١٥ څپرکى
د ترهګرى د کالبد يا بدن پيژندل
ولي نواز شريف دا کار ترسره کړ ؟ ولي يې سياسي ترهګري ترسره کړه؟ ددغو سوالونو ځواب
کيداي شي د تل له پاره معما وي.
ما ډيره هڅه وکړه چې د پوځ همکار مشر و اوسم. تل به مې له نوازشريف څخه پوښتل چې
پوځ څرنګه کولى شي له لړ زيدلي حکومت سره يې مرسته وکړي ؟ هغه له ما غوښتي وو چې ((
د اوبو او برېښنا د پراختيا ))د ماتيدونکې ادارې په ستر شرکت کې ورسره مرسته وکړم
چې د له منځه تلو څخه وژغورل شي. ما دغه سخت ماموريت ومانه ،پوځ د٣٦ زره ځواکونو په
ګمارلو سره دغه شرکت را ژوندى کړ.
نوازشريف همدارنګه له ما غوښتي وو چې د قضايي قوې څخه ملاتړ وکړم . ما پوره تيارى
وښود. د ترهګرى ضد څو پوځي محکمې مو جوړې کړې او د ترهګرو دغه ډلې مو محدودې کړې.
له دغو مرستو سره سره له همغې لومړى ورځې زمونږ ترمنځ اختلافات وو. ما فکر وکړ چې
اختلافات جزي دي ، خو نوازشريف ټول جدي نيولي وو. د پوځ مشرى ته له رسيدو څو ورځې
وروسته هغه د پوځ د ٢ تورنجنرالانو پرضد خبرې وکړې. چې د هغوى په وفا دارى يې شک
درلود. له مايي وغوښتل چې هغوى ګوښه کړم. دا ډيره غټه غوښتنه وه . ما ځواب ورکړ چې
دا کار نشم کولى. مګر دا چې د هغوى پرضد د رسمي تورونو پاڼه راکړل شي. بيابه له
هغوى نه پوښتنې ګروېږنې پيل کړم چې هغوى ته د احتمالي خلاف کاريو چانس ورکړل شي. تر
يوې مياشتې زيات يې په مستقيم او غير مستقيم ډول دمنځګړو په واسطه پر دغه غوښتنه
فشار راوړ،. په پاى کې ما بې له پردې دغه امر ونه مانه . ورته ومي ويل چې نشم کولى
دوه تورنجنرالان د اوازو او ګمانونو پر اساس په ظلم سره ليرې کړم.
بل اختلاف زمونږ ترمنځ څو مياشتې وړاندې هغه وخت پورته شو چې د (( فرايډې ټايمز))
اونيزې مشر د لومړي وزير په امر بندي شو. اول يې ماته وويل چې ددغې دوسيې مسوليت
واخلم او د اونيزې مشر د (( اى اس اى)) د لاهور په يوه زندان کې وساتم ،قصدا مې دا
کار وکړ. ځکه چې د پوليسو له تاوتريخوالي او ظلمه ليري وي. په ځانګړي توګه مې د (
اى اس اى) ته امر وکړ چې دغه خبريال په امن کې له ظلمه ليري وساتي.
کېسه دلته پاى ته ونه رسيده،سبا لومړي وزير له ما تردې درنه او سخته غوښتنه وکړه چې
خبريال پوځي محکمې ته وسپارم،ټکان مې وخوړ. په پيل کې نږدې وو ،وخاندم او فکر مې
وکړ چې حتمي ټوکې کوي خو لومړي وزير خپله کورنى دنده ترسره کړې وه. هغه وويل د
خيانت په اړه د پوځي محکمې ترسره کول قانوني کار دى.
دا ټکان ورکوونکى وړانديز وو چې لومړي وزير زما مغذونو ته راکړ. بيا مې له پرې پرته
غوښتنه رد کړه او ددې کار ملي او نړيوال زيانونه مې توضيح کړل . زما منکر کيدل د
اونيزې د مشر د خوشې کېدو لامل شو.
زما له خوا دغه ډول مخامختيا لومړى وزير په دغه پوست زما په ګومارلو پښـيمانه کړى
وو. هغه فکر کړى وو چې زه مهاجر هلک يم او د هغه غوښتنو ته به تسليم شم. داسې چې
خپل ځان او څوکى په امن کې وساتم، او د هغه د لوبې وسيله بۀ شم . بل څه نه و،فقط
همدا فکر کيداى شي، خو په پوځ کې دا لنډ نظر نشته. ځکه چې مونږ ټول پاکستانيان يو
او نوازشريف هم په دې نه وو پوه شوى چې دغو ټولو هرڅه خوشې کړي او پاکستان ته راغلي
نو دې ته وطن پرستي وايي.
پاکستان د هند مسلمانانو ته پو پنډغالى شو ، چې د هغوى د هندوانو له سياسي او
اقتصادي مشر ۍ او ټولنيز تبعيض نه خلاص شي. زما کورنى يو له هغو کورنيو څخه وه چې
په نوي هيواد کې يې پناه واخېسته. موږ ددغه هېواد نيکمرغي او پايښت ته ژمن يو .موږ
هيڅ هغه شى ته تسليم نه شوو چې پاکستان ته زيان رسوي.
د کارګيل کېسې زما او د لومړي وزير ترمنځ لوى درز رامنځته کړى وو،مونږ دواړو غوښتل
چې له سياسي او اقتصادي نظره کشمير د نړيوالو په پرده جلا ووينو.دکارګيل ابتکار دې
موخې ته ورسيد، خو بهرني فساد اود نوازشريف خارجي سياست ديته اړ کړ چې له ازادو
شويو سيمو څخه په شاشي او هغه تسليم شو. هغه ددې پرځاى چې دملي يووالي له لارې ځواک
ترلاسه کړي ،پوځ يې پړ وباله او کوښښ يې وکړ چې ځان پاک وښيي.
داسې فکر يې وکړ چې د کارګيل د عملياتو له جزئياتو منکرېدل به ورته ګټه ورسوي،په
ورځپاڼه کې راغلې ټولې مقالې په دقت برابرې شوې وې. له هغې جملې په يوې امريکايي
ورځپاڼې کې يوې تبليغاتي پاڼې چې د پوځ او حکومت بدنامى او تفرقې ته يې لمن وهله. د
کارګيل د مسلې په اړه لومړي وزير منځنى لاره غوره کړه چې له ما او پوځ سره په ټکر
کې راغى.زما او د شريف ترمنځ پر دغو څو مورده روښانه اختلافاتو سربيره ما څو ځلې
جرآت کړى وو چې هغه ته نصيحت وکړم چې څه ډول کولى شي حکومت تقويه کړي. دغه نصيحتونه
د هغو مخ په زياتېدونکو اعتراضونه يو ډول ځواب وو چې د خلکو او روڼ اندو له خوا
راباندې شوي وو چې بايدغبرګون وښيم. ځينو خو حتي دومره جرات وکړ چې ماته ووايي د
هېواد واک واخلم . يا به يې پوښتنه کوله چې ولې د هېواد اداره د ملت د ژغورنې له
پاره نه اخلم؟ زه سره لدې چې د هغوى له اوازونو سره موافق وم او پوهېدم چې حکومت په
غلط لوري روان دى ،هيڅ بهانه او قانوني قالب د مسايلو د مطرح کولو او د هغه د سمونو
له پاره په لاس کې نه وو. په ځانګړي توګه کله چې نوازشريف د قدرت ټولې ستنې له هغې
جملې نه د جمهوري رياست قانوني واک هم د پاکستان د ملي شورا د له منځه وړلو دحق په
ترلاسه کولو سره د ځان کړى وو.
په داسې وخت کې ولس مشر هم نشو کولى لومړى وزير او کابينه يې ګوښه کړي. نو له همدې
کبله د نوازشريف پرواک هيڅ څار نه کېده او په رښتيا چې د کودتا له پاره ېې هيڅ قصد
نه درلود. زما په فکر ښه لاره داوه چې په همدې سياسي پروسې سره مو اجازه ورکړې واى
چې خپله لاره مخ پر وړاندې ووهي.
په پاکستان کې دا معمول خبره ده چې خلک او يا روڼ اندې د پوځ له مشر سره وګوري او
يا ترې وغواړي چې ملت وژغوري. په ټولو بحرانونو کې ټول خلک د پاکستان پوځ، دملت
ساتونکى بولي. کله چې حکومتونه خراب شوي،کله چې د لومړي وزير او د ولس مشر ترمنځ
کړکيچ رامنځته شوى ، د ((١٩٩٠ )) لسيزې په اوږدو کې ټولې لارې د پوځ د قوماندانى
خواته خلاصې شوې او د پوځ له مشر نه غوښتل شوي چې په لومړي وزير فشار راوړي چې ښه
کار ترسره کړي ، د فساد څخه لاس واخلي او خيانت ونکړي . دپوځ مشر هم د ولس مشر او
لومړي وزير د ټولو شخړو منځګړېتوب کړى دى.
د ١٩٩٩ په اکټوبر کې پاکستان په چټکى سره د سياسي او اقتصادي چپه کېدو په لور روان
وو .په دغو خرابو شرايطو کې زما د کارونو د ښه ترسره کولو په لړ کې د لومړي وزير
سره د همکارى په لټه کې وم. د خواشينى ځاى دى چې هغه زما د ښو مقصدونو په اړه بې
باوره شو. سره لدې چې شريف يو ښاري هلک وو. خو فکري جوړښت يې ډير د فيوډالانو په
څير وو. هغه په دغو اختلافاتو بل ډول اشتباه کړې وه. زما له وفادارى څخه د هغه
ناپوهي ، هغه زما له خوا د کودتا د کولو په غلط فکر کې غرق کړى وو.
داچې ولې نوازشريف دا کار وکړ ؟ ددې اساسي نظريې شته.
اول احتمال:_ کيداي شي نوازشريف غوښتل ما د يوه کال له پاره د پوځ د مشر په توګه
وساتي. په داسې حال کې چې د پوځ د رياست دوره درې کلنه وه او د يوه کال په تيريدو
سره ماته د لوى درستيز د دندې په راکولو سره ماچپ کړي.
او يوه بل جنرال (( ضياالدين)) ته ارتقا ورکول شوه چې د (٢٠٠٢) کال په ملي ټاکنو کې
مثبت رول ولوبوي.
دويم احتمال:_ لکه چې مخکې مې وويل احتمالا نوازشريف هيله درلوده له هند سره زما د
مور او پلار په رامهاجر کېدو سره زه دهغه زيات مهم لوبغاړى اوسم. خو کله چې په خپله
تير وتنه پوه شو زماد له منځه وړلو په فکر کې شو. هغه احتمالا فکر کړى وو چې زما
پرضد ګام بۀ يې پر پوځ واک زيات کړي. او د هنديانو او امريکايانو د خوښې له پاره به
يې هم يوڅه کړي وي.
دريم احتمال:_ زما تر مشرى لاندې کودتا څخه ويريده او لکه د ضياالدين غوندې ملګرو
يې د نوازشريف په مغزونو کې دا بدګماني وراچوله چې کيداي شي زه کودتاه وکړم. دې کار
ډير اندېښمن کړي وو .د همدې له پاره يې غوښتل ما تر خپل ګرت لاندې راولي.
که يې لامل همدا وي و نوازشريف سياسي ترهګرى ترسره کړه. په دې اړه مې ډير فکر کړى
دى او دې پايلې ته رسيدلى يم که يو لامل نوازشريف دې کار ته اړ ايستى وي نو هغه به
داوي چې لومړى وزير غوښتل په راتلونکو ټاکنو کې يو فرمانبرداره پوځي مشر ولري.
د ملي شورا ولسي جرګې تردې مخکې په اساسي قانون کې ١٥ ځل بدلون هم راوستى وو. چې ((
شرعي قانون)) نوميده دغه قانون دنوازشريف واک لکه د منځنيو پيړيو د بادشاهانو غوندې
قدرتمند کاو.
پاکستان د دريو اساسي قانونونو په نتيجه کې يو اسلامي جمهوري هېواد وو. خو هڅه مو
کړې ده چې دحکومتي او مذهبي چارواکو ترمنځ مو توپيروي. په اساسي قانون کې دنويو
بدلونونو(( د شرعي قانون)) د پلي کولو ټول واک د لومړي وزير سره وو. ددغه قانون
تصويبيدل يوازې د مشرانو جرګې ته پاتې وو. نوازشريف د ٢٠٠٢ کال د مشرانو جرګې د
ټاکنو په هيله وو چې ٢پر ٣ برخې څوکى پکې ترلاسه کړي چې دا ډول تشريفات په اسانى
ترسره کړي.
د پاکستان په مشرانو جرګه کې د ٤ واړو ايالتونو مساوي استازي شته . له هغه ځايه چې
د نوازشريف ګوند په ايالتي شوراګانو کې زياتې څوکى درلودې دټاکنو پايلې يې له
وړاندې روښانه وې ددغه کار په ترسره کېدو سره د مشرانوجرګې په اساسي قانون کې
بدلونونه تائيدول.
نوازشريف وړاندې په اساسي قانون کې د بدلون له پاره د خپل ګوند د پارلماني غړو په
منځ کې عقيدوي اختلافونه حل کړي وو. د ولسمشر له خوا د ملي شورا دمنحل کولو واک يې
هم غصب کړى و، يوازې هغه څه ته چې دغه غير پوځي ديکتاتور اړتيا درلوده داوه چې ((
اميرالمومينين)) شي.
ډګرجنرال ضياالدين احتمالا چې همغه کس وو چې دده په فکر کې ګرځيده چې دا کار به هم
پرې وکړي .چې نوازشريف خپل څنګ ته دراوو. او که داسې فکر وکړو چې دغه وفادار کشميرى
ضياالدين کيداى شي زما پرځاى ښه ځاى ناستى وي. ضياالدين د کارګيل د کيسې نه په ګټې
اخېستو سربيره لومړى وزير ډير ويرولى وو او ديته يې ورساوو چې زه به هغه له خپلې
څوکى ليرې کړم. د استخباراتو د مشر په توګه د هغه خبرې ډير وزن درلود.
د نوازشريف کودتا ته د پوځ تريخ غبرګون نه يوازې د پوځ بل سپکاوي ته يوځواب وو،
بلکې د پاکستان خړ سياسي،اقتصادي او ټولنيز وضعيت ته په کتو سره دا يوه اړتيا
وه.مونږ د يوه ماتې خوړلي دولت،ناکامه او حتي ترهګر هېواد د پيژندلو څنډو ته نږدې
شوي وو. اقتصادي پرمختګ مخ کښته روان وو مرکزي بآنک ته دلسو ورځو د وارداتي اسعارو
په پاتې کيدو سره ماتې خوړلې وه. وروسته له هغه چې ((١١)) مليارده سپارل شوي بانکي
حسابونه ،حساب ته رانغلل ،نوازشريف مجبور شو په خارجي اسعارو خصوصي حسابونه منجمد
کړي. ٢٠ مليارده ډالره د پراختيا په ډګر کې په تيرو يوولسو کلونو کې پانګه ونه شوې
وه .خود يوه ٣٧٠ کيلومټري سړک له جوړېدو پرته يې پايله صفر وه،فرقه يې ډاراچونه په
زياتېدو وه. سنيان او شيعه ګان په پرله پسې توګه وژل کېدل،پوليس بيخي بې روحېې شوي
وو، بي قانوني واکمنه او قانونې محکمې له مجرمينو خالي وې.
ملت هم روحيه له لاسه ورکړ وه او دهېواد د راتلونکې په اړه يې د ناهيلى نښې
ښکارولې،خلکو د پاکستاني والى وياړ او احترام له لاسه ورکړى وو،هغوى د بدلون هيله
کوله.
نوازشريف په اسا سي قانون کې په ١٥ ځل بدلون غوښتل ټول واک غصب کړى ،چې په مذهبي
واکونو ،دنيوي دکتاتور(( امير المومنين)) شي.
د وفادارى روحيه د پوځ په ټولو ادارو کې ټينګه شوه په ټيټه کچه قوماندان ته وفاداري
او احترام شته او دهغه امر بايد بې له کومې پوښتنې ومنل شي. د لوړو قوماندانانو په
منځ کې د ملت د ساتنې يا اصلي ګډې موخې په اړه د وفادارى قوي حس شته.
زه خوښ يم چې پوځ د حقيقت په وخت کې پاکستان ته د وفادارى په لوړ حس او د خلکو هيلو
ته په کتو سره هغوى ګام پورته کړ.
زه پر خپل پوځ او د پاکستانيانو په پرله پسې ملاتړ چې پرمايي باور وکړ چې دا ملت د
امن ساحل او نيکمرغى خواته رهبري کړم ،وياړ لرم.