څلورویشتم څپرکی
ددام تنګول
نیم شوی بدن، نیم سوځیدلی دپیژندنې کارت او خراب شوی مبایل پرما ددوهم برید نه
وروسته دپلټنو دترسره کولو ټوله لاس ته راوړنه وه، خو دغه شیان تر هیلې زیات بریالي
وختل دعلم په نړۍ کې تل داسې واقع کیږي چې ځینې ستر کشفیات هغه مهال رامنځ ته کیږي
چې څیړونکي په بل کار بوخت وي ،خو دکار په لړ کې بلې سترې لاس ته راوړنې ته ورسیږي.
همدارنګه دجنایتکارانو په تحقیقاتو کې مهمې لاس ته راوړنې له بې صبره پرمختګونو څخه
ترلاسه کیږي او کیدای شي ستر بدلونونه له ځان سره ولري، نیم بدن او دپیژندنې کارت
اوسیم کارت دا درې مهم شواهد وو چې په پاکستان کې دترهګرۍ سره دجګړې په ډګر کې
دسترې کامیابۍ لامل شو..
په ۲۰۰۳ کال دډسمبر په ۱۶ پرما دلومړي وژونکي برید نه وروسته مې دراولپنډۍ دقول
اردو له قومندان ډګر جنرال الشفق پرویز کیاني نه وغوښتل چې دپلټنې مسړلیت پرغاړه
واخلي ځکه چې جرم دهغه تر واک لاندې سېمې کې شوى و . دا کوم عادي جرم نه و چې يوازې
پولېس دې ورته رسېدنه وکړى شي . بلکه د پاکستان د بې امنه کولو هڅه او ددغه هېواد د
مشر د وژلو له لارې . فکر وکړى ټول غمونه مو پلټنو ته خوشې کړل ..
څوسیال اژانسونه يا ادارې دجنرال کیاني ترمشرۍ لاندې په دغه قضېه کی بوخت و.آۍ اس
اۍ، نظامی استخبارات( ام اۍ) ، د استخباراتو اداره(اۍ بي ) ، او د پلټلو د ځانګړې
ادارې يوه برخه ( سي اۍ ډي) ، پوليس اودپوځ ځینې عنا صرپه دغه کارکې دنده درلوده .
کېاني هغوۍ ته وويل سيالي يو خوا پريږدي او دمعلوماتوپه راکړې ورکړې کې ديوه ټيم په
توګه کاروکړي.وي .
هغه همدارنګه ورته وويل که ېې فکر وکړ چې حساس معلومات ېې پيدا کړي نيغ په نيغه دې
دده خواته راشي . او ددفتر دروازه به ېې تل ددوۍ پرمخ خلاصه وي.هغه دندې معينې کړي
چې دريواړه اصلي استخباراتي ادارې : ای اس ای،ام ای ، او سي ای ډي) په یوه کارپسې
ولاړې نشي . ديوه او بل کارونه تکرار نه کړي.خپل لاس ېې خلاص و او مشري ېې په خپل
لاس کې وه .
خو وينا تر عمله پورې واټن لري .په ټولو هيوادونو کې استخباراتي ادارې له يوه اوبل
سره سيالي لري اوپه ډيرې کېنې سره خپلې لاس ته راوړنې له بلې ادارې نه پټوي . دغه
کار داستخباراتو په ادارو کې د ډېرو خِطاوو لامل کيږي.چې پاکستان هم له دې کاره
خالي نه دی .خو کله چې کياني فشار راوړ، نا هماهنګي به ورکه شوه او ټولې ادارې به
لکه د تیلو ډک ماشين په څېر کار پيل کړ.
هغه هغوی ته ویلی و چې بايد در ې شيان تحقيق کړي :
اول د بريد د ځاي ټول شواهد پيداکړۍ .
دوهم معلومه دې کړي چې په څه ډول چاوديدونکی مواد برابر شوي اوپه څه ډول چول شوي .
دريم : ددې ابتکار عاملين څوک و.
په لومړي برید کې برېدکونکوچاودېدونکي مواد تريوه پله لاندې ځای پر ځای کړي وچې له
لېرې سېمې ېې وچوي . چې اوسپنې او کانکریټ زما دموټر خواو شا ته ولویږي . دوی داسې
فرض کړې وه چې زما موټر به دچاودنې سره سم ددغو اوسپنو په منځ کې ولويږي او يا به
هم دپله دپرېکېدو سره سم ز ما موټر لاندې وغورځي . او دا به مې د کار پاي شي .
دخداي شکر چې هيچا له چاودنې وروسته ژوند د لاسه ورنکړ. دچاودیدونکي موادو چارجر
بايد ديوې ټیلیفوني اړيکې په واسطه چې له اخیستونکي سره نصب شوي وفعال شوي وای .خو
له نيکمرغه هغه ترهګر چې ټيليفون ېې بايد له چاوديدونکو توکو سره ټینګ کړی وای پټ
ناست و . چې پله ته زموږ د رسېدو موقيعت ېې ښه ونه لېد او په سم وخت کې یې چاودنه
ونشوه کړي .دغې دوه درې ثانېې تېروتنې موږ ته دژوند چانس راکړ.
په لومړيو تحقيقاتو کې اساسي پرمختګ دهمغه زاړه سيستم پر اساس پلټنې وې . په پيل کې
يو قانوني څرک معلوم شو.پلټونکو د ټيليفون د صفحې يوه وړه ټوټه د پله پر سر پيدا
کړه. داسې ښکارېده چې دا ټوټه دې د مبايل ټيليفون نه وي . هغوی ومونده چې د تيليفون
دکېلي داټوټه ديوه چېناېې بيسيم ټيليفون ده. چې اوږده خطونه ېې لرل. داروپا او
امریکا په څير په پرمختللو اقتصا دي هېوادونو کې ددې ډول ټيليفونې پلټنو کار کېدای
شي ډير اسانه وي .ځکه چې دټېلېفون واردونکو ، وېشونکو او د خر څلاو د بازارونو له
لارې روښانه کېږي او دهغه د ثبت لپاره چې هېڅ مدارک او وسېله نشته دا کار ډير
ستونزمن دي.
خو موږ سره له هغه هم پايلو ته ورسېدو . دغه بيسيم ټيليفونونه جګ انټنونه او يوه
ګوشي هم لري .چې تڼۍ او ځانګړې کېلي ددواړو پر مخ نصب دي . که څوک دغو تڼيو ته
فشارورکړي غوږۍ ته زنګ ورځي .
خوبالمقابل ترهګرو په ډیر ې هوښياري سره دغوږيو پر سر له تڼيو څخه د ماشي په توګه
کاراخيست .زموږ پلټونکو پيداکړه چې دغه تڼۍ له ٦ يا ٧ کيلو متره لېرې واټن او يوې
متراکمې اوګڼ مېشتې سېمې هم فعاليدی شي . هغوی خپلې پلټنې دپله ٧ کېلومتری ته پراخې
کړی چې دفون سيټ هم پيداکړي .خو څه شی لاس ته رانغلل ،وروسته داپلټنې د چکلالې تر
هوايي ډګره وغزېدې چېرته چې زما الوتکه راکوزه شوې وه ، خو څه پايلې یې نه درلودې .
دغه پلټنې روانې وې چې دکويټې دقول اردوقومندان دکار غوټه پرانیسته . هغه کېاني ته
فون وکړاو ورته وېې وېل چې دمشتاق په نوم يو ترهګر په پيښور کې د هوايي ځواکونو سره
اړیکی لري . ده وویل که ترهګرو دپيښور او کویټې هوايي ځواکونو ته لاره موندلي وي نو
له امکانه لیرې نه ده چې دچکلالې هوايي اډې ته دې نه وي راغلي .همغږي استخباراتي
عمليات پيل شوچې له کبله يي مشتاق ونيول شو.
داد معما دحل پيل وو. مشتاق د پلټنو پرمهال دلومړي وژونکي برېد او په کې دده د
مرستې دکچې په اړه معلومات ورکړل . هغه، استخباراتو ته دټولو ترهګرو په اړه ځانګړي
معلومات ور کړل چې تقريبا ټول يي دپاکستان دهوايي ځواکونو ټيټ پوړي غړي و.کياني په
نيمه شپه کی دهوايي ځواکونو له مشر سره تماس ونيولو او لاسته راغلي معلومات يي
ورسره شریک کړل . ٤ تنه دهوايي ځواکونو څخه ونيول شول . چې يا يي دپيسو او يا يي د
عقېدوي موخو لپاره دې کارته ملاتړلې وه .
ددغو خلکو څخه ددې عملياتود څرنګوالي په اړه معلومات ترلاسه شول . هغوي تقريبا ٢٥٠
کېلوګرامه چاودېدونکي مواد کم کم انتقال کړي او دپله لاندې ېې پټ کړي و. د پله شکل
اوډول د ډ ېر وخت لپاره هلته د دغو موادودپټ والي زمېنه برابره کړې وه .
د پلټنو پر مهال شکمنو افشا کړه چې پله ته نژدې د( چهانده چې چې ) په سېمه او اسلام
اباد کې ېې له ېوه کوره د چاودېدونکو موادو او دپټېدو لپاره ګټه اخیسته . دهغوی د
قوماندې مرکزونه د سرحد په پېښور اود نوښار په ښارونو کې وو . دوی اول چاودېدونکی
مواد داسلام اباد کورته لېږدول او بيا يي کم کم د چهانده چي چي کورته وړل او له هغه
ځايه ېې په تدریجي ډول پله ته انتقالول .
په دغو عملياتو کې مشتاق يوازینی غير نِظا مي و ، هغه د چاودېدونکو موادو د چاودلو
ماشې ته فشار ورکړ ي و. وروسته معلومه شوه چې هغه د ١٥٠ تر ٢٠٠ کسېزې ډلې مشر او
پلان جوړونکی دی. دي دملاعمر تابع دي . او دبن لادن دموخو لپاره ېې دوفا داري لوړه
کړې .
سره له دې چې هغه دبن لادن سره نېغې اړېکې نه درلودې او د مولانا مسعود اظهر په
مشری دجيش محمد دډ لې لخوا ورسره مالي مرسته کېدله . جيش محمد نه يوازې له دغې ډلې
سره مرستې کولې، بلکې داظهر ورور په وسلو ددغې شبکې د سمبالتيا اود چاودېدونکو
موادوڅخه دګټې اخیستو اوروزنې زمېنه برابروله.
مشتاق په يوڅه وا رخطاي سره دپله په ١٨٠ مترۍ کې موقيعت درلود . په پله زموږد موټرو
دکاروان دتېرېدو پرمهال دغه واټن دهغه دلېدو دايره تياره کړه .چې له کبله يي د
چاودنې وخت لږ ترې غلط او موږ ته ېې دژوند چانس راکړ . هغه ترهګره ډله چې دچاودنې
مسو ليت ېې درلود ددوهم برېد له پلان کونکوناخبره و.دواړه وژونکي برېدونه له يوه
اوبله جلا پلان شوي او تر سره شوې وې . تر سره کونکي يي هم سره جلا و. دبرېد کونکو
٢ ډلې هم په اتفاقي ډول ددسامبر په ١٤ پلان شوې وې .خو کله چې پل والوځول شو هغوۍ
وار خطا او خپل پلان ېې موقتا لغوه کړ. دد سامبر په ٢٥ چې کله بمونه وچاودېدل دومره
قوي وچې کېانې ٣ کېلومتره لېرې په خپل کور کې دهغه غږ اورېدلي و . لاهم پرما دلومړي
وژونکي برېد خاطره دهغه په ذ هن کې تازه وه . هغه موټر ته منډې کړې او په دومره
بېړي سره د پېښې سيمې ته روان شو چې د امنېتې نظامي پوليسو موټر ېې هغه نشو ګېر
کولي .
اول کار يي چې وکړد سېمې ځاي او لارې ېې بندې کړې ، داي اس اي کسان او پولېس له
وړاندې سېمې ته رسيدلي و. د سيمې دامنېت په ټېنګولو هغه د پوځېانو د کورونوپه لور
منډه کړه . په داسي حال کې چې زه لا په حویلي کې ولاړ وم زه يي روغ رمټ وليدم . هغه
ته مې امر وکړ چې دغه پلټتې هم د خپل کار برخه کړي.
بيا هم کمو اسنادو او شواهدو مهم رول ولوباو، د تیلو د دوهم ټانګ خواته د پوليسو
ېوه پوسته په يوې دوې پوړېزې ودا نۍ کې وه چېرته چې د وهم موټر زموږ په کاروان برېد
وکړ .دشواهدو لومړۍ څرک دځان وژونکي چاودل شوی بدن و چې دپوليسو د هڅو له کبله ددغه
مرکز په حويلي کې لاسته راغی . ددغه کس بدن دلته لوېدلي و اوټوله ودانۍ په وينو لړل
شوې وه . بدن داسې وو لکه چې دانسان دبدن په پوستکي پوښل شوی وي . او پوستکی هم تور
سوځېدلي وي . لکه ماسک يي چې اغوستی وي. پوټکي دهډوکو او دسر له کوپړيه جلا شوي
و،ډېره وېرونکې وه . داسې ښکاریده چې کوم ډاکټرکومه فوق العاده عمليات په دغه بدن
تر سره کړي وي او پوټکی ېې جلا کړي وي . دبرېد کونکي جسد د پوځي روغتون يوه وتلي
پلاستيکي جراح ته يوړل شو چې ددغه بدن ترمېم وکړي .چې دبرېد کونکي اصلي څېره معلومه
شي .
همدارنګه مو د دې کس د پېژندنې نېم سوځېدلی کارت دلومړي برېد سيمې ته نژدې پيدا کړ
، ترمیم شوي بدن د کارت د تصوېر سره مطابقت پيداکړ او يوشان و. پلټونکو کارت دثبت
او راجستر ملي ادارې ته یوړ چې د٥٠ مېيليون پاکستانيانوته ېي کارتونه ويشلي اودهغوي
په اړه معلومات پکې و. او ددغه کس په اړه ېې معلومات پيداکړل ، دهغه نوم محمد جميل
او د ازاد کشمېر د بالاکوټ اوسيدونکی و. او هغه لومړي ځان وژونکۍ و.
دهمغې ورځې په ٣:٣٠ بجو په پينډي کې پوځي قطعې ته امر وشو، چې دجمېل په کور برېد
وکړي او هغه ونېسي . دشپې د تيارې له رارسيدو وړاندې پوځيانود جميل په کور برېد وکړ
. دکورنۍ ټول غړي يي ونیول شو. مهم شواهد راټول او د چورلکې په مټ پينډی ته راوړل
شو . مهم شواهد د جمېل له کتابچې ترلاسه شول چې رمزونه يا مستعا ر نومونه ، حقيقي
نومونه ، دټيليفون شميرې او ادرسونه پکې و. هڅو ته اړتيا وه چې په دغو نومونو پوه
شو . خو زموږ کسان د يوه ساعت په دوران کی په دې وتوانېدل چې په دغو رمزونو پوه شي
او د ترهګرو په اړه موږ زيات معلومات ترلاسه کړل . دجمېل خپلوانو وويل چې هغه له
يوې افراطي ډلې سره کارکاو، او کله کله به په مياشتو مياشتو ورک و، هغه
د ازا د کشمېر د کوټلې په سيمه کې ديوه ترهګر سازمان څخه روزنه تر لاسه کړې وه . او
افغانستان ته تللی و،چې په ٢٠٠١ کال کې دامريکا يانو د يرغل په وړاندې جهاد کې برخه
واخلي ، هلته ونيول شو او دوه کاله بندي شو ، خو پلار يي د پيسو په مټ هغه را خوشي
کړ . کله چې پاکستان ته راغي په افغانستان کې د جنګ د پايلو په اړه ډېر نا ارامه
وو. هغه یوازینی کس نه وچې قسم ېې کړی وچې په افغانستان د امريکا د يرغل پر وړاندې
غچ زما د ترور له لاری واخلي . دوهم ځان وژونکي بې له ټوټي کېدو د اوسيدا د يوه
اپارتمان مخې ته لوېدلي و.
دهغه نیم سوځېدلي د هويت کارت مو هم پېداکړچې عکس ېې پکې لګېدلي و، خو نوم او ادرس
يي غلط ورکړي و.
خو سره له هغه موږ وتوانېدو دهغه د هوېت کارت وپيژنو . کارت د ثبت شمېره درلوده چې
موږ يې دکارت دورکړې ادارې ته وخوځولو. ددغه کس دکارت له غوښتنلېک نه دهغه ملي
پژندنه وشوه . دهغه کس نوم چې دده پيژندنه يې تصدېق کړې وه په دغه لېک کې پيدا شوه
. ضامن پيدا شو او ددغه کس حقيقي ادرس يې موږ ته راکړ . دترهـررېښتېنى نوم ( خلېق )
و ، په کارت کې يې بدل نوم شفيق ليکلي شوى و. د حېرانېتا ځاى دى هغه کسان چې په
دومره دقت عمليات کولاى شي � د پيژندنې کارت په دومره بې باکى سره له ځانه سره
گرځوي . هغوى په دې نه پوهېږي چې د پيژندنې اسناد يې ددوى ټوله ډله له منځه وړلاى
شي . خو که داسې نه واى شوي نو پلټونکي به دومره نه و نېکمرغه .
د ٢٠٠٥ کال دلندن جولاى ٧ بمي برېد ونو هم دغه لاره وهلې وه . چې تر اندازې زېات
شواهد د پيښې له سېمې لاس ته راغلل چې استخباراتي ادار بې له شکه وتوانېدل ترهـر
وپيژني .
همدارڼه مو د پولېسو له همغه مرکزه ېو مباېل ټېلېفون پيدا کړ چې د جمېل بدن او
پوستکى پکې موندل شوى و. ټيليفون خراب شوى و، خو د سېمې د دقېقې پلټنې له کبله سېم
کارت هم پيداشو. او له نېکمرغه سېم کارت هېڅ نه و خراب شوى . لکه چې مخکې مې ووېل
سيم کارت د اخېستونکي د هوېت په معنا دى . او لکه څرڼه چې ښکاري سيم کارت دهغه کس
هويت معلوموي چې فون يې اخيستى وي ، که د سېم کارت وخت هم پاى ته رسېدلى وي کولاى
شو د شويو او راغلو ټيليفونونو درک پيدا کړو . ددغه ترهـر د سېم کارت د روغوالي
چانس ډېر کم و، خو د ټېلېفون د شرکت لخوا مو ددغه ټيليفون په مټ دشويو ټېلېفونونو
يو مکمل ليسټ تر لاسه کړ. دغه پرمخټ په واقېعت کې موږد ټولې شبکې منځ ته ورسولو.
له لومړي ځان وژونکي برېد وروسته زما دموټرو د کاروان په تلونکي لاره ټول مبايل
ټيليفونونه تر څار لاندې و.په همدې ډول له دوهم ځان وژونکي وروسته د شويو
ټيليفونونو له ارشيف نه مو پيدا کړ چې يو کس د سړک پر سر ولاړ دى او د برېد کونکو
خبرو ته په هېله دى ، داکس ټېلېفونونه کنټرولوي � وروسته دغه کس ځان وژنکي ته امر
کاو. دغه ټېلېفون تر لاسه کونکي کس د اسلام اباد او پينډى د پولېسو ترمنځ مو قيعت
نيولى و. په هغه ځاى کې چې دموټرو کاروان پر دو لارو پر يوې د تلو انتخاب درلود .
فقط کله چې زما د موټرو کاروان د غولارو ته ورسېد . کنترولونکي ځان وژونکي ته وويل
چې زه د لارې په فلانى سېمه کې پروت ېم .
له دوهم وژونکي بريد وروسته کياني د شویو مختلفوتيليفونونود شمېرو سره مخامخ شو.هغه
ژرترژره دپوځ له افسرانو ېوه ډله جوړه کړه چې د کمپيوټر د کار پوهانوپه خوښه و .
هغوی دسافټ ویر یو پروګرام جوړ کړ چې ټولې اړیکی یې دوخت د ثبتولو په مټ ثبتولې چې
له برېد مخکې معين ترتیب کړی . دغه کار کېانی ته دا امکان ورکړ چې دترهګرو دشبکی
محسوسې اړیکې پيدا کړي . دا ستر فني پرمختګ و چې له برکته ېې د ترهګرو د پروګرامونو
په معلومولو کې روښانه پرمختګ راغی .
کېانې پوه شو چې کومې شمیرې او د ترهګرو د سرتېرو او کومې ېې د پلان جوړونکو پورې
اړه لري . ځکه چې د پلان جوړونکو ډلې له برېده تقريبا ٢ سا عته وړاندې اړېکې نېولې
وې او دبرېد کونکو ډلګی بيا له برېده څو دقيقې وړاندې اړېکې ټينګې کړې وې . موږ
يوشمېر لنډ مهالې د څو ثانيو مخ پر زيا تېدونکی اړیکی ثبت کړای شوې . د ويل شویو
جملو په اړه داسې وېلاي شو دوی ویل ( نژدې کېږي ، سل متری ته راورسېدل او اوس په ٥٠
مترۍ کې دي .) کېانی او پلټونکو ېې له دغو اړیکو او دفون له شمېرو سره ډېر ژر له
يوه بل داستان سره مخامخ شول . هغوی پوه شول چې ترهګرو خپل سيم کارتونه بدل کړ ي او
يايي يوه او بل ته ورکړي چې پلټونکې ګنګس کړي او ددوی نیول سخت شي . خو يو ځل بيا
نا څاپه پر مختګ د کار غوټه پرانیسته . يوه ورځ کياني خپلې ستونزې ز ما له نظا مي
ياور نديم تاج سره شریکې کړې . نديم وويل چې (نومي) ځوي يي د مبايل ټيليفون له يوه
شرکت سره کار کوي ، او هغه ورته ویلي وو که سيم کارت بدل هم شي د اړیکی نيونکی پيدا
کیږی . دمبايل تيليفون کمپنيو ددې برعکس خبره کړې وه . خوپلټونکود کمپنيو له لوړو
مشرانو سره خبرې کړې وې او هغوی معمولا هغه کسان دي چې د خپلو کارونو له جزیاتو نا
خبره وي . کله چې کېا ني له خپلو کسانووغوښتل چې د مبايل کمپنېو له لاندې کسانو سره
خبری وکړي . دغو کارکونکو وويل چې دا کار کېدای شي . دسيم کارت له بدلولو سره سره
ېې پر همغې دستګاه کار پيل کړ. حقيقت داو چې د فون هرې دستګاه د شمېرې ځانګړې کوډ
نمبر او هر سيم کارت ځانګړي کوډ نمبر درلود . کله چې له فون څخه کار اخیستل کېده هم
به فون او هم به سيم کارت ظبط کېده . نو دهمدې لپاره به که سيم کارت هم بدل شو
ددستګاه کوډ نمبر به په همغه ډول پاتې و. نو د اړېکې نيونکی کېدای شو تر څا رنې
لاندې نيول شوي وای .
اوس نو پلټونکو د موجوده لارو د تحليل يوه بله لاره پيدا کړې وه . دغه د ترهګرو د
فون د اړيکو د ځپلو په ډګر کې ستر پرمختګ و بلل شو . يو وخت کياني ډېر خسته شو او
وېې نشو کولي دالقاعدې د کار د ډول په اړه معلومات پيداکړي .
له همدې کبله هغه له ای اس ای وغوښتل د القا عده د وتلو غړو ابو زبیده او خالد شيخ
د پلټنو رپوټ دې هغه ته ورکړي . ١٠ جلده ستر اسناد ېې راکړل . کله يي چې د دوسې
مواد له نظره تېرول ويي لېدل چې القاعده د هر ځانګړي هدف لپاره د ٢ بيلو حلقو له
لارې پر مخ ولاړ شي . چې ديوه او بل له کاره نه وي خبر . هغه همدارنګه ومونده چې
القاعده د ګوتو په شمار د بمونو د دستګا ه جوړونکي لري. دغه کار پوهان چاودېدونکي
توکي تياروي او هغه ديوه پلا ن شوې توطیې اجرا کونکو ته ورکوي او هغوی له پېښې واټن
نيسي . بم جوړونکي نه پوهېدل چې ولې ، څرنګه ، دچا په مټ او چېرته ددوی له تولید
شويوبمونوګټه اخيستل کيږي ؟ نو په همدې بنسټ ډېره مهمه وه چې د القاعدې بمب جوړونکي
وپيژندل شي او ونيول شي .
د پلټونکو بل پر مختګ هله تر سره شو چې دکياني کسانو د هغه د سوزوکی موټر خر څونکی
پیدا کړ چې جميل پر ما دبرېد په ترڅ کې استعمال کړی و. خرڅونکي د اخيستونکي ټول
مشخصات هغوي ته ورکړل .يوې مشخصې له جميل سره سر وخوړ. موږ همدارنګه د جميلDNA د
هغه د مور او پلار د نمونو سره پر تله کړل .
دويم بم چونکی د سر حد ايالت او سيدونکی و، وروسته معلومه شوه چې هغه يتيم و،او له
چپل تره او ترور ګانو سره يي ژوند کاو . کورنۍ يي وويل چې خليق د افغانستان په جهاد
کې برخه درلوده .او کله کله به ٦ مياشتې له موره ليری و .او کله به چې کورته راغی
نو کله کله ورکره بيګانه خلک راتلل . هغه ته يي کورني ويلي و چې دګمرا کسانو په
منګولو کې به ولویږی . خو هغه دغوګواښونو ته پام ونه کړ او د کورنی هڅو يي نتيجه ور
نکړه .
ټول ځان مرګي برېد کونکي داسي خلک دي چې خبرې نه اوري . د بيکاره او بې سر پرسته
کورنیو هلکان وی . ځېني ېې په غلطومذهبي احساساتو کې غرق شوی وي او ځېني نور بيا د
پيسو لپاره ترهګر شي . دمثال په توګه جميل ته مذهبي احساسات ورکول شوي و، خو دوهم
ځان وژونکي مذهبي نه و . ډېريا نا لوستي او يا هم کم لوستي وي. ځينې ډېر بې وزلي او
ځيني نور بيا د خپلو کورنيو اړتياوې نشي پوره کولي . او ترې لرې شوي و.
دځان وژونکو د موټر د څرک له معلومېدو سره جوخت مو دصلاح الدين په نوم يو کس ونېو
چې دالقاعدې مهمو غړو ته نژدې کس و. د پنجاب ايالت ددولتي جرايمو د پلټنو د څانګې د
برياليو کا ر کړنو په ترڅ کې دغه کس ونيول شو . دا ډېر مهم پرمختګ و ، صلاح الدين
په (چهانده چي چي ) کې ونيول شو ، همغه پله ته نژدې چې بم ايښودونکي پکې د عملياتو
په تر سره کولوبوخت و. پوه شو چې صلاح الدين هغه کس دی چې پر ما ددوهم برېد لپاره
يي کسان ګمارلي و ، هغه همدارنګه افغانستان ته د جنګ لپاره تللي و. هغه د القاعدې
دوه مهم غړي ابو الفرج اليبي او هادي العراقي پېژندل . له افغانستانه د بيرته راتلو
وروسته صلاح الدين واده وکړ. په چهانده چي چي کې ېې يو کور په اجاره کړ او د
ماشومانو خاوند شو . اوس نور مسوليتونه هم ورله غاړې شول او اوس نو د پيسو پيدا کول
د هغه يوه اصلي موخه شوه .
هغه له هادي العراقي سره اړېکه ونيوله او د ملاقات غوښتنه يي وکړه .خو هادي شخصا
نشو کولای له صلاح الدین سره وګوری په عوض کې ېې له ابوالفرج اليبي سره کتنه ترتېب
کړه .
هغوى د پېنډى په ٤٥ کېلومترى او د پيښور نه ډېر لېرې نه ،د حسن ابدال په سېمه کې
دوه ځلې سره وکتل . صلاح الدېن ادعاو کړه چې ابوالفرج هغه ته پيسې ورکړي . د پلټلو
پر مهال همدارڼه هغه ادعا وکړه چې د پاکستان دځاڼړې خدماتي ډلى دوه ټيټ پوړي کمانډو
افسرانو چې زه هم په دغې ډلى پورې اړه لرم ور سره مرسته کړې .چې د ېوه نوم ېې ارشاد
او د بل نوم ېې دوگا وښود . موږ ته حېرانونکي وه ځکه تقرېبا ناممکنه ده چې د وسله
والو ځواکونو خور د ظابط افسران په هر هېواد کې د افراطېانو له هڅولو وژغورو .
د پوځ د رېس ارکان د معلوماتو پر اساس مو ارشاد ونيو. ارشاد اسلام اباد ته نژدې د (
کهولا) د سېمې اوسېد و نکى و . ډېره حېرانونکي وه ځکه تر هـر موږ ته دومره را نژدې
شوي و. لومړى مې د ( دوگر ) په ظاهري لاس درلودنې ټکان وخوړ ځکه هغه زما له نژدې
ساتونکو څخه و. او اتفاقا د دسامبر د ٢٥ د برېد پر وخت زما دموټر دمخې په سيټ کې نا
ست و. له نېکمرغه هغه بې گناه ثابت شو. د دوگر په نوم بل کس چې يو وخت مې له امنيتي
کسانو څخه و، چې اوس نشته په دغه کار کې ېې لاس درلود . دغه گناهـار دوگر مو هم
ونېو. ارشاد زېات معلومات په ډاگه کړل . پوه شو چې هغه له ډېرې پخوا راهېسې ددغې
ترهـرې ډلې غړى و. هغه له عمر سعېد شيخ هغه چا چې د ( ډانېل پيرر ) په تښتولو کې ېې
لاس درلود خبرې کړې وې . دغه خبرې هغه وخت شوې وې چې شيخ د تښتونې نقشه په فکر کې
درلوده .ارشاد همدارڼه وويل د ميزاېېل يو شمېر مرمۍ تير کال اسلام اباد ته راوړل
شوي او داسې پلان و چې د ٢٠٠٣ کال د اگسټ په ١٤ د ملي ورځې د لمانځلو پر مهال زما
په وژلو کې ځېنې کار واخلي .
دغو خبرو دمصر د ولسمشر انور سادات وژنه را په پاد کړه . په دې اړه مو پخوا هم يوڅه
اوريدلي و . خو نه پوهېدو چې مرمى له کوم ځاېه راوړل شوېدي ، او چېرته ساتل کيږي .
ارشاد وويل چې دغه غټې مرمئ د هغوى په کلي کې ( کهوتا) ته نژدې دي. په همغه ورځ ېې
په کور باندې نظامي استخباراتو ير غل وکړ او درې قوي راکټونه ترې پيدا شول . په
لاسي بمونو کې د کار اخېستنې لپاره ساعتونه هم پيدا شول . د ځان مرگو برېدونو ټول
توکي لکه د بم جوړونې لوازم ، دسامانونو بکسونه او چونکي وسيلې هم ونيول شوې . د
بمونو د فعالولو وساېل ډېر پيچلي و . ارشاد هم لکه دوهم ځان وژونکي ډېر مذهبي نه و
،بلکې يوازې د پيسو مزدور و .
د ٢٠٠٤ کال د جنورئ په ٢٤ زموږ پلټنو د ځان مرگي برېد درېمه واسطه پينډى ته نژدې د
( شاکرېال) په سېمه کې پيدا کړه . دا کار د جنورئ په ٢ د جنوبي اسيا د سېمه ېېزې
همکارى دمشرانو کنفرانس نه په اسلام اباد کې څو ورځې وړاندې کله چې ما او دهند د
هغه وخت لومړي وزېر اتل بهاري واجپاى د اسلام اباد مشهور تړون لاسليک کړ، چې له مخې
ېې د هند او پاکستان تر منځ د خبرو اترو د له سره نېولو توصېه شوې وه . کله مو چې
دغه موټر پيدا کړ ، بېخي برېد ته تيار و . د موټر په منځ کې ېوه لوېه ډبه وه چې د
طبعي گازو لپاره ترې گټه اخيستل کېده . تر هـرو په دغه دبه کې سورى کړى واو له
چاودېدونکو موادو ېې ډک کړى و . له سوري نه را وتلي لين ښه معلومېده . همدارڼه له
هغه کور نه زياته اندازه چاودېدونکى مواد ونيول شو ل چې دغه موټر پکې ولاړ و . دغه
موټر د اوبو په يوه ټانکر کې پټ شوى و . تر هـر د اقتصادي همکارى پر سېمه ېېز غونډې
برېد ته تيار و . له يو لړ نيونو او پلټنو وروسته وتوانېدو د شبکې جوړښت معلوم کړو
.
د صلاح الدېن او د القاعدې د درېم نمبر کس ابوالفرج اليبي او همدارڼه د صلاح الدېن
او ارشاد تر منځ يقيني اړيکې مو جودې وي . صلاح الدېن د اليبي او برېد کونکي تر منځ
منځگړى و . د القاعدې کار له مرکزه ليرې و. کله چې د برېد مبتکر موخه معلوموي هغه
منځگړي ته وايي چې دهغه عملياتو ډول پلان کونکي ته وليږدوي . کله چې پلان جوړونکي
پلان جوړ کړ هغه د اجرا کونکو ډلې ته د عملياتو د اجرا لپاره سپاري . هغه وخت د
عملياتو د تر سره کونکو ډلۍ عمل کوي . هېڅ تقسيم او قات ته اړتېا نشته .وخت د برېد
د تر سره کونکو په لاس کې وي .
پر ما ددوهمې حملې مبتکر ابوالفرج اليبي و. صلاح الدين يوازې پيغام رسونکى و چې
برېد کونکو ته ېې د لېبي پيغام لېږدلى و. خو د عملياتو پلان جوړونکى څوک و؟ مو ږ ته
ېې ويل چې د ځاڼړو ځواکونو د ډلې کومانډو يان و، چې موږ ونيول .
لوبغاړي نسبتا واړه و. لامو کومه اړيکه نه وه پيدا کړې چې پلټونکي د امجد فاروقي
سره مخا مخ شول . فاروقي او لېبي په افغانستان کې له يوه او بل سره لېدلي و. وروسته
معلومه شوه چې فاروقي په پاکستان کې د القاعدې خاص پلان جوړونکى و . هغه نه يوازې
پر ما دوهم وژونکى برېد پلان کړى و او لارښونه ېې ورته کوله ، بلکې په خپله د
عملياتو سېمې ته نژدې و . فاروقي څو ځلې افغانستان ته تللى و . هغه ته دالقاعدې او
افراطي ډلو او کړيو په منځ کې ډېر احترام ځکه کېده چې عملېاتي وړتيا ، د رهبرى ښه
صفات او حرفوي چلند ېې درلود .
د امجد فاروقي د نېولو پلټنه مو پيل کړه . پوهېدو چې هغه د دوهم وژونکي برېد لپاره
ظرفيت او منابع درلودې او دغو ټولو عملياتو ته هغه لارښونه کړې وه . نو ايا صلاح
الدين د فاروقي په پيداکېدو کې له موږ سره مرسته کولاى شي ؟
په دغه ټوله دوره کې ز موږ دامرېکايي ملرو افسران راتلل چې په پلټنو کې زموږ سره
مرسته وکړي. يوه ورځ کياني هغوى د قومندې مرکز ته وغوښتل او دچاودېدونکو توکو په
برخه کې ېې دهغوى څخه دفني مرستو غوښتنه وکړه . امرېکاېانو وويل چې ددې کار لپاره
باېد سېمه وگوري ، چې کياني ورته لاره هواره کړه . وروسته کياني وپوښتل چې څومره
وخت ته اړتېا لرى ؟ دوى وويل ٤ اونۍ . له څلورو او نيو وروسته هغوى کياني ته خپل
رپوټ وړاندې کړ . کله چې کياني وليدل چې په رپوټ کې نوي څه نشته. نو حيران شو .
امريکايانو يوازې دچاودېدونکو موادو د ډول نوم ياد کړى و. هغه له امريکايانو وپوښتل
په دغه رپوټ کې څه شى پاتې دي چې ده به نه وي ليدلي ؟ هغوى وويل چې همدومره معلومات
لري .
کياني له هغوى مننه وکړه او وېې ويل چې وړاندې مو هم معلومات تر لاسه کړي . زېاتې
نيونې شوي او پلټنې مو پوره کړې . داهغه مرسته وه چې له خپلو امرېکاېي ملرو مو تر
لاسه کړه .
اليبي ددغه سيند تر ټولو ستر ماهى و . هغه دالقاعدې دريم نمبر غړى و چې د خالد شيخ
محمد ځاى ناستى و. موږ د هغه دنيونې تږي و.خو د امجد فاروقي د نيولو لپاره هم
همدومره تږي و. که مو دواړه نيولي واى يوه معجزه به وه . ځکه په پاکستان کې به د
ترهـرو بريدونو پلان جوړونکي له لارې يو خو ا شوي واى ، او دابه په پاکستان کې تر
هـرى ته کلکه ضربه واى او يوڅه ارامتيا به مو په برخه شوى واى .
لومړى مو امجد فاروقي تر کار لاندې ونيو . له نيکمرغه د دوه زره دريم کال د دسامبر
په پنځه ويشتمه مو دهغه ټولې ټيليفوني اړيکې پيدا کړې او د فاروقي د پيدا کولو کار
مو پيل کړ . هغه په پرلپسې توگه د خپل فون شمېرې بدلولې او د يوې مودې لپاره به
بيخي غلى و. خو هغه زموږ تر نظرلاندې و هغه نشو کولى ډېر وخت غلى پاتې شي .د دوه
زره څلورم کال په سپټامبر کې مو دهغه درک معلوم کړ . هغه له دو ځاڼړو کسانو سره د
فيصل اباد په پنجابۍ لهجه خبرې کولې . فيصل اباد د پنجاب ايالت دريم لوى ښار دى .
دهغوى خبرې به ډېرې لندې وې . ژر معلومه شوه چې هغه په دغه درې کسيزه لوبه کې مهم
کس دى . ځکه هغه به تل امر کاو . په دغو خبرو کې به کله کله د لېبي نوم هم يادېده .
دوه بيلا بيل خپلواکې پلټنې په يوه وخت کې روانې وې . يو په پينډى کې دکياني او بل
په کراچۍ کې د ( اى اس اى) د يوه افسر لخوا تر سره کېده . لکه څرڼه چې معلومه شوه
په کراچۍ کې د اى اس اى افسر اطلاعات د کياني د ډلې په پرتله ښه او دقېق و. دواړو
ډلو د فاروقي يو لړ اړيکې ظبط کړې وې . کياني د اى اس اى د افسر ثبت کړي غږونه
واخيستل او دخپل ټيم له غږونو سره ېې پرتله کړل، پو ه شو چې دريواړه غږونه يو ډول
دي .
ددوه زره څلورم کال د سپټامبر په پنځه ويشتمه نېټه د جاسوسى ضد سازمان مشر
تورنجنرال ذکي ، کياني ته فون وکړ او اطلاع ېې ورکړه چې فاروقي په حرکت کې دى .
دهغه موخه د سند په ايالت کې د کراچى په 160 کېلو مترى د نوابشاه سيمه وه . دواړه
ډلې په يوه غږ د فاروقي په مو ندنې پسې ولاړې .
فاروقي د سويل په لور په حرکت کې و . له ډېره اسماعېل خان بهر شوى و او لکي مروت
سېمې ته روان و. کله چې د نوابشا ه سېمې ته ورسېد زموږ مامورين ېې مخې ته را ووتل .
امجد فاروقي او ملري يي په يوه کور کې پټ شول . زموږ کسانو کور محاصره کړ ، کله چې
ېې دکور زڼ وواهه يو کس را بهر شو ، زموږ کسانو دا کس ونيو او د بام په لور ورغلل .
امجد چې د کور په منځ کې و پوه شو چې محاصره دى . ددغه کور شاته يوه بله حويلي چې
په بل کونج کې لمر ته مخامخ يوه کوټه پکې وه ، فاروقي د کوټې له منځه يو ماشوم او
ښځه ونيول او همغه د پيتاوي کوټې ته ېې منډې کړې چې ننوت دروازه ېې په ځان پسې بنده
کړه . زموږ کار کونکي د کوټې په بام ورغلل او ورته ېې وويل چې را بهر شي ؟ خو
فاروقي رد کړه ، او وېې ويل چې د ځواکونو مشر دې له ده سره خبرې وکړي . موږ ډېر
اندېښمن و ، او هڅه مو داوه چې فاروقي ژوندى ونيسو . دهمدې لپاره زموږ کار کونکو د
کوټې کانکرېټي بام له پاسه سورى او اوښکې بهونکى گاز ېې پرې استعمال کړ. دود فاروقي
را بهر کړ اوزموږ د عسکرو خواته ېې رامنډه کړه . د چپنې په څېر يو لوى څادر ېې له
ځانه تاو کړى و.داسې ښکارېده چې په ځان پورې به ېې چاودېدونکي توکي تړلي وي . زموږ
مامورينو پرې غږ کړچې ( ودرېږه؟) خو هغه همغسې را روان و. له دې ويرې چې هغه سرتېرو
ته نژدې ځان ونه چوي ، زموږ کار کونکو پرې ډزې وکړې . او فاروقي ېې وواژه . کله ېې
چې څادر ځينې ليرې کړ وېې ليدل چې نه يوازې يو شريط مرمۍ ور سره وې ،بلکې د
چاودېدونکو تو کو يو کمر بند ېې په ځان پورې تړلى و.
کله چې يو کس پريکړه وکړي چې وجڼيږي، ژوندى نيول ېې ستونزمن کار دى. اوس ستونزه
داوه چې دهغه د هويت پېژندنه وکړو. ځکه فاروقي ژېره خريلې او خپل شکل ته ېې يو څه
بدلون ورکړى و . له همدې کبله په زندان کې خالد ته ورغلو . خالد له امجد سره ښه
پيژندل . د گډ فعاليت په لړ کې هغه د فاروقي ( سيورى) و. خالد د جسد په لېدلو تائېد
کړه چې همدا فاروقي ده . وروسته موږ د ډې ان اې په ازموينو هم دا خبره ثابته کړه چې
وژل شوى فاروقي و.
د ٢٠٠٥ کال په مئ کې مې په عراق او افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مشر جنرال جان
ابي زېډ ته چې زما د لېدو لپاره راغلى و وويل چې ښه خبر درته لرم (( ليبي مو ونيو)
.
ابي زېډ تکړه جنرال او ښه ملرى بولم .
دغه امريکايي چارواکي په حيرانۍ سره وپوښتل : رښتيا څه وخت ؟
ځواب مې ورکړ .: ځو ورځې دمخه .
ابي زېډ وپوښتل : اوس چېرته دى .
په عادي ډول مې ورته وويل همدلته په اسلام اباد کې . ( لطفا ولسمشر بوش ته وواياست
او که زه ورته ووايم ؟
ابې زېډ وويل ښه ده چې تا سو ورته وواېاست .
ما ورته وويل نه پوهېږم . تاسوته ورته وواياست کافي ده .
هغه په ځواب کې وويل : نه زه نشم کولى تاسو پخپله ورته وواياست.
ما ورته وويل ډېره ښه ده .
په همغه مازدېگر مې ولسمشر بوش ته زڼ وواهه او هغه مې خبر کړ . هغه له ډېرې حېرانۍ
چېغه وکړه (( لېبي مو نيولى؟))
د بن لادن او الظواهري تر څڼ د القاعدې دنورو غړو په منځ کې يوازې ليبي ولسمشر بوش
پېژانده . هغه کس چې په خپله بوش ېې له ما دنېولو غوښتنه کړې وه هغه همدا فرج اليبي
و.
دهغه اصلي نومصطفى محمد و. خو د ابوالفرج اليبي په نوم مشهور و. دهغه نيونه د خالد
شيخ محمد په څېر مهمه وه . او په دې ارزي چې ښه بحث پرې وشي. لېبي په همغه پخواني
ډول ښکار شو . درې تنه مو ونيول چې پوښتنه ېې وکړه په څه غواړو چې پوه شو؟
ابوالفرج د ١٩٩٠ لسيزې په لومړيو کې کله چې په افغانستا ن کې شوروي ځواکونه مات شو
او جهاد پاى ته ورسېد هغه افغانستان ته د جڼ لپاره راغلى و ، چې وروسته د القاعدې
مهم غړى شو.
د ٢٠٠٣ کال د مارچ په لومړى نيټه د خالد شيخ له نېولو وروسته هغه په القاعدې ډله کې
دغه ځاى خپل کړ. او دا ډېر لوړ مقام و. دی هغه مهال بيخي زيات مشهور شو چې پر ما ېې
دوه وژونکي برېدونه تر سره کړل .
په ٢٠٠١ کال کې د امريکا په مشرى د ايتلاف په مټ د کابل له سقوط وروسته ليبي کراچى
ته راغى خو په خوځښت کې و. له کرچۍ نه د پنجاب گوجرا انوالې ، له هغه ځايه ايبټ
اباد او له هغه ځايه به باجوړ ته تلو راتلو . ليبي په پاکستان کې د القاعدې د
عملياتو د برخې مشر و . او دالقاعدې د بهرنۍ څاڼې لخوايي پيسې تر لاسه کولې . د
ليبي نيول اسانه و . دهغه دمخ په پوستکي د سپينو لکو يا داغونو د راپيدا کېدو له
کبله په اسانۍ سره د پيژندلو وړ و . مخکې له دې چې هغه بيخي ونيسو دوه ځلې د هغه د
نيولو پولې ته ور نژدې شوي و .دا کتاب د بېنوا ویب پا ڼي څخه کاپي شوی دی لومړى د ٢٠٠٤ کال د اپريل مياشتې ته ورگرځو . پر ما
له دوهم برېده ٤ مياشتې وروسته مو ډېر کسان نيولي و چې يو پکې د لېبي مو ټروان و .
هغه موږ ته د لېبي په اړه زېات معلومات راکړل .
د همغو معلوماتو پر اساس مو په گوجرانواله کې يو کس ونيو چې ليبي يې په خپل کور کې
ساتلو او قاصد ېې هم و. دغه کس د پلټنو پر مهال په ډاگه کړه چې په اېبټ اباد کې ېې
يو کور په کراېه نيولى چې همداوسهم ليبي پکې ژوند کوي . دغو کسانو خپلې کورنۍ هلته
لېږدولې وې . چې ليبي افشا نشي . هغه څه چې هغه موږ ته ونه ويل داو چې ليبي په ايبټ
اباد کې له دريو کورونو گټه اخيستله . کله چې ليبي په دريم کور کې و ، زموږ کسانو
پر اول کور ير غل وکړ او ليبي وتوانېده چې وتښتي .
بله تېروتنه هم په اېبټ اباد کې وه ، چا معلومات ورکړل چې دالقاعدې يو مهم غړى هلته
په ېوه کور کې ژوند کوي ، او يو بل ډېر مهم کس چې موږ ېې په لټه کې و دهغه لېدلو ته
راځي . موږ نه پوهېدو چې دغه مهم کس به ابوالفرج وي . خو ددغې کتنې د مخنيوي لپاره
مو کافي معلومات درلودل . زموږ کسانو د کور شاوخواته موضع ونيولې . کله چې ټاکل شوى
ميلمه راغى کور والا را ووت چې دهغه مخې ته راشي . خو کله چې ورنژدې شو ميلمه شکمن
چلند وکړ او هڅه ېې وکړه چې وتښتي . ډزې تبادله شوې او هغه ووژل شو . دغه کس ليبي
نه و ، وروسته مو چې ليبي ونيو او پلټنې مو ترې وکړې کېسه داسې وه چې لېبي تل له
ځانه وړاندې د لومړى مړى په توگه يو کس چېرته استوي او خپله ېې ننداره کوي . بې له
شکه چې په هغه ورځ هغه کس د مړى په توگه مرگونې ننداره په خپله وکړه .
د لېبي د نيولو کيسه باېد له سره پيل کړم . پاکستان وتوانېد چې د ليبي يو ملرى دهغه
له خبرتيا پرته ونيسي . زموږ مامو رينو نيول شوى کس اړ کړ چې د ليبي سره اړېکه
ونيسي او له هغه سره د لېدنې کتنې وخت وټاکي . دغه ملري يي هڅه وکړه چې په بنو کې
دغه کتنه تنظيم کړي . خو ليبي ونه منله . ، ليبي وويل يوازې يو پيغام وړونکى به ور
وليږي ، چې وروسته ېې دا خبره هم رد کړه . زموږ د لارښونې سره سم دليبي دغه نېول
شوي ملري بيا وروسته د ٢٠٠٥ کال د مئ په لومړى د مازدېر په ٤:٣٠ بجو پيښور ته نژدې
په مردان کې د کتنې نوى وخت وټاکه . د پاکستان استخباراتو خپل عملياتي پلان جوړ کړ
. جاسوسانو معلومات ورکړل چې لېبي په يوه موټر سايکل سپور دى او بل څو ک ېې چلوي چې
د يوه مسافر په توگه بهر شوى دى . زموږ کسانو هم خپلې وسلې پټې کړې او د موټر سايکل
سپرو سره عملياتو ته تيار شول . د ٤- ٣٠ دقيقو په پوره کېدو سره لېبي په پرلپسې
توگه نيول شوي ملري ته زڼ واهه او د يوه رمز ياشفر په توگه ېې ځېنې پوښتل چې هرڅه
ښه دي . نېول شوي ملري ېې ډاډ ورکړ چې هر څه عادي دي . زموږ کسانو نيول شوى يوه
بازار ته يوړ چې په تيليفون کې لېبي د ازاد چاپيريال غږ واوري او ډاډه شي چې دا کس
په زندان کې نه دى او ازاد دى . موږ له هغه سره دالوبه تر سره کړه خو بيا هم په
ټاکل شوي وخت کې د ليبي درک نه و. وروسته ېې فون ځواب نه ورکاو.
سبا سهار ټېلېفون وشو او وويل شو چې ليبي به په ٩-٣٠ دقيقو په همغه سېمه کې حاضر وي
. داد دې لپاره و چې که څه وي چې پاى ته رسېدلي وي . زموږ ټول کسان هلته نه و. خو
سره له هغه مو هم عمليات تر سره کړل . د لېدنې کتنې ځاى يوه زړه تياره هدېره وه .
چې له زېارت کونکو ډک يو زيارت هم پکې و. زموږ درې تنو چادرى واغوستې . پوره ٩-٣٠
ليبي را ورسېد . د لېدنې کتنې له سېمې لږ ليري له موټر ساېکله کوز شو. دهغه عادت
خلاف يي چې يو کس مخکې سېمې ته وليږي هغه په سادگى سره زموږ د کسانو خواته راروان
شو .سره له هغه چې هغه خولۍ او عېنکې په سترگو کړې وې خو زموږ نفرو هغه پوره
وپېژانده . ځکه چې دمخ په پوستکي ېې داغونه له ورايه ښکارېدل . د موټر سايکل
ځغلونکى يي د موټر ساېکل سره نژدې ولاړ و ، خو يو وسله وال کس ورپسې را روان و. کله
چې ليبي زموږ د چادري اغوستونکو کسانو خواته را ورسېد دغې په اصلاح ښڅې ور گام کړ
او ليبي ته يې غېږ ورکړه . ډېره جالبه صحنه وه . د سرحد په څېر په محافظه کاره سېمه
کې يوه ښځه په عام محضر کې سړي ته غيږ ورکوي . هېڅ باور نه کېده . کله چې دا پيښه
وشوه د ليبي وسله وال ساتونکي چې وروسته معلومه شوه دهغه پاکستانى پيغام رسونکى
ابراهيم و بې واره په ماشې گوته کېښوده او بې موخې ډزې ېې پيل کړې او منډه ېې کړه.
دغلته په نژدې کور کې پټ شو . زموږ سرتېرو هغه تعقپب او کور ېې محاصره کړ . هغه ته
ېې ويل چې را بهر شي کله ېې چې ونه منله اوښکې بهونکى گاز ېې پرې استعمال کړ له
مجبوريته را بهر او ونيول شو.
په همدې وخت کې مو ټر سايکل والا په ډېرې بېړې سره وتښتېد . هڅه مو وکړه چې روغ رمټ
ېې ژوندى ونيسو خو هغه په تېښته بر يالى شو . نو ابو الفرج اليبي داسې ونيول شو. او
د ترهـرى په وړاندې دا زموږ ستره لاسته راوړنه وه. د ليبي په نېونې اود فاروقي په
مړينې د ٢٠٠٥ کال دد سامبر په ٢٥ د برېد کيسه پاى ته ورسېده ، او د برېد مبتکر زموږ
لاسته راغى . د برېد پلانونکى ووژل شو. صلاح الدين او ملري يي چې ددوى په منځ کې
ېوه واسطه وه زموږ سره په بند کې و. يو شمېر واړه لوبغاړي لاهم فراري دي .
کياني چې اوس د ( اى اس اى) مشر دى په برياليتوب سره ېې دغه دوسېه وتړله . دغې
لاسته راوړنې ډېر کسان خوښ کړل .
خو يو بل گذار پاتې و ، د ٢٠٠٣ کال د دسامبر په ١٤ پر ما د لومړي بريد مهم غړى
مشتاق په پينډى کې د هوايي ځواکونو د يوې اډې له زندانه وتښتېد .دا ځکه چې دغه
زندان معياري نه و، او د نظارت خونې امنيت يو څه ضعيفه و. د تېښتې وخت د سهار په ٦
بجو برابر شو چې مشتاق له ساتونکي وغوښتل د حمام لپاره اجازه ورکړي . کله چې له
حمامه را بهر شو وېې ليدل چې ساتونکى وېده دى . هغوى په يوه سالون کې بندېان و چې د
هوايي ځواکونو رخصت شويو انجېنرانو پکې خپل وساېل ساتل . مشتاق د انجينرانو کالي
واغوستل د ويده ساتونکي له څڼه تېر شو او له پنجرې ېې ځان بهر کړ. د نظارت خونې د
عمومي دروازې ساتونکي يې د انجينرانو د کاليو په اغوستلو تېر ويستل . ځکه هغوى داسې
فکر نه کاو چې يو مهم بندي به ېې پداسې جامو سره وتښتي.
وروسته چې کله مشتاق غواړي په بېړې سره بې له تعقيبه وتښتي او ضاع بيخي خندنى شوه .
مشتاق د هوايي ځواکونو يوه موټر سايکل سپاره ته لاس ورکړ او ترېنه غواړي چې د ډايوو
موټرو اډې ته ېې بوځي . له هغه ځايه د پيښور په بسونو کې چې ١٦٠ کېلومتره واټن ېې
درلود سپور شو . هغه مبشر ته زڼ وهي . مبشر مشتاق نور جهان ته معرفي کوي چې ٢٠٠٥ تر
جنورئ پورې مشتاق له هغه سره وي . نورجهان معمولا ښځېنه نوم دى ) خو دلته نه .
له پيښوره مشتاق لاهور ته ځي چې د مبشر د تره له زامنو سره وگوري چې واېي د چرگانو
په يوه فارم کې د هغه له ٢ ورونو ( نوخېز او جاوېد) سره د بهاى پيرو په ښار گوټي کې
کار وکړي . هغه هغوى ته وايي چې استخباراتي ادارې ورپسې دي . وروسته مشتاق د کليم
په نوم له يوه کس سره گوري ، او دواړه په اسلام اباد کې د بهرنيانو په وژلو بحث کوي
. او حتا ځيني عمليات هم پلانوي .
وروسته مشتاق د خپل کار ټلورى بدلوي ، دنوخيز او جاويد سره د اسلام اباد او
راولپينډى ترمنځ په لويه لاره کې زما د بيا ترورنقشه جوړوي . هغوى ضروري ترتيبات
نېول او د مشتاق د ٢٠٠٥ کال د اپريل په ١٩ نېټه له لاهوره د اسلام اباد په لور راځي
چې د اپريل په ٢٠ ځان وژونکى بريد تر سره کړي . خو دا هغه مهال دى چې اى اس اى ېې د
پښو څرک ته ور رسېدلي او د سليم په سيمه کې ېې ونيو.
داچې څه ډول اى اس اى مشتاق پيدا کوي بل په زړه پورې داستان دى . دهغه تېښتې
چارواکوته ټکان ورکړى و. دهغه پلټنه داسې وه لکه څو ک چې يوه ستنه د وښو او لوخو په
درمند کې لټوي . خو په هره بېه چې وه اى اس اى ته دمشتاق د پيدا کېدو دنده وسپارل
شوه . په اى اس اى کې د مشتاق د پيدا کېدو لپاره يو ځاڼړې ډله جوړه شوه . د کورنۍ
يو شمېر غړي ېې يا پخوا نېول شوي و او يا تر کلکې څارنې لاندې و. همدارڼه مو دهغه
دملرو په اړه زېات معلومات درلودل او همدارڼه د هغه د پټې کورونه هم معلوم و. اى اس
اى د ټيليفون درې نمبرو ته ډېر پام وکړ . لومړى نمبر په کراچۍ کې دمشتاق د مور .
دويم ېې په گجرات کې دهغه د ملرې نجلى . او دريم په پيښور کې دمبشر د فون نمبر و.
کله چې مشتاق له تيښتې وروسته په همغه لومړى ورځ پيښورته له رسېدو سره سم ټېلېفون
وکړ موږ پرې کار نه و پيل کړى .خو له ٤ او نيو وروسته کله چې بل ځل هغه د تيليفون
له يوې عمومي غرفې نه خپلې مورته فون وکړ دا ځل د پيښور په ( باړه ) کې و.
خو موږ پوه شو چې مشتاق په پښور کې دى . څو ورځې وروسته هغه له مبايل ټيليفون څخه
په گجرات کې خپلې نجلى ملرې ته زڼ وواهه او په خوشحالى سره ېې ورته وويل ، زه له
بنده تښتېدلى يم او هغوی به هېڅکله بيا ما ونه نيسي.
په ډېرې خواشينى سره چې دغې ملرې نجلى ېې مشتاق ته وويل چې دده له نيولو وروسته ېې
اوس له يوه بل هلک سره دوستي پيل کړې . دغه خبره په مشتاق بده ولېده او گواښ ېې وکړ
چې ډېر ژر به گجرات ته سفر وکړي او دغه هلک به ووژني . سره له دې چې مشتاق گجرات ته
ژرنه ولاړ او په پېښور کې پاتې شو . چې وروسته بيا لاهور او له هغه ځايه د ٢٠٠٥ کال
په جنورئ کې ( بهاى پيرو) ته ولاړ . تردې مهاله اى اس اى دهغه دټيليفون شمېره او د
سېم کارت کوډ نمبر پيدا کړى و .
تردې وروسته د ٢ اړېکو په ترڅ کې اى اس اى وتوانېده چې په پيښور کې دمشتاق ټلورى او
دهغه دملرو پته ولوي . مشتاق پوهېده چې ټېلېفون به ېې ورته يوه ورځ جنجال پيښ کړي .
دهمدې لپاره به ېې په پرلپسې توگه د خپل ټيليفون سېم کارتونه بدلول . په پاى کې به
هغه له مختلفو سېم کارتونو ، مختلفو کسانو، له هغې ډلې نه په گجرات کې خپلې نجلى
ملرې ته زڼ واهه .
اى اس اى په دې ټولو پوهېده او لکه سېورى غوندې په پسې و . ترڅو چې د لاهور اواسلام
اباد لوېې لارې ته پسې را ووتل او د سليم په چوک کې ېې ونيو . هغه چې د بس په
وروستى څوکۍ کې ناست و مبايل ټيليفون ېې روښانه کړى خو خپله ېې خو بونه کول . کله
چې د اى اس اى افسر له هغه وغوښتل ځان وروپيژني مشتاق وويل تاسو ښه پوهيږى چې زه
څوک يم ؟
هيله لرم چې د مشتاق قهرماني به په پاى کې پاى ته رسېدلې وي