په افغانستان کې دښوونې اوروزنې تاريخي پس منظر
په افغانستان كې د نورو اسلامى ټولنو په څير ښوونه او روزنه لوي او اوږد تاريخ لري.
د اسلام د مبين دين له راتګ سره ښونه او روزنه تر زرو كلونو اوږد تاريخ لري. د
ښوونې او روزنې ننى شكلونه په دريو ډولو ويښل كيداى شي: سنتى تعليمات، اسلامى
تعليمات او عصرى يا په بل عبارت غربى ډوله تعليمات.
١. سنتي تعليمات
په افغانستان كې كرنيزو يا مالدارى ټولنو د خپل پايښت لپاره د اړوندو مهارتونو د
ليږولو لپاره د ښوونو مختلفى سنتى لارې له ډېرې پخوا زمانى څخه رواج كړى وي. له يوه
نسل څخه بل نسل ته د مهارتونو، ارزښتونو، كلتور، رواج او عقايدو ليږدول معمولاً په
شفاهى توګه د منظومو او يا منــثــورو كيــسو په ډول تــرســره كيـده او هم ترسره
كيــږي. افغانى ټولنه د ليك لوست له ټيټې سطحې سره سره د كيسو او شعرونو ويلو ډېر
اوږد او ژوندى تاريخ لري؛ دډېر پخوانى كلاسيك ادب ډېرى كيسى او شعرونه تر دې دمه
خوله په خوله رارسيدلى او د ډېرو خلكو په ياد وي. كيسى معمولاً اخلاقــى پيغامونه
انتقالوى او له ماشومانو (او نورو اوريدونكو) څخه يې توقع دا وى چې دوى هغه څه زده
كړي چې غوښتل كيــږى او د فرد مسئوليت او كړه وړه د نورو په مقابل كې پكې وي. پټې
اوښكاره موخې يې انساني ښيګڼې لكه ريښتنولي، زړه سواندوالى، احترام او همدردي او
نوروي. ماشومانو ته د كورنى يووالى، اطاعت، مرستې، له نورو سره د خپلى پوهى د
شريكولو، د هر ډول تيرى په مقابل كې جګړه كولو او دريدلو او د انصاف او عدالت لپاره
د مبارزى كولو زده كړي وركولو كيږي.
په سنتى ښوونه او روزنه كې اسلامى تعليمات هم شامل وي او په ورځني ژوند پورې اړوند
اسلامى معلومات پكې وي: داسې ښيګڼې لكه سخاوت، ميړانه، زړه سوى او ميلمه يالنه د يو
ښه مسلمان د صفتو په بڼه بلل كيــږي او د زده كړو لويه برخه جوړوي. د اســــــــلام
د تاريخ او د حضـــرت محمد "ص" د ژوند حالــت هــم په سنتى ښوونه كې شامل وي.
2. اسلامي ښوونه او روزنه
نــنـــنۍ اسلامۍ ښوونه او روزنه په جوماتونو او مدرسو کى پــه تدريس باندې مشتمله
ده . جومات دکلي ټولو وړو ماشومانو ( نجونو او هلکانو ) ته اســلامي لــومړنۍ
ښــوونه او روزنه برابروي . ټول هغه ماشومان چې عـمر يې دڅـلـورو او شــپږو کلـونـو
تر منځ وي، هره ورځ جومات ته ځي او يو يا دوه ساعته له ملا څخه اسلامي لومړني
درسونه وايي ( معمولاً بې له معنا څخه ). داسلام پنـځـه بنـــاوي ، دلمانځــه
رکنــونه او شـرطـونه او اسلامي ارزښتونه ځينې زده کوي . د مسلمانانــو په حيث پــر
ماشومانو شـفــقــت او پر هغوى باندې لطف او لورينه دهر مسلمان دنده بلل کيږي. که
ښوونځى نه وي ، يوازې هلکان تر نه يالس کلنۍ وروسته کولاى شي په جومات کې درس ووايي.
مدرسې زمــوږ پــه هېــواد کې يو اوږد تاريخ لري . نارينه زده کوونکي ( طالبان )
پــر اسلامي مضمونونو سربيره عربي ژبه ، منطق ، بديع ، بيان ، ادب او شعر هم زده
کوي . ټول مربوط کلى دمدرسې د چلولو مسئووليت لري . يو زده کوونکى دمدرســـــــــې
دبـيــلابـيــــلو مضمونونو دټاکلي شمير کتابونو تر زده کړې وروسته ملا بلل کيږي .
محدود شمير ثانوي مدرسې د دولت له لوري هم اکماليږي . دغه مدرسې شپږ ټولګي لري چې
له هغه څخه تر فراغت وروسته زده کوونکي کولاى شي چې دکابل پوهنتون دشرعياتو يا
حقوقو په پوهنځي کې شامل شي.
ددولتي اسلامي ښوونې او روزنې او مدرســــو هدف ټولنې ته دقاضيـــانو ، دولتـــي
کــدرونــو او داسلامــي مضمونـونــو دښوونکيــو وړاندې کول دي . نجــــونې له
رســـمي اسلامي ښوونې اوروزنې څخه تـــــــــل مستثــنــا يا جلا وې . د نجونو
لپاره په جومات کې دلومړنۍ ښوونې او روزنې تر حاصلولو وروسته، داسلامي ښوونې او
روزنې دحاصلولو يوازينى ځاى لومړنــــى ښوونځى وي- خوچې نجونو ته دغه زمينه برابره
وي اويا يې ميندې او پلرونه ورته ، هغه څه چې معمول دي ، په کورو کې تدريس کړي .
3. عصري ښوونه او روزنه
عصري ښوونه او روزنه په افغانستان کې يوه نوې پديده ده. دهلکانو لـــپاره لومړنى
ښوونځي لومړى ځل په ١٩٠٣م کال او د نجونولپاره په ١٩٢١م کې په کابـــل کې جوړشو .
لومړني او ثانوي ښوونځي هيڅکله خصوصي شوي ندي، خو اسلامي ښوونه او روزنه مدام
خـــصـــوصـــي او وړيا وه . عصري ښوونه او روزنه سره له دې چې دانکشاف له پاره يې
بهــرنۍ مرستــې لرلې ، دشلمې پيړي تــر نيــمايــي پــورى ډيره ورو روانه وه. په
١٩٧٠م کلونو کې د مکتب د عمر دماشومانو نژدې دريمه برخــه پــه لــــومړنيــو
ښوونځيو کې شامله وه، چې ٧% يې نجونې وې . خو په کابل کې بيا ٣٥ % زده کوونکي نجونې
وې ، په داسې حال کې چې په کليو کې نجونو ته دزده کړې کومه زمينه نه وه برابره.
له لــومـــړنـــي ښوونځي څخه نيولې تر لوړو زده کړو پورې په وړيا توگه دعصري ښوونې
او روزنې يوازينې مسئوول دولت و . ښوونې او روزنې په افغانستان کې مدام يو مرکزي
نظام درلود، دښوونې او روزنې ولايتي ادارې يـــــوازې دپوهنې دوزارت استازې وې �
نيغ په نيغه يې خپل کوم قدرت او واک نه درلود.
دښــوونــې او روزنې لــه نــظــره، د افغانستان په تاريــخ کــې دناآراميو او
پاڅــونــونــو پـه بــهيــر کــې ، په ټــول نــوي تـاريـخ کې ، درې
مــوضــوعــگانــى ډيــرې مــهـمـې دي:
په ښوونه اوروزنه کې داسلام نقش
دنجونو له پاره ښوونه او روزنه
داسلامي ښوونې او روزنې دولتي کنترول
امان الله خان چې په کال ١٩٢٠م کې په افغانستان کې دښځو له پاره ښوونه او روزنه پلې
کړه ، دنجونو لـــپاره دښوونځيوپه جوړولو او پر ديني مدرسو د کنټرول حاصلولو له
کـبـله د سختــــو مخالفتونو په نتيجه کې جلا وطنۍ ته اړ شو.
په ١٩٧٨ م کې چـــې کمونستانو دافــــغــــــــــانستــــــــــــــان واګي غصب کړې،
دښوونې او روزنې پخوانى نصاب ، چې پر اسلام ( په ټولنه کې داسلام نقش او دهر فرد له
پاره داسلام اهميت ) بناو، دشوروي تر اغيز لاندې نــــوي نصاب بانــدي بــدل شــو.
دغه نوى نصاب د اسلامي ارزښتونو او افغاني فرهنګ په ضد وپيژندل شو. ددغه نصاب په ضد
غبرگونونو، په تيره بيا په کليو کې ، شدت وموند. خلکو له ښوونځيو څخه په لومړي قدم
کې دنجونو او په دويم قدم کې دهلکانو په ايستلوپيل وکړ.
دشوروي پرضد د جهاد په بهير کې ( ١٩٧٩ � ١٩٩٢م ) غير دولتي نړيوالي مړسسې په
افغانستان کې دښوونې او روزنې دپروسې په وړاندې بيوولو کې راګډې شوې . ورپسې جو خت
په دغه وخت کې ، په افغانستان کې دښوونې او روزنې دوه موازي نظا مونه رامنځته شول،
چې يو يې په ښاري سيمو پورې تړلى حکومتي نظام واو بل يې په کليوالي سيمو پورې تړلى
غير دولتي نظام وو.
دمجاهدينو تر کنټرول لاندې سيمو کې دبرابرى شوې ښوونې او روزنې يوه نتيجه د
نــجــونو دښـــوونځيــو پيژندګلوي وه. په دغــو ښوونځيو کـــــي د نجونو شميره ورځ
په ورځ زياتيده . يوازنې کو ټلى دليل يې هغه درسي کتابونه وو چې افغانانو داسلامي
او افغاني ارزښتونو په رڼا کې ليکلي وو او ورسره ورسره يې نوې پيدا ګوژي لرله .
تر ١٩٩٦م وروسته دافغانستان ډيره زياته برخه دطالبانو تر واک لاندې وه او يوه
حکومتي اداره يې پکې جوړه کړې وه. دغې ادارې کوښښ وکړ چې يوى نوى تعليمي نصاب ، چې
ډير اسلامي مضمونونه يې لرل ، پلى کړي . په نويو مدرسو کې له تدريس څخه دطالبانو
هدف داو چې زده کوونکي يوه سمه او کره اسلامي نظريه ( = طالبان ) زده کړي او په عين
حال کې په نويو مضمونونو کې تربيه شي ، چې دعصري ښوونې او روزنې دزده کوونکو مقابله
وکولاى شي .له همدې امله يې دانګليسي ژبې مضمون له نورو مضمونونو سره ( داړونده
ښوونکي دشته والي په شرط ) ور معرفي کړي وه. په ښوونځيو کې دنجونو ګډون يې ناروا
بللى و. خو دغې ناروا زياتره په ښارونو پورې تړاو درلود، په کليوالي لومړنيو
ښوونځيو کې دنجونو شميره مخ په زياتيدو وه.
د ٢٠٠١ م کال په پاى کې دطالبانو دنظام تر ړنګيدو وروسته ، په تيره بيا د ٢٠٠٢ م
کـــال په جون کې دمنځمهالې ادارې له رامنځته کيدو سره جوخت نجونو بيرته ښوونځيو ته،
په تيره بيا په ښارونو کې ، مخه کړه. همدغه راز، په کليوالي سيمو کې هم په ښوونځيو
کې دنجونو شميره زياته شوه. يو نوى تعليمى نصاب جې اسلامى مضمونونه په کې تر پخوا
پوره کم شوي دي، په لومړنيو ښړوونځيو کې معرفي شو.
ميندى او پلرونه اوس هم باور لري چې دښوونځيو بريليکونه اودپوهنتون ډيپلومې يې له
اولادونو سره دښه ژوند ، ټولنيز دريځ او تجربې په ترلاسه کولو کې مرسته کوي .
والدين او ټولنه غواړي چې ماشومان يې زده کړه وکړي او د ټولنې ، ملت او نړۍ يوښه
تبعه يا غړى ځينې جوړ شي . اسلامي ښوونه او روزنه په دې لړ کې ډيره مهمه گڼله
کيـــــږي . مــينــدې او پــلرونه غواړي چې اولادونه يې اساسي اسلامي ارزښتونو او
سنتي علومو ته درناوى زده کړي . ښوونځي بايد دميندو او پلرونو غو ښتنو ته ځواب
ووايي . که نه، نو ښوونه او روزنه به مخ په شا ولاړه شي . په تيره بيا په کليوالي
سيمو کې . دايو مهم درس دى چې تاريخ موږ ته راکړى دى !