مخکينى خبرې
نړيوالي ( Globalization ) په بشري ټولنو کي له ژورو او لويو بدلونو نو سره
اړيکى لري. دغه بدلونونه د ټولنيزو چارو د تنظيم، د ټولنيزو خدمتونو دعرضه
کولو او اړتياوو د توليد، د ملتونو ترمنځ د اړيکو، د پوهى او معلوماتو د
معني او د دوى د نفوذ د قوت او شکلونو، کلتور او ښوونې او روزنې په اړه
رامنځ ته کيږى. که څه هم ټولګى ته به د نړى والى اغيزى لانه وى رارسيدلى،
خو په لويه سطحه ئې د ښوونې او روزنې نظامونه بدل کړى او نور ئې هم بدلوى.
د ښوونې او روزنې ريفورمونه په هر ځاى کى ليدل کيږي او دغه ريفورمونه يو
ډول ګډى ځانګړتياوى لرى.
د ښوونې او روزنې ريفورمونه د څه شى په هکله وي؟ ولى په عين وخت کې اوولى
دا اوس پيښ شول؟ د ريفورمونو ترشا څه دليلونه وي؟ موخي (اهداف) ئې څه وي؟
تراوسه څه لاسته ځني راغلى دي؟ آيا دغه ريفورمونه يوازى د لويديځى نړى
لپاره دي او که ختيځ هم ځينى اغيزمن شوي؟ .
پدى راپور کې کوښښ شوى چې په دغو پوښتنو باندى په نړى واله سطحه د ښوونې او
روزنې د ريفورمونو د يو لنډ پس منظر او د هغو د مشخصاتو د لنډى توضيح او
بحث او د مختلفو هيوادونو څخه د ځينى مثالونو په وړاندى کولو سره، رڼا
واچوله شى. په لومړى برخه کې د ريفورمونو لويي برخي په لنډ ډول بيان شوى،
ځانګړي ديدګاه وى يي خلاصه شوى او د څيړنو د لاسته راوړنو يو لنډيز وړاندى
شويدى. په دوهمه برخه کې يي به افغانستان کې په تاريخى اوموجوده حالاتو کې
د ښوونې او روزنې په اړه د ريفورمونو په هکله بحث شوى او په هيواد کې د �
ښوونې او روزنې د نړى والو ريفورمونو � نتايج تر بحث لاندى نيول شوى دى.
هيله کيږى چې دغه راپور به د ښوونې او روزنې د نړى والو ريفورمونو د موجوده
جريان او لوري ( ميلان ) په هکله معلومات وړاندى کړاى شى. غالباًً په نژدى
راتلونکى کې به د هيواد په ښوونه او روزنه کې ريفورمونه د بحث يوه مهمه
اجندا وي ، چي دغه ډول معلومات به په ملي سطحه د ښوونيزو اصلاحاتو په اړه د
بحث او مناقشو لپاره يوه لزومه وي. اساسى موخه د ټولو هغو اړخونو او افرادو
بحث او مناقشى ته هڅول دي چې د افغانستان په ښوونه او روزنه کې فعاليت کوى
او علاقه لرى. هيله لرو چې دغه راپور به د افغانستان د ښوونې او روزنې د
راتلونکو ريفورمونو په هکله د مباحثو لپاره مرسته وکړاى شى. ريفورمونه او د
ښوونې او روزنې اصلاحات او احيا بيله شکه يو ضرورت بلل کيږى.