مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

اداري نيمگړتيا



اداري نيمګړتيا تر ډيره د هيواد تر نظامونو پوري اړه لري. په هيواد کي يو نظام تربل نظامه پوري توپير لري خو څه ناڅه نيمګړتيا په هر نظام او هر چا كې وجود لري، اداره كه څه هم ډيرو اړخونو ته په پام سره ډيره اړتيا لري دايو مثبت حقيقت دی خو نيمګړتيا د هري ادارې اكثره تر ښه علم ، پوهي او کاری تجربي پوري اړه لري، لكه څنګه چې وړاندي وويل شوه د ملت او وګړو چاري تر ډيره تر اداري پوري موقوفي دي. كه په اداره كې نيمګړتيا وجود ولري نو مانا يې داده چې دغه نيمګړتيا د هيوادوالو پر ټولو چارو باندې منفي تاثير غورځوي، مثلا په اداره كې تعصب كول، رشوت اخستل، ظلم كول اويا د ظالم او ظلم پلوي كول، څلور واړه هغه څه دي چې په خلكو كې ستونزي پيدا كوي، دغه ستونزي د وخت په تيريدو سره نفرت زيږوي په نتيجه کې د دغه نفرت په قوت سره يوه فاصله رامنځته كيږي. دلته ددغو څلورو ټكو او علتونو په پام كې نيول ډير اړين دي چې په پوره پاملرنه ددغه پرمختګ لاره ډب کړای شي.
د اشخاصو په رجحان سره بهرنی سياست:
بهرنی سياست د كورني سياست عمده جز دی چې په سياسي، اقتصادي او امنيتي چاروكې مثبت او عمده نقش لري. له همدي كبله چې د هيوادوالو برخليك په څو برخو کې د بهرني سياست او پاليسيو سره تړلی دى چې هغه د ژوند بوختيا ، ليوالتيا او بشپړتيا تشكيلوي له همدې کبله پكار ده چې په دغه عمده عنصرکې ډير ژور تحقيق وشي ترڅو د هيواد جغرافيايې او كلتوري ارزښت په نظر كې ونيول شي، مذهبي مقدسات او سپڅلتيا د چوکاټ په توګه اساس وګڼل سي، ملي منافعو ته پوره پاملرنه وشي، امنيتي، اقتصادی مشتركات وڅيړل شي او بيا د هغه په رڼا كې بريالی تګلاره جوړه شي، مګر په خواشينۍ سره ويلای سو چې په افغانستان كې بهرني سياست د ملي منافعو پر ځای شخصي منافعو په واك كې اخستي او تري بيځايه استفاده سويده، كه موږ د دې ډيري بيلګي وګورو ډير ځله موندلای شوچې منفي پايلي يې څومره ژوري ستونزي راټوکوي. پري پوهيدلي شو چي په راتلونکې کې تري ښه تجربه اخستلای شو خو مهمه داده چې په ځير او حقيقت سره ورته وګورو يا وکتلای شي، د دې ښه اولنډ مثال دكمونستانو د واکمنۍ په وخت دافغانستان منفي سياست وو چې له پخواني شوروي اتحاد سره څومره نژدي شوي وو، د هغو ټول شرائط يې منلي وه. د هغوی راتګ ته يېگ په مينه او محبت سره ښه راغلاست ويلي وو. د هغو توجه يې ځانونو ته راجلب کړي وه، مګر دا ټوله د اشخاصو د سياست لاره ، تګلاره او كړنلاره وه، نه د ملت صلاح مشوره او نه د حكومت ټولواکي پکښي نغښتيوه.
له بده مرغه تر هغه وروسته رباني صاحب د خپلي واکمنۍ په وخت كې د هغه ترخه پړاو په ليدوسره يوځلي بيا د روسانو په غيږکې ملت وروغورځاوه. د ټوله هيواد د خرابيو ورانيو د خلكو پر پت او عزت د لوبوکولو، د دريو ميلونو شهيدانو وينو، د يو نيم ميليون معيوبينو پري شوي لاسونه او پښې او د هغو وتلي سترګي د اووه ميليونوافغانانو د هجرت ناخوالي روسانو ته بخښل، هغوی بيګناه ګڼل، د دوستۍ لاس ورکول بيا هم دافغانانو ملي سياست نه وو، بلکي د اشخاصو د سياست تګلاره وه.
هم دارنګه د اسلامي امارت په دور كې د اسامه مغلق او سخت مشكل چې تر پايه ورته د حل لاره پيدا نشوه، افغانستان ورسره په حيرانوونكي، دردوونكي، ويرانوونكي برخليك اخته شو د اشخاصو د سياست تګلاره وه، همدارنګه د كرزي په دوران كې غربې دموكراسي راوستل، كفارو ته په افغانستان كې بې حده او بي سرحده واكمني او اختيار وركول. دقوم معزز علما او معزز خلك توهينول او بندي كول، د هيواد کلي اوکورونو بمبارول په زرګونو معصوم افغانان وژل او بالاخره د دې زمينه برابرول چي په دې سپېڅلي هيواد کي د دوۍ ناولي قدمونه ثابت پاته سي او دايمي اډې ولري هم د يوڅو اشخاصو د سياست تګلاره ده د افغانانو د سياست تګلاره په تاريخي لحاظ د داسې تګلاري تصورهم نسي کولای، همداسې په روان بحران کې د ګاونډيو هيوادونو په دښمنی كې ګرميدل، سختيدل، او بالاخره دهغو د دفاع نه كولو كمزوري ياناوسي هم د اشخاصو د سياست تګلاره ده، داسېگ ډيرې نموني ليدل كيږي چې يو واكمن د څو اشخاصو د خوشحاله کولو او د هغوی د ضرر د دفع كولو لپاره په يوه بې طرفه، معقول، او معتدل سياست باندي استقامت نه كوي، هغه لاره چې د ملي امنيت ملي ګټو د خونديتوب دوامي تقاضا کوي له نظره غورځوي، كه څه هم په لنډ مهالې تګلاره كې په تدريجي شكل سره نوري ناخوالي راوړي.
اووم: د اشخاصو تلفول وژل يا د لاسه وركول:
د نړۍ په هرهيواد کې با تجربه، روشن فكره، مدققين علما ، په هره زمانه كې د هيواد لپاره يوه ښه او ګټوره هسته بلل کيږي، په ټوله نړۍ كې د داسې هستۍ لپاره په ډيره دقيقه توګه هڅي كيږي چې داسې هستي په ډيره ښه او محترمه توګه وساتل شي، پرته له دي چې هغه شخص د حكومت له كړو سره موافق دی او كه مخالف دی. دايوه طبعي خبره ده چې د هر هيواد وګړي له خپل هيواد سره مينه او محبت لري. همدارنګه په ځينو هيوادنوکې په ځانګړي ډول په اسلامي هېوادونوكې مذهبې امور هم د پام وړدي خو په مجموع كې له مذهب، وطن او كلتور سره د خلكو مينه او محبت موجود وي، کېدای سي يوازي توپير په دې كې وي چې څوك دين او مذهب، څوك ملي منافعو او څوك كلتوري عنعناتو ته يو پر بل ترجيح وركوي، خو اصلي مينه تر ډيره پر ځای پاتي وي.که موږ دقيق وګورو دلته دا اساسونو څيړنه ډير څه را برسيره كوي چې په هغه كي د خلكو احساسات توپير لري، د چاسره يوازي د دين احساس وي او له چا سره يوازي د وطن احساس وي، له چا سره د شخصي ګټو احساس وي، دلته دوه احساسه وجود لري چې يوازي د دين او يوازي د شخصي ګټو،که دغه منفرد احساسات د وطن له احساساتو سره يوځای نه وي ډيرځله پريوه ‌پيچلي لور پرمختګ كوي چې په نتيجه کې د احساساتوتدخل نه راځي همدغه يوپيرکيدای شي دستونزو بنيادجوړسي.
بيرته به اشخاصو ته راشو، دلته تر ډيره د خلكو توپير په احساساتو پوري اړه لري خو په ژوند کې هر چا د خپل ځان لپاره يوه ګوښه اختيار كړيده په هغه كې يو اجتماعي فكر لري،هرڅوک يا په مخالفت كې ګټه لټوي او يا په موافقت كې دا چې څوك په ثواب او څوك په خطا کي دی له دې نه بيا تحليل کوونکي، تجزيه كوونكي اوعوام خلک ګټه اخلي.
دلته به په يوه لنډ مثال سره اكتفا وكړو، مثلا که د يوه سړي سره يوازي د وطن احساس وي هغه يوازي د وطن جوړول، ودانول او پرمخ تلل په نظر كې نيولي وي، د دی لپاره هره لاره لټوي چې تري ګټه واخلي، پيسې پيدا كوي او ملاتړ ډيروي، خو د مذهب او كلتور ارزښت يې په نظر كې پوره نه وي نيولي او نه د هغه په اهميت پوهيږي هغه پر هر چا باندي د ځان فکرکوي، ځكه نو د ملي ګټو د پرمختګ لپاره له كفارو سره راشه درشه، معامله او ادغام ورته ښه كار ښكاري، مګر بالعکس يو بل شخص چې يوازې د دين احساس ورسره وي يا د دين او وطن دواړو احساس ورسره وي هغه بيا كفري معامله او ادغام د وطن او دين د ګټو په تاوان بولي، د ځان په وينو يې مقابله كوي او دا د ځان حق بولي ترڅو ټول امکانات په کار واچوي، خو كه دلته يو احساس وڅيړو هغه له وطن سره د ميني او محبت احساس دی چې په دواړو كې وجود لري، كه دلته دواړه احساسه سره يو شي او يا تجزيه كوونكي تري كوچ وباسي، نو مثبته نتيجه تري اخيستلای شي، د دی پر ځای چې د داسي فکر څښتن بندي، تبعيد يا ووژل شي. ځکه دغه احساسات په مهارت يوکېدلای سي نه په زوراو وژنه سره، لكه څنګه چې د احساس د توپير يادونه وشو دلته بايد ومنو چې د هيواد او سيمي ټول شخصيتونه په يوه نظر نه شي راتلای او نه په يوه فكر سره موافق كيدلای شي، البته د يوه ښه تفاهم په رڼا كې يوې ملي او ګډي نكتي ته ورنژدي كيدلای شي، د هر چا ګټه او شخصيت تر ډيره په خپل ځان كې ډيراهميت لري، خو د كاري تجربې ګټه يې په هر وخت كې يوي ملي خزاني ته ورته ده چې څه ناڅه هرڅوک ګټه تري اخيستلاى شي، اما وهل، بندي کول، تبعيدول يې يوازي دانه چې هيواد له يوي ستري هستۍ نه محروم کړي، بلکي ډيري نوري ستونزي زيږوي، موږ د خپلي لنډي تيري زماني په مختلفو اړخونو كې وليدل چې د ملي شخصيتونو، روحانيونو، علماى كرامو او سياسي څيرو په له لاسه وركولو سره هيواد د يوه بې سرپرسته يتيم په څير
د جهالت او نه تجربې له كبله په ګړنګونو كې ولوېد، لوټ شو، تالا شو او هري بدرنګۍ ورته رامخه كړه، كه څه هم د شخصيتونو ترمنځ
د نظر سر سري يا ژور اختلاف وجود ولري مګر د دې ټولو پر کړنو قضاوت خلكو ته پاتيږي.
له بده مرغه په افغانستان كې چې هر نظام په واک منګولي ښخي كړي تر ډيره يې د ملي مطرحو اشخاصو د نابودولو هڅه كړي، په يوه او بل نامه سره يېگ ورته د بدنامۍ لاره لټولي. د دي باوجود ډيرو واکمنو بيا د دغوڅيرو په مرګ صرفه نده كړي. د دې لپاره چې د هغه د نظام په وړاندی خنډ ونه ګرځي او د هغو د کړنو منفي اړخونه ورته په ګوته نه كړي يا ورباندې نور خلك ونه پوهوي، داځکه چې د هر نظام واكمنان داسې فكر كوي چې د هغو نظام به تلپاته نظام وي او دوی به دلته تل تر تله واكمنان وي، نو د دې لپاره د علمي او ملي شخصيتونو شتون د خپلې بقا په وړاندي خنډ په نظر ورځي كه څه هم د ده دغه ناسم نظر د نورو خلكو د تاييد وړنه وي، خو هغه په دې فكر كې كله هم نه وي چې دغه وګړي او شخصيتونه د خلكو لپاره
د پيشوايانو مانا لري، خلك ورته احترام لري، له ښي تجربې او علم څخه يې هيوادوال ګټه اخلي، كه څه هم له ده سره د نظر بېلوالی لري.
اتم: د قضايي نظام نيمګړتيااو نه ناپېيلتوب:
په هر هيوادکې قضائيه قوه د مستقل واک لرونکې وي. د دغي قوې ټولي فيصلې يوازي په عدل اوانصاف باندي ولاړي وي. همدغه ناپېيلتوب د دي لامل کيږي چې خلک دغه مرجع د ځان د برخليک لپاره يوازنۍ مرجع بولي. خوکه دا مرجع خپل استقلال ونه ساتي اويا دسياسي افکارو تر تاثيرلاندې راشي په دغه صورت کي هغه خپل طبعي اهميت او ارزښت له لاسه ورکوي کوم چې د خلکو د اعتماد او تقاضا په نتيجه کې راغلی دی.
که موږ په ناپيلتوب سره په افغانستان کي د څولسيزو راپديخوا
د قضايې سيستم جريانات وګورو دا نتيجه ترلاسه کولای سو چې زموږ قضايې سيستم دسياسې افکارو ترسيوري لاندي راغلی دی هغه ناپيلتوب چې دغې قوې ته پکاروو څه ناڅه له لاسه ورکړي. د دې زيږنده نتيجه به داسې چي د هغو خلکو لپاره چې د عدل تقاضا او هيله لري خو د قضا د ناپيلتوب څخه مطمئن نه وي پرځای د دي چې دغه مرجع ته مراجعه وکړي خپل حق په خپل زورسره غواړي.
کله چې دغه قوه د سياسي افکارو لپاره قرباني کيږي په نتيجه کې يې دوې مهمي ستونزي راولاړيږي يو د هيوادوالو بي اعتمادي. دويم دبي عدالتی لمن پراخېدل چې بر عکس به د ظلم ټغر پر ملت سيوری کوي. دا هغه بد حالت دی چې ناتوانه اوبي وسه خلک به د محروميت احساس کوي هغوی به د خپل برخليک په اړه داسې فکرکوې چې ګواکې د دوی د ږغونو د اورېدلو لپاره هيڅ مرجع نسته. له همدې کبله هغه چاته ښه فرصت پلاس ورځي چې د موقع څخه استفاده وکړي.
دابه کيدای شې هغه حالت وي چې د هيواد ډيرى وګړي شايدپه دې عقيده وي چې دغه قوه د يوي متخاصمي اداري بڼه لري نه د يوه قضايې قوې حيثيت. په همداسي پاليسۍ به خامخا خلک د مايوسۍ احساس پيداکوې، که څه هم چي داداري فساد او بډي اخستني يوه بله لويه ستونزه ده چي هغه بيل اړخ لري.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery