٨ څپرکى
په پوځ کې ژوند
د ١٩٧١ کال په اوربند پسې د ځانګړو خدماتو ټولې ډلګۍ بيرته بوتلل شوې چې بيا ورغول
شي،زما قطعه د (( کمري)) سيمي ته چې د هماليا دغرونو جنوبي څنډو ته پرته ده وليږدول
شوه ترڅو هغه رپوټونه وارزوو چې ويل کېده د هند ځواکونه غواړي په سيمه بريدونه وکړي.
تريوې مياشتې زيات په دغه ناهواره سيمه کې دغه حرکتونه ترسره شول او زما تجربه ښيي
چې د نړى په لوړو غرونو کې د هېواد د پولو ساتنه څومره سخت کار دى.
لومړى مو د قراقورم په مشهورې لارې ٤٠٠ کيلومټره مزل په جيپ موټرونو سره وواهه
، چې پاکستان له چين سره نښلوي. دا سفر د ګلګيت په لور وو هغه مهال دا لاره
دبيارغاونې په حال کې وه، د لارو دګڼو بندېدنو او د ښوئيدلو غرونو څخه په تيريدو
سره دغه سفر ١٠ ورځې وخت ونېوه له ګلګيت ها خوا په جيپ موټرونو کې ولاړو بيا مو
پاتې سفرپه قچرو سره ترسره کړ. ډير ورو او په سختۍ سره د ((ګذرګاه بورزيل)) په لور
چې د ځمکې له سطحې څخه ٤٤٠٠ متره لوړ دى،ولاړو. د (( ميني مرګ)) درې ته وردننه شو،
چې د ځمکې له سطحې څخه ٢٧٠٠ متره لوړ دى او پياده مو خپل ځان (( کمرى)) ته ورساوو،
چې دځمکې له سطحې څخه ٤٠٠٠ متره لوړ دى.( کمرى)) د صنوبر په شنو ځنګلونو پوښلې ښکلې
سيمه ده. دا تجربه به زما د ژوند ترپايه راسره وي.
په دغو لوړو سيمو کې بايد دهوا يا اکسيجن له کموالي سره بايد عادت وکړې،په ژمي کې
په مترونو واورې اوري،پېچلې لاره وه خو مونږ په ښه توګه ترسره کړه. نږدې يو کال مې
په سختو شيبو کې تيرې کړ، خو هلته مې له اوسيدو څخه خوند واخېست او په ځان ډير ډاډه
ترې راووتم. په ژمې کې به مې د بيلا بيلو درو او غرونو څخه ليدنه کوله ،هغو سيمو ته
چې کمو خلکو د ورتګ جرائت کولى شو.
زمونږ دغو حرکتونو او د پوځ نندارو پر دښمن اغيز اچولى وو او په ټول ژمې کې يې د
ځمکې له لاندې سنګرونو سرونه راپورته نکړاى شول.
يو سفر مې چې په ١٩٧٢ کال کې درلود په جنجال بدل شو. تصميم مې ونېو چې له ((کمرى))
نه د کشمير مرکز مظفراباد ته يوازې سفر وکړم ترڅو د هند او پاکستان ګډه پوله هم ښه
ووينم. دا لاره ٢٨٠ کيلومټره اوږده وه چې بايد يوازې د اتموکام په سيمه کې ٢٠٨
کيلومټره پياده تللي واى. له خپلو ٦ ساتونکو او سرتيرو سره مو له (( کمرى)) سيمي نه
مزل پيل کړ،اوله موخه مو د (( نګرون)) سيمه وه چې ٦٤ کيلومټره واټن يې درلود. مونږ
د (( ګذرګاه کمرى)) چې د اوبو له سطحې څخه ٤١٠٠ متره لوړ وو تير شو. له څو لوړو
غرونو چې ٣٦٠٠ متره لوړ وو تير او بالاخره د ((نګرون)) درې ته ور ورسيدو.
په دغه ٣ ورځني سفر کې له یوه انسان سره هم مخامخ نشو .يوازې له سپيده چاوده د ورځې
تر يوولسو او بيا د ماسپښين له دريو څخه مو تر لمر لوېدو پورې مزل وکړ. ځکه چې د
واورې ښوئيدل يا برف کوچونه معمولا د ورځې د ١١ او ٣ بجو په منځ کې واقع کېدل. سره
له دې چې په دغه سيمه کې مزل هر وخت خطرناک وو . ځکه کله ناکله به لوړ غږ کولو هم
واوره ښويوله او برف کوچ به راتلو.
کله چې له ((نګرون)) نه روان شو له ډيرو ښکلو سيمو سره مخامخ شو د (( کيشن ګنګا))
سيند د هندي کشمير نه چې د پاکستان خواته رابهيږي چې بيا د ( نيلوم ) د سيند په
نامه ياديږي.
زمونږ سفر له نګرون څخه د (( کيل )) په لوري تر (( اغوقام ، نيلو )) پورې ترسره شو.
د ځمکې د سر جنت خو همدې ته وايي.
کله چې ختيځ پاکستان زمونږ له بدن نه جلا او بنګلاديش ترې جوړ شو د بوټوکڼې څوکۍ چې
پاتې پاکستان کې ورپاتې وې هغو ته يې شکمن مشروعيت ورکړ. په هرحال هغه د پاکستان
ولسمشر شو.
خو د اساسي قانون د نشتوالي په بهانه يې وکولي شو تر څو د پوځ قانون جوړوونکى هم
پاتې شي هيڅ داسې خنډ نه وو چې بوټو د ١٩٦٥ کال له اساسي قانون نه کار اخېستى واى ،خو
هغه له خپل واک نه خامه ګټه پورته کړه. حقيقت خو دادى چې په پيل کې د بوټو ملاتړى
وم ،ځوان،تحصيل کړى او فعال سړى وو. د ولس مشر ايوب خان د رياست پر وخت يې ٨ کاله د
حکومت کولو تجربه درلوده ، خو د وخت په تيريدو سره مې د بوټو په اړه نظر بدل شو.
جاويد ورور مې چې دسويل لويديځ سرحد د ځانګړي وزير اصلي منشي و راته وويل چې بوټو
ښه سړى ندي او هېواد بۀ وران کړي. ورور مې رښتيا وويل ، ومې ليدل چې په څۀ ډول مې
هېواد په ځانګړي توګه اقتصاد يې د ملي جوړونې د پوچې مفکورې لاندې ورک شو.
همدا رنګه د بوټو د (( اسلامي سوسياليزم)) د مقولي تر نوم لاندې د هېواد بنسټونه
برباد شول. بوټو په کرار، کرار زمونږ د ټولو ملي صنايعو اداره په خپل لاس کې
واخېسته، د فولادو جوړولو، کمياوي موادو،سمنټو،کشتى چلونې،بانکدارى، بيمي ،د ګاز او
برېښنا د وېشلو او همدارنګه د وړو صنايعو لکه د وړو ژرندې او ميلونه، د وريجو د
پاکونې کمپنى او د خصوصي ښوونځيو او کالجونو ادارې هم د هغه لاس ته ورغلې ،چې زمونږ
د ښوونيز نظام د خرابوالي پيل جوړوي.
بوټو نه يوازې په ډيموکراټيک يا ولسواکه توګه حکومت ونکړ ، بلکې يو مستبد او
ډکټاټور هم وو. هغه د ورځپاڼو د مديرانو ،خبريالانو، کارتون اېستونکو په ګډون خپل
ډير مخالفين زندان ته واستول. هغه واقعا نژاد پالونکى وو او هيله يې وه چې تل حکومت
وکړي.
داپه خپله يوه غميزه وه، ځکه چې د بوټو په څير کسانو هېواد ته ډير څه کولى شول. کله
چې د بوټو حکومت پاى ته ورسيد، زه دې پايلې ته ورسيدم چې بوټو هغه بده پدېده وه چې
پاکستان تجربه کړه. لاهم په دې باور يم چې بوټو تر بل هر کس ډير ورانى کړى ، دومره
ورانى چې لايي جوړولو ته نوبت ندى رسيدلى.
هغه لومړى سړى و چې له مذهبي حقونو يې ناوړه ګټه پورته کړه، هغه الکولي مشروبات او
قمار منع کړ او د يک شنبې رخصتي يې جمعې ته بدله کړه ، خو ټول پوهېدل چې هغه دې
ارزښتونو ته درناوى نه درولود او دا کارونه دهغه ريا وه.
لا جګړن وم چې د يوې معتبرې زده کړې له پاره په ١٩٧٤ کال کې د افسرانو د مشرى په
کالج کې غوره شوم. دا دوره مې په خوښى سره پاى ته ورسوله. لږ وروسته په کراچى کې په
٢٠٦ نمبر لوا کې د جګړن په رتبې وګما رل شوم چې په پاکستان کې د يوه جګړن له پاره
ډيره غوره دنده ده ،چې وروسته دغه لوا د بلوچستان د (( سوى اوکوهلو )) په سيمه کې د
قبايلي ياغيانو دعملياتو سره مخامخ شوه. ددغې سختې دندې پرمهال فوق العاده خاصې
تجربې د پلان جوړولو او عملي کولو په برخه کې ترلاسه او زده کړي.
ما د يوه افسر په توګه په کوهلو کې د ځينو قومي مشرانو سره ښې اړيکې ټينګې کړې او
ځينې مې تر خپل کنټرول لاندې راوستل، په دغه کار کې د يو لړ خطرونو سره بريالى شوم.
يو ځل د (( مري )) وحشي قبيلې مشر د سهار ډوډى ته په يوه غره کې مېلمه کړم . چې
زمونږ له پوځې اډې نه ٥٦ کيلومټره ليري وو، ملمستيا مې ومنله . له يوه ډرايور يا
موټر چلوونکي او مخا برې سره په جيپ کې سيمي ته وخوځيدم .يوه تفنګچه راسره وه، دا
له پوځي قانون نه تيرى و،چې ويل به يې کله چې يو افسر خطرناکو سيموته سفر کوي بايد
له يوه پياوړي ساتونکي سر هغه هم په ل.....٥ پټ ولاړ شي.
دا کار مې يوه بيباکي وه .ځکه پوهيدم چې بلوچ قبايل سوله خوښوي او هغې ته درناوى
لري. دغې لوبې مې ښه پايله لرله (( پيرداداني )) ميلمه پال يا زما کوربه ،ټوله لاره
د خپل قوم په وسله والو ډکه کړې وه. ترڅو د خپل ميلمه ساتنه وکړي. تر دې وروسته مې
(( پيرداداني)) ملګرى شو او تل به يې زمونږ له اډې نه ليدنه کوله . پوره زموږ همکار
شوى وو.
بلوچستان د پراخوالي او مساحت له کبله د پاکستان لوى ،خو د وګړو د شمير له کبله
وړوکى ايالت دى او د پاکستان وروسته پاتې ايالت هم دى . ددغه ايالت ٤٠ فيصده او
سېدونکي پښتانه چې د سرحد ايالت او د شمال غربي سيمو د اصلي اوسيدونکو نسل دى او ٦٠
په سلو کې يې بومي بلوڅان دي.
بلوڅان په قبيلوي ټولنه کې ژوند کوي او نژاد يې له ٧٧ قبيلو څخه جوړ دى. يو شمير تل
پکې د دولت ضد يا مخالف وو.
بلوچستان له اداري کبله ازاده يا (ب).سيمه بلل کيږي چې دولت پر دغو سيمو پوره واک
نلري او سيه ييز مشران يا سرداران پکې مهم رول لري . يوازې ٥ په سلو ( الف) سيمه د
ه ،چې دولت پکې قانوني اداره لري. د بلوچستان يو شمير سردارانو په څو لسيزو کې له
وسله والو مزدورانو نه نيمه پوځي ځواک جوړ کړى او په پاکستان کې يې دحکومت په راتلو
سره له هغوى نه ناوړه ګټه پورته کړي او هغوى يې وسله وال کړي دي.
ما له ځان سره ژمنه وکړه چې د (( ب)) ټوله خپلواکه سيمه به د ((الف)) په څير کوم او
د دولت واک به پکې چلووم. تر اوسه مې له ٢٦ خپلواکو سيمو نه ١٤ يې د دولت تر واک
لاندې راوستې دي.
يوه بله تل پا تې تجربه دکوماندې لاندې لوا يو همکار مې د سيلاب ځپلو سره د بشري
مرستو په عملياتو بوخت وو. په ١٩٧٦ کې کله چې واورې ويلې شوې او طبيعي يخچالونه
اوکنګلونه د غير عادي بارانونو له اورښت سره يو ځاى ددې لامل شول چې ټول سيندونه په
ځانګړي توګه ((اندوس)) سيند ډير ډک او په څپو شي او په پاکستان کې بد سيلاب راووزي.
تر ټولو زيات زيان د سند ايالت ته ورسيد. زمونږ لوا د (( سوکور)) سيمي ته وليږل شوه
، چې سخته سيلاب ځپلې وه .
د لوا مشر وويل چې په کانا ل کې د د رز د ډکولو مسووليت په غاړه واخلم .داکار مې له
مسووليت نه بهر د لوا د ارکان د رئيس په توګه و، خو د هغه باور له مخې چې راباندې
شوى و او هغه ننګونه چې په دې کار کې ورسره مخ وم، ومې منله. هغه کسان چې راکول شوي
وو بې مثله وو. پردې سربيره د پوځ انجنيران، دسند د جنګي قبېلې ٢٠٠ قهرمانان او ٢٥٠
پابنده بنديان چې د (( سوکور)) له زندان څخه وو زما په واک کې راکړل شول. ددغو غير
متجانسو يا مختلفو ډلو او کسانو څخه مې يوه ډلګۍ جوړه کړه او ټوله شپه مو په
کارکولو سره هغه درز يا چاود بند کړ.
کله چې سبا سهار د لوا امر د وضعيت د ارزولولپاره راغى ،حيران شو ، ډير خوشحاله وو
او ددې کار له کبله يې ډير وهڅولم.
د لوا مشر نه يوازې د رئيس ارکان په توګه وپيژندم ، بلکې د يوه زوړور رهبر يا مشر
په توګه چې په ټول شوق سره په هره بيه چې وي کولى شم خپل راسپارل شوى کار ترسره
کړم.
په دغه دوره کې سياسي صحنه ورځ تر بلې تياره کيده. دبوټو ظالمانه،مستبد او
ديکټاټوره واکمني د ټولو خلکو نه وه خوښه. هغه د (( نازي ګشتاپوى )) په څير(( فدرال
امنيتي ځواک يا اېف اېس اېف)) جوړ کړ، چې ډير منفور او ډاروونکى و. د هغه شخصي راشه
درشه له دوستانو،همکارانو،او دښمنانو سره دومره بې ډوله او بد رنګه وه، چې خلکو به
ترې کرکه کوله ،خو دا احساس يې له وېرې نشو په ډاګه کولى. هغه د (( لالي )) په سيمه
کې د سياسي بنديانو توقيف خانه جوړه کړه ترڅو خپل مخالفين انسانان کړي.
وضعيت د شا ه په وخت کې ايران ته ورته او يا د صدام په وخت کې عراق ته ورته وو .
ويل کيږي چې بوټو د خپلو کارکوونکو لکه د پوځ د مشر جنرال ضيآالحق پر وړاندې
سپکونکى چلند غوره کړى وو چې دا چلند د ټولو مخالفينو د يو والي لامل شو.
په دې وخت کې وو چې بوټو د ١٩٧٧ کال د انتخاباتو خطر ولېدلو اوهغه يې واخېست ،ترڅو
خپل مشروعيت ثابت کړي . ورسره يو ځاى شوي مخالف اپوزسيون ته يې د سياسي ائتلاف رنګ
ورکړ او پر هغه يې د (( پاکستان ملي ائتلاف يا پي اېن اې)) نوم کېښود. د ټاکنو د
تبليغاتو په وخت کې بوټو يا خپل اعصاب له لاسه ورکړي وو او يا دده د ځينو ملګرو په
وينا هڅه يې کوله په پارلمان کې ٢پر٣ څوکۍ وګټي اوپه اساسي قانون کې د پارلماني
نظام ډول واړوي.د رايو په بکسونو کې ستر تقلب وشو. دومره اختلاس او لاسوهنه چې خلکو
خپل ډاډ له لاسه ورکړ او لاريونونه يې پيل کړل.
څو ځلې دغه لاريونه په تاوتريخوالي واوښتل. خو د لاريونونو مشري د پاکستان د ملي
ائتلاف له خوا کېده. پوځ د لاريون او تاوتريخوالي د ځپلو لپاره لاهور ته وغوښتل شو.
بوټو په لاهور کې پوځي قانون اعلام کړ، خو سترې محکمې رد کړ.
يو ځلې خو وضعيت دومره خراب شو چې پوځ ته پر لاريون کوونکو د ډزو امر هم وشو. د پوځ
درې جنرالان ډير زوړور و او دغه امر يې ونه مانه او پر ځاى استعفا غوره وبلله.
دغه جنرالان او افسران ( جنرال اشفق کندل ، جنرال نيازاحمد او جنرال اشتياق علي خان
) و،چې وروسته له پوځ نه ووتل.
په پايله کې دا وضعيت پاى ته ورسيد او جنرال ضياالحق د ١٩٧٧ کال په جولائ کې د
ذوالفقار علي بوټو حکومت رانسکور کړ. د اساسي قانون تر ځنډېدلو وروسته په هېواد کې
پوځي قانون اعلام شو. زه لا جګړن وم چې د ٤٤ توپچي ګرځنده غونډ د مرستيال په توګه د
(( خريان)) سيمي ته واستول شوم.
رفيع اعلم چې هغه وخت تورنجنرال او په (( خريان)) کې زمونږ عمومي مشر وو ،په
راولپنډى کې د پوځې اډې په مرکز کې د پوځي قانون د پلي کولو مرستيال وټاکل شو. هغه
زما د مسلکي کارونو سره ورځ تر بلې مينه پيدا کوله. له دوو نورو افسرانو سره يې د
پوځي مشرى په اډې کې د پوځي قانون د پلي کولو له پاره پنډى ته وغوښتم، وضعيت
غيرعادي وو.
په ١٩٧٨ کال کې د ډ ګرمنى رتبې ته اوچت شوم .د ٤٤ ګرځند توپچي غنډ مشري راوسپارل
شوه، چې د زرهدار يا زغروالې فرقې يوه برخه وه.
په پيل کې د ګرځنده ٤٤ توپچې لوا مشري راته وړانديز شوه اوراته ويي ويل ،هلته به
ارامه وې، ځکه دا يوه پخوانى جوړه لوا ده ماونه منله .د هغه پر ځاى مې د ٤٤ ننګونکې
لوا ترلاسه کولو ته ترجيح ورکړه .ځکه چې په ګجرات کې پرتو کسانو راته غږ کړ. او
اړتيا وه چې د هغوى سټنډرډ پورته کړم. په دغه قطعه کې د دوه کاله مشرى په ترڅ کې مې
له هغوى نه يو ټيم جوړ او هغوى ته مې د بريا ډاډ ورکړ.
دا ټولګۍ په لوبو کې ناتوانه وو د فوټبال په يوې سيالۍ کې صفر د نهو په وړاندې له
ماتې سره مخامخ شو،وروسته مې تکړه لوبغاړي وموندل.
او بل کال د کال قهرمان شولو او د عمومي مشر له خوا وهڅول شوو. مهمه داوه چې يوه
غير فعاله قطعه مې د لوبو په برخه کې له فعالو قطعو سره سياله کړه، د يوه مړه حالت
ژوندي کول اسانه کار ندى،د بنسټ نه ښې رهبرى ته اړتيا لري او بايد د خپلو کسانو په
مخکې وي او خپلو ټولو کسانو ته په ټولو برخو کې روزنه ورکړي.
يو مشر بايد عادل،استوار،مهربان او خپلو کسانو ته متوجه وي اوبايد دهغوى نيکبختي ته
يې پام وي او حتي د هغوى شخصي ستونزو په حل کې مرسته ورسره وکړي. داهغه وخت دى چې
ته به د دوى د احترام او اطاعت کچه ترلاسه کړې، په وياړ سره ويلى شم چې تل د خپلو
لاندې ملګرو د محبت لاندې وم، او هغوى هر کار په ورين تندي کاو.
سهار بۀ مې له هغوى سره منډې وهلې، له هغوى سره به مې فوټبال،بېس بال،هاکي او
واليبال کاو،په سپکو وسلو به مو ورسره نښې وېشتې له زياتو مې ښه نښه درلوده. دمنډې
وهلو پرمهال به مې دخنډونو په اړه هغوى پوهول چې په څه ډول يې له وړاندې ورته فکر
وي. تل به يې راته احترام کاوه او زه ورته ډير اغيزمن کس ښکاريدم.په څو برخو کې يو
له هغو کسانو څخه وم چې د خپلو کسانو د ټپي کيدو سمدلاسه وروسته روغتون ته ورتلم او
هغوى ته مې وينه ورکوله، د يوه روغ ځوان له پاره د وېنې ورکول کومه غټه خبره نده.
خو کله چې سرتيري وويني چې د هغوى مشر وينه ورکوي نو دا هغوى ته ستره معنا لري. په
لويه کې د لوا مشري ډيره بريالۍ وه. زما بآور يې زيات کړ او زه يې د يوه ښه مشر په
توګه خپلو کسانو ته وروپيژندلم او تل به پدې بآور وو چې رهبري او مشري کول يو هنر
دى ، نه علم،تر يوې اندازې هغه زده کولى شو، خو تر ډيره خداى ورکړى استعداد دى.
مشري مې بريالى وه، ځکه ماترې خوند واخېست،ځکه بختور وم چې تورنجنرال رفيع اعلم زما
مشر وو. فکر کوم زه يې د يوه ښه افسر په توګه په خپلو ملګرو کې وپيژندلم.
داخبره دهغو خبرونو پر بنسټ کوم چې زما په اړه يې ليکلي وو . بله داچې زه يې له
بهره دې دندې ته غوره کړم، چې د پوځي قانون د پلي کولو مرکزي دفتر ته ورشم،چې د ا
د((ډګرمنۍ)) په رتبې زما ګومارل وو. هغه زه د پوځي قانون دپلي کولو له پاره د
ډګروال په توګه ونومولم او په دې برخه کې يې راته پوره ازادې راکړه. پرما يي دومره
باور درلود چې يوه ورځ يې دفتر ته ورغلم له ليرې واټنه مې واورېدل چې په ټليفون کې
يې وويل :که زما د پوځي قانون د پلي کېدو مشر (( ما )) هر څه امر کړى وي سم کار يې
کړى. حتي د ټليفون تر شا د شکايت کونکي کس خبرو ته يې همغه مهال او بل هيڅ وخت غوږ
ونه نېوو.
خپل ځان مې کنټرول نشو کړاى او په ډاګه مې ورته وويل قوماندان صاحب تاسو پر خلکو
ډير باور کوى ،څوک مو ونه غولوي . هغه په ځواب کې وويل زه پوهيږم چې پر چا باور
وکړم.
تورنجنرال رفيع اعلم او ځينو نورو لوړ پوړو مشرانو د مشرى لاس راکړ .هڅه مې وکړه
دهغه له ډيرو صفاتو څخه پيروي وکړم. يوه ورځ په سختې ګرمۍ کې چې د فارنهايټ
درجه((١١٠ )) ته رسېده د يوه اوږد تمرين وروسته جنرال اعلم زه ديوې غونډۍ سرته
وغوښتم چې له هغه ځايه يې زمونږ کتنه کوله. کله چې ور ورسېدم يوه کارکوونکي يې يخ
څښونکي ورته راوړل .مخکې له دې چې جنرال اعلم په هغه څکه وکړي ماته يې وکتل چې له
تندې مې شونډې وچې وې سمدلاسه يې لاس زما خواته را اوږد کړ او يخ څښونکي يې ماته
راکړل او په ټينګار سره يې وويل واخله زويه تر ترما ورته زياته اړتيا لري او لايق
يې چې ما هم په سر واړول.
دځواکونو دمشرى په پرتله د پوځي قانون د اجرا په مرکز کې د کار کولو توپير درلود
اوغير طبيعي وو. خو په دې ماموريت کې مې زده کړل چې يو انسان کولاى شي د عدالت په
اجرا کولو او د حکومت په قوي کېدو کې اغيزمن تمام شي.
ما خپل وړوکې برخه د راولپنډى له فرقې څخه چې د پنجاب د ايالت له ٥ فرقو څخه يوه وه
ترسره کړه. زما دغه محدود ماموريت په هغه ځاى کې د مد ني حکومت د کارکړنو سره اشنا
کړم او ويې پوهولم چې له غير پوځي کاغذ پرانيو سره څه ډول چلند وکړم.
دجنرال ضياالحق په وخت کې يوه خرابه جزا داوه چې مجرمين به يې په قمچينو وهل. پوه
شوم چې يوازې غريب کسان دغه جزا ويني ، نه ماړه اونه پيسه دار خلک .يوه ورځ مې
تصميم ونېوه چې د پېنډۍ زندان ته ولاړ شم او په خپله دغه وهل ووينم د عدالت د اجرا
کولو له پاره ددغو وهلو په مراسمو کې حضور د کار يوه برخه وه. په قمچينو وهل يوه
سپکوونکي جزا وه چې زه يې په خپله شاهد وم.
زندانيانو ميزونه او کوچونه چې يو څه کيک او کلچې پرې اېښي وې تيار کړل((کلو سيوم
درومان)) تصوير مې ذهن ته راغى. هغه وړوکى کار چې ما کولى شو داوو چې ووايم دا کيک
او کلچې ژر يو خوا کړى.
يوه بيچاره چې ٥ قمچيني جزا يې وه، يوازې يو نرى کميس يې اغوستى وو او د X په څير
تړل شوى وو . هيڅ ونه ښوريده .وهونکي لنګ اغوستى وو په سخت ډول يې وواهه او په
دريمه قمچينه ېې چيغې کړې، څلوم او پنځم وار مې هم وليد . کله يې چې خلاص کړ پر
ځمکه ولويد په وجود کې مې ېې ويني وليدلې ، بيا مې داسې سپکوونکى هيڅ ظلم ونه ليد.
داوضعيت مې تورنجنرال رفيع اعلم ته ووايه او ترې ومې وغوښتل چې لږ تر لږه په قضايي
ادارو کې دغه غير انساني چلند ته پاى ورکړي. دغه مهربان مشر مې خبرې ته غوږ ونېوه
او قضايي ادارو ته يې وويل چې نور دې بيچاره خلکو ته دداسې جزا حکم نه ورکوي.
د پوځي قانون په مزه هله پوه شوم چې پوليسو ته مو امر وکړ چې ټول بدمعاشان وپيژني
او را ودې نيسي، چې نظم او قانون ښه شي . هغوى د خپلو څيړنو په اساس دوه ډوله خلک
ګير کړل او ويي ويل چې په دې کسانو کې د ښځينه و دلالان شامل وو، چې د راولپنډى د
مړو څراغونو له سيمي نه يې راوړې وو . پوليسو ته مو نفرين ووايه اود هغوى د ازادى
امر مو صا در کړ. هغوى د پوځي قانون دمشرى مرکز ته راغلل او شعارونه يې ورکول چې ((
ډګروال مشرف زنده باد)) مجبور شوم هغوى ته مې وويل که دا سيمه مو خوشې نکړه نو د
بيا نېولو امر به مو ورکړم.
خلاصه دا مو د پوځي قانون په دوران کې تجربه وه . يو لړ درسونه مو هم ترلاسه کړل .
په پيل کې چې کله د پوځ په قانون کې راګير شوو له خپلو اصلي دندو بل خوا ته ولاړو.
او د پوځي عملياتو په روزنه او تياري يې منفي اغيزې وکړې . بل داچې کله پر مدني
حکومت پوځي قانون وضع کوې دمدني حکومت کارونه له پڅوالي سره مخامخ کيږي او کله چې
پوځي قانون له منځه ځي نو مدني چارې په غير اغيزمنه توګه له پرمختګ نه پاتې کيږي.
هر قانون چې رامنځته کيږي قربانيان يې غريب خلک وي. د پوځي قانون په دفتر کې مې د
خپل ټول کار په دوره کې هڅه وکړه له غريبو خلکو سره نرم چلند وکړم او هغوى ته
اسانتيا ورکړم او له معتبرو کسانو سره مې جدي چلند کاوه .زما باور دادى چې غريب کس
ممکن د عذ ر له پاره يو دليل ولري ، ځکه دولت ورته څه ندي کړي . خو غني يا موړ کس
چې رشوت اخلي بايد سخته جزا ورکول شي ځکه چې هغه ورته اړتيا نلري.
د ١٩٧٨ کال په جولاى کې مې دوه مياشتې رخصتي واخېسته، چې له خپلې ميرمنې سره بهر ته
په چکر ولاړ شم، لندن ته ولاړو ، او د دولت په يوه کور کې اوسيدو بيا وروسته د
امريکا شيکاګو ته د نويد ورور کور ته مو ولاړو. د يوه اوږده سفر يعنې پاکستان ته د
تلو له پاره مو يوه ټويټا موټر واخېست. ښکلې تجربۀ وه موټر مو دکنسرو دخوړو، دګازو
په ډبه،خيمې،هوايي دوشکو او دوو بالښتونو ډک کړ ، او سفر ته مو دوام ورکړ. د نړى
ګرځېد نې او توريزم له کبله مو غوره کړې لار ښۀ وه.
((درېېن )) سيند مو ونيو له المان نه تير شو او د سيند په وروستيو څنډو کې مو ښکلې
منظرې او ابشارونه وليدل او سويس ته ورسيدو. له (( لويسرين)) نه د ايټاليا په لوري
وځغليدو او د ګومو په جهيل کې مو دمه وکړه . چې د خپلو مطالعو له وخته مې د ناپليون
په تبليغاتو کې پيژانده. وروسته بيا دايټاليا له ميلان نه د (( ونس)) په لورې
وخوځيدو چې دوه ورځې پاتې شو. وروسته د سيند له لارې (( يوګوسلاويا)) بيا د
((ادرياتيک)) ساحل بيا ((يونان)) ته د اجين له لارې او بيا له هغه ځاى نه ترکيي ته
د تورې بحېرې له لارې ولاړو . هره سيمه بۀ مو چې خوښه شوه دوه درى ورځې په مو پکې
تيرولې. دغه سفر يو کال او ٧ ورځې ونېولې ، او داسې سفر دى چې خاطرو ته يې درناوى
لرم.
...............................................
په ١٩٧٩ کال کې د (( افسرانو او مشرانو کالج)) ته د استاد په توګه وليږل شوم دا هغه
ارزښتمن ماموريت دى چې لوړ پوړو ډګرمنو ته ورکول کيږي. دا هغه ځاى وو چې ما خپلو
عمومي وينا کولو ته پکې پراختيا ورکړه. له استادانو سره لکچر نوټونه وي، چې مونږ
ورته (( تصويرونه )) وايو ځکه چې پرکاغذونو د رنګ په ډول تصوير شوي وي.
ددغه کار له ترسره کولو څه موده وروسته مو تصميم ونيوه چې بې له تصويرونو درس
ورکړو، چې په دې ډول د خپل عملي ژوند فکرونه او تجربې زده کوونکو ته وړاندې
کړو.بريالى او وتلى روزونکى يا استاد وم.
دوه کاله مې له ١٩٧٩ څخه تر ١٩٨١ پورې هلته تير کړل. له مسلکي نظره راته فوق العاده
ښه وو. له ټولنيز کبله هم خوندور کلونه وو . ځکه چې په يوه وړه ټولنه کې مونږ ژوند
کاوه .صهبا او ماشومانو مې هم له دغو کلونو ښه خوند واخېست.
زه د پوهنځي نه د بهر پروګرامونو مسوول وم . دغه کار خپل خطرونه هم درلودل . په
١٩٨٠ کال کې با يد د (( پلاتين)) مراسم ولمانځو. دغه پوهنځى په ١٩٠٥ کال کې جوړه
شوې وه .داسې برابر شوي وو چې ولسمشر ضياالحق دغه مراسم پرانيزي داسې وويل شو چې
ځانګړۍ مازديګرى پروګرام برابر کړم.
دا کار مې د پاکستان د فرهنګي نڅاکوونکو د يوې ډلې په ګومارلو او رابللو سره برابر
کړ چې يوه ننداره به ترسره کوي. دغه ګډا کوونکي د پاکستان له مشهورو
سندرغاړو،نارينه او ښځينه وو څخه جوړ وو،چې نړى ته يې د پاکستان فرهنګ ښولۍ و.
تر مراسمو دوه ورځې وړاندې دغه هنرمندان له لاهور نه د کويټي په لور په ريل کې
وخوځيدل، د خپل مشر له لورې راته پيغام راورسيد . د خواشينى په ډول يې راته وويل
ولسمشر نه غواړي سندرې او نڅا په مراسمو کې ترسره شي،په ځانګړې توګه د ښځو له خوا،
اوبل داچې حتي ولسمشر نه غواړي کومه فرهنګي ډله کويټي ته ولاړه شي،ماته يې ټکان
راکړ. له ډيرو اعتراضونو سره،سره راته وويل شول چې د ولسمشر امر دى بايد اجرا شي.
کاروان وړاندې د کويټي په لور خوځيدلي وو ، څنګه مې هنرمندان کويټي ته له تلو منع
کړي واى .د سند د ايالت د (( لسوکور)) په سيمي کې مې يوه سيمه ييز چارواکي ته چې
جنرال وو په نيمه شپه کې زنګ وواهه، او سپينه کېسه مې ورته وکړه . ترې ومې غوښتل چې
کاروان ودروي او هنرمندان بيرته لاهور ته راستانه کړي.
د جنرال ځواب ډير غير دوستانه او خراب وو، چې په څه ډول يو ډګرمن په نيمه شپه کې يو
جنرال له خوبه راپاڅوي او دنده ورسپارې. مجبور شوم کورته ولاړم بيامي ورته وويل چې
ولسمشر ته هم دده او هم زما اعتبار په همدې ماموريت پورې اړه لري. کله يې چې سست
ماغزه بيدار شول،په بيړي سره يې په کار لاس پورې کړ، او په ښه توګه يې دغه دنده
ترسره کړه. د سهار په دوو بجو دا کار وشو ، خو کاش هلته واى ، چې په څه ډول دغه
هنرمندان چې سبا بايد په کوېټه کې واى اوبيرته په همغه ورځ سپاره شوي ځاى ته
راورسېدل،عکس العمل ښکاروي.
ولسمشر ضياالحق هغه څه چې بوټو د خپل رژيم واک پر وخت پيل کړي وو په ١٩٨٠ لسيزه کې
پوره کړل، د جنرال ضياالحق مذهبي تګلارې سياسي بنسټ هم نه درلود د بوټو په اعدامولو
يې له هغه نه يو شهيد جوړ کړ او د (( پي پي پي)) ګوند يې پياوړى کړ.
ښاغلي ضيا د اساسي قانون له جوړېدو او د مذهبي حقونو له ورکړې سره خپل ملاتړ وکړ،
او هغه په اساسي قانون کې مذهبي مراسمو ته زياته توجه وکړه چې د مذهبي ډلو ملاتړ
ترلاسه کړي، چې حتي موسيقي او تفريح رسما منع شوې.
په داسې حال کې چې ماته وويل شول چې هغه په خپله له کلاسيکي موسقى نه خوند اخېست.
له روزونکي نه بيرته زده کوونکى شوم د (( دوسله والو ځواکونو د جنګ)) د دورې د زده
کړې له پاره د ملي دفاع کالج(( اين ډي سي)) ته يې اسلام ابآد ته وليږلم. دا د يوه
افسر له پاره ډير مهم پرمختګ دى .ځکه که يې دغه کالج نوي لوستى د جنرالۍ رتبې ته
نشي رسيدلى. په دغې روزنيزې دورې کې تاريخي،پوځي،استراتيژيک پوځي،سياسي جغرافيه او
تر ټولو مهمه عملياتي ستراتيژى مهمې برخې دي.
عملياتي ستراتيژى د جګړې د څو رېښتينو لوبو او تمرين په واسطه د نقشې پرمخ لوست
ورکول کيږي ،فکر کوم د رياضى پوهې مې د جګړې مهم او اصلي عناصر لکه د زمان يا وخت
او ځاى يا مکان او ورپورې اړوندو مسايلو پيژندل راته اسان کړي وو.
دغه روزنيزه دوره مې په لوړو درجو سره پاى ته ورسوله ،او د ښو زده کوونکو يا
محصلينو په کتار کې راغلم.
دغه راته د سترې مشرى يا په اداره کولو کې راته اغيزمن تمام شو. ددې دورې په پاى کې
مې ځان د يوه داسې افسر په توګه پيدا کړ چې پر ځان پوره باور لري. دا هغه وخت وو چې
پوهېدم که ټول کارونه په مراد سره ترسره شي ډير ژر به د جنرالى لوړې رتبې ته
ورسيږم.
د جنګي چارو د زده کړې تر دورې وروسته بيا د ((خريان)) سيمي ته وګرځيدم او دا ځل مې
د ١٦ ګرځنده لوا مشري په غاړه وه . همغه قطعه چې په تشکيل کي يې په ١٩٦٥ کال کې له
هند سره جنګيدلى وم.
هغه مهال ډګرمن وم، چې بل ځاى د ډګروال په صفت د پوځي قانون د اجرا کولو له پاره په
راولپنډى کې مقرر شوم. دا دوره مې د ډ ګروال رفيع اعلم تر مشرى لاندې،کار غوندې
خوندوره نه وه. په څو برخو کې موږ له يوه او بل سره په ټکر کې راغلو.
يو ځل په سړک کې يو خنډ وو پوليسو ته مې وويل چې دا ليري کړى چې د خپل مشر له
ټليفوني ګواښ سره مخامخ شوم .بله ورځ له خريان نه د پوځي قانون د اجرا دفتر ته
راغلم،په غمجنه روحيه دفتر ته ولاړم او ترې و مې غوښتل له دندې مې خلاص کړي او
اجازه راکړي چې د خپلې لوا مشرى ته مې ور وګرځم؟ ورته ومې ويل ددې له پاره ځم چې که
د ښو کارونو له پاره ګواښل کيږم په راتلونکي کې به ونه توانيږم څه ډول تصميم ونيسم.
دې خبرې هغه ته ټکان ورکړ او زما د کارونو عمومي ستاينه يې وکړه او ډاد يې راکړ .په
همدې سره مې د نظامي قانون کار ته دوام ورکړ او له نيکه مرغه چې هغه له ماسره په
خپل چلند کې ډير احتياط کاوه.
له ١٩٨٣ څخه د ١٩٨٤ کال تر نيمايي پورې د پوځي عملياتو د مرستيال يا ( ډي ډي ايم
او) په توګه وټاکل شوم او همدارنګه دا تائيد شوه چې د بريدجنرالۍ رتبې ته ترفيع
وکړم .خو موقتا مې د ډګروال په صفت کار وکړ. ځکه په دغه اداره کې د جنرالى کوم بست
خالي نه وو.
د پوځي عملياتو په رياست کې مې کاري دوره هغه ډول چې بايد مکافات شوى وم نه وه، ځکه
چې رئيس د خپلو لاس لاندې کسانو ته د زده کړې ورکولو مهارت نه درلود. سره لدې چې په
لوړو خانو کې د عملياتي پلان د جوړونې شاهد وم. کله چې د هند او پاکستان ترمنځ د ((
سياچين)) په سيمه کې په طبيعي يخ بندونو کې جنګ وو ،ددغو يو شمير پېښو مسووليت زما
په غاړه ووچې تر نن ورځې جګړه روانه ده.
(( سياچين )) د هند پاکستان او چين په منځ کې ستر طبيعي يخ کنګلونه دي ، چې د
قراقرم په سيمه کې موقعيت لري. د پاکستان له خوا د ((سالتورو)) په سيمي سياچين ته
رسيدل چې (٥٢٠٠ څخه تر ٦٤٠٠ مترو پورې لوړ والۍ لري بنده شوې. په کال ١٩٨٣ کې پوه
شوم چې هند په پرله پسې توګه د سياچين په طبيعي کنګلونو کې پوله ماته کړې وه . کومه
چې پاکستان پورې يې اړه درلوده.
د ځانګړي خدماتي ډلګۍ يوه ټيم مو سيمي ته وليږه ترڅو دغه رپوټونه وارزوي او د پولو
ماتول تائيد کړي. ځکه په خپله د يوې متروکې اډې علايم په کنګلونو کې ښکاريدل.
د قوماندې په عمومي مرکز کې مو د سالتور په سيمه کې د ( پخثان) په اوبو د تيريدونکو
سيمو د نېولو له پاره پلان جوړول پيل کړل. دغه سيمه د سياچين په کنګلونو کې پرته
ده.
اوبه روانې وې او مونږ په تقريبا ٤٨٠٠ مترو لوړو سيمو او منفي ٥٠ درجې يخ کې مو د
عملياتو د اجرا تجربه نه درلوده. سياسي تصميم داوو چې څه وخت دغه لار لاندې کړو.
وخت ډير مهم وو ځکه کيداي شي د سالتور په سيمه کې د سياچين ددغو سيمو تيريدونکو
لارو د نېولو هڅه په فکر کې ګرځېدلې وي.
د مارچ په لمړى مو وړانديز وکړ ترڅو زمونږ سرتيري په ډاډه توګه له هغوى نه وړاندې
خپلو موخو ته ورسيږي . ځکه دغه وخت د ژمي بدۍ تازه تيري شوې وې. خو دغه نظريه د
شمالي سيمو د مشر جنرال له خوا چې د سيمي په اړه يې معلومات درلوده ،رد شوه. هغه په
دې باور وو چې د مارچ په مياشت کې به يې ځواکونه د ډير يخ او نا هوارې سيمي له کبله
خپلو موخو ته ونه رسيږي. د هغه پر ځاى يې د(مى) لمړى ورځ وړانديز کړه.
ددغه جنرال نظريه ومنل شوه ځکه چې د سيمي مشر و. خو دغه نظريه له اشتباه ډکه وه
.ځکه کله چې مونږ هلته ورسيدو، وموليدل چې هندى سرتيري د سياچين د ګنګل شاته د
سالتور د سيمي پر زياتو مهمو سيمو کنټرول ټينګ کړى وو.
خو سره له هغه هم زمونږ ځواکونه وړاندې ولاړل او د هندي سيمو شاخوا ته يې ځينې لوړې
سيمي ونېولې.
په لوړو سيمو کې دواړو غاړو يوه او بل ته نږدې سنګرونه نېولي وو.
ډير ارزښتمن ځوانانو د دښمن د ډزو،ناهوارې سيمي او خطرناکې هوا له کبله خپل ځانونه
د لاسه ورکړل،هندي سرتيرو تر مونږ څو ځله زيات زيان وليد.
له ٣ څخه تر ٧ ورځو پورې تيرې وې چې هندي ځواکونو د سياچين د کنګل او ټولو سوريو نه
تيريدونکي سيمي ونيسي. د پولي پاکستاني اړخ د سالتور سيمي ته په ريګونو کې يوه لاره
وه. ځواکونه په جيپونو کې په يوه ورځ کې کولى شي تيريدونکې لاري ته پاس وخيژي. ډېرې
وړې،وړې نښتې په بيلا بيلو سيمو کې په ټوله جبهه کې هغه مهال رامنځته شوې چې دواړو
غاړو هڅې کولې،لوړې سيمي ونيسي.
په پيل کې هنديانو داسې وښووله چې ګواکې زمونږ هڅې بي ګټې دي. هغوى ته درانده تلفات
واوښتل . وروسته بيا د هنديانو د (( ستراتيژى)) بدلون ته بيخي حيران شوم ، د هغوى
ځواکونو (( تقلبي)) اړيکي نېولې وي او په مخابرو کې به يې تقلبي کېسې کولې ترڅو
مونږ اندېښمن کړي. په داسې حال کې چې داسې به نه وو. په څو برخو کې مو چې پيغامونه
ترلاسه کړل زمونږ د کومانډو عمومي مرکز به د اندېښنې په ښوولو سره دداسې پېښو په
اړه رڼآ غوښته ،چې په لومړى جبهه کې څه تيريږي؟ زمونږ ځواب به داوو چې هر څه ښه دي.
هند په نړى کې د فلمونو ستر صنعت لري، او د خيالي فلمونو په جوړولو کې مشهور دى .د
همدې له پاره مونږ ته ډيره د حيرانتيا خبره نه وه چې د هغوى په مخابراتي اړيکو کې
دې داسې خيالي داستانونه وي. هغوى زمونږ د پوځ په وړاندې هر ډول تبليغات کوي. په
واقعيت کې مو د دوى د درواغو څخه خوند واخېست. دهغوى فکرونه او تخيلات داوو چې دښمن
بريد کړى او مونږ په زوړه وره توګه دفاع وکړه.
همدارنګه په څو برخو کې مو داسې پيغامونه ترلاسه کړل چې هندي ځواکونو ته تلفات
اوښتي او د خپلې نا توانۍ او خرابي هوا له کبله غواړي،سنګرونه خالي کړي.
مړه شوي پوځيان به يې د څو ورځو له پاره په يخ پراته وو ترڅو چورلکې يې وليږدوي
،واورې او يخې هوا طبيعي يخ خونه يې د مړو د ساتلو له پاره جوړ کړي وو.
په سياچين يا د نړى په بآم کې له هنديانو سره زمونږ مخامخ کيدل ستره جګړه وه. يو بل
جدي او تقريبا پوره عيار جنګ موله هذيانو سره په (( کارګيل)) کې وو ، چې وروسته به
پوره توضيح ورکړو. پردې سربيره دغه دوه کنټرولېدونکې کرښې چې ازاد کشمير،د هند تر
واک لاندې کشمير څخه جلا کوي تل به دجنګ ډګر وو.
د مرميو تبادله،دتوپخاني مخامخ جګړه، د هرې ورځې پېښې وې. داټول سړي ته دا ورښيي چې
که دوه ګاونډيان له يوه اوبل سره دښمن شي نو بيا فوق العاده نا هواره ځمکه او فوق
العاده خرابه هوا هيڅکله د جګړې مانع نشي کيداى.