25 څپرکى
القا عده په غرونو کې
د القاعدې ډېرو غړو غرونو په ځاڼړي توگه د سرحد ايالت خود مختارې قباېلي سيمو ته
پناه ېوړه . چې افغانستان ته نژدې وي . او د پاکستان په ښارونو کې د دغه هېواد لخوا
د ترهـرى ضد برېالېو عملياتو څخه په امن کې وي . او همدارڼه په لېرې پرتو سيمو کې د
دفاعي اډو په جوړولو سره حضور ولري . له افغانستان سره٢٣٦٠ کيلو متره پوله لرو . چې
د پاکستان خوا ته سيمه په ٧ برخو ويشل شوې ( خيبر، باجوړ، مهمند، اورکزى، کورمه ،
شمالي وزيرستان او دجنوبي وزيرستان سېمې دي.) دغه سېمه په غرونو او ناهوارو غونډېو
پوښل شوې. ددغو غرونو لوړ والى له ٢٤٠٠ تر ٤٥٠٠ مترو پورې رسييږي. چې گرم اوړى او
سخت يخ ژمي او خالي سړکونه لري . د برتانوي استعمار پر وخت هغوى د څو محدودو سړکونو
څخه د تلوراتلو اجازه درلوده . چې کم يې پرانستي و.
د پاکستان د اساسي قانو ن پر اساس د فدرالي قباېلو سېمې نيمه خپلواکه دي. په دغو
سېمو کې ٣،٢ مېلېون قباېل ژوند کوي . چې پراخوالى يې ٢٧٢٢٠ کيلو مترمربع ته رسيږي .
او په قبېلوي سيستم اداره کيږي .چې قومي مشران سيا سي او نظامي چارې په لاس کې لري
.
سره له دې چې قباېل مذهبي خلک دي خو دملاېانو رول دجوماتونو پورې محدود نه دى .
فدرالي حکومت د سياسي استازو يا پوليټيکل ايجنټا نو لخوا اداره کيږي. چې دماليو په
ورکړې او دخصه دار په نوم د سيمه يزو پولېسو د يوې دسټا ه لخوا اداره کيږي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ پوله د قبايلي سيمو له منځه تيريږي چې خلک ژورې نژادي
، کورنۍ او ټولنيزې رېښې لري .په ١٩٨٣ کې د ډېورنډ د تړون يوه ماده چې افغانستان او
پخوانى هند يې سره جلا کړل د(( دخلکو د اسانتېاو دحقونو )) په نوم ده . چې د
برتانيې د امپراتورى په وروستيو کلونو کې يې د پولې د دواړو خواو قبېلو لپاره
سوداگريز او اجتماعي چارې برابرولې .
دا لړى تر دې دمه هم روانه ده . قبايل چې په وسلو سمبال دي په خپله وزارتونه هم لري
. د جڼياليو په تاريخ کې ډېر ترخه ېاد شوي .خو هغوى تل خپل هېواد پاکستان ته وفادار
پاتې شوي . هغوى په ١٩٤٨ کال کې د کشمير په جړه کې فعاله ونډه واخيسته . او له هند
سره دجړې لپاره يې د پاکستان پوځ ته جڼيالي ورکړل .
سره له هغه دوى ډېر قهر جن دي . په لومړي ځل د پاکستان پوځ په ٢٠٠٢ کال کې ټولو
قبايلي سيمو ته د ورننوتو اجازه ترلاسه کړه . چې لارې جوړې کړي او اقتصادي پرمخټ ته
وده ورکړي . زموږ ټوله موخه داده چې قبايلي سيمې له سياسي پلوه د سرحد له ايالت سره
يوځاى کړو.
د سپټامبر له ١١ وروسته د پوځ وړتېا زېاته شوه . او په سيمه کې د انساني استخباراتو
شبکه جوړه شوه . کله چې هلته دالقاعدي د شته والي په اړه لومړني معلومات ترلاسه شول
ورسره مو ډېر جدې چلند ونکړ . او د گواښ کچه هم روښانه نه وه . د اطلاعاتو په
ډېرېدو سره کرار کرار حقيقت موږ ته روښانه شو.
د ٢٠٠١ کال په دسامبر کې چې دتورې بوړې د عملياتو له کبله د طالبانو او القاعدې ډېر
غړي پاکستان ته راغلل، ما دهغوى د نيولو لپاره پراخ جا ل خپور کړ. د پوځ عادي
ځواکونه او د سرحد د قول اردو چورلکې مو سېمې ته ولېږلې . ځکه چې دغه سيمه غرنى ده
. موږ همدارڼه له ټول هېواده قچرې او اسونه راټول کړل چې د انتقالي کنډکونو په توگه
خپلو ځواکونو ته وسايل او نور توکي ورسو . او ويي ساتلاى شو. د تورې بوړې جال
دالقاعدې د ٢٤٠ جڼياليو د نيولو لامل شو، چې د ٢٦ ملتونو غړي وو .خو ډېر يې
دافغانستان او عربي هېوادونو و. دا په ټولې نړى کې د سپټامبر د ١١ له پيښې روسته د
ترهـرو دنيولو ستره شمېره ده . تردې وروسته مو هم لوى او واړه عمليات درلودل چې
خبري رسنيو ورته ځغلنده کتنه کړې . ټولې پايلې او کيسې ښېي چې زموږ پر مخټ تر هغه
زېات و چې خلک پرې خبر دي .
د تورې بوړې وروسته لومړيو سترو عملياتو هرڅه روښانه کړل . دغو عملياتو ته مو د کږه
پڼا د سېمې نوم ورکړ.د ٢٠٠٢ کال دجون په ٢٥ شپه مو په جنوبي وزيرستان کې عمليات پيل
کړل. داسې معلومات مو ترلاسه کړل چې په دغه سيمه کې له ٣٠ تر٣٥ پورې جڼياليان له
خپلو کورنيو سره په کږه پڼا کې اوسيږي .د ځاڼړو ځواکونو او د سرحد دقول اردو څخه
جوړ٥٠٠ کسيز ځواک سيمې ته واستول شو،چې سيمه وپلټي د غوځواکونو شپه په ډېرو کږلېچنو
لارو کې تېره کړه . د کږې پڼا نه لږ ليري ودرېدل او د سيمې د لارښونکو په مرسته يې
د سيمې په لور بيا حرکت وکړ.
دځا ڼړي ځواک کسان د يو شمېر چورلکو په مټ وليږل شو. وروسته متوجه شو چې ترهـرو په
لاره کې دوربينونه نصب کړي و، او سيمې ته زمو ږ له ور رسېد و وړاندې دوى خبر شوي
دي. کله چې امنيتي کمر بند ټېڼ شو ددغې سېمې ترهـرو د ځان د پاک ښولو په خاطر په
زاريو پيل وکړ، او ويې ويل چې دوى دوه نارينه او څلور ښځي دي چې يوه يې اميندواره
ده . دا ټول دروغ و ، هغوى همدارڼه د ځان د بې گنا ښولو لپاره زموږ له سرتېرو
وغوښتل چې سيمه تلاشي کړي . زموږ کسانو ومنله او تير وتل . او داسې فکر يې وکړ چې
زموږ اطلاعات غلط و هغوى بې له توجه سېمې ته ور ننوتل ، چې له سختو ډزو سره مخامخ
شول . زموږ درې سرتيري او دوه ترهـر ووژل شول او نور وتښتېدل .
دا عمليات ځاڼړى بدلون وځکه چې د گواښ اندازه يې په ډاگه کړه . همدارڼه يې د تورې
بوړې د بهرنيو ترهـرو حضور تا يئد کړ. او دارڼه داهم ثابته شوه چې ترهـر د سېمه
ېېزو خلکو ملاتړ له ځانه سره لري . او زموږ کسان هم دکار په سختوالي پوه شول چې د
دښمن دغه معصوميت څومره تباهي راوړله .
د کژده پڼا عملياتو همدارڼه له مو ږ سره مرسته وکړۀ چې موږد چټک غبرگون ځاڼړي ځواک
او په غرونو کې سختو ضربو ته اړتيا لرو . د CENTCOM د ځاڼړي امريکايي ځواکونو او
اسخباراتي اجنسيو په مرسته موپه چورلکو سمبال د ځاڼړي عملياتي ډلى يو ځواک جوړ کړ.د
امريکايانو د مرستو په پاېله کې دغه قطعه دځاڼړو ځواکونو او گرځنده هلېگوپترو څخه
جوړه وه . موږ دشپې پر مهال د الوتنو او دډزو دوړتيا د پوره کولو غوښتنه وکړه .چې د
تېارولو ډاډ راکول شو. همدارڼه مو د امريکا سره گډ همغږي تخنيکي اطلا عاتي مراکز
جوړ کړل . او د بې پيلوټه الوتکو غوښتنه مو وکړه چې دامريکا لخوا دې اداره شي .
خو په خواشينى سره چې مرستي د ژمنې په پرتله کمې وې . د اسخباراتي مرستو او
تجهېزاتو برابرولو له هېلې زېات وخت ونيو.ترهغه مو چې نويو ځواکوو ته روزنه ورکړه
او په سيمه کې مو استخباراتي شبکه جوړه کړه د القاعدې د موخو پر ضد مو په لسگونو
واړه عمليات تر سره کړل . خو متاسفانه چې ډېريې بې نتيجې پاتې شول . زموږ اطلاعات
به ناقص او نا وخته رارسيدل ، او زموږ ځواکونو د القاعدې دسرتېرو په وړاندې پڅ عمل
کاو. موږ يوازې داسې الوتکو ته اړتيا درلوده چې د شپې پر مهال الوتنه وکولاى شي .
او ژمنه شوي تجهېزات تر اوسه نه دي رارسيدلي . موخو ته زموږ د کسانو د رسېدو لپاره
ډېره سخته لاره وه .چې باېد وهلې يې واى . ترهـرو دکليوالو په منځ کې جاسوسان
درلودل ، او په خپله به يې هم زموږ د چلند څار کاو. د هغوى اړيکې ښې وي او له
وړاندې به خبريدل چې له عملياتو ځانونه وژغوري .
په ٢٠٠٢ کال کې مې د ښې استخباراتي شبکې د جوړولو لپاره ډېرې هڅې وکړې . چې دعمل په
نوم د خپلې ډلۍ اغېز زيات کړم . د اطلاعاتو په برخه کې به تل د پوځ او استخباراتي
ادارو ترمنځ ناوړه پوهاوى رامنځ ته کېده . پوځ به په استخباراتو تور لاو چې معلومات
يې زاړه وي او استخباراتو به په پوځ د پڅ غبرگون تورونه لول .دواړه ادعاو حقېقت
درلود . په ډېرو برخوکې استخباراتو زاړه او کم معلومات برابرکړي و.او پوځ هم معمولا
چټک غبرگون نه دى ښولى . زموږ هدف معلوم و، خو چورلکو ته مو اړتيا وه . دامريکا
متحده ايالات د تجهېزاتو په ځاڼړې توگه د چورلکو دبرابرولو په برخه کې ډېر پڅ چلند
درلود. د پاکستان پوځ مجبوره شو په خپلو محدودو چورلکو ير غل وکړي او يو شمېر
ارزښتمنې الو تکې چې د پوځي عملياتو لپاره ساتل شوې وې په کار واچول شوې .
يو کال وخت يې ونيو چې امريکا د چټک غبرگون ځواکونو ته چورلکې ورکړې . چې هغه هم د
ورځي د عملياتو لپاره جوړې وې. يو کال وخت د پيلو ټانو روزنې ونيو چې د شپې پر مهال
عمليات ترسره کړي . وسلې، لېږدونکي بيړى تر اوسه نه دي برابرې شوي . دغه حالت
دامريکايانو او پاکستانيانو ترمنځ په يوه او بل تورونو ته لاره هواره کړه . په پاى
کې پاکستان وتوانېد دپام وړ وسلې او تجهېزات د چټک غبرگون د ځواکونو لپاره ترلاسه
کړي . او د ٢٠٠٣ کال تر پايه وتوانېد بريالى کيسې د ويلو لپاره ولري .
د چټک غبرگون د ډلې لومړي عمليات د بغارچين په نوم ترسره شول . عمليات د ٢٠٠٣ کال د
اکټوبر په لومړى اونۍ کې په همغه نوم وشول . عمليات د پياده ځواکونو په مرسته تر
سره شول . چې دغې سېمې ته د تلو او راتلو په لاره کې يې د تلاشى پوستې جوړې کړې وې
. کله چې د محاصرې کړۍ جوړه شوه ترهـرو ډزې پيل کړي. سختو ډزو د ورځي هم دوام وکړ
.چې په پاېله کې مقاومت مات شو، ټول اته تنه چې پکې سمرقند اردنى ،د القاعدې يو مهم
غړى چې په وژلو يې ٥ ميليون ډالره اېښول شوي و او چيني حسن معصوم چې د ختيځ ترکستان
د اسلامي غورځڼ مشر و هم ووژل شول .١٩ تنه نور چې اته پکې بهرنيان و ونيول شول .
دغو عملياتو په جنوبي وزير ستان کې د بهرنيو منظموترهـرو شتون ثابت کړ.
پنځه مياشتې وروسته د ٢٠٠٤ کال د مار چ له ١٦ تر ٢٨ پورې د سوېلي وزير ستان د واڼې
په سيمه کې ستر عمليات تر سره شول . په دغه سېمه کې مو د القاعدې د فعاليتونو په
اړه رپوټونه تر لاسه کړل . د سيمې له خلکو مو د جرگې پر وخت غوښتنه وکړه چې ټول
بهرنيان موږ ته وسپاري . تسلېمېدونکو ته عمومي بښنه اعلان شوه . په دې اساس هغوى نه
ېوازې د بښنې چانس تر لاسه کړ بلکې په وزير ستان کې د سوله ييز ژوند چانس يې هم
وموند .د جرگې ځواب مثبت و، او زموږ وړاندېز يې ترهـرو ته ولېږداو. خو بهرنېانو رد
کړه .دې کار داسې وښوله چې د القاعدې کسان په خپل واک کې دي او دسېمه ېېزو خلکو تر
اغېز لاندې نه دي .
له د ې کبله مو تصميم ونيو چې د سرحد د قول اردو په مټ عمليات تر سره کړو .کله چې
زموږ کسان واڼې ته ورسېدل ځان يې د دښمن په غوړيدلي دام کې گير ولېد . زمو ږ
ځواکونه په لاندې هواره ځمکه کې و، خو ترهـرو لوړې څوکې او غونډى نيولې وې .
له غرونو د مرميو باران پيل شو . زموږ ځواکونو ته درانه بشري تلفات واوښتل .له دغو
جڼياليو سره چې سېمه يې په واک کې وه مبارزه ډېره سخته شوه . پو ځ را وغوښتل شو چې
اړو دوړ وځپي .او د سرحد د قول اردو نيمه پوځي ځواکونه له دامه بهر کړي .نږدې ٦زره
سرتېري فورا سېمې ته ولېږل شو، چې ٦ سوه يې د الوتکو له لارې ډيسانټ شو.دغو ځواکونو
د چټک غبرگون د ځواکونو سره په گډه د ېر غل له سېمې د محاصرې کړى تاو کړه ، او د
پلټنې عمليات يې پيل کړل . په خواشينى سره چې د ترهـرو ېوه ډله له محاصرې بهر پاتې
شول . ددغې ډلې لخوا درنې ډزې د پوځ په لور وشوې . چې زموږ ١٦ تنه يې ووژل . ددغې
سېمې دپاکولو لپاره مو برېد وکړ. او جړه مو وگټله ، او واڼه د القاعدې له شته والي
پاکه شوه . دغو عملياتو د ترهـرو د قومندې او اړيکو مرکز له منځه يوړ . يو لړ
تونلونه مو ولېدل . چې پکې پيچلى الکټرانېکي تجهيزات له هغې ډلې نه د تېلېفون
بدلونکي د سټاوې وې . په دغو عملياتو کې زموږ ٦٤ سرتېري ووژل شول ،او ٥٨ نور ټپيان
شول . د ترهـرو تلفات هم ٦٣ تنه و چې پکې بهرنيان او سيمه ييز خلک و.
د واڼې عمليات د ترهـرى پر وړاندې ملا ماتونکي عمليات و. ځکه د عملياتو پر شدت او
قوت سربېره د ترهـرى په وړاندې يې زموږ دمبارزې کلکه اراده وښوله .سره له دې دغو
عمليا تو زموږ د تجهېزاتو او د شپې لخواد چورلکو دالوتني کمو والى وښود . چې زموږ
اود امريکا ترمنځ يې اړېکې نورې هم تريڼلې کړې .ددغو عملياتو پر وخت حتي د هغو
چورلکو د گټې اخېستنې او ورکړې پر سر هم بحران پيدا شو چې دامريکا دمتحد ه ايالاتو
د مخدره توکو سره دمبارزې ادارې د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ته برابرې کړې وې .
دابه ډېره گټه وره وه که د اطلاعاتو د تاييد لپاره د بې پيلوټه الوتکو څخه گټه
اخيستل شوې واى . خو موږ له هغو هم محروم و.
د واڼې عملېات په سوېلي وزيرستان کې د پاکستان د پوځ پراخ عمليات و. موږ د پيښور
سيمه ييزه فرقه په ٢ نورو لوا گانو سره قوي کړه . د غو ځواکونو د واڼې د ساتلو دنده
درلوده . په سړک د تلاشى پوستې او خنډونه جوړ شول، چې د ترهـرو د ازاد ټ راټ مخه
ونيسي او له واڼې بهر ترهـر تعقيب کړي .
د افغانستان سره په پوله او دواڼې په دره کې د پاکستان د پوځ له ٢ مېا شتو اضافي
عملياتووروسته يو شمېر فراري ترهـرو د ( شاکي په دره ) کې پنا ه واخيسته . هغوى
هلته بېا روزنه او پلان جوړونه پيل کړه . داسې رپوټونه وه چې هلته له ٢٠٠ تر ٢٥٠
پورې چچنيايان ، ازبېکان او يوشمېر عربان او له ٣٠٠ تر٤٠٠ پورې ددوى سېمه ېېز
ملاتړي شته . د ٢٠٠٤ کال د جون په ١٠ مو د ترهـرو د دومر ه ډېروالي په خاطر د شاکي
عمليات پيل کړل . دغه عمليات پراخ و چې لس زره ځواکونو پکې برخه درلوده .چې پکې د
چټک غبرگون او سرحد سېمه ېېزو ځواکونو برخه درلوده .
وروسته له هغه چې ٣ زره سرتېرو د بهرنۍ کړۍ محاصره جوړه کړه او شاکي ته ټ راټ په
امن کې شو، د پاکستان هوايي ځواکونو په سيمه بريد وکړ. چې د دقېقو وسلو په مټ يې پر
٩ موخو بمبار وکړ. د توپچي او دقېقو هوايي گذارونو څخه هم کار واخيستل شو. ورسره
جوخت مو د چور لکو په مټ د چټک غبرگون کسان سېمې ته ډېسانټ ېا واستول . چې د پلټنې
عمليات پيل کړي . په همدې وخت کې پياده ځواکونو عمليات پيل کړل چې دره پاکه کړي .
او دچټک غبرگون له سرتېرو سره يو ځاى شي . وروسته ٣ زره نور سرتېري سيمي ته راوستل
شول . چې د سڼټوى مڼټوى او ابپخشان نوش دري پورې دغه دره پاکه کړي .
په دغو عملياتو کې ٤ سرتېري مړه او ١٢ تنه نور ټپيان شول . او تر ٥٠ زيات ترهـر هم
ووژل شول . خو د ترهـرو يوه اصلي او تبلېغاتي آډه مو دړې وړې کړه . چې پکې د قوي
بمونو د جوړولو يو ه اندازه تجهېزات هم پيدا شول . د هغوى په يوشمېر پټنځايونو کې
مو د تلوېزون دسټاوې ، لپټاپ کمپيوټرونه ،ډسک ، ثبتونکي ماشينونه او پټې يا کسټې
پيدا کړې . عمليات د قبېالي کسانو سره د ټکر له امله هم د يو بدلون يو ټکى و. د
ترهـرودماتې نه خوړلو ادعا ماته شوه او سيمه ييزو خلکو دهغوى له ملاتړه لاس واخېست
. د سيمې خلکو د پاکستان له پوځ سره د دولت د واک په ټيڼولو کې مرسته وکړه . ددغو
عملياتو برياليتوب د وزيرو قوم ديته اړ ويست چې د شاکي په نوم تړون له دولت سره
لاسليک کړي . چې ورپسې مو د سيمې د پر مختېا لپاره کارونه پيل کړل . موږ داوخت د
ښونځېو . روغتېاېې مرکزونو او داوبو لولو د پروژو په رغاونه بوخت يو.
سره له دې چې موږ ٢ درې له ترهـرو پاکې کړې خو هېلې مو پاى ته نه وې رسېدلې . ډېر
بهرني ترهـر د جنوبي وزيرستان او شاکې له سمېو د تېښتې وروسته د مسعودو په قبايلي
سيمه کې چې خلکو ورسره ملاتړ وښود پنا واخيسته . داسې رپوټ راغى چې د( ډېله خولا)
په سيمه کې له ٦٠ تر٧٠ پورې بهرنيو ترهـرو پنا ه اخېستې . او داسې ووېل شو چې سېمه
د ترهـرو د روزني او اکمالاتو په اصلي اډې بدله شوې . سېمه ٣ جلا ادارې او عملياتي
اډې لري . د ٢٠٠٤ کال د سپټامبر په ٩ نيټه مو هوايي بريد تر سره کړ. چې په ترڅ کې
يې اويا بهرني او کورني ترهـر ووژل شول .لس زره پوځيانو د توپچي ځواکونو په ملاتړ د
ترهـرو د دريواړو اډو پر ضد ځمکني عمليات وکړل .مقاومت سخت و، ٤٢ سرتېري مو شهيدان
او ١٤٢ نور ټپيان شول چې ٥ تنه پکې افسران و. او له اويا و زيات ترهـر ووژل شول .
عمليات له تلفاتو ډک و خو بريا خوږه وه ، او يوه بله دره هم پاکه شوه .
دا ستر عمليات و او په جنوبي وزيرستان کې يې د پوځي عملياتو وروستى اندازه وښوده .
تر هـرو د خپلو ٣ اصلي اډو په ورانېدو دقومند ې ، روزنې ، اکمالاتې او تبلېغاتي
منظمه وړتېا له لاسه ورکړه . نور پاتې ژوند ې کسان يې په وړو ډلو کې غرونو ته
وتښتېدل . د هغوى سيمه ييز ملاتړي سخت بې اعتباره شول او تصميم يې ونيو له دولت سره
مرسته وکړي .د ترهـرو ٣٥٠ تنه ووژل شول او ٨٠٠ نوريې ژوند ې ونيول شول . زمو ږهم
٣٠٠ سرتېري مړه شول . خو دوى به تل زموږ په خاطرو کې ژوندي وي .
مبارزه دوام لري. سره له دې چې القاعدې په جنوبي وزيرستان کې ماتې وخوړه . خو دوى د
شمالي وزيرستان له مېرعلي او ميرانشا نه سرونه راپورته کړل . بيا نو موږ هم دې سيمو
ته توجه واړوله.
له دغو ټولو عملياتو وروسته مو دالقاعدې د شبکې د برخو او صفاتو په اړه ښه تصوير
ترلاسه کړ . القاعدې په پاکستان کې دخپل ټول زور په وخت کې ٣٠٠ تنه عرب. چچنېاېې ،
ازبېک او افغان جڼيالي درلودل . سره له دې چې په شمالي وزيرستان کې موږ د هغوى د
قومندې ، تبلېغاتو اړېکو او ادارې مرکزونه له منځه يوړل. خو لاهم هغوى په شمالي
وزيرستان کې فعاله دي . ترهـر دحملې په لوبه او تېښته کې ښه روزل شوي و، او په ير
غل او فرار کې بد نه و. د هغوى ډېر حرکتونه تېز او سخت دي .هغوى ډېر جړېېز توان لري
. وروستى سرتېرى يې تر وروستى مرمى او سلى پورې جڼيږي . هغوى په پرمختللې ټکنالوژى
او پيچلو تجهېزاتو سمبال دي . چې د قومندې او ادارې په برخه کې ترې ښه گټه اخلي .
له مالي پلوه القاعده ډاډه ښکاري. دغې شبکې د مالي تر غېب او مذهبي تلقين له لارې
ډېر پاکستانېان را جذب کړي دي . د سېمې دکورونو لپاره د ډوډۍ ورکول ددې شبکې په
توان کې دي . يو وخت يې په زور له خلکو مرسته اخيسته .
ددغې شبکې د فزيکي عملياتو په اړه د معلوماتو راټو لول ستونزمن کار دى . د ترهـرى
ټول عمليات مهمو معلوماتو ته اړتيا لري . خو ددغې شبکې پر وړاندې دشپې او ورځې لخوا
دحرکت کول ضروري خبره ده . په خواشينى چې زموږ له ښو هڅو سره سره موږ په خپل وخت د
اطلاعاتو د راټولولو، کشفولو او څارلو لپاره مډرنه ټکنا لوژي نه درلوده . زموږ د
پوځ عمليات د ډاډ منو فني معلوماتو پر اساس تر سره کېده . چې د امريکا د متحده
ايالاتو د منابعو لخوا ورکول کېده .
د القاعدې يو اغېزمن کار د تبلېغاتو په ډگر کې داو چې خپل غړي يې د اسلام رېښتې
پيروان بلل ، او دپاکستان پوځ يې د امريکې او لويدېځ تر بېرغ لاندې کافران گڼل .له
دغو زهرجنو تبلېغاتو سره مبارزه ډېره مهمه وه . ځکه چې دالقاعدې دا پيغام د نا
لوستو لپاره د تېر وتنې ښه وسيله وه . زموږ د پوځ قومندانانو د دې ډول تبلېغاتو په
وړاندې مهمه دنده دخپلو کسانو په منځ کې درلوده . زه وياړ کوم چې زموږ د پوځ مشرانو
خپل سرتيري پوره په خپل نظر سمبال وساتل ، چې حقېقت ورته تياره ښکاره نشي . او په
ډېر قوت سره د پاکستان ضد عناصرو پر ضد وجڼيږي او پدې پوه شي چې جړه ددېن پر سر نه
ده .
ورسره جو خت داسې ويل شوي چې پاکستان د ترهـرى ضد جړه کې کافي هڅې نه کوي . دا سې
ادعاوې د هغو کسانو لخوا کيږي چې له حقېقته نه وي خبر .د ترهـرى پر وړاندې نړيواله
مبارزه پاکستان دخپلو ملي گټو په اساس کوي . نو هيڅ دلېل نشته چې موږ د خپلو ملي
گټو لپاره کافي کار ونکړو.په واقېعت کې پاکستان دترهـرى ضد جړه کې ترټولو هيوادونو
زياتې هڅې کړي دي . او موږ ترټو لو زيات تلفات او قرباني ورکړې ده . موږ دترهـرى ضد
مبارزې لپاره خپل اتېا زره ځواکونه گمارلي . د تلاشي او څارنې ٩٠٠پوستې مو
دافغانستان سره په پوله اچولي . دا ډېره نا هېلې کونکې ده چې زموږ له دومره هڅو سره
سره ځينې کسان عمدي نيوکه کوي . او د ترهـرى ضد جړه کې زموږ ونډه ريشخندوي .موږ تر
ټولو هېوادو زياته قرباني ورکړې . او ددغې مبارزې دوام ته هم ژمن يو.
په پاکستان يو بل معمول تور دادى چې په افغانستان کې کېدونکي ترهـر کارونه د
پاکستان له قبايلي سيمو منشه اخلي . دغو ادعا وخلکو ته منفي اڼېرنه ورکړې چې
پاکستان ترهـر تحريکوي او هغوى ته پي پټن ځايونه برابرکړي دي . دا تبلېغات په هغو
هڅو پورې تړلي چې په افغانستان کې د پاکستان ضد احساسات را وپاروي . ټوله نړى په
ځاڼړي توگه د ترهـرى ضد دنړيوال اييتلاف غړي هيوادونه ددغوناوړه تبليغاتو د پردې
شاته موخې باندې باېد پوه شي . د پاکستان ټيکاو د افغانستان په سوله کې نغښتې
.افغان دولت باېد په نورو د نيوکو پر ځاى د خپل هېواد په دننه کې د سولې را وستو ته
زېات کار وکړي .
د طالبا نو اډه دافغانستان په سوېل کندهار کې ده . د ايتلاف پر ضد زېات ترهـر
عمليات د افغانستان له دننه څخه پلان کيږي چې له پاکستانه هلته نشي رسيدى .خو پدې
هم سترگې نشي پټېداى چې د پاکستانه افغانستان ته د اوږدې او نا هوارې پولې له کبله
د ترهـرو داوښتو پوره مخه نشي نيول کېداى . او دا صفا دروغ دي چې وويل شي په
افغانستان کې د تاو ترخوالي ټوله پړه د پاکستان په غاړه ده .
پدې سربېره د القاعدې غړي د بهرني توب له کبله د پيژندو وړ دي ، خو طالبان د پښتنو
د قبيلې څخه دي او د دوست او دښمن د پيژندو کار يې سخت کړى دى . حقېقت خو دادى چې
په افغانستان ډېر ترهـر فعاليتونه هېوادنۍ ريښې لري . سره له دې چې له پاکستا نه هم
دځينو مبارزو ډلو کسان افغانستان ته اوړي خو اصلي ناروغي په افغانستان کې ده . موږ
باېد له يوه او بل سره مرسته وکړو چې دغه شومه پدېده له لارې ورکه شي. نه داچې په
يوه او بل نېوکې وکړواو يوې گډې موخې ته ونه رسېږو .
له يوه بل ناوړه تعبېر سره چې پاکستان باېد مبارزه وکړي داده چې وايي د طالبا نو او
القاعدې مشر د پاکستان له خاورې فعاليت کوي . دا بې ثبوته گمان دى . د پولې غرونو
او نا هواره سېمو د ترهـر د پټېدو لپاره فرصت برابر کړى دى . د پولې اخوا د
افغانستان خواته هم ورته کېسه ده . ځکه دواړو خواو ته يو ډول ځمکه پرته ده . داپه
داسې حال کې ده چې موږ د پاکستان خواته کلک امنيتي گامونه او چت کړي خو دافغانستان
خواته دداسې څه درک نشته . د افغانستان په کليوالو سيمو کې هېڅ پوځي عمليات نه دي
تر سره شوي . له همدې کبله ډېره اسانه ده چې د پاکستان په پرتله دافغانستان خواته
پناه واخلي .
ددغو ټولو تورونو ، ناوړه تعبېرونو او اختلافونو سره سره موږ دترهـرى ضد جړه کې
واټن له مينځه يوړ. پا کستان په افغانستان کې د ترهـرى سره د نړېوالې مبارزې په
برخه کې د اېتلاف له ملرو، په ځاڼړي توگه له امرېکا سره ښې اړېکې ټيڼې کړي دي . او
س موږ د ستراتېژيکو ، عملېاتي او تاکتيکي همغږى لپاره گډو اړيکو ته اړتيا لرو .
خو هغه مهم سوال چې لا ځوابه پاتې کيږي د اسامه بن لادن او اېمن الظواهري د اوسېدا
سېمه او ځاى دى . کېداى شي په قبايلي سېمو کې د خپلو پلو يانو خواته پټ شوى وي . خو
کېداى شي دافغانستان په دننه کې له ملا عمر سره ميلمه وي . او يا هم کېداى شي
دافغانستان او پاکستان په گډه پوله کې چېرته پټ وي . چې پلټونکي يې پيدا نکړي . پا
کستان دالقاعدې شبکه داسې ځپلې چې او س په تيښته کې ده . او په هېله ده چې د څو
کاله پخوا په څېر په ځواک بدل اود منظمو پلان شويو عملياتو وړتېا پيدا کړي ، خواوس
هغه څه ته چې موږ اړتېا لرو دادي چې پر دغې ډلې خپل فشار روان وساتو ، او القاعدې
ته د بېا سمبالتېا وخت ورنکړو. زه په باور سره وايم چې موږ د ترهـرى ضد جړه گټو. زه
په خپل پوځ د هغو ټولو قربانيو په خاطر چې دخپل هېواد او ملت ددفاع لپاره پې ورکړي
وياړ م . دا جڼ بايد زموږ په گټه پاى ته ورسېږي .