهڼ وده کړيده . د القاعدې په څيرد خطرناکې ډلې خاښونه او پاڼې په لويو ښارونو او له ا فغانستان سره په پوله په قبايلي سيمو کې پراخې شوې . د يوې موخې لپاره وژل ،چاودنو، موټربمونواو ځان وژونکو برېدونو رېښې نيولي . پر ما او لومړي وزير شوکت عزېز وژونکي بريدونه ددغې کيسې ېوه برخه ده .
دا هغه شرايط دي چې له ٢٢ کالونو راهېسې پاکستان ورسره مخامخ دى او اوس هم ترې ځوريږو. خو ترهـرى سره په روانې مبارزې کې زموږ يو لړ برياو تريوې کچې خطرونه کم کړي دي. کله چې فکر کوم که موږ له دغو کسانو سره دمبارزې تصميم نه واى نيولي او سه به په کوم حالت کې و ټکان خورم .خو هغه څه چې زموږ زړه خوري په لوېدېځ کې دځينو کسانو ناوړه پوهاوى او نه پوهېدنه ده چې موږ په دغه ډگر کې څومره تلفات ورکړي . . که موږ د شوروى ضد جهاد سره نه و يوځاى شوي او هغوى له افغانستانه نه واى وتلي اېا تر اوسه به سړ ه جړه پاى ته رسېدلې واى ؟ موږ هغه کار وکړ چې هېتلر او ناپيليون ونشو کولاى .موږ په جهاد کې دخپلو ملرو پر مټ شوروى مات کړ.که پاکستان له صحنې بهر ساتل شوى واى هيڅکله به جهاد نه و بريالى شوى . له بلې خوا که امريکا له صحنې وېستل شوې واى هېڅوک نه پوهېږي څه به شوي واى ؟

کله چې د المان د استخباراتو مشر د پاکستان داستخباراتو مشر ته د برېلن د دېوال دېوې تابلو يوه لېکلې نسخه ورکړه.چې ماولوسته (( هغه چاته ډالۍ چې لومړى ضربه يې وځپله )) زړه مې ډاډ پيدا کړ.
د القاعدې دپاکستانۍ شبکې دله منځه وړلو په برخه کې زموږ بريا د پاکستان د ژغورنې لپاره ښه پيل و. خو د سخت درېځو دماتې لپاره ستر واټن پاتې دى . موږ باېد همدارڼه له هغوى سره مخامخ شو او پاکستان يو ځل بيا د سوله ييز ژوند ځاى او دخپلې ټپي ټولنې درملنه وکړو.
.....................
د پاکستان خلک له دننه يو مذهبي او منځ لارې ټولنه ده . پاکستان هغه اسلامي هېواد دى چې د هند دلوېي وچې د مسلمانانو لپاره جوړ شو.خو ددغې ټولنې ېوه وړوکې برخه تندلاري دي ،چې دغه ډله دد ين په اړه لنډفکر، متعصب او پيچلي نظر لري .ستونزه له هغه ځاېه راپيدا کيږي چې دغه تندلاري ډله غواړي خپله عقېده او نظريه پر نور وتپي . دغه کسان نه يوازې جړه مار او دعوه جلب دي ،بلکې کېداى شي د ترهـرى خواته تلقېن او وهڅول شي.
له دغو تندلارو اخوا د ټولنې غټه روڼ اندې برخه په ٣ لوېو برخو ويشل کيږي .
په ېوه خوا کې نېمه لوستي روحانيون په ډېرې ښې نظريي او د اسلام په اړه د ښه درک درلودونکي
بله خوا لوستي روڼ اندې دي چې په ريښتېنې توگه دين پيژني .
او درېمه ډله د پاکستان کم لوستي ټولنه ده چې په کليو او نېمه ښاري سيمو کې ژوند کوي . هغوى هم منځ لاري کسان دي چې د (( ژوند وکړه او نوروته هم د ژوند اجازه ورکړه )) په فلسفې ولاړ دي .
هغوى دسپيڅلو ځايونو زيارت ته درومي ، او دخوبولې موسيقي ياتصوف سره مينه لري . خو سخت دريځي دهغوى د بې وزلى او بې سوادى څخه گټه اخلي او په خپلو ډلو کې دهغوى د گمارلو هڅې کوي .چې معمولا بريالي کيږي . په ځاڼړې توگه نېمه لوستي ملايان ژر ددوى تر اغېز لاندې راځي .
خو سره له دې ټولو زموږ په ټولنه کې داسې تندلارې شته چې نه نالوستي او نه هم بې وزلي دي .نو هغوى څه شي هڅولي ؟ زه فکر کوم چې هغوى د مسلمانانو له خرابو حالاتواو بېزارى له کبله له هغوى سره يو ځاى شوي . لکه سېاسي بې عدالتى ، ټولنې ځپل او دهغوى گوښه کول .چې ډېر مسلمانان يې څنډې ته کړي دي .
د بېلې په توگه اسامه بن لادن ، ډاکټر اېمن الظواهري ، خالد شيخ محمد ، او عمر سعېد شيخ . دا ټول بډاى او تحصيل کړي کسان دي . چې دو تنو يې د امريکا او برتانيي په پوهنتونونو کې لوست کړى دى . او يو هم په برتانېې کې زيږيدلى . چې ددغه قشر دتازه نمونو شاهدان په لندن کې د جولاى د ٧ دچاودنو يو.
په خواشينى سره چې پوهو او روښانه مسلمانانو، ټولنې ته دحقيقي اسلام د روزنې مسوليت نه دى ترسره کړى .بلکې هغه يې نيمچه ملايانو ته خوشې کړى دى . د ټولنې روڼ اندي خپلو ماشومانو ته د لمر د رڼا لاندې هر ډول مضامين ښيي. خو کله چې خبره د اسلام شي نو هغوى بېا د امهم مسوليت د کوڅې ملاېانو ته خوشې کوي. تحصيل کړو خلکو په ديني جنجالونو کې په ښکېلتېا ځان نه دى پوى کړى . هغوى هېڅکله د سپټامبر ١١ او پر مسلمانانو يې د اغيز اټکل نه کاو. اوس هغوى له ناورين سره مخامخ شوي دي .
نن د ټولنې غټه برخه نه پوهېږي چې دمختلفو او جدي مسلو په وړاندې چې نړى او په ځاڼړې توگه اسلاکي نړى ورسره مخامخ ده د اسلام واقعي دريځ څه ده ؟ هغوى باېد دملايانو له دغو پيچلونظريو څخه خلاص کړو ، او داسلام د روښانه پيغام (عدالت) په لوريې وخوځو. دا ستره نڼونه زموږ په مخ کې ده . خو بې له شکه به پرې بريالي کيږو.
........................

لکه څڼه مې چې وړاندې وويل تجربې ښولې چې د القاعدې بهرنيان په پاکستان کې د ترهـرو بريدونو مبتکرېن دي . څه موده وروسته دغو مبتکرينو پاکستاني پلان جوړونکي پيدا کړل . دغو پلان جوړونکو تندلارو مذهبي ډلو ته لاره پيدا کړه ، او يا ېي هم په خپله متعصبې ډلې جوړوي او دمعينو ترهـرو برېدونو مامورېت ورسپاري . دغه بريد کونکي دنورو په واک کې دي . دوى تل په مذهبي مفکورو نه هڅول کيږي، خو سره له دې دغه ډول په پاکستان کې دېن له ترهـرى سره گډ شوى دى .

که ترهـر يوه ونه وبولو نو بريد کونکي يې يوازې پاڼې دي . تر کله چې ونه تازه وساتل شي پاڼې سترېږې او ډېرېږي . نو په داسې حال کې دالقاعدې ټوله شبکه ،د برېدونو مبتکرين او پلان جوړونکي يې خاښونه دي . د القا عدې په له منځه وړلو سره به د ونې يو خاښ له منځه ولاړ شي . که دا غټ خاښ هم وي خو ونه هېڅکله نه ده وچه شوې .تر کومه يې چې رېښې ژوندى وي د ترهـرى (ونه) به هم په پرلپسې توگه تازه وي .
څه شى ددې لامل کېږي چې يو انسان بل انسان ووژني ؟
څه شى ددې لامل کيږي چې ېو کس د خپل ځان په ضاېع کولو سره د نورو ژوند اخيستلو ته چمتو کيږي؟
هرڅه چې دي يوه قوي اڼېزه لري . زه پوره باور لرم، يو لامل چې يو کس تندلارى او افراطيت ته مجبوره وي ، نا هيلي ، ناتواني او سېاسي بې عدالتي ده . داتل دترهـرى د ونې رېښې دي . دا ونه بايد له خاښونو او رېښو سره له منځه يوړل شي . يوازې هله( ونه) ورکولاى شوچې لومړى يې رېښې ور وچې کړو . او دغې موخې ته د رسېدو لار دبې عدالتى او سياسي ځپلو حالاتو له منځه وړل دي . که د(ونې) رېښې له منځه ولاړې نشي نا هيلي به زياته شي . رېښې مهم او قوى دلېل دى چې بلاخرا دترهـرى ونې ته قوت ورکوي .
دغه احساسات هله چوي چې له بې سوادى او بې وزلى سره يو ځاى شي . دا هغه څه دي چې نن سبا په نړى کې ډېر مسلمانان ورسره مخامخ شوي دي .کله چې يو کس په دغه ډول فکر او په همغه اندازه بې سوادى چې دى عقېده ولري دځان وژنې په بريد سره د جنت کليد دده په غاړه کې لويږي . چې ډېر ځان وژونکي په همدې عقېده دي . دغه ډول بدمرغه ژوند دوى پر مخ بېاېي . د انتحار لپاره به ښه ښکار وي . نو ولې موږ بايد دخپلو سياسي موخو لپاره کار ونکړو؟
او خپله تېاره نړى دخپل ځان لپاره ښه هوسا سيمه نکړو؟
په لندن کې د جولاى د ٧ نيټې بم ايښودونکو نه هم بې وزلي ، نه هم نالوستي او نه هم سياسي محروميت درلود. په ډاگه ويلاى شو چې دې لارې ته دهغوى دورټ لامل په هغه ټولنه کې اقتصادي او ټولنېزه ځپلتيا مسله وه .په هغه ټولنه کې چې دوى ژوند کاو دوى ته نه وه جوړه ،.نا انډوله چلند او ددوى پر هم مذهبو د بي رحميو کول، دوى ترهـرى ته د تلو لپاره اړ ويستل .
نن باېد له دې ټولوسره مبارزه وکړو . موږ ځام پوهونې ، وړ چلند او رېښتېنې ټلارې ته اړېتا لرو . زه ښه بولم چې ترهـرى ته ځواب په دوه ډوله ټلارو، لنډمهالي او اوږد مها لو باندې ور کړو. په لنډ مهال کې په ټول زور سره ترهـرى ته باېد ځواب ورکول شي . او موجودېت ته يې پاى ورکړو. خو بيا هم اړتيا ده چې د ترهـرى گواښ له بېخه ورک کړو. له هغو مسلو سره چې ترهـرى روزي په دريو کړيو کې په خاصو شرايطو مبارزه وکړو.


اول په نړېواله کچه .
دوېم د اسلامي نړى په کچه .
او دريم دهر هېواد په ملي کچه .

په نړېواله کچه د نړيوالو ستونزو او جنجالونو د حل لپاره باېد لارې وپلټو .
د اسلامي نړى په کچه باېد ډار اچونه او ترهـري وغندو او د اقتصادي او ټولنيزو پرمختېا لپاره خپلې ټلارې ځاڼړې کړو .
په کورنى او ملي کچه ځان يادوم چې پاکستان ته دکومو کارونو دکولو اړتيا ده . بې له شکه باېد دترهـرى سره د جړې په کرښه کې مخامخ شو. او په ټول زور ور سره وجڼيږو . چې له خپل هېواد ه يې رېښې ورکې کړو.
کومه ټلاره چې پاکستان په مخ کې نيولې داده چې په لوړه کچه د ترهـرو اعمالو پلان جوړونکي نيسي او له منځه يې وړي . او داموخه په پاکستان کې بريا لى ختلې او زموږ په هېواد کي يې د ترهـرى ملا ماته کړې . خو سره له دې هم بايد زېات کار وشي. پر ترورېزم باېد روان فشار وساتل شي . او ترهـرو ته د بيا منظمېدو وخت ورنه کول شي . ستره بريا د ترهـرى د رهبرى په له منځه وړلو کې پرته ده . خو وروستى بريا به هله تر لاسه شي چې د ترورېزم رېښې ورکې شي ، او هغه داچې د مسلمانانو په وړاندې بې عدالتي ته باېد پاى ور کول شي . او دا کار د لوېدېځ ، په ځاڼړې توگه د امرېکا دمتحدو اېالتونو په واک کې دى .
د ترهـرى ستونزې ته پاى ورکول احتېاط غواړي چې پکې مذهبي او فرقه يي افراطېت ته ځواب ورکول هم راځي . دا دخلکو دزړونو او فکرونو د لاس ته راوړلو مبارزه ده . فکرونه په زور نشو بدلولاى ، افکار باېد د قوي منطق له لارې بدل شي . او بايد دې کار ته لاره هواره شي . دغه هڅه د ټولنې خاموش معتدل قشر ته دحرکت په ورکولو کې دى، چې را پورته شي او مثبت رول ولوبوي . دغو مسلو ته د پام کولو پر وخت ډاډه يم چې دا ټولې ستونزې به حل شي .
موږ ټولې بنسټ پاله ډلې غېر قانوني اعلان او له منځه يوړې . د پيسو له ترلاسه کولو مو محروم او او دڅارنې لاندې مو ونيولې چې د نورو ډلو په توگه را دبره نشي . دغو هڅو ته بايد په جرات سره دوام ورکړو.
همدارڼه مو دنفرت دخپرولو کتابونه ، مجلې ، ورځپاڼې ، اعلاميې ، او نورو خپرنېز شيان منع کړي دي .
د ښونځيو د رسې پروگرام مو اصلاح کړ،چې د مذهبي نفرت او جلا والي ټول مواد مو ترې لرې کړل . دهغه پر ځاى مو د رېښتېني دين روحيه او حقيقي ارزښتونه ور زيات کړل .چې فردي او ټولنيزه ازادي ته پکې پام شوى .
همدارڼه مو د جوماتونو د لوډ سپيکرونو له لارې ناوړه تبليغات او مذهبي تا و تريخوالي ته لمن وهل تر څارنې لاندې ونيول.
دېني مدرسو ته پر ديني مضمونو نو سربېره د معياري او عصري لوست لارښونه کو، چې د ازموينو داخيستو د ادارې لخوا د ازموينو اخيستل هم په نظر کې نيول شوي دي. چې د مدرسو زدکونکي دروحانيت تر څڼ په ېوې حرفيې هم سمبال کړو.
په پاى کې به د روښانه دېني عالمانو په مرسته د اسلام په اړه ملي بحثونه جوړ کړو چې د ټولنې د خلکو ذهنونه ښه لوري ته رهبري کړي . کېداى شي دا به د مسلمانانو د رنسانس د دورې پيل وي. لکه هغه ډول چې په پاکستان کې شوى .
د ډېرو اسلامي هېوادونو ترمنځ گډ فرهڼي ، فکري ، او عاطفي يو والي شته ، ډير څه د زدکولو او د تجربو د بدلو لو لپاره لرو . ډېر کارونه باېد تر سره کړو خو هله به بريالي شو چې يو ځاى او ژمن سره پاتې شو.
................................................................................................
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery