٢٧ څپرکى
٦ برخه
د پاکستان ننئ اوبهرنئ څېره .
د هستوي وسلو پراختېا:
د هستوي وسلو له کبله سويلي اسيا د نړى د اندېښنو مرکز گرځېد لى . د سړې جړې له پاى
ته رسېدو وړاندې دامريکا او شوروي اتحاد ترمنځ سيالي چې دواړه ځواکونه په زرگونو
هستوي وسلو سمبال دي نړى يې په ميخونو پوښلې وه . کله به چې دغو دواړو هېوادونو
خپلې تورې له تېکې را ووېستې ، په ځاڼړې توگه د کوريا د توغنديو دبحران له کبله ،
نو دنړى نفس به ودرېد . خو کله چې پاکستان په هند پسې دهستوي وسلو د د رلودونکو
هېوادونو په کتار کې ودرېد ، او سره مخامخ به شول دنړى نفس به تڼ شو. دا د سړې جړې
نه بد حالت و،چې له لېرې واټنه به د دوو ځواکونو په استازېتوب روان و، ځکه دښمن
زموږ په گاونډ کې و. او په پرلپسې توگه به جړې ته سره مخامخ شو. چې ديوې لوېې سېمې
د کنټرول پر سر مو سره جنجال و. داسې اختلاف چې د ېوه هېيواد له جوړښت راهېسې
دکنترول د کرښې دواړو خواو ته د پرتو سېمو د اداره کولو پر سر مو سره دعوه وه . دا
سړه جړه نه بلکې دواړو هېوادونو يو اوبل د مرگ غېږې ته غورځول.
په دې وخت کې وسلې په نښه -او گوتې هم په ماشې سپرې وې . په هستوي وسلو دسويلي اسيا
سمبالتېا هله تائېد شوه چې هند په ١٩٩٨ د مئ په ١١ او ١٣ ، پنځه هستوي ازموېنې وکړې
. او پاکستان يې هم په ځواب کې د همدې مياشتې په ٢٨ او ٣٠ نيټه ٦ هستوي بمونه
وازموئېل . دا ځل نړى د ١٩٤٧ کال په پرتله چې هند په يوازې سر خپل لومړى هستوي
ازموينه کړې وه ډېر ټکان وخوړ.
هند د ١٩٤٧ کال ازموينه سوله ېېزه چاودنه ونوموله ، او نړى هم دنا خوښى د اشارو په
ورکولو سره ومنله . خو دغې سوله ېېزې ازموېنې نه ېوازې په جنوبي اسيا کې د هستوي
وسلو د سيالى لپاره لاره پرانېسته بلکې هستوي ترهـرى ته يې هم لاره برابره کړه .
ځکه چې گا ونډېو هېوادونو له دې کبله فوق العاده اند ېښنې تجربه کړې . خو په ١٩٩٨
کې پاکستان له دې کبله محکوم شو چې لومړى اسلامي هېواد و چې هستوي وسله يې تر لاسه
کړه . دغه ډول هڅه د پاکستان په دننه کې ډېر عادلانه وبلل شوه. ځکه هغه هېواد چې
سيال يې اتومي بمب لري همغه لاره وهي چې موږ پرې گام اېښى. موږ پوهېدو چې د پاکستان
د سا تلو لپاره يوازې په امرېکا تکيه کول ناسم کار دى .
حقېقت دادى چې پاکستان تل دهند سره د واک او ځواک د انډول په لټه کې و. گواښونه
ددغې هڅې غوښتنه کوي . تر ١٩٤٧ کاله پورې دا انډول يوازې په پياده ځواکونو پورې
تړلى و. خو کله چې هند اتومي وسله تر لاسه کړه ، نو موږ يې له مجبوريته د هستوي
وسلو جوړولو ته اړ ويستو ، او په هره بيه چې وايي موږ باېد دواک انډ ول په سېمه کې
برابر کړى واى .
دغه گام د ١٩٧١ کال له جړې پوره درې کاله وروسته پورته شو. چې هند ختيځ پاکستان له
موږ جلا کړ. خو عجېبه داوه چې له ١٩٧٤ تر ١٩٩٨ پورې د پولې دواړو غاړو ته وضيعت
نسبتا ارام و. موږ د ١٩٧٤ تر ١٩٧٥ او ١٩٦٥ تر ١٩٧١ پورې خونړي جڼونه تر شا پريښي و.
په سېمه کې د ٢٤ کلن هستوي انډول د نشتوالي په ترڅ کې موږ د کشمېر او سيا چين په
سېمو کې دکنټرول پر کرښه په نا قصو جړو کې ښکېل و. خو شدت يې کم و. سره له دې چې
موږ د ١٩٦٥ تر ١٩٧١ کلونو په څير جړې تر ١٩٩٨ پورې نه درلودې . خو په ١٩٩٩ او ٢٠٠٢
کې دوه ځلې د پام وړ ځواکونه دواړو غاړوته په حرکت راوستل شول . کېداى شي دغه تيار
جڼ ته دواړه هېوادونه دخپلو گټو له کبله نه و ور غلي . خو هېڅکله باېد وضيعت دومره
خراب نشي چې بېرته عادي کول يې ستونزمن کار وي . ددې مسلې او نړيوال امنيت په خاطر
باېد دکشمېر کړکېچ حل کړو.
په دغه څپرکي کي به پدې رڼا واچو چې په څه ډول پاکستان هستوي وسلې تر لاسه کړې او
له پولو اخوا د هستوي وسلو خپرېدل څه خطرونه لري .
ډاکټرعبدالقدېر خان چې د فلزاتو د استخراج او ويلې کولوپه برخه کې تخصص لري .په
هالنډ کې(URENCO)په نوم د يوارانېمو د بډاېه کولوپه يوه لابراتوار کې يې کار کاو .
هغه په ١٩٧٥ کال کې دېته تېارى وښود چې د پاکستان دحکومت لپاره خدمت وکړي چې
سمدلاسه پاکستان ته را وغوښتل شو. ډاکټر خان له هغه ځايه د سنټرفېوژ د دسټاو نقشه
هم له ځا نه سره راوړه .
موږ دهغه د پلان پر اساس د سنټرفېوژ د جوړولو کار د ېورانېمو دغني کولو په خپلو
لابراتوارونو کې پيل کړ. په وروسته کلونو کې مو دخپلې اړتېا وړ مواد او ټکنولوژي د
ېوې ځمکنى شبکې له لارې چې په اروپايي هېوادونو کې وه ترلاسه کړه .
ددغو کلونو په ترڅ کې هند هم د خپلو هستوي وسلو په پراخولو بوخت و. کېداى شي دواړو
هېوادونو ته دهمدغې ېوې غېرې دولتي شبکې له لارې دهستوي وسلو دپراختېا مواد را رسول
کېدل .
ځکه هند لومړى تخنېک او بيا هستوي وسلو ته اړتيا درلوده . هند غوښتل په دې کار سره
په سېمه اونړى کې خپل زور او ځواک ، او په سويل ختيځې اسيا او دخليج په سېمه باندې
خپل برلاسى وښېې . خو داچې ولې پاکستان تصميم ونيو هستوي تخنيک تر لاسه کړي ؟ ځواب
يې ډېر روښانه دى . او د نورې نړى د نظريي خلاف موږ دهند د گواښ په وړاندې خپلې
دفاع ته اړتېا درلوده .
هند ېر غلېزه موخه درلوده . خو دپاکستان موخه دفاعي وه . نړيوالو دهند پر ځاى پر
موږ فشار راوړ ، چې د يورانيمو له غني کولو لاس په سر شو. دا زما لپاره منطقي خبره
نه وه . زه تل دغه چلند غېر عادلانه بولم . که نړۍ په رښتېا په سېمه کې د هستوي
وسلو د پراختېا دمخنيوي جدي پلان درلودلاى باېد اصلي بنسټ يې مهار کړى واى . سترو
هېوادونو باېد دهند دهستوي وسلو د پراختېا او وړتېا مخه نېولې واى . که لومړى هند
دغه گام نه و پورته کړى ، پاکستان به هېڅکله هستوي تخنېک ته لاس نه و اوږد کړى .چې
په عوض کې يې سويلي اسيا دهستوي وسلو او ټکنا لوژى د لېږدولو تور بازار شو.
د پاکستان هستوي پروگرام ډير پټ ساتل شوې و . د هستوي ټکنالوژى د پراختيا رهبري د
١٩٧٠ په لسيزه کې د لومړي وزير ذرلفقار علي بوټو په غاړه و، چې نيغ په نيغه ېې له
ډاکټر عبدالقدير خان سره معامله کوله . پيسې د خان په واک کې ورکړل شوې او د کار
څخه ېې هيڅ ليدنه نه کيده . ددى کار امنيت هم د قدير خان په واک کې ورکړل شوى و .
کله چې ضياالحق د هيواد مشر شو ، ورته اړيکې د ولسمشر او کارپوهانو تر منځ ټيڼې
پاتې شوې .
په ١٩٨٨ کال کې د ضيا تر مړينې وروسته غلام اسحق خان ولسمشر شو . له کومه چې هغه يو
غير نظامي سړى و د پوځ د مشر پښه دى معاملې ته راکش شوه . له هغه وروسته د پاکستان
د پوځ مشر د ولسمشر په استازيتوب د هستوي ټکنالوژۍ د پراختيا مديريت په غاړه واخيست
او له قدير خان سره ېې اړيکې درلودې . دغې لړۍ دوام پيدا کړ خو دا زنځير په پرله
پسې توگه اوږد شو . د پروگرام مسووليت له لومړي وزير نه وروسته د پوځ يو مشر ته چې
تورن جنرال و سپارل شو ،چې د مبارزې او تجهيزاتو د پراختيا د عمومي ريس په توگه
وټاکل شو .
ډاکټر خان به خپل رپوت هغه ته وړاندى کاوه . بلې هيڅ ادارې پدې کار کې لاس نه درلود
او د پوځ څخه هم هيڅ چا پدې کار کې ونډه نه درلوده .
د پوځ په اړه په ټول صلاحيت سره دا خبره کوم . ځکه زه په ١٩٩٢ کال کې د پوځي
عملياتو عمومي مشر وم . هغه دنده چې بايد ټولو حساسو پوځي پروگرامونو او عملياتو
باندى خبر واى ، خو زه د هستوي مسلې له کارونو څخه څومره لرې ساتل شوى وم .فکر کوم
دا ډول چلند د کاري پروگرام د پټ ساتلو لپاره سم کار و .
د پاکستان ټول خلک د هستوي ټکنالوژۍ او اتومي وسلو د ترلاسه کولو غوښتونکي وو .
ډاکټر قدير خان ددى ټولو هڅو سره کارپوه نه و . خو هغه د خپل ځان د مشهورولو او
مطرح کيدلو لپاره ېې ډيره لوړه پوهه او استعداد درلود او خلک ېې داسي قانع کړل چې
فکر ېې کاوه قدير خان اتومي بم په يو لاس جوړولې شي .
پدې سربيره سياسي مشرانو هم په عمومي غونډو کې د هستوي وړتيا په اړه د استراتيژيکو
لاملونو له مخې قصدا ځان غوښتنې کولې او ځان به ېې معلوماو ، خو نه پوهيد م چې د
هستوي ټکنالوژۍ دپراختيا کوم پړاوته رسيدلې و . د هغه زيات باور او پوره ازادۍ له
کبله چې قدير خان ته ورکړل شوى و نور هم له دى کاري بهير ناخبره و . موږ اصلا فکر
نه کاوه چې قدير خان به دومره غير مسوولانه او بې پروا چلند وکړي .
ما د ١٩٩٨ کال د اکتوبر په ٨ نيټه د لومړۍ هستوي ازموينې پوره پنځه مياشتې وروسته
چې تر دى مهاله قدير خان عملا ملي قهرمان شوى و د پوځ لوې درستيز ته ارتقا وکړه .
څه موده وروسته قدير فورا " د اسلامي اتوم بمب د پلار " لقب د خلکو او نړۍ په منځ
کې خپل کړ. لکه چې اتوم بم هم دين ولري . ما دغه صفتونه ظاهري او سپکونکي وبلل . د
هيڅ هيواد بم ته د هندو ، يهودي ، عيسوي ، کپيټاليست يا کمونيست نوم نه و ورکړل شوى
،خو ز موږ بم په يو ډول اسلامي وبلل شو. لکه چې اسلاميت هغه غير مشروع کړي وي . زه
فکر کوم دا غير منطقي او اساسا نژاد پرستانه نظريه ده.
اوس نو په هره بيه چې وه قدير خان زما مسووليت و . له همدې کبله لومړي وزير نواز
شريف ته مې لومړى وړانديز داو چې د هستوي ټکنالوژۍ د پراختيا او سټراتيژيک
سازمانونه بايد د باوري ساتونکو تر کنټرول لاندى راولو .
ما خپل وړاندېزونه لومړي وزير ته د پوځ په مرکزي قومندانى کې وړاندې کړل او همدارڼه
مې د(( ملي قومندې دادارې )) په نوم يوه ليکلي طرحه د حکومت په دننه کې دعملياتو
دمالي او امنيتي کنټرول د مسوليت دمنلو ، د يوه مدېرېت دجوړولو وړاندېز هم وکړ. هغه
مسوليت چې تر دې دمه قدېر خان ته ور پاتې و. دا طرحه مې ځکه ورکړه ، چې د څو علمي
سازمانونو له هغې ډلې دخان د تحقېقا تي لابراتوارونو او د پاکستان د اتومي انرژى د
کميسيون ترمنځ د نا هماهڼۍ شاهد وم.
په خواشينى سره چې وړاندېز ونه منل شو. او د نواز شريف په دوره کې ورته هيڅ رڼا ونه
رسېده . سره له دې د ١٩٩٩ کال په اپريل کې مې تصميم ونيو چې په لومړنيو پوړيو کې په
غېر رسمي توگه د ستراتېژيکو پروگرامونو يو مدېرېت د عمومي قومندانى د مرکز په چوکاټ
کې جوړ کړم. تردې مهاله د مبارزې د پراختېا اداره له ستونزو سره مخامخ شوې وه .
خوسمدلاسه د قدېر خان په شکمنو حرکتونو پوه شوم .
پاکستان له شمالي کوريا سره دنقدو پيسو په وړاندې د معمولي بالسټيک توغندېو او
ټکنولوژى د رالېږدولوتړون لاسلېک کړى و. په ټيڼار سره واېم چې دغه تړون په هيڅ صورت
دهستوي ټکنالوژى په بدل کې نه و ،لکه څرڼه چې نا خبره ليکوالان وايي .
داسې رپوټ راورسېد چې د شمالي کورېا يو شمېر هستوي کار پوهان دتوغنديو دانجېنرانو
په جامو کې دخان تحقېقاتي لابراتوارونو ته را رسيدلي . او د سنټر فېوژ د دسټاو په
اړه پټ معلومات ترلاسه کوى چې دکار خانو څخه لېد نه هم ددغه پروگرام يوه برخه ده .
ما دا خبره ډېره جدي ونيوله ، لوى درستېز ، د آى اس آى مشر او عبدالقدېر خان مې د
پوښتنو گرويږنو لپاره را وغوښتل . هغه سمدلاسه دغه تورونه رد کړل . نورمې څه
معلومات ترلاسه نکړل ، خو اندېښمن وم . د ١٩٩٩ کال د اکټوبر په ١٢ د پاکستان د دولت
دمسوليت له ترلاسه کولووروسته مې شخصا د ټولو ستراتېژيکو پروگرامونو مسولېت په خپله
غاړه واخېست.
زه پوه شوم چې ددغه کار لپاره کافي وخت نه لرم . تصميم مې ونيو هغه سيستم رامنځ ته
کړم چې وړاندې مې يې وړانديز کړى و. د ٢٠٠٠ کال په فبرورى کې زموږ د ستراتېژېکو
وسلو له پا مه لوېدلى پروگرام تر رسمي پلان شوي کنټرول لاندې راغى . او ماهم هغه
تائېد کړ.
ددغه جوړښت په سرکې د ملي قوماندې مرکز و. چې پکې ولسمشر ، لومړى وزېر، د فدرال
حکومت مهم وزيران ، نظامي ريسان او مهم کار پوهان شامل و. دا لوړ رتبه جوړښت د ټولو
سياسي مسلو له هغې ډلې زموږ د ستراتيژيکو پروگرامونو مشولېن شول.
د( ستراتېژېکو پروگرامونو دخپرېدا) په نوم يوه نوې اداره د پوځ دعمومي ريس تر ادارې
لاندې جوړه شوه چې د ملي قوماندې له مرکز سره زمو ږد ستراتېژيکوپروگرامونو د اجرا
او څارنې په برخه کې مرسته وکړي . د ټولو علمي سازمانونو ، مالي او امنېتي کنټرول
ددغې ادارې په واک کې ورکول شو.
ورسره جوخت مو د( پوځ ستراتېژيکه قوما نداني ) ، سمندرې ځواکونه او هوايي قواوې
جوړې کړې چې ټولو سترا تېژيکو سيمو ته ورسيږي . چې ورسره يې د مرکزي او سازماندهي
شويو عملياتو کنټرول ( دملي قومندې له مرکز) سره رامنځ ته کړ.
ددغو گامونو په پاېله کې دوه موخې ترلاسه شوې :
اول: ډېر ژر په راتلونکو څو مياشتو او کلونو کې له جزئېاتو پرته د قدېر خان د پټو
فعا ليتونوپه اړه ېوڅه معلومات وشول.
دوهم: دولت د قدېر خان د روانو فعالېتونو د کنټرول په اړه يو څه ښه شو. چې يو شمېر
دغه خطرونه په بل قوه توگه خطرناک و.
تردې وړاندې قدېرخان د اجازې له اخيستلو پرته په پرلپسې توگه بهرته تلاى شو. خو
تردې وروسته داسې ټېڼار وشو چې دهغه د سفر دموخو په اړه باېد موږ ته معلومات راکول
شي. خو له دې سره سره مو معلومات ترلاسه کړل چې خان له يو شمېر داسې هېوادونو لېدنه
کړې چې نوم يې د سفر په غوښتنليک کې نه دى ليکلى.
يو ځل خبر شو چې د شمالي کوريا څخه د توغنديو د راليږلو لپاره په کرايه شوې الوتکه
کې د قدېر خان يوڅه بار شوي دي . خو د ورکول شوي خبر منبع نور جزئېات ورنکړل . موږ
دقدېر خان په کارونو شک درلود.
په الوتکې د ېرغل او پټې تا لاشى پلان مو ونيو. او الوتکه مو له الوتنې وړاندې
وپلټله ، خو په خواشينى سره چې څه پيدا نشو. وروسته خبر شو چې دخان کسان د پولېسو
له پلانه خبر شوي واو شکمن بار يې الوتکې ته نه و خيژولى .
يو ځل بل مو معلومات ترلاسه کړل چې قدېر خان له گمرک څخه د يوې قرار دادي الوتکې د
توکو د بېرته رخصتولو يا لېږلو غوښتونکي شوى ، چې له درېم هېواده اسلام اباد ته
راوړل کېده . ددغې الوتکې په پلان کې د اېران د زاهدان څخه د تلواو راتلو پر وخت د
دوه ځلي تېلو د اخېستو پروگرام و.
دهغه دغې غوښتنې ېو ځل بېا ډېر فکرونه او گمانونه راپيدا کړل . کله مو چې ددغه کار
د لامل پوښتنه وکړه . ويي ويل الوتکې د توپونو يوه اندازه قرار دادي مهمات راوړي دي
.خو په ډاگه د تلو او راتلو پر وخت په اېران کې ددغې الوتکې د کيناستلو په اړه
توضيحات ورنکول شو. پاکستان ته دمهماتو راوړل مو تائېد کړه ، خو الوتکې ته مو په
اېران کې د ناستې اجازه ورنکړه . څو ورڅې وروسته مو معلومات تر لاسه کړل چې دغه
الوتکه اصلا پاکستان ته نه ده راغلې . روښانه خبره وه چې مهما ت دنورو شيانو لپاره
ېوه بهانه يا پوښ و.
ورته نورې پيښې هم شوي . او زه باور لرم چې قدېر خان له خپل مو قف او دندې ناوړه
گټه اخيستې ده . چې د پاکستان دملي امنيت لپاره فوق العاده خطرناکه ده . ځکه لکه
څرڼه چې وويل شو قدېر خان دهستوي وسلو په برخه کې تخصص درلود. او له دغه مقام څخه
ناوړه گټه اخيستنه ډارونکي وه . په پاى کې له سختو گواښونو او دده پر کار کړنوله
څارنې وروسته هغه خپل چلند محطا تانه کړ. وروسته ښاغلي خان داسې گامونه پورته کړل
چې ښکارېدل هغه غواړي پر خپلو يو شمېر کړنو خاورې اړوي .
کرار کرار په ډاگه شوه چې عبدالقدېر خان د ستونزې يوه برخه نه ده بلکې پخپله هغه (
ټوله ستونزه ) ده . دهغه په موجودېت کې دخان د تحقېقاتي لابراتوارونو د کار کړنو په
اړه پوره معلومات نه ترلاسه کېدل .
له دې کبله ېوازېنى اصلي چاره دهغه گوښه کول و. بنا په ٢٠٠٠ کال کې مو تصميېم ونېو
چې دهمدې کال د مارچ په مېاشت کې دهغه دکار دتړون له پاى ته رسېدو سره سم مو هغه
متقاعد کړ. خو سوال داو چې دهغه دتقاعد طرحه څه ډول عملي کړو. هغه د پاکستان دعادي
خلکو لپاره يو قهرمان و. په تير وخت کې څوځلي په اتومات ډول دهغه کاري تړون نوى شوي
و.خو ما داځل پريکړه وکړه چې نوردهغه کاري تړون ته د پاى ټکى کيږدم .په همدې ډول مې
دپاکستان د اټومي کميسيون د مشر ډاکټر اشفق احمد تړون چې ډير اوچت کار پوه او
داحترام وړ کس و له منځه يوړ. حقېقت دادى چې اشفق د قدېر د گوښه کېدو قرباني شو.په
اشفق مې ډېر زړه بد شو. ځکه هغه لاهم د هېواد د پرمخټ لپاره ډېرې وړتېاوې درلودې. د
٢٠٠١ کال دمارچ په ٣٠ نېټه قدير دخان د تحقېقاتي لابراتوارونو د مشر په توگه له خپل
مقامه په اغېزمنه توگه گوښه او جلا شو. خو د خلکو دنيوکو او غالمغال د کمولو لپاره
مو هغه دفدرال وزير د واکونو سره سم سلاکار وزير وټاکه . تردې وروسته هغه زموږ
دهستوي وسلو د پراختېا په ډگر کې هېڅ عملي کاراو واک نه درلود. په خبري رسنيو کې
انتقادي تبصرې خپرې شوې ، خو وروسته او ضاع ارامه شوه . او زه له خپل نيول شوي
تصميمه خوښ وم . کله چې قدېر خان له منځه لېرې شو د پاکستان علمي ټولنو د متقابل
احترام او دوه اړخيز و مرستو په مټ وکولاى شو روښانه کړنلاره پر مخ بوزي . قدېر خان
داسې ځان غوښتونکى کس وچې اصلا يې نه غوښت ډله ېز کار وکړي . هغه له ځانه پورته کس
نه غوښت چې د هستوي ټکنالوژى په ډگر کې وړاندې ولاړشي . ډاکټر خان ډېر نفساني خوا
هشات درلودل . او په ډېر هنر سره يې دخبري رسنيو څخه په ناوړه گټې اخيستو کې ښه بلد
و. دغو ټولو صفاتو له هغه نه يو بل ډول کس جوړ کړى و.
د سپټامبر له ١١ وروسته زه دهستوي وسلو د پراختېا په برخه کې د امريکا دمتحدو
اېالتونو تر زېات فشار لاندې راغلم ، په واقيعت کې ٢ مسلو امرېکا ته اندېښنې پيدا
کړې وې .
اول داچې هغوى زما د کارېز امنېت په اړه ډېر ډآډه نه و ، او له دې يې ويره درلوده
چې که احتمالا د پاکستان مشرى ته کوم تندلارى لاره پيدا کړي او هستوي وسلو ته يې
لاس ورسېږي .
دوېم : امريکا زموږ د هستوي وسلو د ساتنې د څرڼوالي په اړه اندېښنه درلوده ، چې
خداى مکړه دا وسلې د افراطي ډلو لاس ته ورنشي . ډېره هڅه مې وکړه چې دغه دواړه
شکونه او گمانونه لېرې کړم ، ما دخپل ملت په ملاتړ او دترهـرى ضد نړيوالې ټلوالې
سره ديو ځاى په تصميم باور درلود .
زه همدارڼه د پاکستان په هستوي وسلو د څارنې او کنټرول د سيستم د جوړېدو په گټو
ډاډه وم ، خو له دې اندېښمن وم چې کېداى شي قدېر خان د ٢٠٠١ کال له مارچ وړاندې په
غېر قانوني فعاليتونو کې لاس درلودلى وي . خو ټېڼ باور مې درلودچې دهغه لخوا د
هستوي ټکنا لوژى د لېږدولو ټولې لارې مې بندې کړې او په گوښه کولو يې ستونزه له
منځه تللې ده .
خو زه تېر وتى وم . ظاهراهغه په دوبى کې دخپلې شبکې دېوې برخي لخوا په ډاگه کارته
دوام ورکړ. دامرېکا اندېښنې څو برابره شوې . هر امرېکاېې چارواکي له ولسمشر بوش
نيولې تر بل ټېټ پوړي چارواکي پورې به چې کله له ماسره غږېدل او يا به يې له پاکستا
نه لېدنه کوله د پاکستان دهستوي وسلو د امنيت له پلوه به يې خپلې انديښنې شريکولې .
کولن پاول چې نه يوازې زما ښه دوست بلکې يو متوازن ، هوښيار او توانا شخص دى هم په
دې اړه له ما د ډاډ غوښتنه وکړه .
زما ځواب داو چې د پاکستان په چاپير يال او د وسلو د ساتلو په خپل پلي سيستم پوره
باور لرم . سره له هغه د قدېرخان له گوښه کولو وروسته د متحدو اېالتونو په يوه رسمي
ناسته کې په تير وخت کې په پاکستان کې دهستوي وسلو د پراختېا دپروگرام په اړه يو لړ
سوالونه وشول . هغوى هم لکه موږ غوندې کلک شواهد په لاس کې نه درلودل . موږ بېا
تورونه رد کړل ، ځکه هېڅ قطعي شواهد مو نه درلودل . دا يوازې گمانونه و،مهمې لوڅونې
يا افشا گرى چې گواښونکي و،او ټولو د قدېرخان په فعالېتونو پورې اړه درلوده له ٢٠٠٢
کال وروسته رامنځ ته شوې .
په دې وخت کې د امرېکا ستره اندېښنه د شمالي کوريا په اړه وه. موږ يو ځل بيا له
شمالي کوريا سره د هستوي وسلو د پراختېا په ډگر کې د مرستې تورونه رد کړل . مو ږ تو
ضيح کړه چې موږ په يوه ډول د قرار داد شوېو وسلو د پراختېا په برخه کې د شمالي
کوريا سره همکاري کړېده ، خو دهستوي وسلو په برخه کې هيڅکله داسې کار نه دى شوى .
تر کومه چې د پاکستان حکومت خبر و دا څرگندونې پوره سمې او صادقانه نه وې .
د ٢٠٠٢ کال په وروستيو کې چې دامرېکا متحدو اېا لاتو له شمالي کورېا سره رسمي
مذاکرات درلودل کورېا ېانو افشا کړه چې هغوى حتى تر دې (( پيچلي ټکنولوژى)) لري چې
کېداى شي د ېورانېمو د غني کولو ټکنالوژى ته يې اشاره وي . هغه څه چې متحده ايالات
ترې خبرنه و. امرېک دا څرگندونې له پاکستانه هغه هېواد ته د سنټرفيوژ د ټکناولوژى د
انتقال په توگه درک کړه . د پاکستان پر وړاندې بدگماني تردې کچې زېاتې شوي چې
امرېکا مجبوره شو د خپلو حاکمو قوانينو له مخې پر پاکستان بندېزونه ولوى .
دا سې بندېزونه چې د پاکستان لپاره يې ناورين راوړ.خو له نېکمرغه په دغه موده کې ما
له ولسمشر بوش سره دوستانه اړيکې ټېڼې کړې � دغه اړيکې په باور او گډو گټو ولاړې وې
. ولسمشر بوش بندېزونه ېوازې دخان د لابراتورونو کچې ته راکم کړ . سره له دې هم
دخان د هستوي پوهې د غېر قانوني ليږدونې په اړه پر موږ پرتو فشارونو دوام وکړ. موږ
په پټه هڅه وکړه دخان دکارونو په ټولو برخو ښه پوه شو، خو بريالي نشو.
څه موده وروسته د بمب په تړا بله مسله رامنځ ته شوه . د ٢٠٠٣ کال په منځ کې د ايران
څخه داتومي وسلو د څارنې د نړيوالې ادارې د پلټنو پرمهال د هستوي وسلو د پراختېا
نښې هغه مهال پيداشوې چې په اېران کې د يورانيمو دغني کولوډېرې کارخانې پيداشوې .
زموږ په گمان دغې پيښې فورآ دخان له کارونو سره د احتمالي رابطې درلودلو ته قوت
ورکړ.
زه د قدېرخان په هکله هره ورځ په زړه او مغزو کې زېات بدگانه کېدم � وروسته پدې
عقېده شوم چې مسله باېد له بېخه اوکه اړتېا وي له رسمي پلټنو لاندې دې ونيول شي .
د ٢٠٠٣ کال په سپټامبر کې د ملرو ملتونو په عمومي غونډې کې له ولسمشر بوش سره په
لېدنه کې ښاغلي بوش زه گوښه کړم او راته ويي ويل که سبا وخت ولرم دامريکا د
استخباراتي ادارې له مشر جورج ټېنيټ سره ووينم ، بوش وويل ډېره جدي مسله ده او
ستاسو لپاره هم دېره مهمه ده ، ما منله .
سبا سهار ټېنېټ زما داوسېدا هوټل ته راغى له لومړنى احوال پوښتنې وروسته يې يو شمېر
پاڼې را ووېستې او زما مخې ته يې کيښودې . . مادغه اسناد چې د پاکستان p-1 سنټر
فېوژ جزئېات پکې راغلي و ښه وپيژندل . دغه سنټر فيوز اوس له کاره لوېدلي و ، خو په
لومړيو پړاونو کې د هستوي انرژى د پروگرام د پراختېا په وخت کې د قدېر خان تر څارنې
لاندې وه . دغه پاڼې په رڼه عکسونو ، د هرې برخې په شمېرې ، تاريخونو او لاسلېکونو
ډکې وې ، دخبرو لپاره مې هېڅ نه درلودل . زه ډېر کم له داسې حالاتو سره مخامخ شوى
وم ، خو داځل مې د وېلو لپاره ېوه کلېمه هم نه درلوده . سمدلاسه مې فکر پا کستان ته
وا وښت ،چې په څه ډول يې له دغه خطر څخه وساتم ؟ دوهم فکر مې د قدېر خان په اړه له
اندازې زېات قهر و.
ځکه هغه پاکستان له خطر سره مخا مخ کړى و. هېڅ شک نه و چې قدېر زموږ هستوي ټکنالوژى
هېواد په هېواد گرځولې او پلورلې وه . خو سره له دې هم ټېنېټ په دې اړه څه ونه وېل
او په پاڼو د قدېر نوم هم نه وو ذکر شوى، نور يې د تېرو کړنوپه اړه هيڅ شک نه و
پاتې . ځان مې شاته وويست ، او ټېنېټ ته مې ووېل غواړم دغه پاڼې يوسم چې مفصل
تحقېقات پيل کړم ، هغه ومنله . باېد وواېم چې ټېنېټ په ما خپل پوره باور نندارې ته
وړاندې کړ . د ولسمشر بوش او دهغه دټولې ډلې باورپه داسې حالاتو کې د پاکستان د ښه
وضيعت د تابتولو لپاره خاص اهمېت درلود.
اوس نودکېسې ټول مردارى را وتى و او دپاکستان مخ يې لړلى و. وروسته د هستوي انرژي د
پلټنې د نړېوال سازمان پلټونکو د اېران د ېورانېمو دغني کولو سنټر فېوزونه پيدا کړل
چې اېراني چارواکو په اسا نۍ سره په بهرنيو منابعو پورې وتړل. پاکستان دخبري رسنېو
لپاره د سرټکى شو. خو لکه چې دا هم کافي نه وه ، د ٢٠٠٣ کال په وروستيو کې په
مدېترانه کې د (BBCCHINA ) په نوم ېوه بېړى ونېول شوه چې له مالېزېا نه يې ليبيا ته
دحساسو سنټرفېوژونو ځېنې برخې لېږدولې ، د مالېزېا د کارخاني اړيکه د خان له کارونو
سره پيدا او تبت شوه . لېبېا دخپلې هستوي انرژى او سنټر فېوژ منبع پاکستان ونوماو.
دنړى په وړاندې موږ د غېر قانوني هستوي ټکناولوژى منبع او ځينو ته د خطرناک حاکم
رژيم په توگه وپيژندل شو . له دې کبله باېد په چټکى او قاطع ډول موعملي کار کړى واى
چې د نورو غير قانوني فعالېتونو مخه ونيسو ، او په دې پوه شو چې رښتېا څه روان دي .
د ٢٠٠٣ کال د نوامبر په لومړېو کې مو خپلې پلټنې پيل کړې . افشا گريو موجونه وهل ،
پلټونکو په ډاگه کړه چې قدېر خان له ١٩٨٧ کال راهيسې خپل فعالېتونه له اېران سره
پيل کړي و.
له ١٩٩٤ تر ١٩٩٥ پورې قدېر خان د ٢٠٠P_1 سنتر فېوزونود جوړېدوامر کړى و، چې ١٩٨٠
لسيزې په منځ کې د پاکستان لخوا ېو خوا پريښول شوى و. دغه وروسته دوبى ته لېږدول
شوى و. وروسته چې کوم تصوېر لاس ته راغى ډېر خراب و. عبدالقدېر خان ټولې نړى ته
دهستوي تخنېک يوه غېر قانوني خصوصي شبکه له دوبى نه رهبري کوله . د شبکې يوه برخه
يې دخان په تحقېقاتي لابراتوار کې وه . چې دخان تر لاس لاندې د زرگونو پو هانو په
منځ کې ددغې شبکې کسان له څلورو تر شپږو پورې کسان وو. خو تابته شوه چې ډېر نوريې
بې خبره شريکان و، چې دخان د وېنا سره سم به يې کار کاو او دخپل کار له موخو او
پايلو نا خبره و.
د شبکې د رهبرى برخه په دوبى کې وه. چې د هستوي ټکنالوژى د برابرولو او لېږلو سره
يې کار درلود. په شبکه کې څو اروپايي سوداگر او ېو شمېر شکمن کسان و.
د هغو پلټنو پر اساس چې موږ له ٢٠٠٣ تر ٢٠٠٤ پورې تر سره کړل ټول راټول شوي معلومات
د اټومي انرژى د نړيوال سازمان او نړيوالو استخباراتي ادارو سره صادقانه او پوره
شريک شوي دي . په باور سره ويلاى شم چې نه د پاکستان پوځ او نه هم د پاکستان
حکومتونه د هستوي پراختېا په دغه پروگرام کې گډ يا شريک و. او حتي له هغه يې
معلومات هم نه لرل . دا ټوله ننداره د قدېر خان وه . چې د پيسو د ترلاسه کولو لپاره
يې تر سره کوله . دخپلو لاس ته راوړنو څخه د نه ساتنې له کبله خان په اسانى سره
دملت له پامه ولوېد .
د هستوي زدکړې په برخه کې د خان پټ گډون کېداى شي هغه سخت غمجن ناورېن وي چې زه
ورسره مخا مخ شوى يم . لوېدېځ په ځاڼړي توگه د امريکا متحده ايالاتو دهغه د بدن
پوټکى غوښت. خو د پاکستانېانو لپاره لاهم هغه ېو اتل و، يو په زړه پورې نوم دا چې د
پاکستان دغرور پلاريعنې ددغه هېواد د اتومي بمب دپلار په توگه پيژندل کېده . خو
حقېقت دادى چې هغه يوازې د فلزاتو د وېلې کولو او را وېستلو د فن ېو کارپوه او
دهستوي انرژى په پيچلي پروگرام کې يوازې ېوه وړه برخه وه .
خو خان توانېدلى و، د البرت انشټين او روبرت اوپنېه ماير د يوه ترکيب په توگه ځان
وښيي . ما باېد چټک کار کړى واى چې نړيوالو اندېښنو ته ځواب ويل شوى واى او ورسره
جوخت مې ددغه قهرمان په اړه دخلکو داحساساتو د راپارېدو مخه نېوله . په خواشينى سره
چې مخالفو ډلو ددې پر ځاى چې يو عمومي وحدت دملي غم پر وخت وښيي .
ددغې رسوايي په لړ کې ېې پر ما د برېد لپاره ډېره علاقه درلوده .
ما نړى ته ډاډ ورکړ چې نورو هېوادونو ته دهستوي انرژى د پراختېا چاره د يوه کس کار
و، نه د پاکستان پوځ او نه حکومت په دې کې لاس درلود . تر دې سخته مسله د عبدالقدېر
خان علني محکمه وه . ځکه خلکو د هغه دجرم د تبوت پر وخت هم اعتراض کاو. زه دحل
دداسې لارې د پيدا کولو په لټه کې وم چې ټولو ته دمنلو وړ وي .
له همدې کبله مې غوښتل له قدېر خان سره مخامخ وگورم او خبرې ورسره وکړم . کله مې چې
خبرې ورسره وکړې او موجود شواهد مې ورته وښول ،قدېر خان مات شو او وېې منله چې د
گناه د کولو احساس کوي .
خان له ما وغوښتل چې رسمي عفوه ورته وکړم . له هغه مې وغوښتل چې د پاکستان له ملت
نه رسمي بخښنه وغواړي .تصميم ونيول شو ښه لاره داده چې خان د تلوېزېون پر پرده
راڅرگند شي او د ملت دشرمولو او نړېوال پرستيج ته ېي د زېان رسولو له کبله شخصا
بښنه وغواړي .له هغه وروسته مې دهغه د عفوه کولو غو ښتنه ومنله . خو هغه مې تر
څارنې لاندې ونېولو چې د پاتې پلټنو سره مرسته وکړي او همدارڼه دده شخصي امنيت هم
خوندي وي .
دهمدغو موخو لپاره مو هغه يوې خواته کړ او په کور کې مو محدود کړدهغه دفعالېتونو په
اړه مو زېات جزېات تر لاسه کړل چې ټول مو د اټومي انرژى د څارنې د نړيوال سازمان او
نړېوالو استخباراتي ادارو سره شريک کړل. دغه معلومات ددغې شبکې د له منځه وړلو په
نړېوال ډگر کې ښه په درد وخوړل .
هيڅ شک نشته چې د هستوي ټکناولوژى د ډېرولو په شبکه کې مرکزي عنصر و. خو د يو شمير
پيسه دوستو کار کونکو د کلونو همکارى له برکته د ټولو هېوادونو له هغې ډلې داروپا د
هستوي تخنيک د سنټر فېوزونو په برخه کې مواد برابر کړي دي .
د قدېر خان په وينا همکاران يې د سويس، هالنډ ، برتانېا ، او سرېلانکا و. ډېر دغه
کسان چې په دوبى او اروپا کې ميشت و په شخصي سوداگرى کې بوخت و. په دوبى کې ميشتې
شبکې همدارڼه زيات هندېان گمارلي و. چې ځېنې يې د پلټنو له پيل وروسته ورک شول .
قوي احتمال شته چې د هند د ېورانېمو د غني کولو پروگرام هم د دوبى په شبکه کې رېښې
درلودې او کېداى شي د پاکستان د سنټر فيوز د طرحې کاپي وي . دې موضوع ته همدارڼه په
دې وروستيو کې د هستوي وسلو نه خپرېد ا ېوه مهم کار پوه اشاره کړېده .
ليبيا ته د نظر ورکولو پر وخت قدېر خان مشوره ورکړې وه چې د سنټر فېوز داسې کار
خانې جوړې کړي چې د ژويو يا اوښانو له فارمونو سره مشابه وي . او هغوى يې قانع کړي
و، چې ددغه ډول پټن ځايونو جوړول نسبتا ساده دي .
جالبه داده له هغه ځاېه چې قدېر خان پو هېده لېبيا د ټکنولوژى ضعيفه اډې لري. د
سنټر فېوزبرابرې شوې برخې يې د مختلفو منابعو څخه په دغه هېواد پلورلې وې .
خو په دغو کې د کم اهمېته ټوټو جوړول چې دماشين چلونکى و هغه يې په خپله ليبيا يانو
ته پراېښى و چې خپله يې جوړ کړي . ددغو تر تېباتو پر اساس ،په داسې حال کې چې ليبيا
يانو ددغې شبکې نه ډېر زېات تجهېزات واخيستل او د ټېم ټولو غړو ډېره گټه وکړه . دغه
هېواد دماشين دچلونکې دسټا د نه جوړېدو له کبله د سنتټر فيوز په فعالولو او جوړولو
ونه توانېده . د لېبېا سره دغه معامله ١٠٠ ميليون ډالره تخمين شوې وه . دډاکټر خان
بې پر وايي له دې معلوميږي چې د ليبيا لپاره دهستوي وسلو برابره شوې طرحه د جامود
جوړولو د يوه خياط په يوه کڅوړه کې چې په اسلام اباد کې فعالېت لري اېښول شوې وه ،
چې دغه کڅوړه وروسته له ليبيا څخه ترلاسه شوه .
ډاکټر خان همدارڼه د شمالي کوريا لپاره ٢ درجنه سنټرفېوزp-1__p-2 برابرکړي و. هغه
همدارڼه د اندازه کولو او سنټر فېوزد تېلو داندازې ځاڼړى ميټر هم دشمالي کوريا
لپاره برابرکړى و. او هغه د سنټر فيوز د ټکنالوژى رهبري او لارښونه کوله ، چې له
همدې کبله يې هغوى د پاکستان د سنټر فېوژ سخت محرمو کار خانو ته هم بېولى و.
هغه د ليبيا او اېران لپاره د دوبى د شبکې له لارې نژدې ١٨ ټنه مواد چې د سنټر فېوژ
د د سټاوو ځينې برخې او دهغه نقشې وي ، برابرې کړې وې . موږ دغه ټول معلومات ددغه
کار له اړو ادارو سره شرېکې کړي دي . کله مو چې د ٢٠٠٣ کال په نوامبر کې د قدېر خان
له خوا د هستوي انرژى د خپرولو د فعاليتونو په برخه کې پلټنې پيل کړې ، په همدې لړ
کې زموږ اسخباراتي ادارو دهغه د ٢ ليکونو د استولو مخه ونيوله .
لومړى لېک دهغه د سوداگرى د يوه شريک قاصد لخوا اېران ته لېږل کېده . هغه په اېران
کې خپلو ځېنو دوستانو ته لېکلي و چې په هيڅ صورت او تر هيڅ ډول شراېطو لاندې دهغه
نوم د نړيوال اټومي انرژى سازمان ته په ډاگه نکړي . هغه همدارڼه اېرانېانو ته نصيحت
کړى و چې د پلټنو پر وخت دمړو شويو کسانو نومونه واخلې . پوره همغه کړنه چې خان په
پاکستان کې له موږ سره کوله . هغه همدارڼه په بې پروا ډول وړاندېز کړى وچې اېرانېان
باېد دهستوي تخنېک د پراختېا پړه د اژانس په پلټونکو واچوي ، او ووايي چې داژانس په
شته والي کې نشي کولاى په پټه هستوي انرژي ته پراختېا ورکړي
هغه اېرانېانو ته وړاندېز کړى و چې ( د هستوي وسلو دنه خپريدا يا NPT) له تړونه
ووځي . چې ددغو جنجا لونو په يو خوا کېدو سره به له دغه هېواد سره زېاتې مرستې وکړي
.
دوهم ليک يې خپلې لورته لېکلى و چې په لندن کې او سېده . دغه ليک د پاکستان د دولت
د پلټنو په اړه له نېوکو ډکې جملې درلودې . او خپلې لورته يې لارښونه کړې وه چې په
برتانېې کې دځاڼړو خبرېالانو له لارې د پاکستان هستوي رازونه افشا کړي .
قدېر خان د کلونو کلونو لپاره ډېر له لښته ډک ژوند درلود ، چې د اداري فساد ، د
دولتي شتمنيو بيځايه لول ، دملکيتونواخيستل او د پاڼې پټول هم دده د کارونو يوه
برخه وه . خو دا ټول قصدا د وخت دحکومتونو لخوا نا لېدلي ونېول شول . ځکه چې د قدېر
خان تر لاس لاندې کار تر دې زېات اهمېت درلود . خو په پاى کې ددغو کارونو لاندې يوه
جدي تېر وتنه پټه وه .