لومړۍ برخه= سريزه
د ښوونې او روزنې مفهوم د ښوونځى تر مفهوم لوى او عام دى. د ټولو ټولنو په
ښوونه او روزنه کې نوي نسل ته د ارزښتونو ليږدونه، انفرادى او ټولنيزو
ګروپونو ته د اخلاقو تفهيم ، د کلتور تعميم ، کلتورى ميراثونه او د کلتورى
معنى ګانو سيستم او د ملتونو د عرف او رواج انتقال او تعميل شامل وي. ښوونه
پخپله يو ارزښت او هدف دي، په خاصه توګه د معنوى اړخونو په اړه ځانګړى
معناوي لرى. ښوونه او روزنه د ټولنيز کيدلو د پروسى يوه برخه ده چې معنى يې
دا ده چې موږ څنګه ټولنيز وګړى شو، تر څو په خپله ټولنه کې او له نورو
ټولنو سره د ګډ اوسيدلو وړتيا پيدا کړو.
معمولاً ً د ښوونې او روزنې کليمه د ښوونځى د کليمى مترادف ده، کله کله د
تدريس د کلمى په معنى هم استعماليږى. پدې راپور کې ښوونه او روزنه د هغى د
اخرنى معنى يعنى د ښوونځى او تدريس په معنى استعمال شويدى.
په عمومى توګه د ښوونې او روزنې څخه توقع دا وي چې لږ تر لږه ماشومانو ته
ليک، لوست او حساب ور زده کړى، د ټولنى منل شوى اخلاقى کړه وړه ( سلوک )
ورزده کړى او د ټولني په اقتصادي پرمختګ کې برخه واخيستلاى شى. له ښوونې او
روزنې څخه غوښتني د ټولنو، وخت او مستقيمو او غير مستقيمو ګټه اخستونکو په
تناسب توپير لري . په اکثرو ټولنو کې توقع کيږى چې ښوونه او روزنه به
افرادو ته لوړ ټولنيزدريځ (موقف) ور په برخه کړى.
د ټولنى او ښوونې او روزنې تر منځ اړيکى له مختلفو زاويو کتل کيداى شى. يو
اړخ داسى دي چې په ټولنه کې مسلطى او حاکمى سياسي، اقتصادي او کلتوري نظريي
د ښوونې او روزنې په محتوى او جوړښت باندى هم تسلط لرى او هغه تعينوى.
حاکمي نظريي د تعليمي نصاب او د ښوونې او روزنې په اداره او تنظيم رغنده (مصممى)
اغيزي لري. پدې صورت کې د ښوونې او روزنې رول په ټولنه کې د مسلطو عقيدو
زيات تعميم او تقويه وي.
د ښوونې او روزنې او ټولنې ترمنځ د اړيکو بله نظريه د پورته نظرى بشپړه
سرچپه نظريه ده، يعنى د ښوونې او روزنې رول د ټولنې بدلون دي، يعنى ښوونه
او روزنه ددي وړتيا لرى چې په ټولنه کې حاکمي اړيکى او ټولنيز جوړښت بدل
کړى.
بله بشپړه افراطى نظريه داسى ده چې ښوونه او روزنه او ټولنه هيڅ اړيکى نلرى
او يو پر بل باندى کومى اغيزي نه کوي. يوه منځنى نظريه دا ده چې ښوونه او
روزنه او ټولنې يو پر بل باندي دوه ازخيزه اغيزي لري. نو ښوونه او روزنه د
ټولنيزو هڅو يوه مهمه برخه ده او له ټولنى سره د هر ډول رول او اړيکو په
صورت کې د فرد او ټولنى دواړو د پرمختيا لپاره لوى اهميت لرى.
ښوونه او روزنه د هغى د قيمت له اړخه هم ارزښت لرى. د ښوونې او روزنې
لګښتونه د ټولنو د عمومى بودجو لويه برخه تشکيلوى. په پر مخ تلونکو ټولنو
کې د ښوونې او روزنې د وزارت پرسونل تر ټولو لوى دولتى توظيف شوى پرسونل او
د ښوونکو معاشونه د ملى بودجو تر ټولو دروند بار وى. د ښوونکو معاشونه د
ښوونې او روزنې د بودجې معمولاً ٨٠ � ٩٠ فيصده تشکيلوى.
ښوونه او روزنه په ټوله نړۍ کې په ډير ژور ډول د نړۍ والى تر فشار او اغيزى
لاندى راغلى ده. هغه نړى والى چې پدې اخرو لسيزو کې واقع شوى، د هيوادونو
ترمنځ د اړيکو او معاملو له اړخه يو نوى پړاو دى او د يو شمير مختلفو مسئلو
په هکله صورت نيسى. په نړۍ والى کې اقتصادي، تکنالوژيکي، سياسي، او کلتوري
قواوي شاملى وي چې ټولى، خو په خاصه توګه اقتصادي پروسه د � آزاد مارکيټ �
له فلسفى څخه اغيزمنه او ددغي پروسي لخوا اداره کيږى. تکنالوژيکي پرمختګ د
بين المللى بريښنائى شبکي Internet او نورو ذريعو پوسيله په لويه پيمانه د
معلوماتو په خپرولو او شريکولو کې بدلون راوستى دى په سياسي مستوى کې د ملى
حکومتونو په شکل کې بدلونونه او د حکومتونو د ماموريتونو او حکومت کولو
لپاره د نويو لوايحو او مقرراتو وضع کيدل شامل دى. په کلتورى اړخونو کې د
نړى والى څخه استنباط د معيارى کيدنى ، ورته والي او يو شان کيدنى ( همجنس
کيدنى ) په شکل راښکاره شوى دى. نړيوالى په بنيادى توګه يوه اقتصادي پديده
ده، خو د کلتور او حکومت دارى لپاره يو شمير مهم نتايج لري. اساساً داسى
عناصر او قواوى پکى دي چې ټولنيزى ښيګڼي، ډيموکراتيکه برخه اخستنه او ( د
ولس په نسبت ) مسړليت او حسابدهى ئې د توجه وړ ټکي نه وي، خو له بلې خوا د
نړۍ والي سره ازادي، ډيموکراسي او اقتصادي وده ملګرې وي .
له اتياومى ( ١٩٨٠م ) لسيزى راپديخوا په ټوله نړۍ کې د ښوونې او روزنې په
هکله ريفورمونه رامنځ ته شوى دى. ښوونيز ريفورمونه بايد د ټولنى او ښوونې
او روزنې د اړيکو انعکاس وکړى او ټولنيز پرمختګونه منعکس کړى. آيا د اخرنيو
لسيزو د ريفورمونو پاليسى ګانى د ښوونې او روزنې او ټولنيز پرمختګ د دوه
اړخيزو او متقابلو اغيزو مثالونه دي او يا لکه څنګه چې ادعا کيږى، په اساسى
توګه د نړۍ والى د فشار نتائج دي؟ .
د ښوونې او روزنې په ډګر کې چه کوم ريفورمونه د نړۍ په مختلفو هيوادو کې
رامنځ ته شوى ،که په لويه او که په وړه پيمانه بدلونونه دى، يو ډول ګډي
ځانګړتياوي او ګډ عناصر لرى. دوى سره ورته موخي لرى، تقريباً يو ډول طريقى
پکاروي او جوړښت او محتوى ئې تقريباً سره يو ډول او يا دومره سره نژدي وي
چې بيل نشى بلل کيداى. دغه سره ورته والى تر يوه حده د ملتونو له يوبل څخه
د تقليد او له يو بل څخه د نمونو د قرضولو د ميلان نتيجه ده، خو له بلى خوا
او تر ډيره حده دغه ورته والى په مجموعى ډول د ټولنو هغه بدلونونه دي چې د
نړۍ والى د پروسى تر اغيزو لاندى ئې داسى بدلونونه موندلى چې ګډ او سره
ورته اجزاوى لرى. ګډى ځانګړتياوي عبارت وي له: د حکومتو نو د رول کمزوري
کيدل، د پانګو ازاد انتقال، د آزاد بازار د اقتصاد اصل، د پانګه والى (
سرمايه دارى ) د نظام تعميم او پراختيا او د معلوماتى تکنالوژى انقلاب او
همداراز د کمزورو هيوادونو تجريد او انزوا، د اقتصادى بازار ( مارکيټ )
انحصار، د ښوونې او روزنې د مفکورى تعويض د مادام العمرزده کړى په مفکوره
او نور . دغو ټولو کيفيتونو د ښوونې او روزنې په محتوى او جوړښت ( شکل )
باندى په ټوله نړۍ کې اغيزى کړي او دغه اغيزي د ښوونې او روزنې په ډګر کې د
اصلاحاتو او ريفورمونو په راوستــــلو سره ثابت او رامنځ ته شويدى. دغه
بدلـــونونه د ټولنو په ښـــوونه او روزنه کې د ستـــونزو د حل لپاره
رامنــځ ته کيږى، خو د ټولنـــو د ښـــونــيز نظام برابـــرول له نړۍ وال
ښوونـــيز کلــتور سره هم د دغــو بدلــونو يوه مــوخه وي. د دې لپــاره
چــې پر مختلونکى ( غريب ) هيوادونه اقتصادى مرستى تر لاسه کړاى شى، نو
مجبور دى اوپرته لدي بله لاره هم نلرى، يوازى دا چې بايد د نورو � پيښى �
وکړى او د � پرمختللو ملتونو � پشان ځان وښيى.
پدې ليکنه کې د ښوونې او روزنې د ريفورمونو د مختلفو اصلاحاتو او په نړۍ
واله سطحه د هغوى ځينى مثالونه او مختلف اړخونه وړاندى کيږى. وروسته بيا د
� د نړۍ والو ريفورمونو � ممکنه نتائج د داسى هيواد لپاره لکه افغانستان،
چيرى چې ښوونيز ريفورمونه به غالباً د نژدى راتلونکى مبحثونو د اجندا مهم
ټکى وى، څيړل شوى دي. افغانستان لاتراوسه ( ١٣٨٤ هش ) هم د نسبى ناقرارى په
حالت کې د انتقالى ادارى لخوا اداره کيږى ( عمومى ټاکنى په نژدى وخت کې
پلان شوى دى ). د ميليونونو ماشومانو لپاره چې اخرنى لسيزى له ښوونې او
روزنې څخه بى برخى شوى وو، د ښوونځــيو غوښتــنــه کيــږى. نـصـاب په
رښتيــنى معنى موجود نه دي، خو درسى کتابونه او د ښوونځــــــيو په اونيز
درسى پروګرام کې د مضاميـــنو شمير تل د مختــلـفـو حکومتــونو لخــوا د
بدلـــــــــون او رابدلــــــــــــــونو موضوع ده. د تدريس لپاره بشرى
قوه ( ښوونکى ) ډير کم مسلکى پوهه لرى او د عمر له اړخه هم ځوانان ندى.
د يوى لويى مودى لپاره په هيواد کې حکومت نه وو او په لويه برخه کې د ښوونې
او روزنــې مسړليـــت د دولت لخــوا نه تر سره کيـــده او د دولت رول غير
دولتى مړسساتو، په خاصه توګه بــين المــللى غير دولتى او ټولنيزو
مړســـــساتو اجرا کاوه. د اتياومى لسيزى له پيل څخه د ښوونې او روزنې
دولتى مرستـــه يوازى په ښـــارونــو کې محدوده وه. په کليوالو سيمو کې که
ښــوونه او روزنــه موجود وه، هغــه هم يوازى لومړنى ښوونه او روزنه وه چي
تر ډيره حده غير دولتى مړسساتو په مخ بيوله. دغه وضع بــدليــدونکى ده. خو
له بلى خوا نړى والى هم د هيواد د دولتى چارو په ترســره کــولو او ټولنيزو
خدمتو په وړاندى کولو کې خپلى اغيزى ښکاره کوى. نو دا چې له يوى خوا زمونږ
ارزښتونه او نوى په پښو دريدونکى ملت او زمونږ اړتيا وى او مجبوريتونه او
له بلى خوا قدرت لرونکى نړۍ والى به زمونږ په راتلونکى ښونيز نظام باندى څه
اغيزى کوى او د دغو قواوو ترمنځ به زمونږ د ښوونيز نظام شکل څنګه وي، دغه
مسئله د نړۍ په سطحه د ښوونيزو ريفورمونو په رڼا کې تحليل او څيړنى ته
اړتيا لرى. پدى ليکنه کې دغه کوښښ شوى خداى (ج) دي وکړى چې تر يوه حده
روښانه کوونکى وي.