١١ _ څپرکى
د کارګيل جګړه
په ١٩٩٩ کال کې زما د ترور له هڅو سره شايد زما د ژوند مهم وخت وي .د ١٩٩٨ کال
وروستي وختونه او د ١٩٩٩ کال بدلونونو په ژور ډول زه له سرتيرى نه د ملت د راتلونکې
رهبرۍ ته بدل کړم.
همدارنګه په دغه کال کې دوه اټومي قدرتونه جګړې ته سره نږدې شول. دا هغه وخت وو چې
پټ رازونه را لوڅ شول.
د کارګيل د جګړې کېسه د تاريخ له پاره مهمه ده چې وې وايم. دا يوازې عمليات نه وو .
ګواکې له تاکتيکي کبله د يو لړ خوځښتونو او د هغه د متقابلو خوځښتونو له پاره يوه
جګړه وه ، چې د هند او پاکستان ترمنځ د شمال په واورو پوښلو لوړو سيمو کې د کنترول
د خط دواړو غاړو ته پېښه شوه.
هند هغه ځايونه نيول چې فکر کېده زمونږ حضور پکې کمزورى دى. او له ورته غبرګون سره
به مخامخ کېده. د سياچين د نېولو لړى د هغوى له خوا د هند د دولت له امر پرته هم
همدارنګه کېسه وه . د کشمير د ازادى غوښتونکو له خوا د کارګيل د لوړو سيمو نيول
کيدل چې په ژمي کې چې د هند ځواکونو هغه سيمې خوشې کړې وې هم په دغه وخت کې پېښ شول.
د ١٩٩٨ په اکټوبر کې هند دعوه وکړه چې د اکټوبر په ١٦ او ١٨ نيټه مو د پاکستان دوه
بريدونه د (سياچين) په کنګلونو کې له ماتې سره مخامخ کړل. تر امر لاندې کارکوونکو
مې ټينګار کاوه چې اصلا داسې بريدونه ندي شوي. سره له هغه مې بياهم د شمالي سيمو د
قوماندې مشر راوغوښت چې پوه شم په سيمه کې رښتيا څه پېښ شوي. هغه هم ډاډ راکړ چې
هيڅ رسمي بريد ندى شوى او د هند د دولت رپوټونه يې درواغ وبلل او په ډاګه يې کړه چې
په تير اوړي کې هم هند ورته درواغ ويلي وو.
لږ وروسته د اکتوبر په وروستيو او د ١٩٩٨ کال د نوامبر په ٥ مې هم ورته درواغجن
رپوټونه ترلاسه کړل. وروسته پوه شوم چې کيداي شي دغه رپوټونه د کشمير د ازادى
غوښتونکو مجاهدينو په فعاليتونو پورې اړه ولري. پوهيدم چې د هند تر ولکې لاندې
کشمير نه په زرګونو مجاهدين په پاکستان کې د ازادى غوښتونکو کشميريانو سره د مرستې
له پاره د هندي ځواکونو پرضد بريدونه کوي.
د پوځي عملياتو ادارو او د پوځي اطلاعاتو د عمومي قوماندې په مرکز او د راوالپنډى د
قول اردو قوماندانى ته مې امر وکړ چې وضعه وارزوي . دا هغه وخت وو چې هنديانو د ((
بريدونو)) رپوټونه ورکول .دغه ارزونه د ډسامبر په وروستيو کې وړاندې شوه. او پوه
شوو چې د حملو شمير او تکرار له انتظاره زيات وو ، او کيداي شي هنديانو د يوې جګړې
د پيل له پاره په لاسي توګه دا کار کاوو. د هند له خوا د ((شګما)) په سيمي د
احتمالي بريد اطلاعات هم راغلي وو. ددغې سيمي نيول هغو سيمو ته لاس رسى اسانه کاوچې
مونږ د ١٩٩٨ کال د ژمي په لومړيو کې د ((کارګيل او داواس)) د لارو دپوښښ له پاره له
هغه ګټه اخېستله او په ځواب کې يې هند د (( نيلوم )) پر درې د پوښښ له پاره د
کنټرول د خط د پاکستاني خوا له پاره دڅار هڅې کولې .
د معمول په څير هنديانو ٢ ذخيره يي لواګاني د ((لي)) له سيمي نه د ((سرينګر)) د درې
په لورې په حرکت کړى. د ١٩٩٨ کال په ژمي کې نه يوازې دغه لواګاني د ((زوميلا)) په
شمال کې وساتل شوې بلکې د هند ٧٠ لوا هم د (( دراس )) په سيمه کې ځاى په ځاى شوه.
دغه ګام هند ته د پاکستان په نسبت د خپلو پوځيانو څخه د ملاتړ له پاره يو امتياز
ورکړ.
داکتاب د بېنوا .کام څخه په غلا کاپي شویدی
لوى واټن په کارګيل کې زمونږ ددفاعي سنګرونو ترمنځ وو،چې له کرښې يې هنديانو ته د
تيريدو ساده امکان په لاس ورکړى وو.
هند د ١٩٩٨ کال په وروستيو کې خاص پوځي تجهيزات سيمي ته راوړل او په ازموينويې لاس
پورې کړ . پوهيدو چې هندي ځواکونو ډير اړ او ضروري تجهيزات لوړو سيمو ته راوړل. په
ځانګړي توګه وسلې اوپه واورې کې ځغليدونکي موټر ېې هم سيمي ته راوړل. هند د کنټرول
له ليکې بهر پر پاکستان د حملې له پاره نږدې ښکاريده.
زمونږ اطلاعاتي منابع د ډاډ وړ وې حتى د (( شملا )) د تړونونو وروسته هند د کنټرول
په کرښه پوله ماته کړې وه. د (( شملاتړونونه )) د ١٩٧١ کال له جنګ وروسته وشول، او
د کنټرول کرښه يې معلومه کړه. تردې وړاندې هند مونږ د (( لاچوربآټ )) د قمر په برخه
کې او د شمالي څنډو د(( سياچين )) په سيمو کې وازمويلو. په پايله کې د ١٩٩٨ په اوړي
او مني کې د هند د دفاع وزير له خوا د کارګيل او سياچين له سيمو نه پرله پسې ليدنو
کتنو داسې ښووله چې هند د سترو يرغليزو عملياتو په لټه کې دى.
د عمومي قوماندې د کارکوونکو او د راولپنډى د قول اردو ارزونه هم د حالاتو له دغه
منطق سره سر ولګاو. مناسبه وه چې د راوالپنډى قول اردو ته دتياري اجازه شوي واى او
له شمالي سيمو نه ددفاعي مانورو پروګرام قوماندانى ته وړاندې شي. چې د کنټرول کرښې
د راننوتو د څرنګوالي مخه ونېول شي.
زمونږ د سنګرونو ترمنځ د واټن د ډکولو لپاره چې له ١٥ تر ٤٥ کيلومټره پورې ووپلان
ونېول شو او د ١٩٩٩ کاله په جنورى کې رسما ومنل شوه.
وروسته وپتيل شوه چې د راوالپنډى قول اردو او د سيمې ځواکونه هغه عملي کولو ته
وړاندې کړي. عمليات بايد د کومو ځواکونو پر غاړه اېښول شوي واى او امنيت هم مهم وو.
وړوکي اطلاعاتي درز کولى شو د سنګرونو د نېولو سخته سيالي لکه د سياچين په څير
رامنځته کړي. بيا په همدې حالاتو کې د هندي خوا ځمکه او منابع ښه وو. زمونږ معلومات
(( د پوهيدو له پاره د کسانو د اړتيا)) پر اساس ساتل کيده.
د دوهمې درجې ځواکونه د قول اردو تر قوماندې لاندې چې د (( شمالي څراغ د پياده
سرتيرو )) په نوم نومول شوې وه او د سيمي له خلکو جوړه وه ،بايد د لومړى کرښې
سنګرونه يې نيولي واى.
ځواکونو ځانګړى دستور ترلاسه کړى وو چې د ((اب پخشان )) سيمي ته چې د کنټرول پر
کرښه پورت دى نږدې شي. زما مانورې له کوم عيب پرته ترسره شوې. چې له تاکتيکي پلوه
زمونږ مسلکي توب يې وښود . د اپريل ترپايه د کنټرول په کرښه شاوخوا ١٢٠ کيلومټره
سيمه د ١٠ تر ٢٠ نفري سلو پوستو يا مرکزونو باندې ډکه او مصونه شوه.
مونږ د مخ په وړاندې تلونکو ځواکونو او په لوړو سيمو کې د سيمو په نيولو، او داچې
پاکستاني ازادى غوښتونکو څه دنده درلوده،ترې خبر وو. وروسته د اب پخشان لوړو څوکو
ته زمونږ د ځواکونو په رسيدو سره، او د ١٩٩٠ کال د مارچ وروسته د کشميري ازادي
غوښتونکو له ټولو حرکتونو خبريدم. چې د مئ په ٧ د هغوى له ټولو سيمو او سنګرونو نه
مکمل توضيحات راکول شو.
هنديان د کنټرول پر کرښه زمونږ له نويو لاسته راوړنو بې خبره وو ږ لومړى مخامختيا د
دواړو ځواکونو ترمنځ د مئ په دوهمه هغه وخت وشوه چې هندي ځواکونو د (( شوک )) په
سيمه کې زمونږ پر سنګرونو بريد وکړ.
د هغوى دوهم ټکر د ازادى غوښتونکو جنګياليو سره د (( تبآليک )) په سيمه کې د مئ په
٧ نيټه وه. هنديانو درانه تلفات وليدل، خو کله چې د ١٩٩٩ کال د مئ په ١٠ دهند
ځواکونو او د ازادى غوښتونکو ترمنځ بله جګړه وشوه . دهندي ځواکونو په عمومي
قوماندانۍ کې د هند د خطر زنګ ووهل شو. هند د خپل هوايي ځواک په ښورولو سره د
غبرګون له پاره له اندازې زيا ته دغبرګون اړتيا وښوله.
د هندي الوتکو يرغل پيل شو. چې د ازادى غوښتونکو د نفوذ سيمي وپيژني. سره لدې چې د
هند دهوايي ځواک بريد د ازادى غوښتونکو په سنګرونو پورې محدود نشو بلکې هندي پوځيان
تر هغه وړاندې ولاړل او د پاکتسان دپوځ سنګرونه يې بمبار کړل چې لدې برکته پاکستاني
پوځ د هند دوه جيټ الوتکې او يوه چورلکه د پاکستان په هوايي قلمرو کې رانسکورې کړې.
کله چې د (( زوجيلا )) تنګى يا پل د پوځي موټرو پرمخ پرانستل شو،د هنديانو حرکت پيل
شو. زمونږ ځواکونو او ازادى غوښتونکو جنګياليو د هندي موټرونو کاروان ته دروند زيان
واړاوه .او هغوى مو د شپې په تياره کې تګ ته مجبور کړل. هنديانو ٤ رسمې فرقې سيمې
ته راوستې. او د توپچي دستګاوې يې هم په سيمه کې ځاى په ځاى کړې. هغوى حتى د خپلو
يرغليزو ځواکونو توپچي قطعه هم سيمي ته راوسته. دازادى غوښتونکو په وړاندې سخت جنګ
پيل شو. هندوانو همدارنګه له کرښې ديخوا او له هوانه زمونږ په ځواکونو د حملې له
پاره هيڅ ونکړل.
د مئ په ١٥ مې د عمومي قوماندې مرکز ته امر وکړ چې د ازادى غوښتونکو سره په همغږۍ
زمونږ دفاعي مورچې تقويه کړي .چې د اب پخشان په سيمه کې د هندي ځواکونو د راننوتو
مخه ونېول شي. تردې وخته ازادۍ غوښتونکو تر ٨٠٠ کيلومټر مربع زياته اشغالي سيمه له
هند نه ونېوله . (٤٠٠ کيلومټر مربع سيمه په (( موشکو )) ١٠٠ کيلومټر مربع سيمه په
(( دراس )) ٥٠ کيلومټر مربع سيمه په ((کک سار )) ٢٠٠ کيلومټر مربع سيمه په ((
بتاليک )) او ٦٠ کيلومټر مربع سيمه د (( شيوک )) په سيمه کې د هندي ځواکونو له واکه
ووتله.
زمونږ سيمه ييز قوماندانان د هغوى په سخت ملاتړ بوخت و. په ځانګړي توګه دهندي
ځواکونو عمليات مخ په زياتيدو وو. مونږ غوښتل هغو سيمو ته ورشو چې ازادى غوښتونکو
نيولي وو. په پوله کې مو د تالاشۍ پوستې جوړې کړې. چې په سترګو اوغوږونو سره کار
وکړو. او تهاجمي عمليات مو هم پيل کړل.
زمونږ د ځوانانو مطلقه قرباني ،زوړورتيا او استحکام به په هغه نامهربانه جنګ کې چې
په ډيرو لوړو سيمو کې د سترو هندي ډلو پر ضدوه په زرينو ليکو په تاريخ کې ثبت شي. د
هنديانو خوځښتونه د مئ په پوره مياشت کې روان وو.
کله چې هند ونه توانيد پاکستاني ځواکونه چې لوړې څوکې يې نېولې وې له خپلو سنګرونو
په شا کړي، هندي ځواکونو پراخ عمليات پيل کړل. د يوې لوا په اندازه بريدونه پيل شول
. ترڅو هغه پوستې چې زمونږ کمو سرتيرو له اتو تر لسو کسانو پورې نېولې وې ،لاندې
کړې. د جون تر نيمايي پورې دغو بريدونو چندانې لاس ته راوړنه ، نه درلوده . خو سره
له هغه هم هندي خبري رسنيو خپله بريا لويه وښوله.
زمونږ خواته د پاکستان سياسي رهبرى د دولتمدارى مطلقه بي کفايتي نندارې ته وړاندې
کړه . او د ملي صف جوړولو په برخه کې يې هيڅ پروګرام ترسره نکړ.
د دواړو هېوادونو سياسي مشرانو د جنګ له پاره اشتها نه درلوده ، خوهندي لوري جدي
کار وکړ. چې پاکستان په نړيواله کچه منزوي کړي. نړيوال فشار پر نوازشريف ناوړه اغيز
واچاوو.
خو په همدې حال کې د دواړو خواوو ترمنځ خوځښتونو دوام وکړ. د جون په منځ کې د
راوالپنډى د قول اردو قوماندانى اجازه ترلاسه کړه چې يو شمير ځواکونه د شمال جنګ
ځپلې سيمي ته وليږدوي . د جون تر وروستيو دغه ځواکونه غرنيو سيمو ته ورسيدل . سره
لدې چې دغو کسانو د جنګ په څو پاتې ورځو کې کم رول ترسره کړ ،خو د اب پخشان په سيمه
کې د پاکستاني مورچو په ټينګولو کې يې مهم رول ولوباوو،هغه مورچې او سيمې چې د جون
په ٤ زمونږ ځواکونو ونېولې ډېرې مهمې وې.
که يوازې له نظامي اړخه دا وارزوو د کارګيل عمليات د پاکستان د پوځ په تاريخ کې
ځانګړى تحول دى. يوازې ٥ پاکستاني کنډکونه د ازادى غوښتونکو جنګياليو له يو شمير
ډلو سره په دې وتوانيد چې هند مجبوره کړي د يرغلګرې قطعې پر ډيرو توپونو سربيره ٥٠
فرقې راوخوځوي.
هنديان همدارنګه مجبور شول خپل ټول ملي توازن له هغې ډلې نه خپل هوايي ځواک هم
پورته کړي.
زموږ ملت دخپلو ځواکونو په مشرانو وياړ کاوو ځکه دهغوى ژمنتيا او ټيڼوالى ما دلومړى
کرښې څخه په پرله پسې ليدنو کې ولېد . زموږ دځواکونو ډېر و افسرانو دشمالي سيمو د
غرونو په لوړو غرونو په واورو پوښلو څوکو کې ژوند ته پاى ورکړ . دابه گناه وي که د
(( شمالي څراغ )) د پياده قطعې د ټولو د زړورتيا يادونه ونکړم. وروسته مې دغه ټولى
هغوى ته د جائزې په توگه د پاکستان د منظم پوځ يوه برخه جوړه کړه . هغوى اوس د
مبارزې د ملکې ) د پياده قطعې په نوم په پوځ کې شته .
.........................................
د جولاى په ٤ د لومړي وزير نواز شريف او د امريکاد پخواني ولسمشر بېل کلنټن ترمنځ
له خبرو وروسته اوربند وشو.د اوربند لپاره نړېوال فشارونه هم زيات وو . بيل کلنټون
ېوازېني سياستوال وو چې پر هند او پاکستان دواړو يې نفوذ درلود . خو حقېقت داوو چې
هېڅ خبرې نه وې شوې . نواز شريف له کوم قېد او شرط پرته په شاټ ته غاړه کېښوده . له
وضيعت نه ناوړه اڼېرنې وضېعت نور هم خراب کړ. هند خپل ناچېزه لاس ته راوړنې ډېرې
لوړې وښولې او خند ونکي نمونه يې د ( زړورتيا د لوړې جاېزې د ويشلو او هغه سرتېري
ته دورکړې اعلام چې د جړې په کرښه کې وژل شوي وو) . وروسته معلومه شوه چې دا کس د
پاکستان سره ژوندى وو . په شرم سره بايد ووايوچې زموږ سياسي مشرى داسې اشارې ورکړې
چې زموږ د ځواکونو لاس ته راوړنې د خندا سره برابرې دي . او ځېنو د پاکستان پوځ
بېکاره پوځ وباله .
د پوځ دمشر په توگه مې ځان په سخت حالت کې وليد. غوښتل مې پوځې وضيت تشريح کړم او د
خپلو برياوو وضاحت وکړم. او دېته اشاره وکړم چې ددې موضوع سره سياسي چلند څومره
مايوسي رامنځ ته کړې. خو دا سياسي مشرانو ته د بې وفايي په توگه ښکاريده او په
وړاندې يې ممکن داسې کار کړى واى چې دولتي نظام بې توله شوي واى . او که يې اجازه
پېدا کړى واى او اوضاع يې خرابه تعبير کړى واى، دابه هم زما دقومندانانو او ځواکونو
سره د بې وفا يي برابر وو . داسې وخت راغى چې يوشمېردغو غلطو اڼېرنو او کېسو ته
ځواب ورکړم او رښتېا وواېم .
ېوه تشه افسانه داوه چې پوځ د سياسي مشرانو له خبرتيا آوډاډ پرته عمليات وکړل. دغه
ناوړه اڼېرنه ستره بدبختي ده . ځکه هيڅ شي پټ نه پاتې کيږي . او ل په خپله خوښه هيڅ
عمليات نه وو شوي ،او دکنترول پر کرښه په خالي سيمو کې د مورچو دجوړولو لپاره
خوځښتونه دهېڅ تړون سره په ټکر کې نه وو، او د سيمه ييزو قومندانانو تر ښې څارنې
لاندې وو. دکنترول پر کرښه ددفاعي مورچوپه جوړولود قول اردوگانو په کچه او د پوځ د
قومندې په مرکز کې سلا شوې وه . پوځ د جنورى په ٢٩ په ( سکاردو) او د فبرورى په ٥ �
١٩٩٩ کې په ( کيل ) کې لومړي وزير ته د حالاتو په اړه معلومات ورکړل . په دغو
معلوماتو کې نوازشريف ته زموږ ددفاعي مانور په اړه هم معلومات شامل وو . ورپسې بل
ځل د مارچ په١٢ لومړي وزير ته د ( اى اس اى) يا د پاکستان د اسخبارتو په اداره کې د
ټولو پروگرامونو په اړه معلومات ورکول شو.
په دغو څرگندونو کې د کرښي او کشمېر دوضيعت پوره جاج وړاندې شو.
بله تشه افسانه داده چې ويل يې پوځي حالات په سيمه کې له خطرې ډک وو او لومړي وزير
په بېړې سره واشڼټن ته ولاړ چې له دې (( دامه )) پوځ را وباسي .
دا بې خبرتيا ښکرور دروغ دي . هندي ځواکونو د خپلو ٢ مياشتنيو عملياتو په ترڅ کې
ونشو کولاى ( د اب پخشان ) په سيمه کې زموږ دفاعي کرښو ته نژدې شي . هنديانو يوازې
څو امنيتي پوستې له ٥ څخه په دريو سيمو کې ونيولي .
ماپخپله د جولاى په ٢ -١٩٩٩ کې د کابېنې دفاعي کميټې ته مفصل معلومات ورکړل . ما د
دښمن ټولې احتمالي فرضيي د هوا، سمندر او ځمکې له لارې په پام کې نيولي وې . او دې
پاېلې ته رسېدلى وم . چې:
-هنديان په داسې موقېعت کې وو چې له هوا ، ځمکې او سيند نه برابر بريد تر سره کړي .
- د استراتېژېک برلاسى له کبله په دغه تېار جڼ کې پاکستان په ښه ځاى کې وو.ځکه چې
دهند ډېر ځواکونه په هند کې گير وو او ددوى د ځواکونو په منځ کې يې گډوډې رامنځ ته
کړې وه .
- سره دزېات قوته هندي ځواکونو ونشو کولاى چې ازادي غوښتونکي جڼيالي له نېول شويو
سيمو بېرته په شا کړي .
د توضيحاتو په ترڅ کې څو ځلې لومړي وزير وپوښتل چې اېا پاکستاني ځواکونه اوربند او
په شاټ ومني ؟
هر ځل به زما ځواب په پوځي ښې هېله مندى ولاړ وو. او سياسي تصميمونه مو هغوى ته
پرېښي وو. هغه غوښت زما په اوږو ټوپک کېږدي او ډزې وکړي . خو زه پر داسې حال کې نه
ووم چې د اکار ومنم . دهغه دکابېنې وزېر راجه ظفرالحق چې د ښاغلي شريف کلک ملاتړى
وو هم له اوربند او په شاټ سره مخالف وو.
د وخت د کورنېو چارو وزېر چوهدري شجاعت حسين چې امرېکا ته يې د شريف په سفرکې ستر
سياسي رول درلود وويل هغه څه مو چې ترسره کړي ښه دي. کارگيل زموږ گډه هڅه او مسولېت
دي . دا حقېقت د نواز شريف په مغزو ښه ونه لېد، او په بې خبره توگه يې مقاومت کاوو
او ويل به يې چې وروسته به يې تر سره کړو .هغه څه چې هېڅکله يې بېا وخت رانغلو .
غونډه له کومې پايلې پرته پاى ته ورسېده . تصميم ونيول شو چې د جولاى په ٥ � ١٩٩٩
بله ناسته ولرو . تر څو په دې اړه وروستي پريکړه وکړو . داونۍ په پاى کې له خپلې
ټولې کورنۍ سره د (( موريي )) غونډيو ته د تفريح لپاره ولاړو .
د جولاى په دريمه د شنبې دشپې په ٩ بجو لومړي وزيرراته زڼ وواهه او راته يې وويل چې
واشڼټن ته تلونکى دى هېڅ باور مې ونشو. او په هوايي ډگر کې يې د لېدو غوښتنه وکړه .
تقرېبا نيمه شپه ور ورسېد م بېا يې رانه وپوښتل چې ايا اوربند او په شاټ ومنو ؟ او
زه ما ځواب هم همغه وو . پوځي حالات زموږ په گټه دي او سياسي پريکړه ستاسو په لاس
کې ده .هغه ولاړ او اوربند يې وکړ . او تر اوسه راته گوڼه ده چې ولې دومره بېړنى
وو.
درېمه تشه افسانه داده چې پوځي مشرانو معلومات نه درلودل او حتى لوړ پوځي مشران
زموږ له مانور نه بې خبره وو.
ټول پوځي کارپوهان پوهېږي چې په يوه سيمه کې ددفاع لپاره نېول شوي تصمېم سم وو . د
راولپنډى د قول اردو ټول قومندان او د پوځ دقومندې په مرکزکې اړوند افسران د
عملياتو له بهير نه خبروو. ټول قومندانان دهند له ځواب نه سمدلاسه وروسته خبر شول .
څلورمه تشه افسانه داده چې موږ د هستوي جړې په پوله ولاړ وو. زموږ دقرار دادي
ځواکونو يو کم شمېر سېمې ته نه لېږدول شوي . خو سره له هغه هم د کرښې دماتېدو خطر
کم وو. په ډاډ سره وېلاى شم چې په ١٩٩٩ کې چې زموږ هستوي وړتېا لا نه وه فعاله .
يوازې د ا ازمونکي بم چوول په دې معنى نه وو چې موږ په هستوي وسلو سمبال ځواک لرو
او ترې گټه اخيستلاى شو .
پنځمه تشه افسانه داده چې واېې د پاکستان پوځ ته درانه تلفات واوښتل .
د کارگيل جڼ له هند سره د پخوانېو جړو په پرتله اوږد او سخت وو .هند سېمې ته له
لېرې سيمو نه زېات پياده ځواکونه او د توپچي تجهېزات راوستي وو . غرونو پر دفاع
کونکو رحم وکړ. په خپله هندېانو دا ومنله چې ٦٠٠ تنه يې ووژل شو. او ١٥٠٠ تنه نوريې
ټپيان شول . خو زموږ معلومات وايي چې ددې دوه برابره تلفات هند ته واوښتل . د هندېا
نو تابوتونه حتي کم شوي وو . هغوى دومره نه فرض کړې . په سيمه کې زموږ کم نفره او
کم ټوپکه ځواک په زړورتېا سره جړه وگټله . او دهند تلفات زموږ د زړورتېا نښه ده .
د کارگيل جړه د ېوه تاکتېکي مانور څخه په محدودوخواوو کې پيل خو ستراتېژېکې اغېزې
يې پريښوې . د پاکستان د ځاڼړو قومندانانو په ښو پلانونو سره دهند پلان شوي يرغل
خاورې شو. هند يوڅه وړاندې راغى . خو په ځواکونو کې يې گډوډي راغله . په ځاڼړي توگه
په کارگېل او په لوېه کې په ټول کشمېر کې د هند پوځي تېر وتنې ددې لامل شوې چې هند
له پولې خپل هوايي او ځمکني ځواکونه په متوازن ډول لېرې کړي . دغه کار دهند دتيا ر
جڼ احتمال ليري کړ.
د کارگيل جڼ په لوړو سېمو کې د ټولو عملياتو په فکر کې بدلون راوست . او دهند ټول
خيالات غلط تابت شول .
په ډاډ سره وېلاى شم هر هغه څه چې تر اوسه د کشمېر دمسلې د حل لپاره شوي د کارگېل
دجڼ سره نېغې اړېکې لري .