په افغانستان كې ښوونيز اصلاحات
تر اوسه پورى (1383 هـ ش كال پيل) د ښوونې او روزنې په ډګر كې اصلاحات په لويه
پيمانه نه وو او ښه به وي چې د بدلونونو په نوم ونومول شي. د هيواد د 1964 م كال د
قانون له مخې لومړنى ښوونه او روزنه (6 كاله) د ټولو لپاره په وړيا توګه تضمين او
جبري بلل شوى وه. خو بيا هم د ملى مـنابـعو محـدوديت د ټولـو لپاره د تعليم د
وړاندې كولو اجازه نه وركوله. په اوياوومه لسيزه كې په ټولنيز سكتور كې يو شمير
ريفورمونه راغلل او په عين حال كې پادشاهى ريژيم په جمهورى نظام واړول شو. جمهورى
نظام په خپل اوه كلن پلان كې لوړى هيلى او ارادي څــرګــندى كړي وي. دولت وكولاى شو
چې د لويديځى نړى او هم د پخوانى شـــــوروى بــلاكــونو لخوا د مـرستـى د تــر
لاســه كــول انــډول وساتى، خو ورو ورو شورويانو ميدان ګټل پيل كړل چې نتائج يې
ټولو ته څــرګند دي .
په اوياومه لسيزه كې ښوونه او روزنه د ټولنيز او اقتصادى پرمختګ لپاره د پانګى
اچــونى (سرمايه ګذارى) په حيث بلل كيده او دغه مفكوره په 1976 م كال په وړانديز
شــويو ښــوونيزو ريفورمونو / بدلونو كې ښكاره وه. د دغو اصلاحاتو لومړنى هدف په
ښوونځيو كې د زده كوونكو د شموليت زياتوالى وو. لومړنى تعليمات اته كال او د هر
ماشوم حق بلل شوى وو. دوهم هدف يې د لومړنيو تعليماتو هغو فارغينو ته، چې د
ثــانــوى تعليماتو د دوام امكانات ونلري، د حرفــوى او مســلكى زده كړو برابرول وو.
كه څــه هم اكثريت افغانان په كــرنه كې مشغول وو، خو د هيواد د صنعتى كيدنى په
هيله د نورو حرفو د ترننګ او زده كړو اړتيا محسوسه شوى وه. د 1976 م كال د ريفورم
دريم هدف د ليسو فارغينو ته په لوړو زده كړو کي د زياتو امكاناتو بــرابــرول وو.
داسې پلان شوى وو چې ټول پوهنتونونه به په خپلو مربوطو پوهنځيو كې د شموليت اندازه
څــو چنده كوي. د ليسى دوره څـلور كاله شوه چې دوه كاله يې عمومي دوره او دوه كاله
يې اخــتــصــاصــى دوره وه چې د ټـولـنـيـزو او طبــعـى (سسايـنـسـى) عـــلومو په
څـــانــګو ويــشــل شــوى وه (پورتنى ماخذ).
د دغو پلانونو اوبدلونونو عملى كول سمدستى پيل شول، خو د 1357 د شوروى پلوه
كمونستانو تر كوتا وروسته په ځاى دريدلى او يوازې د كاغذ په مخ پاته شول. د مثـــال
په ډول د ليسو د اختصاصــي دوه كلنو دورو لپاره خاص درسى كتابونه جوړ نه شول او د
حرفوى او مسلكى زده كړو لپاره ډېر محدود ښوونځى موجود وو .
كه څـه هم د معلوماتو له مخې د مسلكى زده كړو د شموليت اندازه دوه چنده او د
پوهنتون د محصلينو د شمول شمير سل فيصده زياته شوى وه ، خو بيا هم په هيواد كې د
جنګونو او بى امنيتى له وجې دغه احصايى صحت او موثقيت د اعتبار وړ نه ښكاري.
په اوياومه لسيزه كې د ښوونې او روزنې ولايتى رياستونو د مركزى ادارى او پوهنى د
وزارت د نماينده په توګه كار كاوو او د ادارى چارو او د عملى اجراتو مسئوليت يې
درلود، خو مالى او تنظيمولو د چارو واك نه وركيده، بلكه ټول اختيار د مركز په لاس
كې وو. يوازې ښوونيزى چارې نه بلكه ټول سياسى نظام يو مركزى سيستم وو. ټول واك د
مركزى حكومت سره وو او د واك د دغه ډول مركزى انحصار د ملى ګټو، يووالى او عدالت په
وسيله توجيه كيده. په دې خبره چې واك بايد د قوى مركزى ادارى په لاس كې وي، يو ډول
عمومى توافق موجود وو او د دې وجــه د افـغـانى ټـولـنـى غـيـر مـتجـانــس قومى
جوړښت او د پرمختګ ډېره ټيټه درجه وه. د ښوونې او روزنې دولتى تمويل د دې لپاره
ضرورى بلل كيده چې ټولو ته مساويانه حق وركړل شي.
د مركزى بيوروكراسى قوانين او مقررات او محكم ضوابط په عمومى توګه منل شوى وو او
مراعات يې د قبول وړ وو.
اسلامى تعليمات بيا تر ډېره حده غير مركزى او شخصى وو. د مدرسو د چلولو او تمويل
چارى د محلى ټولنو او ولس په غاړه او واك يې هم له محلى ولس سره وو او د دولت لخوا
لاس وهنه او مرسته يا خو هــيڅ نه وه او يا ډېره محدوده وه.
په 1979 م كـال نــوى شــوروى پـلــوه ادارى سمدستى خپل ښوونيز اصلاحات پيل او په
تجربوى توګه يې د ښوونځيو په جوړښت او ساختمان كې بدلونونه معرفى كړل. د ليسى دولس
كلنه دوره يې په څـلور كلـنه ابـتدائـيـه، څـلور كلنه ثانوى او دوه كلنه د ليسې په
دوره بدله كړه. پــه 1985 م كــال كـې يــې بـل بـدلـون مـعرفى كـړ چـې ابتدائيه
دوره يې پنځه كاله، ثانوى يې درى كاله او د ليسې دوره يې درى كاله وه. يعـنى پـه
لـومړى بدلون كې ټول تعليمات لس او په دوهم بدلون كې يوولس كاله معرفى شوى وو.
بالاخره په 1990 م كال بـيرته پـخـوانـى شــكل يعنى شپږ كـاله ابتدائيه، درى كاله
متوسطه او درى كاله ليسى دورى ته بدلون وركړل شو .
پــه دغــه دوره كــې هــم دولـتى تـعـليـمـى نـظـام مركزى سيــستم وو، شخصى سكتور
ته اجازه نه وه، يوازې يــو ډول او د دولت لخوا مــنل شــوى درســـى كتـابــونــو
ته اجازه وركول كيده او په ټــولــو ســطــحــو كــې مـقـررى د مركزى ادارى لـخـوا
ترسره كيدى. يوازې نــوښــت دا و چې د لــيسو فـارغيـنو او حتى د لومړنيو ښوونځيو
فارغينو ته په نظامى ښوونځيو او پوهنځيو كې د داخليدلو پراخ امكانات موجود وو.
د 1980 لسيزې په پيل كې د شوروي پلوه دولت په مقابل كې په ملى سطحه پاڅــون پــيل
او د هيواد ډېرى سيمى د مركزى ادارى له كنترول څخه ووتلى- په خاص ډول كليـــوالى
سيمى. په دغــه دوره كې د ښــــوونــى او روزنـــې د تـمـويــل او چــلولــو نـوى
عاملين او لارى رامنځ ته شوى: محلى ولسونو په خپلو سيمو كې خپل ښوونځى بيا پرانستل
او محلى قوماندانانو هم په ډېرو سيمو كې په فعال ډول د جــنــكيــانو لپــاره هــم
پــه كــليــوالـــــو سيــمــو كې ښوونځى پرانستل. دا چې كليوالى سيمى يې د مركزى
ادارى له كنترول څخه ووتلى، نو. ملى او بين المللى غير دولتى موْسساتو د ښوونې او
روزنې د سنبالښت او چلولو لپاره مرستي كولي. د 1980 م كالو څخه را په دې خوا په
هيواد كې ښوونيز نظام په غير ارادي ډول يو غير مـــركـــزى نــظــــام بـلــلاى
شـــو، چــې لــه سياسى او فيزيكى دواړو خواوو، د پخوا په خلاف د مركز لخوا نه
كنتروليده. داخلى او خارجى قواوو د ښوونې او روزنې د تمويل، اداري او محتوى په هكله
تصميمو نه نيول. ټولنو د برخى اخستنو د مختلفو درجو له مخى ښوونځى شخصى شول. د
تصميم نيونى واك د ښوونځيو يا غير دولتى موْسساتو په سطحه وه. د دولتى نصاب په نسبت
د غير دولتى ښوونځيو په درسى پروګرام كې اسلامى مضامينو ته زيات وخت وركړل شوو چې د
1970 لسيزو په نسبت هم زيات وو.
د اسلامى زده كړو لپاره منظمى مدرسى زياتى شوى چې په بنيادى توګه د ولس او يو شمير
غير دولتى (په خاص ډول عــربى) موْســساتو لخوا مرسته ورسره كيدله. د طالبانو د
دوري "عصــري " مــدرســي د تعــليــمي نظــام يو بــل شــکل وو چــه د تعــليم او
تربــيــي د اســلامــي کيدني يل تر ټولو نوي شکل وو او د نړي په ډيرو کمو هيوادونو
کي يي نموني موندلاي شو.
په دغه دوره كې دوه موازى ښوونيز نظامونه موجود وو: په ښارونو كې دولتى ښوونځي او
په آزادو شويو سيمو كې د مسسجــاهــديــنو تر كنتــرول لانــدې ښوونــځــى. دواړو
نظــامــونه جلا او قوى سياسى. اجنداوى درلودى. دولتى ښوونځيو د
انـتـرناســـيونـالـيــزم او پرولـتـيـاريـــا ديكـتالـتورى ارزښتونه تقويه كول، په
داسې حال كې چې غير دولتى ښوونځيو د پــان اســلامــيــزم او اســلامــى حــكومــت
ارزښتونه تقويه كول.
په 1990 لسيـــزه كې اكثرو غير دولتى موْسساتو په خپلو ښوونځيو كې له هغه تعليمى
نصاب څخه پيروى كوى چې د مجاهدينو د موْقت حكومت لخوا تائيد شوى وو. درسى كتابونه
يوه متناقضه مسئله وه. هغه درسى كتابونه چې د جهاد په دوران كې چاپ شوى وو، د
جــهــاد، مجــاهــد او وســلى د تـوصــيف پيــغامــونــه يې لرل او په 1994 م كال
دغه كتابونه تجديد او د هغو پيغامونو ځاى د ســولى پــيغامــونه ته وركړل شو. اسلام
او اسلامى پيغــامونو بــيا هــم د اكــثرو مـضــمــونــونو په درسى كتابونو كې لوى
ځاى درلود.
د طالبانو رژيم (2001-1996) په خپل وخت كې هم يو ډول ښوونــيز اصلاحــات مـعـرفـى
كړل او "عصرى مدرسو" ته يې پراختيا وركړه. دغــه ډول مدرسى ځكه "عصرى مدرسى" بولو
چې د ابتدائيه دورى مضمونونه هم پكې ويل كيده او تر نيمائى زيات وخت دينى ښوونو ته
وركړل شوى وو. طالبانو غوښتل چې په دې وسيله نوى نسل د دوي له مفكورې سره سم تربيه
كړي او د عصرى مضمونونو په ورګـــډولــو ســره دوي لــه "مكتبيانو" سره سيالى وكړاى
شي. طالبانو هڅـــه كوله چې د غير دولتــى مــوْســساتــو د ښوونځيو په شمول، په
ټولو ښوونځيو كې نوى نصاب عملى كړى چې دينى مضمونونو ته په مهالويش كې زيات وخت
وركړل شوى وو. كه څـــه هم د غــير دولتــى موْسساتو لخوا كتابونه يې رد او په ځاى
يې د مدرسو دينى كتابونه (چې په عربى ژبه دي) په ښوونځيو كې معرفى كړل، خو دغه
هڅـــى په عمومي توګه چندان بريالى نه وي، ځکه چه له يوي خوا درسي مواد او له بلي
خوا کافي ښـــوونـــکي مــوجــود نــه وو. لكه چې په لاندې جدول كې ښكاري تر دې دمه
د مختلفو دورو په درسى نصاب كې د پام وړ تفاوتونه په مهالويش كې د دينى مضمونونو
وخت وو. له بده مرغه چه دغه ډول بـدلـونونه هــيځکله هم د عامــه رايو او د ولــس د
غــوښتــنو نتــيجه نه بلکى د وخت د حاکمانو لخوا له پاسه تحميليدل.
جدول٢ : د مختلفو حكومتونو په وخت كې د ابتدائيه دوري درسى مهالويش
کلونه |
١٣٥٧ � ١٣٤٠ کلونه (الف) |
١٣٧٠- ١٣٥٨ کلونه (ب) |
١٣٨١- ١٣٦٠ کلونه (ج) |
١٣٨٠ - ١٣٧٥ کلونه (د) |
له ١٣٨١ څخه وروسته (ه) |
|||||
ټولګي |
1-3 |
4-6 |
1-3 |
4-6 |
1-3 |
4-6 |
1-3 |
4-6 |
1-3 |
4-6 |
مضمون |
|
|||||||||
قرآنکريم |
2 |
2 |
1 |
1 |
6 |
6 |
6 |
5 |
1 |
2 |
دينيات |
2 |
3 |
0 |
1 |
6 |
4 |
5 |
11 |
2 |
2 |
حساب |
4 |
5 |
6 |
6 |
6 |
6 |
6 |
4 |
5 |
4 |
لومړي ژبه |
12 |
5 |
12 |
4 |
9 |
4 |
6 |
5 |
10 |
7 |
دويمه ژبه |
0 |
4 |
0 |
2 |
0 |
3 |
0 |
3 |
0 |
4 |
تاريخ |
0 |
2 |
0 |
2 |
0 |
2 |
0 |
0 |
0 |
2 |
جغرافيه |
0 |
2 |
0 |
2 |
0 |
2 |
0 |
0 |
0 |
2 |
ساينس |
0 |
2 |
0 |
2 |
0 |
2 |
0 |
2 |
0 |
2 |
حسن خط |
4 |
2 |
0 |
0 |
1 |
1 |
0 |
0 |
3 |
2 |
رسم |
3 |
2 |
1 |
1 |
1 |
1 |
0 |
0 |
2 |
2 |
موسيقي |
0 |
0 |
1 |
1 |
0 |
0 |
0 |
0 |
0 |
0 |
سپورت |
1 |
1 |
2 |
2 |
1 |
1 |
0 |
0 |
1 |
1 |
لاسي کار |
0 |
0 |
2 |
2 |
0 |
0 |
0 |
0 |
0 |
0 |
ټول
|
28 |
30 |
25 |
26 |
30 |
32 |
23 |
30 |
24 |
30 |
په پورتني جدول كې تر جنګ دمخه، د شوروي پلوه حكومت، د غير دولتى موْســـساتو،
طـالــبانو او د انـتــقــالــى ادارى د ښوونځيو مهالويش د پرتلى په توګه ښودل كيږي.
لكه چې په پورته جدول كې ښكاري انــتــقــالــى اســلامــى ادارى په 2002 م كال كې
يو ځل بــيا په 4-6 ټولګيو كې د دينى مضمونونو وخت يوازې په اونى كې څلورو ساعتونو
ته راكم كړى، پداسې حال كې چې د غير دولتى موْسساتو په نصاب كې دغه وخت لس او د
طالبانو په وخت كې 16 ساعته وو. تر جنګ په مخكې دوره يعنى 1970 لسيزې كې هـم دغـه
وخـت په اونـى كې پنځـه درسى سـاعـتونـه وو. په زړه پـورې خــبره داده چې د شوروي
پلوه حكومت په دوره كې هم د دينــى زده كړې لپاره په اونـى كې يو څـه وخت وركـړ
شــوى وو.
په خلص ډول ويلاى شو چې غربى ډوله ښوونې او روزنې په هيواد كې په خپل لنډ اما
بحرانى وخت كې يو ډول مهم بدلونونه ليدلى او تجربه كړي دي. په هيواد كې د ملى
يووالى او پيوستون د هڅــونى لپاره د 1950 مي ميلادي لسيزي له پيل څخه قوى مركزى
نظام لازم بلل كيده او له بلې خوا يې د نړيوالى ټولنې په شان د "پرمختګ" د تجربو
خوند هم څــكلى، لكه غير مركزى كيدنه، خصوصى سكتور، محلى برخه اخستنه، د ارزښتنو
بيا احيا او نور، خو په بل شكل او د نورو مجبوريتونو له مخې.