١٠ _ څپرکى
له رياست نه عملي رياست ته :
د ١٩٩٨ کال د اکتوبر په ٧ نيټه ماښآم اوه نيمي بجې وې له خپلې ميرمنې صهبا سره مې د
منګلا په کور کې تلويزيون ليده ، دټليفون زنګ راغى او ويي ويل چې لومړى وزير
نوازشريف غواړي له تاسره وګوري . ورته ومې ويل چې سبا سهار به اسلام ابا د ته ولاړ
شم. د لومړي وزير پوځي منشي ټينګار وکړ:
نه صاحب ،شريف غواړي همدا اوس درسره وګوري هر څومره ژر. همدا نن شپه.
فشار را باندې راغى. په داسې حال کې چې په ګاونډ کې د ټولو مسايلو د حل له پاره د
پوځ مشر موجود وي د لومړي وزير له خوا د يوه ډګر جنرال غوښتل څه عادي خبره نده .
هغه هم په داسې شپه کې.
ورته ومې ويل :په سترګو، پرېږدى چې د پوځ مشر خبر کړم.
پوځي منشي وويل: نه خير دا پټه خبر ده. تاسو د چا له خبرولو پرته راشي.
احساس مې وکړ چې دا کوم غير عادي خبره ده.
_د کومې مسلې په اړه احضار کيږم؟
_ښاغلى جنرال کله چې دلته راغلى په خپله به پوه شي اود پوځ مشر ته څه ونه واياست.
_ په پوځي لباس يا جامو کې درشم؟
_ هوکې او ژر راشى.
خپل يونيفورم مې واغوست د نظامي پوليسو يو مامور مې راوغوښت او ځان مې د (( ګلاک
١٧)) په ګرانې تفنګچې د احتياط له پاره سمبال کړ او د اسلام ابا د په لور وخوځيدم ،
چې پوره ٩٠ دقيقې واټن يې درلود. امر شوى وو هيچاته زنګ ونه وهم .هيڅ نه پوهيدم څه
به رامنځته شي.
کله چې موټر اسلام اباد ته وردننه کيده ، د بريد جنرال اعجازشا چې د لاهور د (اى
اېس اى) مشر او زما ملګرى وو ،زنګ راغى.
_ مبارک دې وي رئيس شوې.
_څه پوچ وايي ،د جنرال کرامت دوره پاى ته نده رسېدلې،څرنګه رئيس کيدلى شم.
_مشر استعفا کړې دا عمومي خبر دى.
ژر مې فکر د قول اردو ګانو د مشرانو هغه کنفرانس ته ولاړ چې څومياشتې وړاندې جنرال
کرامت اعلام کړى وو ،چې لومړي وزير نوازشريف د اساسي قانون د مادې د بدلون له کبله
د ولس مشر واک غلا کړى. چې ملي شورا او د پاکستان حکومت له مينځه يوسي.
هغه همدارنګه د ٣ قوو د مشرانو او د ګډو ځواکونو د مشر د ټاکلو واک په لاس کې وو.
په ياد مې شول چې د ډګرجنرال علي قلي رنګ الوتي و.هغه د ولس مشر فاروق لغاري ملګرى
وو. داسې ويل کيده چې هغه به د پوځ مشر وټاکل شي . که نوازشريف دا ډول تصميم
ونيسي،د هغوى ټول پروګرامونه بۀ خراب شي. ځينو جنرالانو ويل چې د پوځ د مشر په توګه
د ټاکلو فرصت مې يوځل بيا د کور دروازه راټکولې. خو زه ځکه له دې نظر سره موافق نه
وم چې د اوسني مشر تر استعفا وروسته به د علي قلي نوم واخلي. په اساسي قانون کې له
بدلونونو سره سره بايد ولس مشر د پوځ د نوي مشر د ټاکلو په پاڼه لاسليک وکړي، او
ولس مشر لغاري هم يو لړ ټکي درلودل.
تردې وروسته بيکاره مخامختيا د ولس مشر او لومړى وزير، له يوې خوا ، د ولس مشر او د
سترې محکمې د مشر ترمنځ له بلې خوا راپورته شوې وې. دواړه غاړې د پوځ مشر ته ورغلي
او د بل د ملامتولو دعوا يې کړې وه. ولس مشر لغا ري د سترې محکمې د مشر په کارولو
سره هڅه وکړه دعوا وکړي چې په اساسي قانون کې بدلونونه قانوني ندي. که د سترې محکمې
مشر دا کار کړاى واى نو ولس مشر لغاري به ملي شورا له منځه وړې واى، او د پېښې د
زيږونکى لومړى وزير نوازشريف حکومت به يې لغوه کړى وو.
لومړي وزير دا قاضيان تقاعد کړل ، چې دده په مقابل يا مخالفه خوا کې وبلل شي. دغو
قاضيانو د خپل رئيس په مقابل کې يوه ماده تصويب کړه، په کوم وخت کې چې هلته غونډه
روانه وه.
د محکمې اربابان په تالارونو کې پټ شول. چې د کړکيچ مخه ونيسي که په مهربآن ډول
وويل شي دا د پاکستان په سياسي تاريخ کې بدترينه ټکى دى.
جنرال جهانګير کرامت د قول اردوګانو د مشرانو کنفرانس پرانېست چې اوضاع وڅيړي. ځکه
هم ولس مشر او هم لومړي وزير ورته ويلي وو چې د دوى په امر دغه ډګر ته وردننه شي.
(( اى اېس اى)) ومنله چې ولس مشر اود سترې محکمې مشر دې پايلې ته رسيدلى وو چې د
پاکستان ملي شورا منحل او په ترڅ کې ېې اصلي موخه ېې داوه چې لومړي وزير نوازشريف
بې واکه کړي.
مونږ خپل نظرونه وړاندې کړل او وپتيل شوه چې د سترې محکمې مشر ته خپل پيغام وليږو
او ترې وغواړو چې خپل بې پرې والى وساتي . ځکه چې همدا دده د کار مهم اصل وو. ځېنې
په دې اند وو چې نوزاشريف په ملي شورا کې د مطلق اکثريت په درلودلو سره هڅه کوي چې
اساسي قانون په خپل ګټه واړوي ، او پدې ډول غواړي هيواد وران کړي. ښه داده چې د و
ضعيت تر خرابيدو وړاندې لومړى وزير يو خوا شي.
علي قلي وويل په داسې حال کې چې ولس مشر د جګړې بايلونکى وي او له واکه ليري کيږي
ولې نوازشريف پاتې شي؟ دواړه بايد هاخواشي او پوځي قانون اعلام کړو. خو ما استدلال
وکړ هغه څه چې د ولس مشر او د سترې محکمې مشر کوي غلط دي .او زياته مې کړه چې
نوازشريف ټاکل شوي لومړى وزير دى او که غواړوچې په پاکستان کې دموکراسي پراخه شي
بايد نوازشريف خپله دوره پاى ته ورسوي.
زه د نوازشريف د پاتې کيدو او د ملي شورا د نه منحل کېدو قوي ملاتړى وم. که څوک
سياسي قرباني کيږي هغه بايد ولسمشر او د سترې محکمې مشر وي . په زړه مې دي چې ډير
اوږد تحليل مې وړاندې کړ.
سبا جنرال کرامت د پوځ د ملکي مديرانو جلسه جوړه کړه .زه په دغه غونډه کې نه وم خو
علي قلي پکې وو .بيا خبر شوم چې علي قلي غونډې ته اوږده وينا درلوده .هغه ددې له
پاره چې جنرال کرامت واک په لاس کې واخلي او د پوځي قانون په اړه يې خبرې کړې وې.
له څو ورځو وروسته د پوځ مشر د پوځ په کور کې جلسه راوبلله .چې زما په ګډون د څو
قول اردوګانو مشران هم پکې وو .علي بيا تکرار کړه چې پوځ بايد د هېواد واک واخلي
ولسمشر او لومړى وزير دې ليرې کړي . هلته مې له علي سره لنډه لفظي شخړه راغله. ځکه
چې دا عادلانه لوبه نه وه. دا شخصي غوښتنې وې بيا مو پدې فکر وکړ چې د سترې محکمې
مشر ته پيغام وليږو او ترې وغواړو چې خپلو کړنو ته د فکر وکړي. خو په پايله کې
پرېکړه دا وشوه چې ددې خراب وضعيت د ماتولو يوازينى لاره داده چې دواړو،ولس مشر او
لومړي وزير ته دې نصيحت وشي چې استعفا وکړي. پوځ له ټاکل شوي لومړي وزير څخه ملاتړ
وکړ. بيا ټول تيت شولو.سبا په داسې حال کې چې يو هم حاضر نه وو علي قلي اصرار کړى
وو چې که ولس مشر ايسته کيږي لومړى وزير هم بايد له واکه لري شي او پوځ دې د هېواد
واک واخلي . جنرال کرامت ونه منله او د نوازشريف څخه په ملاتړ کې ودريد.
ولس مشر لغاري تصميم ونيو چې استعفا وکړي. د سترې محکمې مشر هم د ډيرو قاضيانو
ملاتړ له لاسه ورکړی وو. څه موده وروسته ېې له ولس مشر نه پيروي وکړه اوپه دې ډول
(( د سترې محکمې له پاره جګړه)) پاى ته ورسيده. د معمول په څير د پوځ مشر د
سياستوالو له خوا دغه کړکيچ ته راکښل شو خو هغه دا ځل ښه کار وکړ.
کله چې زه د لومړي وزير دفتر ته ور دننه شوم يوڅه وارخطا شوم. هغه په کوچ يا تخت
ناست وو او بريالى ډوله موسکا يې په شونډ کې تاوېده . هغه وويل چې د پوځ مشر استعفا
کړې او زه يې پر ځاى ټاکلى يم. ومې پوښتل څه شوي؟ لومړي وزير وويل ما د هغه د
استعفا غوښتنه وکړه هغه ومنله يو څه شاته يو وړل شوم.
د جنرال کرامت تيروتنه داوه چې د سمندري ځواکونو په کالج کې يې د يوې وينا په لړ کې
وړانديزونه کړي وو چې څرنګه په هېواد کې د حکومت چارې ښې کولى شو .او همدارنګه د
ملي امنيت د شورا د جوړېدووړاندېز.
اوس به يې نوازشريف ځواب ورکوي .هغه څه چې ماته يې زيات ټکان راکړ،هغه زړور چلند وو
چې جنرال کرامت يې په ترڅ کې استعفا ته حاضر شو. دې مسلې پوځ وکړاوو . ځکه چې
دجنرال کرامت ملګرو،افسرانو او سرتيرو دا کار توهين يا سپکاوى باله. پوهيږم چې په
لويديځو دموکراسيو کې پوځي چارواکي د حالاتو مامورين دي. په ځانګړي توګه د پوځ
مشران بايد سياسي بيانيي ورنکړي ،خو پدغو ولسواکيو کې هيڅکله حکومتي مشران، د پوځ
مشران سياست ته نه راکشوي.
په هغه هيواد کې چې دغه ډول کړنې وي د پوځ مشر په دغو مسلو کې د احساساتو له کبله د
ور ګډېدو په تور تورن نشو بللى. له لومړي وزير نه مې پرما د باور کولو مننه وکړه
،هغه په داسې حال کې چې زما د رتبې په نښان يې سنجاق وواهه ،راته ويې ويل ددې له
پاره مې تاسو غوره کړى چې يوازينى ډګر جنرال ياستۍ چې هيڅکله دغه پوست ته د رسېدو
له پاره نه نيغ په نيغه او نه په غير مستقيم ډول ماته رانږدې شوى ياست. لومړى وزير
ته مي سلامي ووهله او ترې ولاړم.
لومړى کار مې چې وکړ نيغ په نيغه پوځي کور ته ولاړم او له جنرال جهانګير کرامت سره
مې چې اوس يي ځاى ماته راکړل شوى وو ، خبرې وکړې . ترې ومې پوښتل
صاحبه !
څه پېښ شوي ؟
هيڅ يي راته ونه ويل حتى تر ننه يي راته ونه ويل چې ولې يي استعفا ورکړي ؟ يواځې
ماته يي مبارکې راکړه . څه مې ورته ويلاى شواى ، ورته ومې ويل صيب: ستاسو په استعفا
خواشينى يم، او په خپله ټاکنې خوښ .
يواځې د پنځلس دقيقو له پاره ورسره وم او بيا ترې ولاړم . د شپې زرهې قول اردو ته
ولاړم او معلوم داره وه چې لومړى مې مېرمنې او مور او پلار ته زنګ وواهه . لږ
وروسته د علي قلي زنګ راغى چې اوس مې تر واک لاندې د ګډو پوځونو مشر وو. دى زما د
سبا ورځې د معرفي د مراسمو مسئول هم وو . زماحيرانتيا او درد وګورئ ، علي داسې ساده
مبارکي راکړه (( پرويزه مبارک دې وي )) او سم د لاسه يي راته وويل بايد د واده په
مراسمو کې د ګډون له پاره سبا پېښور ته ولاړ شم .
- ورته ومې ويل :ډېره ښه که حتمي وي ولاړ شه !
- وروسته علي زياته کړه کيداى شي هيڅکله بيا رانه شم .
ما په داسې حال کې چې غوښتل مې مايوسي په خپل غږ کې پټه کړم، ورته ومې ويل علي ! دا
په تا پورې اړه لري . ما غوښتل چې ته همدارنګه دفتر ته راشې . خو که نه غواړې داپه
تا پورې اړه لري . علي هيڅکله بيا را نه غى او له پوځ څخه يي استعفا وکړه .
حتى له ماسره يي له خبرو کولو نه هم ډډه وکړه . هغه زما هغه ميلسمتيا يا دعوت ته هم
ځواب ورنه کړ چې په پوځ کې مې خپلو هم ټولګي والو ته کړې وه . لږ تر لږه دومره ويلى
شم چې عجيب چلند يي در لود . پر دې سربيره هغه يو ډګر جنرال، د ګډو ځواکونو مشر او
تر ټولو مهمه زما هم ټولګى وو . لږ تر لږه د دې له پاره چې ملګرى يي د پوځ مشر شوى
بايد خوشاله واى ، خو زمونږ دوستي سړه شوه او دغه متل بايد په ياد ولرو چې وايي ((
د انسان حرکت او د خداى برکت )) .
تر هغه ډېر چې ما فکر کاوه د پوځ ځواکونه د جنرال کرامت په استعفا قهر وړي وو.
بريالي لومړى وزير په پارلمان کې په مطلق اکثريت د واک په څرنګوالي بوخت وو او په
اساسي قانون کې د بدلونونو په عملي کولو سره يي نه يواځې خپل ګوندي ناخوښي بلکې
پارلماني مخالفان هم غلي کړل . ګوندي وژونکو يي په سترې محکمې بريد کړى وو، او دغه
ټول جريان د امنيتي کمرو په واسطه ثبت شوى وو . هغه قاضيانو ته بډې ورکړې وې، او د
هغوى خولې يي تړلې وې . هغه هڅه کړې وه د ډله ايزو رسنيو خوله هم بنده کړي. د يو
شمير ورځپاڼو مشران او خبريالان يي ونيول او تهديد يي کړل . هغه له ولسمشر څخه د يو
سمبول په جوړولو د پوځ د مشر د بدلون واک خپل کړى وو . او نواز شريف به حتى فوځ په
خپلو خبرو کې په تبر واهه . هغه لومړى کارونه چې ما وکړل دا وو، چې پوځ ته ووايم
زمونږ دنده له حکومت سره په بيلا بيلو برخو کې مرسته ده.
مونږ بايد د جنرال کرامت د جبري استعفا له څرنګوالي څخه تير شو او د خپل کار په فکر
کې شو. که لومړى وزير د ورته کار هڅه وکړي مونږ به د پوځ پرضد بل سپکونکى چلند تحمل
نکړو او مونږ بۀ يوازې غبرګون وښيو خو هيڅکله به يو اړخيز عمل ونکړو.
يوازې يو کال د پوځ مشر وم . مخکې له دې چې پوځ د نوازشريف پرضد کوم غبرګون وښيي
کاري اړيکې مي په پيل کې له هغه سره ښې وې. زمونږ ترمنځ اختلافات د ٢ تورنجنرالانو
په وېستلو،د ٢ ډګرجنرالانو په ټاکلو او نظامي محکمې ته د خيانت په تور د يوه خبريال
په کشولو سره پيداشو. بايد ووايم چې د هغه د کار څرنګوالي ته بيخي حيران شوم .
هيڅکله مې ونه ليد چې څه ولولي يا وليکي.
(( د کارګيل )) د پېښې او بل کلنټن ته د ١٩٩٩ کال د جون په ٤ نيټه د هغه په ناڅاپې
تسليميدنې سره زمونږ اړيکي لاسړې شوې. د کارګيل پېښه ډيره خطرناکه وه او اړتيا ده
چې په تفصيل سره په جلا څپرکي کې پرې خبرې وکړو ځکه چې د هندوستان او پاکستان ترمنځ
تر اټومي کېدو وروسته کارګيل لومړى جګړه وه.