مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

١٨ څپرکى


سم لوري ته د نظام لارښونه :

د پاکستان جنجالي سياسي تاريخ ته په کتو سره چې د (( پوځي قانون)) او (( دروغجنې ديمو کراسى)) تر منځ په بدلون کې وه . رېښتېنې دېمو کراسى ته رسېدل ستونزمن او ېوه واحد لورې ته يې حرکت ورکول لازم و. د پاکستان اصلي سياسي گوندونه د کورني قانون په څېر و.
زموږ سياسي گوندونه ډېر کم په دننه کې د يېمو کرات و. او دهمدې لپاره يې د گوند په دننه کې هېڅکله د روښانه ټاکنو د ترسره کېدو زحمت نه دى گاللى .د گوند مشر په خپله گوند دى . د گوند مشر که څوک غواړي په يوه دنده وگماري باېد تل فرمان برداره وي . دغه چاپلوس کسان تل لوړو پوړيو او هغو مشرانو ته گوري چې دوى ته يې دنده ورکړې .
او د ټولنې لاندې پوړيو او گوند ي کارگروته هېڅ پام نه کوي .
د پاکستان په ټيټو خانو کې د ديمو کراسى نشتوالى ا حساسيږي . او د پاکستان په ولسمشر ، لومړي وزير او دپوځ په مشر هيڅکله څارنه نه ده شوې . دوى دتل پاتې دېمو کراسى په لاره کې اصلي خنډونه دي . اړتېا ده چې داټولې ستونزې حل شي .

کله چې واک ته ورسېدم پوه شوم چې ټولو خلکو ته باېد ازادي ورکول شي . د ښځو ازادي او دحقوقو په اړه نور مسايل به ددغه کتاب په ٦ برخه کې تر بحث لاندې راشي . خو د داسې نظام په چوکاټ کې چې رېښتېنې د يمو کراسي نشي پلي کوى هيڅ ډول نور بدلونونه به تحول رانه ولي . رېښتېنې د ېمو کراسي لکه چې وړاندې مې تشريح کړه دولتونو ته د دوامداره بشري وضعې د ښه کولو زمېنه برابروي.
پخوانېو لومړېو وزيرانو بې نظير بوټو او نواز شريف دوه ځلې ازموېنه ورکړه او ما تې يې خوړلې . او د دريم ځل لپاره باېد چانس پيدا نکړي . هغوى ملت غلط لوري ته رهبري کړ. دوى هيڅکله خپلو گوندونو ته د ټاکنو اجازه نه ده ورکړې چې د گوند په دننه کې ټاکنې وکړي . په واقېعت کې بېنظير بوټو د گوند تل پاتې مشره شوې . لکه د افريقا د پخوانېو دکتاتورانو په څېر . د هغو دواړو پر وړاندې قضايي دوسيي پرانيستل شوي . يوازينى کار چې ما کولاى شو داو ډاډه کړم چې تورونو ته شا نشي . بې نظير بوټو د شريف په وخت کې بهر وتې او له قانونه تښتېدلې وه .
وروسته نواز شريف او کورنى يې حاضر شو زما له حکومت سره تړون لاسلېک کړي، چې له مخې يې په خپله په سعودي عربستان کې پناه واخلي . هغه تړون چې اوس هغه په بي شرمى سره ځني منکر دى . دواړو له هېواده په لېرې والي د قانون له پلي کېدو پرهېز کړى . خو کله کله دواړه ټيڼار کوي چې په گډه به بېرته پاکستان ته ستانه شي ،چې د گوندونو د غړو روحېه ژوندى او سېاسي اړيکې ورسره ولري .
هغوى د ٢ قوي گوندونو مشران وو ، د پاکستان دخلکو گوند او د پاکستان مسلم لېگ گوند . دغه دواړو گوندونه ديمو کراتېک نه و. او يوازې خبرې به يې اورېدې، نور چا نشو کولاى د گوند دمشر ى لپاره ځان ونوموي .پوهېدم چې د سېا سى بنسټونو په بدلولو باېد ٢ نړېوالو اندېښنو ته ځواب ورکړم . اول با ېد دېمو کراسي وساتل شي . او هرکله چې ټاکنې کېږي باېد عادلانه او روښانه وي.
د همدې لپاره انتخا باتو ته تر تلو وړاندې يوه بل سياسي گوند ته اړو. بېنظير بوټو او نوازشريف د نوې نظريي له درلودو پرته کولاى شو له لري ننداره رهبري کړي.
نواز شرېف زما د سپرلى د الوتکې د تښتولو له کبله مجرم پيژندل شوى و. او په عمري بند محکوم شو. هغه د گوښي والي او زندان تحمل ونشو کولاى ،له همدې کبله هغه د پخوانېو اړېکو پر بنسټ د عربستان له پادشا شهزاده عبدالله څخه استفاده وکړه ، هغه له ما وغوښتل چې نواز شرېف ته اجازه ورکړي چې هلته ژوند وکړي . دغه غوښتنه مې نشوه ردولاى . ځکه دا د پاکستان د نژدې ملري چې تل ېي ماته د ورور خطاب کړى او ما هم مشر ورور باله غوښتنه وه .ما هم فکر وکړ چې له سېاسي کبله بهر ته د شريف د ټولې کورنى لېږل په گټه دي . ځکه چې د ېوه لوړ پوړي چارواکې دمحکمه کولو د دوامداره منفي اغېزو مخه نېول کېده .دا خبره مې ومنله او کار ترسره شو. ((زه نوازشريف په مشروط ډول عفوه کوم هغه او دکورنى څو معين غړي يې د لسو کلونو لپاره سعودي عربستان ته ولاړل چې ومې ويل له سيا سته به لري پاته کيږي . هغوى همدارڼه خپل ځېنې ملکېتونه باېد دخپلې ناوړه کړنې په نوم ورکړي .))
دا تړون د شريف دکورنى د ټولو مشرانو سره لکه نواز شريف ، دهغه ورور شهباز شريف او دهغوى له پلار سره لاسليک شو. په پيل کې شهباز نه لاسليک کاو. او حاضر نشو له پاکستانه بهرشي خو موږ دا کار نشو کولاى . نواز شريف او پلار پي د نواز د مجازات کولو لپاره شهباز لاسليک کولو ته اړ ويست . ټول د جدې په لور ولاړل . اوس چې گورم دا پريکړه سمه او د پاکستان په گټه ده .د غه گام يوه نوي گوند ته د جوړېدو لاره برابره کړه .
د ٢٠٠٦ کال په لومړيو کې نواز شريف زما د ېوه نژدې ملري له لارې لندن ته د تلو اجازه وغوښته چې د سخت ناروغ ځوى سره وي . مايې ځوى ته دروغتېا هېله وکړه او خپل موافقت مې اعلام کړ. خوکله چې نواز شرېف لندن ته ورسېد هغه ژمنه يې رد کړه چې د سېا ست نه به لېرې وي . هغه خپله بې شخصيتي وښوله . او د درواغجنو تبلېغاتو لړى يې پيل کړه . تبعيد او گوښه والى دخپل ځان د کارونو دلېدلو لپاره يو فرصت دى .خو نواز شريف له خپل تبعېده څه زده نکړل . او ونه توانېده له فکري او سيا سي پلوه وده وکړي.
ما يوه سياسي گوند ته اړتېا لرله چې زما دموخو ملاتړ وکړي او ديوه نوي گوند د جوړېدو په تکل کې وم .
تصمېم مې ونېو،او په دغه تصميم کې مې د پوځي احساساتو ډېر رول درلود . چې د ( پاکستان مسلم لې پي ام ال ) د قاېد اعظم جناح گوند بېا را ژوندى کړم چې د مبارزو له کبله يې موږ خپلواک او نوى هېواد را په برخه شو. د ٢٠٠٢ کال د انتخاباتو په لړ کې راته زما پخواني باوري ملري طارق عزېز وويل چې د قاېد اعظم په ور زېاتېدو به د پاکستان دمسلم ليک گوند سرتاسري شي . د کېو اڼليسي تورى مو د( پي ام ال ) شاته ور زېات کړ. چودري شجاعت حسين او د تره زوى چودري پر ويز الهى په پنجاب کې د گجرات منځ لاري سيا ستوال دمسلم ليک نوازشرېف په گوند مشهور و.د طارق عزېز نظريه داوه چې هغوى وهڅو د مسلم ليک ان گوند د مسلم لې قاېد اعظم سره يوځاى کړي . چودري او دتره زامن يې د تورونو قربانېان شوي و، خو هغوى ښه خلک و. ما له دغه وړاندېز سره موافقه وکړه . وروسته طارق عزېز هغوى ماته را معرفي کړل . ماله هغوى نه وغوښتل د مسلم ليک د گوند د ادغامېدو مشري دې وکړي . هغوى په ډېر باور سره دا کار وکړ . هغوى د (پي ام ال ) گوند ته نوى قوت وباښه . اود (کېو) د توري په ور زېاتېد و سره هغه مو د مسلم لې قاېد اعظم په نوم ونوماو.د( پي ام ال) ډېر غړي د چودري شجاعت حسين په مشري د( پي ام ال کېو) سره يو ځاى شول او پاتې نورو د( پي ام ال ان) پعنې د پاکستان مسلم ليک نوازشرېف گوند په نوم ونوماوو. خو پوهېږم چې ډېر خلک زما سره د ملاتړ لپاره له ماسره يو ځاى شول . او همدارڼه باېد له طارق عزېز نه د کسانو په جلبولو کې مننه وکړم . هغه هم ماته او هم زما موخو ته پوره وفاداري وښوله .
د( پي ام ال کېو) گوند د ٢٠٠٢ کال د اگسټ په ٢٠ په رسمي توگه په دې هېله په کار پيل وکړ چې دهمغه کال ټاکنې وگټي
موږ ټول راټول شو چې د پاکستان د مسلم لېگ نوى گوند د سپټامبر د ١١ په لړ کې جوړ کړو . هغه پيښه چې ترې وروسته د ترهـرى په وړاندې کلک ودرېدم . او خلک پوه شول چې پاکستان په رښتېا د پر مخټ په لور مخه کړه . شهرت مې وروستى کچې ته رسېدلى و. د( پي ام ال) د گوند د هېلې سره سم منظم شو . ددغه گوند سيا ستوالو ماته د خپل مشر په توگه کتل . خو ما نه غوښتل سيا سي لوبو ته ور دننه شم . زما نظريه داوه چې په گوند ي جنجالو دپاسه وم او په گوندونو کې دا خل نشم. خو سره له دې باېد د ٢٠٠٢ کال د اکټوبر دټاکنو لپاره له خپل شهرت نه د نوي گوند لپاره گټه واخلم. ما پريکړه وکړه چې دولسمشرى لپاره يوه ټول پوښتنه تر سره کړم . پو هېدم چې رايي به زما په گټه زېاتې وي . او وروسته بېا دغه لېدونکي اعتبار مې د (پي ام ال کيو) له گونده دملاتړ په کولو سره اعلام کړم . ډېرو ملرو مې له دې چارې سره مخالفت وښود . خوما ونه منله ، او د ټول پوښتنې په لور مې غږ وکړ. ټول پوښتنه ېا رېفرانډم د ٢٠٠٢ کال د اپريل په ٣٠ وشو. له خلکو پوښتل شوى سوال داو:
( د سيمه ييز حکومتي سيستم د ساتلو ، ددېمو کراسى د رامنځ ته کولو، ، د سمونو د دوام ، فرقه ېېز اخ اوډب او افراطيت ته پاى ورکول او همدارڼه د قاېد اعظم د هېلو پوره کول ، اېا غواړى چې ولسمشر پر ويز مشرف د نورو ٥ کلونو لپاره د پاکستان د ولسمشر په توگه وټاکى ؟)

ټول پوښتنه ښه تر سره شوه . پراخ گډون پکې شوى و. او پايله په قوت سره زما په گټه وه . سره له دې چې يو شمېر سرغړونې وشوې .
پيدا مو کړه چې په يو شمېر سېمو کې اداري چارواکو له اندازې ډېر هېله من او بروکراتانو خلکو ته اجازه ورکوله چې له ېوه ځل زېاتې راېې ورکړي او حتى شخصا ېې د رايو بکسونه په پاڼو ډک کړي و.مخالفانو په ټول پوښتنه کې د تقلب د ثابتولو لپاره ډېرې هڅې وکړې او نژدې وچې يو مصيبت پيښ شي .
اوس چې تېر وخت ته گورم وايم که اپوزيسيون ېا سېال مخلف گوندونه د انتخاباتو په بهېر څارنه ونکړي ټول پوښتنه خرابېږي . مخالفان به د تقلب چېغې وهي او نشي کېداى د ټاکنو روڼ والى ثابت شي . دغه ټول پوښتنه هم له ورته ادعاو سره مخا مخ شوه .
په پاى کې باېد په ملي کچه پاک ثابت شم . د خبري رسنېو له لارې د خلکو له ملاتړه مننه کوم .خو ومې منله چې ځېنې سرغړونې شوي ،چې زه هم ترې ناخوښه ېم . ددغو ټولو سرغړونو او ناسمو کړنو پړه مې ومنله او خپله پيښماني مي خلکو ته په ډاگه کړه . رښتيا که هرڅومره ترخه وي خلکو ته د بښلو چانس ورکوي . ولي که دروغ وويل شي لکه څرڼه چې زموږ سيا ستوالو د عادت له مخې تر سره کول نو خلک بيا د جزا غوښتنه کوي .
د ٢٠٠٢ کال په اکټوبر کې د ټآکنو له را رسېدو مخکې مې ځان سېا سي مسلو ته ورگډ کړ . ډېر ژر پوه شوم چې په ځېنو برخو کې سيا سي اصلاحات مهمه اړتېا ده . لومړي بدلونونه مې چې وړاندې کړل له ٢١ څخه ١٨ ته د رايي ورکونکود سن را ټيټول و. نوکه ځوان نارينه په اتلس کلنى کې واده يا د موټر چلونې جواز اخلي نو ولي رايي نشي ورکولى. نو دځوانانو د تقويه کولوپريکړه مې وکړه .
تل مې باور داو چې په نړى کې ښځې د نارينه سالارى په ويروس اخته دي . په خاصه توگه په مخ پر ودې هېوادونو کې له ځاڼړي تبعېض سره مخ دي .
ددغې ستونزې د له منځه وړلو لپاره باېد له رېښې سيا سي ليد لورى قوى شي . موږ په دې نظر و چې ښځې د جنسي تبعېضونو او ټولنېزو نا برابرېو سره دمبارزې لپاره ښې وکېلانې کېداى شي . په ملې شورا کې مو د ښځو لپاره ٦٠ ځاڼړې څو کى بيلې کړې چې جنسي توازن برابر شي. دغه کار د ازادې سيالى له لارې شورا ته دهغوى دتلو مخه نه نېوله . د ٢٠٠٢ کال په اکتوبر کې د ټاکنو په کولو سره ملي شوراته ٧٢ تنه ښځو لاره ومونده . چې ١٢ ښځې د ازادې سيالى له لارې شوراته تللې وې . دا په پاکستان کې د ښځو د ملاتړ مهم گام و.
په ١٩٩٧ کې چې د پو ځ په مټ کومه سرشمېرنه شوې وه د پاکستان د وگړو شمېره يې ١٤٠ مېلېون ښود ، په ملي او ولايتي شوراگانو کې د څو کيو شمير دپخوانېو سر شمېرنو پر اساس ټاکل شوي وې . خو اوس زموږ نفوس زيات شوى و. ټاکنېزې حوزې به له خلکو ډکېدې . بنا په ملي شورا کې مو د څوکېو شمېره له ٢١٧ څخه ٣٤٢ ته لوړه کړه . چې ٢٧٢ څو کېو ته سيالي ازاده او ٦٠ څو کى ښځو ته ځاڼړې شوې وې . او لس څوکى غېر مسلمانانو ته د هغوى د نفوس له مخې بېلې شوې وې . دولا يتي شورا گانو لپاره هم همدا معيار و.
د پا کستان د اقليتونو لپاره جلاا انتخاباتي سيستم وو ،.چې غېر مسلمانو به د خپلو څوکېو لپاره خپلو کسانو ته رايي ورکولې . دغه کار دوى ته د گوښه والي احساس ورکاو ، ځکه چې هيڅ مسلمان دهغوى رايي ته اړتېا نه درلوده . خو دې کار دهغوى اهمېت کم کړى و. مو ږ گډ ټاکنېز سيستم رامنځ ته کړ چې هر چا هر چاته راېې ور کولاى شوه . خو ورسره مو غېر مسلمانو ته اجازه ورکړه چې خپلې لس څو کى دې هم ورسره وي . په دغه بدلون نورو نوماندو ددوى رايو ته مجبوره شول او ددغو لږکيو اړتيا وته دځواب ورکولو جوگه شول . اوس دغه لږه کي د اصلي سياسي ژوند بهېر ته ور دننه شوي .
د مشرانو دجرگې او ولايتي شوراگانو دکاندېدانو لپاه مو د پوهنتون د فراغت سند حتمي کړ، چې له ېوې خوا تحصېل کړى سناتوران او استازي ولرو او له بل پلوه غېر مطلوب سيا ستوال له صحنې بهر او پارلمان نويو ځوانو روڼ اندو ته وزگار کړو.
همدارڼه مو داسې قانون جوړ کړ چې هېڅوک دوه ځلې سر په سر لومړى وزير او ولسمشر کېداى نشي. که يې دوره پاى ته رسولي وي او که نېمه پاتې وي . ډېرو فکر وکړ چې دا قانون ېې د نوازشرېف او بې نظېرې لپاره جوړ کړ ، داهم سمه ده . خو په لويه کې نوى قانون ددي لپاره تصويب شو چې نوي کسان د لوړو څو کيو لپاره وهڅوي او همدارڼه پر يو شمېر ميراثي کسانو د څارنې زمينه برابره کړي .
د هېواد د دريو اصلي لوبغاړو د کار څارنه زما د موخو په سر کې وه .زه په دې باور وم که داکار ونشي تل پاتې دېمو کراسې نشي راتلاى . پخوا به د ولسمشر او لومړي وزير تر منځ په غېر قانوني ډول د پوځ مشر نصيحتونه کول ، او لومړي وزير به دا سپارښتنې مهمې نه بللې ،چې د لومړي وزير دې کار به ولسمشر او د پوځ مشر خفه کړل . دغه کار په يوه ډول دولسمشر لخوا د ملي شورا په له منځه وړلو او بيا ددغه واک په نشتوالي کې پوځي قانون رامنځ ته کېده .
تردې وړاندې ولسمشر کولاى شو بې له کوم پخواني فکر او اڼېزې دخپلو شخصي هوسونو او غوښتنو پر اساس په لو مړي وزير برېد کاو . د اساسي قانون د b٥٢-٢ مادې پر اساس کله چې ولسمشر د ملي شورا د له منځه وړلو واک درلود لږ تر لږه يو ځل داسې وشو � تل به بې له کوم لامله په هېواد کې د دېمو کراسى د گډ وډېدو سبب کېده . د يوه نا معقول ولسمشر کار باېد وڅارل شي .
وروستى او مهمه څارنه بايد د پوځ د مشر لخوا شوى وه . د پاکستان په سياسي چاپيريال کې اپوزيسيون تل په منصفانه او غير منصفانه توگه د حکومت کمزوري غوښته ، اسانه خو ناقانونه او نا دموکراټيکه لاره دا وه چې د پوځ مشر د لومړي وزير په وړاندى تحريک کړي . شرايط هغه مهال سختيږي چې لومړى وزيرد اداري ستونزو سره مخامخ شو او خلک چې د هيواد د خوښى لپاره انديښمن دي د پوځ مشر ته راځي او د هيواد د ژغورلو غوښتنه کوي .
د ١٩٩٢ کال نه چې د پوځي عملياتو رياست ته ورسيدم، تراوسه پورې ددې شاهديم چې د پوځ هر مشر ته داسې شرايط ورپيښ شوي دي .
١٩٩٨ د اکتوبر نه د ١٩٩٩ تراکتوبره پوري چې زه د نواز شريف په حکومت کې د پوځ مشر وم ډېرو ښځو او نارينه و راته پيغور راکوو چې ولى د نواز شريف په وړاندى څه نه کوم ؟
هغوى پوښتنه کوله ولى د هيواد مشري نه اخلى ؟
ايا غواړى چې پاکستان وران شي ؟
دا ډ ول شرايطو د ١٩٩٠ کلونو نه د پوځ مشران له سرگردانى سره مخامخ کړي دي . د هغه پوځ مشر چې بې له فکره عمل کوي او د لومړي وزير په چلند کې بدلون نه شي راوستلاى واک ېې په لاس کې نيولي دى .
که چيرې غواړو تل پاتي دموکراسي را شي نو په راتلونکي کې بايد دغه حالت تکرار نه شي .پوځي قانون د يو سياسي درد درملنه هيڅ کله نه شي کولي .
نو له خطا ساتلې يوه څار گره اداره په کار ده . په دې بر خه کې مې دملي امنيت يا ( ان اس سي) دجوړېدو وړاندېز وکړ ، داسې اداره چې د ولسمشر تر نېغې لارښونې لاندې به کار کوي . خوهيڅ اجراېې واک به نه لري . يوازې يو مشورتي جوړښت به وي پوره لکه پارلمان غوندې . وروسته ددغې ادارې غړي هم وټاکل شول . چې لومړى وزېر ، څلور اعلى وزيران ، په ملي شورا کې دمخالفېنو پا اپوزيسيون مشر ، دملي شورا او مشرانو جرگې مشران او څلور لوړ پوړي پوځي چارواکې، لوى درستېز ، دسمندري او هواي ځواکونو مشران يې غړي و. د غړو شمېر ١٣ ته رسېده ،چې يو يې مشر اونور ١٢ يې غړي و. پو هېږم د پوځ مشر باېد هله ورگډ شي چې خبره له سيا سته بهر وي . خو داړتېا له مخې څلور جنرال پکې شامل شو.
د ملي امنيت د شورا په جوړېدو چې په ٣ مېاشتو کې به يو ځل غونډه کوي زه با وري شوم، چې په پاکستان کې د دريواړو اصلي لوبغاړو دڅارنې اداره مې جوړه کړه. له همدې کبله لومړى وزير باېد خدمت وکړي که نه د اپوزيسيون د مشر او د دريو پوځي مشرانو فشار به پرې راشي . ښه داده چې ولسمشر د ملي امنيت د شورا پرته بې له کوم پخواني فکره کوم کار ونکړي. نو د پوځ مشر به هيڅکله واک په لاس کې وانخلي .
ځکه يوه اداره شته چې دده او خلکو اندېښنو ته غوږ شي . او هغه لومړي وزير ته وړاندې کړي او بيا اساسي قانون او قانوني بهېرته د لارې وهلو اجازه ورکړي .

زه خبر ېم چې ځينو مخالفو سيا ستوالو د ملي امنيت له شورا او په ځاڼړې توگه د پوځېانو د ورگډېدو مخالفت درلود. همدارڼه د لويديځوالو په اندېښنو هم خبر يم چې سيا ست ته د نظاميانو د ورگډېدو په اړه يې لري .
خو سره له دې باور لرم چې د ولسمشر د کارونو په څارلو سربېره د ملي شورا د منحلېدو او د تل پاتې د ېمو کراسى د ټېڼيدو او د نظامي قانون د پلي کيدو دمخنېوي په برخه ېوه درېڅه ده .
دا حالت د پاکستان د حالاتو سره سرلوي . او ترهغه به پاتې وي چې زموږ د خلکو سيا ست پوخ شي . او وکولاى شي په پارلمان کې څارونکې سياسي ادارې جوړې کړى شي .
په خواشينى سره چې د اپوزېسيون مشر مولانا فضل الرحمن چې د( پي ام ال کېو) په مټ چې د ملي امنيت په غونډو کې به گډون کوي باوري شو، او د ملاتړ هوډ يې هم وکړ خو په ناستو کې د گډون له تصميم څخه شاته ولاړ . هغه چې د ٦ مذهبي ډلو د اېېتلاف مشردى دا غونډې يې تحرېم کړې دي .
هغوى يا د ملي امنيت د شورا په اغېزمنتوب نه دي خبر او يا هڅه کوي په اسانۍ سره د سيا سي اصلاحاتو لړى سبوتاژ کړي ،چې وکولاى شي خپلو پخوانېو خرابو کړنو او ورځو ته ور وگرځي .
په هر مخ پرودې هېوا د کې چې سيا سي او حکومتي ادارې يې پوره نه وي پخي شوې تل د ټلارو د تشکېل او اجرا کولوترمنځ ستر واټن وي. پا کستان په سنتي ډول يو مرکزي، فدرال او ستر ايالتي حکومتونه درلودل .خو سيمه ييزې چارې يا قانونمندې نه وې او يا د ايالتي حکومتونو لخوا تر سره کېدې . ويل يې (( ټول سيا ستونه سيمه يز دي )) خو که موخه داوي چي خلک په اغېز منه توگه په سيا سي بهېر کې ونډه واخلي دېمو کراسي باېد د ټولنې لاندې سطحې ته وغزول شي . دا هغه څه دي چې نشتوالى يې په پاکستان کې حس کيږي.
په واقېعت کې رېښتېنې ديموکراسي باېد د ټولنې له لاندې پوړيو نه پورته پوړيوته پراخه شي او نباېد دا هېله ولرو چې کولاى شو له پاسه ديمو کراسي په لاندې خلکو باندې تحمېل شي .
د دېمو کراسى لپاره د هرم شکل بېخې سم دى . که نه دېمو کراسي سقوط کوي . سيمه ييزحکومتي سيستم چې له سياسي ، اداري او مالي پلوه قوي شوى وي د ديمو کراسي په زړه کې ځاى لري . ځکه سيمه ييز حکومتونه د خپلو خلکو په اړتيا ښه پوهېږي . دا په خلکو ښه اغېز کوي .
لکه چې وړاندې ووېل شو موږ په ٢٠٠٠ کال کې د سېمه ېېزو حکومتونو د پياوړتېا په فرمان سره په يوه خاموشه انقلاب لاس پورې کړ. دغه فرمان د استعماري دورې نښې له منځه يوړې ،چې د پوليسو يو مشر او د کميسيون مرستيال به د حاکمانو په څېر ولسوالى اداره کولې . د يوه قلم په خو ځولو دواړه چارواکي د يوه انتخابي ښاروال يا ناظم تر فرمان لاندې شول . اړشوم د ډېرو فشارونو او د بېروکراسيو د دسيسو په وړاندې ودرېږم ، چې هڅه يې کوله دغه سيستم په نطفه کې مړ کړي . خو موږ خپلې لارې ته دوام ورکړ او په عملي کولو کې يې بريالي شو . که وروسته داسيستم برېا لي وخيژي باور لرم چې په تاريخ کې به د يوه ابتکار په توگه ثبت شي .
لومړى پړاو سيمه ييزې ټاکنې په ٥ پړاونو کې د ٢٠٠٠ کال د دسامبر له ٣٠ د ٢٠٠١ کال د جولاى تر ٥ پورې وشوې . هر سيمه ييز حکومت درې ردې لري . په ټيټه پوړى کې د ټولنو شورا ، د علاقه دارى او ولسواليو شورا . ولسوالي د ناظم له لوري چې د ښاروال معادل وه اداره کېده .
د هرې ټولنې شورا تر ټولو وړوکې اداري جوړښت چې د ١٥ تر ٢٠ زره وگړواستازيتوب کوي ) ١٣ غړي لري چې ٤ ېې باېد ښځې وي . همدارڼه ْبه دهري اتحاديي په شورا کې يوه څو کي غير مسلمان ته ورکړ شوه .٤ څو کى نورې کارگرو او کليوالو ته ځاڼړي شوي ،چې دغه نا بينايان سيا ست ته ور داخل کړو.ولسوالي خپله بودجه له مرکزي دولت او اېالتونو تر لاسه کوي . خو خپل عاېدات هم ټولولى شي. زه فکر کوم دا خلکو ته درېښتېني واک دورکولو لړى ده .
د ولسواليو لومړي حکومتونه د ٢٠٠١ کال د اگسټ په ١٤ رسما رامنځ ته شول .ماټولو ناظمانو ته وېنا وکړه . او دخپلو سيمو او خلکو د پر مخټ اڼيزه مې ورکړه . په خواشينى سره د ملي او ولايتي شورا غړو سېمه ېېز حکومتونه د ځان لپاره تهدېد وباله . هغوى نه پوهېدل چې اصلي دنده يې د قانون جوړول دي . زه باور لرم چې په پاکستان کې د دېمو کراسي په پخېدو به دا درک هم رامنځ ته شي .کله چې د سيمه يز حکومت سيستم رېښې نېسي او خلک د هو ښېارى ، صدا قت او وړتېا پر اساس رايي ورکړي ، فاسد او نا اغېز من خلک رد کړي ،هغه مهال موږ بې له وېنې توييدو ېوه انقلاب ته رسېږو.
د ولسواليو جوړو شويو حکومتونو د ٢٠٠١ کال په لومړى ٤ کلنه دوره کې ښه اغېزمن کار وکړ. دهغوى اغېزمنتوب د ناظمانو په وړتېا پورې اړه درلوده . په هغو سيمو کې چې ناظمانو ښه وړتېا ښولې وه د پام وړ پر مخټونه شول. خود نا پوهو کسانو کارونه پڅ پاتې شول . د سيمه ييزو حکومتونو د دوهمې دورې ټاکنې په ٢٠٠٥ کال کې وشوې . ټاکنېز تبلېغات په ډېر خرپ او درب سره وشول، چې ښه کسان وټاکل شول. رايي ورکونکو په سېمه ېېزه کچه ښه گډون وکړ. باېد په ٢٠٠٧ کال کي ملي او اېالتي تاکنو ته په هېله شو.
( شوراگانې ٥ کلنه دوره لري ) وبه گورو چې دغه سياسي بلوغ اېالتي او ملي کچې ته لوړه شوې .
ډېر خوښ شوم ،چې په ډېر و سيمو کې فاسد خلک د سيمه ييزو حکومتونو او شوراگانو کې رد شول . يوه بله ښه نښه په بلو چستان او سرحد ايالت کې د سترو مذهبي ډلو ردول دي په دغه سيمه کې چې ايتلافي حکومت حاکم دى. په ٢٠٠٢ کال کې د ٧٦ په سلو کې ملاتړ ، په ٢٠٠٥ کال کې ٢٤ په سلو کې ته راټيټه شوه . ددغه ټيټوالي يو لامل د هغوى په ناتوانى پور ې اړه لري . ما هم د ملايانو څخه د ملاتړ د خطر په اړه خلکو ته د معلوماتو دورکړې هڅې کړي .
تېر وخت ته په کتو له گڼو تورونو سره سره چې ښه کارونه نه دي شوي، وينو چې د سيمه ييز حکومت تجربه بريالى ده . زه تل نېمې ډکې پيالې ته گورم ، خو روښانه ده چې نيمه نوره پياله خالي ده . خو د وخت په تېرېدو به پاتې نېمه هم ډکه شي .



سترې محکمې راته ٣ کاله وخت راکړ چې پاکستان ته ټيکاو راوړم ، ټاکنې وکړم او يوه ټآکل شوي حکومت ته واک وسپارم . تر ٢٠٠٢ پورې مو وکولاى شو نوي سيمه ييز حکومتونه ، نوي سيا سي گوند جوړ کړم ، او اقتصاد هم تر يوې کچې ښه کړم .د سپټا مبر د ١١ راپيداشوى ټکان کم شو . په وياړ سره باېد وواېم چې په تېرو ٣ کلونو کې مو د پاکستان د ټول تاريخ په پرتله ښه اغېز منه کابېنه درلوده .ټيم مې په په استتنايي ډول ښه کار وکړ.
زه مې د کابېنې ټولو وزېرانو او د عامه خدماتو د ادارو ټولو رېسانوته چې د وطندوستى په مينه يې ښه کار کړى ، ما او هېواد ته يې پوره وفاداري ښولي سلام کوم.
ډېرو راته دا سپارښتنه وکړه چې ټاکنې ونه کړم او له سترې محکمې نور وخت وغواړم هغوى فکر کاو چې د سمونو روان بهېر زېات وخت ته اړتېا لري چې ټيڼ پلي شي . خو زه په خپله خبره ولاړ وم . نه يوازې ما له خلکو سره د ټاکنو د ترسره کېدو ژمنه کړې وه ، بلکې د انتخاباتو کول د سترې محکمې هېله وه . او ما هم ټېڼ باور درلود چې دېمو کراسى ژر ترژره پلې کړم .
د( ال اف )او ېا د قانوني نظم د چوکاټ پر بنسټ ټاکنو زموږ ټولو سياسي او انتخاباتي سمونو ته قانونيت ورکړ. وړاندې ولاړو ، له تورونو د لېدو سره سره بېا هم ټاکنې په ډېر روښانه او عادلانه فضا کې وشوې .
د( پي ام ال کېو) گوند د ملي شورا ډېرې څو کى ترلاسه کړې . خو مطلق اکثريت يې ونه گاټه . يوازې د پنجاب په اېالتي شورا کې دغه گوند مطلق اکثريت ترلاسه کړ. هلته په اسانى سره سيمه ېېز حکومت جوړ شو. په سند کې د بېنظير بوټو نوي گوندpppp( ډېرې څوکى ترلاسه کړې . خو په ښه توگه له مطلق اکثريته پاتې شو. دهمدې لپاره هلته اېتلافي حکومت جوړ شو. په بلو چستان کې هم د پي ام ال کېو گوند ډېرې څو کى وگټلې ، خو دومره نه چې په يوازې ځان اېالتي حکومت جوړ کړي . په سرحد اېالت کې مذهبي ډلو متحده مجلس عمل (MQM) مطلق اکثريت څوکى وگټلې او ايالتي حکومت يې جوړ کړ.
خو په ملي کچه د( پي ام ال کېو) د اېتلاف لپاره دوه انتخابه درلودل اول متحده مجلس عمل او د بينظير بوټو نوى گوند . که د متحده مجلس عمل سره چې په ملي شورا کې څلورمه لويه ډله وه اېېتلاف شوى واى نو بيا هم په پارلمان کې قوي اکثر ېت نه جوړېده . دپاکستان د خلکو گوند ډلې دلبرالو تشکېلاتو د درلودو ادعا کوله. که دغه دعوه سمه واى نو دغه ښه انتخاب و. او دهغوى لپاره هم ښه چانس و، چې خپل ليبرال والى ثابت کړي . او که د ١٩٧٠ لسېزې په څېر کورني تشکېلات يې لرل . خو د پي ام ال کېو لخوا له دوى سره ټولې هڅې ناکامه شوې ، او يوازېنى لامل يې داوچې بېنظيرې ته دا خبره دمنلو وړ نه وه ځکه هغه خپل حزب ته د کورني ملکېت په سترگه گوري . د سپتامبر د ١١ د برېدونو نه وروسته د مجلس عمل سره اېتلاف به ډېرې نړېوالې منفې نتېجې درلودې ،خو سره له دې په دې برخه کې وروستى هڅې وشوې . متحده مجلس عمل دداسې کس لپاره د لومړي وزير څوکى وغوښته چې له ملي او نړيواله اړخه د منلو وړ نه و، هغه حتى په خپله راته راغى او داغوښتنه يې وکړه . او د امريکا او لوېديځ سره يې د ښو اړېکو او د القاعدې او افراطيانو سره يې د قاطع مبارزې د کولو ژمنه وکړه . موږ له يوه سخت وضيعت سره مخا مخ شو.
په دې وخت کې د پاکستان دخلکو د گوند يو شمېر بې باکه غړود بينظيرې دځان غوښتنې له سيا ست سره مخالفت وکړ او خپل پريکون يې ثابت کړ. هغوى په پارلمان کې يو بلاک جوړ کړ. چې وطنپرستان ونومول شو. تر هغه وروسته يې د پاکستان دخلکو دپخواني گوند نوم چې درې تورې وو
( PPP) په ځان کيښود چې په پارلمان کې د پاکستان دخلکو دنوي گوندچې د پي څلور تورې وو جلاشي . دغه نوې ډلې د MQMاو د پاکستان مسلم لې ق گوند سره يې په ضعېفه اکثريت حکومت جوړ کړ.دغه حالت سېمه ييزي چڼې وهلو ته لاره هواره کړه . PML_Q له MQM سره په گډه د سند حکومت جوړولو ته ملا وتړله . په پاى کې دغه کار په کراچى کې چې دMQMد پلو يانومرکزدى يوه سوله ييزه دوره راوسته .
په همدې حال کې ځينو کسانو په کوردننه او بهر کې د ټاکنو اعتبار له سوال سره مخامخ کړ ، ځينو په ما او اسخباراتي ادارو تور ولاو چې دمجلس عمل څخه مو ملاتړ وکړ.ځکه چې دغه گوند له هېلې زېاتې څوکى ترلاسه کړې . دغه تورونه غلط او بې بنسټه دي . که ما غوښتلاى ټاکنې بې رڼه کړم نو د مجلس عمل څخه ملاتړ ته اړتېا نه وه .
دغه تورونه بې اساسه دي. خو په پاکستان کې د توطيي تېوري اوږدتاريخ لري .
په داسې حال کې چې خبرې روانې وې اړتېا وه چې په اساسي قانون کې د يوې مادې په اضا فه کولو سره (( د قانوني نظم چوکاټ)) ته قانونېت ورکړو. موږ غوښتل هم اساسي قانون او هم نوې دېموکراسي په اخېستل شويو گامونو وساتو . ددغې لاېحې تصوېب په پارلمان کې دوه پر درې اکثريت ته اړتېا درلوده . دغه کار د پي پي پي پي او يا دمجلس عمل ملاتړ ته اړتېا درلوده . مجلس عمل ډېر تابع ځکه و چې غوښتل يې شوراگانې په کار پيل وکړي . چې هغوى ژر د واک مزه وڅکي .گڼې ناستې د مسلم لېگ ق او ام ام اې ترمنځ وشوې . لوى درستيز ډگر جنرال حمېد جاوېد هم په دغو ناستو کې گډون درلود ، خبرې سختې وې. . پو ه شو چې مجلس عمل له استقامت او صراحت پرته نور ټول صفتونه لري . ددغه گوند غړي بې لارې تلو ته ډېر لېواله و. او تل به يې حالت ته بدلون ورکاو. حساسي مسلې داوې:
د ٥ نور و کلونو لپاره د ولسمشر په توگه زما پاتې کېدل ،
په پوځي برخه کې زما شتون يا نشتوالى ،
د ملي امنيت دشورا جوړېدل او د پارلمان د منحلېدو لپاره ولسمشر ته واک ورکول .

ما د چودرې شجاعت حسين او د لوي درستيز په مشرى د پي ام ال کيو په گوند پوره اعتبار درلود چې له يو لړ سختو خبرو وروسته يې له متحده مجلس عمل سره يوه گډه ستراتېژي جوړه کړه . موږ موافقه وکړه چې په اساسي قانون کې د ١٧ بدلون لاېحه د ملي امنيت د شورا په ويستلو او د جلا لاېحې په توگه چې مجلس عمل به له هغه ملا تړ کوي د پاکستان ملي شوراته وړاندې کوو. ما هم د ښه نيت د ښولو په توگه په ژبه ژمنه وکړه، چې له پوځه به گوښه کيږم او د ٢٠٠٤ کال د دسامبر تر ٣١ به د پوځ جامي اخوا کوم . په دې اساس په اساسي قانون کې ولسم ځل بدلون په اکثرېت سره ومنل شو. هغه ډول چې پرېکړه شوې وه ، سمدلاسه بايد د ملي امنيت د شورا لاېحه هم تصويب شي . سره له دې چې لايحه ومنل شوه ،ځکه چې اکثريت ته يې اړتيا درلوده چې زموږ گوند درلود . خو ملايانو په ښکاره توگه له دغې لايحې سره مخالفت وښود . اوس زموږاصلاحات مشروع او داساسي قانون سره سم شول. او ما د اساسي قانون له مخې کولای شو تر ٢٠٠٧ کاله پورې دواړه دپوځ او هېواد مشري ولرم .
...........................................................................

کله چې اعلام شوه د ٢٠٠٤ کال د دسامبر په ٣١ به د پوځ خولى لري کوم جدي وم. خو ورو، وروحالات په ډاگه شو. شکونه او فکرونه مې په ذهن کې زيات شول .په کورنى جبهه کې نه يوازې مجلس عمل په پرلپسې توگه له خپلو ژمنو په شا کېده ،بلکې مولانا صاحبانو ناوړه درېځ غوره کړ. په شمالي او سويلي وزيرستان کې د ترهـرى سره جڼ زور اخيست او پوځ هم په دې جبهو کې بوخت او په سڼرونو کې ولوېدل . پر دغو ټولو سربېره په عام ډول پاکستان او په ځاڼړې توگه عبدالقدېر خان د هستوي وسلو د خپراوي له کبله چې باېد احتېاطي چلند ورسره شوى واى د ټولې نړى پام يې ځانته را واړاو. په داسې حال کې چې په ملي سطحه له دغه ډول حالاتو سره مخامخ وو .په عراق کې جړه پيل شوه .
او له پاکستانه د پوځيانو د لېږلو غوښتنه وشوه . دغه کار هم ځيرکتيا ته اړيتا درلوده . بلخوا په ٢٠٠٢ کال کې د هند او پاکستان ترمنځ د پولو پر سره د اړېکو له خرابوالي وروسته چې کله لومړې وزېر اتل بهاري واجپاي موافقه وکړه د ٢٠٠٤ کال په جنورى کې به پاکستان ته سفر کوي . د اړېکو سوړ والى کم شو او دغه لړى هم باېد په ماهرانه ډول پرمخ وړل شوې واى .
پا کستان چې له دغوټولو شرايطو سره مخا مخ شوى وو . بيلا بيلو خواو ته کشول کېده . چې د حکومت د رهبرى قوى يو والي ته يې اړتيا درلوده . که چاغوښتي وايي که نه شرايطو د مشرۍ او قومندې واسکټ را واغوست. په همدې حالاتو کې ما فکر کاو چې د پوځي يونېفورم کښل به مي دريځ يو څه کمزورى ښکاره کړي . دغو دواړو شيا نو ته اړتېا لېدل کېده . نو د همدې لپاره مې د خپل شخصيت خلاف تصميم ونيو چې د پوځ مشري خوشې نه کړم .
د ٢٠٠٢ کال په ټاکنو کې د (پي ام ال کيو )گوند مېر ظفرالله خان جمالي د پارلماني گوند دمشر په توگه وټاکه . د ايتلافيانو اضافه رايو ښاغلى جمالي د لومړي وزير په توگه غوره کړ. د لومړي ځل لپاره پاکستان د لوى ايالت بلو چستان څخه لومړى وزير درلود. هغه ډېر با شخصيته کس دى او زه ورته احترام لرم او زما ښه دوست دى.
کله مې چې د پاکستان مشري په غاړه واخېسته . هم د پوځ مشر وم او هم د قول اردوگانو د قومندانانو د گډې کميټې مشر . د واک په اخيستو د هېواد د اجرايي شورا مشرې هم راکول شوه . د ٢٠٠١ کال د جون په ٢٠ د پاکستان د ولسمشر په توگه مې په کار پيل کړ. له دې کبله مې ٤ خولۍ درلودې . په ٢ لاملونو ولسمشر شوم : اول تشريفاتي مسايل و، ځکه چې د ټولو هېوادونو له مشرانو سره مې منظمې اړېکې درلودې . او دوهم دلېل داو چې د ٢٠٠٢ کال د اکټوبر له ټاکنو وروسته مې با ېد د اجرايي شورا مشري پراېښې واى � چې د انتخابي لومړي وزير په راتلو سره دغه پوسټ له منځه تلو . د ٢٠٠١ کال په اکټوبر کې مې وړاندې له وړاندې دکمېټې له رېاسته ځان گوښه او جنرال عزېز ته مې دادنده وسپارله . له هغه وروسته راته دوه خولۍ ېا دندې پاتې وې ، ولسمشر او دپوځ مشر.

د ٢٠٠٢ کال د نوامبر په ١٦ ټولو انتخابي ټولنو سنا ، ملي شورا ، اوڅلور و ايالتي شوراگانو ماته د پاکستان دولسمشر په توگه د باور رايي راکړه . سره له دې چې ما ديموکراتېکه او قانوني لاره نېولې وه چې پر دغو دوو څو کېو پاتې شم . خو د پو ځ دمشر په توگه زما دکار دوام د پاکستان مخالفانو ته بهانه ورکړه . چې زما دمو خو په اړه له شکه ډک چلند ولري او زموږ د دېموکراسى اعتبار ترپوښتنې لاندې راولي . خو زه خپل وجدان او دهيواد اړتېا و ته غوږ نيسم . زه هرڅه چې د خپل هېواد په گټه ووينم تر سره کوم يې . نه د کوم بهرني سازمان او خبري رسنېو د تصديق ليک دترلاسه کولو لپاره .زه هر هغه کار کوم چې پوه شم ملت مې پرې خوښيږي .
معمولا په ملي شورا کې د اکثريت گوند مشر لومړى وزير کيږي . خو تصميم ونيول شو چې دغه دوه ادارې سره جلا کړي .چې چودري شجاعت حسين د (پي ام ال کيو) د گوند د بنسټونو د ټېڼولو مهمې دندې ته دوام ورکړي . له بل پلوه شجاعت نه غوښتل لومړى وزير شي . چې لامل يې دهغه ناروغي وه .
جمالي ژر ترژره خپله کابينه جوړه او حکومت په کار پيل وکړ. لوېه کابېنه وه . ځکه ټولو اېېتلافي شريکانو ته باېد ځاى ورکول شوې واى . دا په پارلماني نظامونو کې د اېتلافي حکومت د جوړېدويو ستر عېب دى . دجمالي کابينې تر ٢٠٠٤ کاله پورې په ښه ممکنه توگه کار وکړ .
په دغه دوره کې دجمالي او دگوند دمشر شجاعت ترمنځ ډېر اختلافات پېدا شول . ا ختلافونه دومره زيات شول چې گوند فکر کاو لومړى وزير او دگوند مشر د يوه او بل پر ضد کار کوي .ډېرې هڅې مې وکړې چې دغه کړکيچ ختم کړم خو نتيجه يې ورنکړه .
همدارڼه ما فکر وکړچې جمالي دخپلې ادارې له غوښتنو سره همغږى نه دى .خلکو د هغه دځاى ناستي په اړه فکر کول پيل کړل . اوپو هېدل چې کېداى شي ژر استعفا وکړي .ملت يو ځل بيا له نا معلوم حالت سره مخامخ شو.چې تازه اقتصادي ودې ته په کتو سره سخته وه . زېات گوڼوسي و چې کېداى شي ملي شورا منحل کړم . خو ما داسې قصد نه درلود .خو واقېعتونو د داسې فکرونو مخه ونشوه نيولاى . تردې بده ، گوند تصمېم ونشو نيواى چې د يوه ځاى ناستې په اړه موافقې ته سره ورسيږي.کله چې کړکيچ لوړشو مجبوره شوم مداخله مې وکړه .ما فکر کاو دمالېې وزير شوکت عزېز به د لومړي وزير د دندې لپاره غوره کس وي. خو ستونزه داوه چې عزېز د مشرانو د جرگې غړى و او لومړى وزير باېد د ولسي جرگې غړى واى. نو تصميم ونيول شو چې جمالي دي استعفا وکړي او د گوند مشر چودري شجاعت حسين د ې د څو مياشتو لپاره لومړى وزير شي . او شوکت عزېز دې په ملي شورا کې ورته د ٢ خالي شويو څو کېو لپاره انتخابات وکړي . هېڅ دغه ډول خبره مې شوکت ته نه وه کړې هغه په ډېرې سادگى سره له دې کار سره مخامخ شو. هغه ورځ چې جمالي استعفا ورکړه شوکت په پينډى کې د مخدره توکو يوې ډېرې ته اور اچاو، اسلام اباد ته د راټ پر وخت زما ريس ارکان ورته تېلېفون وکړ او د کوم علت د يادولو پرته يې ورته وويل ژر ترژره چودري حسين ته ځان ورسوه . دخبرو په پاى کې زما ريس ارکان ورته وويل (( ښه بخت درته غواړم )) شوکت يو څه وارخطا شوى و. کله چې هلته ورسېد چودري چپ و ، ځکه ما ورته ويلي و چې د جمالي د استعفا د رسمي اعلانه پورې هيڅ شي افشا نکړي . شوکت عزېز هله خبر شو چې لومړي وزير جمالي استعفا ورکړه .
ما همدارڼه له جمالي غوښتنه وکړه چې د استعفا پر وخت ملت ته ووايي چې شوکت عزېز به دده پرځاى لومړى وزير وي . خو د نامعلومو لاملونو له کبله هغه داکار ونکړ. له همدې کبله مې ژر شجاعت ته فون وکړ او ورته ومې وېل چې ژر ترژره يو خبري کنفرانس جوړ او ملت ته ټول پروگرام اعلام کړي . دا هغه مها ل و چې شوکت پوه شو د هيواد دوهمې جنجالي څوکى لپاره په پام کې ده . هغه څه چې پر ده دمرگوني بريد غږ يې له ځانه سره کورته يوړ.
په همغه ماښام مې د يوه ملري په کورکې ميلمه وم او شوکت هم را بلل شوى و. دا ميلمستيا له وړاندې پلان شوې وه . او هغه مهال هيڅو ک نه پوهېدل چې په دغه ورځ به شوکت عزېز لومړى وزير شي .
خو کله چې خواړه تېار شول ، يوې ښځې وپوښتل شوکت ته انتظار نه باسو؟ يقينا چې هغه نه وه خبره . خپله خندا مې اداره نشوه کړاى ومې ويل ( شوکت وروسته راځي) چې وروسته بيا راغى . کله چې را ورسېد ودرېدم او هغه ته مې غيږ ورکړه . او له ټولو ميلمنو مې وغوښتل چې (( راځى خپل نوي لومړي وزير ته يو ځاى لاسونه وپړکوو) .
د جمالي په اړه باېد وواېم چې هغه ماته ډېر وفادار و. او د واک د لېږدولو پر وخت دهغه رول د ستاينې وړ دى . زه هغه خپل ښه دوست گڼم ، د قدرت له انتقال وروسته مو يوه کورنۍ نا سته د هغه په کور کې درلوده . چې پا کستان ته دهغه دخدمتونو په اړه مې ترې مننه وکړه .
زموږ گوندي نظام لاهم د ودې په حال کې دى . د پاکستان د مسلم لې گوند ډيرې برخې د بيلا بيلو لاملونو له کبله په بېلو وختونو کې انشعاب کړى دى . يو شمېر نور واړه گوندونه هم و. زما پخوانى هېله داوه چې هم نظره سياسي گوندونه سره يو کړو او يوه قوي سياسي تنظيم ترې جوړ کړم ، چې نور واړه گوندونه دې هم وي . په دې برخه کې مې هڅې پيل کړې چې د ډېرو گوندونو له مشرانو سره نژدې ملرى شوم .د مثبت ځواب له ترلاسه کولو خوښ شوم . ددغو هڅو په لړ کې مې له ټولو رهبرانو غوښتنه داوه چې د مسلم لې په گټه دخپلو کوچنېو گوندونو نه تېر شي ، چې هغوى د خپلې مهربانۍ له مخې مثبت ځواب راکړ.
څوک به د گوند مشر شي؟ کله چې د ټولو گوندونو مشرانو وويل هر څوک چې تا غوره کړمني يې ، ډېر وياړ مې وکړ . د گڼو ارزونو او دگټې او تاوانونو له څېړنې وروسته مې د چودري حسين په گټه تصميم ونيو. بې له استتنا گډونوالو موافقه وکړه.
لکه چې ومې وېل زموږ نظام اوږده لاره پر وړاندې درلوده چې ريښتېنې دېمو کراسى ته ورسيږو. رېښتنې دېموکراسي هله راځي چې گوندونو په خپل منځ کې دېموکراسي ټېڼه کړي .لکه څرڼه چې د گوندونو فدرال او دايالتي شورا غړي يې د گوند دکارگرانو په لاس ټاکل کيږي. په مقابل کې دې هغوى خپل گوندي غړي په بېلا بېيلو ادارو کې وگماري .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery