مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

12 څپرکى



د الوتکې د ترور کولو ننداره .

پاکستان ته په الوتکه کې :

پوځي منشي ند يم تاج په ارامه لهجه راته وويل : ښاغليه تاسو پيلوټ خپلې خونې ته غواړي . په چرتونو کې غرق وم خو د نديم په بېړه خبرو کولو ټکان راکړ.ما وويل سمه ده . لکه چې پيلوټ زه د الوتکې د ناستې دنندارې لپاره خپلې خونې ته غوښتى يم . خو وروسته پوه شوم چې د تقدېر له ازموينې سره مخامخ شوى يم .
د سريلانکا له پلازمېنې کولمبو نه په يوه سوداگرېزې ا لوتنې کې چې ٢٤٠٠ متره ارتفاع مو درلوده د کراچى هوايي ډگر ته راتلو. د (( کمربندونه مو وتړى، او سگرېټ مه څښوی )) علامې روښانه شوې وې . د ښار رڼا څراغونه مې له پاسه ليدل .په کولمبو کې سختو طوفانونو او بارانونو د هوايي ډگر ځغاست ليکه وينځلې وه . او زموږ الوتنه دوروسته کېدو سره مخا مخ وه.چې زموږ الوتنه ٤٥ دقېقې وروسته هم شوه . په هوايي ډگر کې د مسافرولخوا په پلورنځيو کې د جامو اخيستلو الوتنه نوره هم وځنډوله . خو وروسته معلومه شوه چې دا وروسته والى راتلونکي ته په کتو سره شوى وو .
زه هم نه پوهېدم چې دا الوتنه به دومره پېښې رامنځ ته کړې .او نه پوهېدم چې په کراچى کې دکوزيدو پر وخت به داسې پېښه وشي ، چې نه يوازې زما، بلکې دد ې هېواد راتلونکى ته به بدلون ورکړي .
د ١٩٩٩ کال د اکټوبر په ١٩ د مازدېکر له شپږوبجو ٤٥ دقيقې تېرې وې . الوتنه په ( پي که ٨٠٥ ) اېربس الوتکې کې وه . په ١٩٨ سپرليو کې ډېر د ښونځيو زدکونکي وو. چې په لسو دقېقو کې پورته کېدو ته برابر شو .
د الوتکې تر پور ته کېدو او د ډوډى تر خوړو وروسته يو شمېر ماشومان زما خواته راغلل. او زما د لاسليک غوښتنه يې وکړه او څو عکسونه يې راسره واخيستل . تل دماشومانو د لېدلو څخه خوند اخلم.ځکه چې نوېې نظريې لري او هرڅه ته په نوې انداز سره گوري .لږ وروسته د الوتکې څراغونه بند شول .او کراري شوه. صهبا زما په خواکې پنجرې ته نژدې ناسته وه .د الوتکې د پنجرې پرده يې پورته کړه . زه په خپلو فکرونو کې غرق وم . د الوتکې په کابين کې وضعه عادي او ارامه وه .
پوځي منشي مې دا ځل په لږ څه ډېر اصرار سره وويل ښاغليه پيلوټ تاسوخپلې خونې ته غوښتي ياست . يقينا کوم غېر عادي کار پيښ شوى . منشي مې د الوتکې مخې خواته گوښه کړم او راته يې وويل چې پيلوټ ورته ويلي ، زموږ د سپرلى الوتکې ته د پاکستان په هوايي ډگرونو کې د کوزېدو اجازه نشته . او د پا کستان له هوانه د ژر وتلو امر ورته شوى . په الوتکه کې ېوازې د يوه ساعت او لسو دقېقو تيل پاته وو .

هېڅ باور مې نه کېده چې داسې څه واورم .د الوتکې ميلمه پال ته مې ووېل چې ژر د پيلوټ خونه بنده او پردې يې کش کړي او چاته اجازه ورنکړي چې دې خونې ته را دننه شي . ځکه چې مسافر له پيښې خبر نشي او ونه ډار شي . پوځي منشي او ځاڼړي ياور مې راته وويل د کراچى د قول اردو له مشر سره يې په دريو بيلا بيلو گرځنده يا مبايل ټيليفونونو داړيکو د نيولو هڅه کړي، چې د وضيعت پوښتنه ځنې وکړي ، خو نه دي بريالي شوي . هغوى همدارڼه د پاکستان د هواى چلند د ځمکنى مخابرې له لارې د اړيکو دنيولو هڅه کړې وه ، خو بريالۍ شوى نه وو.
١٥ دقېقې تيل مصرف شوي وو .کله چې د پيلوټ خونې ته وردننه شوم د الوتکې له کپټان نه مې دوضېعت وپوښته وکړه . ماته يې وويل دهوايي ټرافيک دکنتروله ورته د الوتکې دنه کېناستلو لامل نه دى ويل شوي . خو په ټيڼار سره يې ورته ويلي چې د پاکستان له هوانه دې ووځي . هغه وويل (ښاغلى هره پريکړه چې شوې فکر کوم ستاسو په اړه ده .) پيلوټ ته د پاکستان د غېر نظامي حکومتونو او پوځيانو ترمنځ دتاوتريخوالي تاريخ په ياد وو .
د کپټان خبرو پر ما اغېز وکړ. پوه شوم چې رښتيا وايي . خو ولې يوې سوداگريزې الوتکې ته په پاکستاني هوايي ډگرونو کې د ناستې اجازه نه ورکوي ؟ فقط دومره مې احساس کړه چې لومړي وزير نواز شريف زما په وړاندې کوم گام اوچت کړي دي. هر څو ک چې ددې پېښې تر شا وو د ډېرو بې گناه کسانو ژوند يې په خطر کې اچاو.
پيلوټ چې په غږ کې يې مايوسي ښکاريده راته وويل، د ېوه ساعت تيل لرو . کمو تيلو ته په کتو سره مې ورته وويل يو ځل بيا د هوايي ټرافيک د کنترول له ادارې نه وپوښتې چې ولې موږ ته د ناستې اجازه نه نشته ؟
اړيکه يې ونيوله او له ٤ پنځو دقيقو وروسته چې موږ دکراچى په فضا کې وو راته راغى ،او راته يې وويل چې ورته وويل شو ٢١فوټه لوړدې الوتنه وکړي او د پاکستان نه دې ووځي .او بل چېرته دې کوز شي .يو ځل بيا دغې ادارې دلامل ځواب ورنکړ . دا ورته مهمه نه وو چې موږ چېرته تلو. وړاندېز وشو چې پيلوټ دې له خپل شرکت( پي اى اې ) نه لارښونه وغواړي . سپکونکې وه د ( پي اى اې) ادارې څه کولاى شواى . د هواي ټرافيک کنټرول وړاندېز کړى وو ،چې د هند ممبئي ، دعمان مسقط ،دمتحده عرب اماراتو ابو ظبى او يا د اېران په بندر عباس کې ښکته شو. پيلوټ ته يې ويلي وو چې د پاکستان ټول هوايي ډگرونه دوى کوزېدو ته نه پرېږدي .
هرڅه له فساده ډک ښکاريدل . کمو تيلو ته په پام سره له هند پرته بل انتخاب نه معلومېده. په دې کار سره يې خپل سخت دښمن ته په لاس ورکولو. هغه دښمن ته چې درې سختې جړې مو ورسره کړي دي. هيڅ باور مو نه کاوو چې پا کستاني چارواکي د ې د خپل ملي هوايي شرکت الوتکې ته چې ددغه هېواد دپوځ مشر پکې سپور دى دا ډول امر وکړي .د هواي ټرافيک ادارې د لوړپوړو چارواکو له امر پرته ددې ډول خاينانه لارښونې جرات نه درلوده . ما خپل پوځ پيژانده او دداسې ياغيتوب فکر مې يې نه کاو.که هرڅه شوي واى خو هند ته يې د خپل پوځ دمشر د تسليمولو کار نه کاو. نوفکرمې وکړ چې په دې کار کې دغېر پوځي حکومتي کسانو لاس دى .له لومړي وزير پرته هېڅوک داسې قوي امر نشي ورکولاى . د پوځ د مشر گوښه کول يوه موضوع ده . اود الوتکې تښتول او هند ته د پوځ دمشر تسليمول دا بله شيطاني خبره وه .خو نواز شريف په دې نه پوهېده چې داکودتا به يې هند ته ستره برېا ورپه برخه کړي . څو مره شرمونکي ده چې د يوه ملک لومړى وزير دخپل هېواد دپوځ مشر دښمن ته په لاس ورکړي . پاکستانيان دا ستر خيانت بولي .
اوس پوه شوم چې د نواز شريف په دسټا کې گير يم . له پيلوټه مې وپوښتل {چېرته تللاى شو؟} ويې ويل د هند حيدراباد او ياعمان ته. خو ټيڼاريې وکړ چې ژر پريکړه وکړم.
ځکه چې تيل کم دي. په عصباني ډول مې ووېل که مړوشم نوهند ته به لاړشى. د پيلوټ په خونه کې تريخوالى زيا تېده . خو ما ځان ارام نېولى وو .د پوځي خدمت پر وخت مې د يوه کومانډو په تمرينونو کې زدکړي وو چې په بحراني حالاتو کې څه ډول پر ويرې بريالى شم . دمرگ په اړه مې نظر دادى چې که وخت پوره وي سړى نه پاته کيږي) . که په بيړنيو حالاتو کې سم فکر ونشي وضعه خرابيږي.
ومې وېل: غواړم پوه شم چې ولې موږ ته دناستې اجا زه نشته ؟ دا يوه سوداگرېزه الوتنه ده . ولې نه پريښول کيږي ؟
پيلوټ مې پوښتنه د کنټرول خونې ته ولېږدوله څلور پنځه کړونکې دقېقې نورې هم تېرې شوې . راته يې وويل چې ا جازه نه ورکوى او نه پوهيږو ولې .
زموږ د پيلوټ پوښتنه د هوايي کنټرول له ادارې د هوايي چلند عمومي مشرته لېږدول کېده. وروسته به دغه چارواکي زموږ پيغام خپل ريس ته رساوو. هغه به د لومړي وزير پوځي منشي ته په اسلام اباد کې ټيليفون کاو، بيا به منشي لومړي وزير ته خبره کوله ، او دهغه ځواب به يې غوښت . پيغام به له پيلوټ نه تر لومړي وزيره پورې ٦ کسانو ته لېږدول کېده . که ما وشمېرى ٧ نفره کيږي .
د نواز شرېف پڅ ځواب ته په کتو سره داسې ښکارېده چې د هرځواب پر سر له څو کسانو سره بحث او سلا مشوره کوي .ډېره خطر ناکه لوبه وه . دغې ځورونکې لړى ارزښتمن تيل او وخت مصرفاوو . او ل ځل وو چې په ځمکه کې ناست کس په هواکې الوتکه ترور کوي ، هغه هم کوم عادي کس نه ، بلکې لومړى وزير چې دخپلو هېوادوالو د ځانونود ساتنې قسم يې ياد کړى دى .
د پوښتنې د انتظار په هېله الوتکه ٦٤٠٠ متره لوړه شوه. کله چې پورته کېده په غوږونو کې مې داخبره تاويده راتاوېده چې (( د پاکستان په هېڅ ځاى کې ناسته نشى کولاى، بايد ژر له پاکستانه ووځى )) باور مې نه کاو. غوښتل يې ټول زما لپاره ووژني .
په همدې حال کې د الوتکې کپټان نور خبرونه راته راوړل .الوتکې په ٦٢٠٠ متره ارتفاع سره دومره تيل مصرف کړي چې بهرته د تلو لپاره کافي تيل نشته . تا و تريخوالى نور هم زيات شو.
يوازينى لاره داوه چې په هرځاى کې وي الوتکه کوزه کړو. دوروستى خبرې په توگه مې پيلوټ ته وويل د هوايى ټرافيک کنټرول ته وواېه چې بهرته د تلو تيل نشته . بېرته مې ژر له لږ فکر وروسته ورته وويل نه له دې لعنتي معاملې نه تېر شه . د کراچى په هوايي ډگر کوز شه . په الوتکه کې تر ٢٠٠ کسانو زيات سپاره دې که وغواړي که ونه غواړي په کراچې کې کوزيږو. د هوايي ټرافيک کنټرول هېڅ ونه ښورېده . کنترول کونکى چې په غږ کې يې له لړزېدا پرته څه نه وو، زموږ پيلوټ ته يې وويل چې په پاکستان کې هېڅ هوايي ډگر څراغونه نه لري او دکراچى هواى ډگريې بند کړى دى .
پيلوټ راته وويل په کراچې کې نا سته نه کېږي .
ځکه چې ټکر کوو . په دغه خونه کې وضيعت ويرونکى وو. خو ما خپل عزم له لاسه ورنکړ.داسې کا رمې نه کاو چې پيلوټ يا يي مرستېالان د الوتکې کنترول له لاسه ورکړي . دغو ټولو کسانو د دکړکيچ په ټول وخت کې ښه مسلکي چلند وکړ.
پيلوټ ته مې ووېل دکنټرول ادارې ته وواېه چې نشو کولاى له پاکستا نه ووځو . ځکه چې کافي تيل نه لرو. او پريږدى چې په کراچى کې راکوز شو.
لږ وروسته او مخکې له هغه چې زموږ بخت وتړل شي ويي ويل ،کولاى شو د کراچى په ١٦٠ کيلومترى کې د نوابشا په نېمه ښاري هوايي ډگر کې ښکته شو .ومې پوښتل { تيل لرى چې هلته ورسېږو؟}
پيلوټ وويل همدومره به پاتې وي ښاغلى .
_ ډېر ښه ،ورځه نوابشاه ته .
د ماښام اوه نيمې بجې وې او نوابشا ته وخوځېدو . نېمه لاره مو وهلې وه او د پيلوټ خونې ته د ورننوتو څخه مې ٤٥ دقېقې تيرې وې ، چې د الوتکې راډېو ټق اوټوق پيل کړ. ناببره غږ، زموږ پيلوټ ته وويل چې کراچى ته راوگرځۍ او هلته کوزشى . زموږ پيلوټ ډاډه نه وو چې په پا تې تېلو به بېرته کراچۍ ته ورسيږو که نه؟ خپل تيل يې د حساب په ماشين معلومول ، او اندېښنه يې درلوده چې حساب سم وکړي . هېڅوک دنظر ددغه بدلون په اړه ډاډه نه وو.
چا داسې امر وکړ چې موږدې په کراچۍ کې کوز شو؟
په دې ورستى وخت کې دا زړه سوى له کومه شو ؟
خطر په ځمکه کې وو � خو په کوم ځاى کې ؟
په همدې وخت کې په فکرونو کې غرقوم او پيلوټ تېل حسابول. تورن جنرال مالک افتخار علي خان په کراچۍ کې د يوې پوځي فرقې قومندان له الوتکې سره اړېکه ونېوله او پيلو ټ ته يې وويل ريس صاحب ته وواېه چې بېرته راوگرځي . په کراچۍ کې کښېنې . هرڅه اوس سم دي .لاهم بد گومانه وم او په خپله مې له افتخار سره خبرې وکړې . دامې بايد ېقېني کړې واېي چې په خپله افتخار دي که بل څوک . او همدارڼه مې غوښتل پوه شم چې هغه يې له ماسره خبروته مجبوره کړى اوکه په خپله خوښه خبري کوي ،لومړۍ ځل وو چې د الوتکې د راډېو له لارې کې له ېوه کس سره مې خبرې وکړې .
ومې پوښتل د قول اردو مشر چېرته دى ؟
- ښاغلى د قول اردو قومندان د مهمو کسانو د انتظار په خونه کې دى . او زه د هوايي ټرافېک دکنټرول په دفتر کې ېم .
- مساله څه ده؟
- ښاغلى باور لرم چې نه پوهېږى، مسله داده چې تقريبا دوه ساعته مخکې ستاسو گوښه کېدل اعلام شول او ډگر جنرال ضياالدين بټ د پوځ مشر وټاکل شو. هڅه کېده چې ستاسو الوتکه ورکه کړي چې دلته کښېنه ني. خو اوس واک د پوځ په لاس کې دى . او د هوايي ډگر واک هم له موږ سره دى ، بېرته راوگرځى نور معلومات به وروسته درکړم.
غوښتل مې چې موضوع نوره هم يقيني کړم .
ومې پوښتل : زما د سپيو نومونه اخيستلاى شي ؟
پوهېدم که افتخار وي او بې له زوره دا کار کوي نو وبه وايي. هغه بې له شکه وويل(( ډاټ آو باډي )) ښاغلى . او د تاوتريخوالي سره سره مې دهغه په خبرو کې موسکا حس کړه . ومې وېل مننه افتخار . محمود او عزيز ته وواېه چې هېڅوک له هېواده بهر نشي . محمود احمد د راولپنډى د لسمې قول اردو قومنداناو ، محمد عزېزخان د دمرکزې قول اردو قومندان او دواړه ډگر جنرالان وو.
پيلوټ ته ورغلم او دتېلو پوښتنه مې وکړه کولاى شو کراچۍ ته بېرته ورسېږو
- هغه ووېل د لارې په منځ کي يو، دومره کيداى شي چې ېوازې کراچۍ ته ورسيږو .خو ښاغلي بايد ژر تصميم ونيسى که په لاره کې کوم خنډ وي کيداى شي د پيښې ښکار شو.
- ما وويل نوراځى بېرته کراچۍ ته وگرځو .
اوس نو هرڅه سم وو . بېرته خپلې څوکۍ ته ورغلم او صهبا مې د اندېښنې په حالت کې ارامه ولېده . هغې وروسته راته وويل چې د پيلوټ څېره الوتې وه . ځاڼړي ياور راته د سگريټ وړاندېز وکړ او ما ترې واخېست. صهبا پوه شوه چې کومه ستونزه پېدا شوې .
ځکه د هغه فلم خلاف چې وروسته د ېوې تلويزوني چينل لخوا په ټوله نړى کې خپور شواو زه يې ښکارولم چې سگريټ مې په شونډه او تفا ڼچه مې په لاس کې ده . زه معمولاسگريټ نه څښوم او پوهېدم چې ناست ځاى د سگريټ نه دى . نو دهمدې لپاره مې د مخامخ خواته بلې څوکۍ له ناستې ښځې وپوښتل چې له دې کار نه خوبه نه په تڼه کيږي . وروسته معلومه شوه چې هغه په کراچى کې د صرف او نحوې ديو ښونځي مدېره وه . خو ډېره مهربانه او حوصله منده ښځه وه . د الوتکې ميلمه پال راته د چايو پياله راکړه . چې يو غوړپ مې کړه . هغه کار چې معمولا يې نه کوم .
اوس صهبا پوهېده چې پيښ شوى کار ډېر جدي دى . مخ يې را واړاوو او رانه ويي پوښتل څه شوي ؟
- ما وويل الوتکې ته د يې د ناستې اجازه ورنکړه، او د الوتکې تيل هم خلاصيدل . داټول ددې لپاره چې زه يې له دندې گوښه او ضيا الدېن يې د پوځ مشر ټاکلى . البته چې نواز شريف نه غوښتل زه يې په خواکې دده د غېر قانوني کړنو ځواب ورکړم . صهبا ته مې وويل نور زيات نه پو هيږم . خو اوس کښينو، صهبا ويريدلې وه دهغه غېر عادي غږ سا کښل او يوڅه چيغې مې واورېدې . هغې وروسته راته وويل کله يې چې وليدل په الوتکه کې يې خواته ناست نه وم او الوتکې غېر عادي کله کښته کله پورته الوتنه کولهړ فکر يې کړى وو الوتکه به سقوط وکړي .

موږ کراچۍ ته را ورسېدو. ېوازې د ٧ دقېقو نور تيل پاتې وو . د قول اردو قومندان ډگر جنرال عثماني د فرقې مشر افتخار او نور بايد بيا هم زما لپاره شکمن واى . ځکه کله چې زموږ الوتکه د هوايي ډگر په پخوانى ځغاست ليکې راښکته شوه امنيتي مسول مې چې له ماسره وو د پټو ډزو له ويرې يې زه د دروازې خواته نه پريښوم . هغوى وړاندې شول امنيتي ديوال يې جوړ کړ. خو کله مې چې د قول اردو قومندان د الوتکې د دروازې خواته ولېد ډاډه شوم . هغه لومړى کس وو چې الوتکې ته را ننوت . د امنيتي کوزېدو له کبله يې مبارکي راکړه . وروسته سرتېري راغلل او او رانه تاو وشل ډېر افتخار مې وکړ.
کله مې چې پښه په ځمکه ولېده لاهم د پيښې په ټولو جزېېاتو نه وم خبر. د ارامى احساس مې وکړ. کله مې چې صهبا او ټولو مسافر ژوندي وليدل ددغې وېرونکي پېښې په ترڅ کې راته دعمر خېام دغه رباعي را ياده شوه .
- خو ځونکې گوتې نه لېکي ېوازې د ليکلو پر وخت خوځېږي
- نه باېد خپل عقل او دېانت وپلوری او نېمه کرښه پرې پاکه کړې
او ستاټولې اوښکې به دهغه نېمه کلېمه ونه وينځلى شي. -
کله چې په قېر سړک کې راته ولاړ موټرخواته روان وم په حېرانى سره مې فکر وکړ چې خداېه په څه شي راکوز شولو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery