مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

قوم او قبيلوي جوړښت



افغانستان د مختلفو قومونو له ترکيب څخه جوړ شوى، د بېلابېلو ژبو او كلتورونو درلودونکی هېواد دی. د دي توپيرونوگ سره سره تر ټولو ښه خبره داده چې ټول قومونه يېگ كاملاً د يوه دين پيروان دی. ټوله د يوه ملې پيژند او هويت افغان په نامه وياړي. كه څه هم
د مذهب له پلوه په خپلوکي څه توپير لري، لكه سني شيعه او...مګر د هر قوم ګټې او زيانونه ديوه بدن د غړيو په توګه سره تړلي دې. له بلي خوا كه يو قوم په يوه ستونزه اخته کيږي ټول قومونه ورسره زيانمنيږي، همدارنګه د يوه قوم نيكمرغي د ټولو قومونو نيكمرغي ده كه خدای مه كړه يو قوم په مشكلاتو كې ښكيل وي نور قومونه يې په غم ځان خبر نه كړي د ستونزو په حل كې ورسره مرسته ونه كړي نو دا ستونزي به د وخت په تيريدو سره ټولو قومونو او حتى ټول هېواد ته سرايت كوي او كه بالفرض خدای مه كړه د يوه قوم په بدبختي كې
د يوه بل قوم وګړي ياقوم خپله ګټه او ښيګڼي لټوي دا ډيره ناپوهي او يا په بل عبارت د تعصب مانا لري.
په هر صورت د هيواد د خپلواكۍ او ملي ګټو پر بنسټ تل يو موټی كيدل يو له بل سره پخلا كيدل، مخالفتونو ته د پای ټكي ايښودل د ټولو هيوادوالو او وطن په ګټه دي.
په افغانستان كې هر قوم په خپل دننه كې يو ترکيبی جوړښت لري د هغه جوړښت په چوكاټ كې ځانګړی ملي اعتبار لري. هرکله چي دستونزو سره لاس او ګريوان کيږي هغه وخت خپلو ستونزو ته د حل لاره پيدا كولای سي. بهرني قوتونه، اشخاص يا پردي عنعنات ددغه قوم ستونزه نه سي هوارولای دا عادي خبره ده چې په هرقوم اوهره سيمه کې ډير كړاوونه اوستونزي پيدا کيږي يا وارديږي ياواردي سوي دي مګر ملي يووالى يې په هواري او سوله ييز ډول له منځه وړلو كې ښه رول ادا كولاى شي، خو دامهمه خبره ده چې ملي وحدت ته د کړاونو وړانديينه وشي اويا ورته پوره احترام وشي كه څه هم څو لسيزي ددغه جوړښت د ختمولو لپاره كار شوى دى. تراوسه پوري هم په يوه او بل نامه د دغه بنسټ د ختمولولپاره كار كيږي او ترډيره حده تاوان هم ورته رسيدلی دی.
لكه څنګه چې وړاندي يادونه وشوه داچې هر افغاني قوم مختلفي ځانګړتياوي لري او عنعنات يېگ نسبتاً تر سيمي پوري توپير لري مګر د دې سره سره هم پرته له يو څو اشخاصو چي پردي ډول ته نڅا کوي د يوه افغان نوم او واحد هدف لري. دلته به خپل هدف ته را شو او خپل پښتون قوم به وڅيړو، پښتون قوم د افغانستان د خاوري او نفوسو اكثريت تشكيلوي چې د افغانستان په ثبات، امنيت، اقتصاد اوسياست كې عمده رول لري. دا يقيني خبره ده چې د دغه افغاني هډ او جز درد د هيواد د ټولو وګړو درد دی،د دغه قوم نيكمرغي او بدمرغې د ټولو قومونو شريكه ده، ثبات يې د ټولو قومونو لپاره ثبات او بې ثباتي يې د ټولو لپاره بي ثباتي ده، كه خدای مه كړه د دغه قوم په منځ كې هره ستونزه لاينحله پاته کيږي نو د دغي ستونزي ضرر به په تدريجې ډول عاموالی خپلوي او ټولوقومونو ته به دهغه توښ رسيږي. كه چيرته د دغه قوم په غم كې خوشحالي وښودل شي، نو دا به د ملي وحدت پر وجود د کلک ګوزار مانا ولري، كه خدای مه كړه يو وګړی يا شخص په دې عقيده وي چې د دوی له كړاوه ګټه واخستلای سي يا يېگ د ځان په ګټه تعبير كړي، نو دا به د ملي نيكمرغۍ پر لوري مخته تګ نه، بلکي شاته تګ وي،که خدای مکړه يو شخص په دي عقيده وي چي د دغه کړاو په اور به ځانونه تاوده کړي نو بايد انتظار وباسي چي دغه اور به يو وخت د هغه کور هم سوزي. پښتون قوم اسلام پاله، پاكزړي، صادق او خوشباوره قوم دی. دغه قوم پر خپل فرهنګ او دود، خپلواكۍ، ميلمه پالنی او غيرت مين دى او په وياړي، د ښه ګومان او احسان تابع وي، هميشه پر نورو د نيكو ګومان ساتي، پر صداقت او باور قرباني وركونكي دي، د پښتنو قومي جوړښت ترډيره پر جرګو باندې ولاړدی، د خپلو پريكړو پالونكي دي د لويېگ سينې او زغم درلودونكي دي، په خپل کورکي
د كمزوريو او نانواتو ښه دود لري، له ملا، سيد او پير سره پوره مينه او اخلاص او د هغو بې سارى احترام کوي. د اسلامي معتقداتو، شرائعو او شعائرو پالونكي او ساتونكي دي. هر وخت جرﴼت، وفا او قربانۍ ته ژمن دي، مګر د دې ټولو نيکو صفاتو سره سره يوه ډيره لويه نيمګړتيا هم لري. دغه ستونزه د دغه قوم ساده ګي او خوشباوري ده، داسې خوش باوري چې ترحد او اندازي اوچته ده. له بده مرغه چې له همدې صفت څخه يې تل ځينو اشخاصو ناوړه استفاده کړي او لاتر اوسه دغه لړۍ توده روانه ده.
ترډيره د پښتنو د قومي جوړښت اهميت په دې كې دی چې په هر مهال كې د غليم په وړاندي منظم پوځ لري داسي فوځ چې نه اعاشه او نه تنخوا غواړي. د دين او وطن دفاع د خپلو زلميانو په وينو كوي، د شخړو په وړاندې ښه ساده او عادلانه قضاوت كولای شي.
د قضاوت د پريكړو تر شا درېدلای شي، په ميړانه او پوره شهامت يېگ پاللای شي، خو دا ټوله په هغه مهال کيدلای سې چې په خوله اوزړه له هغو سره صداقت او وفاداري وشي، كله چې د قومونو او قبيلو ترمنځ يوه ناوړه او ناكاره پيښه رامنځ ته كيږي قومي جرګي يېگ په قومي دود سره هوارولای شي. د حكومتونو په چاروكې لاسوهنه ډيره كمه او لږه كوي، پرخبره يېگ باورکوي،د هغوی د اوامروگ اطاعت كوي، د اړتيا پروخت ورسره مرسته كوي، خو له خپلو رواياتو او دودونو سره له ليونۍ مينې سره سره پر اسلامي ارشاداتو او ارزښتونو باوري او سرښندوی قوم دی.
پښتانه د دې نيمګړتيا سره سرهـ چې د سياسي ارادې او اداري واكمنۍ ‌سره ډير تړاو او مينه نه لري خو د سياسي نظامونو بری او پايښت هم د دوی له ملاټر پرته اسانه کارنه دی، دلته بايد په خواشينی سره هغه څه په ګوته او روښانه شي چې د څو لسيزو را په دې خوا د دغه قوم د قومي جوړښت د پراګندګی كوشش شوي او كيږي
د خود خواهانو پر هغو غوښتنو چې له اسلامي، ملي منافعو سره سمون نه خوري ستركې پټې شوي دي. دا خورا مهمه ده چی ولي له دغه جوړښت څخه د ملي فرهنګ، دود او عنعني پر خلاف ګټه اخستل شوې ده. د دغه قوم پر حقوقو،چې په اولسي او قومي نظام كې ستر نقش لري له ډيره وخته سترګې پټې شوي دې.
گ ځوان كهول مذهبې علماى كرامو، ساداتو او قومي سپين ږيرو ته تر ډيره د عزت او مشرۍ په سترګه ګوري، د هغو خبرگي مني، د هغو احترام كوي. ملا او عالم د دوی په هره جرګه كې اړين غړی وي، خپلې جرګي د شرعي اصولو له مخې وړاندي بيايې، د هرکار ثواب او عذاب خلكو ته ښيې. د ښو موفقيتونو، د دنيا او اخرت ګټي او تاوانونه خلکو ته بيانوي، په ټولنه کې كاملاً بې طرفي ساتي. يوازي
د مصلحت راوستل، د شر او فتني رفع او دفع گ په پام كې نيسی، همدارنګه سادات او پوهان هم په دغسي مواردو کي خپل نقش لوپوي او د ښه موقف او درانه مقام څښتنان او با عزته څيري بلل کيږي.
جرګه د دغه قوم هغه مهم ارګان دی چې د ټولو ناروغيو لپاره دوا او درمل كيدلای شي، د هرې ستونزې علاج كولای شي، هغې ته
د حل لاره موندلای شي، خو دغه اهميت هغه وخت خپلولای شې چې كاملاً د بې طرفی اصل په پام کی نيول شوی وي، په بشپړه توګه
د اعتدال رعايت شوی وې، د سولي، ثبات او ملي ګټو اهميت په نظركې ونيول شې، جرګه په خپلواکي سره د پرېكړي توان ولري
د خپل تصميم د پوره پلی کولو واك ورسره وي او دواړو ښکيلو لوروته د باور اومنلو وړوې يا غالب ګومان ورباندې د ښو اونيکو وې. ځکه نو په ډير غور سره بايد هڅه وشي چې د دغو مهمو اركانو حيثيت او اعتبار وساتل شي.
كه خدای مه كړه د دې هڅه وشي چې دغه ارګان د سياسي يا شخصي ګټو لپاره د فشار، اعتبار يا پيسو په زور د ملت له ارادې پرته استعمال شي او يا په سياسي دام كې ښكيل شي دا به نه يوازي
د ټول ملت له ارادي سره خيانت وي، بلکي په راتلونكي كې به هم
د خلكو په وړاندی له بدګومانۍ او بې باورۍ يا بې اعتمادۍ سره مخامخ شي، بل دا چې دغه ارګان هغه وخت په ناپېيلتوب سره موثر تماميږي چې د خلكو د باور له امله د خلكو په منځ كې ټوكيدلي ستونزي په عادلانه توګه حل كړي. که چيري د جرګې غړي يو طرف ته منسوب کيږي په هغه صورت کې به دوی خپله د اختلاف له امله
د نورو ستونزو سره مخامخ کيږي چې له همدې کبله به بيا هم د خلكو په منځ کي د نورو مشكلاتو سبب کيږي دا ډيره اړينه ده چې دغه ارګان په ټولوتحولاتوکې حق پالنه حق وينه او بې پرې توب او ناپېيلتوب وساتي اوخپله بي طرفي حفظ کړي.
د مثال په ډول كه يو عالم د پيسو له ورکړي يا له کوم فشار څخه پرته دې ته وهڅول شي چې د ښځو د تعليم او تربيي په اړه شرعي دلايل وړاندې كړي او په خلكو دا ومني چې هغوى خپلي خويندې او لوڼي ښوونځيو ته واستوي، په دې هكله نبوي حديث د دليل په توګه ووايې چې دا د هرچاحق دی چې زده کړه وکړي، نو دا ښه خبره ده. که
د دغه عالم (ملا) خبره يوازي د همدې هدف لپاره وي او ښځي
د شرعي حجاب او د ښځو د تعليم د شرعي حدودو په پام کي نيولو سره ، شرعي زده كړي وکړي او د نارينه وو سره يې د ډكو وهلو احتمالات نه وي او د هغو سره يو ځای د كښيناستلو خبره چې
د کبيره اولويو ګناهونو سبب ګرځی نه وي، هم د ښځو لپاره او هم
د ټولني لپاره ګټور تماميږی، مګر که د ښځو په زده کړه او ښوونه کي د مذهب او اسلام سپكاوی وي يا پر هغه باندي تجاوزونه وي،او د اخلاقي او كلتوري فساد سبب وګرځي، لکه اوس چي دلته ځيني کورسونه، ښوونځي او پوهنتونونه نارينه او ښځي پر يوه ميز کيښنوي ، اخلاقي فساد ته يي تشويقوي، د بي حيايی او بې ستری لور ته يې وربولي، نو دلته معلوميږي چې عالم بې ځايه استعمال شوي دی، د الله  له طرفه ورکړه سوی مسړوليت يېگ نه دی پر ځاي كړي او يوازي او يوازي يېگ ماديات په نظر كې نيولي دي.
دويم مثال : كه بالفرض يو عالم يا علما د بهرنيانو يا حكومت
د خوشحالولو لپاره خبري كوي چې ترياك او بنګي او د هغو كښت اوکاروبارگ په شريعت كې حرام كار دی، خلك دې دا كار نه كوي او
د امريكايانو يا انګرېزانو سره دې په دغه کارکي مرسته وشي او له بلي خوا په هيواد كې د زنا په وجه د ايډز پراخيېدل او ډېرېدل او دا رنګه په ډاګه د شرابو څښل، خرڅيدل، رواجېدل په نظر كې نه نيسي سره له دېگ چې په اسلام كې د شرابو او زنا لپاره حد او سزا شته او
د ترياكو لپاره په ظاهره نص او دليل نسته، خو قياس ته به تګ كيږي يا دا چې د ترياكو لپاره به اختصاصي محكمه جوړيږي، خلكو ته به قيد او د اعدام سزا وركول كيږي، خو د زنا، شرابو او نورو غير شرعي فاحشو چارو لپاره لكه بربنډ عسكونه، نيمه بربنډ فلمونه او دا چې
د فحاشۍ عادې او بربنډو زنا كارو ټلويزيوني فلمونه او عكسونه چې كاملاً ټوله ټولنه په ځانګړې توګه نوي نسل په حتمي اخلاقي فساد اخته كوي. شراب، زنا، د ښځو او نرو ښكاره بداخلاقي په ټولنه کي عادي ګرځي، كيدای شي په راتلونكي كې دغه اعمال خلکو ته دعاموالي په خاطر د ګناه حيثيت ونه لري که څه هم د نشيي توکو بنديدل ښه کار دی، د افغانستان په ګټه دی، مګر پر داسې شيانو خاموشي دا ثابتوي چې عالم استعمال شوي دی، كنه نو د زنا او شرابو لپاره چې د قرآن په صريحو آيتونو ثابت دي ولي نه اختصاصي محكمه شته او نه ورته عليحده تبليغات. له عالم څخه د سياسي ګټو په خاطر داسې استفاده به د هغه پر تندي باندي يو تور داغ باله سي. ځکه په ټولنه کي د عالم حيثيت كمول او د هغه وقار او بې طرفۍ ته صدمه رسول ډېره بده خبره ده چې د هغه مستقبل ته ډېر لوى تاوان رسوي او د خلكو د نيکو ګومان ورباندې خرابيږي. د يوه عالم لپاره لازمه ده چې په ټولنه کې د ناپېيلتوب دريز ولري، په مطلقه توګه
د حق پلوی او د باطل پر ضد واوسي، نه د حكومت او قوت د ناسمو پاليسيو تطبيقوونكى.
که رشتيا حکومت او خارجي يرغلګر د علماوو خبره مني بايد
د هغو د قول درناوی په هرڅه کې وکړای شې. خو موږ وينو چې کله يو عالم د شريعت سره سم څه مطالب بيان کړي، هغو ته د طالبي قوانينو رنګ ورکوي د قول يې تقبيحوي. اما که د دوی په ګټه خبره کوي هغه دومره تقديروي چې د نړۍ هرګوټ ته د هغه ږغ ورسوي.
بايد ملا طبقه د دښمن د داسي سازشونو څخه ځان وژغوري ، څو
د هغو د لومو ښکار نه سي .
همدارنګه عالم، سيد او د قوم مشر بايد د مشر په توګه وساتل شي، نه ديوه لورې په توګه د مثال په توګه : كه يو عالم دولت يا مقاومت ته د عامو دولتي خلكو د وژلو لپاره فتوى وركوي او
د منفي اړخونو څخه يې صرف نظر کوي، لكه د عامو خلكو په منځ کی پټاو كول، په هغو کي د ماشومانو وژل، بې محاكمي د خلكو وژل، د کلو بمبارول، د انسانانو د جسدونو سوزل او پرلارويانو باندې
د ړانده انتقام ډزي او.... نو بيا هم عالم يو ناحقه طرف واقع شو.
د هغه په دې طرف سره هم د ده ناپېيلتوب ته تاوان رسيږي او هم
د خلكو اعتماد ورباندې كميږي. يا دا چې نيك ګمان يا حسن ظن ورباندې خرابيږي چې په دې کار سره بيا هم په خلكو كې د اختلاف جرړي قوي كيږي.
همدارنګه که په سيمه كې يو قومي سپين ږيری او مشر دې ته تشويق شي چې د حكومت او پرغلګرو ضد خلك د حكومت يا امريكايانو سره همكارۍ ته دعوت كړي، خو له بلي خوا پر خلكو د بمباريو،د بيګناه خلكو د نيولو او وژلو، د بهرنيو يرغلګرو له ناسمو كړنو څخه، لکه د وګړو توهينولو، په كورونو ورننوتلو، د ښځو تلاشي كولو او داسي نورو څخه ځان ناخبره ښيي اويا ورڅخه دفاع کوي نو دلته هم د قومي مشر له حيثيت او اعتماد څخه ښه ګټه نده اخستل شوي، ځكه د هغه اعتماد ته صدمه رسول د هغه پر تندي باندي د تور داغ ايښوولو حيثيت لري..
اوس به اصلي ستونزي ته راشو لكه چې وړاندي وويل شوه چې عالم، سيد، حضرت او قومي سپين ږيري په افغاني ټولنه کې هغه مخکښان دي چې دهيواد ټول وګړي ورباندې اعتماد كوي،د هغو خبروته غوږ نيسي او د هغو احترام كوي. د هر داخلي او بهرني ځور ياستونزي په وخت كې ورته مراجعه كيږي. له همدې کبله ډيره اړينه ده چې د هغو د حيثيت ساتنه وشي، غوږ ورته ونيول شي، احترام يې وشي،د هغو په نيکو مشورو عمل وشي. كه د دوی له نيکو نظرونو استفاده وشي زه په دې يقين يم چې زموږ بې حسابه ستونزو ته چې ټول هيواد يېگ له غم، تشويش او نهيلۍ سره مخامخ كړى دی، د پای ټكى كښيښودل شي او د حل لاره به ورته پيداشي. مګر بدبختانه چې د دغو مخکښانو د افكارو او عقيدو پوره درناوی د څو لسيزو راپديخوا نه دی شوی. د هغو له پخو اسلامي كلتوري تجربو څخه پوره ګټه نده اخستل شوي، بلکي د يوسمبوليک ركنيت په توګه هغو ته دوكه ورکړه شوې ده. په ډيرو مهمو فيصلوکي ناديده نيول شوي دي، نو همدا علت دى چې د افغانستان بد بختي نه يوازي پيچلې شوې ده، بلکي په يوه ناسور بدله شوي، يوه ساري او خپريدونكي ناروغي ځينې جوړه شوي ده. زما په نظر تر ټولو څرګند حقيقت دادی چې اوس له هر دخيل پلوه او ټولو سياسې کوپړيو څخه د نجات لاره وركه ده. که څه هم دوی هميشه په دې فكر دې چې څنګه به ورته د حل لاره پيدا شي چې خلك سوكاله ژوند وكړي.
زما په نظر جنګ ګټل اسانه كار او اسانه لار نده. همدا رنګه جنګ كول يوه داسې لوبه نده چې د کابل نجونې او هندې تىري نام پكښي رقابت وكړي. خلك خوشحاله په فسق او نورو د چا خبره په هنرونو کي جائزې وګټي. جنګ يو خطرناكه لوبه ده چې د هري ورځي په تيريدو سره د وينو سيلاب ته نوي ويني ورګډوي، په هيوادکې كونډي او يتيمان زياتوي، خلك دغربت او فقر په لوري بيايې،د ملتونو او مذهبونو ترمنځ تاريخي دښمني راخوټوي. كه په ډير مهارت سره دغي ستونزي ته دحل لاره پيدا نشي نو يو وخت به د نااټکل سوي بدبختۍ زيږنده شي، چې بيا به يېگ جبيره او علاج دهر چا او هر افغان له وسې وتلي خبره وي، كه خدای مه كړه څوك په دې عقيده وي چې په نيولو، وژلو او دكور كلي په ورانولو به داستونزه حل پيدا كړي نو دابه يو ښکاره حماقت وې. په بل عبارت دابه جهل مركب وې. كه څوك په دې عقيده وي چې کفري نړۍ يابهرنيان به ورته په زور او جنګ د حل لاره ومومي زما په نظر دا هم ناپوهي اوبې ځايه تيروتنه ده، زه په دې عقيده يم چې زور او وژل، د كورونو ړنګول يوازې په دښمنۍ كې ډيروالی او سخت والی راولي انتقام ته خلك هڅوي او بس. كه څوك په دې عقيده وي چې بهرنيان به په سياسي لحاظ ورته د حل لاره پيدا كړي نو دا د تصوراتو يو خوب دی. دهغه خوب لرونکی په عمر به رښتيا نشي، ځكه چې بهرنی ستا له دين او كلتوره جلا اوسيدلی، هميشه ستا د ځپلو او دښمنۍ پلانونه جوړوي، په اسلامي ټولنه کې د توپيرونو تخمونو شيندي، هغوی تل د خپلو اهدافو لپاره فکرکوي، كه ته په زړه كې مسلمان يې، نو هغه څوک ستا واقعي دوست نشي كيدلای، كه خدای مکړه ته په دې باور يې چې هغه به دې دوست وي، ستا دين او دنيا ته به وده وركړي، نو پوه شه چې د الله د ارشاد څخه پرته دې بله لاره نيولي ده.
نو دا خبره بايد ومنو چې بهرنيان ورته د حل لاره نشي موندلای او جنګ هم د وينو په څپو بدليږي. البته که دا د ستونزي د حل لاره هم وې، نو د ډيري قربانۍ او ډير ځنډ وروسته به نتيجه ورکوي.
نو څه په كار دي؟ څه بايد وشي؟ څه به راسره مرسته وكړي؟ زما په نظر بيرته خپل فرهنګ او خپلي عنعني ته مراجعه کول پکاردي. چې هغه عالم، سيد، او د قوم سپين ږيري دي. کيدای شي هغوی ورته
د حل لنډه اواسانه لاره پيدا كړي، هغو ته بايد واك وركول شي چې
د افغانستان منافع، ملي استقلال، د اسلامي قانون په چوكاټ كې پوره په نظر كې ونيسي، د عالم، سيد او قومي سپين ږيري څخه زما هدف هغه کسان نه دي چي له ورايه خوڅ سوي دي او دغه عنعنوي فرصتونه يې د ځان ميراث بللي دي. کوم چي د افغانستان په تولو ورانيو کي د پرديو د لاسونو د آلې په توګه استعمال سوي دي. هدف مي د کلو او بانډو هغه سپېره صادقه او سپېڅلي کسان دي چي هر وخت د خپل ملت سره پاته سوي دي. موجوده اداره او سياسي واكمنان بايد بهرنيو يرغلګرو ځواكونو ته قناعت وركړي چې د افغانستان مسئله يوازي په اسلامي او افغاني دود اواسلامې رواياتو او په کامل استقلال هواريدلای شي او بس، نه د کاپي سوي غربي ډيموكراسی په زور سره. نور دغو بي رحمو دښمنانو ته د دې وخت او فرصت ورکول چې خپلو وحشي کړنو ته دوام ورکړي په هيڅ ډول د زغملو نه دی. هغه کسان د ځان بقا د پرغلګرو په وجود کي ويني ، هغوۍ بايد له دغه فکره ځان شاته کړي او د خپلو خلکو سره په غم او ښادي کي ځان شريک کړي.
موږ د دې تاريخ ژوندې شاهدان يو چې د دغو معصمووګړو
د وژلو، توقيفولو، د کلو او کورونو د ورانولو نه شلېدونکي لړۍ لس كاله ترشا پرې ايښي دي. دا لړۍ او د يرغلګرو د مرګونو بيړۍ په يوولسم كال کي هم د غريبو او بي وزلو افغانانو په وينوکي روانه ده خولا تر اوسه زموږ د وينو څپې د نړۍ ولسونه ننداره کوي. نور بايد دغه مسئله خپله افغانانو ته پريږدي چې پر خپلو مشكلاتو غور وكړي. افغاني جرګه بايد له سياسي اغېز نه بېخي مستقله وي، افغانانو ته هيڅ ناسمې بهرنۍ مشوري او جنګي تجهيزات د منلو وړ نه دي. زه په دې تاسف كوم چې اوس هم بهرنيان په دې فكر كې دې چې نوري وژونكي وسلې او پوځي چورلكي او الوتکي زموږ د خلكو
د وژلو لپاره راغواړي او د ترهګرۍ بي مفهومه تور يېگ د ځان لپاره پلمه ګرځولي. د دوی نظر دادى چي دا چاري به له دوی سره مرسته وكړي؟! او خلك به هغو ته د غلامۍ سرونه تيټ كړي؟! خو هيڅكله نه سي کېداى. دا فكر د دنيا د اوسني پرمختګ سره مطلق ټکر لري، زه په دې عقيده يم چې وطن دوست او خواخوږي افغانان به
د برتانيي، ناټو او نورو شرخووښونکو حکومتونو د داسې اوږدیگ دښمنی سره هيڅ موافق نه وي.
دا چې طالب څوك دی؟ افغانی عسكر څوك دی؟ ملكي وګړي څوك دي؟ هر يو مسلمان افغان دی. هر افغان بايد د خپل افغان ورور په وژنه، په بندي کولو او ځورونه خفه شي. زه بيا هم پر دې ټينګار كوم چې دغه بهرنيان هيڅ وخت زموږ دوستان نه سې کيدلای، هغوی د خپلو ګټو لپاره كار كوي، د دوی شتون او پوره واک به كله هم زموږ درد دوا نكړي، كه موږ خپل هيواد پخپله ديووالي پر لور روان نه كړو نوموږ بايد د نورو بدبختيو انتظار وكړو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery