مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

٩ څپرکى


ژوند په يوه خطرناکه لسيزه کې

له کال ١٩٨٥ څخه تر ١٩٩٨ پورې زما په پوځي ژوند کې له ډګرمنۍ د پوځ تر مشرى يا دفاع وزير پورې ورسيدم .مختلفي او پلې لارې پکې وې او د پاکستان په لوړو څوکيو کې مې له سياست څخه يو لوړ درسونه زده کړل.
نکلونه او داستانونه مې په هېواد کې تکراري وو. انتخابي مقامونه او څوکۍ په فساد ککړې وې چې له کبله يې پوځ پر هېواد واک ټينګ کړى وو.
سره لدې چې دغه ککړ حکومتونه په واک کې وو ، د ټولنې ډير قشرونه په ځانګړي توګه روڼ اندي به په وار،وار پوځ ته راتلل او د نظام د بدلون غوښتنه به يې کوله.په دغه دوره کې هغه څه چې زه يې (( د ډېموکراسى وحشتناکه لسيزه )) بولم هم شامله ده.
د ١٩٨٨ کال له پيل څه په اسلام ابآد کې د واک ګڼ بدلونونه او له هند سره د تاوتريخوالي د زياتېدو شاهدوو. له مرګ سره مې بل تماس هم درلود. خو دا ځل د جګړې په لومړى کرښه کې نه وم ،ولې خپل ځان مې همغلته حس کاو. په ١٩٨٥ کال کې مې د جنرالى رتبه ترلاسه کړه او د ښوونکي په توګه (( د ملي دفاع)) کالج ته واستول شوم.
د پاکستان په پوځ کې د استخدام درې ډلي دي، چې د ټولو محور په افسرى څرخيږي (( قومانداني،د ارکان رياست او روزونکي )) دغه وېش د پوهې او وړتيا پر بنسټ کيږي او د افسر په وړتيا پورې اړه لري.هغه افسران چې ددغو دريواړو برخو وړتيا ولري په لومړى کرښه کې راځي او زه يې د ټولو وړ وبللم، چې په ترتيب سره مې په دريواړو کې چکر وواهه.
د ملي دفاع په کالج کې استادى ډيره په زړه پورې تجربه وه. دغه کالج د وسله والو ځواکونو تر ټولو لوړ مرکز دى . يو استاد بايد د نويو زده کړو،د استراتيژى دتاکتيک،عملياتو او مديريت په اړه نه يوازې مطالعه او څيړنې وکړي، بلکې دا چانس ولري چې خپل شخصي افکار هم وړاندې کړي.
په ١٩٨٥ او ١٩٨٦ کلونو کې له تدريس نه وروسته په ((خاريان)) کې د زغره والې توپچي فرقې مشر وټاکل شوم. عجيبه ده هر ځل مې چې رتبه اخېستې زه يې د ((خريان)) سيمي ته د دندې له پاره ليږلى يم. خريان هغه سيمه ده چې د لومړي ځل له پاره مې په لومړي ماموريت کې اجازه ترلاسه کړه چې په خپل دولتي جيپ بيرغ ورپوم ،چې راته د غرور يوه منبع وه.
د نوې مشرۍ په ترڅ کې مې له هند سره نوى تاوتريخوالى زيات شو. دا ټول د پاکستان پولي ته نږدې د هند له خوا د يوه پوځي مانور ترسره کيدل وو، چې څو قول اردوګانو په ځانګړي توګه يرغلګرې قول اردو په سويلي صحرايي جبهه کې ترسره کول.
پاکستان دغه مانورې جدې ونېولې. ځکه چې هندي ځواکونو د معمول خلاف خپل ټول مهمات انتقالول. ددغو تمرينونو نوم(( برس ټاکس)) او د هندي پوځونو د سخت دريځه مشر (( جنرال لوندرجي)) مفکوره وه.
مونږ پرېکړه وکړه چې هند ته قوي او له ستراتيژيک کبله لوړ ځواب ورکړو. زمونږ زغره لرونکي فرقه له ټولو يرغليزو سنګرونو سره د پنحاب شمال د سيالکوټ سيمي ته وليږدول شوه او د هندي کشمير په سيمه کې مو د هندي ځواکونو ارتباطي کرښوته نيغ تهديد متوجه کړ.
دلته په ځاى په ځاى کېدو سره پاکستان هغه څه ته چې ستراتيژيکه برتري يا لوړوالى واېي، ترلاسه کړ. په دې سره مونږ کولاى شو د دښمن ډيرې حساسې موخې په کم وخت کې تهديد کړو،نظر هغوى ته چې د پاکستان ستراتيژيکې موخې تهديد کړي.
دغه حرکت هند دهرې ناوړه پيښې له کولو وژغوره .د تيارسۍ دغه حالت څو مياشتې دوام وکړ ترڅو چې د هند له خوا ښه نيت څرګند او ددې حالت نه د خلاصۍ له پاره خبرې شروع شوې. ددغې مخامختيا په وخت کې د پاکستاني پوځ روحيه او مورال ډير لوړ وو. او ماهم د خپل لاس لاندې لوا په لوړه کچه تحريک کړه. تر لاس لاندې کسان مې مناسب وخت ته تږي وو، چې له هغه څخه غچ واخلي . چ په ١٩٧١ کال کې په ختيځ پاکستان کې رامنځته شول.
د همدغې دورې په ترڅ کې د ولسمشر ضياالحق د پوځي منشي په توګه غوره شوم زما نوم د جنرال محمود علي دراني له خوا ولس مشر ته وړاندې شوى وو .څوک چې د ميني له مخې يې خپل تخلص ليونى اېښى وو. او وروسته د تورن جنرالى رتبې ته ورسيد ،او د ولس مشر پخوانى پوځي منشي وو.
ښاغلي درانى وروسته د يوې لوا د مشر په توګه ((خريان)) ته راغى. هغه په ٢٠٠٦ کال کې په واشنګټن کې د پاکستان سفير شو.
ماته يې وويل چې ډير وړوکي پيغام سره د حرکت له پاره تيار شم. ميرمنې صهبا ته مې وويل چې د يوه لاسي بيک سره کور پريږدم او وروسته به هغه د کور په راټولولو سره له مونږ سره يوځاى شي.
پنځه ورځې تيرې شوې خو هيڅ رسمي خبره ونشوه. وروسته پر دغې څوکۍ د جنرال نجيب د مقررېدو خبر راته را ورسيد. زړه ماتى شوم . قوماندان مې، جنرال فروخ وروسته راته وويل چې ولسمشر ضيا هغه ته ټليفون وکړ او ورته وېې ويل چې هغه زه ټاکلى يم. خو جنرال فروخ ولسمشر ته ويلي چې زه د کاري پرمختګ په لور روان يم او د ولسمشر د پوځي منشي په توګه ټاکل به مې خوشې کار و ي. ځکه چې د پياده سرتيرو د لوا مشري مې لاندې کړې.
که کوم افسر غواړي لوړو پوځي څوکيو ته ورسيږي بايد يو ځل د پياده لوا مشري وکړي . پرته له دې چې له کومې نظامې برخې راغلى وي. داسې وه چې نه يوازې دنده مې بلکې ژوند مې وژغورل شو. زه يې په بهاوالپور کې د ٢٥ پياده لوا د مشر او نجيب بيچاره يې د ضياالحق د پوځي منشي په توګه وټاکه. تقريبا ٨ مياشتې پردې پوست پاتې شوم، په بهاوالپور کې د ١٩٨٨ کال د اګست په ١٧ نيټه د جنرال ضياالحق د (( سي ١٣٠ ) الوتکې تر لوېدو يوه مياشت دمخه مې بهاوالپور پرېښود.
په دغه پېښه کې پر ضيا سربيره څو لوړ پوړي پاکستاني افسران له هغې ډ لې نه جنرال اختر عبدالرحمان،د سيمه ييزو کمېټو مشر او د ګډو ځواکونو مشر هم مړه شول، د وژل شويو په منځ کې د پاکستان له پاره دامريکا د وخت سفير ( بريد جنرال ارنولد رافيل) او جنرال نجيب هم وو. د خداى په فضل او د تورنجنرال فروخ په لاس وهنې وژغورل شوم. د پېښې لامل لاهم روښانه ندى.
خبرونه وايي چې څيړونکو د پېښې پرځاى کې د پوتاشيمو، کلورينو،انميونو،فاسفورسو او سوډيمو اثار پيدا کړل . کوم چې دغه مواد د الوتکې په جوړېدو کې نه کارول کيږي،پلټنو ښودلې چې په اغلب ګومان په الوتکې کې دننه ورانکارى به ددې پېښې اصلي لامل وي .
په اسراري توګه ددغې پېښې دوسيه نوره ونه پلټل شوه.
د الوتکې توره بکسه پيدا شوه . خو د مانجوړى سر پيدا نشو. داسې ښکاري چې له ګازو په دغه وخت کې کټه اخیسته . خو داچې چا دا ګازونه خوشي کړي دا يوه معما ده.
بل ماموريت مې بيا په راوالپنډى کې د عمومي قوماندان د پوځي منشي مرستيالي وه. دا يو غير پوځي کار وو. دلته مې دنده د پوځ د ټيټو افسرانو په کار پورې داړوندو مسايلو مديريت وو.د هغوى معنوي پلار شوم. دغې دورې مې د عدالت او مهربانى په صفت ښه ميخونه ټکوهل.
يوه ورځ چې هيڅ باور نه کيده د بي نظير بوټو د خاوند (( اصف زرداري )) يو ملګرى چې جاويد بادشا نوميده او پخوا مې نه وليدلى راته يې وړانديز وکړ چې د بي نظير بوټو ،چې هغه وخت لومړى وزيره وه پوځي منشي شم. نه پوهيږم چې داد هغه شخصي ابتکار و او که د لومړۍ وزيرې ملاتړ يې هم درلود. له ده مې وخت وغوښت چې پر دغه وړانديز فکر وکړم.
داکتاب د بېنوا .کام څخه په غلا کاپي شویدی د شپې مې دغه خبره له خپل مشر جنرال فروخ سره شريکه کړه .هغه سمدلاسه رد کړه. او راته ويي ويل چې ته يو مسلکي افسر يې او بايد مسلکي کار ته دوام ورکړي . دا دوهم ځل وو چې جنرال فروخ زما دنده وژغورله .که د بوټو پوځي منشي شواى واى د هغي او حکومت سره به يې تللى واى.
په ١٩٩٠ کال کې د يوې کلنې روزنيزې دورې له پاره په لندن کې د دفاعي څيړنو معتبر سلطنتي کالج ته غوره شوم. دا زما اوزما د کورنى له پاره لوړه اوښکلې تجربه وه . په دغه کالج کې د ډيرو هيوادونو پوځي افسران وو. او له ډيرو سره مې ښې اړېکې ټينګې کړې. هغه څه مې چې دلته زده کړل له مختلفو نظرونو سره هم رنګه کيدل وو . دهرې مسئلې په اړه مختلفې نظريې شته. که نړى ته وکتل شي،بيلا بيل نظريات او منطق پکې شته . همدارنګه د اونۍ د وروستيو خالي ورځو او رختصتيو نه مې ښه ګټه واخېسته . د انګلستان ( ويلز، سکاټلنډ) اروپا او امريکا ته په علمي چکرونو ولاړم . هېواد ته په بيرته راتلو سره د تورنجنرالى رتبې ته لوړ شوم . او د ٤٠ فرقې عمومي قوماندان وټاکل شوم. داد يرغليزي قول اردو په تشکيل کې يوه ضربتې فرقه وه چې د واکمنى يوې روحيې ته يې اړتيا درلوده . زه د فرقې همدې برخې ته ليواله وم ،عمومي قوماندان نيغ په نيغه ځواکونو ته امر نه کوي . داکار د قوماندان نور افسران ورته کوي. خو ما د لومړى کرښې رهبري کوله. ورتلم به اود تمرين په وخت کې به مې د کسانو څخه ليدنه کوله . حتي که د دوى شمير ٣٠ هم وو . دې کار به خپل اغيز درلود، او سرتيرو ته به مې په ځان د بآور چا نس ورکړ.
کله کله به مې عملا په روزنيز تمرين کې برخه اخېسته. کله بۀ چې سرتيري په ښه ډول له خنډ څخه نشو تيريداى، په خپله به له هغه څخه د تيريدو او ددغه کار څرنګوالي به مې دوى ته ښود . همدارنګه بۀ ليري سيمو ته په پياده تلو کې له دوى سره ملګرى کيد م.
يو ځل د ارزونې پر وخت له يوه کاناله تيريدو. معمولا بۀ د لامبو وهونکو په سرکې وم . حتي په تياره او يخ کې هم ، دې کار به له روحې کبله د کار دارزولو او د خپلو کسانو د ضعيفه ټکو په ښولو کې قدرت راکاوو.
په کال ١٩٩٣ کې د پوځي عملياتو عمومي مشر وټاکل شوم.چې هر تورنجنرال ته په زړه پورې څوکى ده . دا لومړى ځل وو چې تقريبا دملت پورې اړوندو مسايلو کې چې پوځ پکې ور ګډ ېدو ما رول درلود. د پوځي عملياتو مشري د پوځ د څيړنيز مرکز هسته جوړوي. او هر هغه څه چې د پوځ دمشر په مفکوره کې ګرځي پکې برخه لري . که دا سياسي او که پوځي مسايل وي. د پوځي عملياتو دمشري په دوره کې مې ډيرې پېښې رامنځته شوې. ځکه دا هغه وخت وو چې پاکستان د يو ستر ملت په توګه ملکروملتونو سوله ساتي سرتيري تيار کړل.
يوه لوا مو په سوماليا کې درلوده . او ملګري ملتونه په بوسنيا کې د بلې لوا د ځاى پر ځاى کېدو غوښتونکي شول. دواړه دندې دپاکستاني ځواکونو له پاره سختې دندې وې. د ١٩٩٢ کال په منځ کې مو په سوماليا کې په پيل کې يو پياده کنډک ځاى پر ځاۍ کړ. او بيا د ١٩٩٣ کال په لومړيو کې موهغه لوا ته پورته کړه .هغه وخت سوماليايي جنکسالار (( فره عيد يد)) واک ته ورسيد. او هيڅ ځواک سوماليا ته دتګ جرائت ونکړ. پاکستان د ملګرو ملتونو د ځانګړې غوښتنې له مخې تصميم ونېوه چې دغه سازمان ته په اړين وخت کې مرسته ورکړي.
زمونږ لوا د سوماليا خاورې ته ورسيده او په اغيزمنه توګه ځاى پر ځاى شوه .غميزه د ١٩٩٣ کال په جون کې هغه مهال پيل شوه چې زمونږ د قطعاتو د لسم بلوچ غنډ کاروان د ورځې د ګزمې پرمهال د (( تازه ساز)) په سيمه کې تر بريد لاندې راغى.
د څلور طرفه ودانيو نه د مرميو بآران درانه تلفات درلودل.
٢٨٠ تنه ووژل شول او زيات نور ټپيان شول. تردې پېښې وروسته د سوماليا پلازمينې موګادېشو ته ولاړو. ومو ليدل چې څرنګه سوماليايانو خپل هيواد وران کړى دى.
په چورلکه کې بۀ مو د ښآر شاوخواته سفر کاوه. ډير کم جوړ کورونه ښکاريدل. غموونکي وه. ځکه پوهيدو چې يو وخت سوماليا دپاکستان د پوځي سلاکارانو د ډلګۍ د ليږلو له پاره په زړه پورې ځاى وو.
سره لدې چې رپوټونو ويل او مونږ هم وليدل چې د پاکستاني سرتيرو روحيه لوړه ده او په سوماليا کې د ملګرو ملتونو عملياتي قومانداني ورته احترام کوي. زمونږ ځواکونو په ښۀ توګه خپل ماموريت ترسره کړى وو .په واقعيت کې کله چې ملګرو ملتونو تصميم ونېو له دغه هيواد نه خپل ځواکونه وبآسي،ددغه ماموريت د سالمې ترسره کيد نې مسووليت يې پر امريکايي او پاکستاني ځواکونو ور واچاوو.
دا پاکستاني ځواکونه وو چې د پلازمېني موګادېشو نه يې يو محافظوي امنيتي کړى را تاوه کړه. او د ملګرو ملتونو ټول اړوند کسان چې په بندرونو کې ولاړ وو،بيړيو ته ورسول.
دا د پاکستان او امريکايي ځواکونو پوځي کنډکونه وو چې د اور لاندې يې تاکتيکي په شا تګ ترسره کړ.
ملګرو ملتونو په داسې خرابو حالاتو کې د پاکستاني ځواکونو کار کړنې ښې وپيژندلې. خو په خواشينى سره چې په (( تورغمګين شاهين)) فلم کې په سوماليا کې د پاکستان په ونډه سترګې پټې شوې، کله چې د موګادېشو د (( مديني بازار)) په سيمه کې امريکايي ځواکونه په دام کې کېوتل مخامخ د پاکستان د ١٧ سرحدي غونډ ځواکونه وو چې سيمي ته ورسيدل او هغوى يې وژغورل.
د امريکايي ځواکونو دزړورتيا غوندې مونږ که ترې ډير زړور نه وو نو کم هم نه وو. بايد مساوي اعتبآر مو په برخه شوى واى . خو فلم جوړوونکي پېښې داسۍ انځور کړې وې چې ګواکې دا يوازې امريکايي سرتيري دي چې په پېښه کې راګير دي. د بوسنيا ماموريت تر سوماليا ډير جدي وو. داسې امر وشو چې بوسنيا ته ولاړ شو. په دغه هېواد کې د پاکستاني ځواکونو په ځاى په ځاى کيدو او ژمنتيا تصميم ونېسو چې د څلورو افسرانو يو وړوکي ټيم پرواز وکړ.او د ملګرو ملتونو په يوه چورلکه کې (( سارايګو )) ته ورسيدو.
له پلازميني څخه د ٦٤ کيلومټرو په وهلو سره چې په يوه زاړه جنګي موټر کې وو د ناهوارې لارې او غونډيو له وهلو وروسته د ګيسل جاک سيمي ته ورسيدو. څو کاله مخکې د المپيک ژمنۍ لوبې په دغه ځاى کې شوې وې.
خو اوس دغه سيمه ورانه وه .هغه هوټل ته چې د المپيک د لوبو له پاره برابر شوى وو او اوس دملګروملتونو په کارکوونکو ډک وو، ولاړو. د بوسنيا د عمومي وضعيت او د هغو سيمو په اړه مو معلومات ترلاسه کړل چې احتمالا د پاکستان پوځيان بۀ پکې ځاى په ځاى کېدل. چې هغوى ورته ((پاک باټ)) ويل.
سره له دې چې ډيرو اروپايانو د دوى تر نفوذ لاندې سيمو ته د پاکستاني ځواکونو مداخله نه خوښوله پوهيدو .داخبره په راکول شويو توضيحاتو کې په ډاګه شوه. هغه جنرال چې معلومات يې راکول هڅه يې کوله زما نظر د پاکستاني ځواکونو د راليږلو په اړه بدل کړي. دوى وضعيت خراب ښودو. او ويلي يې چې ٢٤٠٠ متره لوړې سيمي او صفر لاندې درجې تودوخه لري خو کيداي شي زما ځواب يې نه وي خوښ شوى. ما ورته وويل چې زمونږ ځواکونه د ازاد کشمير په غنډ پورې اړه لري، چې تر ډيره د هماليا په غرونو کې پيدا شوي، اوپه ٥٤٠٠ متره لوړو سيمو او د منفي ٥٨ درجو په يخنۍ کې يې دندې ترسره کړې دي. ډاډ مو ورکړ چې پاکستاني ځواکونه په بوسنيا کې دنده په خپل هېواد کې دنده بولي. او د بوسنيا غرونه بۀ وړې غونډى وبولي.
(( کېشل جاک)) ښکلې سيمه ده . خو له بده مرغه چې د المپيک د لوبو پر ځاى اوس د جګړې ميدان شوى وو. له ګېشل جاک نه بيرته په زرې موټر کې سارايګو ته ولاړو. شپې مې هلته له يوه مصري افسر سره په يوه لوى قصر کې تيرې کړې. هيڅ کله به هغه شپه له ياده رانه ونه وزي. د ورځې مې د ښار د ليد نې غوښتنه وکړه. او په يوه زرهې موټر کې داکار وشو .چې له غونډيو نه د سربيانو د مرميو نه بچ شو،سارايګو محاصره وو . خلک ولږې او يخ وهلي وو . او برېښنا پرې شوې وهلواوسړکونه خالي وو. له سپين ږيرو، نارينه وو او زړو ښځو پرته نور څوک نه ليدل کيدل. هغه مهال مې سخت ټکان وخوړ چې ومې ليدل خلک له خپلو کړکيو او دروازو پټ،پټ راګوري او زما په اوږه د پاکستاني بيرغ په ليدو به يې خوښي څرګنده کړه.
په هغه شپه مې چې د يوه مصري کنډک د ډګروال سره د پوځي اډې په حويلى کې قدم واهه، د اډې نه بهر مې د يوه موټر نوى ډول غږ واوريد ومې پوښتل چې دا به څه وي؟ ډګروال پوهېده چې څه شۍ وو.
ويي ويل چې دا پيښې هره شپه دلته پيښيږي. زه د راننوتو اصلي دروازې ته ورغلم،په لسګونو ماشومان راغلي وو چې د خوړو له پاره ېې ګدايي او ژړا کوله .سترګې مې له اوښکو ډکې شوې .زړه مې د هغوى په بدمرغى او په خپلې ناتوانى وسوزيد ، چې هيڅ مرسته مې ورسره ونشوه کولاى. ټول ډالري نوټونه مې چې له ځان سره درلودل او بايد راوړي مې واى،هغوى ته مې ورکړل او له ځان سره مې غم او درد راوړ. په پايله کې چې کله له دريو کنډکونو جوړه يوه پاکستانى لوا بوسنيا ته ورسيده ټول پرسونل بۀ په اونى کې يوه ورځ روژه نېوله، او د همغې ورځې خواړه بۀ يې په اړو بوسنيايانو باندې وېشل . دا کار د خلکو د ستايلو وړ ګرځيدلي وو.
.........................................
په دغه کاري وخت کې مې نه يوازې پوځي ژمنتيا بلکې پر حکومتي چارو مې هم څارنه کوله. او کله کله بۀ هم په غير مستقيم ډول پکې راګير شوم. په ١٩٩٥ کال کې مې د ډګرجنرالۍ رتبې ته ترفيع وکړه. او د (( منګلا )) سيمي ته وليږل شوم. د پاکستان د وتلې يرغلګريزې قول اردو مشر شوم.
لدې وروسته د پوځ د يوه خپلواک مشر په توګه د لوړ پوړي تصميم نيونکي په توګه راښکاره شوم. ومې ليدل چې په څه ډول سياستوالو په ځانګړي توګه مخالفو مشرانو ،د اردو مشر له حکومت سره مخالفت او واک ته را هڅاوو او د ډيرو کسانو په سياسي پروګرامونو پوه شوم.
کله چې حکومت ضعيف وو، چې په خواشينى سره د ډيموکراسى په لسيزه ( ١٩٩٥ ) کې دا يوه عادي پديده وه ټولې لارې د پوځ د مشر د قوماندې مرکز ته تللې وې.
په همدې لسيزي کې به چې د ولسمشر او لومړ وزير تر منځ کوم کړکيچ پيدا شو چې همدا ډول وو له ډاره به د پوځ مشر له کاره ګوښه کاو،ټولو ډلو به له هغه نه هيله درلوده چې د منځګړي په توګه عمل وکړي.
د پاکستان پوځ د ملت د سولې او قومي اعتبار په توګه بلل کيده. او همدارنګه ومې ليدل چې په څه ډول نرموونکو فشارونو به دپوځ مشر مجبوراوو چې لومړى وزير ته ورشي او د حکومت د څرنګوالي په اړه ورته نصيحت وکړي.
پر حکومت د مشرانو د قانوني توازن او څارنې د نشتوالي له کبله به د کم واکه کسانو تکيه د پوځ په مشر کيده.
د ولسمشر ضياالحق د وژنې تر پېښې وروسته په ١٩٨٨ کال کې بې نظير بوتو د ائتلافي حکومت په جوړېدو سره د ١٩٨٨ کال په نوامبر کې د پاکستان لومړى وزيره شوه .له ١٩٨٨ څخه تر ١٩٩٩ کاله پورې په ١١ کلنه موده کې هيڅ ايالتي او سيمه ييز مجلس نده توانيدلى خپله دوره پوره کړي. د لومړى وزير دفتر څلور ځلې بدلون وکړ،درې مختلف ولسمشران مو درلود ل. او حتي د پارلمان د وکيلانو،کارګرانو او د يوه لومړي وزير کارکوونکو د ملک د سترې محکمې رئيس وهلی ډبولی. ولسمشرانو په ډير خرپ او درب سره خپل کارونه پيل کړي ،خو وروسته له تاوتريخوالي سره مله وو.
ولس مشرانو د خپل احتياطي قانوني صلاحيت نه په ګټې اخېستو سره ملي شورا له منځه وړې، او د نويو ټاکنو ګام يې پورته کړى ،په تيرو کلونو کې مو ٤ ملي ټاکنې درلودې.
څلور ځلې لومړي وزيران،نوازشريف او بې نظير بوټو سره بدل او رابدل شول . داسې خراب حکومتي ترکيب چې پوره بي حکومتي ورته ويلاى شو، او د پاکستان په تاريخ کې يې شاهد نه ووچې په کې اختلاس اوبډې هم ملې وې.
د دولت مشر به تل لومړي وزيران پړه وبلل. خو بې نظير بوټو او نوازشريف به په غوږو اوريده او خبره بۀ مخامختيا ته ورسېده.
پوځ تل هڅه کړې چې د پخلاينې رول ولري او د پوځي پاڅون مخه ونيسي . زمونږ بدمرغي داده چې پاکستاني ملت د اقتصادي ماتي سره مخامخ شوى. ځکه چې دا ناورين د حکومت په نشتوالي پورې اړه لري. مونږ حتي د يوه ماتي خوړلي او ناکام دولت پورې رسيدلي يو،دا هغه دوره وه چې زه يې (( دروغجنه دموکراسي)) بولم. که له سياستولى نه راوګرځو د قول اردو د مشر په توګه مې کار ډير ارامه وو. له خپلې مشرى مې خوند واخېست . ځکه وتوانيدم د خپلو کسانو روحيه لوړه کړم.
همدارنګه مې د ( منګلا) په جهيل کې د خلکو د تفريح او ساعتيرى له پاره يو ورزشي لوبغالى پرانېسته،چې د قول اردو مرکز ته نږدې پروت وو، بيړى چلول،اسکي يا يخمالک او د اوبو نور ورزشونه مې زده کړل او له ټولو مې خوند واخېست.
دغه اوس د تفريح له پاره په يوې ښکلې سيمې بدل شوى دى.
په ١٩٩٧ کال کې کله چې جنرال جهانګير کرامت د اردو مشر وو داسې ويل کېده چې د ګډو ځواکونو مشر وټاکل شم. ډيرو افسرانو احساس کاوه چې زه ممکن او يا بايد پدغه څوکۍ وټاکل شم ږ . پوهيدم چې جنرال کرامت د يوه ملکي افسر او پوځي قوماندان په توګه ماته احترام درلود. اود جګړې د روزنې په دوره کې مې استاد وو. کله چې د فرقې مشر ووم هغه مې د قول اردو قوماندان او د ګډو ځواکونو مشر وو. تل به يي راته لوړې نمرې راکولې . سره له دې چې هغه ډګر جنرال علي قلي خان خټک چې هغه يې يو منځنۍ افسر باله، په دغه دنده وګماره.
ډير حيران او مايوسه شوم. له ځان سره مې سلا وکړه چې همدا دي ډګر جنرالى په رتبې له پوځ نه استعفا وکړم اوصهبا ته مې وويل چې په دې پرمختګ هم بايد شکر وکړو. د برترى له کبله د ډګر جنرالانو په منځ کې دريم کس وم خو غوره نشوم. دا ځکه چې د پوځ پخوانى مشر جنرال وحيد کاکړ له علي قلي خان سره د ترفيع وعده کړې وه . او هغه يې وټاکه. که دغه غير عادلانه لاس وهنه نه واى شوي زه به د همدې څوکى له پاره لومړى کس وم. او علي قلي خان به دغه مقام ته ترسېدو وړاندې استعفا کړې واى. د ګډ پوځ د مشر په توګه د علي قلي خان ټاکل کيداى شي جنرال کرامت ددې له پاره کړي وي چې تر ده وروسته د پوځ مشري ورپاتې شي. همدارنګه ويل کيده چې د پاکستان ولس مشر فاروق لغاري چې د پوځ د مشر د ټاکلو واک يې درلوده په کالج کې د علي قلي خان هم ټولګى وال وو.
زه د متوسطې کورنى يو سرتيرى وم، او داسې اړيکې مې نه درلودې.
يو شپه چې د قول اردو مشر وم د منګلا په کور کې مې د نيمې شپې نه وروسته خفه ناست وم ناڅاپه د عبادت په ډول مې ېوه مفکوره ذهن ته راغله او ژر مې په کاغذ وليکله .لامې په شخصي پاڼو کې ساتلې وه.
يا خدايه: يوازېنی ژمنه چې له پوځ او خپل ملت سره يې کولى شم،اخلاص،رېښتنولي،امانتکاري او وفاداري ده. تا ماته پوهه راکړې ، چې حقيقت پيدا او هغه له درواغو څخه تفکيک کړم ، حکمت راکړه چې ستونزه درک کړم او د حل له پاره يې لار پيدا کړم.
جرائت راکړه چې خبرې وکړم او رڼا پرې واچوم، او رڼا راکړه چې حقيقت بيان کړم ، فرصت راکړ ې چې په ښه توګه مې ملت ته خدمت وکړم.
دا شپه مې په ٥٥ کلنى کې د ١٩٩٨ کال د اګست په يوولسمه نيټه وه . هغه مهال نه پوهيدم چې د خدمت کولو له پاره مې کړې دعا دومره ژر قبلېږي.
هغه وړوکى ماشوم چې په کاروان کې سپور او پاکستان ته يې سفر کړى وو ،اوږده لاره يې وهلې وه خو لږ پوهېده چې د ژوند سخت پړاوونه يې تازه پيليدونکي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery