كورنى سياست
د افغانستان كورنى سياست له ډېرو اوږدو زمانو څخه ترينګلتيا او پيچلتيا لري او په
تحمل باندې نه ولاړه پاليسي د دغه ترينګلتيا کلکه جرړه ده. د انحصار او ميراث يا په
قومي توپيرونو كې ځان ځاني لټول شوي، د ډيرو ركنونو په مجاز كې پايښت په ناسم او
نارشتين شكل سره شوي دى دلته هم ډير څيزونه علتونه او بيلګي ليدل كيږي چې د دغو
پيچلتياوواسباب جوړوي، مګر زه هغه نكتي څيړل غواړم چې زما فكريې زما د لنډ عمر په
لړ كې ادراك كړيدی. هغه اته علتونه دي چې مايې تر ډيره په څيړنه كې لاس ته راوړنه
او بريا موندلې ده.
لومړى د قدرت انحصار، دويم د تحمل كمښت، دريم د ضوابطو پر ځاي روابطو ته ترجيح
وركول، څلورم تعصب ته وده وركول، پنځم اداري نيمګړتيا، شپږم د اشخاصو په رجحان سره
بهرنی سياست، اووم د قدرت د ټينګښت لپاره د اشخاصو ضايع كول،اتم د قضايې قوي نه
ناپيلتوب.
په قدرت كې انحصار يا د قدرت انحصار په افغانستان كې يو عمده علت دی چې تل يې د
خلكو احساسات راپارولي يازخمي کړي دي. كله د يوې كورنۍ لخوا او كله د يوه تنظيم
لخوا او كله د يوه سمت لخوا کله په يوه ايډيالوژي اوکله په بله ايډيالوژي سره، خو
دا ټول انحصارونه كه په انحصار كې انحصار وي او كه په يوڅه پراخوالي كې انحصار وي،د
دغه هيواد لپاره ښه پايلي نلري، د انحصار مرض تر ډيره وخته پوري او له ډيره وخت نه
په افغانانو كې يو ساري او مهلك مرض دی چې په هيواد كې يې د قابليت او حقيقت ركن
شنډ كړي او خنثى كوي يې چې په دې سره دخلكو مشروع حقوق له منځه وړي د عدل او انصاف
تله كښته كيږي او يا له منځه ځي، كه موږ
د دې مثالونه وګورو او بيا پرې بي پري قضاوت وكړو، نو له ١٨٠٠زيږديز كال څخه
راپديخوا بيا تر اوسه پوري په هر نظام كې دا مرض موجود وو اوس هم موجود دی بياهم
کيدای سي وده وکړي او كيدای شي بيا هم جرړي وکړي.
كله چې يو شخص په دې مانا چې كافي تجربه او پوهه لري، د علم په نعمت سره منور دی له
اسلامي او ملي كلتور سره يې پوره روږدوالی ثابت شي، نو له همدي کبله خلك ورته د
اعتماد سپارنه كوي او په هغه سره بسنه كوي، خو كله چې هغه د مسړوليت پيټي پر څټ
واچوي بيا يې خپل حق وګڼي، د ګټلو لپاره يې خلك وژني، بنديانوي او بي عزته کوي يې.
مشروع او نامشروع واړه ځانته مشروع ګڼي، منګولي په درانه پيټي او قدرت پسي لا
مضبوطي او ښه ښخي کړي، آن تردې چې ورپوري ښريښ غوندې شي، روا نا روا ښه او بد ټوله
شاته وغورځوي يادا چې د حكومتونو سمتونو انډول په هغه چا باندې سمبالوی او ساتي چې
په قومي شكل ريښي سره ولري او په دې ډول په غولوونكي شكل سره انحصار وساتي يا دا چې
يو واكمن ټولي چاري او يا ډيري مهمي چاري خپله سرته رسوي بل چاته په كې
د مداخلي حق هم نه وركوي، يا دا چې ورسپارل سوي شخص ته په خپله دنده كې صلاحيت نه
وركوي، يا دا چې د اداري په چوكاټ كې
د مسړول انتخاب د صلاحيت په نه درلودلو انحصار كيږي، د مثال په توګه يو شخص په
وزيرسره نومول كيږي خو د وزارت په چارو كې دومره واك نه لري چې څومره دهغه مقام
صلاحيت وي او په نامه وزير صاحب بلل کيږي. همدارنګه معين، رئيس او امثال يې دي چې
په لاندې او كښته توګه نومول كيږي، تري بده استفاده كيږي په همدې ناوړو کارونوسره د
خلكو صبر او زغم تر كنترول وزي چي كله نا كله
د انقلابونو زيږنده فكرونه توليدوي.
د تحمل كمښت، تحمل، حلم زغم او صبر دا تر ټولو غوره صفتونه دي چې په چاکې دغه غوره
صفت موجود وي بې له شكه چې بې ساري نعمت دی، دنيا د تحمل او زغم يو ښه ځانګړي درس
تر شا پرې ايښي دی. زغم او صبر د الله له صفاتو څخه يو عظيم صفت دی چې په مباركو
اسماء الحسنى كې هغه د ځان لپاره يو اسم انتخاب کړیدی، په قرآنكريم كې دغه د حليم
مبارک نوم په ډيرو مواردو كې ذكر شوى دی، چې پروردګار د خپلو د ښمنانو په موردكې هم
زيات استعمال كړيدی. همدارنګه زموږ د ستر لارښود محمدرسول الله صلى الله عليه وسلم
په صفاتو كې د حلم او زغم صفات ډير زيات دي، كه د حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه
وسلم په مناقبو كې فكر وكړو نو ډير ځله به په ډيرو مواردوكې له زغم او صبرنه كار
اخستل شويوي، داسې ډيري بيلګي شته چې رسول الله صلى الله عليه وسلم زغم او تحمل
كړيدی. همدارنګه صحابه كرامو د دې لاري پيروې كړيده.
داسې ډيري بيلګې سته په ډيرو مواردو كې به د رسول الله په مخ كې صحابه کرام په يو
كار كې د زغم ياد نه تحمل په وجه ولاړيدل او د رسول الله نه به يې اجازه غوښتله چې
مداخله وكړي لكه د حديبيې په سوله كې چې كوم د تړون او توافق ليك ليكل كيدی په هغه
ليکكښي د محمد رسول الله له نامه څخه (د رسول الله) الفاظ لري كړای شول چې پدې سره
حضرت علي او نورو صحابه وو زغم نه شواي كولای، خو رسول الله هم خپله زغم كاوه او
هم يې صحابه كرامو ته د زغم او صبر توصيه كوله. د عبدالله بن ابې منافق يوه واقعه
وه، چې په ډيرو مواردو كې يېگ كفارو ته جاسوسي كوله، په مسلمانانو پسي به يې تبليغ
كاوه، حتى دغه مبارك ايت
د ده له خولي، د ده پر منافقت شاهدي وركوي، چي:
[المنافقون:٨]
ژباړه: که چيرته موږ سالم او جوړ له جنګه مديني منوري ته ستانه سولو نووبه ګرځوو
عزت مند د دغي مديني منوري ذليله اوخوار.
چي مطلب يې رسول الله وو. د ده په نفاق ټوله صحابه پوهيدل، حضرت عمر او ډيرو
صحابۀ کرامو د ده د زوی په شمول له رسول الله نه اجازه غوښتله چې هغه ووژني، خو
رسول الله د دې لپاره چې كفار ونه وايې چې رسول الله ګواکېاوس خپل ملګري وژني، له
زغمه كار اخيست او هغه ته يې څه نه ويل؛ حتى د هغه د ښخيدلو په وخت كې د هغه د زوی
په غوښتنه د هغه جنازي ته ورغلي او لمونځ يې ورباندې وكړ.
يوه بله واقعه : كله چې حَاطِبِ بْنِ ډَبِي بَلْتَعَۍ د مكي معظمي مشركينو ته خط
واستاوه او هغو ته يې د رسول الله د پلان په اړه معلومات ليكلي وه، وروسته د وحي په
ذريعه كشف او ونيول شول، ډيرو صحابۀ کرامو غوښتل چې سريې ځني ووهي، خو بيا هم
رسول الله خپل زغم وښود او هم يې صحابۀ كرام دهغه له وژلو كړل.
دلته داسي معلوميږي چې د زغم نه كول هغه څه له لاسه وركوي چې د انسان او ټولني
لپاره پكښي ډيري ګټي نغښتي وي، زموږ په ټولنه كې د تاوتريخوالي ډير اړخونه د نه زغم
له كبله راخوټيدلي او ستر شويدي چې ډير نژدي او ساده مثال يې په افغانستان كې
د كمونست نظام تر نسكوريدو وروسته د مجاهدينو تر منځ نه تحمل او نه زغم دی.
مجاهدينو هغه وياړ په ډيره قرباني او ښه ميړانه وګاټه چې نړۍ ورته له حيرته ګوته په
غاښ وه. مجاهدينو هغه وياړ وګاټه چې د نړۍ مسلمانانو يېگ له ډيره وخته انتظار كاوه.
مجاهدينو هغه وياړ وګاټه، چې دري ميليونو شهيدانو يې په قبرونو كې، زرګونو كونډو او
يتيمانو يې په كورونوکې او د وطن په ميليونونو مهاجرينو يې په پرديو ليري او نږدي
هيوادونو كې هيله درلوده، خو دا ګټه څه شوه،دا وياړونه ولي په خړو اوبوباندې
لاهوسوه، جواب دادى چې دا هر څه د نه تحمل او نه زغم په وجه درهم برهم شول. جهاد
بدنام سو، هيواد خراب او خلك نور هم په كړاوونو او ستونزو اخته سول چې تر اوسه هم
دويم نسل پكښي زيږي، لوييږي او بيا پنا كيږي. خونه په تدبير، نه په زور او نه په
پوهه ورته د حل لاره وموندل شوه، دلته به يوازي د حكمتيار او مسعود، د خود خواهۍ،
تكبر، تنګ نظرۍ او په اسلام كې دنه زغم هغه بدي پايلي وګورو چې هيواد ته يې څه
ناورينونه راوړل، د هغو په نتيجه کې دوی ته څه پيښ شوه، د جهاد تر برياليتوب وروسته
د حكمتيار او مسعود په منځ كې څه موجود وو، دواړو په ظاهره د جهاد، اسلام او وطن د
ګټو او ازادۍ دعوه كوله.
دا مشترکات ترټولومهم وه. د دې دعوی ورته ښه زمينه برابره سوه د هر څه امکانات لاس
ته ورغله، كه هغو زغم او تحمل كړي وای او خبره يې بيرته د لږو او وړو اختلافاتو په
خاطر خدای او رسول ته سپارلي وای، نو بيا به افغانستان په نړۍ کې يو خپلواك،
تاريخي او قهرمان هيواد وای. خلكو به يې په سوكالي کي له درناوي ډک ژوند کولاى.
همدا ډول دويم مثال د طالبانو او شمالي ټلوالي تر منځ د نه تحمل او نه زغم خبره وه.
كه په هغه وخت کې بيا هم په دې مبارك آيت سره په اخلاص عمل شوي وای چي:
[ النساء : 59]
ژباړه: که په څه کي مو شخړه سوه ، نو الله او رسول ته يې ور وګرځوئ ، که (رشتيا)
تاسي پر الله او د آخرت پر ورځ ايمان لرئ. دا غوره او په انجام کي ډېره ښه ده.
نو بيا به ولي هغه څه منځ ته راتلای چې راغله او د هغو نتيجه مو وليده. كه اوس هم
پردغه لاره فكر وشي ګټه رسولای شي .
تر ضوابطو روابطو ته ترجيح وركول : دا مسئله يوازي په اهليت پوري نشي تړل کيدلای په
دې مسئله كې د قوم پالني ، سيمي پالني او انډيوالۍ علايم ډير ليدل كيږي. د دي مشکل
ډير تفصيل ته ضرورت نه ليدل كيږي ځكه چې دا بديهيات دي. ټول خلك په پوهيدلي او
ورباندې پوهيږي. دغه رنځ د پخوا څخه جرړي کړيدي، مګر اوس يې نوره هم وده كړي. كه څه
هم له ځينو بې عمله خولو څخه اوريدل كيږي چې د ملي جوړښت په نامه کار اهل كارو ته
ورسپارل كيږي، مګر داټولي د حال خبري دي. په حقيقت كې بيا همهغه څه كيږي چې كيدل او
يا نور ډير رمزونه ورسره مله شوي دي .
تعصب ته وده وركول: تعصب يوه ګرمه او پټه ماده ده چې په هر انسان كې وجود لري او هر
سړی له دې مادې څخه څه ناڅه څكه كوي خو په ځينو خلكو كې بيا دعادې شكل په مقايسه
ډير قوت لري، كه څه هم دايو مهلك او نه جوړېدونكي مرض دی، خو بيا هم دعلاج لپاره
ضرور دوا لري. خو اړينه خبره داده چې څوك په دې سره قناعت وكړي چې دی په دغه ناوړه
رنځ مبتلا دی او د هغه درمل کولو ته زړه ښه كړي. په افغانستان كې د تعصب ماده له
ډيره وخته پالل شوي، وده وركول شوى او كار تري اخستل شويدی خو دعلاج لپاره يې كمه
او ناكافي هڅه شويده. په افغانې ټولنه كې دا ماده پلني جرړي لري مګر بل تري ګټه
اخستي، مذهبې، ژبني، منطقوي، قومي، كلتوري عوامل د تعصب اساسي جرړي دي. موږ د دې
شاهدان يو چې دا ټولي مادي د دغه هيواد په لنډ تاريخ کي ازمويل شويدي چې دا هم ډير
تفصيل ته اړتيا نلري. يوازي بوی يې زموږ لپارهكفايت كوي. زه نه غواړم چې د دغو
بيلګو مثالونه زيات روښانه كړم ځكه چې دا مثالونه ښه روښانه دی فقط دومره ورته ګوته
نيسم چې تعصب په ډول ډول بڼو يو له هغو رنځونوڅخه دی چې په موږ كې خپور شوي خو علاج
يې پكار دی.